اداريه – اګست 2021ز

د افغانستان حالات او د وخت تقاضا

افغانستان کښې چې څۀ روان دي نو لۀ چا هم پټ پناه نۀ دي. د امريکې لۀ پوځي قواو وتلو سره سم پۀ افغانستان کښې ناورين جوړ شوے دے او امن يو ځل بيا د لوے خطر سره مخ دے. بېلا بېلې خبرې، بېلا بېل خبرونه او بېلا بېلې غوښتنې او دعوې د روزانه پۀ حساب رامخې ته کېږي. د افغانستان دننه، ورسره ګاونډ کښې او هم داسې د نړۍ پۀ کچ د لويو ملکونو پۀ ميډيا، ډرائنګ رومز، سازمانونو او لويو لويو محلونو کښې د افغان مسئلې پۀ اړه خبرې، ګنګوسې، پېش ګويۍ او عن دا چې دسيسې هم يو ځل بيا روانې دي. دا وړومبے ځل نۀ دے چې افغانستان د داسې يوې کشالې سره مخ دے بلکې لۀ دې وړاندې د تېرې پېړۍ د اخرۍ لسيزې پۀ مېنځومانه کښې هم حالات داسې ترينګلي او خطرناک شوي وو او چې مضبوط ملکونو ئې مخنيوے ونۀ کړو نو بيا ئې نتيجه ټولې نړۍ وليده. نن يو ځل بيا حالات خراب دي، ترنيګلي دي او هم هغه شان د پروپېګنډو او دروغ رښتيا ښکار دي. يو خوا د افغان صدر ډاکټر اشرف غني جمهوري حکومت دے او بلخوا د وسله والو غوښتنې. يو خوا خوار غريب او جنګ ځپلے افغان اولس دے او بلخوا د نړۍ پنجور قوتونه دي چې خپلې لوبې له د دوام ورکولو کوششونه کوي. پنځويشت کاله مخکښې او نن حالات يو شان نقشه وړاندې کوي، دعوې او غوښتنې هم هغه شان برېښي، وېره او ترهه هم هغه شان ده، د افغان اولس مستقبل هم هغه شان پۀ داؤ دے او د جنګ خپسه هم هغه شان د غوټې وهلو لپاره پۀ سر تاوېږي، هم هغه شان زيات خلک د امن پلويان دي او ځنې د ګوتو د شمېر د يو نظام د ړنګولو اراده لري؛ کۀ څۀ توپير دے پۀ ننني او د تېرې پېړۍ پۀ ترينګلي حالاتو کښې نو بس دا چې نن نړۍ د يوشتمې پېړۍ پۀ درېمه لسيزه کښې پښۀ ايښې ده. هغه وخت نۀ خو ميډيا دومره زوروره وه او سوشل ميډيا خو لۀ سره وجود نۀ لرلو نو دسيس مارو چې څۀ دروغ رښتيا کول د هغې چا ته پته نۀ لګېده، پټې خبرې پټې وې او د ښکاره چا ته څۀ پته وه چې دروغ دي کۀ رښتيا. خو نن د سوشل ميډيا لۀ وجې ځنې رښتيا ضرور مخې ته راځي. نړۍ پۀ دې تېره يوه مياشت کښې مختلفې دعوې واورېدې؛ چا وئيل چې طالبانو نيمې نه زيات افغانستان قبضه کړو، چا وئيل چې بس د حکومت د شمېر ورځې پاتې دي او چا وئيل چې حکومت سقوط کوي خو څنګه چې مونږ ووئيل چې اوس حالات بدل دي او اسانه نۀ ده چې خلک دې صرف پۀ پروپېګنډو او دروغو وئيلو دوکه کړے شي نو نن دا دے حقيقت د ټولې نړۍ مخې ته دے چې کۀ حالات هر څومره نازک دي خو افغان حکومت پۀ ځاے ولاړ دے او اشرف غني وائي چې جهموريت به ړنګېدو ته نۀ ورکوي. کۀ څۀ هم د افغانستان تاريخ پۀ دې حواله ډېر نازک دے ځکه چې د غازي امان الله خان پۀ شان يو ځيرک، پوهه او تکړه سړے هم د نن نه نوي کاله وړاندې د پروپېګنډو ښکار شوے او پۀ جلاوطنۍ مجبور کړے شوے ؤ نو دغه پروپېګنډو خپل کار بيا د روس د وتلو نه پس د ډاکټر نجيب پۀ وخت کښې هم ترسره کړو. او بيا ئې د مجاهدين نه پس هم خپل کار وکړو او نن يو ځل بيا پروپېګنډو زور کړے دے. يو پوهه سړي وئيلي چې پۀ ترينګلي او ناسمو حالاتو کښې سوالونو ته جوابونه لټول نه بلکې سوال پوښتل لوے قابليت دے. نن هم پۀ دې روان حالاتو کښې بايد سوالونه وپوښتلے شي؛ د زورورو ملکونو ميډيا، خلک او ورسره پۀ خصوصي توګه افغانان دې سوالونه پورته کړي چې اخر ولې دا جنګ نۀ سړېږي، اخر ولې دا جنګ بيا بيا تودېږې، اخر ولې د دوي خاوره د جنګ د لمبو ښکار ده، اخر ولې پردي خلک پۀ دوي لوبې کوي، اخر ولې د امن نعرو سره سم دلته د جنګ اوازې خورېږي؟؟؟ نن وخت راغلے چې افغانان خپلو ګرېوانونو کښې وګوري، خپل کور سم کړي او خپل راتلونکے محفوظ کړي. دوي بايد پۀ دې پوهه شي چې کۀ څوک د دوي کور سمولے شي نو هغه دوي پۀ خپله دي. ورسره دا وخت د تاريخي فېصلې هم دے. د افغانستان ننني حالات افغانانو، ګاونډيانو او د نړۍ زورورو له موقع ورکوي چې پۀ افغانستان کښې د امن سره اودرېږي او خپل کردار ترسره کړي. هم دغه شان د نن حالات به هغه خلک هم پۀ ګوته او تاريخ کښې همېش لپاره محفوظ کړي څوک چې جنګ ته لمن وهي. مخکښې هم جنګ کښې چا ګټه نۀ ده کړې او وروستو هم نۀ شي کولے. او بيا دا خو يو تړلے حقيقت دے چې کۀ سل کاله هم جنګ وشي خو حل ئې اخر کښې د خبرو اترو لۀ لارې راوځي ځکه چې جنګ کله هم د مسئلې حل نۀ دے بلکې مسئلې ټول عمر د خبرو لۀ لارې هوارېدې شي. نن د عقل نه د کار اخستو موقع ده، د ماضي نه د زدکړې موقع ده، جنګ ته د مخه ښه وئيلو موقع ده، امن ته د هرکلي وئيلو موقع ده. د عوامي نېشنل ګوند د صوبائي صدر اېمل ولي خان د دې تاريخې خبرې او دريځ سره څوک هم اختلاف نۀ شي کولے چې نن د سياست نه بلکې د دې خبرې فېصله کول دي چې څوک کوم اړخ ته ولاړ دے ځکه چې دا حالات کۀ هم دغسې پاتې شو نو تاريخ به هېڅوک هم معاف نۀ کړي. د يوې مهذبې نړۍ پېژنګلو بايد دا وي چې د جنګ مخه ونيسه. بايد نړيوالې ادارې رامخې ته شي او خپل رول ولوبوي. کۀ پۀ دې حالاتو کښې هم د نړۍ ادارې خاموش پاتې کېږي نو سبا له به دوي پۀ نړۍ کښې د امن خبره پۀ کومه خولۀ کوي او ورسره د دوي پۀ وجود هم سنجيده پوښتنې ولاړېږي.

طالبانو وئيل چې دوي جهاد د بهرني او امريکني قواو خلاف کوي او د افغان امن عمل پۀ ترڅ کښې بۀ ئې د دې پوځونو او قواو د خروج خبره کوله. نن ناټو او امريکه ووتل نو بيا د جنګ باقي څۀ جواز پاتې کېږي. سوال دا هم دے چې اخر طالبان د امن لپاره د اشرف غني د جمهوري حکومت ختمېدو شرطونه ولې وړاندې کوي؟ دوي د امن پۀ مېز بايد کښېني او د نظام برخه شي تر څو د خپل ملک پۀ ودانۍ کښې کردار ولوبوي او کۀ بيا هم واک غواړي نو بيا ئې هم دغه يوه لار ده چې د ملک ائين ومني، ټاکنو کښې برخه واخلي، خپل شعارونه افغان اولس ته وړاندې کړي او کۀ افغان اولس رايه ورکړه نو بېشکه چې خپل حکومت دې جوړ کړي. خو داسې پۀ زور زبردستۍ يو منتخب حکومت لۀ مېنځه وړل د دوي د ملک پۀ ګټه کله هم نۀ دي.

دې سره سره بايد د افغانستان، ګاونډ او نړۍ ميډيا هم خپل پېشه ورانه کردار ترسره کړي او د پروپېګنډو، دروغ وئيلو او دعوو نه ځان وژغوري ځکه اوس خبره صرف د خبرونو نه بلکې د يو ملک او ځپلي قام د مستقبل او مرګ ژوند ده. بايد ميډيا خپل کردار پۀ ښۀ شان او حالاتو سره سم ولوبوي. ميډيا بايد دې ته هم وګوري چې افغان اولس د تېرو څلورو لسيزو دروان څومره وځپلے شو، څومره مېندې بورې، څومره ماشومان يتيمان او څومره ځوانان د جنګ خوراک شول او تر څو به دا جنګ روان وي. بايد ګاونډي هېوادونه خو د ټولې نړۍ نه زيات د امن پۀ لړ کښې زور ولګوي ځکه چې تاريخ ګواه دے بلکې د نړۍ دا يو نۀ بدلېدونکے حقيقت دے چې يو ملک هر څۀ کولے شي خو خپل ګاونډي نۀ شي بدلولے. بايد د افغانستان ګاونډي هېوادونه امن لپاره کوټلي ګامونه واخلي او د جنګ مخه ونيسي ځکه چې پۀ افغانستان کښې جنګ او بدامني نېغ پۀ نېغه پۀ ټوله سيمه اغېز کوي او بيا پاکستان او پۀ خصوصي توګه د پښتنو علاقې ئې د اغېز لاندې راځي. نن وخت راغلے چې پۀ امن مئين ملکونه څرګنده پرېکړه وکړي چې دوي د امن سره نۀ يوازې ولاړ دي بلکې د دې لپاره پۀ عملي توګه ګامونه هم اخلي. خداے مۀ کړه کۀ دا ځل هم د حالاتو ادراک و نۀ شو، د جنګ اور ته لمن ووهلې شوه او د مفاداتو جنګ تود شو نو نتائج به ئې لړزوونکې او بوږنوونکې وي ځکه چې دا ځل پۀ دې جنګ کښې د نړۍ ټول زورورغويان ښکېل دي.

د حکومت 3 کاله؛ ملک چرته ورسېدو!!!

څۀ ترې جوړېږي نه ځکه چې نۀ خو ئې حکومت اوري، نۀ ورته پام کوي او نۀ پرې عمل کوي بلکې زمونږ دا خبرې ورته سنجيده څۀ چې د ځان او حکومت خلاف يوه پروپېګنډه ښکاري. خو مونږ خو به خبره کوو، سپينه به کوو او پۀ جار به ئې کوو ځکه چې کۀ دوي حکومت کوي نو مونږ هم د دې ملک اوسېدنوکي يو. او خبره بلکې سوال به ځکه هم کوو چې کپتان محترم او وزيرانو، مشيرانو ئې قوم سره لوې لوې وعدې کړې وې، پۀ خلکو ئې لوې لوې تهمتونه لګولي وو، الزامونه ئې پورې کړې وو، کچکولونه ئې مات کړي وو، قسمونه ئې کړي وو بلکې د خودکشۍ ئې هم وئيلي وو. کومه داسې خبره ده چې دوي نۀ وي کړې؟ کوم داسې الزام دے چې دوي پۀ خپلو مخالفينو باندې لګولے نۀ دے، کوم داسې اسمان دے چې دوي پۀ ډانګونو نۀ دے وهلے، کوم داسې مثال دے چې دوي وړاندې کړے نۀ دے او کوم داسې ماهر دے چې دوي سره نۀ ؤ؟ کومه داسې خرابي وه پۀ ملک کښې چې دوي ته ښکارېده نه؟ پۀ ډالر به دوي ملک غوېمه کړے ؤ، د تېل پۀ قيمتونو به دوي د خلکو پوزو ته وردانګل، د ګېس پۀ نرخ زياتېدو به دوي خلک د ګرېوان نه نيول، د بجلۍ پۀ قيمت به ئې واوېلا کوله، د بجلۍ بل باندې ئې د سول نافرمانۍ اعلان کړے ؤ، د ګرانۍ خلاف به ئې هر وخت شور جوړ کړے ؤ، د کرپشن پۀ الزامونو خو به ئې سترګې پټولې او غړولې، د حکمرانانو پۀ دورو به دوي ملک پۀ سر اخستے ؤ، پۀ پروټوکول به ئې هم زګونه غورځول او د امنيت پۀ پېښو خو به ئې د خلکو خوبونه حرامول. څۀ ورک پلان ورسره نۀ ؤ خو بس تشې چغې وې. تېر اليکشن چې رانيزدې شو نو چا به ورته وئيلے وي چې تش پۀ چغو کار نۀ کېږي؛ قوم له څۀ “شنۀ باغونه” هم ښودل پکار وي نو بس د 100 ورځو پلان ئې رامېدان ته کړو، ورسره ئې د يو کروړ نوکريانو لاپه هم وکړه، ورسره ئې د 50 لکه کورونو خوشخبري هم واوروله. چونکې پۀ مخالفينو پسې ئې زمکه اسمان يو کړي وو نو يوازې پۀ دې نۀ کېده نو خوار اولس ته ئې ووئيل چې ډالر به واپس راکوزوي، تېل به هم ارزاونوي او د بجلۍ خو به ئې دا وئيل چې خپله ده نو اکثر ساده ګلو به سوچ کولو چې کېدے شي کپتان حکومت نه پس بجلي بېخي وېړيا کړي. د چينو او غنمو مافيا ته به ئې هم ګوته څنډله. د خداے کړۀ وو چې سړے حکومت ته ورسېدو، شېرواني ئې واغوسته او پۀ کرسۍ کښېناستو. اول خو يو څو ورځې خمار کښې ؤ خو بيا ورو ورو ورته پته ولګېده چې څۀ کار هم کول دي نو لاس پښه ئې خوځول شروع کړل خو کېدے شي چا ورته وئيلے وي چې ښۀ کار به دې دا وي چې کار کم او خبرې زياتې کوه… خېر ورو ورو ورته د خزانې پته لګېده. سل ورځې تېرې شوې او څۀ هم و نۀ شول. رښتيا د حکومت نه مخکښې ئې د دورو نۀ کولو، پروټوکول نۀ اخستلو سره سره د وزيراعظم هاوس، او وزرا اعلي هاوسز پۀ پوهنتون او لائبرېرو کښې د بدلولو هم وئيلي وو، کېدے شي ياد وو ورته خو چا هوښيار به ورته وئيلے وي چې بس ځان شپېلے کړه نو هډو پۀ دغه اړه ئې غږ و نۀ ختو. خو څۀ خو کول وو نو بس د وزيراعظم هاوس پۀ مېښو ورغے او ټولې ئې خرڅې کړې او قوم له ئې وښودله چې حکمران داسې وي. خېر، قوم ته ئې وئيلي وو چې راسره د معيشت د 200 کسانو ټيم دے چې اسد عمر به ئې ليډ کوي نو هغۀ ته ئې کال کښې دننه سترګې واړولې چي شابه کنه څنګه چل دے. هغۀ غريب ورته وې صېبه بس دغه حال دے نو بس خان غريب څۀ کړے وے هم هغه د “غلو” د وختونو حفيظ شېخ ئې راوستو او مسکے شو چې اوس به هر څۀ ټيک شي، خبره تر شوکت ترين راورسېده خو سمے ئې ؤ نۀ خوړو. د يو کروړو نوکرو باره کښې ئې عوام ته پۀ رڼا ورځ ووئيل چې نوکريانې ورکول د حکومت کار نۀ دے. ډالر د کپتان حکومت کښې نورې هم چې وزرې وکړې نو ښۀ پۀ ارام ئې ووئيل چې ډالر تېر حکومت پۀ چل ول ښکته ايسار کړے ؤ. بهر حال د کپتان حکومت د درې کالو شو. نوکرۍ، کورونه او احتساب دې سر وخوري خو ګراني دومره زياته شوه چې هډو څۀ حساب ئې نشته. هر شے نيم پۀ نيمه نه زيات ګران شو. دړيز د غوړو ټيمګے د اتۀ سوه نه 1400 ته، چيني د پنځوس روپۍ في کلو نه 100 ته، سرۀ زر د درې پنځوس زره نه يو لک لس زره ته، د اوړو تروړه اتۀ سوه نه 1300 ته، تېل د لېټر پۀ حساب د څلور اتيا نه 118 ته، اېل اېن جي کېن پۀ تاريخ کښې پۀ وړومبي ځل د ګرمۍ موسم کښې 2400 ته، چرګ 300 نه بره کلو او دغه شان دالونه او هر د استعمال شے ګران شو. د صحت پۀ اړه به ئې دعوې کولې خو دوايانې بېخې اسماني شوې. د حکومت درې کاله وشو، د کپتان دعوې به پوره کېږي يا نه خو د غريب سړي ټول ارمانونه تالا ترغه شو.

دا هم ولولئ

د باچاخان او ولي خان کليزه

پۀ باچاخان او ولي خان ډېر زيات کار شوے دے، ډېر پرې روان دے کېږي …