د شوکې او تروړنې دوه نيم کاله – ساجد ټکر

د برطانيې مشهور فلسفي او سياسي پوهان برټرېنډ رسل يو مشهور قول دے چې،” ما ته چې کله هم يو مضبوط دليل مخې ته راغلے نو ما پۀ خپل سوچ بدلولو کښې هډو شرم نۀ دے محسوس کړے”. برټرېنډ رسل د خپل سوچ، فکر او انداز لۀ وجې پۀ ټوله نړۍ کښې يوه ځانګړې نامه ده. د موصوف د دې خبرې څخه جوتېږي چې پوهه او لوے خلک کله هم خپله ذاتي انا، عناد او خپله خوښه ناخوښه پۀ سياست، نظريه، فلسفه او خپل مقصد باندې وچته نۀ ګڼي. اوس کۀ يو کس داسې وي چې پۀ زړۀ سپين وي، خبره ئې يوه وي، قول او فعل کښې ئې تضاد نۀ وي نو هغه بۀ خپله کمزوري منلو کښې کله هم د ليت و لعل نه کار وا نخلي . خو کۀ يو کس پۀ ځان مئين وي، قول او فعل کښې ئې تضاد وي، صرف د خبرو شېر وي او “مستند هے ميرا فرمايا هوا” باندې ټينګار کوي نو هغه بۀ بيا کۀ هر څۀ وي، هاغه څۀ کوي چې پۀ څۀ کښې ئې انا ته تسکين رسي. کۀ ملک ورانېږي، خلک ورتېږي، اولس لوغړن وي او غريب بربنډ وي خو دغه سړے بۀ وائي چې هر څۀ ټيک دي. داسې کۀ يو عام تن وي نو څۀ باک نشته خو کۀ داسې سوچ د يو ملک حکمران ولري نو دا ډېر خطرناک کار دے. کۀ وګورو نو پۀ ملک کښې د دوه نيم کالو راهسې د ګرانۍ يو طوفان روان دے. نومې شے مخ پۀ بره روان دے خو د ملک وزيراعظم وائي بلکې دعوي کوي چې ملک کښې ګراني کمه شوې ده. اوس دلته د دنيا ټولې فلسفې ګونګۍ دي. يو خوا خوار غريب اولس دے چې چېغې ئې ووځي او بلخوا د بدلون پۀ نامه راغلے کپتان دے چې پۀ لغړ اولس باونسرې وروي. هر چا ته پته ده چې کپتان پۀ کومو دعوو او نعرو راغلے ؤ . کومې کومې دعوې وې چې دۀ کړې نۀ وې، کوم کوم اسمان ؤ چې دۀ پۀ ډانګونو نۀ ؤ وهلے، کوم کوم خوب ؤ چې دۀ اولس ته نۀ ؤ ښودلے، کوم کوم الزام ؤ چې دۀ پۀ تېرو حکمرانانو نۀ ؤ لګولے، کوم کوم سقم ؤ چې دۀ پۀ ګوته کړے نۀ ؤ، کومه کومه بيماري وه چې دۀ سره ئې علاج نۀ ؤ، کوم کوم امکان ؤ چې دۀ څرګند کړے نۀ ؤ، کوم کوم ماهر او “افلاطون” ؤ چې دۀ سره مل نۀ ؤ، کوم کوم لوبغاړے ؤ چې دۀ سره نۀ ؤ بلکې پوره ټيم ورسره ؤ (د معاشي ماهرينو د دوه سوه کسانو ټيم)، کومه کومه سزا وه چې دۀ د لوټمارانو لپاره نۀ وه وئيلې، د صداقت او امانت کومه کومه تمغه وه چې دۀ خپل ځان او خپل ټيم لۀ نۀ وه ورکړې او کومه کومه لاپه وه چې دۀ نۀ وه وهلې !!! هر څۀ لکه د نمر ښکاره دي . بچے بچے پوهه دے او هر چا ته د کپتان حقيقت ښکاره شوے دے. کۀ اوس هم څوک د تردد ښکار وي يا ئې زړۀ کښې اوس هم د څۀ طمع وي نو راځئ چې دقياس پۀ ځاے د کپتان پۀ دوه نيم کاله حکمرانۍ کښې د ملک پۀ حالاتو، پۀ راغلي “بدلون”، پۀ رامنځ ته شوې ګرانۍ، سياسي اړي ګړي او انتظامي بحران نظر وزغلوو.

دعوي ئې کوله چې ورسره د معاشي ماهرينو پوره ټيم دے او د ملک معيشت بۀ د سترګو پۀ رپ کښې ټيک کړي . خو مونږ وليدل چې معيشت ټيک کول خو لرې خبره ده چې هغه ټيم ئې هم پۀ ځاے و نۀ ساتلے شو او خپل “افلاطون” وزير يعنې اسد عمر ئې د کال نۀ هم مخکښې مخکښې د سترګو چپ راغے او ډډې ته ئې کړو او د معيشت سمولو لپاره ئې حفيظ شېخ پۀ چترۍ راکوز کړو .دعوې ئې کړې وې نو ائي اېم اېف سره ئې پنګه واخسته او ځان ئې نېغ نېغ کړو خو پۀ اخر د ائي اېم اېف پښو لۀ داسې پۀ نخرو لاړو چې پخوانيو قرضو او د ائي اېم اېف “انټي” ته هم شرم ورغلو او د خپلو شرطونو سره ئې ورله قرض ورکړو . اوس مو دا هم اورېدلي بلکې کپتان پۀ ډېر ناز او غرور وئيلي چې تر اوسه ئې شپږ زره اربه روپۍ قرضه واپس کړې دہ؛ دا پۀ خپل ځاے خو اهم سوال دا دے چې تراوسه ئې قرضه اخستې څومره ده؟ دغه شان وئيل به ئې چې پوليس او انتظامي عهدې بۀ غېر سياسي وي خو پۀ پنجاب کښې ئې پۀ پوليس ائي جي او چيف سېکرټري سمې لوبې وکړې او هډو دمق ته ئې نۀ پرېږدي . دغه شان د احتساب ماستۀ ئې دومره وشاربل چې د شوملو پۀ ځاے ترې خرړينګ جوړ شو چې نۀ د دين شو او نۀ د سادين شو . دغه شان خبره بۀ ئې کوله چې کۀ چا پۀ دۀ يا د دۀ پۀ ملګرو د کرپشن تور قدرې هم ولګولو نو يا خو بۀ ګوښه شوے وي او يا بۀ ئې د مخې سره “انصاف” کړے وي . خو د چينو او اوړو پۀ اربونو روپۍ سکېنډل ئې ځان داسې داسې غلې کړے دے چې توبې وباسه . دغه شان پۀ فارن فنډنګ کېس کښې د ايماندارۍ پۀ ځاے اکبر اېس بابر ته پۀ پښو پرېوتے او د موخرالذکر د دعوي ترمخه د کېس نه د وروستو کېدو پۀ بدل کښې ئې ورته د لوې عهدې وړاندېز کړے دے ؛ راشه کۀ تاودېږې، وئيل به ئې څۀ او اوس کوي څۀ!!! دغه شان ملک بۀ ئې پۀ سر راخستے ؤ چې پۀ حکومت کښې د راتلو نه پس بۀ د ملک ” لوټلې” شوې دوه سوه اربه روپۍ ملک ته بېرته راوړي چې لا تر اوسه ئې ساده عوام پۀ طمع دے خو سدهوم ته شين دے . پۀ ځان ئې باور ډېر ؤ، پۀ ځان برخود غلط ؤ او يا چا تېروستے ؤ نو پۀ ځان پوهه نۀ شو او دعوي ئې وکړه چې پۀ کال کښې بۀ اتۀ سوه اربه روپۍ ټېکس راټولوي ؛ اوس قضاوت پۀ تاسو! ايا د يو پوهه سړي سره داسې خبره ښائي؟ هم دغه وجه ده چې ټېکس زيات خو نۀ شو البته کم شو او دا پرې د عوام د باور غمازي هم کوي. هم دغه تېروتنې وې چې نوکريانې زياتې خو نۀ شوې البته پۀ لکهونو خلک بېروزګاره شول . رښتيا دا پکښې ډېره عجيبه وشوه چې کوم سړے او کوم حکومت د کرپشن د مونډ ويستلو پۀ نامه او دعوي راغلے ؤ نو هم د هغۀ پۀ حکومت کښې د ټرانسپرنسي انټرنېشنل ترمخه پۀ ملک کښې کرپشن د تېر وخت پۀ مقابله کښې زيات شوے دے . اوس کۀ د کپتان پۀ حکومت کښې د خارجه پاليسۍ خبره کوو نو هم تصوير ډېر بدرنګ دے . د کپتان نه مخکښې د سعودي عرب سره زمونږ اړيکې څنګه وې او اوس څنګه دي؟ چين سره اول تعلق څنګه ؤ او اوس څۀ حالات دي . د سي پېک پوزيشن مخکښې څنګه ؤ او اوس څنګه دے . ايا ملائشيا او ترکي اوس هم زمونږ سره پۀ يو پېج دي؟ او بيا د ټولو نۀ غټ سوال د کشمير دے؛ د کشمير پوزيشن د کپتان د حکومت نه مخکښې څنګه ؤ او اوس ئې څۀ حال دے؟ تصوير بېخي څرګنده او لکه د ائينې بې رويه بې ريا دے خو د زړۀ خوراک خبره دا ده چې نۀ خو ئې څوک تپوس کوي او نۀ پۀ “چا” د کپتان دا ناکړدې بدي لګي . ګنې تاريخ ګواه دے چې پۀ دې ملک کښې د حکومتونو پۀ لږه ډېره غلطۍ حکومتونه تخته کړے شوي دي. نۀ پوهېږو چې کپتان نيازبين ډېر دے، زورور زيات دے او کۀ څۀ دم مم او د پيرانو د دعا اثر دے ګنې د يو ناکام حکومت ټولې نخښې نخښانې پکښې لکه د چڼو د وظيفې د ډوډۍ ټولې راجمع دي. د نا اهلۍ ئې د دې نه بل کوم لوے ثبوت کېدے شي چې کوم نواز شريف پۀ خپل حکومت کښې پۀ جېل کښې ؤ نو هم هغه نواز شريف د دۀ پۀ حکومت کښې لندن ته ورسېدو. خلکو ته به ئې د غبرګ شهريت پېغور ورکولو، خلکو ته بۀ ئې مالشيان، پالشيان او سفارشيان وئيل خو نن ترې د مشيرانو او وزيرانو پۀ نامه د ملک لوے لوے پالشيان، مالشيان او سفارشيان راتاو دي . ملک لوټ کړے شو، نوکريانې پۀ پېسو خرڅېږي، پۀ چينو او اوړو کښې خلکو اربونه ووهل خو کپتان د ورلډ کپ پۀ خمار کښې خوبولے دے. ډالر د “کرپټ” پۀ حکومت کښې پۀ 120 ؤ او د “ايماندار” پۀ حکومت کښې 160 ته ورسېدو . سرۀ زر د 58 زره نه يو لکهـ لس زره ته ورسېدل، تېل پۀ څۀ کم سل وو او اوس ئې خوښه خپله ده ځکه چې پۀ مياشت کښې درې درې ځله ګرانېږي . چينې هم پۀ درې پنځوس روپۍ کلو کښې نۀ وو خوشاله او ځان ورته غريب جنس معلومېدو نو ځان ئې د اشرافيه اجناس پۀ لړ ۍ کښې شمېرلو لپاره سل روپۍ کلو ته وخېژولو . اوړو هم دوړه وکړه او د اووۀ نيم سوه نه ديارلس سوه روپۍ ته وختل . دغه شان پۍ، اګۍ، بجلي، غوړي، ښختې، سريا او د استعمال هر شے پۀ دوه نيم کاله کښې مخ پۀ بره تلے دے . صرف يو شے لاندې راغلے او هغه جي ډي پي دے چې د نمو شرح ئې د ملک پۀ تاريخ کښې پۀ اول ځل صفر نه هم لاندې تلې ده. دغه د مهان کپتان د حکومت د دوه نيم کالو لاس ته راوړنې دي، دغه ئې کانامې دي، دغه ئې غريب اولس ته د هغه خوب تعبير دے چې دۀ ورته پۀ رڼا ورځ ښودلے ؤ. دغه ئې قيصه ده چې پۀ اورېدو ئې د چا يقين نۀ راځي. دغه ئې هغه داستان دے چې پۀ هر باب کښې د نالائقۍ، ناايلۍ، بدنظمۍ، بربادۍ، بې عقلۍ، سرزورۍ، بدکلامۍ او پۀ خلکو د الزام تراشۍ کردارونه پۀ چغو دي۔ دغه ئې د هغه بدلون قيصه ده چې د وړمبنۍ ورځې نه پۀ الټه طرف روان دے.

دا هم ولولئ

اداريه

  چې يوازې يو شے وران ؤ نو مونږ به څۀ نۀ وئيل، چې يو …