مارچ 1986 کښې د باچا خان بابا د صوبه سندهـ دوره – قاسم جان، کراچۍ

د باچا خان بابا د صـوبه سندهـ دوره تاريخي دوره وه. د دې بنيادي مقصد پښتنو او سندهيانو کښې يو والے پېدا کول وو. د سندهـ ستر مشر جي اېم سيد بابا ته پۀ خپله سالګره کښې د شرکت دعوت ورکړے ؤ. د پېښور نه د کراچۍ پورې بابا دا سفر د رېل ګاډي پۀ سي کلاس کښې کړے ؤ. د سکهر نه د کراچۍ پورې پۀ هر سټېشن د سندهـ قام پرستو او خاص کر د جي اېم سيد ډلې ډېر دروند هرکلے کړے ؤ، خو پۀ کراچۍ سټېشن کښې بل شان حال ؤ – سټېشن کښې دننه او بهر د لرې پورې د پښې ايښودو ځاے نۀ ؤ. پۀ کراچۍ کښې ډېر پښتانۀ مېشته دي؛ دا ورځ دغه پښتنو د پاره د اختر نه کمه نۀ وه. سندهيان هم پۀ ګڼ شمېر راغلي وو. د يونيورسټيو او کالجونو هلکان پکښې زيات وو او داسې نعرې ئې وهلې چې اوازونه ئې اسمان ته رسېدل. دا نعره به ئې پکښې زياته وهله چې “نۀ منو نۀ منو! پاکستان نۀ منو!”. وروستو پۀ دې کښې زما ګرفتاري وشوله. د بغاوت پۀ مقدمه کښې مې يوه نيمه مياشت جېل کښې تېره کړه. درې کاله دا مقدمه وچلېده او بياد درې کاله پس سرکار د بغاوت مقدمه واپس واخسته او عدالت زۀ پۀ دفعه 144 کښې درې سوه روپۍ جرمانه کړم. کله چې دا نعرې لګېدې نو پۀ دغه وخت زۀ د ‘جنګ’ اخبار کراچۍ د ايډيټر محمود شام سره خوا کښې ولاړ وم. ما هغۀ ته ووئيل چې ګوره! دا نعرې مونږ نۀ وهو، د دې نه هغۀ خبر جوړ کړے ؤ او د هغې پۀ بنياد زۀ د بغاوت د مقدمې نه خلاص شوم.

ګاډے چې را ورسېدو، خلق د بابا د را کوزېدو پۀ طمع وو. لږ ساعت پس فريد طوفان راکوز شو. د هغۀ وېنا وه چې بابا خفه دے او د را کوزېدو نه انکار کوي. د خفګان وجه ئې دا وه چې دا دومره خلق سټېشن ته ولې راغلي دي، نورو مسافرو ته تکليف دے، هغوي بهر نۀ شي تلے. خلقو ته مو لار جوړه کړه، چې ټول مسافر بهر لاړل نو د هغې نه پس بابا د ګاډي نه راکوز شو. د خلقو سترګې چې پۀ بابا ولګېدې نو د جوش او جذبې بل شان حال ؤ. دوه کسان خو ما پۀ خپله وليدل چې د ډېري جذبې نه بې هوشه شول. دبابا سره ډېر غټ جلوس کهوړو هاوس پورې لاړو. هلته ډېر اخبار والا د بابا پۀ انتظار وو، خو بابا د هغوي سره د ملاقات نه انکار وکړو. اخبار والو ډېر زور لګولے ؤ، عبدالخالق خان او حميده کهوړو ته ئې وې چې تاسو بيا ورشئ، خو هغه دواړو ورته انکار وکړو چې مونږ يو ځل وېنا کړې ده، بيا نۀ شو ورتلے، د هغۀ د طبيعت نه مونږ خبر يو. اخبار والو نۀ منله نو حميده کهوړو ورته ووئيل چې تاسو دوه کسان راشئ او پۀ خپله ورسره خبره وکړئ. زۀ هم ورسره لاړم. بابا ورته د انټرويو ورکولو نه انکار وکړو. بابا ورته وې چې زۀ څۀ ووايم نو هغه تاسو نۀ شئ چاپ کولے، زما وخت هم مۀ خرابوئ او خپل وخت هم مۀ خرابوئ؛ خو هغوي نۀ منله، وئيل ئې چې تاسو څۀ وايئ نو مونږ هغه چاپ کوو. بابا ورته وې ‘وعده ده؟’ هغوي ووئيل ‘وعده ده’.

بله ورځ زۀ سحر وختي بابا غوښتے وم. تفصيل به ئې وروستو ليکم. زۀ چې د بابا کمرې ته ورغلم، بابا اخبار لوستو. اخبارونو کښې د انټرويو خبر ډېر وړوکے چاپ شوے ؤ. ما بابا ته سلام وکړو. هغه مسکے شو، وې ما ورته وئيلي وو چې تاسو ئې نۀ شئ چاپولے.

زۀ دغه وخت د پښتون سټوډنټس فيډرېشن سندهـ صدر وم. تنظيم بابا ته د استقباليې انتظام کړے ؤ. ما بابا ته خط هم لېږلے ؤ. بابا چې کراچۍ ته را ورسېدو نو ما ورته پۀ وړمبۍ ورځ د استقباليې وېنا کړې وه او بابا راته ښه کړي وو، خو بيا د شپې ناوخته فريد طوفان وې چې سحر وختي بابا غوښتے يې. پۀ دغه سحر اتۀ بجې بابا د جي اېم سيد پۀ سالګره کښې د شرکت د پاره د سيد صاحب کلي ‘سن’ ته روان ؤ. زما دا خيال ؤ چې ما هم ځان سره بيائي او دې فکر اخستے وم چې د استقباليې به څۀ کېږي، ولې چې د ټولو نه زياته ذمه واري زما پۀ سر وه. زۀ چې ورغلم، سلام مې وکړو، بابا سره کښېناستم نو لږ ساعت پس بابا ووئيل چې هلکه! زۀ خو دا استقباليې نۀ کوم، زۀ خو ليډر نۀ يم، ستاسو خدمتګار يم. يو څو ورځې وروستو ‘ولي’ راځي، دا تاسو هغۀ ته وکړئ. زۀ ډېر زيات پرېشانه شوم چې اوس به څۀ کېږي، بابا خو انکار وکړو. مرۍ مې وچه شوه. خو اخر مې همت وکړو، ما ورته وې، بابا! ما خو وېنا کړې وه او تاسو راته ښه کړي وو، مونږ ټول انتظام کړے دے، خلقو ته مو وېنا کړې ده، تاوان مو کړے دے. بابا وې چې پۀ تاسو کښې خو ډلې دي، ما انکار وکړو. ما وې بابا! مونږ کښې خو ډلې نشته، ټول يو تنظيم دے او د ډسپلن پابند دے. بابا وې، ولې بېګا چې هغه کسان راغلي وو. )دغه وخت د پارټۍ نوم NDP ؤ، پۀ دې کښې څوک ورغلي وو او بابا ته ئې څۀ بې بنياده خبرې کړې وې(. پۀ دغه وخت د پارټۍ ټول مقامي مشران موجود وو: حاجي شير خان د کراچۍ ډويژن صدر ؤ، قاضي جميل صاحب نائب صدر ؤ، امين خټک پرېس سېکتر ؤ؛ نور عهدېدار هم موجود وو. خدائي خدمتګار وحيدالله کاکا هم موجود ؤ. دا ټول ما د بابا کمرې ته بوتلل، بابا ته مې ووئيل چې دا ټول زمونږ د پارټۍ مشران دي، کۀ دوي ته څۀ شکايت وي نو و دې وائي. هغه ټولو ووئيل چې مونږ ته هېڅ شکايت نشته، د پي اېس اېف د کارکردګۍ ئې ډېر صفت وکړو. حاجي شېر خان صاحب زما پۀ سر لاس کېښود چې دا خو زمونږ بچے دے. د دې نه پس بابا راضي شو او وې وئيل چې زۀ د سن نه واپس راشم نو بيا به درشم.

پۀ دغه وخت کښې د اندروني سندهـ پۀ تعليمي ادارو کښې د پښتنو سره د سندهيانو رويه خرابه وه. د پښتنو نه به ئې نفرت کولو، تشدد به هم کېدو. د دې وجه دا وه چې کله پۀ 1983 کښې د اېم اٰر ډي تحريک شروع شو نو پۀ اندروني سندهـ کښې حکومت د دې خلاف فرنټئير کانسټبلري استعمالوله. پۀ کراچۍ NED يونيورسټۍ کښې زمونږ يو ملګرے جميل نومېدو او د بنو ؤ؛ هغه د سندهيانو د لاسه شهيد شوے ؤ. سندهيانو هلکانو د بهر نه خلق راوستي وو او پۀ هاسټل ئې حمله کړې وه. ما دا ټول صورتحال بابا ته بيان کړو. بابا وې چې زۀ سيد له ورځم، د هغۀ سره خبره کوم، چې واپس راشم نو بيا به ستاسو سره خبره کوم.

پۀ اوولسم (17) مارچ بابا د کراچۍ نه د جي اېم سيد کلي سن ته روان شو. پۀ جام شورو کښې د حېدراباد پښتنو او سندهيانو ډېر دروند استقبال کړے ؤ او د جام شورو نه د سن پورې پۀ لاره چې څومره کلي وو، د هغې خلق لارې ته راوتي وو. بابا چې د جي اېم سيد کلي ته ورسېدو او کله چې دواړه بابا ګان يو بل ته مخامخ شول نو د سترګو نه ئې اوښکې بهېدلې. سن کښې د سندهـ د تاريخ ډېره غټه جلسه وشوه.

بابا پۀ خپل تقرير کښې ووئيل چې وروڼو او خوېندو! ما ستاسو د مينې، محبت او همدردۍ نه ډکه سپاسنامه واورېدله، پۀ دې زۀ ستاسو ډېره زياته شکريه ادا کوم. سيد صاحب چې پۀ خپله سپاسنامه کښې د موجوده حکومت زياتے بيان کړو نو دا ما پۀ غور سره واورېدو، دا ظلم او زياتي پۀ پښتونخوا او بلوچستان کښې هم شوي دي، زۀ هم پۀ دې وجه ستاسو پۀ خدمت کښې حاضر شوے يم چې مونږ درې واړه مظلومان خپلو کښې کښېنو او داسې لار اختيار کړو چې د هغې پۀ ذريعه مونږ د دې ظلمونو نه ازاد شو. د 1983 خبره ده، د اېم اٰر ډي جلسه وه؛ زۀ خو خدائي خدمتګار يم، پۀ سياست کښې نۀ يم؛ د پاکستان سياست هم عجيبه سياست دے، مونږ سندهيان وروڼه، بلوچ وروڼه او پښتانۀ وروڼه چې کښېناستو نو ما ورته وې چې دا پاکستان چې دے، پۀ دې کښې زمونږ مستقبل تاريک دے، ما ته پکښې هېڅ رڼا پۀ نظر نۀ راځي، بهتر به دا وي چې مونږ درې واړه مظلوم رياستونه خپلو کښې کښېنو او د خپل مستقبل څۀ فېصله وکړو. پۀ دې دوران کښې داسې وشو چې زمونږ د سندهـ، بلوچستان او پښتونخوا مشران يورپ کښې وو نو مونږ فېصله وکړه چې دا مشران راشي نو بيا به مونږ درې واړه صوبې کښېنو او د خپل مستقبل فېصله به وکړو. خو پۀ دې دوران کښې مونږ حکومت پاکستان ګرفتار کړو. حکومت د پنجاب دے او هغه داسې خبرې نۀ غواړي چې پۀ هغې کښې د حکومت يا د پنجاب د خلقو معمولي نقصان هم وي. اوس زۀ ستاسو خدمت کښې حاضر شوے يم چې مونږ او تاسو کښېنو، موجوده حالاتو ته وګورو او د دې مطابق فېصله وکړو او صرف فېصله نۀ، بلکې کار شروع کړو.

بابا د کالا باغ ډېم خلاف پۀ تفصيل خبره وکړه. خلقو به هم دا نعره وهله چې “نۀ منو نۀ منو! کالا باغ ډېم نۀ منو!”. د دې نه وروستو به پۀ ټول سندهـ کښې دا يوه نعره وه چې “نۀ منو نۀ منو! کالا باغ ډېم نۀ منو!”. بابا پۀ دې جلسه کښې يوه ګېنټه تقرير کړے ؤ. پۀ اتلسم (18) مارچ بابا حېدراباد ته لاړو. هلته ئې ډېر غټ استقبال وشو. شپه ئې د پارټۍ مشر داود خان کره وه. پۀ شلم (20) مارچ بابا د ممتاز بهټو پۀ دعوت لاړکانه ته لاړو. هلته هم د غټې استقباليې انتظام شوے ؤ. پۀ لاړکانه کښې “جئے سندهـ تحريک” هم د چايو انتظام کړے ؤ.

پۀ يويشتم (21) مارچ بابا واپس کراچۍ ته راغلو. پۀ دې ورځ د پښتون سټوډنټس فيډرېشن استقباليه وه. انتظام پۀ زړه سبزي منډۍ کښې شوے ؤ. د طالبعلمانو نه علاوه نور خلق هم ډېر زيات راغلي وو. بابا سره د جي اېم سيد زوے امداد محمد شاه هم ؤ. بابا د دوي مېلمه ؤ نو جي اېم سيد خپل زوي ته دا ذمه واري ورکړې وه چې هغه به د کوربه پۀ حېثيت د بابا سره وي. د دوي پۀ مېلمستيا کښې هېڅ کمے نۀ ؤ، څومره خلق چې به بابا له راتلل، د هغوي به ئې ډېر خيال ساتلو او پښتانۀ خو به هر وخت موجود وو. داسې به معلومېده لکه چې کهوړو هاوس د پښتنو خپل کور وي.

خلق دومره زيات وو چې استقباليه پۀ غټه جلسه کښې بدل شوه. هغه وخت ماحول ډېر زيات جذباتي شو کله چې بابا را ورسېدو. د مېن روډ نه جلسه ګاه پورې دا نعره وه چې “بابا راغے بابا راغے! – بابا تو پائنده هے! تيرے بيټے زنده هين – کالا باغ ډېم نا منظور” – د ډېرو جذباتو نه د ډېرو خلقو پۀ سترګو کښې اوښکې وې. بابا خپله خبره د دې ځايه شروع کړه چې:

عزيزانو! د ټولو نه مخکښې ستاسو شکريه ادا کوم چې تاسو د ننګ او ناموس د پاره دلته راجمع شوي يئ. ستاسو وروڼه کوم چې پۀ پښتونخوا کښې دي، هغوي زۀ دلته تاسو له رالېږلے يم او ما چې د کراچۍ نه دا دوره شروع کړې وه نو هغه نن دلته ختم شوه. د هغوي سره ما دوه خبري کړې دي، هغه تاسو ته هم کوم – اول خبره دا ده چې د څلوېښتو کالو نه پښتانۀ پۀ دې ملک کښې اوسېږې او دا پنجابي پۀ تاسو د پاسه ناست دي او تر څو به ناست وي؟ ما ورته وې چې تاسو به دغه شان پراتۀ يئ او کۀ را پا څئ؟ نو هغوي جواب راکړو چې راپاڅو – بله خبره مې دا وکړه چې تاسو خپل تاريخ وګورئ! يو پښتون به د لسو کسانو سره ووتو، خپلي خانۍ او نوابۍ به ئې کولې؛ پښتنو دلته حکومت کړے دے!!! خپل تاريخ وګورئ! هغه هم پښتانۀ وو او تاسو هم ځان ته پښتانۀ وايئ!!! هغه خانۍ خو زمونږ نه لاړې او زمونږ ملک هم زمونږ نۀ دے؛ زمونږ پۀ ملک د پنجابيانو قبضه ده، مونږ پۀ خپل ملک کښې د غلامۍ ژوند تېروو. د انګرېز پۀ وخت کښې هم مونږ غلامان وو او نن د پنجابي غلامان يو. زمونږ خپلې زمکې وې، زمونږ چې به کوم فصل خوښ ؤ، هغه به مو کرلو – اوس ګورئ چې پاکستان جوړ شو نو د دې د خوښې او مرضۍ نه بغېر فصل هم نۀ شو کرلے. د بونېر او ګدون مثال ئې ورکړو. بونېر او ګدون کښې حکومت د افيمو د کروندې خلاف د حکومتي کاروايۍ ذکر ئې وکړو. د امريکې د سفير خبره ئې وکړه چې ما هغۀ ته وې چې زمونږ د خلقو دا لږې لږې زمکې دي، دوي د صديو نه دا کرونده کوي او خپله ګزاره پرې کوي؛ تاسو مهرباني وکړئ د دوي نه دا فصل اخلئ او پۀ بدل کښې پېسې ورکوئ – نو هغۀ راته ووئيل چې دوي له خو مونږ ډېر حساب رالېږو!!! نو ما ورته وې چې هغه خو تاسو د پاکستان پۀ لاس رالېږئ، هغه خو پاکستان وخوري. ما ستاسو هغه وروڼو ته وې چې تاسو خپل تاريخ وګورئ چې زمونږ هغه مشران څنګه وو او دا مونږ ولې داسې يو؟ زمونږ مشرانو دلته حکومتونه کړي دي او مونږ دومره وروستو ولې يو؟ ما هغوي ته وې چې مونږ د يو بل خېر نۀ غواړو، يو بل ته کم نظر کوو، دښمنانو مونږ ډېر کمزوري کړي يو؛ پۀ دې وجه ما هغوي ته ووئيل چې دا خپل کور جوړوئ او کۀ ورانوئ؟ کۀ کور جوړوئ نو بيا به دا ډله بازۍ ختموئ او ستاسو نه هم دا تپوس کوم چې خپل کور جوړوئ؟ ټولو خلقو پۀ يو اواز جواب ورکړو چې جوړوو ئې – بابا د احمد شاه بابا خبره وکړه چې کله احمد شاه د انډيا نه را واپس شو او د پښتنو ټولې قبيلې او خېلونه ورسره وو نو پۀ جهلم کښې ودرېدو او وې وئيل چې د نن نه د دې ځايه واخله تر امو درياب پورې ستاسو ملک پښتونخوا ده – نو اوس مونږ دې پنجابي ته وايو کۀ د ورورۍ پاکستان را سره جوړوې نو ورسره ئې جوړوو، دا دوه ضلعي جهلم او پېنډۍ داسې دي چې دې کښې ټول پنجابيان دي، پۀ ورورۍ کښې به دا دوه ضلعې مونږ دوي ته پرېږدو او دا دوه ضلعي اټک او ميانوالي پښتانۀ دي نو دا به دوي مونږ ته پرېږدي او زمونږ پوله به ورسره د مارګلې غرونه وي – او کۀ پۀ زور وي نو بيا دا خبره ياد لرئ چې کۀ زۀ وم کۀ نۀ وم، زمونږ پوله ورسره جهلم دے.

دوه ويشتم مارچ: د پښتون سټوډنټس فيډرېشن او جئے سندهـ سټوډنټس فيډرېشن روغه:

لکه څنګه چې ما مخکښې د NED انجنئيرنګ يونيورسټۍ د پېښې ذکر کړے دے چې پۀ هغې کښې زمونږ يو ملګرے شهيد شوے ؤ، پۀ دغه حوالې سره بابا پښتون اېس اېف او جئے سندهـ سټوډنټس فيډرېشن تنظيمونه سحر لس بجې کهوړو هاوس ته غوښتي وو. د پښتون اېس اېف نمائندګي ما کوله او د جئے سندهـ نمائندګي د هغوي صدر شفيع کرناني کوله. زمونږ د پارټۍ مشران عبدالخالق خان، فريد طوفان، حاجي شېر خان، قاضي جميل، امين خټک، وحيدالله کاکا او نور مشران موجود وو. سيد امداد محمد شاه، حميده کهوړو، قمر بهټي، حبيب الله ناريجو او شبير جمالي د سندهيانو لۀ خوا موجود وو. پۀ دې جرګه کښې بابا د دواړو تنظيمونو پۀ منځ کښې روغه وکړه، مونږ ئې يو بل ته ور تر غاړه ويستو )وروستو پۀ تنظيم کښې ځينې کسانو د روغې خلاف منفي پروپېګنډه شروع کړه خو هغه کامياب نۀ شول(. پۀ جرګه کښې بابا د سندهي، بلوچ او پښتون د يو والي خبره وکړه او مونږ ته ئې ووئيل چې تاسو ته څۀ تکليف وي نو تاسو به سيد صاحب له ورځئ، ما د هغۀ سره خبره کړې ده، تاسو به دلته د وروڼو پۀ شان ژوند کوئ.

کله چې مونږ رخصت اخستو نو ما بابا ته ووئيل چې بابا! مونږ ته دعا کوئ. دا خبره لکه چې د بابا خوښه نۀ شوه، زۀ ئې خوا ته کښېنولم او زما نه ئې تپوس وکړو چې زمونږ پېغمبر نه غټه دعا د چا کېدې شې؟ ما پۀ ‘نه’ کښې جواب ورکړو. بابا وې چې ګوره! کۀ پۀ تشو دعاګانو کېده نو هغۀ ته څۀ حاجت ؤ چې غزاګانو له به تلو، خپل غاښونه مبارک ئې شهيدان کول، پۀ خېټه پورې ئې کاڼي تړل، خندق کښې ئې شپې کولې – پۀ کور کښې به پۀ مصله ناست ؤ، دعاګانې به ئې کولې او ټول کارونه به کېدل!!! خو داسې نۀ ده، الله فرمائي چې اے بنده! کۀ تۀ يو ښۀ کار کول غواړې نو همت وکړه! ملا وتړه او زما نه مدد وغواړه! زۀ به دې مدد وکړم. کۀ تۀ ئې کوې نو زۀ به ئې وکړم!!! او بله خبره دا چې، ما ته به بابا نۀ وايئ، زۀ ستاسو خدمتګار يم، دې باباګانو خو تاسو ټول عمر لوټ کړي يئ!!!

د “سندهـ يونټي بورډ” استقباليه:

پۀ دوه ويشتم مارچ محمودالحق عثماني صاحب پۀ خپل کور کښې استقباليه کړې وه. پۀ دې کښې زمونږ د پارټۍ مشرانو نه علاوه سيد امداد محمد شاه، حميده کهوړو، عابد زبېري، معراج محمد خان، پروفېسر غلام مصطفٰي شاه او سيد اقبال حېدر نه علاوه اردو دان دانشور موجود وو. بابا ډېر تاريخي تقرير کړے ؤ. پۀ دې موقع د انډيا د مهاجرو مشرانو پۀ پاکستان کښې د خپل مظلوميت او د تقسيم پۀ وخت کښې چې د هغوي سره څۀ شوي وو، د هغې ذکر ئې وکړو. ډېر فرياد ئې وکړو.

بابا هم تفصيلې خبرې وکړې. د ازادۍ د جنګ خبره ئې وکړه، د تقسيم د مخالفت وجه ئې بيان کړه چې مونږ دې ته د مسلمان تقسيم وئيلو او مونږ د مسلمانانو تقسيم نۀ غوښتو او نن ئې نتيجه ستاسو مخې ته ده. د مسلم ليګ د طرف نه زمونږ سره د ملګرتيا نه انکار او د هغې پۀ نتيجه کښې د اٰل انډيا کانګرس سره د ملګرتيا خبره ئې وکړه او دا ئې هم ووئيل چې د کانګرس سره د ملګرتيا نه پس پۀ شمله کښې فېروز خان نون ما ته وې چې خان صاحب! آپ لوګون نے يه کيا کرديا؟ آپ لوګ کانګرس سے مل ګئے؟ ما ورته وې چې دا خو تاسو مونږ هلته لېږلي يو ګنې مونږ خو اول تاسو له درغلي وو او اوس هم کۀ صرف تاسو د پنجاب دا مسلمانان زمونږ سره ملګرتيا کوئ نو د کانګرس ورکنګ کمېټۍ اجلاس روان دے، زۀ اوس ورځم او استعفٰي ورکوم. هغۀ وې چې خان صاحب! هم سوچ کر جواب دېن ګے. بيا مې شپاړس کاله پس پۀ بهار کښې وليدو نو ما ورته وې چې ملک صاحب! تاسو خو مونږ له جواب رانۀ کړو؟ نو وې خندل، سترګې ئې ښکته کړې او لاړ. بابا ورته دا هم ووئيل چې د مسلمانانو د پاره چې ئې کوم ملک جوړ کړے ؤ، هغه خو د پنجاب جرنېلانو، د پنجاب جاګيردارو او سرمايه دارو ختم کړے دے؛ اوس خو د جناح هغه پاکستان نشته.

دلته مونږ درې مظلومان يو: سندهے، بلوچ او پښتون – دا پاکستان د زور، ظلم او زياتي پاکستان دے، دا زۀ نۀ منم. د ناستو خلقو نه ئې هم تپوس وکړو چې تاسو ئې منئ؟ هغوي هم پۀ يو اواز جواب ورکړو چې نۀ ئې منو! بيا بابا ووئيل، کۀ دا پنجابي زمونږ سره وروري کوي او د ورورۍ پاکستان راسره جوړوي چې پۀ هغې کښې به د ټولو حصه برابر وي نو ورسره ئې جوړوو او کۀ داسې نۀ کوي نو بيا به دوي خپله کوي او مونږ به خپله کوو.

پۀ درې ويشتم مارچ د NDP جلسه:

د پارټۍ تنظيم بنارس چوک کښې د جلسې انتظام کړے ؤ. وروستو بيا سندهـ اسمبلۍ او بلديه کراچۍ د دې چوک نوم ‘باچا خان چوک’ کېښودو. پۀ دغه وخت کښې د سندهـ اسمبلې سپيکر د جي اېم نمسے جلال محمود شاه ؤ.

دا هم ډېره درنه جلسه وه. د کراچۍ د هر ګوټ نه ورله پښتانۀ راغلي وو. پۀ جلسه کښې د دريو او کرسيو انتظام نۀ ؤ، خلق پۀ زمکه ناست وو. دغه وخت کراچۍ کښې د انډيا نه راغلي مهاجرو او پښتنو تر منځ فساد او جګړې وې؛ جذباتي ماحول ؤ، پۀ دغه وجه د کراچۍ مشرانو پۀ خپلو تقريرونو کښې سختې خبرې کړې وې. پۀ هغې بابا پۀ خپل تقرير کښې خفګان ښکاره کړو. بابا وئيل چې زۀ دلته راغلے يم او ما دا دوره وکړه نو تاسو هډو زما پۀ خبره پوهه نۀ يئ، زۀ خو ستاسو خدمتګار يم، زما عقيده خو د عدم تشدد ده – کۀ يو سړے کنځل کوي او تاسو ورته هم پۀ جواب کښې کنځل کوئ، او کۀ يو سړے بدمعاشي کوي او تاسو هم پۀ جواب کښې بدمعاشي کوئ نو پۀ تاسو کښې او پۀ هغوي کښې څۀ فرق پاتې شو؟

د جئے سندهـ سټوډنټس فيډرېشن استقباليه:

پۀ څليريشتم مارچ جئے سندهـ سټوډنټس فيډرېشن کراچۍ ډويژن د استقباليې انتظام کړے ؤ. پۀ دې کښې د جئے سندهـ سټوډنټس فيډرېشن مرکزي صدر شفيع کرناني او د پښتون سټوډنټس فيډرېشن سندهـ صدر پۀ حېثيت ما تقرير کړے ؤ. سيد امداد محمد شاه، عبدالخالق خان او حميده کهوړو هم تقريرونه کړي وو. بابا د سندهـ پۀ دوره کښې د سندهي قوم د تاريخي استقبال او د هغوي د مينې محبت شکريه ادا کړه. هم پۀ دغه ورځ د بابا روانګي بلوچستان ته وه. دا سفر هم پۀ رېل ګاډي کښې ؤ. د بابا سره د رخصتي د پاره د پښتون سټوډنټس فيډرېشن د جئے سندهـ سټوډنټس فيډرېشن او دNDP ګڼ کارکنان او مشران پۀ ګڼ شمېر کښې رېل سټېشن پورې لاړو. کله چې سټېشن ته ورسېدو نو بابا ټول خلق منع کړل چې سټېشن ته به څوک دننه نۀ ځي، ستاسو پۀ وجه به نورو مسافرو ته تکليف وي؛ زۀ خدائي خدمتګار يم او زما کار چا له تکليف ورکول نۀ دي. ټول خلق واپس شو او بابا بلوچستان ته رخصت شو.

د سندهـ دوره ډېره کاميابه وه. پۀ سندهـ ئې ډېر ښۀ اثر پرېوتو. سندهيان او پښتانۀ يو بل ته ډېر نزدې شو. د يو بل احترام شروع شو او دواړو قومونو د کالا باغ ډېم خلاف پۀ شريکه تحريک شروع کړو چې د هغې اثرات اوس هم شته.

پۀ 1978 کښې هم بابا کراچۍ ته راغلے ؤ، دا قيصه ما ته خدائي خدمتګار وحيدالله کاکا کړې وه. بابا چې کراچۍ ته راغلو نو حکومت ورته د صوبې نه د وتلو حکم وکړو خو بابا انکار وکړو چې واپس نۀ ځم، زۀ شل کاله پس راغلے يم؛ دلته زما ډېر ملګري داسې دي چې هغه ناروغه دي، د هغوي تپوس له ځم؛ ډېر داسې دي چې هغه وفات شوي دي، د هغوي فاتحې له به ورځم – زۀ واپس کېږم نۀ، ما جېل ته بوځئ. بيا حکومت خاموشي اختيار کړه. پۀ سبا له بابا د مولانا عبدالمجيد سندهي تپوس له حېدراباد ته تلو؛ پروګرام داسې ؤ چې ملګري به د محمود الحق عثماني کور ته راجمع کېږي، د هغه ځايه به روانګي وي. بابا پۀ ډېفنس کښې د پارټۍ مشر عابد زبيري پۀ کور کښې ؤ او د محمودالحق عثماني کور پۀ ګرو-مندر کښې ؤ. د وحيدالله کاکا وېنا ده چې سحر وختي مونږ د محمودالحق عثماني کور ته روان شو او چې کله مونږ د جناح د قبر پۀ خوا تېرېدو نو بابا تپوس وکړو چې دې ځاے ته څۀ نوم وائي، نو ما ورته وې چې دې ته “ګرو-مندر” وائي. د محمودالحق عثمانې د کور نه مونږ حېدراباد ته روان شو او د مولانا عبدالمجيد سندهي کور ته ورسېدو. مولانا صاحب د ناروغتيا پۀ وجه ډېر کمزورے ؤ، د خبرو کولو نه هم پريوتے ؤ. بابا او هغۀ يو بل ته کتل او د سترګو نه ئې اوښکې بهېدلې. پۀ واپسۍ کښې چې مونږ د جناح د قبر پۀ خوا تېرېدو نو بابا وې، دا موټر دننه بوځئ! مونږ حېران شو، تپوس مو وکړو چې بابا ولې؟ هغۀ وې دې قبر له ورځم. مونږ ډېر کوشش وکړو چې لاړ نۀ شي خو بابا نۀ منله. بابا ډېر ساعت قبر ته ولاړ ؤ، دعا ته ئې لاسونه پورته کړي وو. پۀ واپسۍ کښې مونږ تپوس وکړو چې دلته د تلو څۀ مقصد ؤ؟ بابا وې چې دا سړے اول زمونږ ملګرے ؤ، کانګرس کښې ؤ، خو کمزورے ؤ نو بيا زمونږ نه لاړ او انګرېزانو سره ملګرے شو. د دۀ پۀ وېنا زمونږ سره ډېر ظلمونه او زياتي شوي دي نو زۀ بخښانې له ورغلے وم. کۀ چرې دے پۀ هغه وجه څۀ پۀ عذاب کښې وي چې الله ئې معاف کړي. د وحيدالله کاکا وېنا ده چې کله مونږ د زبېري صاحب کور ته ورسېدو نو لږ ساعت پس اخبار والا راغله، زۀ پۀ ګېټ کښې ولاړ وم، زما نه ئې تپوس وکړو چې بابا د جناح صاحب قبر له تللے ؤ؟ نو ما ورته وې چې هو! تللے ؤ. بيا ئې تپوس وکړو چې پۀ څۀ وجه تللے ؤ؟ نو ما ورته ټوله خبره وکړه – پۀ سبا له پۀ اخبارونو کښې دومره خبر راغے چې “خان عبدالغفار خان نے قائد اعظم کے مزار پر حاضري دي.”

خان بابا د صوبه سندهـ دوره

قاسم جان، کراچۍ

مارچ 1986 کښې د باچا خان بابا د صوبه سندهـ دوره

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …