تر هر څۀ مخکښې د قام معني، تعريف کۀ په جامع انداز کښې تعريف شي نو د لوستونکو دپاره به د استفادې وړ وي ـ ويکيپېډيا ډکشنري د قوم تعريف دا ډول کوي
“A nation is a type of social organization where a collective identity, a national identity, has emerged from a combination of shared features across a given population, such as language, history, ethnicity, culture, territory, or society. Some nations are constructed around ethnicity (see ethnic nationalism) while others are bound by political constitutions (see civic nationalism)”(1) ـ
ترجمه
«قوم د خلقو د يو ځاے ژوند کولو يو ترتيب وي چرته چې خلق د يو بل سره د ژبې، تاريخ، نسل، کلتور، خاورې اؤ ټولنې پۀ شان شريکو ځانګړتياوو لۀ وجې يو ګډ شناخت يا ملي پېژندګلوي پېدا کوي ـ ځينې قومونه د نسل يا خاندان پۀ جوړښت جوړ شوي وي دې ته نسلي ملتپالنه وايي اؤ ځينې نور د قانون يا آيين لۀ مخې يو موټے شوي وي چې د خاورې اؤ رياست پېژندګلو لري» ـ
يعنې هغه وګړي چې ژبه، کلتور، تاریخ، خاوره، دین، مذهب، موسیقي، ادب او د ژوند تګلاره یې یوه وي نو یو قام بللے کېږي ـ یعنې هغه وګړي چې د ژبې، رنګ، کلتور اؤ تاریخ له مخې په یوه رشته کښې نغښتي وي، یو بل خپل ګڼي، د یو بل غم اؤ ښادي شریک کوي اؤ د خپل حق دپاره یوځاے ودرېږي نو د قام په نوم يادېږي ـلکه مونږ خپل مثال واخلو مونږ پښتانه یو، پښتو وایو، ځانګړی کلتور لرو، د اتلانو تاریخ لرو اؤ د خپل وطن، ژبې اؤ خلقو سره ژوره مینه لرو. هم دا هر څۀ مونږ د یو بېل قام په توګه په نړۍ کښې معرفي کوي ـخو د ننني دور حقیقت هم پکار ده ومنو ـ پښتانۀ تل وایي مونږ یو قام یو! خو دا خبره یواځې د خلې پورې محدوده پاتې شوې. قام یواځې د ژبې، کلتور یا نسل نوم ګرځېدلے خو په عمل کښې هېڅ نۀ تر سترګو کېږي ـقام خو هغه وي چې وګړي یې یو بل سره ودرېږي، یو موټے وي اؤ د خپل حق، عزت اؤ بقاء دپاره ګډې هلې ځلې وکړي خو مونږ د ژوند پۀ هر ډګر کسې یو بل نه پښې راکاږو ـ یو بل سره کینه، حسد او خپل مينځي دښمنو مو تر مينځ دیوالونه جوړ کړي دي ـ خپل مشران پخپله بدناموو، مبارزینو ته د شهرت وږي وایو، لیکوال ته کافر، شاعر ته بې ادبه اؤ عام اولس ته د ګومان په نظر ګورو ـقام هغه وي چې خپلې ژبې ته عزت ورکوي خو مونږ خپله ژبه شرموو ـ خپل کلتور ساتي خو مونږ پردي رواجونه خپلوو ـ د خپل مشر درناوے کوي خو مونږ خپل مشران سپکوو ـ سخت وخت کښې یو بل ته لاس ورکوي خو مونږ یو بل ته پښه ږدو ـقوميت يواځې د رنګ، ژبې اؤ نسل په بنياد نۀ جوړېږي بلکې د وحدت، شعور اؤ قربانۍ په بنياد جوړېږي.
موږ ته پکار دي چې دا ومنو کۀ رښتیا ځان قام بولو نو بیا دې ته اړ یو چې عمل مو هم قامي وي ـ قام خو دا رنګ نۀ جوړېږي چې صرف ژبه اؤ خاوره يې شريکه وي بلکې درد غم ښادي، کلے کور، تګ لاره، فکر رهبر اؤ مرام يې هم يو وي ـ مونږه ټول خبرې د قام کوو خو قام لۀ کار نۀ کوو ـزمونږ نه مخکښې چې کوم نسل وۀ راځئ چې ټول په شريکه سفر شروع کړو اؤ د قامولۍ دا تشې دعوې اؤ خبرې په عمل بدلې کړو ـتر څو چې د دلال خبره ده نو دلال د عربۍ ژبې ټکے دے اؤ هغه چاته وئیلے کېږي چې د دوو ډلو ترمينځ سودا کوي خو دا سودا اکثر وخت د فریب، دوکې اؤ شخصي ګټو دپاره وي ـ دلال د بل چا مال، حق یا عزت خرڅوي خو خپله ګټه ترې اخلي ـ دلال تل د خپل قوم، خپل ورور خلاف، پردیو ته د مرستې لاس ورکوي ـ پښتو پښتو تشريحي قاموس دلال معني اؤ تعريف دا ډول کوي:”هغه څوک چې د پلورونکي او پېرودونکي ترمينځ جوړه راولي ـ هغه څوک چې د يوې واسطې په توګه د دوو يا د زياتو خلقو پۀ مينځ کښې چې کومه تجارتي معامله لري کار کوي ـ دنده يې دا وي چې د خرڅلاو معامله په اسانۍ سره پېل او پايې ته ورسېږي ـ دلال د خپل خدمت په مقدار کښې يو مقدار پېسې غواړي چې کله د ټول مبلغ د فيصدۍ په حساب اؤ کله په يوه مقدار (مثلاً يو موټر بار) کښې د يوه ټاکلي مبلغ په اساس تعښیږي ـ دغه حق الزحمه طرفین ورکوي ـ
۲)هغه څوک چې د (دوو کسانو ) ترمېنځ سمون راولي اؤ ضد اخلاقي جنبه لري”(2) ـ
ويکيپېډيا د دلال تشريح دا ډول کوي:
“دلال هغه څوک دے چې د پیسو ګټلو په بدل کښې جنسي اړیکه چمتو کوي اؤ جنسي اړيکې دپاره لاره برابروي ـ دلال د ځانپلورې سره د جنسي اړيکې ټينګوونکي د مخامخولو يا د جنسي اړيکې دپاره ځاے چمتو کوي. په عامه کلتور کښې يو چاته “قواد” يا “دلال” وئيلے کېږي د هغی سپکاوی کول ګڼل کيږي “(3)ـ
تر کومې چې د قامي دلال خبره ده نو هغه څوک چې د قوم، ژبې، کلتور اؤ تاریخ سودا کوي ـ د پردیو دپاره د خپل قوم خلاف خبرې کوي، خپل مشران بدناموي، قامي قوتونه اؤ تحریکونه کمزوري کوي، خلق د حق لۀ لارې ګمراه کوي، خپل قوم خرڅوي اؤ پردي پرې مستحکم کوي ـ د د خپلې ژبې سره خیانت کوي، د خپل کلتور او ملت خلاف کار کوي او د پیسو، منصب، څوکۍ یا نورو دنیاوي ګټو دپاره خپل قام پلوري ـ پخپلو بچو د خپلې ژبې په ځاے پردۍ ژبې ورزده کوي ـ د پردو ژبو ستاینه کوي خو خپلې ژبې ته سپک ګوري ـ هر څو کۀ پردۍ ژبه زده کول یو کمال دے خو کۀ څوک خپله ژبه هېروي نو دا کمال په تباهۍ بدلېږي ـ
لکه څنګه شاعر وائي چې
نورې ژبې زده کول که لوی کمال دی
خپله ژبه هیرول بېکمالي ده
کۀ د ټولنې یو ماشوم خپلې ژبې سره وفادار وي نو پۀ هغه ملنډې وهلې کېږي حوصلهیې ماتېږي، پۀ دې چې د خپلې ژبې له مطالعې لاس واخلي ـ دا ډول خلق پۀ خپل کلتور، رسم ؤ رواج اؤ تاریخ شرمیږي ـ خپل مشران اؤ تاریخ بدناموي، د پردیو لاره خپلوي، پۀ خپل ملي لباس پورې ملنډې وهي، ملي دودونه سپکوي اؤ تل د خپل قام اؤ وطن سره خیانت کوي ـ دا رنګ خلق د حق غوښتونکو تحريکونو مخالفت کوي. پۀ دوی بېلابېل تورونه لګوي ـ کله یې جنګپرست بولي، کله یې د وطن تخریبکار ګڼي خو هدف یې دا وي چې قام خاموش پاتې شي او د غلامۍ په زنځیرونو کښې تړلی وساتلے شي ـ دا رنګ پۀ خوي بويي اؤ کړۀ وړۀ د قوم د ریښتیني مشرانو، لیکوالانو، مفکرینو اؤ مبارزینو توهین کوي ـ تل سازشونه کوي ـ کله وایي دا خلق د ذاتي ګټو دپاره کار کوي، کله يې د څوکۍ اؤ شهرت لالچيان بولي ـ حالانکې دا هغه خلق دي چې پخپله د هر موسم سره جامې بدلوي. لۀ سړي سره په خندا غږېږي خو پټه دښمني لري ـ ځان د قوم خوږمن ګڼي خو د قوم ملا ماتوي ـ دا ځکه چې دښمن وي خو له خپل قامه راټوکېدلے وي اؤ دا دښمن د قوم دپاره تر ټولو دښمن فکرو خطرناک دښمن وي ـد باشعوره پښتون دپاره دا وخت دے چې سترګې خلاصې کړي دا خلق وپېژني، ځان ترې وساتي اؤ نور هم پرې خبر کړي ـ کۀ مونږ خپله ژبه زده کړو اؤ پرې ویاړ اوکړو، خپل کلتور اؤ تاریخ وساتو، د خپلو مشرانو درناوے اوکړو، حق دپاره یو موټے شو نو بیا به مو قوم پیاوړے آزاد او د عزت خاوند شي ـ د قامي دلالانو د زهرژنو ويکسينو نه به د خپلې ټولنې د وجود رګونه بچ وساتي اؤ کۀ داسې نۀ وي قامي دلالان به مو ټولنه د سينې لاندې کړي ـ
ماخذونه
1=https://ps.wikipedia.org/wiki
19/07/2025
2=پښتو پښتو تشريحي قاموس، د افغانستان د علومو اکېډيمي د ژبو او ادبياتو علمي او تحقيقي مرکز د ژبپوهنې څانګه، 1361ھ، ش، مخ 1963
3=https://ps.wikipedia.org/wiki
19/07/2025