کونړ زلزله: حقيقت، غلط فهمۍ او د عملي تيارۍ اړتيا—ياسر شاه

دا ليکنه شريکه کړئ

پېښه او د خلکو برداشت:

پۀ دې وروستيو کښې د افغانستان پۀ کونړ، نورستان او بدخشان کښې زلزله وشوه چې جټکې ئې د پاکستان پۀ شمالي سيمو او بالائي پنجاب کښې هم محسوسې شولې. کۀ څۀ هم شدت ئې ډېر لوړ نۀ ؤ، خو بيا ئې د خلقو ژوند، کورونه او لارې اغېزمنې کړې. زمونږ پۀ ټولنه کښې زياتره خلق دا ډول پېښې د عذاب، ظلمونو او ګناهونو سره تړي، حال دا چې دا يواځې احساساتي نظر دے، علمي حقيقت نۀ!

زلزله ولې راځي؟ ۔

زمکه د ‘ټېکټونک پلېټونو’ پۀ نوم د غټو تختو نه جوړه ده چې هر وخت خوځېږي. کله چې دا تختې يو بل سره ټکر وکړي يا يو د بل لاندې ننوځي، فشار جمع کېږي او ناڅاپه د جټکې پۀ بڼه خوشې کېږي. دا جټکه زلزله ده. د اورغوره غرو چاودنې (Volcanic Eruption) زمکه ښوروي. د پلېټونو ټکر د زلزلې لوے لامل دے. د خطا کرښو (Fault lines) درزونه فشار نه زغمي او يو دم خوځېږي.

هندوکش – بدخشان زلزلئي زون:

افغانستان او پاکستان د نړۍ پۀ فعال زلزلئي زون کښې پراتۀ دي، چرته چې د هند پلېټ د يورېشيا پلېټ سره ټکر کوي. هم دا فشار د هماليا او هندوکش غرونه لوړوي او د زلزلو سبب کېږي. آفټرشاکس هم پۀ دې سيمه کښې عادي خبره ده.

د زلزلو د عمل ودرېدل:

پۀ سمه معني، زلزله د زمکې د طبيعي توازن يوه برخه ده. کۀ زلزله ودرېږي نو هېڅ غرونه به را څرګند نۀ شي او هغه غرونه چې اوس زمونږ پۀ سیار کښې دي ممکن پۀ بشپړه توګه ورک شي. دا به د بادونو او څپو د تخریب لۀ امله پېښ شي ځکه چې سیارې به فضا ته دوام ورکړي. پۀ پاے کښې، زمونږ براعظمونه به پۀ بشپړه توګه چپه شي او ممکن د اوبو لاندې پاے ته ورسېږي؛ لهذا دا یو صحت مند روان عمل دے او کۀ دا عمل ودرېدلو نو ژوند به هم ورسره ودرېږي. زلزلې هر وخت شته دے. پۀ نړۍ کښې هره ورځ زلزلې کېږي، خو د 2.5 نه ټيټې شدت زلزلې انسان نۀ شي محسوسولې. يواځې پۀ تېرو دولس مياشتو کښې پۀ پاکستان کې 171 زلزلې ثبت شوي، چې ډېرو خلقو هېڅ نۀ دي محسوس کړي. د دې لۀ پاره ځانګړې وېبپاڼې لکه earthquaketrack.com موجودې دي.

د خلقو غلط فهمۍ:

زمونږ پۀ ټولنه کښې زلزله د بدو عملونو يا ظلمونو سره تړل کېږي. خو د نړۍ تجربه دا نۀ ثابتوي. پۀ جاپان او چيلي کښې د 9.5 شدت زلزلې راغلې، خو د ودانيو د پياوړتيا او د خلقو د تيارۍ لۀ امله د مرګونو کچه ډېره ټيټه پاتې شوې. هغوي زلزلې ته د عذاب نۀ، بلکه د طبيعي آفت پۀ سترګه ګوري.پۀ 1934ز کښې د بهار زلزلې وروسته مهاتما ګاندهي دا د “هریجنانو سزا” وبلله، خو رابندرناتهـ ټېګور ورته ټيليګرام وليکۀ چې:

“طبيعي پېښه هېڅ کله پۀ سپکه توګه مۀ اخله!”

زلزلې پۀ نورو سيارو کښې:

زلزله يواځې د زمکې خبره نۀ ده. پۀ سپوږمۍ او مريخ کښې هم زلزلې کېږي، پۀ مشتري کښې خطرناک طوفانونه راځي او پۀ زهره کښې تېزابي بارانونه پرېوځي. نو ايا دا هم د ګناهونو نتيجه ده؟ هلته خو انسانان هم نشته، دا ټول د کائنات د طبيعي نظام برخه ده، د انسان اخلاقو سره هېڅ تړاو نۀ لري.

شدت او تاوان:

د زلزلې تاوان يواځې پۀ شدت پورې نۀ وي. نور عوامل لکه د مرکز ژورتيا، د ابادۍ نزدېوالے، د زمکې ډول (ډبرينه يا نرمه) او د ودانيو جوړښت ډېر مهم دے.

پۀ 2005ز کال کښې پۀ پاکستان کښې د 7.5 شدت زلزلې پينځۀ اويا زره کسان ووژل. پۀ جاپان کښې د هم دې شدت زلزله هېڅ انساني تلفات نۀ درلودل. توپير د ودانيو پۀ معيار او د منېجمنټ پۀ کيفيت کښې دے.

د عملي تيارۍ اړتيا:

زلزله د زمکې طبيعي پديده ده، خو اصلي تاوان هغه وخت کېږي چې ودانۍ کمزورې وي او خلق تيار نۀ وي.

  • پۀ کورونو کښې بايد د Drop – Cover – Hold تمرين وشي.
  • درانۀ سامانونه باید د خوب ځاے نه لرې کېښودل شي.
  • ايمرجنسي کټ، پاور بېنک او د اړوندو (متعلقه) کسانو شیرېم بايد save وي.
  • ودانۍ بايد د سيزمک ډيزائن، بلډنګ کوډ او architecture سره سم جوړې شي.
  • په ښوونځيو او روغتونونو کښې ډرلونه او پۀ غرونو کښې د لېنډسلائيډ څارنه ضروري ده.
  • د خلقو د فرسټ اېډ روزنه بايد جدي وشي، څو د ټپيانو ژوند وژغورل شي.

پایله:

زلزله د زمکې د طبيعي نظام يوه برخه ده، خو تاوان ئې د انسان پۀ لاس جوړو شرائطو پورې تړلے دے. کۀ مونږ د ودانيو معيار ښۀ کړو، د بيړنيو حالاتو تياري وساتو او خلقو ته روزنه ورکړو، نو د زلزلې تاوان به ډېر کم شي.ياد ولرئ، زلزله خلق نۀ وژني، بلکه کمزورې ودانۍ او د تيارۍ نيشتوالے ئې وژني. هغه خان زمان کاکړ وائي:

مونږ طوفان نۀ، خپلو کمزورو دېوالونو مړۀ کړو
مونږ سره هره معامله لۀ خپله بامه شوې

نورې ليکنې۔۔۔