په ټوله دنيا او خصوصاً په پوښتنه معاشره کښې سوال کول شاید تر ټولو ناوړے، شرمنده او سپک عمل دے چې د وخت تېرېدو سره په ټوله نړۍ کښې د يوې مضبوطې ډلې پۀ شکل خورېږي دا د پېسو ګټلو تر ټولو ذلیله لاره ده چې خلک ئې د روزګار او نوکري په ځايے ترجيح کوي- د ايشيا د انساني حقونو کمېشن (AHRC) مطابق پۀ پاکستان کښې د 5 نه تر 25 ميلينه سوالګري موجود دي چې د ټولې آبادۍ 11 فيصده حصه جوړېږي او هم دغه شان 12 لاکهه ماشومان په سړکونو ژوند کوي، چی په پېښور کښې تقريباً 5000 پورې ښودلې کېږي د فايننشل ټريبيون تبريز 2015 د يوې سروے مطابق په ايران کښې صرف يو ښار داسې دے چې هلته نۀ څوک سوال کوي او نۀ څوک د ژوند تېرولو غټ ضرورت لري باقي د دنيا داسې يو ښار يا علاقه نشته چې هلته سوال نه کېږي- غربت، بےروزګاري، د مذهب غلط استعمال ، لالچ، د مور پلار لاپرواهي،د ملک سياسي حالات، بېنظير انکم سپورټ پروګرام ، لنګرخانې او داسې نورې ډيرې بلها وجې د سوال ذريعه ګرځي- دا UN د يو رپورټ مطابق دا وخت پۀ پاکستان کښې 49% آبادي د غربت د کرښې لاندې ژوند کوي چې پکې 31% تعليم يافته يعني ډګري يافته ځوانان دي- زما دا مطلب نه دي ګنې چې ډګري هولډرز په بازارنو کې سوال کوي خو د بے روز ګارۍ له وجې اکثر داسې لارې اختيار کړي چې بيا مجبوراً په منفي سرګرمو او نشو کښې اخته شي چې بیا مجبوراً ئې بله لاره نۀ وي -سوالګري سوال پۀ مختلف شکلونو او طريقو کوي او په څه نا څه طريقه عام خلک ځان طرف ته مائله کوي- څوک د مذهب ، څوک د روټۍ ، څوک د الله رضا، څوک د بيمارۍ، څوک د ژوند بل څه مادي څيز په نوم او څوک ئي زمونږ د ملک د واکدارانو په شان په سپينه جامه کښې کوي خو د ټولو مطلب د بل د جېب نه په څه نا څه طريقه پيسې ويستل دي- دې کښې ځينې داسې سوالګري هم شته چې هغه په اډو او بازارونو کښې بال پوانټس يا مسواکونه يا بل يو څيز ګرځوي چې خرس ئې کړم او سوال پرې زيات کوي ، ځينې سوالګري زياتره د پېزار پۀ مارکيټ يا دوکان مخې ته پښي ابله موجود وي چی ګاهک نه د پېزار اخستلو په بهانه سوال کوي اکثر خلک نغدي ورکړي خو ډېر ورته پيزار هم اخلي، دغه اخستلي شوې پېزار واپس هم دغه دکاندار له په ارزانه بيعه ورکوي چې د دوکاندار او سوالګري دواړو کار پري روان وي، دغه فارمولا اکثر په ميډيکل سټورونو هم اپلائې کېږي – زيات سوالګري په يو خاص تعداد کښې د يو مضبوط ګروپ د خاص ډهانچې لاندې کار کوي چې په کښې يو ټيکدار وي دوېم سړے چې پۀ سوالګرو نظر ساتي او درېم سړے چې سوالګري خپل خپل سټاف يا مقام ته سحر رسوي او ماښام ئي په سخته نګرانۍ کښې واپس راټولوي- د سوالګرو د خوښې ځایونه د ګاډو اډې، شاپنګ سنټرز، جوماتونه او هسپتالونه دي- زیارتونه هم د سوالګرو لپاره د خوښې ځايونه دي ځکه چې زيات تر د کمزوري عقيدي خلک دغه ځايونو ته ځي او د هغوې دا عقيده وی چې غریبانو ته د پېسو ورکول به د دوي د دعاګانو قبلېدو ذريعه جوړه شیق, خو دوې هیڅکله هم دا سوچ او فکر نۀ کوي چې پیسې یې چیرته ځي او ایا دوي په ريښتيا د غریبانو سره مرسته کوي یا د يوی مافیا په شکل د چا جيبونه ډکوي-
د SSIR (2018) په وېنا، پاکستان د خپل GDP له ٪ 1 نه ډېر خېرات ورکوي په داسې حال کښې چې د دې اخستونکي ٪ 98 دي چې له وجې ئې پاکستان په خېراتي ملکونو کښې شمارلے کېږي- د دې سره سره زمونږ دیني فريضي لکه زکات، صدقې، فديې او خېرات په ځانګړې توګه په ټولنه کښې مختلف تنظيمونو ته وده ورکوي او يو څو سړي ورځ په ورځ مضبوطوي ځکه چې حق حقدار ته د بل په لاس اکثر ونۀ رسي- دغه شان زمونږ مذهب اسلام کښې که سوال کول منع او حرام دي نو بلخوا زمونږد مدرسو سېسټم هم په خېرات او سوال پورې تړلے دے- بل اړخ ته ځينې خلک په سپينه جامه کښې د مذهب غلطه تشريح کوي او په جماعت کښې اکثر د جمعي په ورځ دننه يا بهر خپل سادر په دغه غرض غوړوي چی د معاشرې عام خلک بلېک ميل کړي او ځان په زور د سوال حقدار ګنړي- زمونږ د مذهبي تهوارونو روژې او اخترونو سره سم په موقع سوالګري د خپلې ټولې کورنۍ یا د خلکو د لویې ډلې سره په لویو ښارونو پېښور، مردان ، بټ خیله، دير او سوات کښې خپل کیمپونه لګوي او ټوله ورځ په هر چوک او بازار کښې سوال کوي که پيسې دي ورکړي خو ټيک ده که دي ور نکړي نو بيا لعنت او بد دعا سره سره پکښې بعضي خه ټيک ټاک بدمعاشان دي په او زور د اخستلو کوشش کوي -پاکستان آئين کښې هم سوال غوښتل جرم دے سوال کونکي ته او هغه والدین چې ماشومان یې سوال کوي هغوې ته به درې کاله جيدېل ورکولے شي- خو تر اوسه داسې څه عملي ګام په نظر نۀ راځی-د معاشرې نه ددې ناسور ختمولو لپاره پکار ده چې حکومت سخت نه سخت قانون جوړ کړي او بيا هغه دې عملي هم کړي، سوالګري جېلونو ته د وړلو په ځاے پکار ده چې هنرونه ورته ورکړي شي-د احساس او بے نظير انکم سپورټ پروګرام ، لنګر خانو او داسې نور ځايونو پرانيستلو په ځايې ووکيشنل سنټرز، ډوميسټک پراجيکټس وغيره لانچ کول ضروري دي- بحيثت د يو عام وګړي هم دا زمونږ فرض جوړيږي چې مونږ د حکومت مرسته وکړو او سوالګرو ته د نغدو پېسو ورکولو نه ډډۀ وکړو که بيا هم ورکوو نو پکار ده چې د ضرورت سامان ورته واخلو-د خپل مال نه خېرات ، زکات ورکولو نه مخکښې پکار ده چې د خپل چم ګاونډ غريب او بے وسه خلکو ته ورسو-نوټ: دا زما ذاتی نظر دي اختلاف ستاسو حق دے زما مطلب بالکل دا نۀ دے چې غريب پېدا کېدل جرم دے بلکې مشقت نۀ کول او په ناحقه د خپلو ضرورياتو پوره کول غټ جرم دے او يا زمونږ د يو استاذ خبره “که غریب خدائ کړي نو بے غېرته چا کړي ۔