اداريه–فروري 2026

دا ليکنه شريکه کړئ

د پښتنو د نورو سيمو پۀ شان پۀ تيراه د عذاب وخت شروع دے ۔ کۀ څوک چغه وهي چې وطن برباد شو نو د صوبې وزير اعلی او د  هغوي کابينه وائي مونږ ته ووټ د عمران له پاره راکړې شوے دے ۔ کۀ څوک وائي چې زنانه سرتورې شوې شپه او ورځ پۀ واورين او جړۍ ماحول کښې پۀ ګاډو کښې بندي دي تردې چې قضاے حاجت (واشروم) ضرورت د پاره ټوله ورځ د ماښام د تيارې د څادر انتظار کوي ۔ خو وزيراعلی او د هغوي د حکومت سره غم دے چې پۀ کالجونو او پوهنتونونو کښې دې د جينکو سيمنار، پروګرام يا نورې هلې ځلې نۀ کېږي ځکه چې دې نه بې حيائې خورېږي ۔ د صوابۍ د چوک او د اېس ايچ او ګبر خبره هډو چېړل بې معنې دي ۔ ځکه چې هغه وائي ښځې لکه د ګډو بيزو لارو کښې مۀ پرېږدئ او سړي ورته لاسونه پړقوي ۔

پاکستان ويښ دے کۀ پۀ خواب خرګوش دے خو امريکنۍ بېړۍ ځان دې ته جوړوي چې يو ورځ به د ګوادر پۀ سينه غېږه پۀ غېږه شي ۔ ايران دهړکې کول هم مستقبل کښې يو بلا له جواز پېدا کول دي او د پاڅه د اختر مېنګل بيان چې (پاکستان او بلوچستان يو ښۀ ګاونډيان جوړېدې شي) ۔ دا خبره د کلونيل رياستونو پۀ ارتقا کښې څومره مهمه ده يا نۀ ده خو مسئله د پښتنو ده چې نن هم يوسفزي قبايل، افريدي قبايل، اتمانخېل قبايل پۀ کيسو کښې بوخت دي ۔ خپل منځي او د لارو کوڅو جنګونو ته دوام ورکړے شوے دے  ۔

د اولس يوه لويه برخه د جنرل پاشا پۀ کوششونو باندې داسې هيپنټايز شوې ده چې اوس هغه پېريان پاڅول به ډېر وخت اخلي ۔ کۀ د وطن تعليمي ادارې د مالي بحران سره مخ دي نو پۀ هستپالونو کښې د مريض د پاره کټ قدرې نشته چې ساه پکښې کم از کم ورکړي ۔ د کرپشنو سکېنډلې هره ورځ د اربونو پۀ حساب مخې ته راځي خو څوک به تپوس کوي ؟ ځکه چې د دغه اولس پۀ ترجيحاتو کښې دغه خبره ده چې (بهاړ مے جائے وطن ) مونږ ته يو سړے هسې بېسه پکار دے ۔

باچاخان او ولي خان تلين د جنورۍ پۀ مياشت کښې د چارسدې پۀ يوه لويه جلسه باندې سر ته ورسېدې ۔ عوامي نېشنل ګوند کۀ هر څو پۀ اليکشن کښې بار بار د دېوال سره ولګولې شوه خو د اولس باور او د اولس نظر نن هم د دوي پله دے ۔ نن هم کۀ پۀ تيراه سخته ده خو پۀ ټول سينټ او پارلمنټ کښې غږ د اېمل ولي خان راخېژي ۔ هغه د صاحب شاه صابر شعر دے چې (بغېر لما ستا د بڼو څوک دي) ۔خدائي خدمتګاران د تېرې يوې مياشتې نه د تيراه د بې کوره شوي اولس سره پۀ مرستو کښې بوخت دي ۔

د جنورۍ مياشت کښې هر څو کۀ موسم بيا خپل سرکسي خوئي څرګند کړو هغه علاقې چې چرته پرې واوره نۀ وه شوې هلته واورې وورېدې ۔ دا واورې لس کلونه پس پۀ خپل وخت وشوې د خپل ضرورت مطابق وشوې ۔ د يوې سروۍ ترمخه دا ځل واپس ګلېشيرو ته هومره واوره وشوه څومره چې پکار وه ۔ خو د فرورۍ پۀ مياشت کښې  د نمر ناساپي تودخه د ويرې علامت هم دے ۔ پښتانۀ دې د سيندونو پۀ خوا کښې د کورونو او هوټلونو څخه ډډه وکړي ځکه چې د داسې موسمونو شکال ډېر خونړے وي ۔

پښتون مجله ياد کښې راولي چې د جنورۍ فروۍ او مارچ ته نزدې ورځو کښې د پښتو ادب او سياست لوئې لوئې نامې لکه اجمل خټک، کاکاجي صنوبر حسېن مومند، حمزه شينواري، دوست محمد کامل مومند، قلندر مومند، ايوب صابر او مراد شنواري له دنيا څخه کوچېدلي وو اداره دغه نامو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې کوي ۔

نورې ليکنې۔۔۔