بېګم نسيم ولي خان او د هغې يادونه – کلثوم زېب

د خدائي خدمتګار تحريک مشر او باني باچا خان هغه خوږ انسان ؤ چې هر انسان سره به ئې مینه کوله . خدائي خدمتګار تحريک کښې مشر او کشر،کارکن او د تحریک باني دواړه یو بل ته د مينې او قدر پۀ تول برابر وو، نۀ کم نۀ زیات . کۀ د تحریک کارکن بابا ته مینه او احترام ورکړے دے نو پۀ بدل کښې بابا هم دوه چنده مينه ورکړې ده.

چه مونږ ماشو مان وو نو خپله کورنۍ مو د تحریک د بنیاد پۀ شکل کښې لیدله. زما ترۀ فردوس خان (کوکو) د دیارلسو کالو پۀ عمر کښې هغه وخت زنداني شو کله چه هغه بسته پۀ لاس د سکول نه راتلو . د کلي د ډاکخانې سره خوا کښې د باچا خان جلسه وه، هغه د بابا تقریر ته ودرېدو او د باچا خان او نورو خلکو سره پولیس وچت کړو. څۀ وخت چه دوي ته هتهکړۍ واچولې شوې نو هغه د کوکو کاکا جي پۀ لاسونو کښې لوې وې او بیا بیا به د هغۀ د لاسو نه غورځېدې . اګرچې دغه وخت د هغۀ د سیاست سره هېڅ تعلق نۀ ؤ. هغه خو دغه وخت د باچا خان د خبرو نه متاثره شو او پښه نیولې شو. د انګرېز سپاهي چغه کړه چې کښېنئ. نور خلک کېناستل او کوکو کاکاجی ولاړ پاتې شو. انګرېز سپاهیانو ته دا محسوس شوه چه ګنې دغه ماشوم بغاوت وکړو، پۀ دغه وجه ئې ګرفتار کړو.

د سوچ خبره ده چه یو ماشوم پۀ اتم جماعت کښې جېل ته لاړ شي، پۀ هغۀ او د هغۀ پۀ کورنۍ به څۀ تېرېږي .

دغه وخت دغه اومه خولۀ ماشوم د ډېرو لویو لویو خلکو نه پۀ اراده مضبوط او کلک وختو . هغه چې پۀ یو نظر او وړومبي ملاقات د باچا خان پۀ مينه مست شو نو د درې شپېتو کالو عمر کښې تر اخیري سا هغه مينه هم پۀ هغه ځاے کلکه ولاړه وه .

مشرانو به وئیل چې انګرېزانو به کوکو کاکاجی ته وې “ډېر ښکلے ځوان يې، معافي وغواړه، پۀ سر مېچن مۀ ګرځوه “خو هغۀ نۀ منل، هم هغسې به ئې پۀ سر د دانو ميچن اوړوله.او دغه حال د نورو مشرانو هم ؤ. هغه پۀ باچا خان پسې دوېم خدائي خدمتګار ؤ چې د ځوانۍ اوولس نیم کلونه ( 17 کاله 6 میاشتې) ئې تحریک د پاره جېلونه خوړلي وو. لکه مچ جېل بلوچستان او سکهر جېل سنده. به ډېر بدنام او خراب جېلونه وو، دغلته هغوي څو وارې جېل خوړلے ؤ. او د پاکستان يو جېل هم داسې نۀ ؤ چرته چه هغۀ قېد نۀ وي تېر کړے .

دغه ماشوم د خپل عمر اوولس کاله شپږ میاشتې پۀ جیلونو کښې د بابا او د هغۀ نورو ډېرو ملګرو سره يو ځاے بندي خانو کښې تېر کړل او کله هم ستومانه نۀ شو .

باچا خان به د صلاح مسلات د پاره کوکو کاکاجي لۀ راتلو . دا پۀ کوکو کاکاجي د باچا خان اعتبار او اعتماد ؤ. د دغه مينې ذکر غني خان بابا د خپلې شعري مجموعې ” د پنجرې چغار” کښې د یو نظم پۀ شکل کښې هم کړے دے او کوکو ئې ستائيلے دے . د فردوس خان کوکو ورور سجاول خان کوم چې زما داجي ( پلار) ؤ، د خپل کور بسونه او جائیداد چه نیلام کېدل به او هغۀ به خپل جائیداد پۀ پېسو واپس اغستو . کله کله به د کور د کوټو دروازې پولیس بندې کړې او کاغذ به پرې ولګیدو چه دا کور سرکاري شو . د کور لوے واړۀ به خپل انګڼ کښې بې کوره ناست وو . د مشر ورور جېلونه او دکشر رور د ریاست سره دغه جهګړه هم دغسې جاري وه. خو نۀ د دوې پۀ تندي ګونجه راغلې وه او نۀ خفه وو . د خدائي خدمتګارۍ تحریک او د تحریک د کارکونکو دغه منډه هم دغسې روانه وه. باچا خان بابا د پاره زمونږ کور خپل دوېم کور ؤ او دغه زمونږ خوش قسمتي وه چه د بابا ډېر وختونه زمونږ د ماشومانو د یاد برخه پاتې دي. د کوکو کاکاجی مړینه د بابا هغه پۀ خپلو لاسو قبر ته کوزول او ژړل، پۀ قبر خطبه وئیل هم زمونږ د یاد حصه ده . دغه وخت بابا یوه خبره کړې وه چې” نن مې ګل خاورو ته وسپارلو” . د کوکو کاکاجي غم لۀ نسیم بي بي د نورو ډېرو مشرانو ښځو سره راغلې وه . پۀ هغه ورځ بېګم کلثوم سېف الله هم دعا ته راغلې وه. اګرچې دغه تصویر تت دے خو پۀ یاد کښې محفوظ دے. د ښځو اکثریت د نسیم بي بي ښائست ته حېران ؤ. چې بابا به کله مونږ کره راتلو نو مونږ به سرې جامې اغوستې او سرۀ څادرونه به مو پۀ سر کول .بابا به وئیل چې پۀ دې جینکو سبقونه ووايئ.

د باچا خان د کورنۍ سره د مينې دغه تسلسل د ولي خان او بیا د بیګم نسیم ولی خان پورې را رسیدلے ؤ. دغه وخت مونږ د پېغلتوب پۀ غاړه وو. ماته یاد دي چه نسیم بي بي به څۀ وخت پس یو ځل خامخا زمونږ کره راتله . د هغې چې به هر څومره کارونه وو هغه به ئې ختمول خو زمونږ کور له به ئې ځان رارسولو.

دغه وخت به هغه یو ليډره نۀ وه. یوه عامه ښځه چې زما د مور او د مشرې اماجي کومه چه د کوکو کاکاجی کونډه وه او زمونږ پپو سره پۀ ګپ شپ کښې لګیا وه . کله خندا کله مستي. یوه ښکلې سره سپينه ښځه. چې د ملخوزو او پېشتري پۀ ساګ او د شوملو پۀ لاوڼ او د جوارو پۀ ډوډۍ مئينه وه.

دا راتګ هغه وخت لا ډېر زیات شو چې کله د بهټو صېب پۀ دور کښې د پي اېن اے د تحریک پۀ دوران کښې کرنل علي ګوهر صېب انډر ګراونډ لاړو . کرنل صېب د بشري ګوهر بي بي پلار ؤ. ډېر فعاله کارکونکے او نر سړے ؤ . دغه دوران کښې چې پولیس به هغۀ پسې لکه د لېونو ګرځېدل، هغه مونږ کره دېره ؤ.

د ورځې پټ او د ماښام تروږمۍ کښې به ازاد ؤ، د کلي غر ته به اکثر زما ماما اجمل خان، زما کشر ترۀ بابو کاکا جي او امان خان کاکا سره چې د کرنل صېب سره د تحریک ملګري وو، راتلۀ او د کلي غر ته به پۀ تیارۀ کښې ګرځيدو له تلل، هلته به ئې خپل لیدل کتل نورو کسانو سره کول او د سباني پروګرام منصوبه بندي به ئې کوله . دغه وخت د دوي پوره یو ټيم ورک ؤ. د هر چا پۀ برخه خپل خپل کارونه وو، دغه وخت کښې د پار ټۍ د پاره د نسیم بي بي مثال د یوې ګورې ونې ؤ چې خوارۀ وارۀ ټول ملګري ئې پۀ تار پئيلي وو.

زما مور ته به نسیم بي بي وړه مامي او د کوکو کاکاجی ښځې ته به ئې چاچي وئيل. یوه ورځ بي بي دکرنل علی ګوهر صېب لیدو ته راغلې وه . زما مور پۀ تبخي د جوارو ډوډۍ اچولې وه، نسیم بي بي د انغري پۀ غاړه پۀ پېړۍ ناسته وه او د انغري هور ته به ئې يو يو کڼکے اچولو، مور مې ورته وې بېګم کټ ته شه زۀ پخوم نو ګرمه درکوم. بي بي وخندل ” نه وړې مامي تاته ګورم چې ته دې ډوډۍ سره داسې څۀ کوې چې دا دومره خوږه وي ” او پۀ خندا شوه. بیا ئې فرمائش وکړو چې” مامي نن به راته ساګ پۀ شلم (د سوچه غوړو نه وتے ځګ) کښې پخوې ښه”

زما مور شلم کښې پۀ تبخي ساګ وریت کړو، پۀ دغه ورځ د بي بي خور زبېده بي بي هم د بي بي سره وه.

دا وختونه د ښکلي یادونو یوه لویه خزانه ده .

د بهټو صېب خلاف پۀ تحریک کښې ماته یاد دي چې د صوابۍ نه د ښځو ډک بسونه پېښور ته تلل . دغه بې شمېره بسونه وو، هر بس د پينځو شپږو سړو پۀ کنټرول کښې ؤ، دغه د ښځو جلوس ؤ چې د پېښور پۀ مرکز کښې کېدو واله ؤ. مونږه ماشومان وو، د جلسې نه یو ورځ مخکښې نسیم بي بي مونږ کره وه او پۀ دې خبره ئې زور ورکولو چه ښځې پۀ ګڼ تعداد کښې راشئ. چې بي بي رخصت شوه نو پلار او وروڼو مو وئيل چې جينکۍ به نۀ ځي، پۀ دې خبره کرنل علي ګوهر صېب زما پلار ته غصه شو چې “خان کاکا جی دا خو ډېرې جینکۍ دي، ستاسو کور خو وړومبۍ پوړۍ ده، کۀ تاسو جينکۍ منع کوئ نو بیا د نورو به څۀ کېږي؟

بس پۀ دې فېصله ده چې لوے واړۀ به ټول ځئ!

پۀ دغه ورځ د نجو بابا د کور ښځې او جینکۍ. د منیر خان بابا د کور ښځې او زمونږ د کور د ښځو ټولو تګ ؤ.

کور پۀ کور هلکان ګرځېدل او ښځې ئې ګاډو له راویستې. د ښځو او جینکو نه ګاډي ډک شول او دغه رنګ د باجا عجب خان کاکا د کور او کلي ښځې او جينکۍ، د ټوپۍ ښځې، د زېدې د عزیز خان کاکا د کور ښځې، د مېنۍ او ټولې صوابۍ نه بې شمېره بسونه جمع شول.

د ګاډو یو بهیر وو. زما نیا سره زما د ماما ډېر غم ؤ . د صوابۍ چېل ئې پۀ سر اېښے ؤ او پۀ زور زور ئې کليمې تر سره کولې.او چغه به ئې وهله ” یه اجمل خانه د ځان خيال ساته ” او ما ما جي به د خندا شین شو . ښځو ورپورې خندل چې مور درباندې وېرېږی.

زما یوې تندار خپل ځوے کلک ځان سره کښېنولے ؤ . دغه تندار وروستو زما خواخې شوه. مونږ خو سېل ته خوشحاله وو، د ښار د ليدو پۀ خوشحالۍ کښې راته دا پته نۀ وه چې ښار کښې به څۀ کېږي؟

د سرو جهنډو. د سرو جامو یو سېلاب ؤ. د هر اړخه د باچا خان او ولي خان زنده باد چغې سورې وې. يو جوش، يوه ولوله او عجبه نظاره وه. مونږ پۀ دغه غوغا کښې ښار ته ورسېدو. د ښځو جمع د مشر غلام بلور کره وه . د هغۀ پۀ کور کښې بېګم نسیم ولي خان د بلور خاندان ښځو او د یاسمين، ګلالۍ بي بي او نور ګڼ شمېر ښځو د جلوس هرکلے وکړو .

ښځې د بسونو راکوزې شوې . هر اړخ ته د صوابۍ د چېلونو پسرلے ؤ. بي بي ډېره خو شحاله وه.

دغه وخت امینه بي بي ، د عبد الخالق خان مردان ښځه او د ځاے ځاے نه ښځې جمع وې. ښځې د نسیم بي بي پۀ قیادت کښې جلسه ګاه ته روانې شوې . سرخپوش پۀ خپل مخصوص لباس کښې پۀ حفاظت مامور وو. جلسه شروع شوه، نسیم بي بي پۀ سټېج ولاړه وه او داسې تقرير ئې کولو چې سړي ورته ګوته پۀ خولۀ وو. دغه د تحریک د ښځو یادګاري جلوس وو چې پۀ جلسه کښې بدل شو.

زما یاد شي هغې وئيل ” تاسو به څۀ وکړئ؟

د تحریک مشر ولي خان تاسو جېل ته کړو، د هغۀ ټول ملګري تاسو پرېنه ښودل نو کۀ زمونږ سړي نن د تورو تمبو شاته دي مونږ ښځې جنګ ته راوتې يو او دا جنګ به تر هغې جاري وي چه تر څو زمونږ اخیرے سړے د زندان نه نۀ وي راوتے” . بي بي تور څادر پۀ سر کړے ؤ. او د هغې د وېنا مطابق تقریبا پېغلو هم تور څادرونه پۀ سر کړي وو.

نسیم بي بي لا تقرير کولو چې د انسو ګېس ګولۍ پۀ فضا کښې پۀ خلاصېدو شروع شوې . اسمان د لوګو تور شو. د دغې نه مخکښې د نسیم بي بي نه پولیس چا پېره شو.

د هغې اخيري خبره چې هغې پۀ ډېر جوش سره کړې وه اوس هم زما غوږونو کښې ده ” اے د صوابۍ غېرتي وروڼو خوېندو بچو او لوڼو! نن راوتې يئ د باچا خان بابا د فلسفې د خورولو او کامیابولو د پاره. دوي مونږ بندي کوي پرېږدي مو نه نو وعده وکړئ چې دا جنګ به جاري ساتئ. ولی خان به تاسو ګټئ. ما به تاسو ګټئ ” دا د صوابۍ پۀ اولس د هغې د یقین اظهار ؤ چې کۀ هر څۀ وشي خو د صوابۍ سرخپوش به نۀ وروستو کېږي.

او دغه کښې خلکو د زنده باد چغو باندې اسمان ښکته راکوز کړو. او د پولیس د شېلنګ د وجې ماشومان ښځې او سړي چنګ ونګ شو. د محشر مېدان ؤ، څوک د يو بل نه خبر نۀ وو، نفسا نفسي وه. دغه غوبل کښې ښځو د چېلونو او لوپټو نه پلسکي وشوکول او د اوبو لامدۀ به ئې خپلو سړو ته ورکول چه هغوي د انسو ګېس د اثر نه بچ شي.

پۀ دغه ورځ زما مشره خور چې د کوکو کاکاجي پۀ زوي نعیم خان وادۀ وه سره د دوه برغيزو لوڼو چې د اووۀ اتو میاشتو وې خندانه او شاندانه هم پۀ جلوس کښې د مور او زما د مور پۀ غېږو کښې د ګېس نه سترګې مښلې او پۀ ژړا وې.

هر څوک د انسو ګیس نه د بچ کېدو د پاره پۀ منډه وو . مونږ هم يو اړخ ته ور منډې کړې ښځې او سړي غصه وو. چې څۀ ئې مخې ته راتلل هغه ئې ماتول. پۀ دغه منډو ترړو کښې مونږ زمونږ د کلي د بره مانېرۍ هلک محمود سره پۀ منډو د مهمان خانې مخې ته ورسېدو. محمود ډېر سرګرم کارکن ؤ، هره جلسه جلوس کښې به مخکښې ؤ. دغه وخت د هغۀ د سر نه وينې بهېدې، هغه پۀ ګولۍ پۀ سر لګېدلے ؤ، ډېرې ښځې او ډېر سړي زخمیان شوي وو. د مهمان خانې د جلوس قیادت د کوکو کاکاجي ښځې زما مشرې تندار چې بي بي به ورته چاچي وئيل، کولو . هغې چغه کړه “ډانګونه وچت کړئ چې د مهمان خانې يو ګاډے درنه روغ پاتې نۀ شي.” او ښځې پۀ ګاډو اخته شوې او د ګاډو شيشې تس نس لاړې.

ماښام پورې دغه غوبل جاري ؤ،،، د ښار پۀ لارو او کوڅو کښې جګړه وه. ماته یاد دي چې زما د بل ترۀ ښځه چې د هغې سابندي وه.

او د انسو ګېس شېلنګ د هغې طبیعت ډېر خراب کړے ؤ. هغه او داسې نورې ډېرې ښځې پۀ ځان نۀ وې، کۀ ورته غصه وه نو پۀ دې چه د هغوي د منځ نه ئې د هغوي ليډره نسیم ولي خان وچته کړې وه. دغه دور چې ورته د سړو وار خطا شوے ؤ، د بیګم نسیم ولي خان پۀ جذبه او د ليډر شپ د خوبیو لۀ کبله ډېر پۀ کامیابۍ تر سره شوے ؤ..

زه چې اوس خیال کوم نو د باچا خان نه واخله د هغه تر ملګرو پورې، بیا د ولي خان سیاست او د بېګم نسیم وختونه د سیاست پۀ تاریخ کښې پۀ پاڼه رقم شوي دي. زه یا زما غوندې ډېرې ښځې او سړي چې د هغه وختونو د یادونو سره تړلي دي، دغه یادونه به د هغوي د ژوند یو اهم او ژوندے باب وي.

روستو هر څوک پۀ خپلو خپلو لارو روان شو. جونه واده شوې، مشرانې مړې شوې او د سیاست رنګ بدل شو. خو دغه د تاریخ يو ځانګړے باب دے چې د بېګم نسیم ولي خان د بهادرۍ، د هغې د سیاست د ابتدا او د ښځې پۀ حېثیت ځان لۀ خپل مقام موندل د ډېر ویاړ او زیار خبره ده. هغې چې تور څادر پۀ سر کړو نو هغه د پښتنو جونو فېشن جوړ شو. هغه پۀ پښتنه ټولنه کښې د پښتنو ښځو يو وچت غږ ؤ. هغې پښتنو ښځو ته د سیاست لارې خلاصې کړې وې او دغه د هغې خپله فېصله وه چې هغه مېدان ته راووځي او اواز وچت کړي.

دغه داسې کارنامه وه چه هغه ئې پۀ تاريخ کښې د ليډرانو پۀ صف کښې ودروله. زما هغې سره اخيري ملاقات پۀ وزیر اعلي هاوس پېښور کښې پۀ اتم مارچ د ښځو يو پروګرام کښې شوے ؤ. دغه پروګرام “د لاس ګل” کړے ؤ، د کوم تنظيم چې معراج همایون بي بي چئير پرسن ده( معراج همایون بي بي د بېګم نسیم ولي خان کلاس فېلو وه، پۀ دولسم کښې پۀ جناح کالج کښې. دغه وخت بي بي واده شوې وه خو خپل تعلیم ئې جاري ساتلے ؤ. ) چرته چه هغې ته اېوارډ ورکولے شو، بیا بوډۍ شوې وه او پۀ صحت خرابه وه خو چې خپله پېژند ګلو مې ورسره وکړه نو یاد ئې شول، څو ځله ئې زما د مور، چاچي او د نورو ښځو تپوسونه وکړل او پۀ مخ ئې ښکل کړم. دا ئې ووئیل چې ” ستاسو د کورنۍ قربانۍ او مينې ته سلام کوم ” د یوې ښځې پۀ حېثیت او د یوې لیکونکې او سیاسي مبارزې پۀ حېثیت زۀ هغې ته او د هغې جدوجهد ته د قدر پۀ نظر ګورم.

الله دې اوبخښي. پۀ ګور ئې نور شه.

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …