‘پښتون’ رساله – ډاکټر محمد صادق ژړک

 

دا لیکنه د ‘پښتون’ د نويم کلن سفر پوره کېدو پۀ مناسبت د ښاغلي محمد صادق ژړک د کتاب ‘د فخرِ افغان ځانګړنې’، چې 2012ز کښې د ‘پښتو ادبي غورځنګ، کوئټه’ لۀ خوا چاپ دے، څخه واخستے شو.

‘پښتون’ چې د پښتون د ملي شعور پۀ راویښولو او حساسولو کښې کوم اغېز درلودلی، هغه به د نړۍ او انسان تر ژونده یاد او نمانځل کېدونکی وي.’ استاد اٰصف صمیم

باچاخان لکه څنګه چې دا حس کړې وه چې تر څو پورې پۀ خپل اولس کښې تعلیم عام نۀ کړي، پۀ علم ئې ذهنونه ورمنوّر نۀ کړي، تر هغې پورې دغه سپېځلی او ساده قام د پرمختګ پر لور نۀ شي روانېدلی. نو باچاخان د نورو کارونو تر څنګ دا لازمي وګڼله چې د دې قام د پوهولو لپاره د یوې رسالې یا اخبار اړتیا ده، نو ئې 1928ز کال کښې د ‘پښتون’ پۀ نامه رساله پۀ خپله پښتو ژبه پېل کړه. پۀ دې اړه د باچاخان د لارې مبارز شاعر او لیکوال ارواښاد عبدالخالق خلیق د شعر پۀ ژبه داسې راپېژني:

‘پښتون رساله

رساله چې میاشتنۍ وه د ‘پښتون’ 

د دې کال نه شوه جاري پۀ ښۀ مضمون 

چلوونکی د دې خان عبدالغفار ؤ 

او خادم صاحب د دې دوېم واکدار ؤ 

دې خدمت د وطن وکړو پۀ ښۀ شان 

هېر به نۀ کړي پښتانۀ دغه احسان’ 

عبدالخالق خلیق، زۀ او زما زمانه، 1968، مخ 64

تر دې وړاندې هم پۀ سیمه کښې اخبارونه او رسالې را ایستل شوې وې خو هغه وخت چې اخبارونه یا رسالې راوتلې، هغه به پۀ نورو ژبو چاپېدلې او ځینو به ئې تر څنګ د پښتو برخه هم لرله. پۀ دې اړه ‘د مېړني اولس ادبیات’ پۀ پاڼو کښې داسې وینو:

‘پۀ کال 1911ز کښې پۀ پېښور کښې پۀ پښتو ژبه یو اخبار ‘افغان’ پۀ خپلو خپرونو پېل وکړو. پۀ دې اخبار کښې پښتو لیکوالو خپلې مقالې او بدیعي اثار چاپول. راحت زاخیلي ته هم بلنه ورکړل شوه چې پۀ دغه اخبار کښې برخه واخلي او مضمونونه ورته وليکي. دۀ هم بلنه ومنله او فعاله برخه ئې پۀ کښې واخستله او وروستو بیا پۀ خپله د ‘افغان’ مدیر شو.’

ګ.ف.ګېرسن، د مېړني اولس ادبیات، ژباړن: سرمحقق محمد اکبر معتمد شینواری، دوېم چاپ 2008ز، دانش خپرندویه ټولنه، مخونه 84-83

ګ.ف.ګېرس ‘د مېړني اولس ادبیات’ کتاب ډېر پۀ زړۀ پورې لیکلی او د ارزښت وړ کار ئې کړی دی خو پۀ دې برخه کښې ئې معلومات پۀ بشپړه توګه نۀ دي راوړي چې دغه اخبار چا او پۀ څو ژبو چاپېدو. پۀ دې باب استاد همېش خلیل یو څۀ زیات معلومات پۀ ‘پښتانۀ لیکوال’ کښې راوړي. نوموړی لیکي:

‘راحت صاحب پۀ 1910-11ز د پښتو پۀ وړومبي هفت روزه اخبار ‘افغان’ کښې د پښتو برخې مرتب کوونکی ؤ، د ‘افغان’ د بندېز نه پس څۀ وخت چې دوباره پنډت امرچند بموال جاري کړو نو بیا ئې هم راحت صاحب د پښتو برخې کاتب او مدیر ؤ. پۀ کال 1947ز کښې د هند د وېش نه پس امر چند بموال هند ته لاړو او اخبار راحت صاحب ته پاتې شو چې وروستو پۀ کال 1948ز کښې بند شو.’ همېش خلیل، پښتانۀ لیکوال، وړومبی ټوک،

درېم چاپ 2010ز، پېښور، مخ 61

لۀ دې پرته د پښتو ژبې منلی او تکړه لیکوال حبیب الله رفیع پۀ خپل اثر ‘پښتو خپرونې’ کښې پۀ دې باب داسې معلومات راکوي:

‘لومړی ځل د پېښور د ‘افغان’ پۀ جریده کښې د 1911ز کال پۀ شاوخوا کښې پښتو برخه پېدا کېږي او بیا پۀ ځینو نورو جریدو او مجلو لکه ‘افغان’ مجله، ‘سرحد’ مجله او نورو مجلو کښې د پښتو برخې راځي، څو چې پۀ 1928ز کال کښې باچاخان د ‘پښتون’ مجله ټوله پۀ پښتو راوباسي او بیا نو وخت پۀ وخت زیاتې پښتو خپرونې خپرېږي.’

حبیب الله رفیع، پښتو خپرونې، کابل، دولتي مطبع، 1997ز، مخ 2

د درې واړه لیکوالو پۀ حواله دا جوته ده چې ‘افغان’ جریده چې پۀ پېښور کښې پۀ پېښور کښې پۀ 1910 کال یا 1911 کال کښې پېل شوه، هغه پۀ اردو ژبه خپرېدله چې د پښتو برخې کار ئې د ارواښاد راحت زاخیلي لۀ غاړې ؤ. د پښتو ژورنالیزم او ادب پۀ بډاینه کښې دا یو ستر کار دی چې د پښتو ژورنالیزم پۀ برخه ئې ئې ستره ونډه لرلې ده، خو دا هم باید ووئیلی شي چې ‘افغان’ جریده پښتو خپرونه نۀ بلکې پښتو برخه ئې لرله. د ‘افغان’ جریدې تر څنګ ‘طلوع افغان’ اخبار چې لۀ قندهار څخه خپرېدو، د پارسي تر څنګ ئې د پښتو برخه لرله چې بیا وروستو پۀ 1311 کال 1932)ز( پۀ بشپړه توګه پۀ پښتو ژبه واوښت. پۀ دې باب پۀ ‘پښتو خپرونې’ کښې ښاغلی استاد حبیب الله رفیع داسې لیکي:

‘د ‘طلوع افغان’ جریدې لۀ پېل نه د پښتو لږه برخه درلوده او پۀ هره ګڼه کښې به ئې د پښتو نظم یا نثر خپرېدۀ، خو پۀ 1310 کال کښې ئې پښتو نیمائي ته ورسېده او د 1311 کال دورې لۀ لومړۍ نېټې څخه پښتو خپور شو او پۀ هېواد کښې ئې د پښتو د لومړنۍ بشپړې خپرونې ویاړ وګټۀ.’

حبیب الله رفیع، پښتو خپرونې، مخ 14

د یادونې وړ ده چې تر ‘پښتون’ اخبار یا مجلې را وروستو چې پۀ 1928ز کال کښې باچاخان راپېل کړو، بیا ‘طلوع افغان’ دوېم پښتو اخبار دی چې پۀ 1311 1932)ز( کښې پۀ پښتو واوښت، چې ‘پښتون’ د پښتو ژبې د خپرونې پۀ توګه تر ‘طلوع افغان’ تقریباً څلور کاله مشر پښتو اخبار دی.

باچاخان پۀ زندان کښې لا پۀ دې نتیجه رسېدلی ؤ چې د خلقو د بېدارۍ او د پوهولو د پاره باید پۀ خپله مورنۍ ژبه یو اخبار یا مجله راوباسو. نوموړي د دې لپاره 1924ز کال کښې هلې ځلې روانې کړې وې خو د وخت سرکار اجازت ورنۀ کړو. پۀ دې باب باچاخان پۀ خپله لیکي:

‘پۀ جېلخانو کښې ما د خپل قوم پۀ حالاتو باندې پۀ ښۀ شان سره غور کړی ؤ. زۀ پۀ دې نتیجه ورسېدم چې پۀ دنیا کښې هېڅ قوم بغېر د خپلې ژبې ترقي کولې نۀ شي او پۀ هغوي کښې علوم او فنون پېدا کېدی نۀ شي. ما دا اراده کړې وه چې ضرور به یوه رساله پښتو کښې د خپل قوم د پوهولو، د دنیا د حالاتو نه خبرولو او د خپلې ژبې رف ته د مائل کولو د پاره جاري کوم او د دې کوشش به هم کوم چې انجمن پۀ خپله ژبه کښې د بچو د پاره د ابتدائي تعلیم انتظام وکړي.

حقیقت دا دی چې دغه وخت پۀ پښتو ژبه کښې هېڅ نۀ وو او نۀ پښتو د چا یاده وه او پښتون قوم دومره ناپوهه نادانه ؤ چې دا خپله ژبه ورته سپکه ښکارېده او چې کوم قوم ته خپله ژبه سپکه شي نو هغه سپک شي او چې خپله ژبه ترې ورکه شي نو ورک شي. د راتلو سره ما دا دواړه خبرې انجمن ته پېش کړې. انجمن دې خبرو سره اتفاق وکړو لېکن د مالي مشکلاتو پۀ وجه پرې عملي قدم فوراً اخستلی نۀ شو. د رسالې ذمه واري ما پۀ خپل سر واخستله او عبدالاکبر خان او عبدالله شاه ته دا خبره حواله شوه چې د رسالې د جاري کولو د پاره اجازت نامه دې د حکومت نه واخلي. لېکن پۀ منځ کښې درې کاله تېر شو او هغوي د اجازت نامې د پاره یو درخواست قدرې هم ونۀ کړی شو. زۀ پوهه شوم چې بغېر زما نه دا کار نۀ شي کېدی او د 1927ز پۀ اخر کښې ما دې کار ته پۀ خپله ملا وتړله او دا کار مې پۀ خپل لاس کښې واخستو.

د اجازت نامې د پاره مې حکومت ته درخواست ورکړو، اجازت نامه مې حاصله کړه او پۀ 1928ز کښې مې د ‘پښتون’ پۀ نوم یوه رساله پۀ پښتو ژبه د اتمانزو نه جاري کړه. افسوس خو پۀ دې دی چې پښتون دومره لوی قوم دی او خدای ورله د نعمتونو او دولتونو ډک ملک ورکړی دی، نۀ د دۀ پۀ خپله ژبه کښې یوه رساله او نۀ یو اخبار شته، دا د پښتو ژبې اولنۍ رساله ده چې د پښتنو پۀ ملک کښې جاري شوه. پښتون قوم ډېر خراج دی لېکن دې قسم څیزونو باندې پېسې نۀ لګوي او پۀ دې قسم څیزونو خرڅ کولو سره ناشنا او نابلده دی. ډېرې پېس ما د خپل جېب نه پرې خرچ کړې. دې رسالې د پښتنو پۀ ښځو او نرو کښې یوه نوې زندګي پېدا کړه او دا رساله پۀ پښتنو کښې ډېره هر دلعزیزه شوه.’

عبدالغفار، زما ژوند او جدوجهد، جرمني، د افغانستان کلتوري ودې ټولنه، دوېم چاپ 2008ز، مخونه 334-332

ګ.ف ګېرس ‘د مېړني اولس ادبیات’ کتاب چې د لرو پښتنو ادبیاتو ته ځانګړی دی، پۀ ښه توګه ئې د دې سیمې د ادبیاتو ذکر کړی دی چې د ستائینې وړ کار دی. یو ځای د ‘پښتون’ مجلې پۀ باب کاږي:

‘د پېښور پۀ مطبوعاتو او خصوصاً د سرخپوشانو د وطن دوستۍ نه پۀ ډکو خپرونو کښې د پښتني مطبوعاتو باني ‘پښتون’ مجلې خاص مقام لرلو. پۀ دغه مجله کښې مترقي او منورو لیکوالو او سرتېرو شاعرانو ګډون کوۀ.’

ګ.ف ګېرس، د مېړني اولس ادبیات، مخ149

د دې مجلې یا اخبار پۀ باب تکړه خدائي خدمتګار ارواښاد عبدالمالک فدا د شعر پۀ ژبه داسې یادونه کوي:

‘بیا پۀ وطن ستا اقتدار دی 

تا نه ځارېږي موړ کۀ خوار دی 

زیات لۀ ختر ستا انتظار دی 

تنده سړه کړه لۀ روژه داره 

هر کله راشه! ‘پښتون’ اخباره! 

خدای دې ورک مۀ کړه! زمونږ غمخواره!’

‘د مېړني اولس ادبیات’، مخ 149

باچاخان ته لکه څنګه چې د پښتون قام د پرمختګ پۀ کار کښې ډېرې ستړې مخ ته پرتې وې، د پښتنو د بېدارۍ د پاره ئې ډېر څۀ کول غوښتل، نو دۀ دا هم غوښتل چې ‘پښتون’ مجله یو ذمه وار ملګري ته وسپاري چې هغه لۀ دۀ سره پۀ دې کار کښې همکاري وکړي. نو کله چې تکړه لیکوال او شاعر عبدالخالق خلیق خپله ډرامه ‘خدائي خدمتګار’ سټېج ته وړاندې کړه نو باچاخان د عبدالخالق خلیق ډرامې متاثره کړو او د ‘پښتون’ مجلې لپاره ئې غوره وګڼلو. پۀ دې اړه د ارواښاد عبدالخالق خلیق پۀ شعرونو کښې داسې وینو:

‘ما لیکلې پۀ پښتو یوه ډرامه وه 

‘خدائي خدمتګار’ ښه د دې نامه وه 

چې مقصود مې ؤ تحفه و باچاخان ته 

یوه ورځ کړه حواله فخرِ افغان ته 

بلې شپې ته دا ډرامه دوي واورېدله 

مقصود جان د بنو دوي ته واوروله 

ټولو خوښه دا ډرامه کړله بې شانه 

ووې ‘خان’ چې ډېر خوشحال شومه لۀ تا نه 

چې واپس شو تۀ ما ووینه ضرور 

زۀ به ستا پۀ لیدو ډېر شمه مسرور 

زر تر زره مونږ ته ستا دی ضرورت 

ستا د شان سره یو دے قومي خدمت 

عبدالخالق خلیق، زۀ او زما زمانه، مخونه 74-73

د هم دې شعر پۀ لمنلیک کښې خلیق صاحب لیکي:

‘دا ډرامه ما پۀ 1930ز کال کښې د فخرِ قوم صاحب پۀ خواهش لیکلې وه او د زیارت کاکاصاحب پۀ کلي کښې خدائي خدمتګارو پۀ سټېج ښودلې وه. د دې ډرامې هیرو زما کشر ورور عبدالمالک ؤ. باچاخان چې زما دا ادبي کارنامه ولیده نو فېصله ئې وکړه چې د ‘پښتون’ اخبار د پاره دا سړی موزون معلومېږي نو پۀ دې غرض ئې ما ته بلنه راکړه.’

د خلیق صاحب کتاب ‘زۀ او زما زمانه’ د هغې دورې یو بشپړه تاریخ دی چې د شعر پۀ ژبه لیکلی شوی دی. د مجلې پۀ باب ئې هم هر څۀ د شعر پۀ ژبه لیکلي دي. دلته کۀ زۀ پۀ تفصیل کښې ځم نو لۀ خپلې موضوع څخه ووځم؛ نو د خبرو لۀ اوږدوالي څخه ډډه کوم ځکه چې ‘پښتون’ مجله یوې ځانګړې څېړنې ته ارزښت لري. کۀ چرې ژوند وفا وکړه، زۀ به بشپړه څېړنه ورباندې کوم.

خو د ‘پښتون’ د اجراء پۀ باب به دومره ووایم چې د پښتنو پۀ څرګند تاریخ کښې ‘پښتون’ مجله لومړنۍ خپرونه ده چې پۀ بشپړه توګه پۀ پښتو ژبه خپرېږي. خو د باچاخان یوه ځانګړنه دا وه چې دوي لۀ اتمانزو څخه چې هغه یو کلی یا بانډه وه، رساله پېل کړه. د رسالې د ارزښت اندازه مونږ او تاسو لۀ دې لګولې شو چې هغه پۀ هغو شرائطو کښې لۀ یوې بانډې څخه پۀ ګڼ تیراژ کښې یوه رساله چې اخر ئې تر شلو زرو پورې ګڼې چاپ کېدلې او شل زره اخستونکي ئې ځان ته پېدا کړل. پۀ دې اړه د خلیق صاحب یو شعر د حوالې پۀ توګه راوړم:

‘وړومبنۍ پرچه د مۍ کړه مونږ تیاره 

پۀ صوبه کښې مو خوره کړه څو هزاره’ 

عبدالخالق خلیق، زۀ او زما زمانه، مخ 75

لوی استاد ارواښاد علامه عبدالحئ حبیبي د ‘پښتون’ مجلې پۀ باب خپل نظر پۀ دې ډول وړاندې کوي:

‘د خدائي خدمتګار رسمي ترجمان یوه پښتو مجله وه چې د اتمانزو څخه پۀ پښتو خپرېده. دې مجلې پښتو ادب ته ډېر ښۀ خدمتونه وکړل. پۀ پښتو کښې د ساده نثر لیکنو او اصلاحي او سیاسي شعر لیکلو ور ئې پرانست او ځینې اصلاحي ډرامې ئې هم پۀ پښتو ادب کښې زیاتې کړې. د دې مجلې پۀ لیکلو کښې پۀ خپله خان عبدالغفار خان یو بهترین ساده لیکونکی او سیاسي او اصلاحي لیکوال ګڼل کېږي چې علاوه پر سیاسي تاریخ د پښتو پۀ ادبي تاریخ کښې هم مهم ځای لري.’

علامه عبدالحئ حبیبي، د پښتو ادب لنډ تاریخ، قندهار، علامه رشاد خپروندویه ټولنه، 2008ز، مخ 209

استاد اٰصف صمیم د ‘پښتون’ مجلې ارزښت پۀ دې ټکو کوي:

‘”پښتون” مجله د پښتو صحافت، پښتون ثقافت او قامي سیاست پۀ اسمان کښې د هغه ځلاند ستوري نوم دی چې پلوشې ئې د یوۀ ستر پښتون او ریښتیني انسان د افکارو لۀ نمره خپرې دي. فخرِ افغان باچاخان ‘پښتون’ د خپلې قامي مبارزې د تودې مورچې بۀ توګه څۀ باندې نیمه صدۍ توده وساتله. ‘پښتون’ چې د پښتون د ملي شعور پۀ راویښولو او احساسولو کښې کوم اغېز درلودلی دی، هغه به د نړۍ او انسان تر ژونده یاد او نمانځل کېدونکی وي.’

اٰصف صمیم، د ‘پښتون’ درېم راژوندیتوب، پېښور، ‘پښتون’ مجله، جنوري 2006ز، مخ 73

د یادونې وړ ده چې باچاخان به دغه رساله چا ته مفته هم نۀ ورکوله. هر چا به دغه رساله پۀ پېسو اخستله. اوس کۀ مونږ ننني پرمختللي دور ته ګورو او خپل چاپېریال پۀ نظر کښې وساتو نو پۀ لر او بر افغان وطن کښې د پښتو ژبې یوه داسې رساله یا اخبار نشته چې د هغۀ تیراژ دې شل زره وي. د ‘پښتون’ مجلې پۀ باب درې ځانګړنې رامنځ ته کېږي ـــ یوه دا چې دا مجله لۀ یوې بانډې څخه راوتله، بله دا چې د شل زرو پۀ تیراژ کښې چاپېدله او درېمه ځانګړنه ئې دا وه چې دغه مجله پۀ پښتو ژبه چاپېدله؛ ځکه باچاخان ته د ژبې ارزښت جوت ؤ چې یو قام لۀ خپلې ژبې پرته پۀ بله ژبه کښې پرمختګ نۀ شي کولی. اوس مونږ وئیلی شو چې باچاخان لومړنی افغان دی چې پۀ لومړي ځل ئې پۀ 1928ز کښې پۀ پښتو ژبه یوه خپرونه د ‘پښتون’ پۀ نامه خپره کړه او د پښتو ژورنالیزم د پلار ویاړ ئې وګټلو او د پښتو ادب او ژورنالیزم پۀ تاریخ کښې د پښتو ژورنالیزم د بابا ځانګړنه ور پۀ برخه شوه. د دې سکالو پۀ پای کښې د ارواښاد عبدالمالک فدا یو نظم راوړم چې ‘پښتون’ اخبار ته ئې لیکلی دی:

‘چې راژوندی شو دوباره ‘پښتون’ اخبار پښتونه! 

بیا پۀ همځولو کښې شو ستا د سیالۍ وار پښتونه! 

لکه پښتون ستا د عزت دی ذمه وار پښتونه! 

داسې بل نشته پۀ دنیا کښې ستا غمخوار پښتونه! 

ښائسته رنګین دي مضامین د سالکان پکښې 

د پاکو خلقو پکښې تل کېږي دیدار پښتونه! 

د ادب ټوله خزانه پۀ کښې موندې شي ځکه 

چې ادیبان درته خواږۀ لېږي اشعار پښتونه! 

رنځ د نفاق به دې شي ورک د اتفاق پۀ دوا 

تل پرې جوړېږي د زخمي زړونو پرهار پښتونه! 

داسې بل تا سره کوم یو اخبار دوستي کړې ده؟ 

لکه ‘پښتون’ چې شو څو ځله تا نه ځار پښتونه! 

تۀ چې د جېل تورو تمبو ته شې دننه چرې 

لۀ تا نه مخکښې ‘پښتون’ وخېژي پۀ دار پښتونه! 

چې تۀ بهر شې ګېر چاپېره لۀ تا ګرځي مدام 

پۀ کور بهر درسره تل دی څوکیدار پښتونه! 

‘ملاپ’، ‘شهباز’ او ‘ټریبون’ کښې دنیا ټوله ګورې 

خو د خپل ملک د حاله نۀ شوې خبردار پښتونه! 

پۀ یو پنجاب کښې روزانه چې څو اخباره ووځي 

تۀ به هفته کښې د هغو ونۀ کړې شمار پښتونه! 

ستا یو ‘پښتون’ چې پۀ لسمه ورځ پۀ مخ ولګي 

څټ ورته کوږ کړې وارخطا شي درنه لار پښتونه! 

سول پۀ دوه انې د ورځې درته ښکاري ارزان 

دوه پایې ورځ د ‘پښتون’ خرڅ وي پۀ تا بار پښتونه! 

کۀ دې ‘پښتون’ اخبار ژوندی کړو ستا ژوندون دی پکښې 

د ‘پښتون’ مرګ سره خپل وشماره تیار پښتونه! 

تر هغې وخته پورې نۀ رژي ارمان د فدا 

چې شپږ لکهه پوره نۀ شي خریدار پښتونه! 

ج

عبدالمالک فدا، دیوانِ فدا، 1972ز، مخونه 109-108

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …