د افغانستان راتلونکے، پېښې او اندېښنې – مولانا خانزېب

افغانستان کۀ هرڅومره هم د نړۍ پۀ سر د قامي رياستونو پۀ څپ کښې خورا لرغونيت لري خو پۀ دغه لرغونيت کښې څۀ کم دوه سوه کاله نه پۀ دوام داره توګه د نړۍ د لوې بادارانو د غوېمنډ لوبغالې کرځېدلے.

دا اخ و ډب کۀ د پښتنو پۀ هرڅومره برباديو تمام شوے او لا دغه سلسله تم نۀ ده خو بل اړخ ته دا هرڅۀ د پښتنو د دغه ستر کور د جغرافيې نړيوال ارزښت هم پۀ ګوته کوي . دغه ارزښتونه کۀ د سکندر نه واخله تر اوسه پۀ ډول ډول شکلونو پاتې شوي او پايله ئې د پښتنو د تباهۍ نه پرته بل څۀ نۀ ده راوتې خو بل خوا پښتنو لۀ هر وخت سر د دېوالونو سره پۀ ډغره کولو پۀ ځاے لږ پۀ خپله قامي اجتماعي حافظه اوعقل د نړيوال سياست او زر زر بدلېدونکي چاپېرچل پۀ رڼا کښې دا زور هم لږ اچول پکار دي چې دغه نړيوال ارزښت پۀ ځاے د دې چې زمونږ پۀ تل پاتې بدبختيو بدل شي ايا دا شونې نۀ ده چې دا پۀ ارزښتونو او قامي ملي ګټو پۀ راتلونکي کښې بدل کړو ؟

اخر افغانان هم انسانان دي، مونږ پۀ دې تل پړۀ نۀ يو چې همېش دې مونږ د نورو د مرګ خوني د خپلو خونو پۀ ورانولو ورانې کړو . زمونږ ټول فطرت او مزاج تش پۀ جنګي کلتور اړول او شاربل دا څرګندوي چې زمونږ سره پۀ خپل تاريخ کښې هم څۀ ستونزه شوې . بايد چې دغه ډول فکري علمي او تاريخي حقيقتونو ته مونږ ډېر پۀ سړو دماغو او د عقل پۀ ژبه جواب ووايو نو هله به ممکن شي چې مونږ خپل راتلونکي نسلونه د نړيوالو د اشرو او غوبلو نه وژغورو .

کۀ مونږ د افغانستان پۀ سل کلن تاريخ نظر واچوو نو افغانستان پۀ تېر سل کاله کښې درې ځل د نظام د سقوط سره پۀ بشپړه توګه مخامخ شوے . کۀ دغه پېښو هرڅومره نظام ړنګ کړے او افغانستان ئې پۀ نتيجه کښې اړي ګړي ته تلے، دغه درې واړه ځل کۀ چاپېرچل او څېرې هرڅومره بدل او نوې وې خو د ورانېدو نسخه بېخي يوه متفقه وه چې هغه د اسلام د سپېځلي دين د پښتنو د ځبېښاک لپاره کارول دي او دغه ازموده نسخه د پښتنو د ټولنې د جهالت پۀ سبب نن هم ډېره کارمنده ده او کۀ افغانان د خپل تېر وخت نه کم جدي عبرت نۀ اخلي نو شايد چې تر ډېر وخته نوره هم ښۀ پۀ کاميابۍ وکارول شي . خو د ۱۸۷۹ او ۱۸۹۳ پۀ شان افغانستان تجزيه شوې نۀ دے او نۀ د کومې ځمکې د واک او دعوې نه پۀ شا شوے . ړومبنۍ ضربه افغانستان پۀ ۱۹۲۹ کښې د غازي امان الله خان د ګوښه کېدو پۀ شکل خوړلې، دوېمه ضربه چې کله د ثور کودتا وشوه او د ولي خان د وېنا ترمخه ،کتابي انقلابيانو ، د افغانستان ټولنيز چاپېرچل هېڅ پۀ پام کښې و نۀ نيولو . د ‌افغانستان د هغه ټولنې چې پۀ قبائيلي ساخت ولاړه وه کره کتنه ئې پوره نۀ وه کړې، دغه روايتي ټولنه ئې ماته کړه چې پۀ نتيجه کښې تر اوسه پورې څلوېښت کلنې بربادۍ ته لار جوړه ده . پۀ ګاونډ کښې ناست ايران او پاکستان ته ئې موقعه پۀ لاس ورکړه چې د تل لپاره د افغانستان دننه خپل پوځي لغمونه وکني او د خپلې دفاع جګړې د افغانانو پۀ خاوره ترسره کړي او هم داسې دغه انقلاب امريکا ته وخت ورکړو چې د وېت نام بدله د شوروي اتحاد نه واخلي او د څو لسيزو راهسې چې پۀ کوم ارمان سرمايه دارانه نړۍ پرته وه چې کله به داسې وي چې لوبغالې او لوبغالي پردي وي او موخه ئې زمونږ د کمونيزم قبله وي هم دغه وخت دغه تربورانو ته د دغه کودتا پۀ نتيجه کښې پۀ لاس ورغلې. درېم ځل چې کله پۀ ۱۹۸۸ کښې د يو بېن الملل د يو تړون لاندې شوروي اتحاد د افغانستان نه ووتلو او پۀ ۱۹۹۲ کښې ډاکټر نجيب د ښۀ راتلونکي پۀ هيله دواک نه لاس واخيست، مجاهدين پۀ جنګ کابل ته لاړل او بيا چې څۀ وشو نو هغه کله هم د هېرېدو نۀ دي.

پۀ اوس وخت کښې د افغانستان چاپېرچل ېو ځلې بيا پۀ يو بل پړاؤ وربدلېدونکے دے چې شل کاله پس دغه ماحول افغانان يو ځل بيا ډېر اندېښمن کړي خو څۀ پوښتنې داسې دي چې بايد هغې ته دافغانانو ملي هويت تاريخ او قامي حافطه جواب ووائي نو هیله کېدې شي چې د افغانستان راتلونکے روښانه شي.

يوه پوښتنه دا ده چې امريکا د افغانستان د راتلونکي پۀ اړه خپل دريځ ولې سپين نۀ ښکاره کوي، تش وتلو ته لار جوړول او پښې سپکول به دوي د ماتې د غږ نه بچ کړي ؟

دوېم دا چې طالب چې پۀ قطر کښې د امريکا سره تړون ته تلو نو د کابل اداره ولې دلته د پام نه وغورځول شوه ؟

درېم دا چې د روس پۀ کانفرانس کښې “د امارت اسلامي احياء” ،کول رد کړل شو خو سره د دې طالب خپله سياسي موخه ولې نۀ ښکاره کوي ؟

د امريکا او طالب د تړون نه پس د بېن الافغاني خبرو اترو پروسه ولې د ځنډ او سستۍ ښکار ده ؟

د طالب لۀ خوا جنګ ګرمول، ډز او سوله نۀ کول او د افغانستان د نظامي سقوط لپاره عملي هڅې د تړون نه پس د کوم جواز او دليل پۀ اساس دي ؟

د تړون نه پس طالب د جنګ جواز د لاسه ورکړے خو د افغانانو ټولنه ولې پۀ اولسي پاڅون د دې هرڅۀ ليدو سره نۀ پاڅي او خپل موثر غږ ولې نړۍ ته نۀ رسوي ؟

کۀ امريکا افغانستان او د دې نظام ژغورل غواړي نو د پاکستان او افغانستان ترمېنځ ولې د باور يو تړون نۀ کوي ځکه دا څلوېښت کلن جنګ مذهبي نه بلکې سياسي دے.

داسې نورې هم ډېرې پوښتنې شته چې يقينا امريکا او نور ټول نړيوال به ئې هم پۀ پام کښې لري خو اوس وخت د دې خبرې دے چې د افغانستان پۀ اړه دې هېڅوک هم پټې شنې و نه چيچي ځکه چې دا ډول ګونګوسې پۀ ټولنه کښې نوره بې اعتباري او تذبذب خوروي چې پۀ نتيجه کښې ئې ټول نظام د ګواښ لاندې راتلے شي، خو نور د افغانانو ټولنه دا توان نۀ لري چې داسې ګواښونو ته دې ورمخامخ کړے شي.

څو ورځې وړاندې د امريکا د کانګرس وړاندې د زلمي خليلزاد نه د افغانستان د راتلونکي پۀ اړه مهمې پوښتنې وشوې، پۀ دې ناسته کښې د کانګرس د بهرنیو چارو کمېټۍ غړو د راتلونکي ستمبر لۀ افغانستان د پاتې ځواکونو د ويستلو لپاره د ولسمشر بائیډن پۀ دې پرېکړه خپله ژوره اندېښنه وښوده او وې وئیل چې دا وتل به د کورنۍ جګړې او ګډوډۍ سبب شي.

دې کمېټۍ کښې مهم جمهوري پال استازي مائیکل مک‌کانل چې لۀ افغانستان د ځواکونو پر وتلو نیوکه کوي ووئیل:”شونې نۀ ده چې طالبان پۀ هغو ژمنو ودرېږي چې د ۲۰۲۰ کال فرورۍ کښې ئې مشرانو د امریکا د هغه وخت حکومت له استازو سره خبرو کښې کړې دي.”

دې ژمنو کښې لۀ افغان حکومت سره د سولې تلپاتې خبرې او لۀ القاعده سره د ټولو اړیکو پرې کول دي.

هغه زیاته کړه: “تقریباً داسې ښکاري چې طالبان د ځواکونو لۀ وتلو وروسته هڅه کوي چې دا هېواد ونیسي او د سپتمبر ۱۱ تر پېښو پخواني حالت ته ئې ورسوي.

خو زلمي خلیلزاد پۀ ځواب کښې دې کمېټۍ ته خبرو کښې دا وړاندوینه یوه بشپړه بدبیني وبلله چې وائي لۀ افغانستانه د نړيوالو ځواکونو لۀ وتلو سمدستي وروسته به “افغان پوځ ګنې ټوټه شي، طالبان به افغان حکومت نسکور او کابل به يو ځل بيا ونیسي.

ښاغلي خلیلزاد زیاته کړه چې د نړيوال ځواکونو تر وتلو وروسته طالبان جګړې او د جګړې لۀ لارې واک ته د رسېدو لپاره هېڅ دلیل نۀ لري او پۀ وېنا ئې طالبان یوه داسې سیاسي هوکړه غواړي چې لۀ مخې ئې هغوي ته پۀ نړيواله کچه رواتوب یا مشروعیت ورکړل شي او د امریکا او ملګرو ملتونو لۀ خوا پرې لګول شوي بندېزونه لرې کړے شي.

ښاغلي خلیلزاد ټینګار وکړو چې کۀ طالبان د جګړې لۀ لارې واک ته د رسېدو لار غوره کړي نو لۀ ناوړه پايلو سره به مخامخ شي:

“طالبان د راتلونکي پۀ اړه لۀ دوو جلا جلا بنسټیزو غوراويو سره مخ دي، هغوی خبرو اترو سره د سولې لار غوره کولې، اورپکي پۀ سیاسي تحریک بدلولے او پۀ دې توګه د هغې ټولنې برخه کېدلے شي چې پۀ نړيواله کچه ئې درناوے کېږي.

خليلزاد د پاکستان پۀ اړه وائي، امریکا لۀ پاکستاني مشرانو سره پۀ نزدې اړیکه کښې ده او فشار پرې اچوي چې پر طالبانو لۀ خپل پام وړ نفوذ څخه کار واخلي چې تاوتریخوالے کم کړي او د خبرو لۀ لارې د حل لارې ملاتړ وکړي ځکه چې پۀ افغانستان کښې جګړه د پاکستان پۀ ګټه هم نۀ ده:

“زۀ ګمان کوم چې پاکستان پۀ دې پوهېږي چې پۀ افغانستان کښې اوږ دمهاله جګړه د پاکستان پۀ ګټه نۀ ده. کله چې خبره پۀ دیپلوماتیکه حل لاره کښې د پاکستان د رول پۀ اړه کېږي نو پاکستان پۀ دې برخه کښې یو ځانګړے مسؤلیت لري.

د هغۀ پۀ اند، کۀ افغانستان د یوې اوږدې جګړې پۀ لور لاړ شي نو پاکستان به هم ترې اغېزمن شي او پړه به ئې پر پاکستان اچول کېږي:

د نوموړي پۀ خبره، پاکستاني چارواکو یو سند لاسلیک کړے چې امارت باید بیا رانۀ شي او افغانستان کښې سیاسي واک باید لۀ پوځي لارې ونۀ لېږدي.

ښاغلي خلیلزاد لۀ افغانستان د امریکايي ځواکونو وتلو ته پۀ اشاره ووئیل، اوس امریکا لۀ افغانستان سره پۀ خپلو اړیکو کښې یو نوي پړاو ته ننوځي او د دې نوي پړاو لپاره ئې د امریکا اهداف داسې پۀ ګوته کړل.

پۀ خوندي ډول ټول خپل پاتې پوځیان لۀ افغانستانه پۀ داسې حال کښې وباسو چې افغان امنیتي ځواکونه لۀ ځانه د دفاع پۀ برخه کښې د امکان ترحده پۀ ښۀ دریځ کښې وي.

داسې یو سیاسي جوړجاړے چې پۀ افغانستان کښې اوږده جګړه ورسره پاې ته ورسېږي او پۀ زور د واک ترلاسه کولو سره مخالفت.موږ نۀ پرېږدو چې افغانستان د ترهګرو پۀ اډه بدل شي چې امریکا او د امریکا متحدین وګواښي.

د سوداګریزو او اقتصادي پرمختګونو پۀ ګډون د سیمه ایزو همکاریو پراختیا چې پرمټ ئې افغانستان هم د سیمې پۀ بریالیتوب کښې ونډه ولري.

ښاغلي خلیلزاد دا هم ووئیل چې د دې اهدافو د ترلاسه کولو لپاره امریکا پۀ لاندې برخو کښې کار کوي.

پۀ افغانستان کښې د سیاسي حل پۀ برخه کښې د نړیوالو ملاتړ خپلوي. د افغان مشرانو ترمېنځ یو موټے والے رامنځ ته کوي. له افغان حکومت سره پوځي، سیاسي او اقتصادي مرسته کوي.

لۀ طالبانو غواړي چې تاوتریخوالے کم کړي، سیاسي جوړجاړي ته مخه وکړي او یوه هر اړخیز اوربند ته غاړه کېږدي. د ترهګرۍ پرضد د سیمې لۀ هېوادونو سره همکاري پیاوړے کوي. پۀ منځنۍ اسیا، افغانستان او سویلي اسیا کښې اقتصادي او سوداګري چارو ته وده ورکوي.

دپاکستان د افغانستان پۀ اړه د اوسني او راتلونکي رول حقيقت ښکاره کول هم مهم دي ځکه چې ترڅو د پاکستان او افغانستان ترمېنځ ناانډولي وي، استحکام راتلل ډېره ګرانه ده.

پۀ امريکا کښې د پاکستان پخواني سفير حسېن حقاني څو ورځې وړاندې ښۀ پۀ ډاګه دا تور لګولے چې “پاکستان د طالبانو او حقاني شبکې سره ښۀ پۀ ښکاره کلکه مرسته کوي او غواړي چې نظام پرې ړنګ کړي، پۀ پاکستان کښې دننه د کوټې او پېښور شورا ښکاره غونډې کوي او د افغانستان پۀ لور د پاکستان نه د ډېورنډ پۀ کرښه وسلوال لېږل شي، پکار ده چې نړۍ نور پاکستان د دې عمل نه پۀ شا کړي”.

د حسېن حقاني د خبرو پۀ جواب کښې پۀ امريکا کښې د پاکستان سفير اعزاز چوهدري د بي بي سي له ارم عباسي سره پۀ خبرو کښې ووئیل چې “د حقاني شبکې پټنځيونه د ډېورنډ کرښې پاکستاني اړخ ته نشته، خو وروسته ئې د یوې بلې پوښتنې پۀ ځواب کښې ووئیل، چې پاکستان غواړي دغه وسله وال افغانستان ته ستانۀ او هلته پۀ اصلي سیاسي بهیر کښې ورګډ شي. پاکستان کښې د حقاني شبکې هېڅ پټنځي نشته او کۀ امریکایان دې لړ کښې شکونه لري او یا معلومات لري، باید پاکستان سره ئې شریک کړي، ځکه پۀ وینا ئې دوي هم غواړي دغه پټنځي لۀ منځه یوسي”:

“زموږ دریځ خو دا دے، چې مونږ غواړو دوي لۀ خپله هېواده ولېږو، مونږ نۀ غواړو طالبان او حقاني شبکه لۀ مونږ سره واوسي، مونږ پرې فشار اچوو، چې لاړشئ او هلته اوسئ او اوس هغه ستاسې هېواد دے او هلته مرکزي سیاسي بهیر کښې شامل شئ او دلته ستاسې اوسېدل د منلو نۀ دي”.

کۀ مونږ پۀ تېر لنډ وخت نظر واچوو نو افغانستان شل دوه ويشت کاله د پرمختګ پۀ لور مزل وکړو نو دا مزل د ډېرو کړمونو او ستونزو نه هم ډک ؤ خو د يو داسې هېواد لپاره چې درې سوه کلن روښانه تاريخ ئې لرلو، هره اداره او د هغې چلوونکي د مېنځه وړل شوي وو. اسان کار نه ؤ د يو هېواد يا قام د پورته کېدو او مخکښې تللو لپاره هم شل دېرش کاله ډېر ارزښت لري کۀ پرمختګ کول غواړي هم منزل ورته پروت وي او کۀ پۀ ځاے ودرېدل غواړي هم . پۀ لږ وخت کښې د افغانستان دومره وړاندې تلل د دې خاورې او د پښتنو د تاريخ زور دے چې کۀ څومره هم پښتانۀ وچقول شي خو پۀ مړو ايرو کښې ئې بڅري پېدا کېږي او د ژوند هيله او سيالي ترې هېڅوک نۀ شي تروړلے.

لوې ښاريې او ودانې جوړې شوې ملي اردو او اداراجاتي وجود تر پوره حده مېنځ ته راغلے، څۀ نه څۀ د ژوند ژواک بنيادي وسائل جوړ کړے شو خو بيا هم هرڅۀ لا سم نۀ دي ډېر څۀ نيمګړي دي خو چې پۀ اولس کښې ژوند وي نو خپلو موخو ته د رسېدو نه ئې هېڅوک نۀ شي پاتې کولے ځکه يو ځل بيا هم داسې هڅې کول شي چې افغانستان يو ځل د نوې دورې ته بيا چپه کړے شي او هرڅۀ پۀ سيند لاهو کړے شي خو دا ځل افغانان د تېرو بدو تجربو پۀ رڼا کښې بېدار دي او پکار ده چې بېدار شي ځکه چې پۀ خپله قامي مټ او زور پۀ نننۍ نړۍ کښې چا ځان بچ نۀ کړو نو هېڅوک ئې نۀ شي بچ کولے . راتلونکي وخت د افغانانو د مشرتابه د سياسي بصيرت او حوصلې ازمېښت دے چې پۀ کوم لور تلل غواړي. امن د هرڅۀ نه مهم دے خو د افغانستان د ورکولو پۀ قيمت نه.

د افغانستان د پښتنو يو لويه ستونزه داده چې د سياسي ګوندونو او د ښاريو سره پۀ لرې پرتو سيمو کښې د سياسي شعور خورولو لپاره هېڅ کوم ټولنيز جنبش نشته چې پۀ نتيجه کښې ئې ټولنه د يوې تشې ښکار ده او دغه تشه د سياست نه پرته هر وخت پۀ ډز اوټوپک ډکول شي.

د دې غېر سياسي پاتې کېدو کۀ يو لامل دوامداره بدامني او نړيوال ګوت وهنې دي خو بلخوا د دغه بلاګانو نه به افغانان هم پۀ قامي سياسي شعور ځان ژغوري .

د غازي امان الله خان او د ثور د پاڅون نه پس خپله ټولنه پۀ سياسي شعور د ودرولو لپاره يو ښۀ وخت ؤ خو د بده مرغه لکه څنګه چې د انقلاب نه وړاندې پۀ کلو او بانډو کښې کمو تېارې نۀ ؤ هم هغه چاپېرچل اوس هم دے چې څوک هم پۀ افغانانو کښې لږ ياد شي نو پۀ کابل کښې ټول عمر پۀ دې ارمان ئې ډډه وهلې وي چې کله به د کوم بهرنۍ مرستې پۀ زور پۀ ارګ وردننه شم او پاچا به شم، دغه ارمان د حفيظ الامين، ببرک کارمل، مجددي او رباني پۀ شان د ډېرو پوره شوے هم دے خو اولس او خاورې ته ئې کومه ګټه نه بلکې تل پاتې زیانونو کښې خپله ونډه ورکړې.

کۀ افغانان افغانستان يو سيال پرمخ تللے او پياوړے رياست جوړول غواړي نو بايد چې د قامي سياسي ګوندونو د لارې پۀ خپله ټولنه کښې کار وکړي . د اولس پۀ مټ او زور به باور جوړول وي نو هله به ممکن کېدے شي چې افغانان د خپلې خاورې پرېکړې پۀ خپله وکړي. د افغانانو ستونزې اوس پۀ حال کښې دي، ددې لټون به هم د حال د حقيقتونو پۀ رڼا کښې سنجول غواړي، ماضي زمونږ هيېڅوک زمونږ نه نۀ شي اغيستې خو تش ماضي پرست کېدل پۀ خپل ځان، اولس او خاوره باور نۀ جوړول د نورو قامي تيندکونو لامل ګرځي. بل دا چې پښتانۀ اوس پۀ لوے کچ پۀ دوه رياستونو کښې دي، وړومبۍ به قامي د دې پېښ حقيقتونو پۀ اساس به لټول غواړي، قامي مرامونه هېڅوک د چا نۀ شي تروړلے خو د نړۍ پۀ پرمختګ کښې د ازل نه يو قانون فطرت د ارتقاء پۀ يون کښې راروان دے . چا هم چې د ارتقاء پۀ دغه چپو کښې ځان بدل کړے نو بچ شوے خو چا هم چې د بې وخته د باد پۀ ضد د الوت هڅه کړې نو څانګونه ئې هم مات شوي او الوت ترې هم پاتې شوے . هر ګام د فطرت پۀ قانون کښې پۀ خپل وخت سم وي.

پښتانۀ سره د خپلې جغرافيې د يو تاريخي جبر نه تېريږي . د دوي ټول وسائل د وېش ښکار دي، رياستي جبر او تبر ئې پۀ اوږو بېل پروت دے او د جنګونو نۀ ختميدونکے بېوپار د دوي ټوله قامي تنه ورسته او بوګه کړې.

رياست کۀ هغه د پښتنو پۀ عمومي وجود باندې پۀ هر ځاے کښې پۀ هر شکل دے، د دومره ډبولو او زپلو سره بيا هم د دې قام د لرغوني دوام نه پۀ وېره کښې دے او ځکه د دې پۀ لړمون کښې سیاسي انتشار او نۀ ختميدونکے اخ و ډب روان ساتي . تاريخ، کلتور او اقتصادي پاڅون ئې رنځور ساتي او ژبه ئې کمتر ثابتوي.

کۀ چرته خپل او پردي ټول د پښتنو د سر نه لس کاله دا اخ وډب ختم کړي، دوي ازادانه خپل ژوند ته پرېږدي نو تاسو يقين وکړئ چې پۀ دې قام او خاوره کښې دومره زور دے چې د پرمخ تللې نړۍ سره ځان هر چا نه زيات سيال کړي.

دا هم ولولئ

ژبه او الهامي دينونه – مولانا خانزېب

انسان د خداے شاهکار او ښکلا ده هم دغه وجه ده چې انسان له خداے …