ټرانس جېنډر او پښتانۀ—خالد ارمان

دا ليکنه شريکه کړئ

تعارف :

‎‎الله تعالی چې د ټولو مخلوقاتو خالق دے په خپل کتاب قران کريم کښې فرمائې چې ما انسان ډېر خاېسته پېدا کړي دي او واقعي چې په ټولو مخلوقاتو کښې يې انسان احسن او اشرف پېدا کړے  او بلها صلاحيتونه ئې پکښې داسې ايښې چې د هغې شتون په نورو مخلوقاتو کښې د نېش برابر دے لکه د ټولو نه غټ او ښکاره د انسان د عقل، سوچ او فکر صلاحيت چې دا په نورو جاندارو کښې نۀ ملاوېږي.او د انسان ساختياتي او افعالي جوړښت چې په يو منظم انداز کښې خپل کار کوي.

د انسان په اړه الله تعالی ډېر ښکاره ښکلے او ژور بحث په قران کښې کړے او انسانان يې په دې پوهه کړي چې انسان د دووو څېزونو مجموعه ده چې په هغې کښې يو د هغه روح او بل د هغه بدن دے. يعني چې په دواړو کښې يو هم نۀ وي دانسان د شتون تصور مونږ نۀ شو کولې.

مونږ چې دلته کوم بحث کوو هغه به په خاص توګه د انسان په وجود او هغې سره تړلې شوې ستونزو او په هغې کښې تفريق او بېلتون باندې وي. د انسان بدن الله تعالی د مختلفو اعضاوو نه جوړ کړے او د هر اندام په بدن کښې خپل کار وي لکه سترګې ليدل کوي ، دماغ سوچ کوي، خله خوړل او لاسونه نيول کوي. دغه رنګ په بدن کښې بلها شے نظامونه دي لکه د خوراک او د هضمې نظام چې مونږ ورته نظام انهظام وايو د ساه اخيستلو نظام د وېنې چلېدو نظام او د انساني نسل زياتېدو نظام چې په اردو ژبه کښې ورته توليدي نظام او په انګرېزۍ کښې ورته reproductive system وايې. دا هغه نظام دے چې د انسان په وجود کښې د نر او د ښځې فرق پېدا کوي. دا په نارينوو کښې بدل او په ښځو کښې بدل وي چې کوم انسان د نارينوو نظام لرې هغه ته نارينه وايې او د نارینه خپلې نښې نښانې وي چې په هغې سره پېژندل کېږي دغه رنګ چې په ښځو کښې خپل نظام وي او د هغې د پېژنګلو خپلې نښې نښانې وي يو نر ته نر او ښځې ته ښځه هله وئيلے شې چې په جسماني او احساسي توګه يو شان وې يعنې چې وجود او عادتونه يې د نر وي نو نر ورته وايې او چې د ښځو وي نو ښځه ورته وايې او که بدل وي نو ټرانسجنډر ورته وئيلے کېږي.

ټرانسجنډر معنا او تعريف :

ټرانسجنډر په اصل کښې د لاطينۍ ژبې تورے دے چې په دوو ټکو مشتمل دے ټرانس واېي الټه يا اپوټه ته او جنډر وايې سماجي يا معاشرتي شناخت ته، چې يو انسان ته په معاشره کښې د هغه د کردار او جنس په لحاظ سره ملاوېږي.

ټرانسجنډر هر هغه انسان ته وېلي کېږي چې په جسماني(ساختي) توګه يو رنګ وي او عادتونه، احساسات او جزبات يې بل رنګ وي. ټرانسجنډر بيا په دوه قسمه دي.چې پکښې ښځه ټرانسجنډر او نر ټرانسجنډر وي ښځه ټرانسجنډر (نر ښځۍ،ښځرنګۍ، هېجړا) هر هاغه سړي ته وايې چې په ساختياتي، جسماني او پېداشي توګه نر وي خو عادتونه،ناسته پاسته، خبرې اترې، ګرځېدل او نور ډېر جسماني عادتونه او په خاص توګه سوچ او فکر يې ده ښځو په شان وي. او ټرانسجنډر سړي هر هغې ښځې ته وايې چې په جسماني توګه خو ښځه وي خو د هغې احساسات او جذبات او عادتونه ده سړو وي.

ټرانسجنډر جنسي مغالطه:

په پښتنو کښې لويه الميه او مغالطه دا ده چې پښتانه ټرانسجنډر صرف او صرف هېجړا ته وايې. او دا د ټرانسجنډر تورے يې صرف هېجړا سره تړلي دي او هېجړا د انساني مخلوق نه بيل مخلوق ګڼرې. خو له بده مرغه په دې ځان نۀ پوهه وې چې هېجړا نه علاوه په معاشره کښې نور هم د جنس په لحاظ سره بدل خلق شته خو پښتانه نۀ هغه پېژنې او نه ورسره د هېجړا په رنګ سلوک کوي. حالانکه د هېجړا نه ډېر بدل او ناقابل قبول زما په خيال په پښتنو کښې دغه دي خو پته نيشته پښتانه دغه خلق په تول کښې نه راولې خو زۀ يو طرف ته دا هم ښه ده چې کم از کم دغه خلق خو د متاثر کېدو نه په امان کښې دي. ۔ په پښتنو کښې بله مغالطه دا هم ده چې پښتانه د ټرانسجنډر پېدايش د کروموسومز ګډ وډ پېل ګڼړې او په دغه وجه يې د ځانه بدل ګڼړې. خو داسې نۀ ده ځکه چې ده ټرانسجنډر پېدايش هم په هاغه عمل سره کېږي په کوم عمل چې سره د يو عام انسان پېدايش کېږي او د يو نارمل انسان په رنګ د مور په رحم کښې جوړېږي او ترې زېږي. د کروموسومز شمېره کښې بدلون ته انټر سېکس وايې چې د کروموسومز جوړښت يې نارمل نۀ وي. لکه د يو عام او نارمل انسان په پېدا کېدو کښې د شپږ څلوېښت کروموسومز لاس وي چې په هغې کښې درېش د مور نه او درېش د پلار نه راځي او په جنسي توګه ترې يو نارمل انسان جوړېږي چې په هغې کښې ټرانسجنډر هم راځې لکه څنګ چې مونږ بره اووېل چې ټرانسجنډر په جنسي توګه د يو عام انسان په رنګ وي خو په ذهني توګه بدل وي. خو چې کله د کروموسومز د توپېر په عمل کښې ورانے وشې چې ورته نان ډسجنکشن وايې د هغې له کبله په دغې شمېره کښې کمے يا زياتے راشې لکه ټراېسومې(XXY 47 chromosomes) چې په هغې کښې يو کروموسومز زيات شې يا مانو سومې او نل سومې وغېره.

نو دا خبره واضحه شوه چې ټرانسجنډر په جنسي توګه د يو عام او نارمل انسان په رنګ وي خو بس شهوت او سوچ يې بدل وي ۔

تاريخې نظر :

کۀ په تاریخې توګه وګورو نو د هندوانو دوه نيم زره کلن زوړ کتاب مهابهارتا کښې د دوې شتون ظاهرېږې. په هغې کتاب کښې ليکي چې په جنوبې اېشيا او خاص کر په بر صغېر کښې به دغه رنګ مخلوق ته هيجړا وئيلي کېدل شو. د دې نه مخکې په ګڼو شمېرو نومونو سره يادېدل لکه کراس برېډ يا ټرانس سکسچول به ورته وئيلي شواو د دوي به ځانله يوه بېله ډله وه. د مغلو په دور کښې دوي ته ډېر پرمختګ ملاو شوے و او د دربار يوه حصه به ګڼل کېده. په شپاړسمه سليزه کښې ورته د ټرانسجنډر نوم ملاو شو چې پۀ  هغه وخت کښې به ډېرو نفسياتي او شهواتي هنرمندانو استعمالوو او خاص توګه دا ټکي بيا په شلمه سليزه کښې پۀ سرکاري توګه استعمال شو او کتابونو او نورو علمي سرګرمو کښې استعماليدل شروع شو ۔

جنسي وضاحت

په جنسې توګه انسانان په دوه قسمه دے لکه نر او ښځه او په فطرې توګه د نر شهوت ښځې ته او د ښځې شهوت نر ته راوچتېږې او دا يو فطري ،انساني او معاشرتي حقيقت دے. او چې کله پکښې د دواړو افرادو رضامندي او د مذهب مداخلت( لکه ده نکاح په شکل)وشي نو بيا دا شهوت يو پاکې او جايزې رشتې ته ورننوځې.نو ځکه دا شهوت جائز ګڼل کېږې او بيا په اسلام کښې د نکاح شکل اختیار کړي  يو نر د ښځې او يو ښځه د نر سره خپل جسماني تعلق بحال کړي ۔ چې نسل انساني د زیاتوالی اهمه ذریعه ده. خو چې کله د انسان د شهوت احساسات د فطري او جايز احساسات نه اپوټه وي نو د دوي دغه عادات او احساسات د دوي په جنسي شناخت کښې بدلون راولې او معاشره په دې مجبوره شې چې ورله ځانله نومونه ورکړي. چې د هېجړا، نر ښځي او ښځرنګۍ په نوم سره ياديږي خو د هيجړا نه علاوه په معاشره کښې نور هم د شهوت نه مختلفې کپرۍ شته لکه انګلش کښې ورته ګۍ او لسبين(Lesbian) وائې. ګۍ (Gay)د هر هغه نر د پاره استعماليږي چې په جنسې توګه نر وي جذبات، احساسات او عادات ئې هم د نرانو وې خو د شهوت په لحاظ بل نر طرف ته مايله وي. او لسبين (Lesbian) هر هاغه ښځې ته وايي چې جنسي او جسماني توګه ښځه وي عادات جذبات او احساسات ېي هم د ښځو وي خو شهوت په لحاظ ښځو طرف ته مايله وي په سړو کښې هېڅ قسمه دلچسپي نه لري. دا ټول د معاشرې هاغه خلق دي چې هر سړے ورته ډېر په بد نظر ګوري او ډېر کم تر او کمزوري يي ۔

 ټولنيز اصلاحات :

په اول ځل په نورلسمه سليزه کښې د امريکې په نيو يارک ښار کښې هجړاګانو، ګۍ او لسبين ټولو په شريکه د خپلو حقوقو غوښتلو د پاره د پوليس او د معاشرې د ظالمانو (چې په دوي به ئې ظلم کوۀ) خلاف احتجاجونه او غونډې وکړې او دغه ځاے ئې د يو نوې غورځنګ بنسټ کېښود اوLGBT نوم يې ورله ورکو. چې معني ده Lesbian Gay bisexual transgender organaization چې مقصد ئې ده مختلف جنسي استحصال ښکار شوے ۔ ټول ټرانسجېنډر، لسبين، ګۍ ده حقوقو پامالي او قانونې تحفط غوښتل وو.

مظلوميت :

که ده ټرانسجنډر سره په ظلم او د هغوي د حېثيت او د حقوقو په پامالۍ خبره وکړو نو اولنے ظلم ورسره خپل والدېن کوي. يو پښتون پلار او پښتنه مور دا خبره ډېره درمنده او ډېره بدرنګه ګڼي چې کله ورته پته ولګي چې د هغۀ اولاد هيجړا (ټرانسجنډر) دے او په دې سوچ کښې وې چې ماته به خلق وايي چې اولاد دې هيجړا دې بغېر د دې سوچه چې دا ورکړه خو د الله ده. صرف د دغې يوې خبرې له وجې د خپل اولاد سپورټ پرېدي او د کور نه په ويستلو يې مجبور کړې. حالانکه دا څيزونه او دا خبرې زمونږه پېدا کړي شوې دي که چيرې هر پلار او مور چې ټرانسجنډر اولاد لرې د سماج ټولې خبرې نظر انداز کړې او خپل اولاد سپورټ کړي او د معاشرې کاريګر ترې جوړ کړي نو شايد چې بيا به په معاشره کښې د دې خبرو څه حېثيت پاتې نه شي.او بله د حیرانتیا خبره دا چې هيجړا نوم د پښتنو په معاشره د يو کنځل په توګه استعماليږي چې يو لويه نا انصافي ده. اصل بيړه دا د چې والدين خپل ټرانسجنډر بچي ته هغه رنګ نظر نه کوي کم چې خپل روغ زوي يا لور ته کوي. او دا هغه وخت وي چې يو ټرانسجنډر په زهني توګه مجبور کړي او هغه ته دا محسوس شي زما حيثيت او مقام د دې نورو خلقو نه کم دې او زه د دې عامو خلقو په رنګ کار او زيار نه شم کولي. او دې نه بعد بيا دا لګيا شي او د هغه ځاينو په تلاش کښې شې چې په کمو ځاينو کښې د ته عزت او خوشحالي ملاوېږي او هغې دپاره دي خپل هر څه کور مال حال پريخودو ته تيار وي ځکه چي د انسان هميشه دپاره اولۍ ترجيح عزت وي چي ورته ملاو شي.

پښتو معاشره :

پښتانه هم ډير عجيبه قوم دي زه کله حيران شم او سوچ کوم وايم که د پښتنو نه دا جهالت ختم شو نو د دنيا يو قوم به هم دوي له د ماتي ورکولو قابل پاتي نه شي. خو ده بد مرغۍ نه په ښوخي سره دا په تيارو کښي ساتل شوي. هغه ځکه چي پختانه په کور کښي په خچر ساتلو نه خفه کيږي خو په يو ټرانسجنډر ساتلو کښي دوي تهشرم محسوسيږي او دا خپل تذليل ګڼړي حالانکه دا هم ده دوي نه پيدا انسان وي خو دوي ته بيا د دوي ساتل او پرورش کول بي شرمي ښکاري ۔ زمونږ د پښتنو په معاشره کښي هيجړا پيدا کيدل خلق يو ناسور ګڼړي او بيا ورسره هغه سلوک کوي چي ده عام انسان دپاره زغمل ډير ګران دي. زه وايم دي په ځاي به يي د عربو په رنګ ژوندي ښښولي لکه څنګه به چي هغوي ژونۍ لوڼړه ښښولي نو اسانه به وي. ځکه چي يو ټرانسجنډر نه د سړو په محفل کي په قلاره پاتي کيدي شي او نه د ښځو په محفل کښي. نو هغه مجبوره شي چي د دواړو نه ځانله يو بيل ټولګي جوړ کړي. خو بيا هم معاشري ته د دوي دغه ټولګي قابل قبول نه وي‌. زه وايم چي دغه کمزوري خلق چي معاشره ورته ډير په کمزوري نظر ګوري او د معاشري په معاملاتو او معمولاتو کښي ورله حصه نه ورکوي د ټولو نه طاقتور او تکړه خلق دي ځکه د دومره روکاوټو نه باوجود دوي ځانله يو بيل ټولګي جوړ کړي وي او د يو عام شهري نه خه ژوند کوي خو د دوي دا ژوند په خلقو خه نه لګي. هسي د سوچ خبره د چي يو انسان د مور او پلار په نظر کښي هيڅ څيز نه وي بيا د کور والا په نظر کښي هم هيڅ څيز نه وي او نه ورسره هغه رنګ سلوک کيږي بيا د خپلو همځولو سره چي په جنسي توګه د نه بدل وي بيا په سکول کښی کلي کښی جماعت ورسره د يو نارمل انسان په رنګ سلوک نه کيږي نو د هغه د زهني پيماني. جزباتو او احساساتو به څه حال وي‌ ۔ ډير پښتانه د يو هيجړا سره تعلق جوړولو او ده خپل جنسي لزت حاصلو او ځان ته په محفل کښي د ګډولو او وختي سکون حاصلولو دپاره هلي ځلي کوي او پري خوشحاله وي خو دغه مخلوق بيا په خپل کور کښي او د خپلو يارانو په ټولکي کښي په ساتلو کمتري او په شرم ګڼړي ۔ په معاشره کښي د مقام بيالولو په وجه او په معاشرتي امورو کښي حصه نه ورکولو په وجه د خپل ژوند ژواک په خاطر دا هيجړاګان د ډمو جامي واغوندي په محفلونو کښي ګډيږي او خپله روزي روټي ګټي. خو د معاشري اعلی او تعليم يافته او باکرداره خلق يي ځان ته ګډوي او وختي سکون پري حاصلوي او بيا پکښي د جنسي لزت حاصلولو دپاره دوي سره جنسي زيادتي هم کوي ۔ ډير د عقل نه خلاص او زهني فالج وهونکي خلق دا وايي چي دوي فحاشي خوروي او لواطت طرف ته خلق رابلي. خو زه دا وايم چي په دي کښي ده ټولو نه غټ لاس زمونږ ده‌دي روغو خلقو دي که مونږ دوي سره په معاشره کښي ده عامو خلقو په رنګ سلوک کوو او ده معاشري په معاملاتو کښي ورله پوره حصه ورکو نو بيا به‌دي طرف‌ته نه مايله کيږي‌. دويم دا چي مونږه دوي خپلو پروګرامونو ته رابلو دوي په خپله نه راځي نو بايد چي مونږ ځان ټيک کړو. دريم دا چي دوي ده‌لواطت بينر نه‌وي لګولي مونږ تاسو ورځو او ده هغوي ده مجبورۍ نه فايده اخلو.مونږ پښتانه خو چي هيجړا وينو نو مونږ ته يو عجوبه ښکاري ټول به تري راتاو شو او اندامونه ته به يي ګورو خندا مسخري به پسي کوو او داسي ورته ګورو ته به وي که ده بلي دنيا نه راغلي دي ۔

‎‎پښتانه چي ځان ته ډير مزهب پاله، باکرداره او غيرت مند خلق وايي د افسوس او د حیرانتیا خبره ده چي د دوي په معاشره کښي ټرانسجنډر محفوظ نه دي نو د نورو نه به څه تمه وکو. او که په عالمي توګه اوګورو نو د ټولو نه زیات تکلیفونه او مشکلات چي ټرانسجنډر ته رسي هغه په پښتنو معاشره کښي دننه رسي. که د ټرانسجنډر په شتون او هغي ته په پښتون معاشره کي په پيښ شوو ستونزو خبري کوو نو دا به يو لوي بحث شي. خو اهمي او ضروري خبري پکښي دا دي چي ټرانسجنډر د تعليم نه محروم ساتل شوي او چي کم يي حاصلوي نو هغوي هم د ډيرو مسلو سره مخ دي چي ده تعليم نه ورته عزاب جوړ شوي او په دغه وجه ډير ټرانسجنډر تعليمونه په نيمه کښي پريدي او بله دا چي د حکومت له طرفه ورته هم داسي ډيره توجه نشته. دويمه غټه ستونزه دوي ته د کاروبار ده چي دوي په معاشره کښي د يري او د خلقو د نازيبا او ناروا رويو د وجي خپل ذاتي روزګار هم نه شي کوي او په دغه وجه دوي په ودونو کښي ګډاګاني کوي او خپله روزي روټي ګټي. دريمه وجه د خلقو نا انصافه رويه چي دوي د خپلي معاشري حصه نه ګڼړي په دي وجه دوي ځانله يو بيل ټولګي جوړ کړي وي او د خلکو او د خپلو کورونو نه بيل اوسي.او بله اهمه او ضروري وجه ده دوي حسن او نازکوالي چي د هغي په وجه دوي ويشتل کيږی هم او تقریباً په پختونخوا کښي۱۵۷ ټرانسجنډر اوسه پوري قتل شوي. د ښایست او نازکوالي په وجه يي خلق د خپل جنسي لزت او شهوت دپاره استعمالوي کله ده پيسو لالچ ورکړي او کله ورته دهمکيانی او د دوي عاجزو د کمزورۍ نه فايده اخلي چي کم کمزوري او ضرورت مند وي هغه يي په جال کښي ګير شي او بيا تري ويډوز وکي او دهمکياني ورکوي او کله کله يي پکښي شير هم کړي او چي زړه يي يخ نه شي نو د بام نه يي اپوټه راغوزار کړي. که ټرانسجنډر په سکول کښی دي او که په مدرسه کښي په جنسي توګه د خلکو نه محفوظ نه دي. ټرانسجنډر ته خلق د رحمت په نظر نه بلکه د شهوت په نظر ګوري. په دي غر د چا زړه هم نه خوږيږي ۔ خلق د خپل جنسي تسکين حاصلولو دپاره دوي له راځي او دي مجبورو نه خپل خواهش پوره کوي او بيا هم دغه خلق وايي چي دا ګناه ګار او زناکار دي او ټوله معاشره هم د دغه خلقو خبره مني.

د جواي قيصه:

زه په دو زره اتلسم کښی د فيسبوک له پانړي يو فلپايني هيجړا سره ملګري شوم چي جوای (joy) نامه يي وه او نورلس کلن بچي وو. چي په زوالوجي (Zoology) کښي يي علم تر لاسه کولو. ما د هغه د زندګي په اړه ده هغه نه مختلف معلومات دریافت کول. او روزانه به مي ورسره په دغه موضوع خبري کولي. په احساسي توګه هغه هيجړا وو چي د يو عام وګړي په رنګ ژوند یي کوو. ما به اکثر د هغه نه تپوسونه کول چي په هغي به يي ډيره حیرانتیا کوله‌. لکه ما به تري تپوس کوو چي ايا ستا والدين تا سپورټ کوي؟ په معاشره کښي تاته څنګه نظر کيږي؟ په تعليم حاصلولو کښي درته څه ستونزي شته؟ کار روزګار او په ټرانسپورټ کښي څه ستونزي درپيخږي؟ مزهبي ځاينو او مزهبي مجلسونو کښي درڅخه څنګه سلوک کيږي؟ تاسو ومنۍ چي څنګ زما سوالونو هغه حیران کړو هغه رنګ د هغه جوابونو زه حيران کړم ۔ ما خو ويل چي څنګه دلته په اسلامي ملک او معاشره کښي يو هيجړا سره سلوک کيږي د هغي نه ډير بدرنګ سلوک به ورسره په غير اسلامي معاشره کښي کيږي. او د هغه جوابونه مي د خپل سوچ تابع ګڼړل. خو د هغه وينا زما د سوچ نه په يو سل او اتيا (۱۸۰) ډګرۍ سره بدله وه. جوای ويل چي ماته د خپل ځان پته په ۱۳ کاله عمر کښي ولګيده او زما پلار او مور ته په شپږ کالو عمر کښي لګيدلي خو زه چرته د دوي له خلي نه يم خبر شوي او په هر وخت کښي يي د بچي په رنګ سلوک راسره کړي. زما د تعليم حاصلولو خرچه او بيړه يي په خپله اوچته کړي زما د سوچ قدر يي کړي او زما فيصلو کښي زه سپورټ کړي يم. مور او پلار مي هر قسمه غم خادۍ له ځان سره بوځي او خپلو ملګرو سره مي ملاوه وي او آشنا کوي مي ورسره. زما په لباس اغستو باندي هيڅ قسمه اعتراض نه کوي او وايي چي څه قسمه لباس کښي ته ارام محسوسوي هغه تر لاسه کوه. معاشري کښي هم زه د يو عام وګړي په رنګ ژوند کوم او په يو جنرل سټور کښي کار کوم چي زما پشان نور ډير هم راسره وي. نه څوک زما په جنس او حرکتونو پسي ملنډي کوي او نه زه. مزهبي ټولونو کښي هم خه په ازادۍ سره ژوند کوو. که د ډانس کنسرټ وي او که څه پروګرام وي په خپله ښوښه ځو ۔ العرض که زه درته د خپلي تجربي نه اوايم نو دا دومره امن پسند او حساس خلق دي چي نه د چا په کار کښي کار لري نه په سياست کښي کوتي وهي نه په مزهب کښي نه په حکومت کښي او نه ده معاشري په خلقو کښي لاس وهي خو بيا هم روزانه دوي قتل کيږي او محفوظ نه دي. اوسه پوري په قانوني توګه نه دوي ته تحفظ ملاو وو او نه ورته ده انصاف اخستو حق ملاو وو خو په دوه زره اتلسم کښي ورته څه نا څه قانوني حق ملاو شو. ۔ بله دا چي معاشره د دوي مرستي ته تياره نه ده که‌احتجاج وي او که خپل حق اخیستلو له غونډه وي دوي ځانله بي يار و مددګار ولاړ وي او خپل کوششونه جاري ساتي ۔ زه به دا اوايم چي ټرانسجنډر هم يو انسان وي زړه لري دماغ لري احساسات او جذبات لري لهذا ده انسان په نظر ورته کتل پکار دي‌ ۔

نورې ليکنې۔۔۔