د خان زمان کاکړ د نظم شربت ګله يوه توکنه—ډاکټر فېصل فاران

دا ليکنه شريکه کړئ

اوسنۍ نړۍ کښې  جګړې  زياتره پروپګېنډي  په لاره کېږي نو دې کښې تصوير هم د پېغام مهمه وسله وي تصوير يوه موضوع د هندسو او خبرونو نه راوباسي او انساني تجربې سره ئې داسې تړي چې د يوې ټولنې يا  ډلې  ستونزه نه يوازې تمثيل کړي بلکې يو ځانګړي مرام  د پاره خلک يوخاص   دریځ ته هم و هڅوي د پښتنو تاريخ کښې  د غازي امان الله خلاف د قبائلي بغاوت پروپګېنډي کښې بنيادي کار هم دغسې تصويرونو ترسره کړے وۀ ۔ سوزن سانټګ وائي چې :- تصویر محض د وخت یوہ کنګل شوې شېبه نۀ وي، دا يوه ګواهي هم وي چې دا پوښتنه کوي ايا ته ما وینې؟ ستا پۀ ما پروا شته؟” اوبياکله چې تصویر د ماشوم يا ارتينه ذات مظلومه څهره وښائي، نو د تصوير پېغام د ‌انسانيت غږ وګرځي ۔ داسې تصوير د سترګو نه، بلکې د ضمیر له لارې انساني وجدان ته لاره مومي خو  منلې فوټوګرافره  ليکواله سوزن سانټګ داهم ليکي چې تصوير د درد داستان وي  ظلم ثابتوي خو دړد او تکليف کتونکي ته نۀ شي منتقلولې۔

The photograph can only document the pain—can only prove to us that the atrocity is ‘real,’ but cannot communicate pain because the viewer is unable to ‘understand. We don’t get it. We truly can’t imagine what it was like ”

سټیو مک کري فوټوګراف  “افغان ګرل ” هم يوه هينداره ده چې دسرمايې نړۍ به  پکښې تل ناولے مخ ويني او هم دا  يو زخم  دے چې د تهرډ ورلډ دټولو مونالیزاګانو د درد څړيکه انځوروي دا تصوير  ښائي چې څنګه يو ساده تصوير  د لېږدونې په څېر پېچلې موضوع پروپګېنډې کښې  پياوړې وسيله وګرځوي جدید تاریخ کښې دماشومانو داسې يو شمېر تصويران  شته چې په عالمي مخه  مهمو پرېکړو کښې دبحث موضوع ګرځېدلي دي  لکه

۱ـ د فان تهي کمفوک تصوير

دې مشهور  عکس  پلټرزپرائز اغستے ؤ ۔ 1972ز  کښې د  وېتنام  ترانګ بانګ کلي باندې د نيپام بمونو برید کښې  نهۀ  کلنه ”کمفوک  نومې ‌ماشومه هم ښکارشوه  اور پرې بل شوجامې ئې وسوزېدې  په بربنډه يې په  سړک منډې وهلې چې د ايسوسي ايټډ پرېس   صحافي”نِک اُت“ ئې عکس واخسته داعکس دې خانه دجنوبي او شمالي وېتنام دې خانه  جنګي نه د امريکې  وتلو کښې مهم کردار ترسره کړه   د جنګ ختمېدو سره سم د امريکايي اولس هم د دې عکس تاثرکښې  « اپرېش بے بي لفټ » کښې د ويتنامي  ماشومانو د روزنې  پالنې پراجېکټ  پېل کړه

۲ـ د سوډانۍ ماشومې او غلېواز تصوير

دغه تصوير  1993ز کښې دسوډان د قات او خانه جنګۍ کښې فوټوګرافر کیون کارټر وباسلے  وۀ چې  پلټرز پرائز ئې هم ګټلے دے ۔ تصویر کښې  يوه ماشومه  د لوږې او ضعف نه په زمکه په  ګونډو ناسته ده او شاته  ئې غلېواز د مرګ انتظار کوي ۔ ويتنام کښې ات نک  کمفوک  ژغورلې وه خو کېون کارټر داسې ونکړے شوه خو څومیاشتې پس ئې ځان وژنه وکړه او يو خط په دې الفاظو پرېښوده  چې ۔ زۀ نور دا ټول درد نشم زغملے۔

۳ـ د اومائرا سانچېز تصوير

دا تصوير فوټوګرافر فرینک فونیئر اخستے ؤ نومبر 1985ز د کولمبیا په  آرمیرو نومي کلي اورشيند چاودېدو سره تباهي وشوه چې پکښې  ۱۳ کلنې نجلۍ اومائرا  هم د ملبې لاندې  راغله چې پښې يې د کانکريټو او خټو په منځ کښې بندې او مرۍ سر يې بهر پاتې شول  دې ماشومې ډېر زيات  استقامت وښوده خو شپيته ګهنټې  پس ئې ساه ورکړې وه دغه تصوير وښوده چې څرنګه نوې نړۍ لاد  افتونو په وړاندې اوس هم بې‌وسه ده۔

۴ـ د عیلان شنو کردي تصوير

د کال 2015ز په دويم ستمبر  د ترکي  بودروم  ښار  د ساحل شګوکښې پرمخ مړ پروت د درې کلن عیلان دا بوږنونکے تصوير چې ټوله دنيا يې جړقولې وه‌ د ډوګن نيوز ايجنسي  فوټوګرافر”نیلوفر دمیر” اخستے وۀ‌ دې  دې نه پس اروپاي هېوادونو  شامي کډوالو د پاره د پناه پاليسي نرمه کړې وه يعنې  هغه د انشاءالله خان انشاء -هغه خبره چې :وہی ذبح کرے ہم کو وہی لے ثواب الٹا

۵ـ دي افغان ګرل تصوير

دسرپاڼو د تاريخ  کښې  تر ټولو زيات  منلے شوے دا تصوير اوس هم ” د مک کري فوټوګراف” په نامه اشتهار کښې لګېدلے وي  دا تصوير  د نېشنل جيوګرافک مېګزين په سرپاڼه جون 1985ز کښې خپورشوے ؤ او بيا دميګزين په يو سل پينځه ويشت کليزه هم په سرورق خپور شوے و دا عکس په ون زيرو فائيو ایم ایم اے اي-اېس ايف پوائنټ ټو فائيو  لېنز باندې په‌ نيکون ايف ايم ټو کېمره  اغستے او کوډاکروم 64 فلم سلایډ باندې ثبت و پري پرنټ ريټچنګ  يې ګرافک ارټ سروس جارجيا کړے  تصوير  کښې  دولس کلنه  نجلۍ په پړقېدونکو شنو سترګو  ځيرځير د کېمرې شيشې ته په وحشت ناخوښي او غصه ګوري خو د تېزو رنګونو د تناسب په وجه  د نقاشي ښائست لري کوم چې د مک کري د تصويرانو اسلوب  هم دے ۔د تصوير تشريح مغرب داسې کړې وه چې « له شنو سترګو او ډار وراړولې څهرې سره یوه کډواله افغانه نجلۍ » ۔  ”ياسمين نائر“ليکي چې  دا تاثر د فوټوګرافر او د مکتب د استاد  په زور زبردستۍ د عکس اغستلو نه ددې نجلۍ کرکه او بد اوړل ښائي  عکس د شوروي روس ضد جګړه کښې د امریکا لپاره د تبلیغاتو یوه غوره وسیله شوه او د مجاهدینو تور تاریخ ته ئې لويه  پرده راښکله څوک چې امريکې او اروپا دپاره جنګېده۔ او د دوه نړيواله ځوواکونو  جګړه  د افغانو د “ازادۍ مبارزه” معرفي کولو سره  د‌ ايسکيلس  فلسفي دا  خبره يې بيا رېښتوني ثابته کړه چې

جګړه کښې  اول  وژنه  د رښتياؤ  کېږي- دې  تصوير سره  هغه  وخت دا افسانه هم دجهادي  پروژې برخه وه  چې  د دې نجلۍ مور پلار دواړه روسي بمبارۍ کښې مړه شوي خواصل خبره دا وه چې د شربت ګلې ټاټوبے کوټ ولسوالۍ هغه وخت هم د اشرارو مرکز وۀ او نن هم  د داعش ګړهـ دے نو د ډز ډوز نه تنګ راغلي خلک يې کډوال کېده چې شربت ګله  هم  پلار، نيا  او وروڼو خوېندو سره دې  لېږدونې کښې ناصرباغ ته  راغله دا تصوير دا هم  ښايي په کډوالي کښې انسانیت هم دویم شهید وي ځکه  تصوير دا پوښتنه هم راولاړوي چې اوس ولې داسې تصویران نه خپرېږي چې د افغانستان د اولس د تکليف اوکړاو کښې کمي د پاره پکار راشي؟ ۔ ځکه دا تصوير د سیاست ژبه او د منافقت اسلوب  هم په ګوته کوي چې پکښې  يوکردار هغه وخت مظلوم ګڼلې شوے ،چې ظلم ورسره مخالف فريق  کوي؟ شربت ګله وي که  محمد الدره،  ‌که يوکرائني هلک دې  ټولو کردارونو ته د پروپګېنډې د نښانونو او پوسټرونو جامه ور اغوستې شوې ده  شربت ګله د اوزار په توګه استعمال او بيا غوځارکړې شوه  اګر که  د ”مک کري“ متعلق دا خبره کېږي چې د تصوير ماډل ته د اوبجيکټ په سترګه نه ګوري خو حقيقت داسې نه ښکاري  شربت ګله دې تصويرکښې د هغې د خوښې خلاف استعمال شوې ده او پۀ  دې  وجه ئې سترګو کښې مسکا نۀ  بغاوت دے چې د دې ترديد کوي چې ورته افغان موناليزا وئيلي شي ۔ خو په دې خطاب د  هغ د  ناچارې ورځې او د دربدرۍ د کيموفلاج  هڅه هم شوې چې د  مغرب فائن ارټ د پاره هم بې ترهې د ښکلا يوه موضوع وګرځولې شي۔  ځکه هغه په دې چل   تجارتي مارکه  هم  شوه   پېرانارمل ايکټيوټي فلم  او د د مک کري سرچ فار افغان ګرل` ډاکيومنټري چې دنائن اليون پاليسي برخه وه نه راواخله ۔ فن لینډ  نائټ وش بېنډ  “دي آئز اف شربت ګله”  او د کلیمنجارو ډارک‌ جاز اینسمبل بېنډ  په  البم- ”هيئر بي ډرېګننز“ کښې ددې په نامه  کمپوزيشن وي که د نيو فارملزم  منلې شاعرې” جيرټروډ شنيکنبرګ“ شاهکار نظم «افغان ګرل »۔ اټلي کښې ئې د سټیچيو نيکلس  خرڅيده‌ وي که د  اسمبلګ آرټسټې جېن پارکينز  موزيک پورټریټ  وي (يو پښتون ليکوال اټک يوسفزي هم پرې شربت ګله نومې ناول  لېکلے دے) ۔دا ټول عمل دا ښايي چې څنګه د یو ملت حافظه، وجود او تاریخ د استعمار په کېمره کښې کۀ تصویر هم شي، خو ورسره  به ئې  بيا تشريح هم دوي  خپله‌  کوي  نومياله ژورنالسټه ياسمين نائر په دې سکالو يو ليک ::State of the union:, Sharbat Gula Is  Not Lost  کښې ليکي چې:  ”کلونو  وروستو به، مک کري دا شېبه د وخت یوه تصادفي لمحه ګڼي او د عکس اخستل به  لکه  نږدې د یوې پېښې په څېر یو ساده، ناڅاپه بيانوي خو په حقیقت کښې هغه یو نه بلکې څو عکسونه واخستل او ماډل (شربت ګله) ئې پوه کړه چې  څنګه او څه به کوې. او پائې کښې، دا یو ډېر ښکلې جوړ شوے انځور وۀ د هغې تور ویښتان  د  مخ نه تاو کړې شوي، سترګې ئې زغردې راڅرګندېږي، ویښته  ئې نیمه برخه د سور ټيکري  لاندې پټ شوي او ټېکرے  د بدن پورته برخې نه راچاپېر کړے شوے خو دومره سورے لري چې شين کمیس یې ترې ښکاري شاته یې یو شین ــ خړ دیوال  چې سافټ فوکس  پرې شوے خو سترګې چې  د انځور مرکز دي هغسې خندا نۀ کوي او مخ ئې د مقاومت او غصې څرګندونه کوي ياسمين نائر  دا پوره واقعه تجزيه کوي ليکي چې-

”یو سپین ‌پوستے غیرملکي، یو امریکائي، خېمې ته داخلېږي او په تلوسې سره شاوخوا ګوري  هغه شربت ګله ویني او د هغې سترګې ئې پام را اړوي  روښانه شین رنګه سترګې چې د رڼا په وړانګو کښې ځلېږي. هغه دا هم ویني چې دا نجلۍ ښکلې ده، او یوازې سترګې یې د حېرانتیا وړ نۀ دي۔ هغه پوښتي چې ایا دا نجلۍ به د عکس اخستلو لپاره ودرېږي؟ ۔ نجلۍ انکار کوي د هغې هېڅکله عکس نه‌ دے اخستل شوے، خود مکتب استاد ئې هم اړباسي چې رضا شي او عکس ورکړي-…..

شربت ګله چې د شوروي او امریکائي جنګونو قرباني وه  هغه  وخت د پاکستاني سیاست د قربانۍ ګډورې  هم شوه چې د جعلي اسنادو په  جرم 26 اکتوبر 2016ز نوتهيه پېښور کښی د شپې ګرفتاره اوبيا ښۀ په شعوري توګه  د پښتنو د پښتونولۍ د بې حرمتۍ  علامت وګرځولې شوه  اګر کۀ  داسې  اسناد  پاکستان کښی مهاجرو دپاره  جوړول  يوه عادي  خبره ده خو دشربت ګلې کردار يې بيا د پښتنو دتاريخ زخم کړه ۔ خان زمان کاکړ ديو حساس بشردوست  او قام پال تخليق کار په توګه  دغه تذليل ډېر په وجداني توګه  محسوس کړو  او ورته يې د نظم بنه ورکړه —

نيمه شپه ده، پېښور دے، ناصر باغ دے

داسې کور نشته چې بل پکښې څراغ دے

زۀ څۀ غواړمه، په زړه کښې مې يو داغ دے

زۀ له چا پوښتنه وکړمه چې دلته

چرته اوسي د افغان وطن بلبله

سمندر غوندې شين سترګې شربت ګله

 

نظم له تیارې نومې شپې پېلېږي نیمه شپه، بې څراغه کورونه، ناصر باغ — د یوې اوږدې  محکومي سیاسي شپې استعارات دي د شپې نیمایي د ظلم او د زماني د غفلت فضا اود پېښور بي حس ماحول په ګوته کوي  ياده دې وي د شربت ګلې په کور باندې چهاپه او ګرفتاري هم د شپې شوي وو فریاد سره د نظم پېلیده او بيا پېښور په تخصیص يادول د ظالمانو حاکمانو د لاسه  د پېښور اور او ګور تلميح رايادوي ۔ د شنو سترګو سمندر، تيارې شپې، خاموش بی چراغ کورونو،  دا نۀ یوازې فزیکي فضا ده، بلکې د پښتنو محکومي، دربدري، او بې‌کورۍ ويرژن  تمثیل هم دے. ناصر باغ خپله   د پناه ګزيني د مؤقت وطن، او د  کیمپ‌ د ژوند  سپيره رمز دے ۔ چرته چې پناه ګزين  افغانانو داسې سياسي نفسياتي او سماجي قید  موندے ؤ چې بیرته يې بياخپل  هېواد ته تګ نه غوښته د دې نفسياتي قېد يو اړخ  رهبرتحريک هم هغه وخت خپلو  وېناګانو کښې  بيان  کړے چې  کېمپونوکښې د چُنياڼو او چړچوبو  بندوبست هم د ستر پردې نه‌دے او د افغان ناموس خيال پکښې نه ساتلے کيږي ۔۔۔۔۔۔۔

نيمه شپه ده، پېښور دے، بې حسي ده

لاس مي نه رسي و چاته، بې وسي ده

د پښتون سړي نېستي ده، بې کسي ده

زه له چا پوښتنه وکړمه چې دلته

چرته اوسي د افغان وطن بلبله

سمندر غوندې شين سترګې شربت ګله

نيمه شپه ده، پېښور دے، بدل ښار دے

بې پښتو دے، پنجابے پکښې واکدار دے

ترې چاپېره د مرګي بالا حصار دے

زه له چا پوښتنه وکړمه چې دلته

چرته اوسي د افغان وطن بلبله

سمندر غوندې شين سترګې شربت ګله

چې د چا په پېښور کښې شپه په سر شي

خود به وايي“تومتي کلے دې بر شي”

چرته لاړ شي، سړی چا له په ناز ور شي

او له چا پوښتنه وکړي چې هم دلته

چرته اوسي د افغان وطن بلبله

سمندر غوندې شين سترګې شربت ګله

نيمه شپه ده، پېښور دی، لارې ورکې

پورته کېږي په فضاء کښې بوي د کرکې

يو ځل بيا دلته دود شوي زړې سپکې

زه له چا پوښتنه وکړمه چې دلته

چرته اوسي د افغان وطن بلبله

سمندر غوندې شين سترګې شربت ګله۔۔….

دا بند د پښتنو اقتصادي او کلتوري زوال  سره تړون لري چې  پښتونخوا ئې د  تور استعمار د واکمنۍ لاندې  کلتور نه محرومه او د امنیتي ریاست په محاصره کښې څرګنده کړې ده او  پېښور د‌دې ریاستي استبداد و جبر یو مرکز او  علامت دے۔ چیرې چې عام کډوال وي که طالب، زنانه وي که  شاعر که فنکار  اوکه سیاسي مخالف بې تفاوته نیول کېږي ۔ لاس مې نۀ رسي وچاته بیوسي ده‌ غوندې مصرعه د شعريات له حال ماضي سره پېوست کوي او د رحمان باباهغه فرياد برغوي چې وئيلي ئې وو ـ

په هرکور کښې رنځوران راته پراته دي

لاس مې نه رسي دهيچا په دوا………

هغه زوړ مصور چرته دے چې راشي

د شنو سترګو په تصوير باندې لګيا شي

او حېرانه ورته بيا ټوله دنيا شي

لا خو اوس هم خلک وائي چې هم دلته

چرته اوسي د افغان وطن بلبله

سمندر غوندې شين سترګې شربت ګله

دا دنيا مئينه تل پر خپل بازار وي

دا زموږ پر سترګو نه، پر کاروبار وي

چې اړتيا وي، زموږ هر تصوير شاهکار وي

ولې اوس پوښتنه څوک نه کړي چې دلته

چرته اوسي د افغان وطن بلبله

سمندر غوندې شين سترګې شربت ګله

شربت ګله چې‌ د تصويرګر د پاره  د خر څلاوي د يوڅيز نه سېوا څه  نۀ وه اوهغه

په څو کرته استعمال کړه او خرڅه يې کړه دغه د  خرڅلاوي ذهنيت دلته د سرمايه دارانه دنيا د پېشه ورو مصورانو  عادي رويه ښودلې شوې  دغه  بېحسي  ياسمين نائر ـ

Sharbat Gula Is  Not Lost

کښې داسې څرګندوي:

عکاس چې د نجلۍ لومړني عکسونه اخلي نو هغې خپل زوړ،رېمن  شلېدلے سور ټکرے په مخامخ نیولے وي، څو د څهرې ښکته برخه پټه کړي. خو دواړه  (عکس اغستونکے او استاد) هڅه کوي چې هغې ته داسې حالت ورکړي چې خپل مخ پټ نه کړي. موږ هېڅکله نۀ پوهېږو چې څه ووئیل شول  یا څۀ ډول ئې دا بې‌سایه سرې ماشومه، چې هلته ئې د کورنۍ څوک یا مور و پلار هېڅوک نه وو، دې ته اړکړه چې له  مخالفته لاس واخلي۔ عکاس یو تش دېوال لټوي، چې شین ــ خړ رنګه وي، او نجلۍ ورته مخې ته ودروي ۔ هغه  هېڅکله د نجلۍ نوم نه پوښتي، نه د هغې په اړه نور څه لټوي او نۀ ئې دا فکر کوي چې له مور و پلار ئې باید اجازه واخلي۔ د هغه یوازینے فکر دا وي چې یو داسې عکس واخلي چې د ډېرو پېسو پۀ بدل کښې ئې AP، UPI، یا N G باندې خرڅولې شي.کله چې عکس واخستے شي، نو نجلۍ په منډه له خونې وځي.-

بره بند کښې شاعر د لوېدیځ دا تجارتي  نظر (western gaze) رد کوي او واي چې زموږ درد  د خپلو مجلو، او پروژو لپاره یو جذاب مواد ګرځوي خو بيا مو تپوس پوښتنه نه کوي او۔ “د سټیو مک کري فوټوګراف ” د  تجارتي قيصې او د ددې فوټوګراف د ماډل د شربت ګلې د انساني تقدیر تر منځ  تضاد افشا کوي. کوم‌ باندې چې سترګې پټې کړې شوي دي  نظم  دلته پوښته کوي ایا  يوه ښېستوکۍ ماشومه بس يوه  ښکلا وي ؟ کۀ د ملت هویت هم وي؟  يوه بېوزله انسان هم  وي؟ او که نۀ  د تاسف لپاره غربت ځپلې حسن داره  انجلۍ وي ؟۔ دلته خبره د رنګ  او  پوست  اهميت ته هم راشي د شربت ګلې سپين رنګ او شنو سترګو کښې مغرب ته په لاشعوري توګه خپله سره سپينه  ښکلې څهره او شنې سترګې هم ښکارېدې ځکه دا تصوير يواځی عکاسي نه  يو رقم انځورګري ده   ځکه يې  د تهرډ ورلډ موناليزا په نامه  وبللو ۔ شربت ګله  شربت ګله نه  بلکې موناليزا ګڼله  ۔ دا هم ځکه شربت ګله يې يوډول بيا خپله تصور کړې اټلي کښې سټيچو نیکلس نه واخله تر اسايلم پورې  ټوله قيصه د دغه لاشعوري  نفسيات  ښودنه کوي دلته مونږ پوهه شوچې  دې عمل کښې لوک ازم (lookism) غوندې ټولنیز تعصب هم رادننه شوے چې پکښې په ظاهري شباهت پرېکره کېږي چې پښتو محاوره کښې ورته رنګ خرڅول وائي دې کښې د يو ښکلي کس نه دا هم طمع‌ وي چې ښکلالرلوسره سره  به هوښیار، رښتیني، با اخلاقه او د باور وړ به وي او دا غېر شعوري  تعصب  هالو اېفکټس برخه ده چې پکښې د یو کس یوه مثبته ځانګړنه د هغۀ  د نورو ځانګړتیاو هم تخیلي اثبات  ورکوي ۔ د جېرټروډ شاهکار نظم کښې هم دا تاثر د  پښتنو او يهودو د نسلي نسبت د تاريخي دعوې  په بنياد راغلې او د مذهبي انعکاس په توګه څرګنديږي دې  برخو نه يې اندازه کيږي ۔   د  جیرټروډ شنیکنبرګ د نظم څه برخې دادي

As if broken in upon

By the spirit of God,

She turns to look.

Daughter,

From a psalm of King David.

Happened upon

In a refugee tent

In Nasir Bagh,

In a temporary encampment

In the North-West Frontier Province

Of western Pakistan,

During a breathing spell in war.

A girl the color

Of sawdust shavings

From the cedars of Lebanon,

And a glance, inadvertently granted:

An onslaught of green

In Kodachrome 64.

A glance King David could have seen,

Looking up “at the turn

Of the year, the time when kings

Had gone forth to battle”—

As if, looking up, he had found

The child of a slain Philistine,

Standing no further from him

Than the length of an arrow.

Standing her ground.

Light green sea glass

Washed up on a shore

In Canaan,

The music of Psalm 33, Unfaded:

He hath

Gathered the waters of the sea

Into jars.

Found, hoarded, traded

Into landlocked Afghanistan

From the treasury of David.

She turns to look,

And a flock of arrows

Falling far and wide

Over the face of the earth

Comes to a standstill overhead. Selah.

دلته د دوستووسکي  د ناول  دي ايډيټ والا  خبره  رامخې ته شي چې « ښکلا به نړۍ ژغوري» خو د دې اپوټه يو بل حقيقت هم شته چې دنيا د غربت ډهېران کښې لکه ګل راټوکېدلې ښکلا خپلو معنو کښې خپلې موخې  د پاره مسخ کوي ۔  دغه ‌عمل مونږ د افغان ګرل تصوير کښې وينو  خو که د لیونارډو  وینڅي پینټنګ  مونا لېزا او مک کري فوټوګراف کښې  یوازې د دوو ښځو فرق  دوو تهذيبونو تر منځ تضاد پروت دے. د دغه  تضاد اعتراف  په وجه ورته  د تهرډ ورلډ موناليزا  وئيلي  کيږي ۔ دې نظم کښې د بلبلې علامت  پکارول هم ډېره معنه خېژي  لري ۔ کلاسيکي  شاعري کښې د کابل نسبت د موسمي مارغانو زاڼو سره ورکړے کيږي زاڼه د خپل وطن نه د مسافري او دعشق دجداي علامت دے شنه طوطيان د برګزيده ازاد مارغانو متصوفانه استعاره وه او  دکارغه د  هندوستاني مغل سپاهي  نخښکه و خو بلبله يو خوپښتو فوک کښې روماني  استعاره  ده بل داعلامت خپلې ځالې سره د تړون، د جبلتي غصې   معنې لري  بلبله ساتلې کيږي خو پالتوکيږي نه  اکثر يو خوش رنګه  ځونډو والا تار ورته ښپه کښې واچوئ او  د غميومرو نه ډکې جالي دارې  ډنډۍ سره دغه وتړي بيا د کشمش  ډبے ورته نيوي او د بيو بيو راشه په غږ راالوځي  په دې ډنډۍ کښېني دافغان وطن بلبله داخطاب    مونږ ته‌ د مهاجرو په پنجاب باندې د مجبور يقين او مقدس باور تاريخ کښې  د يوايس ايډ د خواږو کشمشو ډبے او خوش رنګه تار جالي داره ډنډۍ هرڅه  يادوي

خداے خبر چې هغه سترګې هغه اور وي

اوس به هم ورپکښې پاته هغه زور وي

لا به هم د ټول جهان د سترګو مور وي

خو يو چا راته وئيلي چې هم دلته

چرته اوسي د افغان وطن بلبله

سمندر غوندې شين سترګې شربت ګله

پنجاب وايي چې دا شنې آبي چشمانې

دا په هره پېمانه باندې افغانې

زر به ځي لکه دا نورې کډوالانې

پېښور د افغانانو وطن نه دے

ځي به بره د افغان وطن بلبله

سمندر غوندې شين سترګې شربت ګله

نظم کښې د سترګو ښايست باندې زور دا لړۍ شعرياتو کښې د خوشحال خان خټک پورې رسوي چې وئيلي ئې وو

”په ځان او پۀ  جهان کښې دي دوه څیزه ماايستلي
په ځان کښې دواړه سترګې په جهان کښې واړه ښکلي“
دا شنې سترګې زمونږ د تاریخ د ړندو عینکو له پاره یو احتسابي هنداره ده وائي چې زموږ د تاریخ، هجرت او د وجود تصویرونه تل  د پردو  له کیمرو  نه راځي شنې سترګې پۀ فکري توګه یو رنځور ملت دردمنه او بېوسه انځور ګري کوي ۔ شين سترګې  شربت ګلې ته د هغې دا تصوير اوولس پس 2002ز کښې  راورسېده چې کله نېشنل جيوګرافک ټيم دنائن اليون امريکاي پاليسي کښې بيا دهغې ضرورت محسوسه کړو او يو جعلي  لټون يې شورو کړو  دې لټون کښې  جهادي صحافي رحيم الله يوسفزے هم ورسره مرستيال و دې لټون کښې ئې  د شين سترګې شربت ګلې پېژندنه د افغانستان  يوکېمپ کښې  د آئرس ريکګنيشن  باندې وکړه ياسمين نائر داټول لټون  تذليل بولي اوليکي چې هغې کومه د شناخت داسې  دعوه  کړي وي  چې ما شربت ګله ومنئ چې داسې  ټرايل ئې کېده او نړۍ  درنګ په  درنګ  خبرولې شوه  هغه ورکه نه وه که ورکه وه  صرف نېشنل جيوګرافک ميګزين او امريکې د پاره وه نو موندل ئې څه معنې ؟ دالټون يوه ډرامه وه دغه  موندنې  نه  پس  د دې  د دارو درملو او« حج‌ » ته تللو خرچه هم اعلان شوه ۔ لس زره ډالرې نغدې او د میاشتې دوه سوه ډالرې ورته  ومنلې شوې خو دا ټول هرڅۀ پبلسټي سټنټ او امریکن اينټي ټالبان پاليسي برخه وه دلته دې قيصه کښې  جهادي ژورنالسټ  چې د کلاشنکوف په غاړه به ئې  اشرارو مشرانو سره په سنګرونو تصویرونه وباسل  مرستيال په توګه رادننه کيږي او دغه ډالري  هوکړه د دۀ په ذريعه کېږي خو دے په مبينه توګه  دې کښې وهنه کوي  څو کاله پس ليکوال مجيد قرار  دا مبينه خړده برده رامنځ ته کړي چې هغه ئې  د تضاد نه ډک بيان کښې د ترديد هڅه باندې مجبوره  هم شي د مک کري په امريکن کښې ټي وي کوريج او  ”سرچ فار دي افغان ګرل“ ډاکيومنټري هم د دې سلسلې کړۍ وې ۔  د ډاکيومنټري وروسته کښې د شربت  ګلې ټولې خبرې هم سکرپټډ وي چې هغه پکښې  امريکې نه  مدد غواړي  او د تعليم خبرې کوي او نتيجه کښې افغان ګرلز ايجوکيشن فنډ اعلانيږي

داځلې لټون نه پس بيا سکالو شنې سترګې نه وي ولې  برقعه يې موضوع وي  ځکه نو نوے تصوير ئې پړوني کښې نۀ  برقعه کښې اخستې شوے وي او د جونئيربش  حکومت برقعه د پښتنې ښځې د غلامي نخښه ثبت کړې مسز لارابش د برقعې خلاف د مبارزې اعلان هم کوي اوبيا د برقعې په سرونو د برقعو خلاف  ښځې  سرکاري مرسته  باندې لاريون ته راوځي  ګويا شربت ګله يوځلې نه دوه پېرې امريکايي پروپګېنډي کښې استعمال شوه ځکه ياسمين نائرليکي : کال 2001ز د نومبر په 17مه نېټه ،  لارا بش، د ملت په وړاندې د راډیو له لارې وینا کوي او د افغانستان یرغل د ښځو د حقونو د بریا په توګه توجیه کوي وائي: “زموږ د وروستیو پوځي بریاوو له امله اوس په ډېرو افغان سیمو کښې ښځې نور د خپلو کورونو په بند کښې نۀ دي پاتې دوي  موسیقي اورېدے شي او خپلې لوڼې بې دسزا له‌ ويرې  وروزلې شي  خو هغه ترهګر چې پخوا ئې هېواد چلولو اوس په نورو هېوادونو کښې دسیسې جوړوي خو باید چې دوي ودرولې شي ځکه چې د ترهګرۍ په ضد جګړه  د ښځو د حقونو او واک لپاره جګړه هم ده.”… امریکا کښې ډېرې سپین ‌پوستې امریکايي ښځې برقعې پر سر کوي او د پوهنتونونو او ښارونو په چوکونو کښې په دروند قدم داسې ګرځي چې ګواکي له افغان ښځو سره خواخوږي ښايي په دې ډول برقعه یو پیاوړې نخښکه شوه خو د څۀ شي نخښکه؟ له دې پېښې نه یوازې نهه ورځې وروسته د نیویارک  نه استازې کانګریس وومن کارولین  مالوني د  امریکا د کانګرس په تالار کښې برقعه په تن کوي تر څو د افغانستان د یرغل توجیه وکړي ټولې امریکې کښې  زیاتره سپین ‌پوستي  ښځې برقعې اغوندي او د پوهنتونونو په احاطو او ښاري څلور لارو کښې په جدي ‌توب سره داسې ګرځي لکه چې غواړي له افغان  ښځو سره د همدردۍ اظهار وکړي ۔ …..

درېم ځل شربت ګله هغه وخت د بحث سکالو شوه چې کله دوه زره پنځلسم کښې نادرا هغه ټريس کړه او د جعلي شناختي  په جرم    26 اکتوبر2016ز د شپې  پوليس چهاپه وهلو کښې ګرفتاره کړه‌ دغه وخت د تور زيړي ښکارشربت ګله ايله هسپتال  نه کورته  راغلې وه  ياده دې وي د شربت ګلې خاوند او لُور هم په تور زيړي مړه دي هغه خپله او يو لُور ئې هم د دغه  رنځ ښکار وه  عدالت پرې د درې میاشتې  سزا وخيژوله ۔ خو پنځلس ورځې قېد او علاج نه پس افغان سفير زاخېلوال قونصل جنرل وحيد پوهان په زيار او د لطيف لاله په وکالت  پنځلس ورځې پس راخلاصه شوه خوڅنګه چې عام مهاجر پوليس  تروړي نو دې پېښه کښې هم   اته ویشت سوه ډالرې ترې پوليس والو نغدې چغدې وشوکولې۔  دې پېښې سره‌ تړلے د يوسينئر ژورنالسټ خط هم  په دې موقع ټولنيزه رسنيو باندې خپور  شوے ؤ  چې خلاصه  ئې دا وه چې دا اصل کښې يومشهور سابقه جهادي مېجر  دې سزا نه راخلاصه کړې دخط خلاصه داوه  چې سليم صافي دغه  ميجر ته   او  هغه  چوهدري نثاراو  ملک رياض ته کالونه وکړه ملک صېب ورته سمدستي اسلام اباد کښې د  لوکس کور  تحفه (دصحافي الفاظ) اومیجر صاحب  د ديرشو لاکهو روپو لوظونه وکړه  ژورنالسټ دا هم ليکي چې د افغان سفير زاخېلوال دغه وخت وزير خارجه سرتاج عزیز سره په دې هکله ليده شنډه هڅه او يوعبث کار وۀ  مطلب دا چې شربت ګله چې د کوموخلقو د مذهبي فساد ټسل کښې مهاجره او دربدره شوې هم هغه محسنانو ورته هرڅه برابرکړه دلته ماته  د خوشحال خان خټک شعر رايادشو چې~

ته مې وژنه دقصاص اندیښنه مکړه

دخپل خون په تور به ونیسم یوبل څوک

ښاغلي ژورنالسټ  پام نۀ دے کړے کنه د سوشل میډیا دور کښې اوس اواز بغېر دچاد  دټيليفون نه غږ  هرچرته رسېږي او شربت ګله خو بيا څۀ نوم ورکه  هم نۀ وه ځکه ایمنسټي انټرنېشنل هم هغه وخت د دې  پېښې غندنه کړې وه او دا يې د افغانو کډوالو سره د‌ بد چلند د ثبوت په مثال کښې ورکړې وه داپېښه يو دردونکې پيښه وه چې لروبر افغان يې لړزولے ؤ په دې نورو شاعرانو هم ليکل کړي و  منلي ملي غزلپال سعود بنګښ هم په دې موقع دا قطعه وئيلي وه….

تــور  زاغ  وشـړله ، خـپـل  بــاغ  نـــه  بلبله

دا مظلومــه ، دا  شنې  سترګې  شربت ګله

درته ګرم یم، معاف مې نه کړې، سزه راکړه

خداے چې کله  هم  وس  درکړو ، اے  کابله

خو د تاسف خبره دا وه چې کوم يو جهادي ګوند يا جهادي مشر هم د چا پۀ وجه چې دوي خپلې کډوالۍ ته  د مهاجرت مقدس نامه ورکړی وه تپوس ونۀ وکړه  ۔   شربت ګله بېرته ستنه شوه خو د کابل د سقوط نه درې میاشتې پس  د فشارله کبله ئې  اټلي ته ‌د پناه خواست ورکړو چې چرته يې تصوير دافغان موناليزا په نامه خرڅيږي سټیچيو نیکلس يې فيشن کښې استعماليږي  او عام اولس ئې داسې پيژني لکه  څنګه چې خپله موناليزا   پېژني ۔ دوه زره يويشتم کښې اټلي ته کډوالۍ نه پس د اټلي د وزیراعظم ”ماریو دراګي“ دفتر د نومبر پر 25م  یوه اعلامیه خپره کړه چې دهغې اسايلم يې په ځاے کړے اوس هغه د يو ازاد‌هېواد شهريت لري  په دې موقع  هم ”مک کري“ د کرېډټ اغستو د پاره  انسټاګرام باندې پوسټ کړے ؤ خو بيا ئې زر ډيليټ کړو دلته   ياسمين نائر  بيا‌د‌شربت ګلې د شناخت مسئله په ګوته کوي او ليکي چې اسايلم نه پس د شربت ګلې خپل  شناخت بيا  تري تم  شو ۔او هغه ښپو نه نيولې داسې کلتور ته غوځار کړې شوه چې د هغې لپاره نه يوازې پردۍ ده بلکې  اجنبي  دے، او هغه پکښې د ناخوښو بهرنيو خلکو د بې شمېره ، بې‌توپيره  د خړ رنګ هجوم  د بهير په څپو کښې لاهو شوې ده ۔ د خان زمان کاکړ دا نظم د دې خبرې يو روڼ ثبوت دے چې شاعري دتاريخ د ګم شده حوالې  په ترڅ د تخليقکار د هڅه کونکې ياداشت يو مقصدي عمل دے دا نظم   د افغانستان دفساد  کډوال بحران خپل دننه ثبتوي  خو دا اثبات پروپګېنډي ته وده نه ورکوي ولې د شاعرۍ له لارې هغه بې ځایه کېدونکي   حافظه  بيا برابروي  کوم چې د مک کري فوټوګراف په ذريعه نابرابره کړې شوې وه او د سرمايه دارانه استعمار رسنیز روايت باندې ناتوږلے ګزار کوي  چې د سبالټرن غږونو نه پاک دے او رنځ او تکلیف هم  تماشې (Spectacle) ته اړوي ۔ځکه نظم يو کاونټرهسټري ارکائيوز  دے  شربت ګلې  اورېدلې کېږي نه  هغوي بس  لیدلې کېږي (په لوېدیځ کښې) یا بيخي له پامه غورځول کېږي (خپل ټاټوبي کښې)شربت ګله د میلیونونو افغان کډوالو په ځانګړې توګه د پښتنو ښځو استازیتوب کوي چې د هغوي تاریخ نالیکلے پاتې دے  ….

اخذليکونه

1.Susan  Sontag,Pain of Others٫Farrar–Straus & Giroux ,2003 P.126

2.Famed ‘Afghan Girl ‘ finally gets a home

3.www.Nationalgeographic.com

4.States of the union:Sharbat Gula is not lost,Yasmin nair

5.https://evergreenreview.com

6.Afghan girl’Sharbat Gula in quest for new life.www.bbc.com

7.Gjertrud Schnakenberg (June 2017,issue38:2,New England Revie

8.Wikipedia.https://en.wikipedia.org

نورې ليکنې۔۔۔