پښتانۀ کۀ پۀ دې خوشفهمۍ کښې دي چې مونږ غېرتیان او د لویو طاقتونو قبرستانونه یو نو یو ځل دې پۀ خپله اوږه پردے راکټ کېږدي، خپل د خټو ګټو دېوالونو ته دې ورله مخ کړي او الله اکبر دې نعره کړي ۔ دا یوویشتمه صدي ده، هر څۀ د کمپیوټر پۀ یو انټر بټن تمامېږي ۔ پۀ دې وخت کښې کۀ څوک ( یا به وخوري ککرۍ يا به کامران شي) او یا (مومن ہے تو بے تیغ بھی لڑتا ہے سپاہی) غوندې نظریاتو نه متاثره وي، نو صرف خپل سر به دېوال سره وهي ۔ لوي طاقتونه چې جنګونه یې کاروبار ګرځېدلے دے، هغوي دې د پاره بهانه ګوري چې ته به کله لینده پۀ غاړه کېږدې چې زه خپل جهاز پاسومه ۔ بیا سوال ولاړېږي چې دغه هر څۀ کۀ نۀ وي نو پښتنو له پکار څۀ دي؟ ځواب به دا وي چې هم هغه د باچاخان لار، سیاسي مزاحمت، ووټ ګټل او پارلیمان ته خپل نمائنده لېږل او هم هلته خپل جنګ په دلیل سره کول ۔.
پښتانۀ د تاریخ د جبر بېخي پۀ اخري حد باندې ودرولي شوي دي ۔ دغه جبر دا نۀ دے چې د دوي په کورونو حملې کېږي، دغه جبر دا نۀ دے چې د دوی وسایل تروړل کېږي او دا نۀ دے چې دوي ته سړکونه ولې جوړېږي ۔جبر دا دے چې د دوي ځوانان د قامي مقدمې نه وشوکولي شول ۔ جبر دا دے چې دوي خپل خېرخواهان کۀ پۀ کاڼو ونه ولي نو کنځل خو پسې خامخا کوي. جبر دا دے چې کۀ د بر پښتانه دي هم په پارليمنټ يعنې ارګ کښې د نمائندګۍ نه په زوره بهر کړې شوي دي او کۀ د لر دي نو د داسې ډاکټراينو سره مخ دي، یو څوک پۀ اسمبلۍ کښې د نمائنده پۀ حېث نشته چې د قام مقدمه وچته کړي ۔
ائین پۀ دوه تهائي اکثریت سره پاس کول د هرې اسمبلۍ سیاسي حق دے ۔ خو کۀ دغه اسمبلۍ کښې د پښتنو لس نمائندګان ناست وو، په لس کسه ئې څۀ وکړل؟ اتلسم ترمیم ئې راوړو ۔ یعنې د خپلو راروان نسلونو د خلې نمړۍ ئې پۀ آئیني توګه وګټله ۔ نن هم دغه عمل عظیمه ګستاخي ګڼلې کېږي د کومې سزا چې ورته کۀ بادار ورکوي خو خپل قام ئې هم پۀ شا لکه چې نۀ دے ولاړ ۔ ولې چې پۀ پښتونخوا کښې درېم حکومت دے، نۀ خو ترقي افته کارونه وشول، نۀ خو تعلیمي ادارې سمې شوې، البته تباه حال شوې ۔ نۀ خو کومه آئین سازي وشوه چې د قام پۀ ګټه وي، نۀ خو د وفاق نه هغه اېن اېف سي راوړے شو د کوم د پاره چې عوامي نېشنل پارټۍ پۀ زرګونو شهیدان ورکړل ۔
ارګ د ټوپک پۀ زور قبضه شوے دے ۔ شتمن افغانان بهر هېوادونو ته مهاجر شوي دي، ښځې پۀ کورونو کښې محصور دي، تعلیمونه نشته ۔ د یو رپورټ تر مخه اویا فیصده خلق صرف د شین چاے او وچې ډوډۍ سره ګوزاره کوي ۔ د امید یو بڅرے نۀ ښکاري چې راپورته به شي او آواز به وکړي چې راځئ پۀ ووټ ځان د اولس محافظان کړئ ۔
د پاکستان او افغانستان تود جنګ روان دے خونړي جنګ مذاکرات روان دي ۔ هم هغه خبره ده، جبر نور څۀ کېدې شي چې پۀ ترکي او قطر کښې روان د خونړي جنګ مذاکراتو پۀ مېز څوک هم د پښتون نماینده پۀ حېث نشته ۔ حالانکې جنګ صرف او صرف د پښتنو پۀ وطن پۀ خاوره دے، کۀ د دې غاړې جېټ طیاري ځي هلته به پښتانۀ مري او کۀ د هغې غاړې هوائي راکټي راځي دېخوا پښتانۀ مري ۔ پۀ شپږ اوۀ ات کروړه پښتنو کښې څوک نشته چې د دغه مذاکراتو برخه وګرځي؟ ځکه چې مونږ ووټ ته سپک ګورو، مونږ د ووټ پۀ طاقت خبر نۀ یو او چې تر څو مو قربانۍ حق له نۀ وي ورکړې، لر او بر د خپل خپل پارلیمان نه به بهر به نعره وي ۔