د خدائي خدمتګار تحريک مرکز، مرکز عاليه – فېصل فاران

دا يو روڼ حقيقت دے چې د هر يو تحريک ياخوځښت دپاره تنظيم، منشور او مرکز درې واړه اساسي ارزښت لري. يو خوځوښت کښې بيا د مرکز دغه خاصه وه چې حمزه شنواري ورله خولۀ پۀ خولۀ وتي شعر کښې داسې اشاره کوي:

څو چې راغونډ پۀ يو مرکز ئې نۀ کړم

هرې تپې ته د جرګو سره ځم

هرې تپې ته دجرګو سره دتلو دغه روايت دخدائې خدمتګار تحريک کمال و او ددې روداد دباچاخان کتاب “زماژوند او جدوجهد” او د فضل الرحيم ساقي پۀ کتاب “زما ژوندون: او د جرنېل زمردبابا ډائري ليک نه پۀ ښۀ توګه کېدے شي . شايد داشعر حمزه شنواري هم د خدائي خدمتګارو خوځښت او باچاخان تاثر کښې ليکلے دے.

دپښتنو تاريخ کښې دنارنج ماڼۍ نه پس مرکزعاليه سردرياب پۀ دې حقله ديادونې جوګه دے ځکه چې دخدائي خدمتګار خوځښت مرکزپاتې شوے. دپښتو د نوي غزل قامپاله شاعر اندېش شمس القمر ته ددې خبرې د اهميت سياسي ادراک و چې قامي تاريخ کښې د يو قامي مرکز يادونه څۀ معنې لري ځکه هغۀ د پښتو اکادمي پېښور ديو ډائرېکټر پروفېسر نواز طائر چې جغرافيه او پښتو دواړو مضامينو کښې ئې ماسټرزکړي وو او دروهي ادب پۀ نامه ئې د پښتونخوا مطالعه باندې کتاب ليکلے ؤ چې پکښې د خدائي خدمتګار تحريک او باچاخان ذکر نه ؤ نو ورباندې ئې غزل کښې داسې نيوکه کړې وه . . .

هغه سړي جغرافيه او تاريخ دواړه ټاپ کړۀ

هغه سړي د سردرياب باچاخان هېڅ ونۀ وې

د سردرياب مرکزعاليه وجود چې څنګه نن رياستي نصاب نه وتے دے دوي ئې لۀ قامه هېرول غواړي او ددې مقابل بيابيا دستهانې د اشرارو مرکز يادېږي . دغه اشرار د مجاهدو پۀ نامه ستائيلي شي او هغه پښتانۀ چې ددوي د مذهبي جنونيت جواب کښې ئې دوي ټکو سترے کړي وو هغو ته غداران وئيلے شي. هم دغه بيانيه ده چې يوخوا روهي ادب کښې بلخوا روهالوجي کښې د خدائي خدمتګار خوځښت ذکر نشته. پۀ هرحال قيوم خان کۀ مرکزعاليه سردرياب پۀ بمونو والوزولو نو د نن رياستي دانشور او مورخ پرې هم خاورې اړول غواړي خو پۀ سردرياب مرکز عاليه خاورې نۀ شي اوړېدے ځکه چې دامړے نۀ دے دا د تاريخ ژوندۍ حافظه او دقامي شعور وياړ دے.

عبدالاکبرخان اکبر خپل کتاب کښې دپښتنو برخه کښې ددې مرکز يادونه داسې کړې ده:

” سن 1939ز کښې باچا خان د سردریاب د پل نه يو دوه فرلانګ قبلې ته یو ۳۵ جرېب زمکه د مرکز پۀ نوم اخستې وه، هغلته يو معمولي څپر ئې جوړ کړے ؤ، ولې استوګنې لۀ نۀ ؤ تلے”.

(پۀ حواله د برصغير پاک وهند د ازادۍ جنګ کښې دپښتنو برخه مخشمېره 237)

دغسې عبدالخالق خليق هم دازادۍ جنګ کتاب کښې ليکي:

الف _پۀ جولائي 1940ز کښې د خدائي خدمتګارو د ټرېننګ د پاره د چارسدې پۀ تحصيل کښې د ګل بېلې نه پۀ شمال د سردرياب پۀ غاړه يو هوا دار مېدان کښې د “مرکز عاليه سردرياب” پۀ نوم يو کېمپ غوندې جوړ شو. د افتتاح پۀ موقعه باچاخان يو اوږد تقرير وکړو او د دې مرکز ضرورت ئې واضح کړو او د دغه ورځې نه اول اول يو چپرجوړ شو چې باچاخان پۀ هغې کښې اوسېدل شروع کړل. او د ټولې صوبې خدائي خدمتګار به را جمع کېدل. اکثر جلسې به دلته کېدې. د باچاخان اراده دا وه چې دلته به ټول د توفيق خاوندان د اوسېدو د پاره کورونه جوړ کړي او دا به د قومي کارکنانو يوه ځانله ابادي وي خو افسوس چې دغه خوب تعبير نۀ شو … .

ب_بيت المال: باچاخان د يو قومي بيت المال اعلان هم وکړو چې اکثرو خدائي خدمتګارو به د خپلې امدنۍ څۀ حصه پۀ دې کښې ورکوله. د بيت المال څۀ باقاعده انتظام نۀ ؤ خو باچاخان به وصولي کوله او پۀ مناسب ځاے کښې به ئې خرڅ کوله.

(پۀ حواله د ازادۍ جنګ /عبدالخالق خليق/151_152مخونه)

دغسې نوميال خدائي خدمتګار ناظم سرفرازخان د بوبک پۀ خدائي خدمتګاري تجزيه تبصره کښې ليکي چې:

“چې ډاکټر صاحب وزارت جوړ کړو نو د صوبه سرحد د ټولو سياسي قېديانو د رهايۍ اعلان وشو. باچاخان هم رها شو. باچاخان د جېل نه نېغ مرکز عاليه سردرياب ته راغے. مرکز عاليه سردرياب بيا لۀ خېره اباد شو، د ټولې صوبې او د ټولو قبيلو او اطرافو نه خلق د باچاخان ستړي مشي د پاره مرکز ته راچلېدل. تر دې وخته پورې پۀ مرکز عاليه سردرياب کښې صرف يو چوپال ؤ نوره څۀ ابادي نۀ وه. ناسته، ملاسته، اجلاسونه، جرګې هم پۀ دې چوپال کښې کېدلې. پۀ يوه جرګه کښې دا فېصله وشوه چې د دې صوبې هر څومره ضلعې چې دي اول دې هره يوه ضلع پۀ خپل نوم د ضلعې د پاره ځاے جوړ کړي چې هم پۀ کښې دفتر وي او هم د خپلې ضلعې د عهديدارانو د شپې تېرولو ګنجائش وي او کۀ ممکن وي نو د تحصيل پۀ سطح هم تعمير پکار دے. دې نه علاوه د تحصيل چارسدې دولس تپې دي کۀ هره يوه تپه ځان ځان له ابادي وکړي نو ښۀ به وي. باچاخان فرمائيل ما ته معلومه ده چې زما پښتون قوم نادار او غريب دے او بيا خاص کر خدائي خدمتګار خوارانو خو د ګټې کار کړے نۀ دے. د کار وخت خو ئې د قوم خدمت ته وقف کړے ؤ. ستاسو د پاره دا ډېر مشکل او ګران کار دے. باچاخان ووئيل چې کۀ د مرکز عاليه د جوړولو د پاره بل چا ته مطالبه وکړم نو امېد دے چې ډېر لږ وخت کښې به پۀ ډېر اعلٰي طرز ئې پۀ لويه پېمانه جوړ کړي خو زما ضمير دا نۀ شي برداشت کولے چې پۀ پښتون قوم د چا احسان وي او پښتون د چا د احسان د لاندې وي بلکې دا غواړم چې پښتون پۀ ټولو قومونو کښې وچتې سترګې او هسکه غړۍ وي دا به تاسو خپلو کښې چنده کوئ. باچاخان د قومي شريک ابادۍ پۀ تعمير لاس پورې کړو. بنيادونه ئې بې شانه زيات پاخۀ وو مکمل کنکريټ ؤ. د عمارت پۀ منځ کښې يوه ډېوډۍ شان وه چې دواړو طرفونو ته ترې پوړۍ ختلې وې د دې ډېوډۍ نه قبلې ته او نمر خاتۀ ته څلور څلور 14 ضرب 21 فټ کمرې وې دواړو جانبو ته درې درې وړې وړې کمرې وې څنګه چې لاندې حصه وه هم پۀ دغه نقشه پاس دوېم چت هم ؤ. پۀ ټولو چتونو ئې د اوسپنې ګاډرونه او ټي ائرن او بيا چوکې وې د چوکو د پاسه يو درې څلور انچۍ د سرو خښتو د روړۍ چې د باجرۍ پۀ مثال وه د چونې پوټ ورکړے ؤ چې وزن ئې هم کم وي او چوي هم نۀ. د دې ابادۍ اوږدوالے قبله پۀ نمر خاتۀ ؤ قطب او سويل ته ئې سرا سر برنډې وې. ابادۍ کښې خټه يا چونه نۀ وه استعمال شوې. دې کښې کافي او پوره مقدار کښې سيمنټ استعمال شوي وو. هغه وخت دا بلډنګ پۀ بېديا کښې جوړ شوے ؤ. ډېر ښکلے ښکارېدو. ډېره ښکلې نظاره ئې وه. قطب ته ترې سيند بهېدو او درې طرفونو ته ترې شنۀ شنۀ واښۀ وو. د دې ځاے هوا ډېره پاکه او تازه وه.. مرکز لۀ اول خو ضرورت دومره پراخ نۀ ؤ نو محمد اسرار خان خپله ذاتي زمکه د مرکز پۀ نوم وقف کړې وه چونکې دا منصوبه د ابادۍ وسيع شوه نو بيا د دې زمکې نه د مرکز سره متصل چارچاپېره چې د اګرې د وړو مالکانو زمکې وې، هغه مرکز له پۀ بيعه واخستې شوې. دا بېعنامې به مو پنچايتي قبانو وليکلې. د مرکز عاليه ټوله ابادي خدائي خدمتګارانو او باچاخان پۀ خپلو لاسونو کړې ده. د يوې پيسې تاوان پۀ مزدور نۀ ؤ شوے بغېر د ګلکارانو او ترکاڼانونه، دا ټول کار رضاکارانه شوے ؤ دا ځاے دراصل ځنګل او غېر اباد ؤ. دا عمارت پۀ کښې يو شاندار محل او حوېلي ښکارېده. خلق به ئې ليدو لۀ راتلل، يوه عجيبه نظاره وه. د پرېس نمائندګانو د خبر رسانو ايجنسيو، نامه نګارانو او غېر ملکي سياحانو به ئې تصويرونه ويستل.

(خدائي خدمتګاري تجزيه اؤ تبصره / ناظم سرفرازخان بوبک/161_162_163مخ شمېره)

د اردو پښتو نوموړے شاعر اديب فارغ بخاري دازادۍ تحريک او باچاخان کښې پۀ دې حواله ليکي چې “ددې مرکز خلاف به ډيره پروپېګنډه کېده”.

او ‌داهم ليکي چې:

“پۀ سردرياب کښې چې کله مرکز قائم شو نو د خدائي خدمتګارو دورې هم تېزۍ سره روانې شوې خو د مخکښې نه زيات مشکلات دې خلقو ته مخې ته وو. مفاد پرستو مليانو او زر پرستو خلقو د دوي خلاف پۀ خلقو کښې دا خبره مشهوره کړه چې باچاخان پۀ سردرياب کښې اشرم او درمسال پرانستے دے چرته چې د هندوانو د غواګانو بجهن مذهبي سندرې وئيلے کېږي او پښتنو ته ګيتا ښودلې کېږي چې د هندو مذهب خپرونه کېږي”.

دا پروپېګنډه پۀ داسې زور او شور سره وشوه چې ډېر د عمل خاوندان ترې هم بچ پاتې نۀ شول او اخر د باچاخان پۀ عقيده خلقو غلط ګمانونه شروع کړل خو ولې باچاخان د دې خبرو نه بې نيازه و، هغه نور هم پۀ خپله خبره کښې لګيا و او د خلقو خدمت ته ئې ملا تړلې وه. د راتلونکي جنګ ازادۍ د پاره ئې کار کولو. پۀ قامي مرکز کښې د خدائي خدمتګارو د پاره ټرېننګ کېمپ پرانستے شو چې د خدائي خدمتګارو يو داسې فوځ پکښې تيارشو چې هغوي ته به مخالفين هم ګوته پۀ خلۀ وو. مخالفت چې څومره زياتېدو هومره د باچاخان تحريک مخ پۀ وړاندې کاميابېدو. د دې لويه وجه دا وه چې باچاخان دعمل قائل ؤ، هغۀ کله پۀ دې خبرو ځان له د وخت زيان نۀ کولو چې ګينې د مخالفينو جواب دې ورکړي. هغه پۀ خپل مشن کښې پۀ صداقت سره کار کولو، هغه ته دا يقين ؤ چې زمونږه د صداقت به خامخا ګټه وي.

( پۀ حواله د ا زادۍ تحريک او باچاخان / فارغ بخاري مخ ۱۳۵)

باچاخان پۀ خپل ژوندليک کښې پۀ دې حواله داسې ليکي:

“پۀ 15 اګست 1942ز کال د چارسدې دکېمپ نه وروستو مونږ ټولو خدائي خدمتګارو د منېر خان د باغ نه د خرولو څانګې ورېبلې، هر چا د ځان سره، سره زما چې څومره څانګې اخستې شوې، هغه مو را واخستې او پۀ خپلو پښو سردرياب ته روان شو. د لرګو بندوبست محمد اسرار خان صدر صاحب کړے ؤ، مونږ لاړو ستنې مو ښخې کړې لرګي مو پرې سوارۀ کړل، لښتې او لوخه مو پرې واچوله او دغلته دېره شو. شپه او ورځ به لس اتۀ خدائي خدمتګار دغلته ما سره وو. ډوډۍ به راله وارث خان پخوله او کټوۍ به مو پۀ خپله پخوله. د دې ځاے نه مونږ د ټولې صوبې د خدائي خدمتګارو سره رابطه قائمه کړه، د دوي چې به څۀ کار ؤ دلته به ما له راتلل او زما چې به څۀ کار ؤ د خدائي خدمتګارو پۀ ذريعه به مې خبرول. دغه زمکه بنجره وه مونږ به د سحر د چايو نه پس سسکورې واخستلې. پۀ کار به مو شروع وکړه د ډوډۍ د وخته پورې به مو زمکه جوړوله بيا به مو پۀ هغې کښې سبزي کرل شروع کړل. اتمانزو کښې د غني بټۍ وه. پۀ هغې کښې مو د مرکز د پاره د خښتو انتظام وکړو او د پړانګو او بابړې خدائي خدمتګارو د هغو د راوړلو د پاره دومره ډېرې رېړۍ را وستې وې چې د هغې يو سر مرکز ته را رسېدلے ؤ او بل سر ئې اتمانزو کښې ؤ. دغه شان پۀ يوه ورځ کښې ټولې خښتې را وچلېدې. د ابادۍ د پاره مو د سيند پۀ غاړه ځاے خوښ کړو هلته مو يو هال، ورسره دوه کمرې او دواړه طرف ته برنډې جوړې کړې او د دوېم چت پۀ جوړولو مو شروع وکړه دېوالونه جوړ شو او چت پرې لا نۀ ؤ جوړ شوے چې پاکستان جوړ شو او مونږ ګرفتار شو. د دې پۀ ابادۍ کښې ټول کار خدائي خدمتګارو پۀ خپله کړے ؤ. زۀ به هم ورسره لګيا وم ګلکار له به مې خښتې ورکولې، د هرې تپې نه به لس پينځلس خدائي خدمتګاران پۀ وار وار راتلل او خپل خرڅ خوراک به ئې هم د ځان سره راوړلو. يوه هفته کار به ئې کولو بيا به د بلې تپې خدائي خدمتګار راتلل . زمونږ اراده وه چې دلته به سکول او هسپتال هم جوړوو او ډېرو خلقو دا خيال ظاهر کړے ؤ چې مونږ به دلته ځان له کورونه جوړوو تر دې حده چې مونږ دلته د خپلې مقبرې فېصله هم کړې وه.

قيوم خان چې وزيراعلٰى شو نو د مرکز د ورانولو او نيلامولو فېصله ئې وکړه. د اګرې خانانو ورته ووې چې دا ځاے ورانوه مۀ، دا خو هسې هم زمونږ جائېداد دے مونږ به ئې نيلام کښې واخلو او مدرسه يا هسپتال به ئې کړو. قيوم وې چې زۀ به دا خامخا ورانوم او د دې خدائي خدمتګارو د مرکز دا نخښه ورکوم ځکه چې کۀ دلته ئې نخښه پاتې وي نو چې بيا دوي پۀ لاره ځي نو وائي به چې دغه زمونږ مرکز ؤ. چا دې نيلام ته غاړه کښې نۀ ښوده. اخر د شپږم نمبر کلي يو مومند نور محمد واخستو او پۀ بمونو او ډائنامائيټ ئې ورله بنيادونه والوزول.

(زما ژوند او جدوجهد/531/532مخ شمېره)

فارغ بخاري د مرکزعاليه دجوړښت پۀ وخت دباچاخان کړې وينا هم راخستې ده، هغه ليکي چې:

“د يوې مودې نه پس باچاخان اخر پۀ 23 جولائي 1940ز کښې د خپل کلي اتمانزو سره نزدې د سردرياب پۀ موضع کښې د يو مرکز د پاره ځاے خوښ کړو. د هغې د بنياد د کېښودو پۀ موقع باچاخان پۀ خپل يو تقرير کښې ووئيل!

“وروڼو! زمونږه د ارمانونو تکميل نن کېږي. مونږه دلته د دفتر د پرانستې د پاره جمع شوي يو چې دا زمونږ د يو مودې نه ارمان ؤ، زۀ چې نن حالاتو ته ګورمه نو ما ته داسې اندازه لګي چې تر ننه مونږه ځکه نۀ کاميابېدو چې زمونږه پۀ ضد به مخالفينو د پروپېګنډې نه کار اخستو خو نن مونږه د کاميابۍ پۀ لور قدم ږدو. تاسو ته به علم وي چې د هر تنظيم د هر جماعت د چلولو د پاره يو مرکز وي چرته نه چې هغوي خپلو هلوځلو ته دوام ورکوي. ما ته وخت پۀ وخت دا خبرې شوي دي چې زمونږ د دې مرکز مخالفينو پۀ څۀ ډول د ناکامۍ کوشش کولو. د دې د پاره ئې د ميډيا او د ځينې علماء نه کار اخستو. دوي به هم دا پروپېګنډه کوله چې دلته دوي د ګاندهي د پاره دهرم سال سازوي غرض دا چې زمونږه خلاف ئې هر قسمه نفرت خورونکې خبرې کولې خو پۀ غېرت مندو پښتنو د دې پروپېګنډو هېڅ اثر پرې نۀ وتو او دې سره مخالفينو ته سخت شکست ملاو شو. ما ته د دې انتها پسند اخبارونو او پروپېګنډه خورونکو خلقو لۀ هېڅ وېره نشته ځکه چې زۀ پۀ حقه يم او هغوي باطل دي. زۀ خپلو مجاهدو يعني خدائي خدمتګارو ملګرو باندې د دې خبرې زور راوړمه چې پۀ خپل دوست دښمن کښې تميز وکړي. همېشه دې د عقل فکر څخه کار واخلي او ګام دې پورته کوي. هم دغه خبرې دې هغوي نورو ته هم ورسوي ځکه چې کوم خلق ډېره ذليله پروپېګنډه کوي چې خلق هغوي هم وپېژني او پۀ حقيقت ځان خبر کړي. ډېره نزدې ده چې پۀ دې مرکز کښې مونږه د يو نوي تحريک بنياد کښېودو والا يو او دا کار زۀ غواړم چې هم پۀ دوېم اګست ئې شروع کړمه هم د دې مرکز نه به زمونږه خدائي خدمتګار روانېږي او هم دلته به ټول جمع کېږي. هم دې کېمپ نه به تاسو خپلو خپلو کلو ته د خدائي خدمتګارۍ تبليغ رسوئ”.

“کوم کارکنان چې زۀ جوګه ګڼم هغوي به دلته را غواړمه او بيا پۀ کومو کارکنانو چې مې دا يقين پېدا شي چې دوي د عدم تشدد پابند دي نو هم هغوي به د تبليغي قافلو سره مېدان ته اوځي دکومو ملګرو چې دا خيال دے چې د جنګ د وجې حالات بدلېدو والا دي او مونږه له دلته مرکز نۀ ؤ پکار نو زۀ وايم مونږ له هم دلته جمع کېدل پکار دي او هم دا ځاے غوره دے. زۀ خو وايم چې زما قبر دې هم دلته وي”

(پۀ حواله د ازادۍ تحريک او باچاخان پښتو ترجمه مخ شمېره 134/135)

پۀ دې حواله عبدالاکبرخان داهم ليکي چې خوځښت دوه ډلې شوے و يوه ډله سرډهېرو ډله دحکومتي چمچو او بله د سوچه خدمتګارو سردرياب ډله.

“د خدائي خدمتګارو جماعت پۀ دوو ډلو کښې څو کاله مخکښې تقسیم شوے ؤ. یعنې هغه وخت چې څۀ وخت صوبائي حکومتونه جوړ شوي وو او د کانګرس د عهدو پۀ وجه اختلاف پېدا شوے ؤ. دوی یو بل ته پۀ څرګنده مخامخ شوي نۀ وو. د حکومت ډله چې د هغې سرپرست ډاکتر خان صاحب ؤ پۀ څرګنده د هغه زوے عبدالله خان د باچا خان او د هغۀ د ډلې د عطاء الله خان د باچا خان طرفدار شمېرلے شو ولې چې مونږ د خدائي خدمتګارو مخالف کار کوو. زۀ امیر محمد خان او قاضي عطاالله دحکومتي ډلې د رویې د اکثرو کارونو برخلاف وو. باچا خان به هم د حکومت د رویې نه خوشحاله نۀ ؤ. دواړو روڼو به د لحاظ یا مصلحتا د یو بل پۀ ظاهره مخالفت نۀ کړو، باچاخان به پۀ مخامخ د ډاکتر صاحب د خیال ساتودا رویه څۀ موده پټه پټه چلېده خو اخر څرګنده شوه.

چې باچاخان به مرکز سردریاب ته اجلاس راوبلو نو ډاکتر صاحب د عبيدالله پۀ ذریعه سر ډهېرو ته خلق راوبلل. دا سلسله اول تر پېښور پورې محدوده وه ولې بیا د دې اثر نورو ضلعوته هم ورسېدو. او هم د دې پرې جنبې او بددلۍ اثر او د منفعت پۀ

وجه ۴۸-۱۹۴۷ء کښې ډېر د صوبائی کونسل کانګرسي ممبران پۀ مسلم ليګ کښې شامل شو. د ډاکټر خان وزارت ختم شو. د عبد القیوم خان وزارت جوړ شو. اکثر خدائي خدمتګار ګرفتار کړے شو، مرکز سردریاب چې دا وخت یو پوخ عمارت ؤ، زمونږ دفتر ؤ، لوټې لوټې څۀ چې د بېخه يو فقير نومې مهمند ونړولو. دا د زرګونو روپو عمارت هغه له هسې برائے نام پۀ نیلام ورکړے شوے ؤ. ولې چې بل چا پرې بولي نۀ کوله. عبدالله شاه میا صاحب او نورو بااثر د مسلم لیګ خلقو ترې انکار کړے ؤ. عبد الله شاه میا صاحب د دې عمارت د ورانولو برخلاف ؤ. پۀ داوجه د هغۀ او قيوم خان خبرې هم ترخې شوې وې داخبره ماته مياصاحب اونورو صاحبانو هغه ورځو کښې کړې وه.

(پۀ حواله دبرصغيرپاک پۀ ازادۍ کښې دپښتنو برخه/عبدالااکبرخان اکبر/مخشمېره 258)

دعبدالاکبرخان ددې خبرې پۀ حواله باچاخان “زماژوند اوجدوجهد” کښې وزارتونه او خدائي خدمتګار…سرخط باندې بشپړه ليک کړے چې هغې نه يوه ټوټه ددې اختلاف پۀ اصليت راخلم.

:پۀ دې الیکشن کښې مونږ میا جعفر شاه او د ګلي ګړهۍ ارباب عبد الرحمان نۀ و درول ځکه چې دوی د ډاکتر صاحب او قاضی صاحب پۀ مېنځ کې اختلافات پېدا کول او ډاکتر صاحب ته به ئې زما پۀ سر هم لمسون کولو چې باچا خان داځل تانه وزیراعلی کوي او قاضي صاحب وزیر اعلی کوي. د دوي دا ټولې خبرې دروغ وې، مونږ ډاکتر صاحب وزیر اعلی کولو. مونږ صرف دومره وئیل چې ډاکټر صاحب دې لا اينډ ارډر نۀ اخلي، دا دې قاضي صاحب له ورکړي ځکه چې ډاکتر صاحب له سرکاری افسران د که ورکولے شي او قاضي صاحب له ئې نه شي ورکولے خو ډاکټر صاحب ووې چې که جعفر شاه او ارباب عبدالرحمان نه ودروئ نو زۀ هم نۀ ودرېږم. مونږ د ډاکټر صاحب نه مجبور ووخو چې څۀ وخت پاکستان جوړ شو او د قيوم وزارت راغے نو د ټولو نه اول دګلۍ ګړهۍ عبد الرحمان را ولګېدو او قیوم ئې خپل ځاے کښی مېلمه کړو،جعفر شاه ئې هم راوغوښت او دوي مسلم لیګ کښې شامل شول او ورته ئې ووئيل چې مونږ به کوشش کوو چې نور خدائي خدمتګار هم پۀ مسلم لیګ کښې شامل کړو” .

(پۀ حواله زما ژوند اوجدوجهد مخشمېره 554)

دغسې د فضل الرحيم ساقي داليک هم دسردرياب مرکزعاليه پۀ حواله تاريخي اهميت لري چې پکښې د خدائي خدمتګارو د هلو ځلو او دوخت تيري اندازه هم کېدے شي:

“د باچاخان عبدالغفار خان د ډېرې مودې راهسې دا خيال ؤ چې د ټولو پښتنو دې يو مرکز وي. (پۀ) 1919ز کښې چې د هجرت نه واپس شو نو باجوړ کښې دېره شو او دا خيال ئې ؤ چې دلته د پښتنو مرکز جوړوو، خو هغه ماحول ئې خوښ نۀ شو، دلته ئې ډېر ځايونه وکتل . يو ځلې مونږه ئې د تنګي ترکو لۀ لېږلي وو چې دغلته ځاے وګورئ او محمد ناړۍ سره د باچاخان زمکه کښې (مو) ځايونه وکتل، خو څۀ نا څۀ خامي به پکښې را ووتله .

سردرياب سره ئې د کوډو خوا کښې ځاے خوښ شو. دغلته د سيند پۀ غاړه ډېر لوي لوي چتونه وو، دغلته باچاخان د اګرې د خلقو نه شل جرېبه ( اتيا 80) کناله زمکه واخسته او پۀ 4 اګست 1942ز کښې پۀ کښې د څپر بنياد کېښودے شو. څپر څۀ کچه شان جوړ شو او باچاخان پۀ کښې کډه واړوله. لس اتۀ خدائي خدمتګار به هر وخت شپه ورځ ورسره وو او نور خلق به تلل راتلل. محمد اسرار خان چې د کوډو اوسېدونکے ؤ د مرکز مشر ؤ. د مېلمنو پالل د دۀ پۀ ذمه وو. د کټوۍ څمڅۍ مشر هم ؤ. ډوډۍ به وارث خان خدائي خدمتګار کور پخوله. د دۀ کور د سردرياب پل سره کورونو کښې ؤ. د مرکز نه د تحريک کار شروع شو. باچاخان د مرکز د جوړولو د پاره چندې هم وکړې او پۀ ابادۍ باندې شروع وشوه. اتمانزو کښې د بټۍ نه خښتې واخستې شوې او د هغې د راوړو د پاره باچاخان د پړانګو او بابړې د خدائي خدمتګارو نه د رېړو اشر وغوښتلو. مرکز کښې د هغوي د پاره د ډوډۍ انتظام وشو. دېګونه باندې شول. دومره رېړې خلقو راوستې چې د ډکو رېړو سره مرکز ته رسېدلے ؤ چې اتمانزو نه شپږ ميله لرې وه او بل سر ئې د اتمانزو پۀ بټۍ کښې رېړه ډکېده. خښتې ورسېدې او کوم رېړې والا چې به رېړه تشوله نو ډوډۍ ته به کښېناستو، ګلکاران را غلل کار ئې شروع کړو . د کار د پاره به هره ورځ د يوې تپې خدائي خدمتګار ان راتلل. کار به ئې کولو، يوه هفته دېره وو، بلې هفتې لۀ به د بلې تپې خدائي خدمتګاران راتلل. مونږه د مرکز لس اتۀ کسان او باچاخان پۀ خپله به ورسره هم لګيا وو .

د پاکستان نه وړاندې پۀ اوړي کښې يوه شپه زۀ او باچاخان پۀ چت د پاسه ملاست وو. باچاخان سربېره کمرې کښې ؤ او زما خو د څوکۍ وار ؤ. تختې پرتې وې، پۀ هغې کله ناست او کله ملاست، نيمه شپه وه چې يو وېرونکے غرار مې تر غوږو شوه. دا غرار قبلې طرف ته ؤ، ساعت پۀ ساعت به زېاتېده. زۀ حېران وم چې دا غرار د څۀ دے؟ دا مې خيال ؤ چې ګوندې پۀ سيند کښې لويه چله را روانه ده. ساعت پۀ ساعت غرارې را نزدې کېدو چې را ورسېدو نو هغه توده سيلۍ وه. داسې توده وه چې ما وې، سرې لمبې را نه چاپېره شوې .

باچاخان اواز را کړو چې ساقي صاحب! څادر واغونده، ځان پټ کړه. چې څادر مې واغوستو، پۀ هغې کښې تود دوپ ؤ چې ساه مې پۀ کښې تنګه شوه. ما پۀ دې دوه اويا کاله ژوند کښې داسې سيلۍ نۀ ده ليدلې. دا د خداے پاک د طرفه د پاکستان د جوړېدو هغه تنبيه وه چې مونږه ته ئې ښودله. سبا له چې مې فصلونو ته کتل نو د پنډۍ پنډۍ پورې جوار داسې سوي ولاړ وو، لکه چې د اور لمبو وهلي وي .

مرکز کښې شپږ اتۀ جرېبه زمکه باچاخان د کروندې د پاره تياروله. کۀ دغلته مونږه څۀ اوسېدونکي وو يا د بهره به کوم خدائي خدمتګار راغلل، کۀ د لويو نه لوي خلق به وو او کۀ د وړو نه واړۀ، ټولو له به ئې کودالې ورکړې وې، زمکه به ئې وموله او بنجر به ئې ترې څنډۀ او پۀ بُولو به ئې غونډولو او چا به انکار کړے وے؟ چې باچاخان پۀ خپله پۀ سپينه ږېره، پستو لاسونو کارکولو،، سسکوره به ئې وهله، بل کوم کجا وه چې هغه څپر کښې پۀ يخ سوري ناست وے ، تر لسو او يوولسو بجو به ئې باقاعده دغه کار کولو. بيا به سيند کښې لاس پښې ووينځل شول. د کړۍ جامې سميع الله به د چڼو دال يا د مسورو پېتي پخه کړې وه. ورته به غونډ کښېناستو . باچاخان به پخپل لاس سوکړک يا ډوډۍ پۀ ټولو ووېشله او بسم الله شروع به وشوه او مزې خو به بيا هله وې چې د محمد اسرار خان د کوره به شوملې راغلې وې. الله الله! څومره خوند ؤ، پۀ دغه ژوند کښې څومره مينه وه، څومره محبت ؤ. بيا به اودۀ شو، بيا به پاڅېدو، نمونځ به وشو، پۀ اخبارونو او سياست به تبادله خيالات وشول، چاے به راغله، باچاخان به پۀ خپله هر چا له يوه يوه پيالۍ ورکړه او بس.پۀ 1942ز کښې ددغه څپر نه د ټول هندوستان د ازادۍ د جنګ د پاره هدايات خورېدل ځکه چې د کانګرس صدر او د ورکنګ کميټۍ ټول ممبران ګرفتار شوي وو. باچاخان او ډاکټر خان (صاحب) بهر وو چې باچاخان پۀ 27 اکتوبر ميروېس ډېرۍ سره ګرفتار شو نو بيا به د ډاکټر خان صاحب نه د هر يو کار منظوري اخستې شوه. د دغه ځاے نه د ازادو قبائيلو د وفدونو راهنمائي کېدې شوه او هدايات به ورلېږلے شول او د صوبې دننه خو خود هم د دې مرکز نه کېدے شو.

د مني يوه شپه پۀ څپر کښې ملاست وو، دولس بجې باچاخان ما ته اواز وکړو چې ستا د څوکۍ وار دے تردغه وخته پورې څوکۍ باچاخان پۀ خپله کړې وه.دوه ګېنټې وار به ؤ د څوکۍ، زۀ ويښ شوم. د څوکۍ قاعده دا وه چې د چا به وار ؤ هغه به پۀ خپله بستره ويښ ناست ؤ. څۀ ټوپک تماچه نۀ وه چې چا پرې څوکۍ کړې وه. زۀ ويښ شوم څۀ ساعت خو پۀ بستره باندې ناست وم، بيا مې خيال وکړو چې د څپر نه بهر د وارث خان غوا او سخي ولاړ دي،. دا درنه څوک بو نۀ ځي. راشه پاڅېږه. وګرځه را وګرځه، خوب به هم درنه وتښتي او څوکۍ به هم وکړې. غلے شان پاڅېدم چې څوک ويښ نۀ شي. بهر ګرځېدم را ګرځېدم درنګ ساعت پس باچاخان ما ته اواز وکړو ما د بهر نه اواز ورکړو وې تۀ بهر ئې، ما وې کۀ بيا اودۀ شوې څه کش کړپ نۀ ؤ. ما وې چې بهر دا څاروي ولاړ دي ما وې پۀ دوي هم وګرځه، باچاخان ډېر خوشحاله شو .

لکه څنګه چې د باچاخان خوراک ډېر کم ؤ، دغه شان د هغوي خوب هم د بېدارۍ پۀ شان ؤ. پۀ لږ کش کړپ به را ويښېدو. سترګې به ئې پټې وې تا به وې چې اودۀ دے او هغه به ويښ ؤ، خو غلے به ؤ.

اکثر اجلاسونه به دغلته کېدل. کۀ د تحصيل د جرګې به ؤ، کۀ د ضلعې او صوبې د جرګې به ؤ. (د) 1950ز خواو شا چې مونږ ټول پۀ جېل خانو کښې وو او بېرسټر قيوم د مرکز د ورانولو منصوبه جوړه کړه، د بابړې پۀ جلسه جلوس ډزې، د پېښور او مردان د ضلعې خدائي خدمتګار قېدول، کورونه ئې تالا کول، پۀ خرو سورول، بربنډ پۀ سړکونو ودرول، يو بل کره بربنډ ننويستل، غلې او تماکو ورله کورونو کښې بربادول او د ګولو چلولو تاوان د خدائي خدمتګارو نه يو پۀ سل وصولول او مرکز ورانول د قيوم مشهورې کارنامې وې.

مرکز نيلام شو او يو ټهېکدار له ورکړے شو او چې ورانېدو نۀ نو ډائنامائټ ئې ورته کېښودل او دړې وړې ئې کړو. بنيادونه ئې هم ورله وکنستل چې نخښه ئې پاتې نۀ شي. دغه ورځو کښې د هري پور جېلخانه کښې ما يو نظم جوړ کړے ؤ چې د هغې يو شعر چې د مرکز پۀ حق کښې جوړ شوے ؤ دا دے:

مرکز ماتوي خدايه! ظالمان د مظلومانو

لښکر د ابابيلو کور پۀ کور راولېږه

(پۀ حواله د صبرجنګ /فضل الرحيم ساقي مخ شمېره نمبر57,58,59,60,61)

لنډه داچې مرکزعاليه سردرياب د باچاخان خوب ؤ، دغه خوب ته قيوم خان او مسلم ليګو اور ورته کړو او پۀ خپل نزد ئې ايرې کړو خو خوبونه نۀ مري مرکزعاليه نن هم دقام دتاريخي حافظې برخه ده . دباچاخان مرکز نه شيشم باغ کښې دباچاخان مزاره پورې د قامي وحدت فکر هغسې ژوندے دے. دمرکز عاليه نړوونکي پۀ دې نه وو پوهه چې دامرکز يو دګټو خښتو نه جوړه يوه وداني نۀ ده، ددې شاته يوه مفکوره ده، دغه مفکوره نن د باچاخانېزم پۀ نامه پېژندل کېږي.

دا هم ولولئ

لټون او تپاس د غني ارټ؛ بنيادي نکته – فېصل فاران

هر کله چې د غني خان د شاعرۍ ټولئيزه توکنه کوو او لنډه جائزه ئې …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.