مياشت پۀ ورځپاڼو کښې – رحمت شاه قریشی
مياشت پۀ ورځپاڼو کښې – رحمت شاه قریشی وړومبے اکتوبر: د فاټا د سیاسي مشرانو اعلان: کۀ صوبائي اسمبلۍ کښې نمائندګي، سپریم کورټ او )پېښور( هائیکورټ ته رسائي او اېن اېف سي اېوارډ کښې برخه رانۀ کړې شوه نو پۀ نهم اکتوبر به اسلام اباد نیسو ـــ د پوځي ځواکونو عمليات، د تباهۍ منصوبې ناکامه، پینځۀ ترهګر مړۀ، اوویشت ګرفتار ـــ نوې امریکائي پالیسي پاکستان زورلو د پاره نۀ ده، نېټو ـــ د خېبر پښتونخوا د صوبائي حکومت لۀ خواپۀ پېسکو د يو نيم ارب روپو د قرضې دعويٰ، نېپرا د يو کلو واټ بجلۍ قيمت 4.018 روپۍ مقرر کړے ؤ، پېسکو ئې پۀ یوه روپۍ اخلي ـــ پۀ ننګرهار کښې هوائي
د ادغام مسئله – داکتر خادم حسین
د ادغام مسئله – داکتر خادم حسین مونږ د انګرېزۍ ورځپاڼې DAWN پۀ مننه د دې لیکنې ژباړه خپلو لوستونکو د پاره دلته وړاندې کوو. د فاټا اصلاحاتو نفاذ د پاره د قومي کمېټۍ لۀ خوا د ملکي مالیاتي کمېشن پۀ قابلِ تقسیم پېسو کښې، راتلونکو لسو کلونو د پاره، د فاټا برخه متعین کولو او بېلولو پۀ اړه د خزانې وزارت ته ورکړے شوي هدایات د خواشینۍ وړ خبره ده. د دې اصلاحاتو نفاذ د پاره یادې کمېټۍ نور څلور متعلقه اړخونه لکه سیاسي، قانوني، اقتصادي او امنیتي ادارې هم پۀ ګوته کړې دي. هر څو کۀ د فاټا د اولس وړومبنے انتخاب، چې لس ګوندیز سیاسي اتحاد ئې هم
دَ رهبرِ تحریک خان عبدالولي خان ادبي تنقیدي شعور او دَ سمندر د بدرشو کتاب – فېصل فاران
دَ رهبرِ تحریک خان عبدالولي خان ادبي تنقیدي شعور او دَ سمندر د بدرشو کتاب – فېصل فاران ليت او لار رهبرِ تحريک خان عبدالولي خان د يو نابغه سياستدان سره سره غوره مؤرخ، محقق، مقرّر او مفکر هم ؤ. د هغۀ کتابونه “باچاخان او خدائي خدمتګاري” څلور ضخیم ټوکه د تاريخ، “ريښتيا ريښتيا دي” د څېړنې او “ملغلرې” د ټپو انتخاب ټولګه، د عبدالاکبر خان اکبر د شعري ټولګې “خواږۀ تراخۀ” د شاعرۍ راټولونه او پۀ بېلابېلو کتابونو باندې د هغۀ لمنليکونه، دغسې يو شمېر لیکونه کوم چې هغۀ اخبارونو، کتابونو او مجلو کښې کړې دي، د دې راڼۀ ثبوتونه دي. د دې هر څۀ نه پرته هم د هغۀ
د اسماعیل سواتي پهٔ کتاب ځان ته زمانه مې ژړولې ده – فېض الوهاب فېض
د اسماعیل سواتي پهٔ کتاب ځان ته زمانه مې ژړولې ده – فېض الوهاب فېض تاثر د شعر ګويۍ عمل عام طور د نوخېزه ځوانۍ پۀ دور کښې شروع کېږي. دا پۀ نفسياتي لحاظ ډېر نازک وخت وي. د نوې ځوانۍ جذبات پۀ غورځنګونو وي او بنيادم ډېر متحرک وي، خو کۀ دغه جذباتي غورځنګ د خپل اظهار د پاره سمه لار ونۀ مومي نو نتائج ئې پۀ ذاتي توګه هم او پۀ معاشرتي توګه هم ښۀ نۀ راوځي. پۀ نوخېزه ځوانۍ کښې د جذباتي تطهير او ارتفاع د پاره شاعري د بهترينو ذريعو نه يوه ده. شاعري پۀ ابتداء کښې صرف د جذباتو اظهار وي خو رو رو ورسره فکر ملګرے
پښتو املاء بحث طلب – منصف برجیس
پښتو املاء بحث طلب – منصف برجیس هغه بله ورځ چې مشر زما “دستخط” نه؛ خطا شوم، نه تېروتم، “لاسليک” (کيدے شي چې اوس هم تېر وتلے وم او پۀ “پښتو”، نۀ تېروتم، پۀ “کره پښتو” کښې لاسليک ته کوم بل “لفظ”، نه تېروتم بل “ويي” ايجاد شوے وي) وليدو نو راته ئې وې چې پۀ اردو کښې خو لاسليکونه د کمې درجې جاهلان کوي او خبر خو به ئې چې د اوچتې درجې جاهلان خو هسې هم انګوټها چاپ وي ـــ ما ورته وې چې “نه جي! زۀ پۀ اردو نۀ بلکې پۀ پښتو کښې لاسليک کوم”. هغۀ راغبرګه کړه چې پۀ پښتو کښې!!! همممم !!! پۀ کومه پښتو
[پښتنې ښځې او د قام خدمت] باچاخان فيلوز – نتاشه او خادم حسېن
[پښتنې ښځې او د قام خدمت] باچاخان فيلوز – نتاشه او خادم حسېن د باچاخان ښوونیز بنسټ (باچا خان ایجوکېشن فاؤنډېشن) دیارلسم سټډي سرکل پۀ نهم ستمبر2017ز، د خالي پۀ ورځ د باچاخان ایجوکېشن فاؤنډېشن هېډ اٰفس پېښور کښې تر سره شو. سټډي سرکل کښې د پېښور، چارسدې، مردان، ملاکنډ، دیر، ټانک، صوابۍ او فاټا فیلوز ګڼ شمېر کښې ګډون وکړو. پۀ دیارلسم سټډي سرکل کښې د بحث د پاره د ډاکټر وقار علي شاه صاحب کتاب ‘پښتنې ښځې او د قام خدمت’ ټاکلے شوے ؤ. د دیر او د مردان فیلوز مراد خان او عقیله خدائي خدمتګار تحریک کښې د ښځو پۀ رول پۀ تفصیل خبرې وکړې. دوي ووئیل چې خدائي
بنده ڪوټه – لائبه افروز زئ
بنده کوټه – لائبه افروز زئ د کور د لوړو لوړو دېوالونو تر شا به هواګانې هم کور ته پۀ ستر راننوتې. د کور د ښځو حال چرته پۀ قلعه کښې د راګېرو وينزو پۀ شان ؤ چې د هغوي چرته بهر ګرځېدل را ګرځېدل خو پرېږده، د ور شا نه بهر کتل بغاوت ګمارلے شو. د پشکال وريځو به پۀ داسې حال کښې د زړۀ شاړه زمکه نوره هم ويرانه کړه، د هواګانو شور به پۀ سينه کښې ښخ سپڼکي نور هم سرۀ کړل. پرون پۀ هم دغسې حال کښې يوه وړه غوندې شنه جنډۍ زمونږ پۀ انګڼ کښې راپرېوته. ما منډه کړه او را ومې نيوله او پۀ هغې
څۀ کول پکار دي؟ اورنګزیب خان
څۀ کول پکار دي؟ اورنګزیب خان کۀ سياست د اولسي پالیسیو يا حقونو پۀ سر د جدوجهد نوم دے نو سياست پۀ اصل کښې د ووټ پۀ ذريعه د دوو مسئلو لکه انتظامي او قانوني مسئلو د هوارولو لوبه هم ده. چونکې مونږ د پېرنګي څخه راپاتې د سختو انتظامي او قانوني مسئلو سره مخ يو نو پۀ دې وجه زمونږ د اولسي حقونو د پاره جدوجهد د سختو کړاوونو او مشکلاتو سره مخ دي د کوم تصديق چې زمونږ د خلقو عمومي وضعیت او حالت څخه خورا څرګند دي چې د پښتنو کاروان د مرګ او نېستۍ ژورو پۀ لور مسلسل روان دے او پۀ دغه وضعیت کښې د
د سلو لفظونو قیصه – رحمت دیوان
د سلو لفظونو قیصه – رحمت دیوان پۀ کلي وېره خوره وه څڼورو زلمو ټوپکې پۀ اوږه د ظلم بازار تود کړے ؤ اوازه وه چې د شپې مشران هم راځي د کلي خلق د وېرې لۀ لاسه لۀ خپلو کورونو نۀ راوتل د چا چې د ډوډۍ لمبر ؤ هغوي هر څۀ لۀ ماښامه ور رسولي وو پۀ يوۀ کور کښې يو ماشوم ترهېدلے د مور غېږ کښې پروت ؤ مور ئې ورته وئيل، “بچيه! وېرېږه مۀ! خداے پاک شته، لۀ دې ظلمه به مو خلاص کړي.” نيمه شپه، کلے خونړيو غړمباو واخست درانۀ درانۀ بمونه راوغورځېدل سحر ټول کلي د شکرانې لمونځ ادا کړو
پان اسلام ازم د نيوهسټورسزم پۀرڼاکښې
د عالمګير حکومتونو تاريخ مونږ ته دا خبره واضحه کړې ده چې پۀ اکثره دنيا حکومت کوونکو کښې تر ټولو ياد حکومت د يونانيانو ؤ چې د مقدونيه سکندر پکښې د وسله وال طاقت پۀ زور د عالمګيريت سرخېل ياديږي. د دې نه وړاندې هم د هخمنشيانو تهذيب مشهور دے، خو پۀ دې کښې د عالمګيريت رواجي اساسي محرکات پۀ څرګنده توګه فعال نۀ دي. بيا ورپسې د رومن امپائر (رومن امپراطوري) يادېږي چې اګسټس سيزر ئې اولنے سالار ؤ، جوليس سيزر پکښې ډېر مشهور دے چې کله ئې سياسي بريا ترلاسه کړه نو ډېر زر مطلق العنانيت ته ګامزن شو او قتل کړے شو. دا سلطنت هم لکه د
اداريه – نومبر 2017
د NA-4 ضمني انتخابات د خېبر پښتونخوا د واکمن ګوند او د کالعدم جهادي تنظیمونو پۀ ملاتړ د ولاړو امیدوارانو نه بغېر نورو ټولو ګوندونو پۀ NA-4 کښې شوو انتخاباتو باندې نۀ صرف خپل تحفظات څرګند کړي بلکې د دې پۀ نتیجو ئې هم خپل اعتراضونه مخې ته راوړي دي. د عوامي نېشنل پارټۍ پارلېماني لیډر سردار حسېن بابک او د اېن اے څلورمې حلقې نه د عوامي نېشنل پارټۍ امیدوار خوشدل خان ایډوکېټ پۀ یو شریک پرېس کانفرنس کښې د الېکشن کمېشن نتیجې رد کړې دي او پۀ زغرده ئې پۀ الېکشن کمېشن د جانبدارۍ الزام لګولے دے. حقیقت دا دے چې د الېکشن کمېشن پۀ نتیجو باندې دا
اداريه – اکتوبر 2017
د باچاخان او ولي خان وېنا د شهید ډاکټر نجیب د وینې نه واورئ!!! د ترهګرۍ پۀ ضد جنګ کښې د اولس )خصوصاً د قبائیلي سیمو او پښتونخوا خلقو( او د امنیتي ځواکونو د بې شمېره قربانیو باوجود د نړیوالې ورورولۍ لۀ خوا راتلونکو خبرونو، تبصرو او تجزیو د ریاست پۀ توګه پاکستان تشویش سره مخ کړے دے. د امریکائي صدر د افغانستان او پاکستان د پاره د پالیسۍ د لهجې نه واخله د چین پۀ شیامن ښار کښې د BRICS د مشرانو غونډې پورې لۀ هرې خوا یو غږ او یوه نعره ده. دا هر څۀ ناڅاپه مخې ته نۀ دي راغلي. پۀ اٰرمي پبلک سکول د برید نه
اداريه- ستمبر 2017
د ډونلډ ټرمپ د افغان پاليسۍ ممکنه اثرات د افغان پالیسۍ پۀ تناظر کښې د جمي کارټر نه ډونلډ ټرمپ پورې پاکستان همېشه د امریکې نزدې همکار پاتې شوے دے. د پاکستان پۀ خارجه پالیسۍ کښې هم امریکائي فېکټر باندې همېشه تنقیدونه شوي دي او کله هم د پاکستان خارجه پالیسۍ ته معتدله یا ازاده خارجه پالیسۍ وئیلې شوې نۀ ده. د هم دې پالیسۍ پۀ وجه پاکستان خپل ګاونډ کښې د هندوستان، ایران او افغانستان سره د تعلقاتو سمون کښې څۀ ډول پېش قدمي نۀ ده کړې چې د پاکستان پۀ مجموعي سیاسي، امنیتي او اقتصادي صورتحال ئې بد اثرات لرلي دي. د امریکائي صدر لۀ خوا د افغانستان
اداريه – اګست 2017
پهٔ نامه د خداے چې رحمان او رحیم دے د ترهګرۍ په ضد نوي عملیات د تېرې روژې میاشت کښې د ډېورنډ کرښې دواړه اړخونو ته وینه تم نۀ شوه. تر دې چې د واړۀ اختر نه دوه ورځې وړاندې پۀ پاړا چنار کښې شوي خونړي برید اختر هم عاشوره کړو. د دې نه وړاندې د پاکستان پۀ مختلفو ځایونو کښې د بمي چاودنو یوه سلسله شروع شوې وه چې پۀ ملک کښې د امن خوښو او امن د پاره د قربانیو کوونکو د پاره به یقیناً چې دغه چاودنې د تشویش باعث وې. اوس چې د خېبر فور پۀ نوم د امنیتي ځواکونو لۀ خوا د عملیاتو یوه نوې