باچا خان او د پښتنو خپلواکي – انجنئير اعجاز يوسفزے

باچا خان او د پښتنو خپلواکي – انجنئير اعجاز يوسفزےپۀ افغانستان کښې د احمدشاه بابا د زوي تېمورشاه نه وروستو د کابل د تخت د پاره د هغۀ د حرص ناکو ځامنو او وروستاړو تر مېنځ ډېرې غُرزې پرزې شوې دي چې د ستر احمدشاه بابا جوړ کړے هېواد ئې دومره بېوزله او کمزورے کړو چې وروستو د انګرېزي استعمار بریدونو ته ئې پښې ټینګې نۀ کړې شوې او نتیجتاً ۳۰ فیصده زمکه او ۴۰ فیصده پښتانۀ ئې لۀ لاسه ورکړۀ . دا برخه چې پۀ کوزو پښتنو یادېږي، وړومبۍ د سکهانو او ورپسې پۀ کال ۱۸۴۹م کښې د انګرېزانو پۀ غلامۍ کښې کېوتل . د دې ناورین پۀ نتیجه کښې پښتانۀ د لر او بر پۀ بېلابېلو ساحو کښې د دوو پردیو قامونو پۀ څېر پۀ شعوري توګه وروزلے شول.

د دې نه وړاندې مونږ د مغولو ښکېلاک ګرو نه د خلاصون دپاره د پښتنو د خپلواکۍ د مبارزې دوه شعوري نهضتونه وینو چې د شپاړسمې پېړۍ د لوے مبارز پیر روښان روښاني تحریک او د اولسمې صدۍ د تورې او قلم خاوند خوشحال خان خټک خوزښتونه وو، چې متاسفانه د ډېرو وجوهاتو لۀ کبله بریالي نه شول خو د قامولۍ مفکوره ئې د پښتنو پۀ ذهنونو کښې وکرله.

ډېره موده پس د پېرنګي ښکېلاک ګر پر ضد د شلمې پېړۍ پۀ اوائیلو کښې پۀ کوزه پښتونخوا کښې د باچاخان د سپېځلي قیادت لاندې د خدائی خدمتګارو غورځنګ راپاڅیدۀ چې پښتانۀ ئې د ځان سره پاڅول. د باچاخان د خدائي خدمتګار تحریک د دوو بره ذکر شوو نهضتونو پۀ موازنه کښې بشپړه او جدیده قامي، سیاسي، نظریاتي، تنظیمي او ستراتيژیکي ځانګړتیا، بڼه او تګلاره لرله. پوهان چې د خدائي خدمتګار تحریک شننه کوي نو د باچاخان د مبارزې دا څلور پړاوونه ډېر جوت یادوي؛ ۱. پښتنه ټولنه کښې ټولنيز سمونونه (ریفارمز)، پۀ خصوصي توګه پښتنو کښې د تعلیم او شعور خورول، ورسره پۀ پښتنه ټولنه کښې د خپل مېنځي تشدد او تاؤ تریخوالي مخ نیوے کول چې د پښتنو طاقت او انرژي خپلو کښې د ضائع کېدو نه بچ کړے شي او د لوے مرام د پاره پۀ کار راوستے شي. ۲. پښتانۀ د خدمت لۀ لارې پۀ تنظیم کښې وپېرلے شي او پۀ هغوي کښې د خدائي خدمتګار تحریک پۀ ذریعه د ایثار، قربانۍ او ورورولۍ جذبه وپارولې شي، ورسره د ذهني او شعوري روزنې او تربیت لۀ لارې پۀ هغوي کښې د ځان ځاني پۀ ځاے قامي فکر وکرلے شي. ۳. د انقلاب د دې غښتلو پوهانواو مبارزینو پۀ زور د هندي ازادي خوښو سره پۀ ګډه د پېرنګي نه د ټول هند ازادي واخلي او ۴. د پښتنو لپاره د بشر دوستۍ، جمهوري ارزښتونو، صنفي برابرۍ او ټولنیز انصاف پر بنسټ ولاړه خپلواکي وګټي.

دانجمنِ اصلاح الافاغنه او د افغان جرګې نه تر خدائي خدمتګارۍ پورې دا ټول مزل یو شعوري ارتقائي او لړئیز یون ؤ چې د پوهانو پۀ نظر کښې د ټولنیزې سمونې، تنظیم، تربیت، سیاسي بېدارۍ،ورورولۍاو پښتني قامي جوړونې پۀ پړاؤنو د پښتني خپلواکۍ لوري ته ګامزن ؤ. نوموړے پوهان ډاکټر عبدالوحیدخان هم دا نظر تائیدوي او وائي چې خدائي خدمتګارتحریک، انجمن اصلاح افاغنه، د افغان زلمو جرګه ټول یو څیز ؤ او هم دغه خلق پکښې د باچاخان سره ملګري وو- د دې ټولو تنظیمونو مفکوره او لاره یوه وه.

ښاغلے محمداقبال وزیري پۀ خپل اثر «د باچاخان اندونو او مبارزې ته لنډه کتنه» کښې دا دریځ خپلوي چې د باچاخان د وړومبي نړیوال جنګ د پېل کېدونه وروستو دا خیال پېدا شو چې باید کابل ته لاړ شي او د پېرنګیانو خلاف د امیر حبیب الله خان د حکومت مرسته د کوزو پښتنود ازادۍ لپاره ترلاسه کړي خو د ډېرو لاملونو لۀ لاسه افغانستان ته ددۀ تګ ؤ نه شو…. محمد اقبال وزیري هم پۀ خپل دې اثر کښې زیاتوي چې باچاخان د غازي امان الله خان پۀ لاسو د افغانستان د اسقلال ګټلو نه پس د هجرت تحریک پۀ جریان کښې پۀ ۱۹۲۰م کښې کابل ته پۀ مهاجرت لاړواو هلته ئې د باچا امان الله خان، محمودطرزي، د هغۀ وروڼو او نورو افغان مشرانو سره وکتل. باچاخان وائي چې؛

“امان الله خان مونږ ته ووئیل چې زۀ د پیرنګي د جنګ زور نۀ لرم، کۀ تاسو پۀ کومه طریقه ورسره جنګ کولے شئ او خپل ملک ازادولے شئ نو زۀ به هرو مرو ستاسو مرسته کوم.”

باچاخان د ھجرت نه پس افغانستان نه د واپسۍ لاره پۀ جلال اباد، سلام پور، چمرکنډ(د هډې مُلا د ازادۍ د تحریک مرکز)، باجوړ، او لکړو- غازي اباد (د تورنګزو حاجي صېب لښکري مرکز) پۀ پرله پسې پړاؤنواختیار کړه او هډې مُلاصېب او د تورنګزو حاجي صېب سره څۀ وخت ایسار شۀ او د پښتنو د سرنوشت پۀ مدعا ئې ورسره خبرې وکړې . باچاخان چې اتمانزو ته بېرته راغے نو د یو ارتقائي انقلاب مدارجي مبارزې ته کېوت. هغۀ ووئیل چې انقلاب د منډې کار نۀ دے، دا د سړې سینې کار دے . انقلاب پوهان غواړي، انقلاب عالمان غواړي چې خلق پۀ پوهه وروزوي او انقلاب ته ئې تیارکړي. د هغۀ د متبادل تعلیمي نظام سره د ازادومدرسو قائمول او د پښتنو د خپل مېنځي تشدد او دښمنو د مخ نیوي لۀ لارې د هغوي طاقت او انرژي د خپلواکۍ د لوے مرام لپاره خوندي ساتل د ارتقائي انقلاب د دغه مفکورې یو باب ؤ. د انجمن اصلاح افاغنه، افغان جرګه او پۀ ابتدائي دور کښې د خدائي خدمتګارو د تحریک سازمانونه د دغه بنیادي موخو پر بنسټ ودرولے شوي وو.د خدائي خدمتګارتحریک نوموړې پي اېچ ډي عالمه موکالیکا بېنرجي وائي چې د خارجي ښکېلاک ګر پر ضد د خپلواکۍ د مبارزې لپاره باچاخان غوښتل چې پښتانۀ مضبوط او قوي شي . پۀ خپلو کښې د مودو مودو تاؤتریخوالي او خپلمېنځي جګړو، تربګنواو دښمنو کښې خپل زور او انرژي ضائع نۀ کړي بلکه دغه توان د هغه بېروني دښمن پر ضد وکاروي چې دوي ئې غلامان کړي دي.

پروفېسر ډاکټر یارمحمد خټک پۀ خپل کتاب « د ازادۍ تحریک او پښتو شاعري » کښې د اتمانزو د ازاد سکول لۀ اړخه ، د انجمن اصلاح الافاغنه د سوري لاندې د ۱۹۲۷م د کلیزې مشاعرې یادونه کوي چې پۀ داسې کلیزه مشاعرو کښې به یوه طرحه کېښودې شوه چې شاعرانو به پرې خپل نظمونه مطرح کول اود سر دریو شاعرانو ته به پکښې د هغوي پۀ غوره کړے شوو نظمونو انعام ورکړے کېدۀ. د دغه کال د مشاعرې طرحه داسې وه؛

“چې زلمي چرې پۀ خپل وطن قربان شي”

پۀ دې طرح کښې د وطن ( پښتون وطن) د ازادۍ لپاره د زلمو د قربانو تلوسه پرته ده. دا هغه وخت دے چې لا نۀ خدائي خدمتګارتحریک جوړ شوې دے اونۀ لا د انډین نېشنل کانګرېس سره د خدائي خدمتګارو مبارزه شریکه شوې دہ . دا طرحه د انجمن د دریځ غمازي کوي او د هغه کم فهمه خلقوبدګُماني غلطه ثابتوي چې مدام دا وائي چې باچاخان او ملګرو ئې د پښتون وطن د ازادۍ او خپلواکۍ مبارزه نۀ ده کړې .

پۀ دغه مشاعره کښې ټول شاعران هغه وو چا چې د خدائي خدمتګارتحریک بیانیه پۀ خپل خپل ادبي هُنر سنجوله او اولس ته ئې رسوله. د خدائي خدمتګار د نېرېټیو د دغه یو څونمائنده شاعرانو د دغه مشاعرې نمائنده مصرعې پۀ دې غرض وړاندې کوم چې دا جوته کړم چې لا د انجمن اصلاح الافاغنه جریان ؤ نو د خپلواکۍ د ناوې تلوسې د خدائي خدمتګارو شاعرانو پۀ شونډو وې . لکه چې عبدالخالق خلیق فکر کاوۀ؛

کۀ زلمو د ازادۍ قدر معلوم کړۀ

خپل وطن به ورښکاره لکه زندان شي

هېڅ مشکله ازادي نۀ ده خلیقه

خو کۀ څوک د اتمانزو پۀ پل روان شي

د خدائي خدمتګارو د شاعرانو بیانیه چې هغوي پۀ خپلو شعرونو کښې بیان کړې ده دغه د باچاخان او د هغۀ د تحریک د پېل نه اېجنډا وه چې محور ئې د پښتون وطن ازادي وه.

د خدائي خدمتګارو د شاعرانو سرخېل فدا عبدالمالک خو چورلټ پۀ غلامه خاوره کښې د مرګ نه پس د نۀ دفن کېدو وصیت کړے دے، لکه چې وائي:

د فدا عبدالمالک خاوره ترې لر کړئ

چې د کومې زمکې نوم غلامستان وي

خانمیر هلالي هم پۀ غلام او غلامۍ تف لعنت وائي :

دغه بې غېرت هم ځان ته وائي مسلمان

څنګه مسلمان دے هغه قام چې وي غلام

نشته پۀ غلام کښې بوي د دین او د ایمان

نشته پۀ غلام کښې د مذهب څۀ احترام

د عبدالماک فدا استاذ مشهوره ترانه چې به د باچاخان د تحریک پۀ جلسه کښې اورولې شوه نو د زلمو غوني به ئې لشه لشه کول، د مطلع مصرعه ئې دا لاندې ده:

د غېرو نه ازاد اوسې وطنه د پښتون

مسکنه د پښتون

پۀ سرو ګلو اباد اوسې ګلشنه د پښتون

وطنه د پښتون

باچاخان د خپل ژوند او تحریک قیصه د خپل ژوند لیک « زما ژوند او جدوجهد » پۀ شکل کښې کړې ده او د سریزې پۀ ځاے ئې د خپل ارزښتناک تاریخ ابتد د فضل محمود مخفي صېب د یو مشهور نظم نه کړې دہ . باچاخان د مخفي صېب د دغه نظم تلوسې او ارمانونه د خپل ژوند ، فکر، ادعا، عمل او جدوجهد ریښتونې هنداره ګرځولې ده، دا ئې د خپلې لارې ملګرے او د خپل سوچ ترجمان بللے دے. د مخفي صېب دغه نظم نۀ یوازې د ازاد پښتون هېواد نظریه وړاندې کوي بلکه د دغه هېواد د حدودو نشاندهي هم کوي ، د دغه مرام د ترلاسه کولود پاره د تسو نسو پرګنو پۀ یو ټغر د راغونډېدو تګلاره پۀ ګوته کوي او سر بېره پۀ ازاد پښتون وطن کښې د ښۀ ګورننس لپاره د پښتون د واکمنۍ د اصولو توضیح هم کوي، یو څو منتخب شعرونه ئې دا لاندي دي؛

خاونده تۀ ودانه کړې

زمونږ د یووالي حُجره

یو ځاے پکښې د ځانه کړې

د پښتو ډله خواره

کشمیر نه تر هرات هورې

بلوچستان نه تر دورې

دا ټول پښتون دے ھر چرې

څۀ رنګې پروت ذرې ذرې

د یو وجود پۀ شانې کړې

یا خدایا! دا ذره ذره

پۀ مونږه کړې زمونږه خان

زمونږ د قام زمونږ د ځان

د دې تلوسې او ارمان یوه بله څرګنده هنداره مونږ د باچاخان د ارمانونو او تحریک ترجمانې مجلې « پښتون » پۀ مخپاڼه د غني خان پۀ دې شهره افاق انقلابي شعرونو کښې وینو چې پۀ مستقله توګه به د “پښتون” پۀ تندي ځلېدۀ؛

کۀ خازې شنې مې پۀ قبر وي ولاړې

کۀ غلام مړ یم راځئ توکئ پرې لاړې

یابه دا بې ننګه ملک باغِ عدن کړم

یا به کړم د پښتنو کوڅې وېجاړې

باچاخان چې پۀ ۱۷ دسمبر ۱۹۲۱ع کې انګریزي استعمار هغه مهال د اېف سي ار لاندې ګرفتار کړو کله چې هغه سره د ملګرو د اُتمانزو پۀ ازاد سکول کې د فُټ بال لوبغالے جوړولو نو بیا ئې پۀ ۱۹۲۴ کښې رها کړو. انجمن اصلاح الافاغنه د باچاخان د خوشې کېدو پۀ خوشحالۍ کښې پۀ اتمانزو کښې لویه جلسه وکړه چې پکښې باچاخان ته د “ فخرِافغان” خطاب ورکړے شۀ. پۀ دغه لویه جلسه کښې باچاخان پۀ خپلې وېنا کښې د یو زمري کیسه وکړه چې پۀ ګډو کښې لوے شوے ؤ او خپله پېژندګلوي ترې هېره شوې وه. باچاخان پۀ پښتنو غږ وکړو چې اے پښتنو! تاسو زمري يئ، د غلامۍ دا زنځیر وشلوئ، پاڅئ او خپل ملک او قام د غېر د غلامۍ نه ازاد کړئ. باچاخان دا تقریر د خدائي خدمتګار د تحریک جوړېدو نه پنځه کاله مخکښې کړے ؤ.

باچاخان پۀ دسمبر ۱۹۲۹کښې د خپلو ملګرو سره د انډین نېشنل کانګرېس د لاهور سېشن ته د کتونکو پۀ حېث ګډون کړے ؤ ، دغه وخت باچاخان افغان یوتهـ لیګ جوړ کړے ؤ. باچاخان د کانګرېس د دغه سالانه جلسې د ښځو او سړیو د نظم وضبط او د قامي جذبې نه د شعور لۀ لارې د قامي غورځنګ جذبه نوره هم پیاوړې شوه او چې بېرته راغے نو د خپلو ملګرو پۀ صلاح ئې خپل زبان زدِعام د “خدائي خدمتګار تحریک” بنسټ کېښود چې موخه ئې د خدمت لۀ لارې ټولنیزه ښېګړه او د عدم تشدد پۀ وسیله قامولي او قامي ازادي وه. د فضل الرحیم ساقي پۀ قول د خدائي خدمتګارو پۀ لس نکاتي حلف نامه کښې یو مهم ټکے د (پښتون) وطن د ازادولو د سوګند وچتولوهم ؤ. باچاخان به خدائي خدمتګارو ته وئیل چې زمونږ مقصد د پښتنو کور جوړول دي. تر څو پورې چې دا وطن ازاد شوے نۀ دے او د دې وطن واک اختیار ستاسو پۀ لاس کښې راغلے نۀ دے، نو نۀ ستاسو بچي ابادېدے شي او نۀ تاسو پۀ ګېډه مړېدے شئ. باچاخان پۀ چوک یادګار پېښور کښې یوې لوې جلسې ته د وېنا پۀ جریان کښې د خپلواک پښتون وطن خدوخال داسې واضح کړل، “کۀ چرې مونږ له خداے ګټه راکړه او دا وطن ازاد شو نو دا به د ټولو پښتنو شریک وطن وي. کۀ جوار وي کۀ غنم وي پۀ شریکه به ئې خورو، داسې به نۀ وي چې یوسړے به اوږے وي او بل به پلاؤ خوري . بل یو سړے به نۀ خان کوو، یو سړے به ټول اختیاره نۀ وي، واک به د قام او د قام د جرګې وي”.

باچاخان پۀ ۲۲ اپریل ۱۹۳۰ پۀ اتمانزو کښې د خدائي خدمتګارو لویه جلسه وکړه او پۀ درویشتم اپرېل د فرنټئیرکانګرېس پۀ بلنه د شاهي باغ پېښورجلسې ته روان ؤ چې نحقې کلي سره سرکار ونیوۀ او هري پور جېل ته ئې ورساوۀ. پېرنګي باندې د خدائي خدمتګار غورځنګ د ناقلارۍ پېریان راوستي وو. هغوي دا غورځنګ بېخي چقول غوښتل. پۀ ۲۳ اپریل ۱۹۳۰ کښې پۀ قیصه خوانۍ پېښور کښې د باچاخان د ګرفتارۍ خلاف د تش لاسي جلوس خلاف قهرېدلي پېرنګیانوبکتربند ګاډي او جدیده وسله وکاروله او پۀ سوونو پښتانۀ ئې ووژل . دې نه وروستو پرله پسې واقعاتو کښې انګرېزانود خدائي خدمتګارو د ختمولو پۀ مقصد پۀ دوي تاړاک جوړکړو او د پنځو میاشتو پۀ لږه موده کښې د اُتمانزو د اوږدې محاصرې نه واخلې تر ګوجرګړۍ، ټکراود سپین تنګي هاتهي خېلو خون اشام سانحاتو غوندې د پښتنو د ټولوژنې قیامتونه ئې پۀ خدائي خدمتګارو جوړ کړل او غالب خیال دا ؤ کۀ خدائي خدمتګار ورته یوازې پاتې شول نو پېرنګیان به ئې پۀ سختۍ سره وچقوي . د خدائي خدمتګارو د جرګې پۀ صلاح د کانګرېس نه د مرستې اخیستو فیصله وشوه او د تحریک د دوام د پاره خدائي خدمتګارو د کانګرېس سره ایتلاف وکړو ځکه چې د دواړو مقصد د انګرېز شړل او د خپلواکۍ اخیستل ؤ. د دې ځاے نه د خدائي خدمتګار تحریک د ازادۍ لپاره د انډین نېشنل کانګرېس سره مبارزه شریکېږي چې حرکیات ئې د وخت سره بدل شول او دواړو تحریکونو پۀ شریکه د ټول هند ازادي پۀ هدف کښې ونیوله. ددې ایتلاف وړومبے ښۀ اثر دا وشو چې اوس خدائي خدمتګار تحریک یوازې نه ؤ بلکه د هند ملک ګیر یو مضبوط مرستیال ئې د کانګریس پۀ شکل کښې ملګرے ؤ نو ځکه پرې د انګرېز د ظلم مټ نرم شۀ. بله سمدستي نتیجه د دې اتحاد دا راووته چې د ګاندهي- ارون د معاهدې تر مخه باچاخان پۀ یولسم مارچ ۱۹۳۱کښې د جېل نه ایله کړے شۀ.

باچاخان پۀ تولاندۍ صوابۍ کښې د جومات پۀ منبر خلقو ته پۀ خپل تقریر کښې واضح ووئیل چې مونږ کانګرېس سره ددې لپاره ملګري شوي یو چې دا خپل وطن ازاد کړو، تاسو پۀ دې ځان پوهه کړئ چې دا وخت مونږ پېرنګي لۀ یو ښکر مات کړے دے او کۀ پښتنو اتفاق وکړو نو بل ښکر به ئې هم مات شي.

ګاندهي او د کانګرېس مشرانو باچاخان او د خدائي خدمتګارو سره دا ژمنه کړې وه چې د هندیانو او پښتنو ازادي یو بل سره تړلې ده او پښتنو او د هند اوسېدونکو ته به ازادي یو ځاے ترلاسه کېږي. باچاخان د یو اېغ نېغ راسخ العقیده پښتون پۀ څېرخصوصاً د ګاندهي پۀ وعده کلک باور لرلو. د کانګرېس د ټولو اتحادیانو ترمېنځ دا تفاهم ؤ چې انډین یونین کښې به ټول وحدتونه (یونټونه) خپلواکه وي او صرف د خارجه امورو، دفاع او مواصلات محکمې به د انډین یونین د مرکز سره وي. دا ژمنه هم شوې وه چې د هند پۀ ائین کښې به شتون لري چې کۀ چرې یو وحدت د ماده هندوستان پۀ مرکز کښې مطمئن نۀ وي نو د هغه وحدت د اسمبلۍ د مطلق اکثریت پۀ بنیاد به د انډین یونین نه ځان ګوښه کولے شي او بېخي ازاد ریاست به قائمولے شي. دا وړومبے تجویز خو کېبنټ مشن هم پۀ خپل پلان کښې راوړے ؤ،او پۀ انډین یونین کښې ئې د خود مختاره صوبو ګروپونه تجویز کړي ووچې دا وړاندېز وړومبے مسلم لیګ او کانګرېس منلے ؤ خو وروستود دې مشن وړاندېزونه د نهرو او جناح پۀ اختلافاتو کښې تالا ترغه شول.

باچاخان پۀ دې پوهیدۀ چې پۀ ټول برطانوي هند باندې زبرځواک پېرنګي د غلامۍ خېټه اچولې ده او چې تر څو د پېرنګي د جغ نه د غلام هندوستان څټ خلاص نۀ شي نو تر هغې هېڅ یو نژادي قام خپلواکي نۀ شي اخیستې . د کوهي نه وړومبې دا لویه مُرداره راویستل غواړي نو بیا به وروستو کوهے پاکېږي. پۀ دې وجه ګڼو اکائیو د خدائي خدمتګارو پۀ شمول د کانګرېس سره د پېرنګي خلاف شریکه مبارزه کوله . کۀ د پېرنګي نه د ازادۍ اخیستو د پاره د ځان ځاني غږونه پورته شوے وے نو پېرنګي به د خپلې ازموده نسخې ( ووېشه او ښکېل وساته) پۀ اساس دوي پۀ خپلو کښې اچولے وو او د خپل استعمار موده به ئې غځولې وے . پۀ هند کښې د نژادي قامونو لکه سکهانو، تامل، ناګا لېنډ، اسامیانو تلنګانو،او نکسلائیټ مارکسسټو د ازادۍ تحریکونه د هند د ازادۍ (پوسټ انډېپنډنس) شروع کړې دي چې کله کانګرېس لۀ خپلو ژمنو څخه وروستو شو. دوي ټولو د خدائي خدمتګارو پۀ شمول د هند د اجتماعي ازادۍ مبارزه د کانګرېس سره شریکه کړې ده. د بلوچو د ازادۍ تحریک هم د خان قلات د ورور شهزاده عبدالکریم لخوا پۀ جولائي ۱۹۴۸ کښې شروع کړے شوے ؤ، شهزاده عبدالکریم پۀ ۱۹۵۰ کښې قامي سیاست ته ستون شۀ او استمان ګل ګوند ئې جوړ کړو. د کشمیر شېخ عبدالله هم د هند پۀ ازادۍ کې د کانګرېس مرستیال ؤ چې وروستو ئې د کشمیر د خپلواکۍ تحریک ته لاس واچول. بلکه خدائي خدمتګارو چې پۀ نومبر ۱۹۴۱کښې لوے کېمپ لګولے ؤ نو هغې ته شېخ عبدالله او د جنوبي پښتونخوا نه عبدالصمد خان اچکزے هم سره د ملګرو راغلي وو.

باچاخان خو د پښتنو پۀ ازادۍ دومره باوري ؤ چې پۀ اکتوبر ۱۹۴۲ کښې ئې د فضل الرحیم ساقي صېب، د رځړو د فقیرمحمدخان او د پاوکي د عبدالمجید خان پۀ شمول د تیراه اپریدو ته، د تاج محمد خاموش لاندې بله جرګه وزیرو ازادو قبائیلو ته د فقیر ایپي لپاره د ځانګړي پېغام سره، د پړانګو د عبدالحکیم خان ستي او د بېټنو د جرنېل عبدالرحمان پۀ قیادت کښې مسعودو ته جرګې ولېږلې چې کۀ چرې د پېرنګیانو نه وطن ازاد شي نو چې مونږ ټول دې ته ذهني طور تیار یو چې د ټولو پښتنو قومي جمهوریت پۀ اتفاق جوړ کړے شو.

برتانيې یو شېطاني پلان سره لارډ ماونټ بېټن د لارډ وېول پۀ ځاے هند ته د ګورنرجنرل پۀ توګه راولېږۀ. برتانيې د نوي پلان تر مخه د هند پۀ یوه برخه د خپلې ځاے ناستې ملک جوړوۀ چې هلته اقتدار خپلو لاس پوڅو ته ورکړي او د دې منطقې د ستراتیژکي اهمیت تر مخې د ضرورت پۀ وخت د برتانوي استعماراو یا د هغۀ د متبادل د ګټو ساتنه وکړي.

د شین اسمان نه یو تندر راولوېدۀ او لارډ ماونټ بېټن د درېم جون ۱۹۴۷ د هند د وېش (پارټیشن آف انډیا) او پۀ صوبه سرحد کښې د پاکستان یا هندوستان سره د ګډون شېطاني منصوبه وړاندې کړه چې مسلم لیګ او کانګرېس دواړو ورسره د مخکښې نه منلې وه. مولانا ابوالکلام ازاد پۀ خپل کتاب کښې د کانګرېس د درېم جون ۱۹۴۷ورکنګ کمېټۍ حال داسې بیانوي چې نهرو د هند د تقسیم سره د کانګرېس همغږي اعلان کړه، نو تر څۀ وخته باچاخان ساختلے ناست ؤ اود ناساپي صدمې پۀ وجه ئې د خولې نه هېڅ کش کړپ ؤ نه وتې شۀ. اخر خپل حواس ئې مجتمع کړۀ او ورکنګ کمېټۍ ته ئې زړۀ غوڅونکې داسې وېنا وکړه. “ما سره وعده شوې وه چې د هندیانو او پښتنو ازادي به پۀ یو ځاے کېږي، پۀ دې خدائي خدمتګارو کانګرېس سره د ازادۍ مبارزه شریکه کړه او پۀ تاریخ کښې ئې د انتهائي ظلم و ستم پر ضد د مبارزې او قربانیو داستانونه رقم کړل. مونږ باندې پېرنګانو ډېرې جرګې مرکې کړې وې چې مونږه کانګرېس پرېږدو نو هغوي به مونږ له د کانګرېس نه زیاته برخه راکړي خو مونږ پښتنو د کانګرېس مرسته پرېنښوده او کانګرېس مونږه پرېښودو. تاسو زۀ شرمخانو ته واچولم”. باچاخان د ورکنک کمېټۍ نه ډېر دلګیر وواتۀ او پښتنو ته بېرته راغے. دې سوچه او کوټلي پښتون ته یوه بله مبارزه مخې ته راولاړه شوې وه.

لا یو شور راځینې لاړ نۀ وي بل راشي

مګر زه پېدا پۀ ورځ د شور و شر یم

د دې نوي اُفتاد پۀ لید لوري کښې د پښتنو د غبرګون معلومولو او د نوې لائحه عمل سره باچاخان د خدائي خدمتګارو جرګې اود پښتنونخوا پښتنو ته رجوع وکړه. پۀ پښتونخوا کښې ئې سمدستي جلسې شروع کړې. خدائي خدمتګار جرنېل زمرود بابا پۀ ضلع مردان کښې د شوو جرګو سترګو لیدلے حال پۀ خپلو ډائرو کښې لیکلے دے، چې باچاخان مرکز پۀ یو کتاب کښې چاپ کړے دے، چې تصدیق ئې د فاروق قرېشي د لیک نه هم کېږي. هغه لیکي چې پۀ دولسم جون ۱۹۴۷ د مردان د کلپاڼۍ پۀ شګو کښې یوه عظیم الشانه جلسه وشوه چې خان لاله امیرمحمد خان هوتي، قاضي عطاالله خان، د طورو مولانا عنایت الله او باچاخان ورته وېناګانې وکړېاو د هغوي نه ئې د ازاد پټهانستان ژمنه واخیسته. پۀ کلو او تپو کښې کمېټۍ جوړې کړې شوې، چې د رېفرنډم پۀ ځاے د “ازاد پښتون” وطن د پاره ځانونه تیارکړي.

پۀ ۲۱ جون ۱۹۴۷ د صوبې د جرګې، د اسمبلۍ ممبرانو، د خدائي خدمتګارو د افسرانو او د زلمي پښتون د جرګې یو شریک اجلاس پۀ بنو کښې وشو، ښاغلي استاذ ابراهیم عطائي پۀ خپل کتاب « پښتونستان د حقِ خودارادیت پۀ رڼا کښې» د هغې روداد بیان کړے دے. “دا اجلاس د خان لاله امیرمحمد خان د صدارت لاندې وشو. دې اجلاس پۀ اتفاق دا فېصله وکړه چې پښتانۀ نه هندوستان سره شاملېدل غواړي او نۀ پاکستان سره بلکې پښتنو د خپل یو ازاد حکومت جوړولو پرېکړه وکړه چې اساسي قانون به ئې پۀ اسلامي اصولو، اولسواکۍ، صنفي برابرۍ، ټولنیز او اولسي انصاف باندې اډاڼه لري”. د بنو دا قرارداد قاضي عطاالله خان پۀ جرګه کښې پیش کړے ؤ. ارواښاد جرنېل زمرود بابا د ازاد پښتون وطن لپاره پۀ ۲۹ جون ۱۹۴۷ د ډاګۍ کلي پۀ بڼ کښې، پۀ دېرشم جون د شمالي رزړ پۀ پرمولو کښې،پۀ دوېم جولائی پۀ کالو خان کښې، پۀ پنځم جولائی د مردان پۀ کمپني باغ کښې، پۀ نهم جولائی پۀ سودهم کښې، لوې جلسې بیانوي چې پکښې د رېفرنډم د بائیکاټ او د ازاد پښتون وطن شعارونه خوارۀ کړے شول.داسې جلسې پۀ ټولو ضلعو کښې شوې وې.

د سردریاب جرګې د کانګرېس سره د خدائي خدمتګار تحریک د ټولو اړیکو د شلولو اعلان وکړو او د درې رنګه جنډې پۀ ځاے ئې خپله سره جنډه وخېژوله. جرنېل زمرود بابا دا تصدیق کوي چې پۀ ټوله صوابۍ کښې د جرګې پۀ دفترونو سرې جنډې ورپولې شوې.

د پاکستان پۀ باره کښې مذهبي درغلیو او د اقتدار حرص خوارۀ هم وخویول چې پکښې د اسمبلۍ اووۀ (۷) منتخب غړي هم شامل وو. د کلیو ساده او مذهب پرست پښتانۀ هم د پاک سرزمین د مذهبي بیانیو پۀ بهیر کښې لاهو شواو شنې جنډې ئې پورته کړې .او د “اسلام د قلعه” پۀ جادو وغولېدل.

باچاخان او ملګرو ته یوه بله مبارزه مخې ته ولاړه وه خود اتو میاشتو دورو نه پس هغوي ولیدل چې پښتانۀ ډېر بېوزله، ستړې ستومانه او د خداے تعالي د سپېځلي مذهب پۀ نوم د انګرېزنُما مسلمانانو د دهوکې وړاندې مغلوب شوي وو.باچاخان خپل زپلے اولس پۀ یو بل امتحان کښې اچول نۀ غوښتل، هغۀ د زمکني حقایقو پۀ تناظر کښې یوه نوې پُرامنه او د صبرلاره پۀ زړه کښې ټاکلې وه.

پۀ ۱۹م فرورۍ ۱۹۴۸ یو مجبور نیکۀ د خپلو ملګرو سره د پېښور چهاوڼۍ کښې ولاړ رېل ګاډي ته د ختو د پاره روان شو، قدمونه ئې د ایلم نه درانۀ وو، ځکه چې د خپل محکوم اولس بوج او ذمه واري ئې پۀ اوږو پرته وه. اسمان لۀ ورایه د پښتنو سره د تاریخ پینځم جبر ته سترګې بقې نیولې وې. باچاخان پۀ ۲۳ فرورۍ د پاکستان پۀ لېجېسلېټیو اسمبلۍ کراچۍ کښې د پاکستان د وفادارۍ حلف وچت کړو. باچاخان د ارتقا لۀ لارې د پاکستان دننه د پښتنو د خپلواکۍ لپاره د سیاست یوه نوې تګلاره اختیار کړه.

باچاخان پاکستان کښې دننه د مظلومو قامونود حقوقو د پاره پۀ مارچ ۱۹۴۸ کښې پيپلز پارټي او بیا پۀ ۱۹۵۶ کښې نیشنل پارټي جوړه کړه خو د پېرنګي مسلمانانو ځاے ناستو پۀ قلار کار ته پرېنښود او د پاکستان پۀ وړومبو اتلس کالو کښې ئې پنځلس کاله د خپل اولس نه لرې د تورو تمبو شاته وساتلو. باچاخان پاکستاني واکمنوکار ته نۀ پرېښوده نوهغۀ اخر پۀ ۱۹۶۴ کښې پاکستان پرېښود او د اوږد رنځ نه پس پۀ ۱۹۸۸م کښې ئې د ارمانه سره د نړۍ نه سترګې پټې کړې.

د باچاخان د تحریک څلورم پړاؤ نیمګړے پاتې شۀ. خو دا کاروان لا روان دے.

ژوند ته پۀ وروستو وروستو ګورم

لکه بائيللے جوارګر چې کور ته ځینه

پښتنو د هندوستان د اوسېدونکو سره یو ځاے ولې ازادي تر لاسه نۀ کړه؟ دا د باچاخان د خدائي خدمتګارتحریک ناکامي نۀ ده بلکې دا د انډین نېشنل کانګرېس د مشرتابې پاتې راتلل دي چې د یو اېغ نېغ راسخ العقیده او سپین نیته پښتون مبارز پۀ باور او اعتبار پوره ؤ نه ختل. باچاخان پۀ خپل ژوند لیک کښې داسې افسوس کوي “مونږ خو ازاد شوي وو او پېرنګیان زمونږ د ملک نه تلونکي وو خو د لارډ ماونټ بېټن او سردار پټېل پۀ سازش د غلامانو غلامان شو”.

دا هم ولولئ

دوحه تړون: امن يا بائيلات؟ (ډاکټر سيد اختر علي شاه) – ژباړن: انجنئير اعجاز يوسفزے

د امرېکې او طالبانو تر منځ اخر کار د هیلې، نا امیدۍ، د خدشاتو او …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *