د قېصو سړے – ګل محمد بېتاب

نوټ:( دا خاکه د محترم نورالامين يوسفزي د افسانو د نوي چاپ کېدونکي کتاب “څادر” لپاره محترم ګل محمد بېتاب د سريزې پۀ ځاے ليکلې ده. مونږ ئې د نورالامين يوسفزي صېب پۀ خصوصي مننه او شکريه د “پښتون” ګرانو لوستونکيو ته پۀ درنښت وړاندې کوو). اداره

ځينې څهرې دهوکه بازې وي چې څنګه ښکاري هغسې نۀ وي. تۀ به ئې يو شان ګڼې خو هغه به بل شان وخېژي. زمونږ د دې اشنا څهره هم داسې ده چې تل ئې مونږ پۀ دهوکه کښې ساتلي يو. دے پۀ ظاهره ډېر پرسکونه، باوقاره او پۀ قلاره ښکاري ولې پۀ حقيقت کښې زړۀ ئې لکه د سمندر چپې وهي. تاسو به وايئ ولې تۀ ئې د زړۀ نه څۀ خبر يې، د زړونو پۀ حال خو يواځې هغه رب خبر دے نو دا هر څۀ ئې د تقرير او تحرير پۀ بنياد وايم، د دۀ شکل ته چې بنده وګوري او خبرې ئې واوري نو هغه تل د پښتنو د سياست، تاريخ، بهادرۍ، جرګو،مرکو، تهذيب، تمدن، تحقيق، تخليق او تنقيد پۀ حقله وي خو چې کله پۀ خپله قلم ته لاس کړي او خصوصاً افسانې ليکي نو د زړۀ خبرې ئې خولې له راشي. هغه څۀ ليکي چې دے ئې پۀ عامو مجلسونو کښې نۀ شي وئيلے. حالانکې مونږ اورېدلې دي چې داسې خبرو د پاره خلق خودنوشت ليکي ولې دے پۀ افسانو کښې د کردارونو پۀ ژبه د خپل زړۀ بړاس وباسي، تر دې چې د هم جنس پرستۍ غوندې پۀ نازکه موضوع هم برېک نۀ نيسي. داسې يوه افسانه “مفت ټيوشن سنټر” ئې ما ولوسته چې پۀ کښې باقاعده د يو شاګرد او استاد ترمنځه قيصه مخ پۀ وړاندې ځي او يو قسم له د محترم استاد هغه چل ول ښائي د کومې پۀ ذريعه چې شاګرد بدفعلۍ ته مجبوروي خو ورسره دا حقيقت هم پۀ ډاګه کوي چې کله دا استاد شاګرد ؤ نو دے هم خپل استاد پۀ چل ، فرېب او هنر مجبوره کړے ؤ. کله کله ئې د قلم نه پۀ بې خيالۍ کښې ښکنځل هم اوځي لکه ” د دې اېس اېچ نه به زۀ ښځه واخلم” دا خو شکر دے چې د رحيم ګل استاد نه وېرېږي ګنې بيا به ئې کومې لوبې کولې “دووس”، دا نمونه هم پکښې شته، “شا کړئ د سور زامنو”……. دېوال ته مخ کړئ، رښتيا درته وايم ما خو چې د دۀ دا حال وليدلو نو يو انګرېز راته ياد شو چې د يوې لوے کورنۍ غړے ؤ خو د بدقسمتۍ نه د دۀ پۀ بدن دوه څهرې وې. مخامخ څهرې نه علاوه شاته څټ طرف ته ئې يوه بله څهره وه. مخامخ څهره ئې ډېره ښکلې او معصومه وه خو شاته څهره ئې ډېره ښۀ نۀ وه.

دغه شا ته څهرې به ئې ډېر خراب خراب حرکتونه کول او تر دې چې پۀ تنهايۍ کښې به ئې هم خپل خيانت جاري ساتلو. دے د خپلې دوېمې څهرې نه تنګ ؤ.. ولې چې هرځاے به ئې شرمولو۔ هېڅ يو سنجيده محفل او تقريب ته به نۀ شو ورتللے. دے به پۀ ډاکټرانو ګرځېدلو چې د دۀ د سرنه دې دا بدرنګه څهره لرې کړي خو ډاکټرانو ورله د دې وېرې اپريشن نۀ کولو چې د مرګ امکان ئې پۀ کښې ښکاره ؤ. دغه ځوان دومره تنګ شو چې د ٢٣ کلونو پۀ عمر کښې ئې خودکشي وکړه. زۀ پۀ يقين سره وئيلے شم کۀ زمونږ دا اشنا افسانه نګار نۀ ؤ نو دے به هم خپلې دوېمې څهرې ډېر پرېشانه کړے ؤ۔ ما خو چې د دۀ افسانې ولوستې نو وايم کاش چې هغه انګرېز ته چا دا مشوره ورکړې وه چې کوم خيالات درته د دویمې څهرې نه درځي نو په هغې افسانې لیکه ۔ عام طور سره خلق د دو زړونو خبره هم کوي چې دا يو زړۀ راته وائي داسې وکړه خو دا بل زړۀ مې وائي چې خلق به څۀ وائي. حالانکې زړۀ خو يو وي خو پۀ اصطلاحي توګه ئې عام خلق داسې استعمالوي .

د ا به اصل کښې د زړۀ او مازغو جدا جدا فکرونه وي . نورې خبرې به وروستو کوو، وړومبے خپله خبره کوم او هغه دا چې زۀ د هغه خلقو غوندې نۀ يم چې د خپل علمي رعب د قائمولو د پاره د مغربي او مشرقي دانشورانو لوې لوې حوالې ورکوي. د دغه حوالو نوره فائده وي او کۀ نه کم ازکم اورېدونکے يا لوستونکے دومره کنفيوزکړي چې سرپرې وګرځي . هغه بيا پۀ دې نۀ رسي چې د ليکونکي يا ويونکي مطلب څۀ دے. او دے هم د دې نه بې پرواه وي چې د دغه مغربي يا مشرقي مفکر قول زما د خبرې سره څۀ سمون خوري او کۀ نۀ خو بس لګيا وي څۀ وائي او اورېدونکي پۀ دې انتظار وي چې کله به د دۀ وېنا ختمېږي او کۀ فرض کړه لوستونکے وي نو بس د سر، منځ او اخري څوجملې ولولي او خبره لاړه راشي.

دا ئې څۀ کوئ يوه عجيبه خبره مې پۀ سندي تحقيق کښې وليدله چې ډېر ئې حېران کړم او هغه دا چې د يو شاعر لس شعرونه ئې د حوالو د پاره راخستي وو نو د پينځۀ شپږو ديوانونو حوالې ئې ورکړې وې. حالانکې ټولو مرتب شوو ديوانونو کښې دا شعرونه يو شان وو. فکر واخستم چې دا لا کومه لوبه ده نو چا راته ووې چې د دې مقصد پۀ اېم فل او پي اېچ ډي تهيسز کښې حوالې سېوا کول دي.

د چا د تعريف هم څۀ پرواه نۀ لرم ولې چې کومه عهده يا مرتبه نۀ لرم. استاد هم نۀ يم چې شاګردان به مې پۀ علم شک وکړي بس خو طالب علم وم او تراوسه يم. کۀ چا مې ليک ته ښۀ ووې نو هم کور ئې ودان او کۀ چا ورته هډو ښۀ ونۀ وئيلو نو هم …..پۀ ماڅۀ فرق نۀ پرېوځي.

د دې وضاحت نه پس ته اوس دا خبره کوم چې زۀ ملګري نورالامين يوسفزي ته د قيصو سړے وايم او دا ګورې څۀ کمه کوزه مرتبه نۀ ده ولې چې د کار سړي، د شمار سړي او د جرګو سړي پۀ هرکلي کښې وو او شته خو د قيصو سړي پخوا هم چرته خال خال وو او اوس خو بېخي پۀ کمېدو بلکې پۀ ورکېدو دي. د حجرې او مجلس ښکلا قيصه بړ پورې تړلې وي ځکه خو ملګري اقبال مومند دا شعر وئيلے دے.

بېګاه خو ټوله شپه کښې مزه نۀ وه د مجلس

بېګاه خو قيصه ګر ووې قيصه نۀ راځي جي

دا د نوې زمانې خبره ده چې د مجلس د بې مزې کېدو خبره کوي. وړاندې د علي حېدر جوشي پۀ زمانه يقيناً خبره بل شان وه ځکه خو هغه د “يوسف خان شېربانو” قيصې شروع کولوسره وړاندې يو غزل کښې چې اولسي شاعران ورته رباعي وائي ليکلي دي :

د شاعر علي حېدر قيصه شروع شوه

مستې جونه دېوالونه غورځوي

نو چې د جونو دا حال ؤ او دېوالونه ئې غورځول نو د ځوانانو، هلکانو او سړو به څۀ وايو. مطلب مې دا دے چې زۀ نورا لامين يوسفزي له لويه مرتبه ورکوم. خو دا ګورې ياد ساتئ چې دا مرتبه ورله د يارۍ، دوستۍ ،طمعې يا لالچ پۀ وجه نه بلکې پۀ دې وجه ورکوم چې ښه قيصه خوان او د دې حقدار دے . زۀ چې دے ووينم نو غېر ارادي طور راته د پخواني وخت هغه قيصه خوان راياد شي چې يو څو پۀ کښې د خوش قسمتۍ نه ما ليدلي وو. د دوي عمرونه سلو کالو ته نزدې وو او ډېرې ښکلې قيصې به ئې کولې خو دوي چې به د خپلو استاذانو ذکر کولو نو وئيل به ئې چې طوري او مثلي استاذ به قيصه شروع کړه نو مجال دے کۀ څوک به پۀ شپه پوهېدل او د دوي د دې وېنا ګڼوکسانو ګواهي کوله چې د ماسخوتن د مانځۀ نه وروستو ئې قيصه شروع کړې وه او خلق پۀ قيصه کښې داسې ورک شوي وو چې چاته هډو دا احساس نۀ ؤ شوے چې شپه څنګه اوکله تېره شوې وه خو طوري استاذ ووې نوره قيصه به سبا شپې له کوو ځکه دا دے د سحر اذانونه شروع شول. د مثلي استاذ متعلق هم داسې مشهوره وه او دا د يوې شپې خبره هم نۀ وه. د طوري او مثلي ځينې قيصې ما د وروستو دوو قيصو بړو نه اورېدلې وې چې دوي به هم پرې کمالونه کول او خلق به ورته داسې پۀ توجه ناست وو لکه چې جادو پرې شوے وي مجال دے کۀ چا خبره کړې وه. زما تر ډېرې مودې خيال ؤ چې د دې نه غوره قيصې پۀ مخ د ځمکه نشي کېدلے خو وروستو راته معلومه شوه چې د قيصو نه زيات کمال پۀ اورونکو کښې ؤ ګنې نو هغه خو ټولې داسې قيصې وې چې ټوله اډاڼه ئې پۀ غېبي طاقتونو ولاړه وه. لوے کردارونه ئې پېريان،دېوان او ښاپېري وو. ټول اهم کارونه به د دوي پۀ مدد کېدل، اکثر به قيصه هم د شهزادګانو، بادشاهانو، شهزادګيو ،وزيرانو او ملنګانو وغېره نه چاپېره ګرځېدله. او چې کله به کوم سخت مهم راغے نود قيصې د هيرو سره به دغه نامعلومه قوتونو مرستې کولې، داسې کارونه به قيصه کښې کېدل چې د انسان د پاره ئې کول ممکن نۀ وو خو پۀ قيصو کښې دا هرڅۀ ممکن وو او اورېدونکيو به د قيصې د اورېدلو پۀ وخت د قيصه بړ سره يو قسم له غېر تحريري معاهده کوله چې ستا هرڅۀ به مونږ حق سچ ګڼو خو دا کمال به د قيصه خوان ؤ چې داسې انداز کښې به ئې قيصه کوله چې هرڅه به ئې د اورېدونکي مخې ته کېښودل. د مېوو پۀ باغونو کښې چې به ئې بنده ګرځولو نو د مېوو د خوراک خوندونه او منظر کشي به ئې داسې کوله چې تا به وئيل ګنې دوي دغه مېوې ويني او خوري . دغه شان دغرونو، ځنګلونو، سيندونو وغېره د بيان سره به ئې هم پۀ بنده سم وجد راوستلو. د حسن بيان خو به ئې داسې کولو چې اورېدونکي به ئې د جمال پۀ رنګينو کښې داسې ورک شول چې د ځانه به هم خبر نۀ وو، تردې چې يوه قيصه کښې د يوې شهزادګۍ جامې دهوبي وينځلې نو چې هغه ئې د پنډوکي نه بهر کړې نو چار چاپېره ماحول ئې معطر کړو او يو شهزاده باندې خداے خبر چې څومره ميله پۀ لرې فاصله د دې خوشبوئۍ ولګېدلې او سم لېونے شو، د دهوبي نه ئې تپوس وکړو خو هغۀ ووې چې قربان شهزاده غريب سړے يم زۀ کله دا وس لرم چې شهزادګۍ ووينم البته چې د هغې جامې راشي نو بس دا ماحول معطرکړي نو وئيلے شم چې شهزادګۍ به يقيناً د حسن و جمال پېکر وي ولې چې د خولې د بوئي ئې دا حال وي نو نور خپله پوهه شه او شهزاده پۀ ناليدلي مخ مئين شو. بياهغه څنګه او پۀ کومه طريقه تر شهزادګۍ ورسېدو دا اوږد بيان دے. خو مطلب مې دا دے چې د قيصه بړو انداز به قيصه داسې رنګينه کړه چې بنده به ترې ړق نۀ شو وهلے.

کېدے شي دلته لوستونکي سوال وکړي چې د دې پخوانو قيصو او نورالامين د افسانو خپلوکښې څۀ تعلق شو نو تعلق ئې شته. يو خو دا چې د دغه قيصو نه خبره تر افسانې رارسېدلې ده. البته د وخت مطابق پۀ کښې بدلونونه راغلي دي، وړومبے دا قيصې د داستانونو پۀ شکل کښې وې. بيا ناول شو او اوس خبره تر افسانې راورسېدله بلکې اوس خو د دې نه هم خبره وړاندې تر افسانچو رسېدلې ده چې پۀ دې به وروستو لږه پۀ تفصيل سره بحث وکړم چې پښتو کښې افسانچې پکار دي کۀ نه البته يوصنف دے نو خامخا به ئې منو او دۀ پرې هم خپل مټ کتلے دے.

د نورالامين يوسفزي انداز د قيصه خوانو دے اګر چې دے افسانې ليکي چې پۀ انساني مسئلو ئې ليکي او د امروزه ژوند خبرې کوي. هېڅ يوه داسې موضوع باندې ليک نۀ کوي چې زمونږ د معاشرتي ژوند عکاسي نۀ کوي او کۀ داسې نۀ وي نو داسې خو ضرور وي چې مونږ وايو او دا کېدلے شي. پۀ داستان،ناول او افسانه کښې ضروري توکے قيصه وي، البته پۀ داستاني ادب يا روايتي قيصو کښې دا خبره ضروري نۀ وي چې داسې کېدے شي او کۀ نۀ، پۀ جديد قيصه ايز ادب لکه ناول، افسانه او ډرامه کښې دا توکے ضروري ګڼلے شي چې ورته د پوهانو پۀ اصطلاح کښې Make believe وئيلے شي . يعنې مثلاً کۀ چرته يو مړے تقرير کوي يا د قبر نه اواز راځي نو ورسره به دا وضاحت ضروري وي چې ما داسې ګڼل چې مړے خبرې کوي او د قبر نه اواز راتلو يا ما خوب ليدلو.

نورالامين يوسفزے کوشش کوي چې د ناممکنه واقعاتو نه ځان وساتي بلکې علامتونه ئې هم واضحه او پېژندلي وي. وائي چې پۀ ژوند کښې د واقعاتو څۀ کمے نۀ وي خو ليکل ئې د هر چا د وس کار نۀ وي او ليکل ئې غټ چل هم غواړي. زۀ نورالامين يوسفزي ته چل ولي نۀ وايم خود ليک چل ئې ښۀ زده دے. د دې غټه وجه دا ده چې هغه د يوې روايتي معاشرې اوسېدونکے دے. اعلٰي تعليم يافته دے، علمي درسګاهونوکښې ئې ژوند تېرېږي. او ورسره ښاريو ته تګ راتګ کوي. د اعلٰي ، درميانه او ادنٰي طبقې د مسئلو نه خبر دے ځکه پۀ تقرير او تحرير کښې ئې روايت او جدت دواړه ښکاره دي. دا ئې کمال دے چې د جدت پۀ کوشش کښې لوپټه او څادر نۀ غورځوي بلکې د دې سره نوي نوي خيالات وړاندې کوي. دې تېرو ورځو کښې ئې وئيل “ما نه کور کښې لور تپوس وکړوچې ايا يوې پېغلې جينۍ ته دا اجازت شته چې کوم د خوښې زلمي ته د وادۀ تجويز وړاندې کړي نو ما ورته ووې او بالکل ولې نۀ خو لورې د پښتنو پۀ معاشره کښې داسې نۀ دي پکار. ” دغه کليه د هغۀ پۀ فن او ژوند دواړو خوره ده او هم دې حقيقت ، روايت او جدت ترې دوو څهرو والا سړے جوړ کړے دے چې سره د حقيقته او جدته د پښتو لمن نۀ شي پرېښودلے او جائز کار هم د يو پښتون پلار پۀ حېث ناجائز ګڼي.

دا پۀ معنوي توګه لوے سړے پۀ جسماني توګه څۀ ډېر لوے سړے نۀ دے. برابر بلکې وړوکے قد، واړۀ واړۀ لاسونه، پښې وړې سترګې او وړه خولۀ لري البته خبرې پرې لوې لوې کوي. پۀ کلي علاقه کښې د استاذۍ پۀ منصب فائز دے، د کوره هم ښۀ دے وس ئې کېږي نو تل ئې غوړه خوړلې ده. پۀ ټول بدن کښې ئې سر او ګېډه غټ دي، سر ئې قدرتي داسې دے او ورسره د وېښتو نه هم د وخته صفا شوے دے او ګېډه ئې خوراکونو غټه کړې ده خو يوه خبره ما دا نوټ کړې ده چې کله دے دوه څلورکاله خوراکونه وکړي نو قدرت پرې وړه غوندې بيماري راولي او د هغې پۀ مدد ئې د ګېډې حجم ورسره پۀ خپله کم شي.

د پښتنو پۀ تاريخي کلي شاه منصورکښې پېدا شوے دے او بس د ويشتو عمر ته نزدې شوے دے ځکه خو ئې ټول زور خولې له راغلے دے. پۀ کلي علاقه کښې د تعليم نه پس ته کراچۍ ته د وکالت د تعليم د پاره تلے ؤ خو حالات ورته خراب شول او پۀ نيمه کښې راغلو ولې د وکيلانو غوندې د بحثونو مړنے دے . دلته ئې اېم اے اردو وکړه او سکول کښې استاذ شو. وروستو ئې پښتو کښ هم اېم اے وکړه او د زړۀ زور ئې دومره ډېر دے چې پۀ سپينه ږېره د پي اېچ ډي طالب علم دے. پۀ هغه حديث شريف ئې پوره عمل کړے دے چې “عالم شه، يا طالب شاه او يا خادم شه” نو دے پۀ يو وخت ښودل، زده کول او خدمت کوي. دا هم د دۀ اعزاز دے چې داسلاميه کالج د پښتوڅانګې مشر ډاکټر اباسين يوسفزي او د پیښور یونیورسټۍ د پښتو ډيپارټمنټ د پخواني مشر ډاکټر عبدالوحيد صېب دې ته مجبور کړے ؤ چې د سکول د نوکرۍ نه دې پۀ وخت پنشن واخلي او دغلته دې طالب علمانو ته پښتو ښائي او دۀ د دوي پۀ وېنا داسې وکړل خو ورسره پۀ خپله هم طالب علم شو او پي اېچ ډي کښې ئې داخله واخسته.

د دنياوي تعليم سره سره ئې ديني علم هم پۀ خپل کور کلي کښې حاصل کړے دے. چې د دوي علاقه کښې لوے عالم دين چې پۀ شاه منصور باباجي او کوکا مولانا صېب مشهور ؤ، دۀ به کال پۀ کال د قران کريم د ترجمې او تفسير دوره کوله نو د هغۀ نه ئې د قران کريم د تفسير دوره کړې ده. مونږ وئيلے شو چې ديني او دنياوي دواړو علمونو باندې پوره دے.

صوابۍ علاقه د پښتنو مضبوط مرکز دے. کۀ پۀ موجوده دورکښې وګورو نو مخ پۀ ترقۍ ضلعو کښې دا يوه داسې علاقه ده چې سره د ډېرې ترقۍ هم پۀ کښې د پښتنو د روايتي ژوند ټول کړۀ وړۀ لا تراوسه موجود دي. دغلته لوې لوې حجرې شته او پۀ حجره کښې يو بنده دا چل زده کولے شي چې څه وئيل دي اوڅنګه وئيل دي. دغه ضلع د خدائي خدمتګار تحريک او اوس عوامي نېشنل پارټۍ مرکز ګڼلے شي او نورالامين يوسفزي ته دا نظريه د مشرانو نه پۀ ميراث کښې پاتې شوې ده.

دوه داسې نيکونو ئې تربيت کړے دے چې د مختلفو مزاجونو وو. د پلار د طرفه نيکۀ ئې صوفي مزاجه او د مور د اړخه نيکۀ ئې روايتي پښتون او د قيصو، مجلسونو شوقي ؤ چې دۀ ته به ئې هره شپه قيصې کولې. داسې ښکاري چې د مور د طرفه د نيکۀ اثر پرې ځکه زيات دے چې قيصه بړ دے کېدے شي انداز ئې هم د هغۀ نه زده کړے وي ولې چې پخوانو قيصوکښې د مطلب څۀ وو او کۀ نه خو د خبرې نه خبره ويستل او پۀ دلچسپ انداز کښې د حکايت مخ پۀ وړاندې بوتلو هنر به ئې زده ؤ ، او دا کمال پۀ نورالامين کښې ښۀ ډېر دے. ما چرته د مشرانو نه اورېدلي وو چې دهر ګڼ کپ سړي پۀ خولۀ کښې ډېر اثر وي او کله چې هغۀ ته خپل دا کمال معلوم شي نو دې له نوره نوره ترقي پۀ دې غرض ورکوي چې خلق پرې لوټ کوي خو پۀ دۀ کښې دا اثر قدرتي ؤ نو دے پرې وړومبے خو هډو پوهه شوے نۀ ؤ او چې کله پوهه شو نو د عمر داسې برخې ته رسېدلے دے چې اوس ځنې کارونه نۀ شي کولے نوکۀ څۀ داسې خيالات ئې زړۀ ته راځي نو د هغې د اظهار د پاره ئې د افسانو لاره خوښه کړې ده ګنې نو زۀ پۀ يقين سره وئيلے شم کۀ اوس ئې هم پۀ سپينه ږيره چا ښکلې پېغلې جینۍ سره خلۀ ګډه کړه نو په یقین سره وایم چې خلۀ به ترې منع نۀ کړي.

نورالامين يوسفزي کښې يوکمال دا هم دے چې بنده زړېږي نو خبرې ترې هېرېږي اوحافظه ورسره ملګرتيا نۀ کوي خو دے چې څومره زړېږي نو حافظه ئې ځوانېږي، ځينو ملګرو ماته وئيلي وو چې دے کله تقرير ته اودرېږي نو دے د يو دانشور قول بل پسې وولي خوما چې دے کله اورېدلے دے نو پۀ خصوصي توګه مې دې طرف ته توجه کړې ده او کله مې هم پۀ کښې غلطي نۀ ده نېولې البته زړۀ کښې ورته پسخېدلے يم چې تۀ ګوره دے څومره پۀ روانۍ سره د علامه اقبال ، خوشحال خان، رحمان بابا او نور د مغربي او مشرقي دانشورانو، عالمانو او سياست دانانو حوالې ورکوي او د هغوي اقوال ورته ياد وي . د تقريرونو هم ډېر مړنے دے تردې چې ځنې داسې خبرې هم کوي چې فقط هم دے ئې راوي وي خو پۀ هغې کښې لږ چل کوي لکه ما د ډېرو خلقو نه د صوابۍ د زنانو د برګو خاص قسمه پړونو پۀ سر کولو پۀ حقله تپوسونه کړي وو خو چا هم تسلي بخش جواب نۀ ؤ راکړے چې د دې څۀ روايت شته او کۀ هسې دغه علاقه کښې فېشن شوے دے خو دۀ نه چې مې تپوس وکړو نو راته ئې ووې زما نيا وئيل چې هغې دا خبره د خپلې نيا نه روايت کوله چې سکهانو سره دې علاقه کښې کوم جنګ شوے ؤ نو پۀ هغې کښې ډېر ځوانان شهيدان شوي وو چې زنانو پرې خپل سپين پړوني اچولي وو خو د شهيدانو پۀ وينو دا ځاے پۀ ځاے سرۀ شوي وو چې بيا دغه زنانو دوي سره د خپلولۍ او د دوي د ځوانۍ د رژېدو پۀ وجه دا څادرونه پۀ سرکړي وو بس د هغې نه وروستو دا فېشن شو خو بيا ورله چا دا موجوده فرمه دسندهـ صوبې نه راوړې ده چې د سندهي اجرک غوندې وي. مطلب دا دے چې د صوابۍ پړونے چې دوي ورته پۀ خپله ژبه کښې “چېل” وائي له ئې دليل پېدا کړو خو خپله نيا بلکې د نيا د نيا پورې ئې پۀ کښې ځاے کړل.

د جامې کپړې پۀ لحاظ دا سړے داسې دے چې اکثر خړې پړې اغوندي او کۀ نااشنا څوک ئې وويني نو زکات ورکولو ته به ئې زړۀ وشي خوپۀ مالي او ذهني دواړه توګه ښۀ مالداره دے، د مال زکات به کلي کورکښې ورکوي خو د علم زکات پۀ ټوله پښتونخوا کښې وېشي او مختلفو غونډو کښې د دې علمي زکات مقدار ئې دومره ډېر وي چې اکثر ورته زړۀ تنګي خلق بور شي او چې کومه غونډه کښې د دۀ بيان واوري نو د بل چا د اورېدلو توان ئې نۀ وي. يوه وجه ئې دا هم ده چې دے پۀ کومه موضوع خبرې وکړي نو هغې کښې بل چاته د وئيلو څۀ پاتې نۀ وي ځکه خو اوس پرې خلقو دا چل زده کړے دے چې اکثر ئې غونډو کښې د صدارت پۀ چوکۍ کښېنوي نو دا حساس ورته شوے وي چې خلق ښۀ تنګ شوېدي او بس خبره راغونډه کړي.

د نورالامين ليک داسې وي چې سمندر ئې پۀ کوزه کښې بند کړے وي خو تقرير ئې اکثر داسې وي چې د کوزې نه سمندر جوړوي حالانکې پۀ ليک او خصوصاً افسانوي انداز کښې ئې هم هغه خواږۀ او جادوګري شته کوم چې ئې پۀ تقرير کښې وي خو نۀ پوهېږم چې ولې افسانې لنډې ليکي چې پۀ خپل ليک ئې اعتبار نشته او کۀ نۀ ورسره د لوستونکيو غم وي چې دومره اوږدې افسانې به ونۀ لولي. افسانې لنډې او اوږدې هرقسمه کېدلې شي خو مونږه چې د نورو ژبو کومې مثالي افسانې لوستې دي نو کم ازکم لس اتۀ صفحې ضرور لري. او دا کليه لږه موده وړاندې دومره عامه وه چې فضل حق شېدا صېب د همېش خليل صېب د افسانو د کتاب ” چارګل” پۀ مقدمه کښې ليکلي دي چې دا افسانې به کېدے شي چې ځنې خلق افسانې ونۀ ګڼي ولې چې دا ډېرې وړې دي. حالانکې افسانې وړې او لوې هر څومره کېدلې شي . لا اوس خوځينې خلق افسانچې هم ليکي چې دوه څلور کرښې وي . ما وړاندې هم په مختلفو موقعو وئيلي او ليکلي دي چې افسانچه او لطيفه خپلوکښې ډېر نزدې والے لري، صرف دسنجيدګۍ او غېرسنجيدګۍ فرق ئې ترمنځه وي اوکۀ زۀ وغواړم نو پۀ شلګونو لطيفې د افسانچو سره د مقابلې پۀ توګه وړاندې کولے شم. تراوسه پۀ پښتو کښې کومې مثالي افسانچې هم نشته ځکه نور بحث پرې نۀ کوم.

د نور الامين يوسفزي تر اوسه ګڼ کتابونه پښتو او اردو کښې چاپ شوي دي بلکې د ليک شروع ئې هم د اردو نه کړې وه. خو بيا وروستو پښتو ژبې ته را واوړېدلو، تردې دمه ئې د افسانو څلور کتابونه د “لنک روډ”، “ډډې ونې”، “د اسونو باچائي” او “درېمه لار” پۀ نامه چاپ دي. پينځم د افسانو کتاب ئې د “څادر” پۀ نامه ليکلے دے. پۀ خاکو او شخصيت نګارۍ مشتمل کتاب ئې د “سپېځلي کردارونه” پۀ نامه چاپ دے. د ارسطو نه ټي اېس ايليټ پورې” او “غني رنګ” ئې هم چاپ کتابونه دي چې تحقيقي او تنقيدي رنګ لري.

د پښتو نه علاوه اردو ژبه کښې دوه کتابونه د “ارټ کلچر اور تاريخ” او “پختو،پختون او پختون ولي” چاپ دي. نورې ګڼې مقالې ئې وخت پۀ وخت ليکلي دي . پۀ ډېرو کتابونو ئې سريزې او تبصرې هم ليکلي دي .د تاريخ ، تنقيد، تحقيق او کلچر پۀ مېدانونو کښې کارکوي، شاعري ئې پۀ ابتداء کښې کړې ده او کېدے شي ديو کتاب نيم مواد به د غزلونو اونظمونو لري خو دشاعر پۀ حېث ئې څۀ خاص نامه نشته. د ټولونه زيات کار ئې پۀ پښتوافسانه کښې کړے دے او دې ميدان کښې ښۀ نوم او شهرت لري.

د دۀ پۀ افسانو کښې هرقسم شته، د روايتي قيصو نه واخله تر علامتي او تجريدي افسانو ليکلو پورې تجربې ئې کړي دي . لکه وړاندې چاپ د افسانو يوکتاب “د اسونو باچائي” کښې ئې هم پۀ دغه نامه افسانه ده، چې داد مشرانو پۀ نقل بنا ده چې مشرانو به وئيل “يو نمسي خپل نيکۀ ته وئيل بابا ما اورېدلي دي چې پخوا د اسونو باچائي وه. نيکۀ ورته پۀ طنزيه انداز کښې ووې ولې اوس دې د پلار باچائي ده څۀ “۔

خو هم دغه او نوروکتابونوکښې ئې علامتي افسانې هم شته چې هغه نورو ليکوالو وخت پۀ وخت ذکر کړي دي او پۀ هغې ئې بحثونه کړي دي .زۀ پرې نور څۀ وئيل نۀ غواړم البته غواړم چې د دې موقعې نه فائده واخلم او د علامت نګارۍ پۀ حقله د لوے ليکوال، دانشور او سياست دان شېرعلي باچا خبره نقل کړم چې هغۀ نه ما يوځل د علامت نګارۍ پۀ حقله تپوس کړے ؤ نو پۀ جواب کښې ئې راته وئيلي وو چې د دې مثال داسې دے لکه يو سړي تورۍ وهله بل يو تن ورته ووې دا مۀ وهه. خو هغه نۀ منع کېدلو. هغه سړي ورته ډېر بد رد او ښکنځل وکړل خو دۀ بيا هم بې غمه تورۍ وهله . د تورۍ والا سره خوا کښې يو ولاړ تن ورته ووې. څۀ له دې تورۍ وهله چې دا دے دومره ئې سپک کړې هسې دې پرې ځان وشرمولو. تورۍ والا پۀ خندا کښې ووې، ما ورته پۀ تورۍ کښې ښکنځل کول. علامتونه پۀ يو وخت کښې خو ضرورت وي خو هرکله چې بنده يوه خبره واضحه کولې شي نو دې ته ډېر حاجت نه پېښېږي او کۀ غېر ارادي طور سره واضحه علامتونه پۀ يوه افسانه کښې راشي نو خوند ئې ورسره سېوا کېږي او د نورالامين يوسفزي پۀ افسانو کښې داسې علامتونه ښۀ ډېر راغلي دي. کله کله ئې د افسانو انجام معمه يا تجرېدي غوندې وي معلومېږي چې دا کار هغه قصداً د دې د پاره کوي چې نتيجه پۀ لوستونکي پرېږدي چې هغه ترې څۀ مطلب اخلي. داسې افسانې ئې هم ښې ډېرې ليکلې دي لکه د مثال په توګه “څادر” نومې افسانه کښې چې يو هلک پۀ حادثه کښې پۀ بې حجابه شوې جينۍ د څادر د نشت په وجه خپل قميص واچوي او پرده ئې راولي ولې چې د هغې جامې هم د حادثې پۀ وجه شلېدلې وي. کله چې دا جينۍ پۀ هوش وحواس کښې راشي نو ورسره دا غم ملګرے شي چې هغه ځوان به څنګه معلوم کړي چې د دې پرده ئې راوستې وه خو هغه هېڅ نۀ پوهېږي چې دې کښې د قميص جيب کښې د ځوان شناختي کارډ راوځي. اوس سوال دا دے چې لوستونکے د دې نه څۀ مطلب واخلي، د يو لوستونکي پۀ حېث زما وړومبے خيال دا راغلو چې دا جينۍ به ورسره وادۀ کوي خو پۀ دې د جينۍ کوم تاثرات نشته بل خيال مې دا راغلو کېدے شي دوه درې جوړه جامې ورله اخلي يا ورسره د ښېګړې پۀ بدل کښې مالي مرسته وکړي خو پۀ دې حقله هم کومه واضحه اشاره نشته. د لوستونکي خوښه ده چې هره نتيجه ترې اخلي.

يوه بله افسانه “درېمه سترګه” ئې هم دا قسمه ده چې يوسړي ته دا انکشاف وشي چې ددۀ پۀ مازغو کښې درېمه سترګه ده چې هغه د عامو دوو سترګو پۀ نسبت ډېر څه بلکې د دېوال پۀ شا ليدل کولے شي . او ډېر څۀ محسوس کولے هم شي. دے پریشانۍ سره مخ شي او د خيال بدلولو د پاره يوې مشاعرې له لاړ شي چې هلته ئې لوے شاعر او دے خپلو کښې مخامخ شي نو دواړه د يو بل درېمه سترګه وويني او دواړه د هال نه ووځي. خو دا سترګه هم لکه د سر د سترګو بل ويني خپل ځان نۀ شي ليدلے. اوس دلته هم خبره معمه يا تجريد ته تلې ده ځکه چې تش ليدل او محسوس کول څۀ معنٰي نۀ لري پکار وه چې دواړو دا صلاح کړې وه چې درېمه سترګه ئې د اولس پۀ ګټه استعمال کړې وه . هسې يو مطلب ئې دغه هم راوتلے شي خو ليکونکي خبره اورېدونکي ته پرېښې ده نو هغوي د دې سترګې د استعمال پۀ حقله غلط سوچ هم کولے شي.

غېر ضروري لفاظۍ نه ځان ساتي ولې نۀ پوهېږم چې دا د دۀ تکيه کلام دے او کۀ نۀ چې پۀ بې خيالۍ کښې ترې داسې شوې دي چې څو څو ځايه ئې ليکلي دي . “داسې ورو ورو پۀ مزه مزه” چې دلته ئې انداز دليکونکي پۀ ځاے د ويونکي ښکاري او لکه د تکيه کلام د ورو ورو سره پۀ مزه مزه ئې هسې د خولې نه اوځي چې پۀ خيالۍ کښې ئې پۀ قلم ليکلي دي.

ما زړۀ کښې فېصله کړې وه چې د نورالامين يوسفزي پۀ شخصيت د بحث پۀ ځاے به زۀ د دۀ د افسانو تنقيدي جائزه اخلم او شخصيت به ئې روغ رمټ اواعلٰي ځکه ثابتوم چې هغه د عمر داسې برخې ته رسېدلے دے چې يو خوږ دروند مشر، د ځوانانو بچو او نمسو پلار نيکۀ، د ګڼو شاګردانو استاد، د ادب سره د تعلق لرونکو لارښود، د جرګو مرکو سړے او سياسي رهنما دے نو ضرورت د دې خبرې دے چې شخصيت دې پاک صاف ثابت شي خو چې کله ما غور فکر وکړو نو د بدقسمتۍ نه تر اوسه د پښتو افسانې تنقيدي جاج چا پۀ صحيح معنو کښې نۀ دے اخستے حالانکې داسې موقعې وې خو نۀ يم خبر چې ولې دغه مشرانو داسې نۀ دي کړي. د پښتو ادب لوے محقق او نقاد دوست محمدخان کامل صېب د قلندر مومند صیب د افسانو د مجموعې ؛ ګجرې ؛ سم تنقيدي جاج ئې نۀ دے اخستے صرف پۀ جامع توګه ئې وئيلي دي چې دې کښې شاملې افسانې معياري دي.

دغه شان فضل حق شېدا صېب د همېش خليل د افسانو پۀ مجموعه “چارګل” د مقدمې ليکلو پۀ وخت يوازې د افسانو د لنډوالي او اوږد والي خبره کړې ده. محترم اجمل خټک د نادرخان بزمي صېب پۀ کتاب “پلوشې” سريزه ليکلې ده چې د افسانې د فن پۀ حقله ئې ښۀ معلومات وړاندې کړي دي خو د بزمي صېب د افسانو جاج ئې نۀ دے اخستے نو زۀ دې ولې د ځانه افلاطون جوړکړم چې خامخا دې ځان له کار وګورم البته دا خبره ډېره ضروري ګڼم چې پښتو کښې تر اوسه چاپ مختلفې افسانوي مجموعې تنقيدي جاج اخستو ته ضرورت لري چې يوه يوه مجموعه د معياري تنقيد دعمل نه وباسي . نورالامين يوسفزي ته همېش خليل، اجمل خټک، سليم راز، طاهر اپريدي، فاروق سرور ۔ عزیز مانیروال ۔ ډاکټر زرمحمد سنګر ، روښان يوسفزي ،ډاکټر اسرار، اباسين يوسفزي او نورو ډېرو ليکوالو د يو اوچت افسانه نګار سند ورکړے دے. او پۀ مجموعه توګه ئې د دۀ افسانې ستائيلي دي بلکې همېش خليل صېب خو ئې د يوې افسانې “کاکۍ” نه ډېر متاثره شوے دے . دا د يوې غريبې پښتنې Working Women قيصه ده چې ډېره پۀ ښۀ طريقه هغه محنت مزدوري کوي. دا افسانه د همېش خليل صېب دومره خوښه شوې وه چې هغۀ د خپلې خوښې د عالمي ادب نه د غوره ترجمه شوو افسانو سره چاپ کړې ده. “پاڅون” رسالې ته ئې د دې افسانې پۀ تعريف کښې يو خط ليکلے ؤ . پۀ دې ما وئيلي وو کۀ چرته کاکۍ واقعي وجود لرلو نو همېش خليل صېب به ورسره پۀ سپينه ږيره وادۀ کړے ؤ. دا کوم وروستے کتاب ئې چې د مسودې پۀ شکل کښې زما ترګوتو رارسېدلے دے نو پۀ دې کښې ئې څۀ افسانې د ابتدائي دور دي. څۀ د منځني وخت او څۀ ئې تازه ليکلي دي نو پۀ دې وجه د دې انداز او ژبه کښې يو شان والے نشته خو دې مشکل سره ئې مخ کړے يم چې د دۀ د افسانو مجموعې جاج به اخلم دا کار ډېر ګران ؤ خو بس لړل تپل مې وکړل. زۀ ښۀ پوهېږم چې د دومره لويو لويو ادبي شخصياتو نه پس ته زما رايه څۀ خاص وقعت نۀ لري خو بيا هم د موقعې او دستور ترمخه څۀ خوبه وئيل غواړي. دپښتو متل دے چې پۀ ګډ نوره وازګه نۀ ځائيږي. ولې بيا هم پۀ اخره به نورالامين يوسفزے او لوستونکي پۀ انتظار وي چې څۀ ګلونه به دوړوي نو د هغۀ د افسانو پۀ حقله چې ما د نورو مشرانو خيالات ولوستل او دې نه پس ته نورالامين يوسفزے پۀ دې طمع دے چې زۀ به څۀ وايم نو راته د هغه افسر او ماتحت قيصه رامخې ته شوه چې يو افسر خپل دفتر ته يو داسې ماتحت راوغوښتو کوم چې د افسرانو د خوشامندو کولو د پاره مشهور ؤ. افسر ورته ووې زما خوشامندې وکړه. ماتحت ووې صېب زۀ به ستاسو پۀ شان کښې څۀ ووايم ستاسو هومره ښکلے سړے پۀ دې ټوله محکمه کښې نشته. ستاسو هومره قابل سړے هم چرته وړاندې نۀ دے راغلے او وروستو خو سوال نۀ پېدا کېږي. ستاسو سخاوت، لطافت، شرافت او خاندان هم د هرچا نه اوچت دے او چې ډېر پۀ جوش کښې راغلو نو وې وئيل زۀ خو داسې ګڼم چې خداے تعالي ستاسو پۀ صورت کښې يوه فرښته دې محکمې ته رالېږلې ده. افسر چې دا هرڅۀ واورېدل نو ماتحت پۀ دې خيال ورته وکتل چې ډېر لوے داد به راکړي خو افسر ورته ووې دا خو تا ټولې رښتيا خبرې وکړې، ما ته خوشامندې وکړه خوشامندې. دې سره د ماتحت غريب خلۀ کښې لاړې وچې شوې ځکه چې نور به هغه غريب څۀ وئيل نو زۀ هم حېران شوے يم چې اوس څۀ ووايم ولې چې نورو پوهانو ورله لوے لوے القابات او خطابات ورکړي دي. چا ورته جادوګر ليکوال وئيلے دے، چا ورته دستوويسکي ۔ چيخوف وغېره وئيلے دے. اوس کۀ زۀ ورته د پښتو افسانې کرشن چندر، احمدنديم قاسم، غلام عباس يا منټو وغېره ووايم چې زما پۀ خيال ډېر لوے نومونه دي نو کېدے شي د هغه افسر غوندې راته ووائي چې ښکته لاړې دوي نه بره لاړ شه. ځکه نو زۀ وايم چې بس دے دې ځانله پۀ خپله خوښه يوه نامه خوښه کړي او زۀ به ئې ورسره ومنم البته د دغه مشرانو او همځولو ليکوالو نه مې دا ګيله پۀ ځاے ده چې د نورالامين يوسفزي او وړاندينو نوموړو افسانه نګارو د افسانو تنقيدي جاج چا تراوسه پۀ صحيح معنو کښې نۀ دے اخستے. کاش چې زما پۀ ژوند داسې وشي چې د راحت زاخېلي نه واخله تر دې دمه د ټولو افسانوي مجموعو تنقيدي جائزه واخستې شي. او د نورالامين خو نفسياتي جائزه هم اخستل پکاردي چې ولې دے د افسانو ليکلو پۀ وخت دومره مستي او بېباکي کوي.

لسمه جولائي 2021

دا هم ولولئ

خبرې (تکل) – ګل محمد بېتاب

څومره چې انسان زوړ دے، دومره خبرې هم زړې دي ولې چې د دنيا وړومبي …