سیاست، اجتماعیت: د اولس زور د خداے زور دے – اوېس کمال

پاکستان کښې سیاست دومره بدنام کړے شوے چې مونږ اکثر پۀ ټولنه کښې داسې قسمه خبرې اورو “ماسره ډېر سیاست مۀ کوه”، “هغه پلانکے ډېر سیاست باز دے”، “زۀ سیاسي بنده نۀ یم”، “زۀ غېر سیاسي یم”. د دې ټولو جملو کۀ نفس ته مونږ ځېر شو نو دا خبره جوتېږي چې پۀ پاکستان کښې خلک د سیاست نه کرکه کوي، هغوي سیاست بد کار ګڼي، هغوي سیاست دهوکه ګڼي، سیاست فرېب او سیاست یو ناولے عمل ګڼي. سوال دا راپورته کېږي چې سیاست وائي څۀ ته؟ سیاست بدنام چا کړو؟ نظریاتي سیاست لۀ منځه چا وويستلو؟

“سیاست” ته پۀ انګرېزۍ کښې (politics) وائي، پولېټکس لفظ د یوناني ټکي ‘politika’ نه مشتق دے، پۀ لفظي ډول سياست حکومت او حکومتوالۍ ته وائي. پۀ اسانو ټکو کښې سیاست یو داسې عمل دے چې د انسان او ټولنې تر منځ اړيکې جوړوي، چې کله یو انسان سیاسي وي نو هغه د ټولنې دننه پۀ خپلو حقونو او فرائضو خبر وي. د واکمنانو پۀ واکمنۍ کښې، فېصله سازۍ کښې برخه لري او ټولنه کښې بدلون، پرمختګ لپاره کردار لوبولے شي. چې کله یو انسان غېرسیاسي شي نو هغه د ټولنې نه جدا شي او ژوند ئې د خپل ذاته پورې محدود شي.

زمونږ پۀ ټولنه کښې د اولس غېرسیاسي کولو تاریخ د پېرنګي دور نه را پېل کېږي . کۀ مونږ پۀ تاریخ نظر واچوو نو د ازادۍ جنګ نه پس بنګال لومړۍ صوبه وه چې پېرنګي پکښې انډین کونسل اېکټ اف ۱۸۶۱ ترمخه قانون ساز کونسل(legislative council) تابیه کړے ؤ نو بنګالیانو پۀ هند کښې لۀ نورو خلکو مخکښې برتانوي جمهوریت تجریه کړے ؤ او د هغوي د سیاسي شعور روزنه د هند نور اولس نه مخکښې شوې وه چې د هغې پۀ نتیجه کښې د نولسمې پېړۍ پۀ نیمائي اواخرو کښې بنګالیانو د نوابادیاتو خلاف منظم جدوجهد کړے ؤ، هم پۀ داسې وخت کښې سرسید احمد خان چې د هغۀ ټول فکر و عمل د تضاداتو نه ډک دے، هغه کۀ یو طرف ته د جدید علومو حامي ؤ نو بل طرف ته د جدید علومو نه رازېږیدلے د سیاسي، سماجي شعور مخالف ؤ، هم دا لامل ؤ چې هغه به د بنګالیانو سیاسي فکر نه کرکه لرله ولې چې د بنګالیانو سیاسي هلو ځلو لۀ کبله ‘سرکار انګلشیه’ ته خطر پېښ ؤ.

بیا پۀ کولونیل دور کښې، چې کله هندوستان د پیرنګي استعمار پښو لاندې ؤ او پۀ هندوستان کښې پۀ کال ۱۸۸۵ء کښې کانګرس پارټي جوړه شوه نو سرسید احمد خان وړومبے تن ؤ چې مسلمانانو تۀ ئې ووې چې تاسو پۀ سیاسي عمل کښې برخه مۀ اخلئ، ځکه چې کۀ تاسو پۀ سیاسي عمل کښې ګډون وکړو نو د پېرنګي پۀ نظر کښې به زموږ وفاداري مشکوکه وګرځي. دا هم یو تضاد دے چې دکانګرس ګوند جوړېدو یو کال مخکښې سرسید احمد خان لاهور کښې د انډین اېسوسي اېشن خطبه استقبالیه پۀ ځواب کښې د هندو مسلمان اتحاد خبره کوي او هندوان، مسلمانان د هند پۀ مخ دوه سترګې ګڼي یا بل ځاے هندو او مسلمان دواړه د هندي قامیت برخه ګڼي خو چې کله د هند خلکو د قامیت احساس د انډین نېشنل کانګرس پۀ شکل کښې پۀ تنظیمي بڼه خپل کړو نو هغه د دې ګوند مخالف شو ولې چې د کانګرس لارې د هند ټولو وګړو ته لۀ مذهب، نسل او ژبې پرته ټولو ته خلاصې وې او دا اتحاد برطانوي سرکار ته د خطر وړ ؤ.

هغې نه پس مونږ کۀ پښتنې سیمې ته راشو نو پۀ سیاستپوهنه پوليټیکل سائینس کښې یو ټرم استمعالېږي چې پولیټيکل کلئينټلېزم (Political Clientelism) ورته وئيل کېږي چې د یو کوم سرپرست (Patron) او ګاهک (Client) تر منځ یو داسې سودا وي چې ګاهک (Client) به د مادي ګټو پۀ بدل کښې د سرپرست (Patron) سیاسي وفادارۍ او هر قسمه پالیسیو تائید کوي، پولیټیکل کلئينټلېزم یو اوږد مهاله حکومت کولو لپاره یو داسې طریقه کار دے چې مونږ ئې د پښتو یو متل کښې رانغاړلے شو:

“بدل پۀ بدل خلاصېږي”.

په داسې انتظام کښې یو مخصوص طبقه د سیاسي وفادارۍ پۀ بدل کښې مادي ګټې خو ترلاسه کړي خو پۀ مجموعي توګه ټولنه کښې جمهوری رویه او نظریاتي سیاست سر وخوري، سیاسي عمل د جمود ښکار وي او ټولنه پۀ سماجي، معاشي توګه د پسماندګۍ پۀ لاره مزل کوي.

د پېرنګي کولونیل دور نه راواخله تر پوسټ-کولونیل ریاست پاکستان پورې پخوانیو قبائیل کښې روان سیاسي انتظام د پولیټیکل کلئينټلېزم یو مثال دے چرته چې وړومبے ملکان وو، د پیرنګي لاسپوڅي (Client) او بیا د پېرنګي وارث پاکستان څمڅه ماران جوړ شول، دا ملکان کۀ یو ځل پېرنګي استعمال کړل نو تقسیم نه پس جناح صېب ۱۹۴۸ کښې کشمیر لپاره د غېر ریاستي عنصر non-state actor پۀ توګه استعمال کړل، جناح صېب پۀ خپله تقسیم نه پس پېښور کښې قبائیلي جرګې ته پۀ اپرېل نولس سوه اتۀ څلوېښت ۱۹۴۸ کښې تقریر کښې وائي:

“You have also expressed your desire that the benefit, such as your allowances and khassadari, that you have had in the past and are receiving, should continue. Neither my Government nor I have any desire to modify the existing arrangements except, in consultation with you, so long as you remain loyal and faithful to Pakistan.”

“تاسو خپله هم هیله څرګنده کړه چې هاغه ګټې، چې تاسو پۀ تېرو وختونو کښې درلودې لکه ستاسو وظیفې او خاصه داري، باید دوام ومومي. زۀ او زما حکومت ستاسو سره لۀ مشورې بغېر د موجوده انتظاماتو (یعنې د پیرنګي دور انتظاماتو) د ترمیم لپاره هېڅ لیوالتیا نۀ لرو، ترڅو چې تاسو پاکستان ته وفادار او ګټه ور اوسئ”.

یعنې جناح صېب د هغوي (client) حېثیت ختمولو ته تیار نۀ دے او د دې ټول عمل لۀ لارې پۀ نوو اضلاعو (پخوانیو قبائیل) کښې خلک غېرسیاسي وساتل شو.

بیا پۀ پاکستان کښې سیاسي مخالف ګوندونو سره چې کوم قسمه رویه وساتل شوه لکه پۀ مۍ ۱۹۴۸ء کښې د باچا خان بابا پۀ مشرۍ کښې پيپلز پارټي جوړه شوا نو د جولائي میاشت کښې باچا خان او د هغۀ ملګري بندیوان کړے شو، پۀ خدائي خدمتګار تحریک او پۀ ‘پښتون’ مجلې بندېز ولګول شو، پۀ ۱۹۵۰ء کښې د عبدالصمد خان انجمن وطن اوونیز ‘استقلال’ باندې بندېز ولګول شو، پۀ قلات سټېټ نېشنل پارټي بندېز ولګول شو، بیا چې کله پۀ ۱۹۵۴ء کښې پاکستان د امریکائي پوځي تړون سیټو (چې د شوروي اتحاد خلاف جوړ شوے ؤ) غړے شو نو پۀ جولائي ۱۹۵۴ء کښې سکندر مرزا پۀ مشرقي او مغربي پاکستان دواړو ځایونو کښې پۀ کمیونسټ پارټۍ بندېزونو ولګول.

هغې نه پس دلته چې څومره هم مارشل لاء لګیدلې نو هر پوځي امر خپل وړومبني تقریر کښې د سیاسي مشرانو خلاف خبرې کړي، خپل ځان ئې سیاسي مشرانو نه تکړه او برتره ګڼلے او دا د برترۍ رویه دوي ته د برټش انډین ارمي لۀ طرفه وراثت کښې ملاو شوې ده، پېرنګي استعمار به برټش انډین ارمي افسران لۀ ازادۍ تحریکونو نه لرې ساتلو لپاره، غېرسیاسي ساتلو لپاره او د پېرنګي استعمار سره وفادارۍ لپاره دوي ته دا احساس ورکولو چې تاسو برتره يئ، ‘خود غرضه سیاسي واکداران’ اولس غولوي، اولس خو ناپوهه دے، غداران دي، ستاسو یو خپل سټېنډرډ دے او عام اولس لپاره ‘بلډي سوېلين’ اصطلاح وکارول شوه او د دې افسرانو انتخاب به هند کښې د جاګیردارې طبقې نه کېدۀ چې د چا به ټولنه کښې مخکښې نه رعب او دبدبه وه.

بیا چې کله تقسیم وشو نو ایوب دور کښې هغه پوځي افسران چې لوئر کلاس طبقې سره ئې تعلق ؤ هغو له ټولنه کښې برتري او لوړ مقام ورکولو لپاره پوځ لۀ طرفه پلاټونه ورکول شروع شول یا به ئې رېټائرمنټ نه پس هغو له د کاروبارونو یا کارخانو سلسله شروع کړه چې پۀ ټولنه کښې د هغوي یو وچت مقام قائم وي چې سبا بیا هم دا خلق د دې خاورې سیاسي مشرانو خلاف زمونږ پۀ کار راځي.

ایوب خان چې کله پۀ کال ۱۹۵۸ کښې پۀ ملک کښې مارشل لاء ولګوله نو خپل عمل له ئې جواز جوړولو لپاره پۀ وړومبني تقریر کښې سیاسي خلکو ته بدرد وئيلي وو چې :

“a situation brought about by self-seekers who, in the grab of political leaders; have ravaged the country or tried to barter it away for personal reasons.”

“دا صورتحال د خود غرضه واکدارانو لخوا رامنځته شوے دے چې د سیاسي مشرانو په ځال کښې ګېر دي؛ چا چې وطن ویجاړ کړو یا خپل ځاني مفاداتو لپاره د وطن سودا کوي”.

لکه څنګه چې لیاقت علی خان پۀ کال ۱۹۴۹ء کښې مرکزي مسلم لیګي قیادت ته صوبو لۀ طرفه پېښ مخالفت نیوټرلائیز کولو لپاره پروډا

[Public Representative Offices (Disqualification), Act]

اېکټ جاري کړے ؤ چې د هغې لۀ مخه سېکشن ۹۲ اے لۀ لارې مرکزي حکومت ته اختیار حاصل دے چې هغه صوبائي مشران دکرپشن پۀ نامه ډِسمس کولے شي، دا اېکټ پۀ ۱۹۵۴ کښې ختم کړے شو چې دا اېکټ جمهوری عمل سره سم نۀ دے او یوازې د سیاستدانانو خلاف استعمالېږي. همداسې ایوب خان پۀ مارچ کښې سیاسي خلکو وېکټمائزېشن، بدنامولو لپاره د پروډا

[Public Representative Offices (Disqualification), Act]

پۀ طرز د پوډو

[Public Offices (Disqualification) Order]

او بیا اېبډو

[Elective Bodies (Disqualification) Order]

جاری کړو چې د هغې لۀ مخه هر هغه څوک چې د پاکستان ‘ازادۍ’ نه پس عوامي څوکۍ لکه قانون سازۍ سره تړلې څوکۍ، میونسپل کارپورېشن، میونسپل کمېټۍ، کنټونمنټ بورډ یا ډسټرکټ بورډ وغېره څوکۍ لري یا ئې پخوا لرلې یعنې رېټائرډ دي، د هغوي خلاف ګورنر یا صدر پۀ بدچلندۍ ‘misconduct’ د کښې ملوث کېدو پۀ بنیاد د کاروایۍ حکم ورکولے شي نو اکثره سیاستمداران ایوب خان اېبډوزده کړل. دې سره سره د ایوب خان مارشل لاء لګولو نه پس څلور څلوېښت میاشتې پۀ ملک کښې پۀ سیاست او سیاسي ګوندونو بندېز ؤ. دې دوران کښې د دسمبر ۱۹۵۹ بنیادي جمهوریت ټاکنې او ۱۹۶۲ء کښې د قامي او صوبائي اسمبلۍ انتخابات غېرجماعتي شوي وو، تر دې پورې چې د ۱۹۶۲ اساسي قانون ارټیکل ۱۷۳ لۀ مخه پۀ سیاسي هلو ځلو، سیاسي ګوندونه جوړولو او یا یو مخصوص کاندید لپاره د یو تنظیم نظریې پۀ بنیاد کمپېن کولو باندې بندېز ؤ چې لۀ کبله ئې نظریاتي سياست سر وخوړلو او سیاست د نظریاتو پۀ ځاے کلیوالۍ، ورورولۍ او تربګنۍ طرف ته روان شو. دې سره سره ئې د سیاست نرسریانې پۀ سټوډنټ پالیټکس او ټرېډ یونین بندېز ولګولو، جمهوري ادارې ئې ختمې کړې، سیاسي مشران ئې جېلونو کښې بندیوان کړل، پۀ پرېس سېنسر شپس ولګول شول، اولس د سیاست نۀ لرې کولو لپاره د دهونس، دهاندلۍ او جبر نه کار واخستل شو، پۀ سیاسي بحڅونو بندېزونه ولګول شول نو د ډار لۀ کبله پۀ هوټلونو، کلبونه او چاے خانو کښې دا خبرې پۀ نظر راتلل شروع شوې چې :

”يهان پر سیاسی گفتگو کرنا منع هے“

ایوب خان چې کله بنیادي جمهوریت نظام متعارف کولو نو هغه دا بیان جاری کړے ؤ چې اولس ناپوهه او انپړهه دے، اولس کښې د ووټ اچولو لپاره دومره پوهه نشته چې هغه یو معقول کس ته ووټ واچوي نو دلته د پارلېماني جمهوریت پۀ ځاے کنټرولډ جمهوریت پکار دے، پۀ بنیادي توګه د ایوب خان دا خبره د ابتدائي ژوند زمانې محاوره ‘العوام کالانعام’ یعنې ‘اولس ځناور دي’ د ذهنیت شاخسانه وه لکه څنګه چې به پخوا انسانان اشراف او اجلاف کښې تقسیم وو، اشراف به ځان د دېوتاګانو اولاد بللو او عام انسان به ئې جاهله او رذیله ګڼلو.

پۀ ۱۹۶۲ کښې چې ټاکنې وشوې نو پۀ جولائې کښې

Political Parties Bill 1962

پاس شو، یاده دې وي چې دا بِل کله پاس کېدو نو د جمعيت العلماے اسلام مشر مفتي محمود دا وړاندېز پېش کړو چې یوازې هاغه ګوندونو ته دې اجازت وي کوم چې اسلامي نظریاتو سره تړلے وي.

بیا پۀ بهټو دور کښې ئې سیاسي کارکنانو او پۀ خاصه توګه د نېشنل عوامي ګوند (NAP) خلاف سیاسي وېکټمائزېشن لپاره پۀ کال ۱۹۷۵ فرورۍ کښې درېم ائینی ترمیم لاندې د ائین ارټيکل ۱۰ کښې ترمیم وشو چې له مخه ئې سیاسې کېس کښې نامزد او نامزد کېدونکي کس ته د قبل از ګرفتارۍ ضمانت ختم کړے شو او هغوي ئې د ‘اېنټی-سټېټ’ او پاکستان ‘دفاع، سالمیت او سېکیورټي’ خلاف کارونو کښې ملوث کېدو پۀ وجه غېر مقرره وخت لپاره قېد کول شروع کړل.

ضیاء الحق چې کله مارشل لاء ولګوله نو وړومبي تقریر کښې ئې حسبِ روایت سیاسي مشرانو ته بد رد ووئیل . ضیاء مارشل لاء لګولو سره الېکشن معطل کړو او سیاسي سرګرمیو باندې ئې پۀ اکتوبر ۱۹۷۹ کښې بندېز ولګولو، د دې پاره ضیاء په ۱۹۸۱ کښې پي سي او (Provisional Constitutional Order) جاري کړو. پۀ پي سي او کښې دا خبره شامله وه چې هغه ټول ګوندونه چې مارشل لاء لګېدو نه پس د ۱۱ اکتوبر ۱۹۷۹ نه مخکښې جوړ شوي دي، د هغه ټولو ګوندو پۀ سیاسي سرګرمیو کښې پۀ حصه اخستلو پابندي ده. ضیاء پۀ فرورۍ کښې چې کومې ټاکنې وکړې نو هغه ټاکنې غېرجماتي وې چې لۀ کبله ئې د نظریاتي سیاست پۀ ځاے د برادرۍ سیاست، کلیوالۍ سیاست دوام وموندلو او پۀ نتیجه کښې کرپشن پېل شو، د ضیاء د دې اتنخاباتو ټولو نه غټ زیان سیاست او جمهوري عمل ته دا ورسېدو چې د سیاست لوکلائیزېشن وشو یعنې سیاست د ملکي یا قامي پۀ ځاے محلي او ځائي شو. عمومی ټاکنې کېدو نه پس وزیراعظم جونېجو پۀ جولائې کښې پۀ سیاسي ګوندونو د بندېز ختمولو خبره سېنېټ کمېټۍ ته وکړه، پۀ نومبر کښې دا بل پېش شو او پۀ دسمبر کښې دا بل سېنېټ نۀ پاس شو. جونېجو یو بل کار دا وکړو چې د اتم ائیني ترمیم پۀ بدل کښې ئې پۀ ۱۹۸۵ کښې مارشل لاء ختم کړه، همداسې د نور وجوهاتو پۀ وجه بیا ضیاء جونېجو د وزیراعظمۍ نه ډِس-مس کړلو.

دا نن سبا چې د سټوډنټ پالېټکس خبره راشي او پۀ تعلیمي ادارو کښې پۀ سټوډنټ پالېټکس بندېز خبره وشي چې تنظیمونه یو بل سره جګړې کوي نو پۀ بنیادي توګه تر اوومې لسیزې نیمائي پورې زده کوونکي پۀ سیاسي توګه ډېر متحرک وو خو بیا چې پۀ دوي اقتصادي توګه فشار راغلو نو نۀ صرف پاکستان کښې بلکې ټوله نړۍ کښې هغوي سیاسي عمل نه لرې شو او یا متشدد شو. دوېم د زده کوونکو متشدد کېدو خبره ده نو یو خو اقتصادي لاملونه وو، دوېم پاکستان کښې ټولو نه زیات متشدد روایات ضیاء الحق دور کښې راغلل چې کله د افغان جهاد پۀ نامه فساد شروع شو نو دلته وسله راغله، جماعت اسلامي خپل تنظیمونه پۀ پوهنتونو کښې د ترقی پسند تنظیمونه ځپلو لپاره مضبوط کړل، کلاشنکوف کلچر عام شو نو پۀ نتیجه کښې به ئې چې چاسره وسله نۀ وه نو د هغۀ خبرې ته به چا غوږ هم نۀ نیولو.

ضیاء الحق دور کښې پۀ کال ۱۹۸۴ء کښې د سټوډنټ یونین انتخابات کېنسل شو خو پۀ بېنظیر بهټو دور ۱۹۸۹ کښې دا بندېز ختم شو، بیا پۀ ۱۹۹۲ کښې پۀ سټوډنټ یونین بندېز لګولو لپاره پټیشن دائر شو نو پۀ ۱۹۹۳ کښې سپریم کورټ پۀ سټوډنټ یونین بندېز ولګولو. ضیاء الحق دور نه تر درې لسیزو پورې زده کوونکي زیاتره غېرسیاسي وو . کۀ څۀ هم سټوډنټ تنظیمونو فعاله وو، خو چې کله د دوي دې خبرو ته فکر شو چې زمونږ ټولنیز، اقتصادي حالات ورځ تر ورځ نور خرابېږي نو دوي اوس بیا سیاست ته فکر شو خو د دې یو زیان دا هم وشو چې سیاست کښې پاپولزم مقبولیت پسندې ډېره راغله.

مونږ وئیلے شو چې څنګه غېر جمهوري رویه لرونکې ټولنې نه جمهوري حکومت نۀ شي راپورته کېدے، همداسې د غېر جمهوري حکومت سېوري لاندې پۀ ټولنه کښې جمهوري رویې نۀ شي زېږېدې . او پاکستان خپل اویا کلن تاریخ کښې دري دېرش (۳۳) کاله لۀ امریتونو سره مخ شوے او پاتې اووۀ دېرش (۳۷) کاله لۀ نیم جمهوري حکومتونو نه تېر شوے چې لۀ کبله ئې ټولنه کښې غېر جمهوري او غېرسیاسي رویې رازېږدلي.

پۀ پښتون افغان وطن کښې باچا خان بابا او صمد خان شهید بابا ته د اعزاز حاصل دے چې پۀ وړومبي ځل ئې پښتانۀ مېنسټریم سیاست تۀ رادننه کړۀ، پښتنو ته ئې قامي شعور ورکړو، پښتانۀ ئې خپلې جغرافيې نه خبر کړل، پښتانه ئې خپلو وسائلو نه خبر کړۀ او پښتنو ته ئې خپل حق ور وپېژندو.

په اخر کښې به د باچا خان خپل ژوند لیک نه د هغۀ ساده خو پۀ تول پوره خبرې وړاندې کړم چې :

“حکومتونه انفرادي حرکتونه غلې کولے او ختمولے شي، انفرادیت کښې وېره او ترڅ ډېر وي. حکومت اجتماعي حرکتونه وژلے نۀ شي ځکه چې وېره پکښې نۀ وي، د کامیابۍ لپاره اجتماعي تحریک اؤ قربانۍ پکار وي، ازادي څۀ د خټو ګوګوشتو نۀ دے چې پۀ سړه ډوډۍ کېږي، قرباني ورکول غواړي”.

او د فارغ بخاري کتاب ‘د ازادۍ تحریک او باچا خان’ کښې ملنګ بابا وائي چې:

“زۀ نۀ پیر یم، نۀ بزرګ یم، زۀ خو انقلابي او سیاسي سړے یم.”

 

دا هم ولولئ

د مورنيو ژبو نړيواله ورځ: ژبه، شناخت او اختيار – اوېس کمال

د یویشتمې فرورۍ ورځ پۀ ټوله نړۍ کښې د مورنیو ژبو د نړیوالې ورځ پۀ …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.