پښتونخوا کښې دا مهال دېرش ژبې وئېلې کېږي ۔ پۀ دې کښې پښتو، اردو، هندکو، سرايئکي، کهوار، کېلاشه، دامېلي، ګواربتي، پلوله، واخي، يدغا، مانکيالي، توروالي، باتېري، کموېري، چېلاسو، ګورو، ګاوري، کالامي کوهستاني، انډس کوهستاني، شينا، اشوجو، پوټهوهاري، غيبي، کونډل شاهي، بدېشي، بروشسکي، دوماکي، تيراهي او ارمړي شاملې دي ۔ وړاندې د دې نه چې په دې ژبو د شوي کار لنډه پېژنګلو وړاندې کړم په اول کښې دا نکته ثبت کول غواړم چې يوه داسې خطه چرته چې دومره ډېرې ژبې د مودو مودو نه مېشته دي د دې خبرې ډاګيزه دلالت دے چې دا خطه تاريخي قبوليت او تنوع/ بېلابېلتوب لري. ژبه يوه ژوندۍ نامياتي پديده وي ۔ دا په عمرونو عمرونو کښې زېږون بيامومي. دا محض د ابلاغ وسيله نۀ وي. دا يو نړۍ ليد وي ۔ دا د کلتور مرکزه وي او کلتور د اقتصاد تخليقي انجن وي ۔ دا د قوت حرکيات لري۔ دا خپل اختيار او واک هم لري ۔ همدا واک او اختيار وي چې د نړۍ استعمارګر پرې يوه ژبه ستره ثابتوي او بله وړوکې. حال دا چې ژبې ټولې په خپل اساسي وجود کښې يو شان وي. سياسي او معاشي جوړختونه په ژبو کښې طبقاتي تشکيل رامنځ ته کوي. همدغه طبقاتي تشکيل نن د پښتونخوا د ژبنيزې شتمنۍ او تاريخي تنوع باوجود د دې خطې پېژنګلو مسخ کړې ده. پښتونخوا ئې نورې نړۍ ته د وحشت او دهشت کور ګرځولے دے. د پښتونخوا هغه سرښار چې په زرګونو کاله کښې چرته د ټولنيز وجود نه خالي شوې نۀ ده دوي د نړۍ اول او دوېم نمبر خطرناک ترين ښار ګرځوي :
په تمهيد کښې يادې شوې ژبو باندې چې موجوده عصر کښې څومره کار پکار دے ريښتيا خبره دا ده دومره پرې نۀ دے شوے. کوم کار چې شوے دے هغه اکثروبېشتر د يو څېړنکار انفرادي هڅې دي. ضرورت البته د اداره جاتي مرکزونو او اکادمي کار سره سره د کلتوري او ياداشتي څېړنکاري مکتبونو دے. نيزدو موده کښې اداره براے تعليم و ترقي د “سربلند” په نوم يوه ضخيمه مجله کښې په دې ژبو د درې دېرش څېړنکارانو څلوېښت مقالې چاپ کړي دي. د دې لړۍ دوېم پړاو/ بله شماره هم نيزدو ده چې چاپ شي. دې نه علاوه يو انلائن مېګزين د “وي ماونټېن” په نوم دے. چې انګرېزي ژبه کښې د دې ژبو په حواله زيار ثبت کوي. د پښتونخوا د دولت د کلتور څانګې د يوې مجلې څۀ ګڼې هم دې بابت کښې شته. دا مهال دا مجله بنده ده. بايد بيا چالو شي ۔ څۀ موده وړاندې د اسلامک انټرنېشنل پوهنتون اسلام اباد، علامه اقبال پوهنتون اسلام اباد او غالبا د نېشنل ډېفنس پوهنتون په ګډ کومک د دې ژبو په حواله يو کانفرنس شوے وۀ. د دې کانفرنس مقالې غوره وې خو تر دې دمه زما د معلوماتو مطابق چاپ شوي نۀ دي. په کال دوه زره درېم کښې د فورم فار لېنګوېج انېشټيو/ايف ايل ائي په نوم يوه غېردولتي اداره جوړه شوې ده. پېل ئې پېښور کښې شوے وۀ. دا مهال اسلام اباد کښې دفتر لري. دوي د دې ژبو په حواله خورا زيات او قدرې بشپړه کار کړے دے. د تحريري او څېړنيز کار نه علاوه دوي د توروالي، هندکو، پلوله، ګاوري،کهوار او انډس کوهستاني ژبو کښې په مورنيو ژبو تعليم نومې کامياب پراجکټونه هم کړي دي. تر کال دوه زره او اوولسم پورې دې پروژه کښې تر پنځۀ سوه زيات ماشومانو ګډون لرلو. د دې ماشومانو مورنۍ ژبې دغه يادې شپږ ژبې دي. د دې ادارې تر دې دمه بشپړه کار څومره دے دې باره کښې زۀ پوره پوره معلومات نۀ لرم. دا مهال د دوي ويب سايټ هم نۀ خلاصيږي. البته د لټون دوران کښې راته د دوي په حواله د language documentations and revitalization in Northern Pakistan په نوم د فخرالدين اخونزاده، نسيم حېدر او محمد زمان ساګر يو سيمينار په ريسرچ ګېټ ملاو شو. کوم چې تر د دوه زره اولسم پورې معلومات ثبت کوي. د دې حوالې مطابق دې ادارې اکادمک سيريز کښې نهۀ کتابونه چاپ کړي. په دې کښې د کالامي کوهستاني، يدغا، کهوار، ارمړي، پهاړي او پوټوهاري، ګورباتي او پلوله ژبو کتابونه شامل دي. د دوي د چاپ يوه بله لړۍ د ورنيکولر سيريز/vernacular series په نوم ده. دې کښې هم دوي د دغه ژبو نه اووۀ اتۀ کتابه چاپ کړي دي. د دوي درېمه لړۍ د الف با کتابونو ده. تر دغه وخته يعني دوه زره اوولسم پورې د اووۀ ژبو الفبا واله کتابونه دوي چاپ کړي. دې سره سره ئې د څلورو ژبو اشوجو، ګورباتي، دمېلي او يدعا د فولکلوري قيصو سي ډيز هم تيار کړي دي. هم د دې ادارې په زيار او کومک د دې ژبو د انفرادي څېړنکارانو سره په شواخون دا مهال د اتۀ ژبو کيبورډونه هم جوړ شوي دي. په دې کښې يدغا، ګاوري، پلوله، کهوار، شينا، کلکوټي، انډس کوهستاني او کته وري زبې شاملې دي. يو ضروري، مهم او لازمي غوښتنه دا مهال دا ده چې دغه ژبنيز کارونه د يو بشپړه مرکز نه په يو ځاے مخ په وړاندې لاړ شي. ځکه کۀ داسې نۀ وي نو په يو يو کار بلها توانائۍ خرچ کيږي او دې کښې تکرار يا تضاد سخت خنډان جوړوي. دې مد کښې مفکوره څېړنيز او پراختيائي مرکز د مورنيو ژبو يو غورځنګ مخ په وړاندې بيائي او د دغه ياد ضرورت په باب له خپله ونډه شريکوي. په يويشتم او دويشتم د اپرېل دوه زره پنځيشتم کښې په کرک کښې د انګرېزي څانګې، وزارت امور نوجوانان او سنټر فار اپلايډ سټډيز اېنډ ريسرچ په کومک ترسره شو. په دې نړيوال کانفرنس کښې تر شپېتو زياتو څېړنکارانو خپلې مقالې او خطبې وړاندې کړې. په دې ګانفرنس کښې د ديارلسو ژبو په باب له څېړنې څرګندې شوې. دې کښې پښتو، اردو، انګرېزي، ګورباتي، پنجابي، سرائيکي، دامېلي، ګوجري، پوټوهاري او براهوي شاملې وې. په دې نړيوال کانفرنس کښې د اکسفورډ پوهنتون، هاورډ پوهنتون، کيليفورنيا پوهنتون، ملايشيا پوهنتون، پکا اسټريا پوهنتون او ګنګ فېصل پوهنتون نه علاوه د نورو معتبرو ادارو څېړنکاران شامل وو۔ الله دې وکړي دا مقالې چاپ شي او زر تر زره تر لوستونکو او اولسه ورسي ۔ په دولتي ادارو کښې د اکادمي ادبيات اسلام اباد له خوا د دې ژبو په حق له څۀ کار شته خو دا هم په اوړو کښې د مالګې برابر نۀ دے ۔
نړۍ کښې دا مهال د ژبنيز حقونو لپاره نۀ صرف مبارزې کيږي. غورځنګونه او خوځښتونه روان دي. بلکه د شفوي تاريخ احيا کيږي. د مېموري سنټرز ادارې مروج شوي دي. دا څېړنيز مرکزونه د انساني ياداشت سره تړلي جوړختونو باندې څېړنې کوي چې څنګه يو وګړے او ټولنه خپل انفرادي او اجتماعي وجود له وده ورکوي. د ماضى سره لازمي تړون د دۀ حال او مستقبل باندې اغېزه لري. دا تړون کوم قسمه حرکيات او ساينس لري؟ دې تعامل کښې انسان او ټولنه څومره واکمن او څومره مجبور ګرځيږي؟ د ټولنې کوم قسمه نفسياتي جوړښت د کوم کومو مرحلو نه راتېر دے تېريږي او متوقع پړاوونو نه به تېريږي. دې مد کښې نړۍ کښې مشهور څېړنيز مرکزونو ته يو نظر کوو۔
نړۍ کښې د انساني او کلتوري ياداشتونو مرکزونه/Cultural Memory Studies
- Centre for Cultural Memory (CCM) – University of London (UK)
- Memory Studies Association (MSA) – Amsterdam (Netherlands)
- Centre for Memory Studies – University of Copenhagen (Denmark)
- Centre for Memory and Testimony Studies – University of Sheffield (UK)
- Centre for the Study of Cultural Memory (University of Bologna, Italy)
- Centre for War, Memory and Popular Culture – University of Brighton (UK)
- The Mnemonics Network (USA – Various Universities) A collaborative network of memory studies scholars (Yale, Columbia, NYU(
- Australian Centre for Cultural Environmental Research (AUSCCER) – Wollongon
- Centre for the Study of Developing Societies (CSDS) – Delhi (India(
- Centre for Memory and Identity – National University of Singapore (NUS(
- Centre for Comparative Literature – University of Delhi (India)
د دې ادارو نه علاوه متعدد سندي او څېړنيز جرنلونه نور دي چې دې بابت کښې کار کوي .زموږ صورتحال دا دے چې د دې ژبو د تحفظ زمه واري نۀ پوره کوو. د دې د ترويج او اشاعت سره سره نور ژبنيز قانوني سياسي او سماجي حقونه د دې نه ورستو لازمي کار دے ۔
د پښتونخوا کلتوري شتمني
د يادې ژبنيزې شتمنۍ سره سره د پښتونخوا کلتوري شتمني هم لاساري ده ۔ زۀ دلته محض د اشاراتو په توګه ځينې کلتوري شتمنۍ رانقل کووم ۔
1: پېښور د زرګونو کلونو امانتګر ښار د دوه زره او پنځلسم د ارکايوز اينډ ميوزيمز د سروۍ مطابق محض پېښور کښې اتلس سوه او څلور څلوېښت تاريخي مقامونه دي. د بده مرغه دوه نيم سوه خو دې کښې ضايع شوي دي. دا نور د دولت د توجه منتظره دي. د ګورګټلۍ، سېتي هاوس، بالا حصار، شاجي ډېرۍ نه علاوه د دليپ کمار کور او د راج کپور کور خو دې کښې نړيوال شهرت لري ۔
2: د ارکايور د څانګې د دوه زره درويشت د څېړنو مطابق پښتونخوا کښې د رجسټرډ اثارياتي مقاماتو شمېر اتۀ زره او شپږ سوه دے ۔ د غېر رجسټرډ مقاماتو شمېر د شل زرو نه هم زيات دے ۔ په تېرو شل کلونو کښې يوو سل او ديارلس اثارياتي مقامونه تباه شوي دي ۔
3: دشمالي پښتونخوا اثار قديمه نه ارضياتي ماهرين دا نتيجه راوباسي چې دلته د موهن جوډارو او د ژوب په شان د درې نه څلور زره قبل مسيح تهذيبي اثاريات موجود دي ۔ د دې ډانډي د دارد تهذيب شتمنيو سره اړيکې لري ۔
4: مهرګړهـ هم په ډېرو حوالو د تاريخي پښتنونخوا سره اړيکې لري۔ دا اووۀ زره قبل مسيح ته رسيدلي اثاريات دي چې دا مهال د بلوچستان د دولت برخه ده ۔
5: د وزيرستان ډبرې د وزيرستان پېژنګلو ده ۔ دلته په سپين وام او عيدک کښې داسې ډبرې موندلے شوي دي چې ورباندې د عربي، سنسکرت او باختري ژبې املا ثبت ده. د وزيرستان په قدرتي وسايلو خو ډېر ليکونه شته خو د دې په تاريخي او اثارياتي مطالعه ليکونه کم دي. د دغه ډبرو په باب چې Aurel Stein او ډاکټر حسن داني کومې څېړنې کړي دي هغه تفصيل سره زما کتاب د افغانستان لرغونپوهنه کښې ثبت دي. دا د وزيرستان يو روشنفکره پېژنګلو رامنځ ته کوي ۔
6: په بنو کښې د رحمان ډېرۍ او شيري خان ترکۍ ډېرۍ آثارياتي تاريخي مقامونه
7: کرک ښار خصوصاً د ټېري نوابان او د دې خطې د مندرونو اثار
8: پېښور کښې کنشکا کېشکټ، ننګرهار کښې د بيمارانو کلي کېسکټ چې دا مهال د لندن زينت دے او د باجوړ د شينکوټ کلي نه برامد د شينکوټ کېسکټ چې دا مهال نيويارک کښې د کاسموپالټن لرغنتون زينت دے. دا د دې ښارونو پېژنګلو ده خو افسوس د دوي بچي او سياستوال ترې ناخبر دي.
9: د شهباز ګړهې او جمال ګړۍ اثاريات نور دي ۔ د اشوکا فرمودات او د خروشتي ژبې دا شهادتونه يوه بله کلتوري سرمايه ده ۔
:10 د خېبر تاريخي سرنګونه/ټنلز
11: د سوات او تخت بهائۍ کهنډرات او بدهائي سرمايه
12: په مانسهره کښې څوارلس د موريائي او اشوکا د سلطنت د خروشتي ژبې اثار دي. ورسره بالاکوټ کښې دا رنګ نور تاريخي اثارياتي اساسې دي.
13: . لنډه دا چې د پښتونخوا هر ښار د مادي وسايلو سره سره د تهذيبي او معنوي شتمنيو نه ډک دے. دا مهال نړۍ ته راپېښو غټو مسئلو کښې يوه د کلائمېټ کرائسس ده. د دې تحفظ به په ځنګلونه ابادولو کيږي. پاکستان کښي د ځنګلونو د مالکانو شپږ څلوېښت سلنه د دغه يادو دېرشو ژبو خاوندان دي. کۀ د دې مد سرمایه هم دوي ته ترلاسه شي نو ډېر څه به ترلاسه شي.
د ناين الېون نه پس د دولتي شمارياتي څېړنو مطابق پاکستان کښې دېرش زره د ترهه ګرۍ واقعات شوي. د شپږسوو نه زياتې خودکش حملې شوي. لکهونه خلک وژل شوي. د دې واقعاتو پنځه څلويښت سلنه صرف پښتونخوا کښې شوي دي. د خودکش حملو شپېتۀ سلنه صرف پښتونخوا کښې شوي دي. د ټولو مرګونو اويا سلنه مرګونه پښتنو کښې شوي. دا خو سرکاري شمېرې دي او څو کلونه زړې دي. غټ ظلم دا دے چې مړ هم زۀ او پړ هم زۀ! مرم هم زۀ او زما شناخت هم د ترهګرو جوړوي! زما مادي، تهذيبي او کلتوري شتمنۍ او لرغوني اثار ما يو مهذبه ټولنه ثابتوي. دا شهادتنامې په زرګونو لکهونو دي. د زرګونو کلونو دي. د رد کولو ګنجائش نۀ لري. دا ممکنه نۀ ده چې د دې شتمنيو وړ خلق به ترهګر وي. دا ترهګري او تشدد زمونږ په خټه او خمبيره کښې نشته. دا د بهر نه راوړل شوي دي. د دې لپاره سرمایه کاري شوې ده. د دې نه د خلاصون يوه لاره ده. هغه لاره دا ده چې د دې خاورې خلق د خپل تاریخ، ثقافت او ژبو په اساس د خپلې رسا پېژنګلو احيا وکړي. دې لپاره يو اوږد مهاله مبارزې ته ملا وتړي. د ملي وياړ د قيام غورځنګ روان کړي. هر قسمه استعمار ته شعوري مزاحمت وګالي. ساينسي تګلارې او رسا موخې وټاکي. کۀ داسې نۀ کوو نو د ځان او خاورې په زيان اوړېدل به مو يقيني وي.
رسا څېړنکاري څومره لازمي ده؟
د نړۍ چلوونکي خپل اقتدار لره د لېنګوېج انجنيرنګ نه کار اخلي. دې مد کښې دوي نه صرف ژبې د طبقاتي تشکیل نه راتېروي بلکه د ژبو د تاريخ تشکیل هم پخپله خوښه کوي. لکه غرب د شرق وګړي بدتهذيبه ثابتولو لره کتابونه ليکلي دي. دا رنګ دوي چې د ژبو د يو بل سره د اړيکو، ورکړې راکړې او تعامل تاريخواله ثبت کوي نو دې کښې اولنے مرام خپله برتري ساتي. لکه هر مشهور علم دوي د غرب نه پېل کوي. حال دا چې شرق کښې د دې نه په سوونو کلونه وړاندې دغه علم شرق کښې د يوې بشپړې ارتقا نه تېر وي. لکه د زېبا هنرونو تاريخواله، د قانون د علم تاريخواله، د علم نفسيات تاريخواله دوي په زور غربي کړې ده دا رنګ نور بلها علوم هم دوي په دروغو خپل ښودلي دي. د دې مخنوي لپاره رسا څېړنې ډېرې لازمي دي. دې مد کښي زه يو مهم مثال وړاندې کووم. د ژبو کلاسيفکېشن کښې يو غټه ډله د “انډو يورپئين لېنګوېجز” ده. د دې يوه ضمني ډله “انډو ايرانئين لېنګوېجز” ده. دوي پښتو بيا د دې ضمني ډلې لاندې ايراني لېنګوېجز کښې شماري. دې اصطلاحاتو کښې دوي د اريا او اريانا تاريخواله په ايران سره خلط ملط کوي. بل په انډو. يورپئين لېنګوېجز کښې شاملې تاريخي ژبې د هند نۀ دي. دا هند نه ورغلي ژبې دي. سنسکرت او اوېستا د لرغوني افغانستان ژبې دي. پانيني او پنګړه اچاريه د صوابۍ وو. زرتشت د افغانستان وۀ. افغانستان کله د هند برخه نه ده پاتې شوې. نۀ کله افغانستان د ايران برخه پاتې شوې ده. نۀ ايران کله د هند برخه پاتي شوې ده. نو دا څنګه په جغرافيايي تاريخواله د افغانستان سره انصاف دے؟ د اريائي ژبو اساس کۀ سنسکرت او اوېستا دے. نو دا د افغانستان نه بهر ولې ګڼل کيږي؟ دا خو د دې خاورې ژبې دي. بيا پښتو د اريائي ژبو ډله کښې د سنسکرت او اوېستا سره زيات نيزدو تړون لري نو دې منځ کښې دا اوسنې ايران ولې په دې پورې تړلې کيږي؟ ايران خپله تاريخواله د دې پښتو په تاريخواله ثبت کوي! دا اصطلاحات علمي وسلې او اوزار دي. دې ته ډېر دقيق نظر لرل پکار دي. ګوره زۀ دلته د اسانۍ تر مخه د ګورننس دوه اصطلاحات راوړم. يو دے “سول ملټري رول او بل دے ملټري سول رول” دا په ظاهره محض د يو ټکي په ترکيب کښې د ټکي د ځاے بدلون ښکاره کوي. خو د دې حقيقت څۀ دي؟ حقیقت ئې دا رنګ دے
Civil-military rule = Civilian-led with military influence.
Military-civil rule = Military-led with limited civilian involvement.
اوس په دې پېمانه “انډو يورپئين” وتلئ! بيا “انډو ايرانئين” وتلئ. پښتو دوي په دغه کښې شماري. دلته افغانستان چرته دے؟ او اريائي اساس چرته دے؟ زۀ دا نۀ وائم چې د دې اصطلاحاتو کوم مستند يا کره استدلال نشته خو زۀ دې ته همېشه د شک په نظر ګورم. او دغه شک لره د دوي بلها راجوړه کړې شوې تاريخواله لرم. زۀ همېشه د دې اصطلاحاتو په باريکيو نظر لرم. کله چې مونږ زما کتاب له د “تنقيق” نوم اېښودو. نو زمونږ مخې ته د “تحقيد” وضع شوې اصطلاح د مخکښې نه موجوده وه. او مونږ د “تنقيق* اصطلاح راوړه نو د ترکيب سازۍ همدغه منلي اصول مو په نظر کښي وو. د خبرې خلاصه دا ده چې د پښتو نسبت د افغانستان سره دے. او د دې د مخه د اوېستا او سنسکرت سره دے. خو په تشکيلي اصطلاحاتو کښې دا د انډو يورپئين لاندې د انډو ايرانيئن نه شماري! انډو أريئن نه ئې هم نۀ ګڼي. اوس سوال دا دے چې زۀ دې دې عمل ته ولې د شک په نظر ونۀ ګورم؟ چې زما د ژبې جغرافيائي او ژبنيز تړون روښانه حقيقت پکښې ؤرک دے؟؟
کتابيات
1.Assmann, J. (2011).Cultural Memory and Early Civilization. Cambridge UP.
- Nora, P. (1989). Realms of Memory: Rethinking the French Past. Columbia UP.
3.Olick, J.K. (2007). The Politics of Regret: On Collective Memory and Historical Responsibility. Routledge.
4.Akhunzada, Fakhruddin, and Maarit Liljegren. Kalkatak : A Crossroads of Cultures in Chitral. FLI. Language and Culture Series 4. Islamabad: Forum for Language Initiatives, 2009.
5.Baart, Joan L. G., Esther L. Baart-Bremer, and Muhammad Zaman Sagar. Report on Local Names and Uses of Plants in Kalam Kohistan. FLI Language and Culture Series 1. Peshawar: Frontier Language Institute & Kalam Cultural Society, 2006.
6.Baart, Joan L. G., and Muhammad Zaman Sagar. Kalam Kohistani Texts. Islamabad: National Institute of Pakistan Studies and Summer Institute of Linguistics, 2004.
7.Haider, Naseem, ed. Palula shiluka [Palula stories]. Peshawar: Anjuman-e-taraqqi-e-Palula and Frontier Language Insititute, 2006.
8.Haider, Naseem, ed. Palula matali [Palula proverbs]. Maqami Zaban-o-Adab kaa Ishaati Silsila 1.Islamabad: Forum for Language Initiatives, 2012.
Websites
https://wemountains.com/amp/
https://journals.sagepub.com/home/mss]
https://muse.jhu.edu/journal/99
https://www.tandfonline.com/toc/cjgr20/current
http://tca.kp.gov.pk/