“کاګنېټیو سائنس” او ډاکټر نجیب الله “Cognitive Science” and Dr. Najeebullah – بېدار اصلزے

“کاګنېټیو سائنس” د انساني رویو د لوست هغه سائنس دے چې تر لارې ئې انساني خویونه، مزاجونه او ذهنونه د یو خاص فکر سره سم اړول کېږي. پۀ علمي توګه وروستو پاتې قامونو کښې د دې سائنس تر لارې فکري انتشار ساتل، د قامي مسئلو نه د پام اړولو تکنیکونه، اولس پۀ نان ایشوز کښې ساتل، د قامي بیانیې پۀ حقله د اولس عدم دلچسپي پېدا کول/ برقرار ساتل او هغوي د خپل شناخت، خپلې خاورې، خپلو وسائلو د دعوې نه دستبردار کولے شي.

پۀ پښتنې خاورې د باچا خان نه د ډاکټر نجیب او د اوسنۍ ورځ پورې د کاګنېټیو سائنس تر لارې اولسي ذهنیتونه پۀ قامي مسئلو، قامي حقوقو او قامي مرامونو مذبذب او شکمن ساتلے شي. دا لیکنه د اولسي ذهنونو د “قالب کولو” د پروسې یوه علمي کتنه ده. مونږ هڅه کوو چې داسې لیکنې وخت تېرېدلو سره اسانې هم کړو او پرېوانې هم.

شلمه پېړۍ پۀ سياسي حواله ډېره مهمه ده. پۀ دې پېړۍ کښې کۀ يو خوا امريکې د يو سرمايه داره قوت پۀ توګه سر راپورته کړو نو بل خوا مارکسېزم هم يوه عملي سياسي بڼه خپله کړه او بيا برټش کالونيلېزم هم چې اخري ساګانې ئې اخستې، د دنيا نقشه نوره کړه. هم داسې دې پېړۍ دوه ستر نړېوال جنګونه هم وليدل چې نتيجه ئې يو اوږد سوړ جنګ شو. د دې پېړۍ د مهم سياسي عملياتونو د اغېزې نه پۀ هېڅ ډول افغانستان بچ پاتې نۀ شو او د استقلال د ګټلو نه پس د يوې لنډې مودې د قرارۍ نه پس د دې وطن پۀ برخه جنګونه، تاو تريخوالے او بد امني ورسېده او بيا داسې ډېر ځله شوي دي چې وطن جوړوونکي راغلي دي خو ولې د هغوي پۀ هڅو شک شوے او سخت مخالفت ئې شوے دے.

پۀ دې ليکنه کښې به زما هڅه وي چې پۀ دې مسئله د کاګنيټو سائنس (congitive science) ترمخه، خصوصا د ډاکټر نجيب پۀ تناظر کښې خبره وکړم چرته چې يو ليډر باوجود د دې چې هر خاص و عام ته د وطن د ودانولو باور ورکوي، تر دې چې خپل اختياراتو نه هم لاس اخلي خو ولې بيا هم د هغۀ پۀ نيت شک کېږي؛ د هغۀ سره د کينې تر حده اختلاف کېږي او بيا پۀ تېره تېره چې دا قیصه دومره شدت ته رسي چې هغه لۀ منځه وړي؟ اوس هر انسان چې پۀ خپله خټه کښې د نۀ تاو تريخوالي او ودانۍ جوهر لري نو داسې ولې وشي چې د وطن د ورانولو تدبيرونه ونيسي؟ ولې د امن پۀ ځاے جنګ کښې د ژوند کولو امکان وګوري؟ هم دا سوال پۀ نورو لفظونو کښې داسې هم ممکن دے چې ولې داسې وشي چې پۀ يو سياسي عمل کښې اولسونه چې وغواړي يو څۀ خو ترې وشي بل څۀ؟

اوس د دې سوال ځواب لۀ څو زاويو ممکن دے – دا سوال پۀ ځان کښې ټولنيز، سياسي او اقتصادي اهداف د تر لاسه کولو جهتونه لري خو ولې پۀ دې کښې مهم يو چې دے او لکه د يوې الې کار کوي، هغه ‘بيانيه’ ده – هر هدف چې هغه سياسي بڼه لري نو بې د کومې موثرې بيانيې ئې تر لاسه کول ممکن نۀ دي او بيا ټولې بيانيې رښتني هم نۀ وي ځکه چې ټول سياسي اهداف هم مثبت نۀ وي. اوس لکه چې ما بره يادونه هم وکړه چې دا بحث به د نجيب پۀ تناظر کښې وي نو غوره ده چې يو نظر د ډاکټر نجيب پۀ سياسي اړخ وکړو –

ډاکټر نجيب الله چې د سياسي ژوند پېل ئې د طالبعلمۍ د زمانې نه کړے ؤ خو د ډاکټرۍ تعليم سر ته رسولو نه پس عملي سياست ته راغے او تر افغان صدر جوړېدو پورې هغه پۀ ځینو نورو مهمو سياسي او دفاعي څوکیو باندې هم پاتې شو خو د هغۀ دې ټول سياسي سفر کښې د پام وړ اړخ د هغۀ سوشلزم نه راستنېدل او افغان نېشنلېزم ته وده ورکول وو او د هغۀ دا هڅه د ملي روغې جوړې د سياست (National Reconciliation) پۀ نوم پېژندلې کېږي.

کله چې ډاکټر نجيب پۀ 1986 کښې د PDPA جنرل سېکرټري شو نو داسې د هغۀ پۀ وينا “د ملي پخلاینې کمسیون”National Compromise Commission (NCC) جوړ کړے شو د کوم ستر هدف چې پۀ وطن کښې د روانې جګړې مخنېوے کول وو. پۀ دې لړ کښې هغۀ پۀ روس او امريکا غږ وکړو چې افغانستان کښې دې دوي خوره کړې وسله راټوله کړي او دوي سره دې د افغانستان پۀ ودانولو کښې مرسته وکړي او هم داسې د وطن دننه جنګ- سالارانو نه ئې غوښتنه وکړه چې د امن د شتون د پاره دې بايد جرګه شي او پۀ دې لړ کښې تر څلوېښتو زرو پورې جنګيالانو سره تماس ونېوے شو او د حکومت لۀ خوا د شپږو مياشتو د پاره د اوربند اعلان هم وشو. هم داسې د دې جنګسالارانو نه دا غوښتنه هم وشوه چې د نوي اساسي قانون پۀ ترتيبولو کښې خپل تجاويز متعلقه کمېشن ته وسپاري او داسې د نوي دستور د سازولو پۀ لړ کښې شپږ مياشتو پورې تاودۀ بحثونه وشول او دا دستور د کال 1987 د نومبر پۀ دېرشمه نېټه سر ته ورسېدو. د نوي اساسي قانون يا دستور د رامنځ ته کېدو نه پس افغانستان کښې د يو ګونديز سياست پۀ ځاے ګڼ ګونديز سياست ته ځاے ورکړے شو او د افغانستان هر سياسي فکري مکتب ته غږ وکړے شو چې پۀ دې سياسي عمل کښې دې برخه واخلي څو کۀ دوي هم خپل سياسي اهداف تر لاسه کول غواړي خو ولې د جهادي جنګيالانو ل‍ۀ خوا د دې عمل مخالفت وکړے شو.

پۀ 1987 کښې ځائي او بيا 1988 کښې پارلېماني ټولټاکنې وشوې او چې جنګيالانو )ځان ته مجاهدین ویونکي( پۀ دې عمل کښې برخه نۀ وه اخستې، دوي ته بيا هم د نمائندګۍ د ورکولو د پاره پۀ 234 کښې 50 څوکۍ پرېښودې شوې. د روغې جوړې د سياست يو بل مهم اړخ د “جنيوا معاهده” وه – اهداف ئې: د شوريانو د فوجونو پۀ نهو مياشتو کښې دننه ټول پۀ ټوله د افغانستان نه وتل، پاکستان او افغانستان پۀ دې باندې متفق کول چې د يو بل پۀ کورنۍ معاملاتو کښې به کار نۀ لري او د افغان مهاجرو پۀ خپله خوښه وطن ته ستنېدل وو. دې سره د دې سياست يو بل اړخ د سولئيزې سيمې اعلانول وو چرته نه چې د افغانستان فوجونه واپس را وغوښتے شول څو چې مهاجر کۀ بېرته راځي هم نو چې دلته پۀ امان وي او کۀ جنګيالان هم دلته خپل سياسي ګونديز فعاليتونه شروع کول غواړي نو چې ورته هېڅ خنډ نۀ وي. د دې تر څنګ پۀ جنګ کښې نیول شوي جنګيالان قېديان چې شمار ئې پۀ زرونو کښې ؤ، هم وار پۀ وار پۀ درېو مرحلو کښې خوشي کړے شول.

کۀ د سياسياتو د مطالعې تر مخه د رياست بنيادي شرائطو ته وکتے شي کوم چې ابادي (population)، خاوره (territory)، حکومت (government) او حاکميت (sovereignty) دي نو مونږ ته به پته ولګي چې د ډاکټر نجيب الله د ملي روغې جوړې سياست د افغانستان د ودانولو د پاره څومره موثر ؤ؛ خو ولې هم دغه نجيب الله بيا هم د روس وفادار او کافر وګرځېدو. اوس ټول افغان اولس او ټولې دنيا ته پته ده چې پۀ افغانستان کښې لګېدلے اور د سوړ جنګ يوه برخه ده چرته چې “دوو سنډاګانو” پۀ دې خاوره خپله زور ازمائي کوله خو ولې د نجيب الله پۀ ضد د دوي اثاثو هر يو لکه؛ حزب اسلامي )ګلبدين(، حزب اسلامي )خالص(، جمعيت اسلامي افغانستان، شوريٰ نظار، اتحاد اسلامي برای آزادئ افغانستان، محاذ ملي اسلامي افغانستان، جبه نجات ملي او حرکت انقلاب اسلامي افغانستان يوه خولۀ وو او داسې د دوي پۀ اوږه پروت ټوپک د نورو قوتونو ؤ. پۀ دې ټوله لوبه کښې مؤثره بيانيه د مذهب پۀ نوم خلق هڅول وو او د اسلام داسې يوه تشريح کول وو چې هغه د اسلام نۀ بلکه د امريکا پۀ ګټه تماميدو.

لکه څنګه چې ما بره يادونه کړې وه چې پۀ دې لړ کښې به مونږ کاګنيټو سائنس ته رجوع کوو نو د دې ډګر د پوهانو خيال دے چې سياسي جنګ پۀ اصل کښې پۀ انساني دماغو کښې دننه کېږي او د دې پۀ شا انساني Cognitive Unconscious کار کوي، سياستمداران د انسانانو پۀ دې حصه کښې کار کوي او داسې دوي د خپل ملاتړ کولو د پاره تياروي. پۀ دې لړ کښې چې څوک مهمه برخه لري، هغه معاصر امريکائي فلسفي جارج لېکاف (George Lakoff) دے چا چې پۀ دې حواله بشپړه کار کړے دے. هغۀ د انسان پۀ Cognition کښې مهم توکے د تشبيهاتو/ روزمرو نظام ګرځولے دے کوم ته چې ئې د کانسپچول مېټافرز (Conceptual Metaphors) نوم ورکړے دے – خو وړاندې لۀ دې چې زۀ پۀ دې حواله نور بحث وکړم، غواړم چې د دې پۀ شاليد هم يو څۀ خبره وکړم.

هېګل (Hegel) چې کله خپل بشپړه فلسفيانه نظام وړاندې کړو نو داسې هغۀ فلسفه پۀ دوه ډوله پۀ خپله اغېزه کښې راوسته؛ يو طرف ته د هغۀ منونکي رايټ هېګيلينز (Right Hegelians) وو چې هېګل سره متفق وو – بل طرف ته لفټ هېګیلينز (Left Hegelians) وو يا هغه څوک چې د هېګل سره متفق نۀ وو او يا د هغۀ د خيالاتو مزيد څېړنه يا اصلاح ئې کول غوښتل. نو دې د دوېم ډول فلسفيانو د فکرونو نه د فلسفې درې مهم مکتبونه رامنځ ته شول چې مارکسزم (Marxism)، اګزسټېنشلېزم (Existiantialism) او اېناليټک فلاسفي (Analytic Philosopy) دي او بيا پۀ شلمه پېړۍ کښې ډېر کم داسې څۀ به شوي وي چې د يادو درېو مکتبونو نه د کوم يو د اغېزې د لاندې نۀ وي او يا د دوي د لارې ئې د څېړنې او د حل هڅه نۀ وي شوې. پۀ دې کښې اېناليټک فلاسفي د ژبې پۀ ارزښت زور راوړو او دا ئې ووئيل چې فلسفيانه مسئلې ټولې پۀ اصل کښې ژبنۍ مسئلې دي او کۀ مونږ دې نه د وتلو هڅه کوو نو بايد چې د ژبې پۀ نيمګړتياو غور وکړو او هم داسې ځینو “معنٰي” د جملو پۀ خپل منځ کښې تړون (Coherence Theory of Meaning) وګرځولو او ځینو “معنٰي” د ويونکي د جملو پۀ شا مدعا (Contexual Theory of Meaning) وګرځوله او ځینو وئيل چې يو څۀ هله بامعنې کېدے شي چې هغه يا خو Analytic وي او يا Verifiable وي (Logical Positivism)، داسې د ژبې پۀ حواله چې دا بحث بشپړه کېدو بشپړه کېدو نو د کاګنيټيو سائنس (Cognitive Science) جرړې ئې ټينګې کړې او بيا د علم او پوهې دې ډګر د ژوند پۀ بېلابېلو اړخونو بحثونه پېل کړل چې چرته ئې سياست ئې هم د پام وړ ډګر وګرځېدو او پۀ کښې د را ولاړو ستونزو پۀ حواله ئې بحثونه وکړل.

نو لکه څنګه چې مونږ وئيل چې د دوي پۀ خيال د سياسي جنګ مېدان انساني دماغ دي او هم هلته نه انسانان د خپلو سياسي عملونو د پاره هڅولے کېږي چرته چې د ژبې يو لوے تشبيهاتي/ محاوراتي نظام (Conceptual Metaphors) د دوي فرېمنګ کوي او د دې مثال لېکاف داسې ورکوي چې کله مونږ وايو چې ما فلاني نه بحث وګټلو نو د دې دا مطلب شو چې دلته مونږ بحث د جنګ پۀ فرېم (frame) کښې اچولے دے او لکه څنګه چې پۀ جنګ کښې ګټه يا بائيلات وي نو داسې پۀ بحث کښې هم وي يا لکه مونږ وايو چې وخت قيمتي دے نو د دې مطلب دے چې مونږ وخت د سرمایې پۀ توګه پېژندلے دے؛ لکه سرمايه چې بچت کېدلے او ضائع کېدلے شي نو داسې وخت هم ۔۔۔ فرېمنګ نه د لېکاف پۀ بشپړه توګه دا مطلب دے چې فرېمنګ زمونږ ذهني ساخت تشکيلوي د کوم تر مخه چې مونږ دنيا ګورو او هم داسې د دې پايله دا وي چې مونږ خپل اهداف د دې تر مخه ټاکو او د دوي د پاره پلاننګ کوو او تر لاسه کولو د پاره ئې زيار باسو.

اوس کۀ د “روس وفادار” او “کافر” مېټافرز ته وګورو نو دا ښکاره کوي چې دا د “غېر روس” او “غېر کافر” خلقو ذهني فرېمنګ دے او د افغانانو پۀ چوکاټ کښې د دې مطلب به دا وي چې د روس وفادار هغه هر څوک شو چې افغان ملت ته وفادار نۀ وي او کافر هغه څوک چې پۀ يو خداے باور نۀ لري او بيا مخصوص پۀ اسلامي چوکاټ کښې هر هغه څوک دے چې پۀ يو خداے باور نۀ لري او محمد صلي الله علېه وسلم اخري پېغمبر نۀ مني.

کۀ دې فرېمنګ ته لږ نور هم پۀ باريک نظر وګورو نو د “روس وفادار” او “کافر” مطلب به غدار، خائن، دروغژن، فرېبژن، بې باوره، بې ضميره، بې ننګه، خود غرضه، ګنهګار، دوزخي او نور دېر څۀ وي او بيا د نجيب پۀ ضد او “د امريکې وفادارو” ته د دې )د امريکې( د بيانيې د پروموټ کولو د پاره د جومات منبر نه تر درسي کتابونو هر مېډيم پۀ لاس ورکړے شوے ؤ – نو کۀ پۀ داسې وخت کښې هر څومره هم ډاکټر نجيب د وطن د ودانولو او د امن شته کولو د پاره هڅې کولې خو ولې هغه بيا هم د روس وفادار او کافر نجيب الله ؤ…

کتابيات

Lakoff, G. (2004). DON’T THINK OF AN ELEPHANT! Vermont: Chelsea Green Publishing Company.

Lakoff, G., & Johnson, M. (1980). Metaphors We Live By. Chicago: The University of Chicago Press.

Marwat, D. F.-u.-R. (2005). From Muhajir to Mujahid. Peshawar: Pakistan Study Center, University of Peshawar.

نويد, ن. (1999). وطن يا کفن.

بېدار اصلزے

“Cognitive Science” and Dr. Najeebullah

“کاګنېټیو سائنس” او ډاکټر نجیب الله

دا هم ولولئ

باچا خان: د عدم تشدد یو بشپړ باب – بېدار اصلزے

عموماً پۀ ټول انساني تاريخ کښې او خصوصاً پۀ شلمه پېړۍ کښې د عدم تشدد …