شے (خاکه) – ګل محمد بېتاب

شے د پښتو ژبې يو ذومعني لفظ دے چې پۀ خپل ځان کښې ګڼې معنې لري. دا لفظ کۀ يو خوا پۀ مدحه کښې وئيلے شي لکه ډېر ښۀ شے دے نو د حقارت او نفرت پۀ توګه هم استعمالېږي چې دا هډو څۀ شے نۀ دے. د دې لفظ/ معنې او مفهوم يو سړے د ويونکي د وېنا د انداز او موډ نه لګوي. کله کله خو چې بنده له د څۀ نامه نۀ ورځي نو دا دومره عام لفظ دے چې سمدستي د بنده خلې له راشي او وائي تۀ راکړه دا شے. يا تۀ اوښايه دا شے.

زۀ هم تاسو سره يو شے معرفي کوم چې دے هم لکه د شي متضاد صفتونه لري. دا ګمان مۀ کوئ چې ګنې ماله ئې نامه نۀ راځي خو دا شے ورته ځکه وايم چې دا د دۀ د اکثرو صفاتو کۀ پۀ مجموعي توګه نۀ وي د اجمالي صفاتو احاطه کوي.

دا سړے چې زۀ ورته شے وايم دومره متضاد صفتونه لري چې بنده ورته حېران شي. کۀ د ښۀ ځوانۍ او سړيتوب ثاني ئې نشته نو د رذالت او خباثت هم پرې ختمه ده. يو مخ ئې د سړي او بل د سپي دے. يا نيم صفتونه ئې د فرښتو او نيم د شېطانانو دي. يوه سترګه ئې نوراني او بله شېطاني ده.

کۀ د ښۍ سترګې لاندې ئې راغلې نو بس نۀ صرف خپله بلکې خپل ټولو يارانو، دوستانو، خپلوانو او پېژندګلو کسانو کښې به دې داسې مقبول کړي چې کله دې پکښې کوم يو تن وويني نو د دۀ د خبرو پۀ وجه به دې داسې عزت او احترام کوي چې پۀ ځان به دې د يو لوے ولي شک راشي خو کۀ چرته د ګسې سترګې لاندې ئې راغلې نو هر څۀ به درله ګز کمبند کړي. د دنيا هره خرابي به درکښې پېدا کړي او کېدے شي پۀ ليدلو دې خلق وتښتي . د دې شي قد درميانه، څهره ئې معصومانه، چال ئې مستانه، خندا ئې جانانه او خبرې ئې فلسفيانه دي. د دوي د کورنۍ اکثر خلق لوړ دنګ او مضبوط دي خو دے پۀ کښې د قد او وجود پۀ لحاظ کم دے. البته مازغه ئې د نورو پۀ نسبت زيات دي. بې حده ځيرک او پوهه دے. ذهن ئې دومره تېز دے چې يو بنده څنګه خبرې شروع کړي نو دے ئې اندازه ولګوي چې دے څومره علم، پوهه او تجربه لري ولې بدقسمتے دا دے چې هر وخت ئې مازغو کښې يو خناسي ناست وي چې دۀ ته وسوسې اچوي او دے بيا دغه وسوسې د خلې مبارکې پۀ ذريعه خپلو متعلقينوکښې خوروي. دا شے پۀ داسې انداز کښې پروپېګنډه کوي چې ترڅو چا پۀ مکمله توګه نۀ وي پېژندلے نو ارومرو پرې اثر کوي. دې سلسله کښې د تبليغيانو حضراتو پۀ مسلک دے چې هغوي هم اکثر يوه خبره کوي چې د خلقو زړونو ته به خپله خبره او مينه د دوي د ګېډې پۀ لاره کوزوئ . نو دے هم د خپل فطري او عادتي سخاوت پۀ وجه چې چرته کښېني نو ورسره د خوراک انتظام کوي خو ورسره د خوراک پۀ وخت خپله شېطاني هم نۀ پرېږدي . شېطان نه چا تپوس کړے ؤ چې تۀ کوم وخت کښې بنده پۀ خپل جال کښې ګېروې نو هغۀ وئيلي وو چې پۀ درېو وختونو کښې پرې حمله کوم؛ د محبت، غضب او شهوت پۀ موقعه. خو دے يوازې د خوراک پۀ وخت يا د هغې نه وروستو حمله کوي. کېدے شي دا چل ورته خپله شېطان ښودلے وي ځکه چې د وړاندينو بزرګانو ځينې واقعات مونږه کتابونو کښې لوستلي دي چې هغوي شېطان ليدلے ؤ خو پۀ اوسني وخت کښې زما د معلوماتو مطابق دا واحد سړے دے چې د شېطان پۀ ديدارمشرف شوے دے. د دۀ د قول مطابق د هاتهي غوندې خړتم ئې دے او دۀ سره ئې څۀ خبرې هم شوې دي چې تفصيل ئې دلته نۀ شم ليکلے. ولې کومو پخوانو بزرګانو چې شيطان ليدلے ؤ او کومې خبرې ئې ورته کړې وې نو هغوي ترې پۀ ژوند کښې ځان ساتلے ؤ او نورو ته ئې هم ښودلې وې چې خيال کوئ چرته دا کارونه و نۀ کړئ خو دے داسې نۀ کوي خپله خو پرې خامخا عمل کوي او نورو ته هم د هغې تبليغ کوي. ولې د عادت مطابق څو ورځې پس بيا خداے تعالٰي ته رجوع وکړي. هغه حال ئې دے چې مشران يوه خبره کوي چې د شېطان دوست نۀ شوم او خداے ته مختورن شوم. بس دا خبره پۀ دې شي سل فيصده صادقه راځي. دا سړے چې زۀ ئې د شي پۀ نامه تاسو ته درپېژنم پۀ يوه علمي او ادبي کورنۍ کښې پېدا شوے دے. نۀ صرف دا چې د پښتو غزل پلار اميرحمزه خان شينواري ئې ترۀ دے بلکې خپله د دۀ والد محترم محمد عمر سيماب د پښتو ژبې يو ښۀ شاعر ؤ. د مراد شينواري غوندې لوے شاعر ئې د ترۀ زوے دے او دې کورنۍ د شعر وادب سره سره د موسيقۍ شوق هم لرلو. مراد صېب به وئيل چې زمونږ حجره کښې به څو ربابونه ځوړند وو او د شپې چې به کله پۀ رېډيو ناوخته لس يوولس بجې راګ رنګ پروګرام ؤ چې پۀ کښې به د کلاسيکل موسيقۍ سرګرم ؤ نو زما تروڼه به ورسره سم لګيا وو. د دوي والد محترم د حمزه بابا ناسکه ورور ؤ او د ټولو کشر ؤ، د مراد صېب نه لږ مشر ؤ ځکه چې د مراد صېب لور د محمد عمر سيماب پۀ مشر زوي عظمت عمر صېب وادۀ وه. دا خبرې مې دې له وکړې چې پۀ داسې علمي او ادبي ماحول کښې د پېدا کېدو پۀ سبب د دوي د کورنۍ اکثر کسان کۀ خپله د شاعرۍ او موسيقۍ سره تعلق نۀ لري خو ترډېره حده پوهه پرې ضرور لري ۔ ټول لوے شاعران ، اديبان، سندرغاړي او صوفيان ئې ليدلي دي. دا شے هم پۀ شعر و ادب ښۀ پوهېږي.

د حمزه بابا نه علاوه د خوشحال خان خټک د شاعرۍ ډېره برخه ورته ياده ده چې وخت پۀ وخت ئې د مثال د پاره وائي. د مشاعرو، مباحثو، موسيقۍ د محفلونو او تصوف خبرو سره مينه لري ولې چې کله ئې سترګې غړولي نو دا هرڅۀ ئې ليدلي او اورېدلي دي خو د خپل طبعيت پۀ وجه کۀ څوک مني نو سم ئې مني او کۀ نۀ مني نو هډو مني ئې نه؛ خو سوال دا دے چې دې مقام ته دے څنګه ورسېدو.هغه د پښتو متل دے چې “هوسۍ څۀ د ځانه ګړندۍ وه چې لا پښو ته ئې ورله ګنګروګان واچول”. نو څۀ ئې ذهن هوائي ؤ. د ځان پۀ حقله تر ډېره حده نرګسي هم دے نو بعضې واقعاتو ، حالاتو او څۀ شخصي او خانداني خبرو داسې ځاے ته ورسولو چې سم ئې برابر کړو او هغه د چا خبره چې برلندے ترې جوړ شوے دے چې معمولي غوندې دې تاؤکړو نو بس بيا تر ډېره وخته تاوېږي يا لکه د پارې دے چې پۀ ځاے قرار نۀ شي کولے. د دې وجوهات کۀ مونږه لټوو نو يوه غټه وجه خو ئې دا ده چې پۀ هلکوانه او داسې به ووايو چې بې وخته ورله ډېر او د دۀ د تصور نه زيات دولت پۀ ګوتو ورغلو. پۀ ځوانه ځوانۍ ئې امريکه، جاپان، برطانيه، روس او د نړۍ مخ پۀ ترقۍ ملکونه وليدل. دغلته ئې وخت تېر کړو او دوي ئې د خپل هنر پۀ زور تېرويستل نو يقين ئې راغلو چې دے ضرور څۀ کمال لري او ورسره څۀ غائبانه طاقت دے چې دۀ ته حاصل شوے دے. دے يواځې دکاڼو نه بلکې هر مېدان کښې د خپل هنر پۀ زور خپل خيالات پۀ نورو منلے شي. ورسره بيمارو او نورو واقعاتو هم وځپلو نو ګډوډ ئې کړو. ما وړاندې هم وئيلي دي چې دے څۀ مني نو سم ئې مني او چې نۀ ئې مني نو بس بېخي ئې نۀ مني. خو منل ئې د لږ وخت د پاره او نۀ منل ئې د ډېروخت د پاره يعنې پائيدار وي او پۀ دې وروستي وخت کښې پرې دا د “نۀ منم” چپه ډېره راځي.

يو عادت ئې دا دے چې دے چرې د چاسره متفق کېږي نه بلکې غواړي چې نور دې د دۀ سره خامخا اتفاق وکړي ځکه نو دے د مليانو پۀ محفل کښې صوفي، د صوفيانو محفل کښې ملا، دکمېونسټو مجلس کښې سخت مذهبي او د مذهبيانو مجلس کښې کمېونسټ بلکې تر دې چې د سړو مجلس کښې د ښځو او د ښځو مجلس کښې د سړو پۀ پره وي. مړه څۀ څۀ به ئې درته وايم يو شے دے نو!.

دا خبره مشهوره ده چې ځينې خلق سرۀ زر جوړولے شي. مونږ داسې څوک ليدلي نۀ دي البته اورېدلي مو ډېر دي چې فلاني پيرصېب، بابا يا خان صېب به جوړولے شول. حمزه بابا به هم د دې د جوړولو دعوې کوله خو د هغۀ پۀ قول يوځل جوړ شوي وو او بيا نۀ جوړېدل. البته د سرو زرو جوړولو نسخه ورته معلومه وه. د تصوف پۀ ځينو طريقو کښې هم دا شته چې کله يو سالک د پيرۍ مقام ته ورسي نو دخپلو ضرورتونو د پاره پۀ محدود مقدار کښې سرۀ زر جوړولے شي. بهر حال حمزه بابا له به پۀ دېسي طريقه د سرو زرو جوړولو شوقيان کله کله راتلل او خپلې قيصې به ئې کولې. دوي کښې به اکثرو وئيل چې نور کارسم دے خو پاره نۀ قيام النار کېږي.دا مرحله يو هم نۀ وه سرکړې. د حمزه بابا مريدانو کښې يو تن ؤ چې عجب خان نامه ئې وه، هغه د دې سرو زرو شوق سم لېونے کړے ؤ چې هر څوک به حمزه بابا له ورتلل نو دۀ به ورته وئيل چې هغه د سرو زرو نسخه ترې وليکه. خو چې کله به ئې چټ هغۀ ته ښکاره کړو نو وبه ئې وئيل هغه اصلي شے ئې درنه پټ کړے دے. پۀ دې تر اخره پوهه نۀ شوم چې هغه اصلي شے څۀ ؤ خو عجب خان د سرو زرو جوړولو پۀ ارمان ګورته لاړو او زما پوره يقين دے چې هغه اصلي شے زمونږ دې اشنا معلوم کړے دے ځکه چې دے د غر تيږو او کاڼو له داسې رنګ روغن او پالش ورکړي چې انګرېزان او د هغوي لېبارټرۍ ئې هم اصل ګڼي نو چې يو سړے دومره مهارت ترلاسه کړي او پۀ دې بې درېغه دولت وګټي نو خامخا به ئې پۀ ځان د لوے سړي شک څۀ چې يقين راځي ۔

د قيمتي کاڼو متعلق دومره ناوياته معلومات لري چې بنده ورته حېران شي. دا هم ورته معلومه ده چې پاکستان او افغانستان کښې کوم کوم ځاے کښې قيمتي کاڼي شته. دا کاروبار اصل کښې د دوي مشر ورور عظمت عمر شروع کړے ؤ چې هغه انجنئير ؤ او د دې غرض د پاره ئې نوکري پرېښې وه. پاکستان او افغانستان کښې به ئې غرونه اخستل او بيا به ئې هغه دلته پۀ ملک کښې دننه خرڅول خو چې دا شے ورسره شو نو کاروبار ئې نور پراخه کړو او اکثر به ئې دغه کاڼي بهرملکونو ته د دۀ پۀ لاس لېږل. مالګو منډهۍ پېښور کښې ئې دېره وه. خپل مشينونه ئې لګولي وو. دلته ئې د نورو نه د کاڼو اخستلو او خرڅولو کاروبار هم کولو.بې پناه دولت ئې وګټلو. تر دې چې يو ځل ما ته دۀ وئيلي وو ستاسو پۀ علاقه کښې راله څلوېښت پنځوس جرېبه زمکه وګوره چې زۀ ئې واخلم. ما ورله دوه درې ځايونو کښې خبره هم کړې وه خو دے د قيمتي کاڼو عالمي ميلې له روس او بيا د هغه ځايه امريکې او برطانيې ته لاړو چې ډېرې مياشتې ئې تېرې کړې. هسې ئې هم دا عادت دے چې کله به درله هره ورځ راځي، خبر به دې اخلي خو کله داسې ورک شي چې بيا به ئې پۀ مياشتو پس وينې. دا ئې هم يو عجيبه خوئي دے چې دے غواړي نو تا ته به هر وخت ټيلي فونونه کوي خو کۀ چرته ستا ورسره څۀ کار پېښ شو او يا دې ورته ټيلي فون کولو نو مجال دے کۀ دے ټيلي فون وچت کړي. پۀ دې ورسره دوه څلور ځله زما زړۀ بداوے هم راغلے دے خو بس دا ئې عادت دے او دې له شل بهانې کوي. نۀ پوهېږم دا شے چې خپل نوم ئې فېصل عمر دے. چې ما کله ليدلے ؤ خو يقيني خبره ده چې د حمزه بابا د ډبګرۍ کور پېښور کښې مې ليدلے ؤ چې دغلته به زۀ د ١٩٨٢ز خواو شا تلم راتلم دے به هم راتلو خو هغه وخت يو عام غوندې هلک ؤ. د حمزه بابا کور کښې به ؤ چې هغه ئې ترۀ ؤ. ورو ورو چې بيا ئې تجربه وشوه او نۀ پوهېږم کله ئې د خپل مشر ورور عظمت عمر سره کار ته لاس واچولو نو ورسره ئې خيالاتو او خبرو کښې هم بدلون راغلو. د حمزه بابا تر وفات پورې ئې د تصوف سره کم ازکم څۀ دلچسپي نۀ لرله خو وروستو ئې دې طرفته هم پام شو. وخت پۀ وخت به دحمزه بابا خليفه ملک عبدالرحمان صېب ملاقات له ورتلو او هغۀ سره به ئې بحثونه کول چې د دې وجه ډاکټر مسعود ؤ چې دوي ټول وروڼه د حمزه بابا د عظمت او بزرګۍ قائل وو او د پلار پۀ وجه ئې د حمزه بابا داسې احترام کولو لکه نمسي چې د يونيکۀ کوي. د حمزه بابا هم چې چرته وس بر شوے ؤ نو دوي ته ئې فېض رسولے ؤ. ډاکټر مسعود صېب پوليس هسپتال کښې ډاکټر ؤ نو د دې پۀ وجه ئې ګورنرهاوس او سېکرټرېټ کښې پېژند ګلوي زياته وه او د قبائيلي علاقو پوليټيکلان د ګورنر ماتحت وو نو د هغۀ د پېژندګلوۍ پۀ سبب به ئې واړۀ لوے کارونه د ډاکټر مسعود پۀ وجه کېدل. تر دې چې کله حمزه بابا پۀ کال ١٩٩٤ز کښې وفات شو نو وړومبے پۀ خانداني قبرستان کښې خاورو ته وسپارلے شو خو وروستو دا فکر شروع شو چې حمزه بابا خو ډېر لوے ادبي شخصيت دے او کۀ چرته پۀ دۀ باندې د حکومت لۀ خوا مزار او کمپلېکس جوړېږي نو هغه خو دې خانداني هديره کښې ممکنه نۀ دے. اخر دا فېصله وشوه چې دې د پاره مناسب ځاے هغه خانداني ځمکه ده کومه چې د پاکستان جوړېدلونه وړاندې حکومت دوي ته پۀ اجاره (ليز) اخستې وه او اوس ئې دوي ته هېڅ نۀ شي ورکولے خو ورسره خطره دا وه چې دغه ځاے د فوځ پۀ ولقه کښې دے او د پولټيکلي نظام پۀ موجودګۍ کښې دا کار ګران ؤ . خېر ډاکټر مسعود صېب دې کار ته ملا وتړله او د دوي د خاندان د ځوانانو پۀ مرسته دا کار وکړے شو. پۀ سبا له خبر خور شو چې د حمزه بابا مړے چا شپه پۀ شپه بلخوا اوړے دے. پوليټيکل واکداران پۀ حرکت کښې راغلل او د دوي د خاندان څوتنه ئې ونيول. فېصل شينواري پۀ دې موقعه يو داسې د غېرت او پښتو نه ډک اعلان کړے ؤ چې کۀ نوره هېڅ توره و نۀ وهي نو دا ئې هم کافي ده چې تحصيلدار وئيلي وو د حمزه بابا مړے نۀ شو پرېښودلے او دا دې بېرته وباسي نو فېصل شينواري ورته جواب کښې وئيلي وو کومې ځمکې ته چې د بابا مړے وړلے شوے دے نو دا زمونږ خپله ځمکه ده او کۀ خامخا ئې تاسو دلته نۀ پرېږدئ نو هېڅ خبره نشته، مونږ به ئې جلال اباد ته يوسو او د باچاخان سره به ئې ښخ کړو چې پۀ دې پۀ تحصيلدار يخې اوبۀ واوړېدې. خېر معامله رفع دفع شوه او د حمزه بابا قبر هلته پاتې شو چې وروستو پرې دحکومت لخوا مناسب مزار او کمپلېکس جوړشو.

فېصل شينواري نۀ صرف د شاعرانو، اديبانو، صوفيانو او حمزه بابا د متعلقينو سره تعلق ساتي بلکې تر دې دمه چې کله ئې موډ برابر وي نو خرچې هم کوي.

د حمزه بابا مزار ته تګ راتګ سره ئې د تصوف سره شوق پېدا شو او د حمزه بابا د خليفه او نوموړي ليکوال سيد طاهر بخاري مريد شو.

طاهر باچا به د فېصل شينواري د حد نه زيات احترام کولو ولې چې د هغۀ د پيرخانې يو اهم غړے دے. او دے هم چې کله سُر کښې وي نو بيا بې درېغه روپۍ لګوي لکه يوځل ئې خپله حجره کښې خاص پروګرام جوړکړے ؤ چې پۀ کښې لويه مشاعره او قوالي شوې وه. پۀ دغه موقعه ئې طاهر بخاري صېب له دحمزه بابا پګړۍ پۀ سر کړې وه خو د خپل اواره او شرارتي طبعيت مطابق ئې ګړ بړ هم کول چې ما ورته ووې ميا لوګي صېب ته دې وښايم نو معافيانې ئې رانه غوښتې ځکه ميا لوګے خو داسې سړے ؤ چې بيا به ئې بنده کله هم نۀ معاف کولو او دے پۀ صحيح معنو کښې د هغۀ نه وېرېدلو. خېر د طاهر باچا صېب ټولو مريدانو، شاعرانو او ليکوالو د فېصل د دې اقدام ستائنه کوله چې باچاجي ته ئې د حمزه بابا پګړۍ پۀ سرکړه خو څۀ موده پس ئې طبعيت بدل شو او ورته ئې د والي جواب ولېږلو چې د حمزه بابا پګړۍ دې باچا صېب واپس راوړي. ځکه د حمزه بابا مزار کښې مېوزيم جوړوو چې پۀ کښې د بابا پګړۍ هم پرته وي. باچاجي د دې کورنۍ د يو تابعدار او وفادار پۀ حېثيت ووې چې صرف پګړۍ واپس کړم او کنه خپل سر هم ورسره در ولېږم. خو چې مراد شينواري نه تپوس وشو نو هغۀ ووې چې مونږه خو د پګړۍ واپس کولو هډو خبره نۀ ده کړې. دا خو مو باچاجي ته د خلقو پۀ وړاندې پۀ سرکړې ده او چې پلار مې ورله خلافت ورکړے دے نو پګړۍ خو هم د دۀ حق جوړېږي.

خېر څۀ موده پس چې چرته به کوم ملک ته لاړو او د دۀ د توقعو نه به ئې کمې روپۍ وګټلې نو د هغې الزام به ئې پۀ طاهر باچا لګولواو د هغۀ خلاف به ئې خبرې کولې. اخر دا چې يوه ورځ ورغلو او طاهر باچا صېب ته ئې خپل سبقونه واپس کړل چې ما نور مۀ پۀ عذابوه. د مريدۍ سلسله ئې ختمه کړه خو د هغې نه وروستو هم چې هره سخته پرې راشي نو وائي دا را باندې باچاجي را وستې ده. هر څو کۀ مونږه ئې پوهوو چې ستا د باچاجي سره د پيرۍ مريدۍ سلسله ختمه شوه نو بيا به ولې تا له تکليف درکوي. او تۀ خو وائې چې دا پيري مريدي تشه دهوکه ماري ده نو بيا ئې څنګه نقصان منې. تردې مې ورته څوڅوځله وئيلي دي تا نه خو ډاکټر مسعودښۀ دے چې پۀ خلۀ وائي پير، فقير ، ولي، زيارت او کرامت منم خو پۀ حقيقت کښې هېڅ نۀ مني او تۀ پۀ خله خو وائې چې هېڅ نۀ منم خو هرڅۀ منې . کله وائي باچاجي را باندې لړمان راپرېږدي. کله وائي چې د دوي دلاسه تاواني شوم او کله وائي چې ما ترقۍ ته نۀ پرېږدي نو کۀ داسې وي بيا ئې ومنه خو فېصل به څوک پوهه کوي. بس پۀ خپل سمي ئې مني او پۀ خپل سمي ترې انکار کوي. هغۀ نه کله دچا خبره منلې او نۀ به ئې ومني.

يوه زمانه کښې د يو بل حضرت نه متاثره شوے ؤ چې هم دغه سلسلې سره ئې تعلق ؤ او ډاکټر مسعود صېب ئې ورته تعريف کړے ؤ نو دۀ ځان سره نوکر کړو. مناسب تنخواه به ئې ورکوله او هر چا ته به ئې د هغۀ د بزرګۍ او د اعلٰي مرتبو ذکر کولو. ما ته ئې هم څو څوځله وئيلي وو کۀ د دنيا او اخرت خوشحالي او کاميابي غواړې نو د دې سړي لمن ونيسه خو چې څو مياشتې تېرې شوې نو ناڅاپه ئې هغه غريب د کاره برناحقه وويستو. ما ورته وې دومره داعلٰي مرتبو خاوند دې څنګه د ځان نه لرې کړو نو ما ته ې ووې چې هغه خو منحوس او بد عمله دے ۔ تر دې حده خبره ورسېدله چې هغه غریب له ئې خپل سامان نۀ ورکولو چې بیا ئې ډېر پۀ مشکله ورکړو ۔ هسې ئې هم خوي داسې دے چې کله څنګه او کله څنګه وي ۔ ډاکټر مسعود ئې پوخ اشنا دے خو د هغۀ سره ئې هم څو څو ځله ورانے راغلے دے ۔ وجه ئې دا ده چې فېصل شینواري کله د سلسلې مشرانو پسې خبرې شروع کړي نو ډاکټر مسعود ورسره مخالفت کوي او فېصل هرڅۀ برداشت کولے شي خو مخالفت بېخې نۀ شي زغملے. دغه وجه ده چې د هر چا سره ئې کله ورانه او کله روغه وي.

چې چا سره ئې ورانه شي نو کوشش کوي چې څومره ممکنه وي هغۀ ته ذهني تکليف ورسوي. يوځل ئې د ورارۀ کوېژدن وه چې هغۀ د لور د طرفه د مراد شينواري نمسے ؤ نو مراد صېب سره ئې ورانه وه ټولو خلقو ته ئې وئيلي وو خو مراد صېب ته ئې نۀ وو وئيلي خو پۀ دې ئې د زړۀ تسلي ونۀ کړه نو کلي ته ئې نوموړے مزاحيه شاعر داد محمد دلسوز ورغلے ؤ نو د مراد شينواري سره ناست ؤ، فېصل ورته ووئيل چې دلسوز صېب ستا خو هسې هم دلته شپه ده نو زما د ورارۀ کوېژدن ده ماښام ډوډۍ له به راشې، د مراد نمسے دے خو دۀ ته نۀ وايو او تا ته وايو. مطلب ئې دا ؤ چې مراد صېب پرې غصه نوره زیاته کړي.

ځينې دلچسپ واقعات ئې نور هم شته لکه يوخوا به ئې د طالبانو مخالفت کولو خو بلخوا به ئې کلي علاقه کښې د هغوي سره خپل لېن دېن هم سم ساتلو.

څو کاله وړاندې فېصل شينوارے چا تښتولے ؤ او د څو کروړو روپو غوښتنه ئې کوله، يو خوا کۀ د دومره ډېرو روپو سمدستي بندوبست ګران ؤ نو بلخوا له دې وېرې ئې هم زر نۀ شوې ورکولے چې سبا له به ترې څوک بل تن وتښتوي نو هره هفته چې د هغوي لخوا به ميعاد پوره شو نو ورته به وئيلے شول چې مرګ ته تيار اوسي خو د هغې نه پس ته به تښتونکو بلې هفتې ته روپو او فېصل به مرګ ته انتظار کولو ولې چې د روپو نۀ ورکولو پۀ صورت کښې د دۀ مرګ يقيني ؤ، دا يو ګران او مشکل وخت ؤ چې دۀ پۀ کښې څو مياشتې تېرې کړې وې او هغې ورله ذهني توله ګډه وډه کړې وه. کله چې راخلاص شو نو اعلان ئې وکړو چې دا زۀ د سلسلې د لاسه نيولے شوے او تښتولے شوے وم. زۀ به د دوي خوښ شم خو بله ورځ ئې ووې دوي هېڅ هم نۀ شي کولے. ترننه پۀ دغه سودا کښې نښتے دے چې کله وائي د سلسلې پيران مې پۀ عذابوي او کله وائي دوي هېڅ نۀ شي کولے. د دغه وخت يوه دلچسپه واقعه ئې دا ده چې دے کله راخلاص شو نو زۀ يو پراجېکټ کښې وم چې د دهشت ګردۍ ځپلو خلقو سره به ئې مرستې کولې. دوي د رېډيو پروګرام چلولو چې نامه ئې وه ((نوے ژوند نوے امېد)) هغې ته به داسې کسان راغوښتے کېدل چې د دهشت ګردۍ دلاسه ځپلي شوي وو. فېصل به ما ته وئيل ما رېډيو پاکستان ته بوځه چې چکر پۀ کښې ووهم، ما ورته وې دا خو ښۀ خبره ده. دا به هم ووائې چې تۀ دهشت ګردو تښتولے وې نو پۀ تاڅۀ اثر شوے ؤ او بيا څنګه عام ژوند ته راغلې يعنې ښۀ شوې. نو ما ته ئې ووې ټيک ده دا به ووايم خو رښتيا درته وايم چې کله دوي وتښتولم نو بس د ژوند طمع مې غوڅه شوې وه. او ښۀ شوے پۀ دې يم چې د راتلونه پس ته به مې پۀ مخه خراب انګرېزي فلمونه کتل. ما وې دا خو ښۀ ده چې د رېډيو پروګرام ته مې نۀ دے بوتلے ګنې پۀ غم به ئې اړولے وم ولې چې دغه پروګرام به لائيو نشر کېدلو. د کلي علاقې ځينې دلچسپ واقعات هم ورته ياد دي چې يو به ترې د مثال د پاره ذکر کړم. يو ورځ ئې وئيل چې زمونږ د کلي يو سړے د څلورو مياشتو د پاره تبليغ له تلے ؤ، د واپس راتلو پۀ سبا له ئې د ورارۀ وادۀ ؤ نو حجره کښې ئې د موسيقۍ پروګرام جوړکړے ؤ چې دې کښې ورته چا ماښام ووې چې فلانے کاکا مې د لواړګي پۀ مرکز کښې وليدلو او اوس درنګ شيبې له به کلي ته را ورسي. خلقو سره غم شو چې کۀ کاکا اجازت نۀ را کولو نو د شپې به کوم ځاے ته ځو خو خېر چې مجلس شروع شو، دغه دے چې کاکا پۀ داسې حال کښې حجرې ته راغلو چې بستره ئې شاته اچولې وه او د راتلو سره ئې ووې بند کړئ دا بکواس . خو يو ورارۀ ئې سازندو ته ووې چې د ګډا ساز شروع کړئ او کاکا ته ټولو ووې چې د ښادۍ موقعه ده ګزاره وکړه. کاکا وړاندې د موسيقۍ ساز اواز او ګډا شوقي پاتې شوے ؤ. دې کښې ناڅاپه کاکا پۀ داسې حال کښې ګډا ته مېدان ته راودانګل چې بستره ئې ملا پورې تړلې وه او چې ښۀ ګډ شو نو چا ونيولو او کټ کښې ئې کښېنولو. کاکا پۀ ګډه وډه ساه کښې ووې عبدالوهاب امیر صیب خداے دې درباندې رحم وکړي څۀ پۀ تيارۀ کښې دې ساتلي وو. دا موسيقي هم ځان ته څۀ وائي او پوره څلور مياشتې د رباب ټنګ، د باجې ترنګ او ډول پۀ ډنګ پسې ړوند وم.

فېصل شينواري نن سبا د شوګرمريض دے نو چې کله ئې شوګر زيات وي نو راشه کۀ تودېږي . هغه بربادې وائي چې يوه هم د ليکلو نۀ وي او هسې هم مراد شينواري صېب به وئيل زمونږ پۀ خاندان کښې چې څوک پنځوسو کالوته ورسي نو وهمي شي. هغۀ به وئيل زۀ ځکه بچ شوے يم چې کلي کښې ډېر نۀ پاتې کېږم خو د ژوند پۀ وروستو څوکلونو کښې پۀ هغۀ هم اثر شوے ؤ . دا خبره ئې سمه ده . حمزه بابا پۀ تصوف کښې شک او وهم ته باقاعده يو مقام ورکولو ځکه نو فېصل شينواري چې کله داسې خبرې شروع کړې نو زۀ ورته وايم چې تۀ د وهمي خاندان اخري چشم وچراغ يې، . بس تا نه پس ته به دا سلسله ختمه شي. مني ئې نه چې زۀ وهمي يم او يا شک کوم خودا مني چې زمونږه خاندان کښې د وهم او شک سلسله شته. هسې هم دا د فېصل ښۀ عادت دے چې ګپ کښې هرڅنګه خبره برداشت کولے شي خو غم دا دے چې پۀ بل چا هم برېک نۀ نيسي. خلۀ ئې بې واکه ده. ځاے ځاے نۀ ګوري بس چې هر څه ئې ووې کۀ د هغې موقعه وي او کۀ نه.

زۀ خپله د روژې پۀ وروستۍ عشره کښې د دۀ د لاسه موبائيل بندوم او دوه درې ځله ئې دا هم وئيلي وو پته ئې وکړئ کۀ پۀ اعتکاف کښې ناست وي چې ورشم او ورله ئې خراب کړم.

فېصل شينواري د خپل کاروبار پۀ سلسله کښې پۀ ځوانه ځوانۍ ډېره دنيا ليدلې ده. د يورپي ملکونو ښائست ئې ليدلے دے او دغه ځاے سرې سپينې ښځې ئې ليدلي دي نو د حورو پۀ حقله ئې څۀ شک شهبه نشته. البته داسې ښکاري چې د غلمانو پۀ حقله د مغالطې ښکار دے ځکه نو دلته ئې لټون کوي. ډېر پۀ شوق ورپسې ګرځي . بې درېغه خرچې پرې کوي خو څوک ورسره ځکه تر ډېره نۀ پاتې کېږي چې خلۀ ئې سورۍ ده او مستقل مزاجه هم نۀ دے.

د فېصل نه دا وخت د هغۀ دعادتونو پۀ وجه ډېر خلق خفه او لږ خوشحاله دي خو بيا هم د يارانو يار دے. کۀ د چا ورسره لګي او کۀ نه خو د خاميو سره سره ئې د خوبو اعتراف هم کوي . د دۀ حال ته چې بنده وګوري نو هغه د يو کليوال سړي اس ورته ياد شي چې خرڅ له ئې ميلې ته بوتلے ؤ . يودلال ورته ووې دا پۀ څو دے نو دۀ ورته څلور زره روپۍ ووې. دلال ووې اس زما شو خو چې خرڅ ئې کړم نو روپۍ به درکوم. اس ئې يوې خوا ته وتړلو او تقرير ئې شروع کړو چې د دې اس غوږونه د عربي، غړۍ ئې د مصري او ملا ئې عراقي ده. خلق راجمع شو او دلال صفتونه کول چې کليوال راغلو اس ئې پرانستو وې زۀ دا اس نۀ خرڅوم، اوس خو ما ته د دۀ ډیرې خوبۍ معلومې شوې نو فېصل شينواري کښې يقيناً ډېرې خوبۍ او ورسره د هغې نه زياتې خامۍ شته. هغه پۀ خاوره پاکستانے، پۀ کلي لواړګنے، پۀ وجود چينے ، په ذهن امريکنے، فکر کښې جاپانے، عقيده کښې ايرانے، ظلم او جبر کښې عراقے، محنت کښې مېږے او پۀ مينه او نفرت کښې عربے دے.

غټې غټې خوبۍ ئې دا دي چې محفل ارا، سخي، همدرد، خوږمن، مېلمه دوست، بهادر، حسن پرست اوملګرتيا کښې د سر او مال نه تېرېدونکے سړے دے خو ورسره غټ عېبونه ئې دا دي چې جذباتي، نرګسي، ټګ برګ، بغضي، حسدي، سازشي، هوس پرست، جنسي مريض، انتقامي ذهن لرونکے، کۀ چا سره ئې ورانه وي نو غواړي چې هرڅومره کېدے شي دومره تکليف دې ضرور ورکړي بلکې ځينې خلق خو پۀ مرګ هم نۀ بخښي.

وائي چې يو انسان د بل ائينه وي نو کۀ څوک فېصل شينواري پېژني نو دا به مني چې د هغۀ پۀ يوه څهره کښې څو شکلونه دي. امريکه کښې پخوا يو سړے تېر شوے ؤ چې فرېنک اباکينل نوم ئې ؤ او د هغۀ اتۀ مختلف شکلونه وو چې مختلفو مجرمانه واقعاتو کښې ککړ ؤ. بيا د امريکې حکومت دولس کاله قېد کړے ؤ، دۀ پۀ دهوکو پۀ لکهونو ډالره پېدا کړي وو. د دۀ د ژوند پۀ مختلفو واقعاتو يو فلم جوړکړے شوے ؤ چې اسکر اېوارډ د پاره نامزد شوے ؤ. کۀ د فېصل شينواري پۀ ژوند داسې فلم جوړکړے شي نو د دۀ شکلونه به يقيناً چې د دغه انګرېزنه زيات وي. هغه خو صرف دهوکې او غلاګانې کړې وې. دۀ خو ورسره ځينې ښۀ کارونه هم کړي دي. فېصل خپله هم وائي زۀ کله کله فکر کوم چې زما پۀ څهره کښې د زرو نه زيات شکلونه دي، نو داسې بنده ته بغېر لۀ دې بله څۀ نامه ورکولے شم چې ورته شے بلکې پوره شے ووايم.

دا هم ولولئ

اګي وال (خاکه) – ګل محمد بېتاب

کۀ د هغۀ د نوراني څهرې، تېر عمر او سپينې ږېرې خاطر مې نۀ کولے …