اداریه ‘پښتون’، نومبر 2008

 

پۀ اسفنديار خان حمله او د پښتنو د مشرانو پۀ وخت مدبرانه فېصله

 

د باچا خان نوم چې د عدم تشدد او امن نوم دے، د باچا خان کور چې د عدم تشدد او امن کور دے، د باچا خان انغرے چې د ټول پښتون قام د استانې انغرے دے، د باچاخان فلسفه چې د لوے خداے د حق کلام او د خداے د حق پېغمبر محمد صلي الله علېه وسلم د ژوند او ارشاداتو د مقاصدو يوه اسانه او د هر چا د پوهې تفسير او تشريح ده؛ چې وائي خداے ته د خدمت ضرورت نشته، پۀ اصل کښې د خداے د مخلوق خدمت د خداے پاک د ټولو نه لوے خدمت دے. د باچا خان تحريک چې د پېرنګي د غلامۍ پۀ يوه داسې زمانه کښې )چې د هغۀ پۀ باچاهۍ کښې به نمر نۀ ډوبېدو( د خدائي خدمتګار پۀ نوم پۀ ټول برصغير پاک و هند او ټوله دنيا کښې يو شهرت لرلے دے او د هېڅ قسمه تشدد نه بغېر ئې د ټولې نړۍ زورور پېرنګے د خپل حق جدوجهد پۀ زور د دې خاورې نه بې دخله کړے دے.

باچا خان چې تر اخري سلګۍ ئې نۀ د جدوجهد، عمل او د خداے د مخلوق د خدمت لار پرېښې ده او نۀ ئې د خداے او رسول د تعليماتو پۀ رڼا کښې خلقو ته د پوهې ورکولو د پاره د څۀ قسم مشکل نه مخ اړولے دے؛ د هغې باچا خان د امن او عدم تشدد پۀ کور کښې او د ټول پښتون د استانې پۀ انغري کښې د هغۀ پۀ نمسي او د پښتنو پۀ سر مشر اسفنديار ولي خان د تېر وړوکي اختر پۀ دوېمه ورځ حمله وشوه، څلور کسان پکښې مړۀ شو، يو د هغۀ محافظ يار زمين، دوېم شمس الزمان چې د بونېر ضلعې د عوامي نېشنل پارټۍ د تحصيل مشري ئې کوله او درېم فضل غني غني چې نۀ يواځې د تنګي د يو نوموړي خدائي خدمتګار زوے ؤ بلکې پۀ خپله يو خدائي خدمتګار ؤ او د دې سره سره د يو داسې قلم څښتن او يو داسې تخليق کار ؤ چې د قلم او تخليق خوشبو به ئې چې پښتون وي او پښتو وي چرې هم د دې خاورې د غرونو او سمونو او لارو کوڅو نه لاړه نۀ شي. انا لله و انا الېه راجعون.

د خداے پاک کړۀ وو چې د پښتنو سر مشر اسفنديار ولي خان پۀ دغه حمله کښې بچ شو. د قران عظيم الشان نه ثابته ده چې مرګ او ژوند د خداے پۀ لاس کښې دي او زمونږ مسلمانانو دا عقيده ده چې يوه پاڼه هم د خداے پاک د حکم نه بغېر رپ نۀ شي وهلے. د دې ټولو خبرو پۀ رڼا کښې دا حمله يو داسې شرمناک عمل دے چې د هر قسم مذمت لفظونه ورپورې بې معنې ښکاري.

اسفنديار ولي خان پۀ اصل کښې پۀ دې اختر کښې د پښتنو د دود دستور مطابق د اختر مبارکۍ ته نۀ بلکې دې ته ناست ؤ چې خلقو ورسره د غمرازۍ اظهار کوو، ځکه چې اوس اوس د هغۀ ورور سنګين ولي خان پۀ حق رسېدلے ؤ او دا د هغۀ د وفات نه پس وړومبے اختر ؤ. پۀ پښتنو کښې دا دستور موجود دے چې پۀ نزدې اختر کښې د اختر مبارکۍ له نۀ بلکې غمرازۍ لۀ خلق راځي او دې ته ناسته د پښتني دود دستور مطابق ضروري وي.

د دې واقعې نه پس چې د ولي باغ ډېر لوے مېدان د خلقو نه ډک ؤ، د واقعې پۀ مېډيا د خبر خورېدو سره سم خلق نۀ بلکې خلقې راماتې شوې. ولي باغ ته پۀ تلونکې لار چې هلته د حاضرو خلقو نه علاوه څومره خلق ورسېدل، هغې ګڼې ګوڼې پۀ اصل کښې يو بل مشکل پېدا کړو. دا واقعه د ماسپښين نه پس شوې وه او هيلي کاپټر د ماښام خړې سره رارسېدلے ؤ. د انتظاميې خلقو مجبوراً هغه لار د تګ د پاره بنده کړه، کومه چې د ولي باغ لار وه چې هلته نۀ نور د ګاډو ځاے ؤ او نۀ د خلقو. ولې راروان خلق پۀ دوېمه لار ورمخامخ شو او پۀ محمد ناړۍ او نورو لارو ئې ولي باغ ته د تللو ضد شروع کړو. د ولي باغ خواوشا چې څومره لارې وې، هغه د خلقو او ګاډو نه ډکې وې، عن چې نۀ بېرته د تللو لار پاتې شوه او نۀ پۀ مخکښې د تللو نور ګنجائش ؤ.

پۀ دغسې وخت او حالاتو کښې چې اسفنديار خان د نۀ تللو د پاره نۀ يواځې ضد کوۀ بلکې مزاحمت ئې کوۀ، خو د ماښام خړه راخورېدونکې وه او د خلقو يو بهير رامات ؤ. د انتظاميې او ځینې سرکاري سرمشرانو د منت زارۍ نه علاوه د پارټۍ د خلقو فېصله هم راغله چې د راتلونکې شپې د پاره د راتلونکو خلقو پۀ دومره لوے تعداد کښې راتګ به د شته پېښې نه علاوه نورې مسئلې هم پېدا کوي نو ښۀ به دا وي چې کومه د خلقو د زور چپه پۀ چغو نعرو هم نۀ رفع دفع کېږي، د دې يواځينے حل دا دے چې اسفنديار خان د ولي باغ نه بهر ووځي نو پۀ اسانه به خلق خوارۀ شي. د دغې قسم پېښې او تجويزونو پۀ رڼا کښې د عقل، دانش او تدبر لار هم دا وه کومه چې د پارټۍ مشرانو اختيار کړه. د خلقو پۀ بې قرارۍ پۀ دومره شمېر کښې راتګ، د ماښام خړه راخورېدل او د پارټۍ د مشرانو فېصلې د پارټۍ د مشر پۀ حېث او د باچا خان او ولي خان د سياست او فلسفې د وارث پۀ حېثيت د اسفنديار خان خپل خيال لکه چې بند پۀ بند وتړو او مجبور کړے شو چې د څۀ بلې ناشونې نه د بچ کېدو پۀ خاطر او د خلقو د خورېدو او واپس کېدو پۀ خاطر هغه د دې ځاے نه ووځي او هم هغسې پۀ اسانه وشوه.

چې کله خلق خبر شو نو نۀ يواځې نور راروان خلق واپس شول بلکې د موجوده خلقو هم د واپسۍ امکانات پېدا شو. ځکه نو حقيقت هم دا دے چې د پارټۍ مشرانو پۀ يو ډېر باريک او لږ وخت کښې مدبرانه فېصله کړې وه او د دغو ټولو حالاتو او واقعاتو پۀ رڼا کښې د دغه فېصلې تسليمول د اسفنديار ولي خان د تدبر او بردبارۍ د ټولو نه لويه نخښه وه چې راغلي اولسونه چې غصه هم دي او جذبې ئې لېونۍ هم دي او د ردعمل پۀ توګه پکښې تاودۀ هم پېدا شوي دي، کۀ دغسې نۀ وے شوے، ډېر امکانات وو چې نورې ئې ډېرې مسئلې پېدا کړې وے او کۀ خداے مۀ کړه دغسې شوي وے نو نۀ يواځې به د باچا خان افکار داغ دار کېدۀ بلکې د هغۀ او ولي خان روحونو ته به هم يو تکليف رسېدو. د پښتنو خلاف چې پۀ لويه سطح کوم سازش روان دے، هغه دا دے چې دلته دې پښتانۀ پۀ زور خانه جنګۍ طرف ته راښکلے شي او دا عمل دې زر تر زره روان کړے شي، ولې دغه هڅه دا وخت پښتنو د خپل مدبرانه سياست پۀ زور شنډه کړه او باقي دې خداے پاک د پښتنو مددګار شي او د خپلو مشرانو او اتلانو روحونه دې د پښتنو پۀ سر سېورے وي. امين ثم امين.

 

دا هم ولولئ

د باچاخان او ولي خان کليزه

پۀ باچاخان او ولي خان ډېر زيات کار شوے دے، ډېر پرې روان دے کېږي …