سپينې سپينې ووايه – مولانا خانزېب

پۀ قران کریم کښې د خداے وېنا ده چې مفهوم ئې داسې دے چې “تاسو هر وخت نېغه وېنا کوئ”. پۀ سیاست کښې او د يو وطن پۀ پېښ چاپېريال کښې حق او سمه وېنا کۀ يو اړخ ته لازم ده نو بلخوا دا د ټولو نه ګران کار هم دے. دغه راز يو اولس ته د وخت نه وړاندې د راتلونکي وخت حقيقتونه پۀ ډاګه کول کۀ ډېره لويه ذمه واري ده نو بلخوا دا د يوې ټولنې د قامي سياسي رهبرانو د بصيرت ازمېښت هم وي. پۀ پښتو کښې يو متل دے وائي “هره ګوجره د خپلو شوملو صفت کوي”، خو څوک پۀ سمه دي؟ څوک د تاريخ پۀ سم اړخ کښې ولاړ دي ؟ څوک د خپلې خاورې او اولس حقيقي خواخوږي او خېرخواه دي؟ دا پرېکړه کۀ څوک هم د وخت نه مخکښې کوي نو هسې پۀ خپلو بادرنګو به بې وخته اوبۀ اچول وي. دا سپيناوے د تاریخ بې رحمه ليک څۀ وخت پس کوي چې هر سړے د هغې پۀ ائينه کښې ډېر روښانه راښکاره کېږي. د خداے پېغمبر(ص) فرمائي ، “حق وېنا وايه کۀ ترښه ولې نۀ وي” . پښتانۀ وائي حق وېنا د مذهب ښکنځل دي . د پښتنو د مذهبي نفسیاتو او اروا پوهنې پۀ اړه کۀ پۀ تاريخي شاليد کښې خبره وکړو نو دا خبره د تاريخي سرچینو پۀ اساس ډېره جوته ده چې دوي د زمانو نه واخله تر اوسه د مذهب پۀ اړه ډېر حساس او ترند پاتې شوي. کۀ د بامیان نه راواخله تر د سوات باجوړ او هنډ پورې د بدهـ مت د لرغونو اثارو شتون ته وکتل شي نو دا خبره بېخي روڼېږي چې دغه تهذيب پۀ دې خاوره څومره غزونې کړې دي نو دا لرغوني اثار دلیل دے چې ددې سيمې د خلکو اجتماعي روحاني اړخ خامخا ددې هرڅۀ سره تړل شوے ؤ. دغه اثار د پښتنو پۀ تاريخ کښې د پام نه غورځول او يا دا خبره کول چې بس دا خو پۀ يو وخت کښې د کومو کافرو اثار وو، د پښتنو د لرغوني وجود نه انکار کول دي. پښتانۀ د محمود غزنوي د وخت نه پۀ اجتماعي ډول اسلام ته راننوتي . ددې نه مخکښې د اسلام پۀ لږ لږ مشخص وجود کښې وو. د محمود غزنوي نه پس به هم څۀ خلک د اسلام نه بهر پاتې شوي ځکه چې تر د هندوستان د ازادۍ پورې د ډېرو نورو مذهبونو منونکي هم دلته موجود وو. پښتانۀ د مذهب پۀ حواله پۀ هره زمانه کښې ډېر باوري پاتې شوي. خو يو خبره بله هم ده او هغه دا چې پښتانۀ روايت پسند مسلمانان دي، ډېر د ګوزارې خلک دې ځکه خو پښتونولي خپله يوه ځانګړې تګلاره ګڼي او مني . کۀ يو اړخ ته جومات د دوي د کلتور برخه ده نو بلخوا پښتانۀ دا هم وائي چې پښتو نيم کفر هم دے. دا پۀ دې اساس چې پښتانۀ پۀ مذهبي توګه کله هم تندرويه نۀ دي پاتې شوي بلکې کۀ د اسلام اړخ دے او کۀ د پښتو خو پښتانۀ ډېر د ګوزارې خلک پاتې شوې دي. پښتون سړے کۀ هرڅومره هم زورور وي خو کۀ جرګه يا ننواتے ورولېږې نو دې ورته سلامي کېږي. نننۍ جګړه مونږ ځکه د اسلام او پښتونولۍ نه بهر ګڼو چې د پښتنو د دود دستور ټول مقدسات ئې شرمولي . کوم داسې علامت پاتې دے چې ددې وخت د يزيديت د لاسه رسوا شوے نۀ دے . د جهاد پۀ اړه مو کۀ د خداے پېغمبر (ص) د احتياط او اصولو کره کتنه وکړه نو د اوسنۍ بې شرمه او بې رواجه جګړې پۀ وجه به مو مازغۀ نور هم وخوټکېږي خو بيا هم ددې بدبخته څلوېښت کلن جنګ خاتمه نۀ راځي، تقدس ئې نه ژوبل کېږي ځکه چې د دين او منبر ومحراب خلک پۀ دې هرڅۀ د زړۀ نه راضي دي . او دغه افراطيت او تندروي د اسلام سمه څېره ګڼي . د امام ابو حنیفه د فقهې يوه مسئله ده چې چوپتيا هم رضا ده ځکه چې د بني اسرائيلو د خالي پۀ ورځ د ښکار کوونکو خلکو پۀ اړه قران وائي چې د جرم کوونکو سره پۀ چپ پاتې شوي خلکو هم عذاب راغلے. د پښتنو پۀ اړه دا خبره چې دوي پۀ تاريخ کښې هم جنګيالي او وحشيان دي ځکه اوس هم کاږۀ دي پۀ تاريخي توګه ناسمه او ددې قام سره زېاتے دے ځکه چې د بلخ ، اريګائن، مساګا او ګندهارا، پۀ شان تهذيبونه د دوي د وطن پۀ ځانګو کښې پۀ زرګونه کاله پخوا زېږېدلي. د پښتنو د وخت او زمانې د هر زورور سره د جنګ او لښکرو داستانونه کۀ پراتۀ دي نو دا پۀ حقيقت کښې د دوي پۀ خاوره راغلي يرغلونه دي چې دوي دې ته اماده کړي چې تورې او ټوپک ته لاس کړي . پښتانۀ د احمد شاه بابا نه پرته پۀ چا پسې هم نۀ دي تلي، ځکه چې پښتانۀ پۀ چا نۀ دي ورختلي بلکې د دوي پۀ تودو نغرو او ورشو ګانو ټول عمر نور راختلي . د تاريخ پۀ اوږدو کښې پېرنګي پښتنو ته ډېر زيات زيان رسولے، دپښتنو د وطن تاريخي جغرافيه پېرنګي ماته کړه، دوېم پۀ دې خاوره کښې پېرنګي خلک پۀ طبقانو کښې وېشل، درېم دا چې د مذهبي تندروې او نۀ زغم بنسټونه ئې دلته کېښودل چې د اسلام پۀ نامه د هندوستان وېشل ئې لوے تاريخي دلیل هم دے. دا د مذهب پۀ نامه وېش د اسلام سره د پېرنګي کومه مينه خو نۀ وه بلکې د دغه سپېځلي دين پۀ جامه کښې خپل راتلونکې موخو ته دام کېښودل ئې مقصد ؤ. دغه تندروي لۀ بده مرغه پۀ تېر څلور لسيزو کښې د ریاست د سیاسي دريځ او پالېسۍ پۀ توګه وکارول شوه، جنګي اقتصاد د بلاربوالي نه پس ښه پۀ لنګون باندې شو او د سوړ جنګ پۀ وخت کښې د افغانستان خاوره چې د کوم اخ وډب ښکار کړې شوه نو تر ننه پکښې د وينو فوارې دارې وهي. د تېر څلوېښت کلن جګړې پۀ نتيجه کښې د پښتنو د ذهنونو نه د مذهب پۀ حواله ګوزاره اوزغم لرې کړے شو او د دوي ټولنه پۀ يو جنګي لېونتوب بدله شوه. د باميان پۀ شان لرغوني اثار ورته د کفر وګرزول شو حال دادے چې دغه اثار کۀ د کفر نخښې وې نو محمود غزنوي ولې نۀ نړولې. اسلام خو د چا تاريخ او اثار نۀ ورکوي. کۀ يو اړخ ته مونږ د پاکستان واکمن پۀ دې څلوېښت کلن بربادۍ کښې ګرم بولو نو بلخوا د افغانستان هغه قام پرست او مترقي نهضتونه هم پۀ دې بربادو کښې مجرمان دي چې د افغانستان روايتي قبائلي ټولنه ئې پرته لۀ روزنې د انقلاب پۀ ګرمو شعارونو ماته کړه ځکه چې د افغانستان ټولنه د زمانو نه يوه قبائلي او روايتي ټولنه وه. غازي امان الله خان د دغه ټولنې د بدلون او پاڅون لپاره لوے کار وکړو خو د پېرنګېانو د دسيسو او د پښتنو د خپلو ناکړدو لۀ لاسه د وطن نه دلګير کډه پۀ سر شو. کله چې ثور انقلاب راغے نو ښاغلے افراسياب خټک پۀ دې اړه وائي چې ددغه وخت مشرانو د افغان ټولنې او د شوروي اتحاد د ټولنې تر مېنځ بدلونونه پۀ ښه شان پۀ پام کښې ونۀ نيول او دوي د افغانانو پۀ ټولنه هم داسې ګمان وکړو لکه چې دا هم لکه د شوروي اتحاد د ریاستونو پۀ شان يوه پرمخ تللې ټولنه وي خو حقيقت کښې د دغه دواړه ټولنو تر مېنځ ډېر غټ توپیرونه وو چې پۀ نتيجه کښې د نېک مرغۍ انقلاب پۀ ډېر بد ډول سره پۀ اوږد مهاله بربادۍ بدل شو. د ثور انقلاب نه پس چې تر ننه کومه وينه دپښتنو توې شوه نو پۀ دې ناراواؤ کښې د پښتنو د وطن هغه مذهب پال مشران هم پړۀ دي چې د امريکې او شوروي اتحاد د ساړۀ جنګ ډغرو لۀ ئې پاک مقدس نوم ورکړو. د عصر د غوښتنو نه ناجاڼه وو او تش پۀ جذباتي نعرو کښې لاهو شو، اوس خو ډېر اقرارونه کوي چې دا خو د دوه زورورو ډغره وه. خو دا سوچ او غږ يو مذهب پاله مشر پۀ هغه وخت کښې و نۀ کړو چې جهاد کله کول شي؟ نو د شريعت د نظره د هغې لپاره کوم اصول دي، ایا د جهاد لپاره يو امير جهاد نۀ وي؟ د جهاديانو دا يو درځن ټولے چا جوړ کړے ؤ؟ کۀ شوروي اتحاد کافر ؤ نو دا امريکا مو څۀ کېده چې خپل هر ډول وسائل ئې راليږل . پۀ سپينه ماڼۍ کښې دغه د کمانډرانو لښکر ته پۀ کومه خوشالۍ هر کلے وئيل شو؟ پۀ پاکستان او ايران کښې مېشتۀ افغانانو ته پۀ کومه خوشالۍ کښې هر ډول مرستې رالېږل شوې. دا غم يو مذهبي مشر ونۀ کړو چې شوروي اتحاد کله وځي نو بيا مجاهدين به کومه تګلاره اختياروي ځکه خوهغه وخت هم ولي خان وئيلي وو چې ګورې دې ازادو خلکو لۀ ټوپک پۀ لاس کښې مۀ ورکوئ، بېا به ئې ترې وانخلئ. تر ننه دا څرګنده نۀ شوه چې دغه جګړو د پښتنو وطن لۀ څۀ ګټه راوړه!. دغه جګړو کښې د پښتنو ژوند ژواک، کلتور، ننګ ناموس برباد کړے شو. څلوېښت لکه پښتانۀ ووژل شو،بې حسابه کونډې يتيمان! خو کوم خلک چې دې جګړو ته مقدس وائي نو هغوي دې اولس ته ددې ګټه هم لږه څرګنده کړي چې اولس ته کوم خېر پۀ لاس ورغلے. جهاد د اسلام يو سپېځلے حکم دے. يو حديث کښې جهاد ته د اسلام لوړه څوکه وئيل شوې خو بايد چې د جهاد پۀ تعريف مقصد او ثمراتو هم سړے ځان پوهه کړي. مفتي رشيد احمد وائي چې هغه ګوند، ډله او فکر چې د کومې د کامیابۍ هيله نۀ وي، کومه ګټه او فائده ئې نۀ وي، د هغې سره تلل د شريعت د نظره ناروا دي. د خداے پېغمبر (ص) چې کوم غزوات کړي نو زياتره دفاعي وې او ډېر کم جنګونه د اقدام پۀ توګه شوي. دغه شان جهاد یوازې د تورې نه بلکې د نور څو ډوله هم ياد کړے شوے چې د ظالم واکمن مخې ته غږ ته هم ستر جهاد وئيل شوے. پۀ قران کښې د تورې د جنګ لپاره د قتال ټکے کارول شوے چې خپل اصول او ضوابط لري؛ ماشوم، زنانه، مذهبي مشر به نۀ وژل شي. حضرت عمر فاروق د بېت المقدس پۀ دوره کښې د یهودو د مذهبي معابدو د ساتنې لوظ ورکړے ؤ. اوس دا کوم جهاد دے چې پۀ بازار، ښوونځي او لارې کښې چاودنه وکړه. دغه شان جهاد د حاکم وخت او خليفه شتون خامخا غواړي . د هر کس جګړې له د جهاد نامه نۀ شي ورکولې .

د جهاد موخه د ظلم او ظالم مخ نيوے کول دي خو کۀ چرته د جهاد پۀ جامه کښې ظلم پېدا شي نو دا بيا جهاد نه بلکې فساد دے.

د افغانستان پۀ څلوېښت کلنه جګړه کښې چې څومره هم د پښتنو وينه توې شوې دا خلک سپېځلي دي ځکه چې دوي د خپلو سياسي موخو خلکو ښکار کړي خو د قام مجرمان هغه خلک دي چې دې هرڅۀ ته ئې لار جوړه کړې او مخې ته شوي خو پۀ نړۍ او اخرت کښې هغه خلک به تل بربنډ وي چې چا دې اور ته لمن وهلې او نن هم نۀ قلارېږي. خپله به لوے قوماندان صېب د نوي کالو پۀ عمر کښې پۀ خپل کټ کښې مري خو څلوېښت لکه پښتانۀ ئې ددې پردي جنګ ښکار کړي. د پښتنو بدبختي داده چې دغه خلک اوس هم خلک اتلان بولي .

پۀ اوس وخت کښې کۀ يو رياست هرڅومره هم زورور شي نو پۀ بل رياست يرغل نۀ شي کولے ځکه چې د هر رياست خپل نړيوال سرحدونه دي. کۀ افغانستان ته شوروي اتحاد راغلے ؤ نو هم د کابل حکومت سره د يو تړون لاندې، کۀ امريکا افغانستان ته راغله نو هم د بېن الملل د سوري لاندې. بايد چې زمونږ مفتيان او علماء د وخت د عصر پۀ رڼا کښې د جهاد لپاره اجتهاد وکړي چې پۀ نننۍ پرمخ تللې نړۍ کښې د جهاد اداب او تګلاره څۀ پکار ده؟ چې نور د انسانانو وينه تويولو ته بند جوړ کړے شي. پۀ افغانستان کښې چې کومه جګړه وه نو پۀ ظاهره خو دغه د امريکا او شوروي اتحاد جګړې له د جهاد مقدسه نوم ورکړے شو خو پۀ حقيقت کښې داد دوه ښکرورو جګړه وه . کوم خلک چې دغه جګړې لپاره وکارول شو او قومندانان ترې جوړ کړے شو نو هغوي د جهاد د هېڅ اصولو سره تړاؤ نۀ لرلو. څوک د امريکې سره پۀ صلاح وو او څوک د ايران او عربي هېوادونو سره. د شوروي اتحاد سره د افغانانو د جګړې پۀ مهال د پښتو پۀ خاوره دوه ډوله خلک وو، يو هغه تندروه مذهبي فکر والا چې دا جنګ ئې مقدس ګڼلو او هر ډول فتوې ئې ددې لپاره ورکولې چې شاته ډاډ ورته د پاکستان د استخباراتو او هغوي ته د امريکايانو ډاډ ؤ. بلخواد پښتنو پۀ خاوره هغه قام پال خلک چې هغوي ددې جنګ پۀ بنسټ د وخت نه اګاه وو او پۀ جار ئې ددې جګړې پۀ هغه وخت کښې هم مخالفت څرګند کړے ؤ او نن هم د امن غږ کوي . ددغه فکر ښکاره علامت ولي خان ؤ او دا ئې وئيلي وو چې ګورې دا د روس او امريکا جنګ دے او کۀ خلکو لۀ مو وسله ورکړه نو بيا به ئې ترې څنګه اخلئ؟ هم هغه شان وشوه او چې کله ډاکټر نجيب يو اړخ ته شو نو دغه قومندانانو چې پۀ ټول افغانستان کومه لوبه وکړه نو د چنګېز خان روح هم ورته ګوته پۀ خولۀ ؤ. امريکې، پاکستان او نورې نړۍ هم افغانستان هم داسې بې اسرې پرېښودو چې ډېر زر د افغانستان فساد د ټولې نړۍ پۀ فساد بدل شو او دغه اور تر پښتونخوا او بيا پۀ اباسین هم ورپورې وتو .

آسيا یک پیکر آب و گل است

ملت افغاں درآں پیکر دل است

در کشاد او کشاد آسیا

در فساد او فساد آسیا

اوس د افغانستان او د سيمې وضعیت دادے چې پۀ قطر کښې د افغان طالبانو او امريکا تر مېنځ تړون وشو او افغان حکومت او طالبانو تر مېنځ د جرګې د لارې خبرې اترې روانې دي . څنګه چې دا حقيقت مخکښې هم سم جوت شوے ؤ او اوس هم چې د افغانستان لانجه دې افغانانو ته پرېښودل شي، هر بهرنے قوت دې د لاس وهنې نه لاس واخلي بلکې د افغانستان د پرمختګ او ابادېدو لپاره دې چمتو شي.

پۀ تاريخي توګه کۀ مونږ وګورو نو د پښتنو پۀ خاوره پۀ هروخت کښې د هر يرغل ګر پۀ ضد قامي مبارزه پاتې شوې . کۀ هغه د سنګر پۀ ډګر کښې وسله واله مبارزه وه او کۀ د ننني پرمخ تللي سائنسي غوښتنو سره سمه د عدم تشدد پۀ وسله سمبال مبارزه وه نو دغه ټولې قامي مبارزې د پښتنې خاورې د خپل زور پۀ قامي مټ پېدا وې او هېڅ کوم بهرني قوتونه پسې شاته نۀ وو. خو بيا د بهر نه خلک او فکرونه راغلل او بربادۍ وشوې.

څۀ ورځې مخکښې د ګلبدين حکمتيار پاکستان ته راتګ او د هغۀ ځينې څرګندونې، دغه رنګ د حقانيه د مدرسې د مولانا حامد الحق او مولوي يوسف شاه څرګندونې، بېا دغه خلکو ته د سردار حسېن بابک ځوابونو ته هم د دغه تاريخي شاليد پۀ اساس کتل پکار دي چې سردار بابک پکښې د تاريخ پۀ سم اړخ او نور خلک يو ځل بيا د بربادو پۀ لارو کښې د تاريخ پۀ کوږ اړخ کښې ولاړ دي.‏

راځئ چې ټول پښتانۀ زهر وخورو

راځئ چې دغه دنیا دوي ته پرېږدو

کله ناکله د پښتنو پۀ سيمه د پېښ سیاسي چاپېریال پۀ رڼا کښې داسې ګرمه ګورمه جوړه شي چې پۀ نتيجه کښې دغه خبرې ډېر تاؤ تريخوالي ته لاړې شي . داسې ولې کېږي ؟ سبب ئې دا دے چې د پښتنو پۀ وطن د تېر څلوېښت کاله نه د اور لمبې بلېږي . پۀ تېر وخت کښې اور ته چا لمنې وهلي او چا پکښې ګټې کړي. کۀ وګورو دې څلوېښت کلن جګړې د هرچا حيا او ننګ اخستے او يو څيز هم بچ نۀ دے پاتې.

يوه ورځ مې د سيمې يو مشر نه تپوس وکړو چې څو د مرګ بريدونه درباندې شوي، وئيل ئې دولس ! سوچ وکړئ د مرګ بريد څنګه وي . چې د چا پۀ سر راغلي،خپل د زړۀ غوښې ئې پکښې بائللې وي، د هغۀ نه د جنګ د خوند تپوس وکړه . پۀ عمر کښې به پرې د اګۍ ډز نۀ وي شوے او هغه به هم ځان ته د افغان امورو ماهر وائي.

خو کوم خلک چې د امن خبره او د جنګ مخالفت کوي نو دا کومه نوې خبره نۀ ده ځکه چې دا خلک ځان د دې خاورې سوچه خېر خواه او مدعيان ګڼي.

زما پۀ فکر پۀ دې وخت کښې يو داسې ذمه وار کس لۀ داسې څرګندونې کول چې د افغانانو پۀ مېنځ کښې د شل کلن جنګ نه پس د روغې جوړې جرګې روانې دي او دا خبره د يو ازاد رياست حکومت ته د بل ملک نه د پېغور پۀ توګه کول چې سرنډر وکړه، جنګ دې وبائيلو، د شر او فساد جوړولو غږ دے . دا خبرې پۀ سفارتي ادابو کښې د بل هېواد پۀ لړمون کښې چاړۀ ټومبل دي . کۀ پۀ افغانستان کښې طالبان دي او کۀ افغان حکومت نن دادے د يوبل سره پۀ جرګه ناست دي . نو بل لۀ ئې څۀ او بيا چې د خېر خبره د سړي پۀ خولۀ نۀ راځي نو هسې اکو بکو ته ضرورت څۀ دے ؟ او داهم ياد لرئ چې د پښتنو پۀ جرګه کښې دواړه ډلې مساوي حېثيت والا وي او هېچا ته څوک بائيللې، ګټلې نۀ شي وئيلې.

د سردار بابک خبرې د يو دړدېدلي پښتون مشر خبرې دي چې يو نيم زر کارکنان، پنځوس شپېتۀ د سر سړي او پۀ زرګونو د قام وګړي ئې بائيللي او اوس هم د ګوند هر تن ته ګواښونه کېږي . مونږ د مولانا سميع الحق پۀ وژنه او پۀ زبېريه مدرسه پۀ شوي بريد هم خفه يو. مونږ هېڅوک هم پۀ دې خاوره کافر نۀ بولو خو چې څوک بل کافر ګڼي نو پۀ دې اور کښې به هغه پۀ خپله هم سوزي او ډېر پکښې سوي هم دي . دا خبرې بايد چې هېڅوک نورې ډېرې نۀ کړي او نۀ چا ته دړکې ورکړي او نۀ چاته غاښونه چينګ کړي ځکه چې نور پښتانۀ ددې جنګونو نه دوه سپېږمو لۀ راغلي . سردار بابک يو سړے نۀ دے، د هغۀ شاته پۀ لکهونو منظم د قام ټولے دے ،دا د جنګي کلتور پۀ ضد د خپلې خاورې د امن خبرې د يو کس نه د قام د زړۀ اواز دے . دا خبرې د يو تن څرګندونې نا بلکې ددې وخت د تاريخ پۀ سم اړخ کښې پۀ سم وخت کښې سم غږ دے.

بس کړئ نور خداے ته وګورئ او د پښتنو د سر نه دا اور مړ کړئ ګينې پۀ تاريخ کښې به بيا ډېر خلک بربنډ ولاړ وي. پښتانۀ کۀ پۀ مرګونو ختمېدلے نو د سکندر نه تراوسه پرې هرچا خوا یخه کړې خو قام نۀ څوک وژلے شي نه ئې چپ کولے شي.

بايد چې د قران دې ایت ته هم نور لږ خلک وګوري چې سوله کښې خېر دے او چا چې د يو انسان ژوند وژغورو نو دۀ ټول انسانيت بچ کړو.

ستاسو خو پاټک پاټک مورچه مورچه کورونه

تاسو دروازې د څۀ د پاره بندولې ؟

مونږه خو د جنګ جامې اغوستې وې ولاړ وو

مونږ خو بلاګانې له دې ښاره بندولې

اقبال مومند

 

دا هم ولولئ

پښتنه ټولنه او عدم تشدد

پښتانۀ سیاسي فعالان د قامي سياست پۀ اړه خپل يو حقيقي نظر لري، پۀ دلیل …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *