اسرائیل او د منځني ختیځ جګړې—امير يوسفزے

دا ليکنه شريکه کړئ

”ناهم ګولډ مېن“ Nahum Goldmann کوم چې د کال 1936 نه واخله د 1195 پورې د نړیوال یهودي کانګریس چئرمېن وۀ هغه ته په یو ملاقات کښې د اسرائیل لومړي وزیر اعظم ”ډیوډ بین ګورئین“ وئیل که چرې زه فلسطینے وے نو زۀ به هیڅکله هم د اسرائیل سره خبرو اترو ته نه کښېناستم ځکه چې اسرائیل د فلسطینیانو په خاوره قبضه کړې ده۔  بین ګورئین بیا مخکې په دې ملاقات کښې وائي کۀ چرې یو یهودي دا دعوه کوي چې خداے پۀ تورات کښې د بني اسرائیلو سره دا دعوه کړې چې دا خاوره ستاسو ده نو دغه وعده خداے د فلسطینیانو سره کړې او نه فلسطینیان زمونږ خداے مني ، زمونږ خداے او د هغوي خداے جدا دے.د بین ګورئین د دې مشهورې تاریخي خبرې نه دا ښکاره ده چې د صیهونيانو لومړي مشرانو ته دا معلومه وه چې مونږه په ناجایزه طریقه د هغوي خاوره قبضه کړې ده۔ د لومړي صیهوني مشرتابه نه واخله تر نن پورې دوي د طاقت په زور په منطقه کښې ژوند ځکه کوي چې دوي ته د دې خاورې تاریخ مخې ته پروت دے ۔ دوي ته دا معلومه ده که چرې په دې منطقه یعنې په منځني ختیځ کښې طاقتور او جارخانه نه وي نو د فلسطین اولس او د منځني ختیځ اولس به دوي هیڅکله هم دلته پرې نه ږدي چې ژوند وکړي ، که چرې مونږ داسې ووایو چې صیهونیت هغه اډیالوجي وه کوم ته چې مدام دښمن پکار وي نو کمه به نۀ وي. په کال 1948 کښې د اسرائیل په وجود کښې راتلل او بیا د جافه ( تل ابیب ) او د دیر یاسین نه 8 لاکه فلسطینیان شړل د دې غمازي کوي چې صیهونیانو په خپل مینځ کښې فلسطینیان نه برداشت کول  ځکه چې دوي ته معلومه وه چې هم دا خلک به په راروان وخت کښې د مزاحمت لاره خپلوي . په کال 1967 کښې د عرب اسرائیل تر مینځ د اوه ورځو د جګړې نه پس د فلسطینیانو هغه دویشت فيصده خاوره کومې ته چې West Bank وئیلی کیږي هغه او ورسره القدس ( مشرقي یروشلم ) هم قبضه کړو چې تر اوسه دغه قبضه دوام لري ۔ په West Bank او القدس د قبضې سره سره اسرائیل د مصر څخه د سینا او د سوریا نه د جولان علاقه ونیوله ۔ په کال 1973 کښې مصر د سوریا، عراق ، مراکش ، سعودي عرب سره ګډ پلان تیار کړو چې د جولان او سینا صحرا دې په یوه مشترکه اپریشن کښې بیرته واخستلی شي نو د مصر فوج د شپې د نیل د سیند نه بلې خوا ته واوړیدلو خو ولې د سوریا فوج ته د جولان اپرېشن په زیان واوړیدلو۔ مصر دغه جګړه اوه میاشتې جاري وساتله او د کیمپ ډیوډ معاهدې د لارې مصر اسرائیل تسلیم کړو او اسرائیل مصر ته د سینا صحرا پرېښوده.د مصر او اسرائیل تر مینځ د کیمپ ډیوډ لوظنامې صرف او صرف ګټه اسرائيل ته ورسوله ځکه چې کوم مصر چې په پان عرب ازم یقین ساتلو او د صیهوني ریاست د وجود خلاف وو نو هغه خطره له مینځه لاړه. وخت تېریدلو خو ولې اسرائیل هغسې په منطقه کښې د طاقت د استعمال او د جارخانه پالیسۍ څخه کار واخستل.د اسرائیل د دغې جارخانه پالیسو لویه وجه امریکه هم وه، په کوم وخت کښې چې اسرائیل په وجود کښې راغے نو هم په دغه وخت کښې دوهمه نړیواله جګړه پايې ته رسېدلې وه او د اسرائیل لومړي مشرانو ته پوره علم و چې امریکه اوس د نړۍ طاقتور هېواد دے ۔ بل په امریکه کښې هغه یهودي بینکاران هم موجود دي کوم چې د امریکې په معشیت حاوي دي نو اسرائیل د خپلو مقاصدو لپاره د هغې صیهوني یهودي بینکارانو په مرسته په امریکه کښې سیاسي اثر رسوخ قایم کړل ۔ د کال 1973 د عرب اسرائیل د جګړې نه پس فلسطینیانو د اسرائیل د ناجایزه قبضې په خلاف د الفتح نومې تنظیم د بیرغ د لاندې وسلواله مبارزه پېل کړه  او د دغې خلاف صیهونیانو په امریکه کې دا کمپاین پیل کړو که چرې امریکې شوروي اتحاد ته شکست ورکړو نو د دوي پراکسي ډله الفتح به هم له مینځه لاړه شي د تاریخ نه مونږ نه شو ثابتولې چې ایا په ریښتیا شوروي اتحاد الفتح ته وسلې ورکولې؟ خو ولې دا ضرور ثابتولو شو چې د شوروي اتحاد په اخرۍ دوره کې یعنی د کال 1980 نه پس هغوي د فلسطینیانو په حق کښې د مثبت ډیپلومیسۍ نه کار اخستے او د هغوي د بنیادي حقونو خبره ئې په نړیوال فورم کوله ۔ دې وخت کښې د اسرائیل مشرانو په امریکه کښې ځکه د فلسطین الفتح د شوروي اتحاد پراکسي ډله جوړوله ځکه چې دلته هم دوي ته معلومه وه چې امریکه د شوروي اتحاد سره په څړه جګړه کښې بوخت وه۔ په کال 1991 کښې د شوروي اتحاد د غورځېدلو نه دوه کاله پس یعنې په کال 1993 کښې د فلسطین الفتح تنظیم په اوسلو ناروے کښې د اسرائیل د وزیر اعظم اسحاق روبین سره کښېناستل چې د دواړو تر مینځ تاریخي شخړې ته د پاې ټکي کښېودلې شي او اخر دواړه فریقین په دې رضا شو چې الفتح به خپلې وسلې غورځوي او اسرائیل به ورته ازادي ورکوي خو ولې د دې لوظنامې نه پس اسحاق روبین د نتن یاهو د ګوند ( لیکوډ ګوند) یو غړي وژلو. د اسحاق روبین د مرګ نه پس د فلسطینیانو او اسرائیل تر مینځ د اوسلو لوظنامه هم مړه شوه او د اسرائیل راروانو حکومتونو په West Bank کښې اتۀ لاکه غېر قانوني اباد کارۍ وکړې دا چې د فلسطین دغه پاتې دویشت فیصده خاوره هم په اسرائیل کښې ضم کړي .د الفتح د غېر مسلح کولو نه پس په عرب دنیا کښې اسرائیل یواځینې خطره د عراق د صدام حسین دولت ګڼلو، د صدام حسېن د دولت د ړنګولو لپاره په امریکه کښې دننه مسلسل لس کاله کمپائن وشو چې عراق کېمیاوي وسلې جوړوي او دغه وسلې یواځې د اسرائيل لپاره خطر نۀ دي بلکې د امریکې لپاره هم خطر لري ، خو ولې حقیقت دا وۀ  چې اسرائیل د مناهم بېګن په زمانه یعنی کال 1981 کښې د عراق اټومي ریکټرې په یو برید کښې له مینځه وړې وې. په کال 2002 کښې د اسرائيل وزیر اعظم بنیامین نتن یاهو د امریکې د سینټ کمیټۍ ته په یو اجلاس کښې وائي کۀ چرې تاسو صدام له مینځه یوړو نو زه ګارنټي درکوم چې په منځني ختیځ کښې به امن راشي . او اخر امریکې ورسره برتانیې په کال 2003 په عراق برید وکړو چې په نتیجه کښې هم د صدام حکومت له مینځه لاړو بلکې یو ملیون عراقیان هم ووژلي شو او تر اوسه لا عراق د هغې جګړې نه نۀ دے وتلے ۔ د عراق د وهلو نه پس هم هغه صيهوني لابي وه چې په امریکه کښې یې مسلسل په کلونو د ایران خلاف کمپاین وکړو چې خطرناکې اټومي وسلې جوړوي او دغه وسلې نه د اسرائيل لپاره خطره لري بلکې د منطقې او امریکې لپاره هم خطرناکې دي  . د کال 2011 نه واخله د کال 2023 پورې د اقوام متحده په هر اجلاس کښې بنیامین نتن یاهو دا دعوه کوي چې ایران ته په اټومي بم جوړولو کښې صرف یوه هفته پاتې ده خو ولې په حقیقت کښې دغه هفته په تیرو څوارلسو کلونو کښې لا مینځ ته رانغله چې ایران خپل اټم بم نړۍ ته وښایې، د ایران د اېټمي پلانټونو د نګرانۍ لپاره په مستقله توګه د IAEA انسپکټران په ایران کښې موجود وي خو ولې هغوي تر اوسه ثابت نۀ کړه چې ایا واقعي د ایران اټومي ري ایکټرې ایټم بمان جوړوي .د جولائي د میاشتې په څوارلسمه نېټه کال 2015 کښې د بارک اوبامه په دور کښې امریکې د اسټریا په پایه تحت ویانه کښې د چین ، روس ، فرانس او برتانیې ورسره د جرمني په موجودګۍ کښې لوظنامه وکړه چې ایران به صرف د خپلې انرژۍ د ضرورتونو او د هسپتالونو د چلولو لپاره یورینیم افزوده کوي خو ولې د وسلو جوړولو نه به منع وي ایران دغه شرایط منلو ته تیار شو خو ولې د ډونلډ ټرمپ په لومړۍ دوره کال 2017 کښې امریکې دغه لوظنامه یکطرفه ختمه کړه چې ایران به د خپلې انرژۍ د ضرورتونو لپاره هم د یورینیم افزودګي نۀ کوي . د ټرمپ لومړی دور ختم شو او جو بایډن د امریکې ولسمشر جوړ کړې شو خو ولې جوبایډن نه د ویانه لوظنامه بحال کړه بلکې ایران ئې نور هم د اقتصادي بندیزونو د لاندې راوستلو.د جوبایډن حکومت هم لاړ او ټرمپ د دوهم ځل لپاره د کماله هیرس سره د امریکې د سپینې ماڼې د ګټلو لپاره مقابلې ته راکوز شو ، د ټرمپ دا وار بیا انتخابی کمپاین او لوظونه دا وو چې په نړئ کښې به امریکه نورې جګړې نه کوی خو ولې د راتللو سره سم ښاغلي ټرمپ په ایران فشارونه زیات کړل هم په دې دورانیه کښې د دواړو هېوادونو تر مینځ په مذاکراتو کښې سلطنت عمان مینځي ګړے  جوړ شو د امریکې لخوا سټیو ویدکوف او د ایران لخوا علی شمخاني په لومړی راونډ کښې د دوي تر مینځ مذاکرات بې نتیجې ثابت شو او د دوهمې مذاکراتي غونډې لپاره بیا تابیا وشوه او هم په دغه مینځ کښې اسرائیل په ایران ناڅاپه برید وکړو او علي شمخاني  پکښې زخمي دے او مرګي حالت دے ۔د علي شمخاني  سره دغه عمل د انسانیت خلاف عمل وۀ بلکې د بین الاقومي اصولو او قوانینو هم خلاف عمل وۀ. د دې برید سره د امریکې او ایران تر مینځ د مذاکراتو دوېم راونډ هم ختم کړے شو یو خوا که اسرائیل د امریکې او ایران تر مینځ مذاکرات هم ناکامه کړل خو ولې بلخوا ئې د ایران په لاس ګوذارونه هم وخوړل .

نن جګړه دوام لري او دواړو فریقینو ته زیان اوړي ، که چرې دواړه فریقین بشمول امریکه مذاکراتو ته غاړه کښېنخودله نو جګړه به دوام وکړي او د جګړې دوام به نور هېوادونه جګړې ته راکش کړي او د نورو هېوادونو راکش کېدل به نۀ یواځې د ایران او اسرائيل په نقصان تمامېږي بلکې پوره منطقه به د اور په لمبو کښې ودرېږي ۔

نورې ليکنې۔۔۔