د بابړې تخت – ليکوال: سعيد احمد شاهي | مرستيال: سيد حمزه شاه بابړه

څنګه چې د نامې نه ظاهره ده زما د ننني مضمون عنوان د “بابړې تخت” دے. پۀ تاريخ باندې چې کله مونږ نظر واچوو نو د ډېرو تختونو واقعې او قيصې مشهورې دي. د حضرت سلېمان علېه السلام تخت کوم چې به د هوا پۀ چپو د الله پاک پۀ حکم سره الوتو او پۀ يوه لحظه کښې بۀ يو ځاے نه تر بل ځاے پورې تلو. تخت همېشه د طاقت او حکومت يوه نخښه ګڼلې کېږي نو ځکه چې د تخت نامه څوک واخلي نو د سړي پۀ ذهن کښې د بادشاه، ملکې، حکومت او طاقت تصور پۀ ذهن کښې د فلم پۀ رنګ واوړي. د حضرت سلېمان علېه السلام تخت نه پس پۀ دنيا کښې نور هم ډېر تختونه مشهور وو لکه د يونان د بادشاه تخت،د پارس د بادشاهانو تخت او دلته پۀ هندوستان کښې د مغل بادشاهانو او پۀ مغلو کښې بۀ د اورنګزېب عالمګير د تخت طاوس پۀ باره کښې خو ډېرو خلقو ته ضرور پته وي.

د بابړې تخت چې اوس هم موجود دے خو دا هغه تخت نۀ دے چې د بادشاهانو پۀ دربار کښې پروت وي او يا هغوي پرې ناسته پاسته کوي خو پۀ دې تخت باندې هغه هستيو او هغه مشرانو ناسته پاسته کړې ده کومو هستيو چې د اولس پۀ زړونو بادشاهي کړې ده او د دې اندازه به د مضمون لوستلونه پس تاسوته ولګي.

د بابړې دا تخت د “ديار” (د بودار) د لرګي نه د نن نه تقريباً سل کاله وړاندې پېښور کښې اباد د سرو زرو يو بيوپاري چې نامه ئې سېټهـ رام سرن وه، جوړ کړے ؤ. دا تخت تقريباً 1010x فټ اوږد او پلن دے او د ځمکې نه څلور فټه وچت دے. سل کاله پس هم پۀ ډېر ښۀ حالت کښې موجود دے.

رام سرن د سنوکر لوبې ډېر شوقين ؤ او دا تخت ئې د دغې لوبې لپاره ځان لۀ جوړ کړے ؤ. رام سرن د ال انډيا کانګرس پارټۍ غړے هم ؤ. د رام سرن د بابړې د سېدانو کورنۍ سيد امير خسرو باچا سره ډېر ښۀ تعلق ؤ او د يو بل پۀ غم ښادۍ کښې بۀ پوره پۀ پوره شريک وو. هغۀ دغه تخت څۀ موده پس بيا سيداميرخسرو باچا ته ډالۍ کړو او دغه شان دا تخت د پېښور د اندرشهر نه د هشنغر بابړې ته را وړلے شو. او تر نن ورځې پورې د سيد امير خسرو باچا پۀ کور کښې پروت دے. سيد امير خسرو باچا هم د ال انډيا کانګرس غړے ؤ او چې د هندوستان د تقسيم اعلان وشو او مسلمانان پاکستان او هندوانو هندوستان اړخ ته پۀ تګ باندې مجبور شول نو رام سرن سېټهـ هم هندوستان اړخ ته لاړو خو د تلونه مخکښې ئې دخپل ذاتي کور سامان سيد اميرخسرو ته ډالۍ کړلو. چې پۀ کښې يوه منډهۍ او پېښور کابلۍ بازار کښې دوکانونو نه علاوه يوه د سټيل نه جوړه المارۍ، دوه کټونه او د سرو زرونه جوړه طمانچه هم شامله وه. خو د تقسيم نه پس سيد امير خسرو باچا هغه منډهۍ او دوکانونه محکمه اوقاف ته حواله کړل. البته د کور دغه سامان دوي ځان سره محفوظ وساتلو.

وخت تېرېدو سره سره دا تخت د سنوکر لوبې نه علاوه د سيد امير خسرو باچا کورنۍ پۀ خپل ذاتي استعمال کښې هم راوستو او د ناستې پاستې د پاره پرې بالختونه کېښودلے شول او دغه شان بيا پۀ مستقله توګه او صرف د ناستې پاستې د پاره ئې استعمال شروع شو.کله چې د پښتون قامي تحريک جوړښت د ال انډيا کانګرس سره شوے ؤ نو د کانګرس پارټۍ مرکزي مشرانو به اکثر ددې صوبې دورې کولې.

دکانګرس پارټۍ يو وفد چې پۀ کښې مولانا عبېدالله سندهي، مولانا حسېن احمد مدني، مولانا ابوالکلام ازاد او نور ډېرګڼ شمېرمشران شامل وو د صوبې پۀ دوره راغلي وو. خو د هغوي دې صوبې ته پۀ راتګ باندې پېرنګي بنديز لګولے ؤ. نو د دې وجې هغوي دغه خپله غونډه پۀ پټه باندې د شپې د سيد اميرخسرو باچا پۀ ځاے (بابړه) کښې وکړه. او دغې مشرانو هم بيا پۀ دې تخت باندې د دغې غونډې پۀ موقع ناسته کړې ده. د غونډې د ختمېدونه پس هغوي شپه هم د سيد اميرخسرو باچا سره د هغوي پۀ ځاے کښې کړې وه او سحر بيا د خپل منزل پۀ لور وتلي وو .

بيا کله چې ګاندهي جي پۀ ١٩٤٢ز کښې د هشنغر او بابړې دوره کړې وه نو د جلسې نه وروستو ورله سيد اميرخسرو باچا پۀ خپل ځاے کښې د جلسې او د پارټۍ مشرانو لۀ د چايوڅښکلو او لږ ساعت د ارام کولو بندوبست کړے ؤ. نو پۀ دغه موقع باندې ګاندهي جي، باچاخان او نورو مشرانو هم پۀ دې تخت باندې ناسته او خوراک څښاک کړے ؤ.

رام سرن سېټهـ چونکې د سير امير خسرو باچا سره ډېره کلکه دوستانه وه. نو چې کله هغه د دې صوبې نه لاړل نو پۀ دهلي چاندني چوک کښې ئې ځان لۀ کور واخستو او کاروبار ئې هم شروع کړو. خو هغۀ د تقسيم سره خپله دوستانه تقسيم نۀ کړله. او پۀ کال ١٩٥٠ز کښې چې کله د سيد اميرخسرو باچا د زوي سيد خسرو پروېز باچا پۀ خپله هم خدائي خدمتګار ؤ، د وادۀ نېټه کېښودې شوې وه نو رام سرن د هندوستان نه د سفارتخانې پۀ اجازت سره د واهګه پۀ لار باندې د دۀ د وادۀ د پاره د هندوستان نه ډېرې قيمتي ډالۍ را لېږلې وې.

کله چې بهټو، باچاخان، خان عبدالولي خان، اسفنديارولي خان او د پارټۍ نور مشران پۀ جېل کښې بنديوان کړل نو پۀ دوي ټولو ئې د غدارۍ مقدمې جوړې کړې کوم چې پۀ تاريخ کښې د “حېدر اباد سازش کېس” پۀ نامه سره يادېږي. پۀ کال ١٩٧١ز کښې بېګم نسيم ولي خان مېدان ته بهر را ووتله او ځاے پۀ ځاے ئې جلسې او غونډې شروع کړې او قام او اولس ئې د حکومت وخت د دې ظلم و جبر نه خبر کړل. او پۀ رښتيا ئې دا ثابته کړه چې ښځه هم سړي سره اوږه پۀ اوږه پۀ هر مېدان کښې د وخت او حالاتو مقابله کولې شي.

مور بي بي قامي تحريک کښې ښځې بېدارې کړلې او خپله وړومبۍ غونډه ئې د اميرخسرو باچا پۀ کور کښې کړې وه چې دغه ناسته هغوي هم پۀ دې تخت باندې کړې وه. پۀ دغه غونډه کښې هغوي د پښتون قامي تحريک او نېشنل ډېموکرېټک پارټۍ د پاره د ښځو تنظيم جوړ کړے ؤ. پۀ دغه موقع صوبائي صدره ئې د امير خسرو باچا اينګور او سيد خسرو پروېز باچا ښځه غوره کړې وه. او ورسره جنرل سېکتره د سيد محمد فصيح باچا لور غوره کړې شوې وه. پۀ دې موقع محترمه ياسمين پير محمد خان بي بي ، پروين تا تاري بي بي هم د مور بي بي د کومک د پاره راغلې وې. وروستو بيا چې کله پۀ پېښور چوک يادګار کښې جلسه وه نو پۀ دغه جلسه کښې سيدخسرو پروېزباچا او الياس باچا دا تجويز وړاندې کړلو چې د پارټۍ ټوله مشري دې مور بي بي لۀ ورکړې شي.

پۀ دې تخت باندې ددې مشهورو هستيو نه علاوه هم ډېرو خلقو ناسته کړې ده. کله به چې غونډه د سيد اميرخسرو باچا پۀ ځاے کښې پېل شوه نو د دغې غونډې مشرانو به پۀ دې تخت باندې ناسته کوله او پۀ خصوصي توګه د ښځو جلسې يا غونډې خو د امير خسرو باچا پۀ ځاے کښې شوې دي. پۀ بابړه کښې الله پاک امير خسرو باچا لۀ لوے کور او جائيداد ورکړے دے. او د ټولو نه لويه خبره دا ده چې د پښتنو پۀ دې قامي تحريک ډېر مئين ؤ. نو هم دغه وجه ده چې د دوي ځاے کښې دا دومره هلې ځلې شوې دي او کېږي.

کله چې د پاکستان موجوده وزيراعظم عمران خان د شوکت خانم هسپتال لاهور د پاره چنده کوله او هېڅ قسمه سياست ئې نۀ کولو بلکې هغه وخت به ئې سياست ته سپک کتل، نو هغه پۀ ټول ملک او دنيا کښې د دغې هسپتال د پاره د چندې پۀ نيت ګرځېدلو. پۀ دغه ورځو کښې هغه هم بابړې ته راغلے ؤ. چا ورته د مخکښې نه د دې تاريخي تخت خبره کړې وه نو د دې ليدو لۀ د امير خسرو باچا ځاے ته راغلے ؤ. او د تخت د ليدو او پۀ دې د ناستې هيله ئې لرله. کله چې هغۀ دا تخت وليدلو او پۀ تفصيل سره د دې د تاريخي اهميت نه خبر شولو نو دا خواست ئې کړے ؤ چې زۀ به د خپلې کور ودانې “جمائمه عمران” سره د دې تخت ليدلو دپاره يوځل بيا ډېر زر بېرته راځم.

پۀ ٢٧ جولائي ٢٠١٠ز چې پۀ ټوله پښتونخوا او خصوصاً پۀ هشنغر کښې کوم خونړے سېلاب راغلے ؤ نو د دغه سېلاب اوبۀ د سيد اميرخسرو باچا کورته هم دننه ورغلې وې او د هغې لۀ وجې تخت ته معمولي نقصان رسېدلے ؤ چې يوه پايه ئې ماته شوې وه کومه چې بيا د امير خسرو باچا نمسو د سېلاب ختمېدو نه وروستو دوباره پۀ ترکاڼ جوړه کړه. د دې تخت تاريخي اهميت نه چې څوک خبر دي نو يو ځل د دې د ليدو او پۀ دې باندې د ناستې خواهش ئې پۀ زړۀ کښې ارومرو پېدا کېږي.او د امير خسرو باچا وارثان هم د هر چا دا خواهش پوره کولو ته تيار وي .

د مضمون پۀ اخره کښې زما د الله تعالي نه دعا ده چې مونږ ټولو لۀ دې دا وس او طاقت راکړي چې د خپلو قامي او قيمتي اثاثو حفاظت وکړو چې د راتلونکي کهول د پاره ئې خوندي کړو. دا اثاثې صرف څيزونه نۀ دي،بلکې دا زمونږ د تاريخ ګواهان دي ۔ بايدمونږ خپل بچي د خپل تاريخ نه خبر وساتو.

خصوصي شکريه

سيد فضل امين

حواله: ذاتي ډائري، سيداميرخسرو باچا، سيد خسرو پروېز باچا

دا هم ولولئ

درويشتم اپرېل – ماسټر عبدالکريم

نوټ: د ارواښاد ماسټر کريم دا مضمون څو کلونه وړاندې پۀ “پښتون” کښې چاپ شوے …