د ملي مشر اسفندیار ولي خان د حرم سفر – ګوهر علي خان

عوامي نېشنل پارټي، الریاض

 

ملي مشر اسفندیار ولي خان د عُمرې سعادت حاصلولو د پاره د دولسمې جنورۍ نه شپږویشتمې جنورۍ پورې د سعودي عرب پۀ دوره ؤ. دې موده کښې د عوامي نېشنل پارټۍ ټول عهدېداران او ملګري د خپل ملي مشر سره څنګ پۀ څنګ ولاړ وو.

پۀ سعودي عرب کښې مېشته پښتنو پۀ مختلفو ځایونو کښې د ملي مشر هرکلي د پاره دستورې تابیا کړې وې او دغه لړ کښې چې کوم پروګرامونه هم شوي، د عوامي نېشنل پارټۍ ذمه وارانو کوشش کړے چې دغه خبرونه پۀ مختلفو ورځپاڼو کښې راشي.

زۀ دلته مختلفو ورځپاڼو کښې راغلي دغه خبرونه او بیانونه “پښتون” د پاره پۀ دې هیله درلېږم چې محفوظ هم شي او د “پښتون” لوستونکي هم د خپل ملي مشر د هلو ځلو نه خبر شي.

ورځپاڼه ” پکار”:

د سي پېک د سېوري لاندې جوړيدونکي سړکونه قبائيلي سيمو کښې غزولو سره به نۀ صرف پۀ دغه سيمو کښې پرمختګ راشي بلکې دې سره به د ترهه ګرۍ جرړې هم کمزورې او پرې کړې شي.

د افغانستان جنګ ته د کفر او اسلام جنګ وئېلو پۀ وخت هم مونږ دې ته د امريکې د مفاداتو جنګ وئېلو او وخت هم دا پۀ ډاګه کړه چې دا د امريکې د مفاداتو جنګ ؤ، خو دې جنګ نه وروستو زمونږ ښوونځي، جوماتونه او بازارونه پۀ وينو ولمبېدل.

چې تر څو هند کشمير ته “اټوټ انګ” او پاکستان د “شه رګ” وئېلو دريز نه وروستو شوي نۀ وي، تر هغې پورې د کشمير شخړې حل ممکن نۀ دے. د پاکستان خپلو څلور واړو ګاونډيانو کښې صرف يو سره اړيکې ښې دي.

د سي پېک شروع کولو پۀ وخت د حکومت لۀ خوا وئېلے شوي وو چې دې کښې به د ټولو صوبو حق او برخه وي خو تر نن پورې دې کښې د جوړېدونکي يو “انډسټريل زون” نقشه قدرې هم مونږ ته ونۀ ښودلې شوه او نۀ ئې د پاکستان داسې سيمو له پرمختګ ورکړو کومې چې د ترقۍ او خپل حق نه محرومه وې.

چې څنګه چين خپلې دوه سيمې ودانې او سوکاله کړې هم دغه رنګ دې پاکستان هم د بلوچستان او فاټا محرومۍ ختمې کړي. د پاکستان 75 فيصده نه زيات معدنيات پۀ فاټا کښې دي خو مونږ ئې پکار نۀ راولو.

پارلېمان کښې د فاټا غړو پۀ شريکه قرارداد منظور کړو چې فاټا دې خېبر پښتونخوا کښې ضم کړې شي خو د دې باوجود هم پۀ فاټا کښې د رېفرنډم کولو خبره کېږي.

د سيمي د امن پۀ اړه هغوي زياته کړه چې پۀ سويلې اېشيا کښې تلپاتې امن د پاره چين ښۀ کردار لوبولے شي. چين دې د پاکستان او افغانستان تر منځه د خبرو اترو ضامن جوړ شي. پاکستان او افغانستان ته به پۀ ګډه دا پرېکړه کول وي چې دواړه هېووادونه به د خپلې خاورې دننه د داسې خلقو خاتمه کوي کوم چې د دوي دنني حالات خرابوي.

ورځپاڼه “کشمير اېکسپرېس”:

پُر امن افغانستان د پاکستان د سالميت ضامن دے،

پارليمان زمونږ نمائنده دے،زۀ پرې لعنت نۀ شم وئېلے،

د خارجه پاليسۍ پۀ اړه دې اے پی سي راوبللې شي.

فاټا دې خېبر پښتونخوا کښې ضم کړې شي،

چين دې د پاکستان او افغانستان تر مېنځه ضامن جوړ شي.

د هند او پاکستان اولس د معاشي بدحالۍ ښکار دي.

ورځپاڼه “کشمير اېکسپرېس”

د خېبر پښتونخوا حکومت بدلون راوستو کښې پاتې راغلے، عوامي نېشنل ګوند به ټولټاکنو کښې هېچا سره اتحاد نۀ کوي،

تحريک انصاف د خېبر پښتونخوا حالات ښۀ کولو پۀ ځاے نور هم خراب کړل، اولسي ستونزې ئې شاته وغورځولې.

د اولسي پرمختګ يو مېګا پراجېکټ ئې هم شروع نۀ کړے شو، خېبر پښتونخوا يواځینۍ اسمبلي ده چرته چې د تحريک انصاف حکومتي غړي او وزیران پۀ يو بل د کرپشن تورونه لګوي.

د هېواد نه بهر پاکستانيانو ته دې د ووټ حق ورکړے شي.

د بهاشا ډېم پۀ شمول د نورو ډېمونو جوړول دې زر شروع کړے شي،

د زېنب قاتلانو ته دې د قانون تر مخه عبرتناکه سزا ورکړې شي.

افغان جنګ کښې پاکستان ورګډېدو سره زيان کړے دے او هيڅ ئې تر لاسه نۀ کړل،

د افغان جنګ پۀ اړه به مونږ دا وئېل چې دا د اسلام نۀ د امريکې او روس جنګ دے، نن هم چې پۀ افغانستان کښې څۀ کېږي نو د هغې اسلام سره هېڅ تعلق نشته.

عمران خان سياست خو کول غواړي خو هغۀ ته خپله هم پته نشته چې وئېل څۀ دي او کول څۀ دي؟

د خېبر پښتونخوا حکومت د تاريخ د ټولو نه لوېه قرضه اخستې ده.

پاکستان کښې اپرېشن ردالفساد روان دے خو دا به کتل وي چې څنګه او چرته روان دے؟

کۀ دېرش کاله وړاندې پاکستان د امريکې ملګرتيا نۀ وه کړې نو پۀ پښتنو به دومره سخت وخت نۀ راتلو او د بې ګناه پښتنو دومره وينه به نۀ توئېده. دومره انسانان خو پۀ دوېم نړيوال جنګ کښې هم نۀ دي مړۀ شوي چې څومره پۀ افغان فساد کښې مړۀ شوي دي. ضرورت د دې خبرې دے چې مونږ له به نۀ صرف اندروني پاليسي بدلول وي بلکې خارجي پاليسي هم.

کۀ ټولټاکنې صفا وشوې نو صوبه کښې به زمونږ حکومت وي.

ورځپاڼه نصافت

خېبر پښتونخوا کښې د ترقۍ دعوې بې بنياده دي،

بي ار ټي د قام تباهي ده،

تحريک انصاف تېرو څلورو کلونو کښې د پښتنو حالت ښۀ کولو پۀ ځاے نور هم خراب کړل. د دهرنو سياست ملک ته نور هم زيان ورسولو.

د بدلون دعوې پۀ ځاے پاتې شوې،

خېبر پښتونخوا کښې پۀ تېرو څلور نيم کلونو کښې صوبائي حکومت يو يونټ اضافي بجلي هم پېدا نۀ کړې شوه.

د صوبې يوه اداره هم د پرمختګ پۀ لوري نۀ ده روانه.

د تعليم څانګه دومره حد پورې غورځېدلې ده چې دې کال د سرکاري سکولونو يو ماشوم هم پۀ بورډ کښې اعليٰ نمبرې وانۀ خستې او خلق لګيا دي خپل ماشومان د سرکاري سکولونو نه وباسي او پرائیوېټ سکولونو کښې ئې داخلوي. د صحت د محکمې هم دغه رنګ حال دے.

ورځپاڼه سرزمين

پښتون يو زوړ او د لوړو رواياتو امين قام دے،

زمونږ غوښتنې دې پوره کړے شي چې د اولس ژوند ښۀ شي.

د پاکستان د جوړېدو نه وروستو تر اوسه پورې مو د هېواد د ودانۍ او پرمختګ د پاره کار او هڅې کړې دي.

مونږ د ترهه ګرۍ پۀ نره مقابله کړې ده او د خپلې خاورې د پاره مو شهيډان ورکړي دي.

کۀ پوليس سياسي نۀ وے نو پۀ ډېره اسماعيل خان کښې به يوه جينۍ نۀ ذليله کېده، د دوي پۀ شان خلق پوليس د خپل کور نوکر ګڼي او د قانون سپکاوے کوي.

ورځپاڼه البيان پاکستان

يو شمېر سياستمداران د اٰمرانو پۀ غېږ کښې ناست دي،

د خارجه پاليسۍ د پاره دې اے پي سي راوبللې شي

د عوامي نېشنل ګوند غړو ته دا وياړ حاصل دے چې مونږ کله هم يو اٰمر سره نۀ يو ودرېدلي.

ورځپاڼه سرزمين

تحريک انصاف کښې د انصاف او احتساب نه پرته هرڅۀ شته،

تحريک انصاف د خېبر پښتونخوا حالات ښۀ کولو پۀ ځاے نور هم خراب کړل. د دهرنو سياست ته ئې دوام ورکړو او اولسي ستونزې ئې پۀ شا وغورځولې.

خپله دې دوره کښې ملي مشر مسافرو پښتنو باندې غږ وکړو چې هغوي باید ځانونه وپېژني او د خپلې بې وزلۍ، بې وسۍ سترګو کښې نیولو پۀ ځاے دا یاد ولري چې زمونږ راتلونکي نسلونه پۀ خپل کور او خپل وطن شته او مېشته وي. هغۀ زیاته کړه چې دې لړ کښې د فخرِ افغان باچاخان، رهبر تحریک خان عبدالولي خان او د هغوي د نظریې او فکر علمبردار ګوند عوامي نېشنل پارټۍ پېغام هر پښتون ته رسولو کښې خپل کردار ادا کړي.

ملي مشر د پاره د سعودي عرب پۀ مختلفو ښارونو کښې د پارټۍ تنظیمونو او ښکاره شخصیاتو مختلفې ناستې جوړې کړې وې چې پۀ دغه ټولو محفلونو کښې د ملک پۀ روانو حالاتو، د پښتون قام پۀ مختلفو مسائلو او مستقبل د پاره د عوامي نېشنل پارټۍ پۀ تګلارو او منشور بحثونه وشول.

مونږ ویاړو چې د ملي مشر اسفندیار ولي خان پۀ مشرۍ کښې خپل قامي مرام د پاره د سُور باچاخاني بېرغ سره ولاړ یو. دا مبارزه زمونږ د موجوده نسل او راتلونکو نسلونو د پاره ده. انشاء الله چې مستقبل کښې به پښتانۀ د یو سوکاله، خوشحاله او ښۀ ژوند خاوندان وي او پۀ امن سره به پۀ بېن الاقوام کښې فخر سره ژوند کوي.

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …