وئیلے کېږي چې د هرې ټولنې بنیاد په اخلاقیاتو ولاړ وي. کۀ زمونږ په ټولنه کښې د اخلاقیاتو نوم ونښان نۀ وي نو مونږ به څنګه نوے نسل په مخه وړاندې کوو او سم لور ته به ئې بوزو؟ ۔ نن سبا چې کوم خاميانې په معاشره کښې دي هغه هم دې اخلاقیاتو د کمي له امله دي۔ مونږ پرمختګ نشو کولے تر څو زمونږ ټولنه د دې بد حالۍ لاندې راګیره وي.که له یو خوا وګورو، نو هر طرف دروغ، رشوت، دوکه، غلا او داسې نورې بدۍ زمونږ د ټولنې برخه ګرځېدلې دې ۔ تعلیم شته خو بیا هم دا ټول ناوړه کارونه دوام لري. نو د دې ذمه وار څوک دي؟ ولې مونږ اخلاقیاتو باندې زور نۀ ورکوو؟ یوازې کتابونه حفظ کوو او امتحانونه ورکوو خو نۀ پرې عمل کوو نۀ ئې پوهنه کوو ۔ مېندې او پلاران له خپلو ماشومانو ته ستړي شوي دي او ماشومان د مور او پلار بې ادبي خپل خوښ کار ګڼي ۔ کۀ ټولګي وي او کۀ د خپلوانو کور، کله چې مور او پلار خپل اولاد د بې ادبۍ او بې احترامۍ سره ويني، نو وائي: “اوس زمانه بدله شوې ده، ماشومان هوښيار شوي دي.” ۔ خو دا څنګه هوښيارتیا ده چې د نورو د سپکاوي سبب ګرځي؟ هم دلته زمونږ زوال شروع کېږي ۔ کۀ مور او پلار ښۀ تربیه ورنه کړي نو په ټولنه کښې به د اخلاقو کمے همداسې دوام ومومي.
اوس حل دا دے چې دا کمے خو رامنځته شو خو ختمول ئې څنګه دي؟ د دې لپاره باید تر هر څۀ وړاندې خپل چُپ ماتول دي.ځکه تر هغه وخته چې د ټولنې خلک چُپ نندارچیان پاتې شي دا ټولنه به ورځ تر بلې د تباهۍ خوا ته روانه وي. زمونږ څښه هر څوک وائي: “مونږ ته څۀ خپل اولاد دے چې هر څنګه وي، مونږ له پرې څه دي؟ اخلاقیات وي يا نۀ وي مونږ خو يوازې به خپل کور ته پام کوو۔ دا ټولې خبرې د يوې غېرتمندې اولس لپاره هېڅ زغمېدونکي نۀ دي ۔ مونږ ته پکار ده چې د چپ دا تالې ماتې کړو۔ همداسې به مونږ د ټولنې د ريښتيني غړي حېثيت خپل کړو ۔ کۀ غواړو چې زمونږ راتلونکي نسلونه يو با اخلاقه ټولنه وويني نو مونږ به خپله وړمبے قدم پورته کوو۔ په سکولونو، دفترونو او نورو ځایونو کښې د اخلاقو په اړه خبرې کوو، تر څو راتلونکي وخت زمونږ لپاره د ستونزو سبب نۀ شي ۔ مونږ ته پکار ده چې د يو کس په توګه خپله ذمه داري ادا کړو، ځکه چې يو کس د ټولنې اصلاح کولے شي ۔ يو کس ډېر ارزښت لري ۔
راځئ ! د دې باور سره مخ ته لاړ شو چې زمونږ راتلونکے وخت به د اخلاقو د ارزښتونو درک کوونکے وي او زمونږ نسلونه به يوه بااخلاقه ټولنه جوړه وي.