د ډاکټر همدرد د افسانې قيصه – نجيب الله شاداب

قيصه/قيصۍ چې د انسان د کلتوري او سماجي ژوند د شروع کېدو سره پۀ وجود کښې راغلې ده او د ډېر ارتقايي سفر نه پس د افسانې غېږې ته لوېدلې ده نو داسې معلومېږي چې د دې غېږې پۀ خوږو لا مړه نۀ ده او دا ګمان بۀ هم بې ځايه نۀ وي چې کېدے شي هم دلته خپل ټول ژوند تېر کړي او هډو چرته لۀ دې غېږې لاړه نۀ شي ځکه د قيصې د پاره دا غېږه دومره خوږه او حقيقت پسنده ده چې چرته ئې هم د نومونو او تاريخونو نه پرته ورته دروغ نۀ دي وئيلي، شايد چې همدا وجه وي چې قيصې د افسانې پۀ غېږ کښې د مينې هره ادا هم وليده او ډېره ونازېده هم.

قيصه پۀ هر ماحول، هره ژبه او هره جغرافيه کښې شتون لري خو ولې پښتانۀ د وړوکوالي نه نيا نيکۀ د قيصې سره دومره اشنا کړي دي چې دوي د قيصې پۀ افاديت دومره پوهه دي شايد چې بل څوک پرې دومره پوهه وي . دا بېله خبره ده چې لوست دلته ډېر کم کېږي او د هغې وجوهات دا نۀ دي چې پښتانۀ د ليک لوست سره مينه نۀ لري بلکې د هغې وجوهات خو نور دي.

د پښتو قيصه چې راحت زاخېلي پۀ 1917 کښې د افسانې غېږ ته سپارلې ده نو تر دې دمه ئې ډېرو افسانه نګارو تر خپل وسه ښۀ پالنه کړې ده او لګيا دي کوي يې، کۀ څوک ئې پۀ علامتي او تجریدي انداز کښې کوي نو څوک لکه ده همدرد يوسفزے پۀ روايتي انداز کښې کوي . همدرد يوسفزے څوک چې نۀ صرف د نفسياتو ډاکټر بلکې زۀ بۀ دا ووايم چې هغه د قيصې ډاکټر هم دے دا زۀ ځکه وايم چې کۀ چرته نيا /نيکۀ خپلو کښې د همدرد يوسفزے قيصه شروع کړي نو هغوي به هېڅ کله پۀ دې بهانه اودۀ نۀ کړي چې نوره به درته سبا وکړم ځکه دا ژوندۍ قيصه ده، زړۀ راپارونکي قيصه ده، د خوب قيصه نۀ ده، د سوچ قيصه ده، د سکون قيصه نۀ ده، د بې چينۍ قيصه ده، هغه د بې چينۍ قيصه د کومې چې ټولنې ته پۀ هر حالت کښې ضرورت دے.

همدرد يوسفزے څۀ قيصه کوي، بايد د دې قيصې نه هر څوک ځان خبر کړي، ځکه چې همدرد يوسفزے قيصه کوي، د هغه بانو قيصه چې تل د خپل سردار د بريا پۀ انتظار وي او تر هغې ورته اطمینان نۀ وي تر څو چې ئې سردار بريالے نۀ وي ګرځولے/ليدلے، کۀ پۀ دغه خولۀ کښې هر څو د اظهار جرات نشته خو تل خپل سردار ته ډاډ ورکوي او وائي ورته چې تۀ بۀ ګټي، ګټه بۀ ستا وي، هغه کۀ هر څو پۀ يو مقبره کښې لکه د لېونو ژوند کوي، خو هغې خپل سردار د دې جوګه ګرځولے دے چې هغه د ژوند پۀ هر مېدان د چا نۀ هم پاتې نۀ دے او هره لوبه ګټي خو د بانو دپاره ئې پۀ زړۀ کښې د اظهار صېب دا وېنا ده چې:

د خاموشۍ ګڼې معنې وي شونډې زر پرانېزه

کۀ اراده دې د الفت وي نو اظهار بۀ کوې

همدرد يوسفزے قيصه کوي، د هغه کلي قيصه چرته چې شربت ګله پۀ داسې حال کښې ژوند کوي چې نۀ ئې د پالني څوک وي او نۀ د ساتنې خو بيا هم هغه ژوند کوي، د اميد ژوند، خو دلته غازي ګل مولوي ته د خداے د عذاب پته خو شته خو ولې هغه ګناهونه نۀ ويني د کومو د لاسه چې شربت ګله او د هغې ماشومه لور پۀ داسې حالت کښې مري چې کۀ زلزله ئې نۀ وژني نو زر ده چې لوګه دواړه د دنيا لۀ مخه ورک کړي.

همدرد يوسفزے قيصه کوي هغه قيصه چې پکښې د روزۍ ګټل د خپل عزت پۀ بېلات کېږي او د جمال پري کونډه مور بيا بيا د جمال پري د عزت سوال لۀ هغه خداے نه کوي چا چې هغه چاله د جمال پري د عزت اختيار ورکړے دے چې هغه د جمال پري عزت پۀ يو څو لحظو کښې د تهري سټار هوټل پۀ اوبو داسې ووينځي چې بيا عزت لۀ د ډېرې نا پاکۍ نه بله نامه غوره ګڼلے کېږي.

همدرد يوسفزے قيصه کوي د هغې مور قيصه څوک چې احمد خپل ژوند ګڼي خو احمد د ژوند او مرګ پۀ داسې بريد ولاړ وي چې د مور سره ئې حاجي سلطان ته د ځان سپارلو نۀ بله داسې چاره نۀ وي چې خپل احمد لۀ ژوند وګټي او چې هغه تر دې لاړه شي نو بيا احمد پۀ دغه دوران کښې داسې دنيا ته لاړ شي چې مور ته ئې د ځان راغونډولو موقع هم پۀ لاس ور نۀ کړي.

همدرد يوسفزے قيصه کوي د هغه ښائسته ګل قيصه چې نۀ خو هغه ښائسته دے او نۀ ګل؛ خو د خان ناظر خپل کړے هغه ګناه چې ښائسته ګل ترې خبر هم نۀ دے د ښائسته ګل غېږې ته پۀ داسې حالت کښې سپاري چې هم دغه رنګ پۀ پړسېدلې خېټه ئې د ښائسته ګل پلار ته سپارلے وۀ. همدرد يوسفزے قيصه کوي د داسې وطن د ليکوال قيصه څوک چې تل د هغه چا دپاره ليکل کوي چې هغه ئې کتاب پۀ خپله سينه پورې نيول خو لويه خبره خو د المارۍ د ايښودلو جوګه هم نۀ ګرځوي او د هغه ليکوال جذبې پۀ کباړ خرڅوي کومې جذبې چې تل د هغۀ ثناه خوانې وي.

همدرد يوسفزے قيصه کوي د داسې وطن قيصه چرته چې د وطن پالو اهميت دومره وي چې نورې نړۍ ته ځان د زورور ښودلو لپاره د هغۀ وطن پالي د خارور سره خاورې کوي . همدرد يوسفزے قيصه کوي د هغې ګل اندامې قيصه چې د مور او پلار پۀ موجودګۍ کښې هم يتيمه ده او لا تر دې دمه پۀ دې ټولنه کښې يتيمه ده، د هغې پلار خو هډو پۀ دې ټولنه کښې شتون نۀ لري ځکه چې د هغۀ احمد خو لا ژوندے دے خو مور ئې هغه وخت د خپل شتون احساس ورکړي چې نۀ ګل اندامه پاتې شي او نۀ هغه خوبانۍ چې د ګل اندامې د تنهايۍ تر ټولو ښۀ ملګرې وه.

همدرد يوسفزے قيصه کوي د هغه شاندانې قيصه څوک چې همه وخت د خلقو داسې مېلمستيا کوي چې نۀ وي پکار، د هغې شاندانې قيصه چاته چې د خپل پلار د نوم خبر هم نشته، د هغې شاندانې قيصه چې پلار ئې پۀ داسې نشه کښې بوخت دے چې خپله شاندانه ورته هډو يادېږي نه او نۀ د دې سوچ جوګه دے چې زما شاندانه بۀ د چا چا او څنګه مېلمستيا کوي.

همدرد يوسفزے قيصه کوي د هغه مسلمانۍ قيصه چرته چې ګل اندامه خپل پېغلتوب خو قربانوي خو هلته دومره د قربانۍ څوک نشته د چې د هغې د ايکې يوې لور دپاره خپله قرباني او حج قربان کړي.

همدرد يوسفزے قيصه کوي د هغه کلي قيصه چرته چې د خداے حق خو هر څوک پېژني خو ولې د خداے د مخلوق حق څوک هم نۀ پېژني او هلته د خداے د حق ادا کولو دپاره د غمي ماما د وينې د کېنسر روپۍ د خداے پۀ حق لګي. همدرد يوسفزے قيصه کوي د هغه تور خال قيصه چې د کېپ ټاون پۀ سپين جبين د جلال نه د عمر عمر دپاره د کېپ ټاون پۀ سپين جبين پاتې کېږي.

همدرد د يوسفزے قيصه کوي د هغې ګل مينې قيصه چې د هغې ورور رحمت خان نه خپله غريبي او د خور پالنه د ګل خطاب مولوي صېب د جهاد پۀ جذبه داسې هېره کړې وي چې د هغۀ هډو دې ته پام نۀ وي چې کۀ زۀ نۀ وم نو زما خور بۀ د بد اخلاقۍ د هغه اډې زینت ګرځي چې بيا بۀ ورته خپل مئین هم لاس نۀ شي ورکولے.

همدرد يوسفزے قيصه کوي د هغه وطن قيصه چې د کوم وطن د پوهنتون رئيس د خپل وطن د بل پۀ لاس د بربادۍ لۀ وجې پۀ پولو خرڅولو مجبوره شوے دے او نن هم پۀ پېښور کښې پۀ فټ پاتـهـ ولاړ دے . همدرد يوسفزے قيصه کوي د هغه دلبر کاکا قيصه د چا ځوے چې د کال يوولس مياشتې د حاجي صېب سره نوکري کوې خو حاجي صېب بيا د هغۀ د يوې تنخوا ورکولو ته تيار نۀ وي ځکه چې د حاجي صېب د هوټل د روژې د میاشتې چهټي ده او د هغۀ د پۀ دې څۀ پروا چې دلبر کاکا د لوږي نه مري.

همدرد يوسفزے قيصه کوي د هغه زرغونې قيصه څوک چې د خپل د انا د وجې نن هم د ټي بي په داسې مرض اخته ده چې کۀ تعليم يافته ده نو خو خپل مئین ته صرف د يو خط ليکلو جوګه ده او بې تعلیمه ده نو بس د‌بې ارضۍ دوه اوښکې ورسره دي.

همدرد يوسفزے قيصه کوي د هغه ښاپېرۍ قيصه څوک چې د سردار پۀ انتظار د خپل. ښائست سپرلے خزان ته سپاري خو سردار او نور کور واله ته دا پته هم نشته چې د ډوډۍ او لباس نه علاوه هم د ښاپېرۍ د وجود څۀ غوښتنې دي او هغه غوښتنې کۀ سردار نۀ وي نو بل څوک تور لالي بۀ ئې پوره کوي خو دومره ده چې بيا بۀ دواړه د خپل ژونده لاس وينځي ځکه دا د تکو تورو سپينو خلقو کلے دے.

همدرد يوسفزے قيصه کوي د هغه ثوابونو قيصه چې ګل خطاب مولوي صېب تېرو ورځو کښې مونږ ته هم کوله خو دومره ده چې ما مخکښې د همدرد ټوله قيصه لوستې وه او ګل خطاب مولوي صېب راته نيمه وکړه . ګل خطاب مولوي راته صرف دا چې د کشمير او فلسطين د مجاهدینو د برياليتوب دعا کوئ او چنده کښې لاس اخلاص وکړئ او ډاکټر همدرد راته دا هم وئيلي وو چې بيا بۀ رابعه پۀ نکريزو سرۀ لاسونه پاتې کېږي او عامر بۀ ستاسو د چندو او دعاګانو لۀ برکته پۀ يو ځانمرګه بريد کښې مړ کېږي.

همدرد يوسفزے قيصه کوي د هغه واورو قيصه چې لا تر اوسه ورېږي او د ښاپېرۍ نمونيا اوس واورو کنګل کړې ده او زر ده چې بله ښاپېرۍ د نمونيا د غمه خلاصه شي خو واوره بۀ دغه شان ورېږي او د ښاپېرۍ داروګان به هم هغه سپرکۍ او نرسوي وي ځکه مونږ ته لا داسې ښاپېرۍ پۀ نظر نۀ راځي.

همدرد يوسفزے قيصه کوي د خداے د کور د جوړېدو قيصه چې د هغې پۀ اړه رحمان بابا پخوا وئيلي چې:

کۀ دې نيت وي د کعبې د جوړولو

د بې وسه انسان جوړ کړه کعبه ده

څ

خو مونږ لا تر دې دمه د انسان د زړۀ پۀ ځاے د کعبې پۀ جوړولو کښې بوخت يو او دا يوه الميه ده.

همدرد يوسفزے قيصه کوي د هغه اصغر قيصه چا چې د ابو رېحان پۀ نامه او د ګل خطاب مولوي صېب پۀ وېنا اتۀ شپېتۀ انسانان خو دوزخ ته ولېږل خو خپلې اتۀ خوېندې ئې نن هم د لاهور د باچاهي جماعت شاته د هغۀ د قرض پۀ ادا کولو کښې بوختې دي.

همدرد يوسفزے قيصه کوي د هغه سندرې قيصه چې د انسانانو د روح غذا ده خو دا غذا چې پۀ کومو لاسو زمونږ د ټولنې خلقو ته مېلاوېږي نو مونږ تر هغې دغه لاس پېژنو چې مونږ ته دغه غذا راکوي خو بيا چې پۀ دې لاس درد راشي نو مونږ ته نۀ وي ياد چې چرته دې لاس مونږ ته خوراک راکړے او هغه لاس لۀ درده پړق وچوي.

همدرد يوسفزے قيصه کوي د هغه وطن قيصه چرته چې د وطن د ځمکې ذخيرې د وطن والو د ګټې پۀ ځاے د دې دپاره پکارولې شي چې هغوي مړۀ کړي، هغوي ناروغه کړي، د هغوي پۀ مرو کښې هغه يورينيم واچوي چې د هغوي د ګټې پۀ ځاے د مرګ سبب وګرځي.

همدرد يوسفزے قيصه کوي د هغه زرغونې قيصه چا چې ټول ژوند پۀ دې طمع تېر کړو چې د هغې خداے بۀ پۀ هغه چا د شين اسمان تندر راګوزار کړي څوک چې د هغې سره ظلم کونکي دي، څوک چې د هغې د ارمانونو قاتلان دي، څوک چې هغه ګوټ ګوټ وژني چې او پۀ ځمکه داسې ګرځي داسې ګرځي لکه چې يا خو دوي پۀ هغه ظلم هډو ليدلے شوي نۀ دي کوم چې دوي کړے او يا د زرغونې هغه اواز هډو بره نۀ رسي کوم چې ظالمانو ته پۀ رسېدو د ټول عمر دپاره ورکېږي.

د همدرد يوسفزي قيصي لا ختمي نۀ دي خو خداے دې وکړي چې همدرد پۀ راتلونکي کښې د دې دردېدلې قيصو نه راتېر شي او مونږ ته داسې قيصه هم وکړي چې د سکون وي، د راحت وي، د خوشحالۍ وي خو دا پۀ داسې حال کښې د همدرد غونده د ليکونکي دپاره بېخي ممکن نۀ ده کوم چې د پښتون وطن دے.

دا هم ولولئ

خدائي خدمتګار سيد رحمت الله عرف چمنے وکيل – سعيد احمد شاهي

سيدرحمت الله چې مشهور پۀ چمني وکيل ؤ پۀ کال ١٩٤٨ز کښې د خدائي خدمتګار …