د خان عبدالولي خان ژوند ته يوه سرسري کتنه – مشتاق مجروح يوسفزے

خان عبدالولي خان چې د پاکستان پۀ سياست کښې کوم مقام حاصل کړے دے هغه تر اوسه پۀ پاکستان کښې بل هېڅ يو سياسي ليډر نۀ دے حاصل کړے. خان عبدالولي خان د خپل پلار فخر افغان د سياسي لارې هغه لاروے دے چې پۀ خپل سياسي سفر کښې د بې شمېره خنډونو سره مخ شوے دے او پۀ خپله لوړه حوصله، بلند همت او بې پناه سياسي بصيرت ئې هغه خنډونه لرې کړي او مخکښې تللے دے.

پۀ پاکستان کښې د بنيادي انساني حقونو او د جمهوريت د پاره د ولي خان کړې هلې ځلې د هېچا نه پټې پناه نۀ دي. بې شمېره ځله جېل ته تللے او د وخت د امرانو حاکمانو د لاسه بېشانه کړېدلے او ځورېدلے دے ولې تر مرګه هېڅ يو ظالم او جابر پۀ دې کښې کامياب شوے نۀ دے چې هغه د خپلې لارې واړوي. د پاکستان پۀ سياست کښې اکثر سياسي خلق څۀ نا څۀ داغدار شوي دي ولې د پښتنو د دې نر ليډر لمن د هر قسمه داغ نه بېخي پاکه ده. د حکومت له خوا پرې قسم قسم الزامونه لګېدلي دي خو حقيقت دا دے چې دغه الزام لګونکي چرې هم پۀ خپل مقصد کښې کامياب شوي نۀ دي.

داسې پښتون به نۀ وي چې خان عبدالولي خان به نۀ پېژني يا به د هغۀ د سياسي کارنامو نه ناخبره وي. مونږ د ګرانو لوستونکو پۀ علم کښې د هغوي متعلق د نورې اضافې کولو پۀ غرض د هغوي د ژوند او د سياسي هلو ځلو متعلق کوټلي او پوره معلوماتو وړاندې کولو يو کوشش کوو.

پېدائش : د پښتون سياست د اسمان دا ځلنده نمر پۀ دسمبر کال 1915 کښې د فخر افغان عبدالغفار خان پۀ کور کښې د چارسدې ضلعې پۀ اتمانزو کلي کښې وځلېدو. د دوي د مور نوم مهرقنده وه چې د رځړو د يار محمد خان لور وه او باچا خان سره ئې وادۀ پۀ کال 1912 کښې شوے وۀ. د باچا خان مشر زوے عبدالغني خان پۀ 1913کښې پېدا شوے وۀ. د ولي خان نه پس د هغۀ خور پۀ کال 1917 کښ پېدا شوې وه. پۀ کال 1918کښې د خان عبدالولي خان مور بي بي د انفلوئنزا پۀ وبا وفات شوه. د باچا خان د خپلې وېنا مطابق چې کله د عبدالولي خان مور بي بي وفات کېده نو هغه وخت عبدالغني خان د پينځو کالو، عبدالولي خان د درې کالو او د هغوي خور مهرتاجه د يو کال وه.

خان عبدالولي خان پۀ خپل کتاب Facts are Facts کښې خپل د پېدائش کال 1917 ليکلے دے کوم چې صحيح نۀ ښکاري. ځکه چې پۀ کومه وبا کښې د عبدالولي خان مور بي بي وفات شوې وه د هغې وبا کال باچا خان 1918 ياد کړے دے او دغسې ولي خان خپله هم پۀ خپل کتاب کښې دغه کال 1918 يادوي. لکه چې اګاهو ذکر وشو د دغې وبا پۀ ذکر کښې باچا خان د غني خان د ناجوړتيا ذکر کوي او کله چې ئې مور وفات کېږي نو د درې واړو بچو عمرونه هم ښائي. اوس کۀ د ولي خان ورکړے د پېدائش کال 1917 صحيح ومنو او ورسره دا خبره هم چې د هغوي مور پۀ 1918 کښې وفات شوې وه نو د ولي خان د خور مهرتاجې عمر پۀ 1918 کښې د مور د وفات پۀ وخت څنګه يو کال کېدے شي؟ ځکه نو صحيح خبره دا ده چې د باچا خان وړومبے ځوے عبدالغني خان د وادۀ نه کال پس پۀ 1913 کښې، خان عبدالولي خان پۀ 1915کښې او مهر تاجه پۀ 1917کښې پېدا شوې وه. ممکنه ده چې پۀ سکول کښې د داخلولو پۀ وخت د ولي خان د پېدائش کال 1917 درج کړے شوے وي او ولي خان د هغې پۀ بنياد وئيلي وي.

تعليم : ولي خان د خپل ابتدائي تعليم حاصلولو د پاره د باچا خان پۀ شروع کړي “ازاد هائي سکول اتمانزو” کښې پۀ کال 1921 کښې داخل کړے شو. پۀ دغه سکول کښې به ډرامې هم کېدلې. ولي خان پۀ وړومبي ځل پۀ کال 1927 کښې د عبدالاکبر خان اکبر پۀ مشوره پۀ سټېج ډرامه “درې يتيمان” کښې د مشر ورور کردار ادا کړو. پۀ کال 1929 کښې ولي خان پۀ خدائي خدمتګار تحريک کښې حصه اخستل شروع کړل. د مۍ پۀ مياشت کال 1930کښې چې د پېرنګيانو حکومت پۀ اتمانزو کلي کومه حمله کړې وه پۀ هغې کښې ولي خان د يو پېرنګي سپاهي د لاسه د قتل کېدو نه بچ شو.

اعلي تعليم : پۀ کال 1931کښې د اعلي تعليم د پاره ډېره دون (يو پي) هندوستان ته ولېږلے شو. دغه سکول به د ائرلېنډ حکومت چلولو. پۀ کال 1933 کښې ولي خان د دغه سکول نه د سينيئر کېمبرج ډګري واخسته خو د سترګو د بيمارۍ له وجې ئې نور تعليم جاري ونۀ ساتلے شو. پۀ هم دغه کال د ډېره دون هندوستان نه واپس کلي ته راغلو او د کور ذمه واري ئې پۀ خپل سر واخسته ځکه چې دغه ورځو کښې باچا خان د پېرنګي حکومت له خوا پۀ جېل کښې بندي ؤ.

د ګاندهي جي پښتونخوا ته راتګ: پۀ کال 1938 کښې چې ګاندهي جي د سرحد پۀ دوره راغلے ؤ نو ولي خان ورسره پۀ ټولو علاقو ګرځېدلے ؤ او د هندوستان دغې لوے هستۍ سره د نزدې پاتې کېدو او خبرو اترو لويه موقع پۀ لاس ورغلې وه.

د سياسي ژوند شروع: هسې خو خان عبدالولي خان د يوې سياسي کورنۍ فرد ؤ، سياست د هغۀ پۀ خټه کښې اغږلے شوے ؤ خو پۀ باقاعده ډول پۀ کال 1942 کښې هغۀ خپل سياسي ژوند شروع کړو او پۀ خپل کلي کښې د خدائي خدمتګار جرنېل زيارتي کاکا پۀ لاس پۀ خدائي خدمتګار تحريک کښې د رضاکار پۀ حېثيت برتي شو. هم پۀ دغه کال سالار اعظم امين جان د فدا محمد او ماسټر عبدالکريم سره د کوهاټ ضلعې پۀ دوره ولېږلو چې د دغې علاقې خلق د حکومت خلاف رابېدار کړي.

وړومبۍ ګرفتاري: پۀ کال1943 کښې خان عبدالولي خان پۀ وړومبي ځل حکومت د سول نافرمانۍ د کوشش کولو پۀ وجه ګرفتار کړو او د اېف سي ار لاندې ئې درې کاله قېد کړو او ډېره اسماعيل خان جېل ته ئې ولېږلو.

د ټکټ اخستو نه معذرت: پۀ کال 1945 کښې د کانګرس صوبائي پارلېماني بورډ يوه فېصله وکړه چې ولي خان د سرحد Imperial Legislative Council د سيټ د پاره ودروي ولې هغوي معذرت وکړو او د دوي مشر ورور عبدالغني خان ته دغه ټکټ ورکړے شو. پۀ کال 1946 کښې بيا دغه ټکټ ولي خان ته د ورکولو فېصله وشوه خو ولي خان معذرت وکړو او وې وئيل چې زۀ ډېر کم عمره يم او دا د مشرانو ليډرانو د پاره دے.

د ال انډيا کانګرس ممبرشپ: پۀ کال 1947 کښې ولي خان د ال انډيا کانګرس رکن شو او د صوبه سرحد د کانګرس جائنټ سېکرټري منتخب شو او تر پاکستان جوړېدو پورې پۀ دغه عهده پاتې شو.

وادۀ: پۀ کال 1944 کښې خان عبدالولي خان د خپلې ترور د لور تاجو سره وادۀ وکړو. دغه وخت د دوي عمر 29 کاله ؤ.

بيا ګرفتارېدل: پۀ کال 1948 کښې ولي خان د پاکستان جوړېدو مخالفت او د پښتونستان جوړولو پۀ “تور” کښې د خپل پلار او نورو ډېر خدائي خدمتګارو سره ګرفتار کړے شو. جائيداد ئې ضبط شو او د نامعلومه وخته پورې هري پور جېل ته ولېږلے شو.

وړومبے اولاد: پۀ اتلسم مارچ کال 1945 کښې د ولي خان لور نسرين بي بي پېدا شوه.

دوېم اولاد: د ولي خان دوېمه لور پروين بي بي پۀ فروري 1947 کښې پېدا شوه.

د ټبر وفات او درېم اولاد: پۀ څوارلسمه فرورۍ 1949 کښې د ولي خان دوه غبرګوني بچي پېدا شو. يو بچے اسفنديار ولي خان ژوندے پاتې شو او بل ماشوم او ټبر ئې وفات شُو. دغه وخت ولي خان د جېل نه پۀ پېرول ازاد کړے شوے ؤ. د اسفنديار خان پالنه نيا (د مور مور) وکړه.

د مچ جېل ته تلل: پۀ کال 1949 کښې د هري پور جېل نه د مچ جېل ته بدل کړے شو.

سبي جېل ته منتقلي: پۀ کال 1950 کښې ولي خان سره د قاضي عطاالله سبي جېل ته منتقل کړے شو.

د کوئټې جېل ته: پۀ مارچ 1951 کښې د کوئټې جېل ته ولېږلے شو ځکه چې ناجوړه شوے ؤ.

دوباره هري پور جېل ته تلل: پۀ کال 1952 کښې بيا هري پور جېل ته بدل کړے شو. چې بيا وروستو هم پۀ هغه کال د هري پور نه ډېره اسماعيل خان جېل ته ولېږلے شو.

پۀ اتم دسمبر 1952 د کمشنر مقرر قېد پۀ ډېره اسماعيل خان کښې پوره شو. ولي خان فېډرل کورټ ته د جېل نه د ازادېدو د پاره درخواست وکړو ځکه چې دوي حکومت بې د څۀ مقدمې او بغېر د څۀ ټاکلي وخت نه پۀ جېل کښې ساتلي وو. پۀ دغه دوران کښې ډېر خدائي خدمتګاران مړۀ شوي وو چې يو پۀ کښې قاضي عطاالله هم ؤ.

پۀ کال 1953 د مارچ پۀ مياشت کښې بيا د هري پور جېل ته منتقل کړے شو او اخر پۀ څوارلسم نومبر 1953 ازاد کړے شو.

دوېم وادۀ : خان عبدالولي خان د مردان د مشهور خدائي خدمتګار امير محمد خان د لور نسيم بي بي سره پۀ 22 نومبر کال 1954کښې وادۀ وکړو. دغه وخت باچا خان پۀ خپله صوبه بند ؤ نو ډولۍ د اټک رېسټ هاؤس ته يوړې شوه او نکاح ورله خپله باچا خان وتړله. هم پۀ دغه کال ولي خان د شاهي باغ کور پۀ ښۀ طريقه جوړ کړو.

د وزارت نه انکار: ولي خان يو ځل بيا پۀ سياست کښې قدم کېښود. د هغه وخت وزيراعظم محمد علي بوګره د ولي خان نه ډېر متاثره شوے ؤ ځکه نو ورته ئې پۀ وفاق کښې د يو وزارت پېشکش وکړو خو دوي ئې د قبلولو نه انکار وکړو. وروستو بيا دغه پېشکش ورته سکندر مرزا هم وکړو ولې د هغې نه ئې هم چوټ انکار وکړو.

د ون يونټ خلاف جدوجهد: کله چې د ون يونټ نظام وضع شو نو د هغې د ماتېدو د پاره باچا خان کوششونه شروع کړل، پۀ دغې جدوجهد کښې ولي خان هم د بابا سره ملګرے ؤ.

نېشنل عوامي پارټي کښې شموليت: ولي خان د خپل پلار باچا خان او نورو قام پرستو پۀ 1956 کښې جوړه کړے شوې پاکستان نېشنل پارټۍ کښې شموليت اختيار کړو. پۀ دې پارټۍ کښې د جي اېم سيد سندهـ محاذ، د خان عبدالصمد خان ورور پښتون، د حېدربخش جتوئي هاري کمېټي، د شهزاده عبدالکريم استمان ګل او د ميا افتخار الدين ازاد پاکستان پارټۍ شاملې وې. چې بيا وروستو پۀ کال 1957 کښې د عوامي ليګ دوه ځايه کېدو نه پس مولانا عبدالحميد بهاشاني ورسره هم ملګرے شو او د پارټۍ نوم نېشنل عوامي پارټي غوره کړے شو.

ګرفتاري: پۀ کال 1958 کښې چې ايوب خان مارشل لا ولګوله نو ټولې سياسي پارټۍ ئې نا اهله وګرځولې او زيات سياسي ليډران ئې ګرفتار کړل. ولي خان هم ګرفتار کړے شو.

د نېشنل عوامي پارټۍ صوبائي صدارت: د عوامي نېشنل پارټۍ صوبائي صدر ارباب سکندر خان خليل ؤ او هغه دغه ورځو کښې پۀ صوبه کښې نۀ ؤ نو ولي خان د پارټۍ صوبائي صدر مقرر شو. هم پۀ دغه کال ولي خان د ايوب خان د مارشل لا خلاف پۀ ټوله صوبه کښې وګرځېدو او د مارشل لا خلاف ئې يو تحريک شروع کړو چې د نېشنل عوامي پارټۍ قېد شوي مشران خوشي کړي او پۀ خپل دغه کوشش کښې کامياب شو. پۀ کال 1964 کښې ولي خان پۀ صدارتي انتخاباتو کښې د ايوب خان پۀ مقابله کښې د قائد اعظم د خور فاطمه جناح ملګرتيا وکړه. پۀ دې الېکشن کښې فاطمه جناح پۀ پښتونخوا صوبه کښې د الېکشن کمپېن چلولو ذمه واري هم دوي ته وسپارله. ايوب خان پۀ دغه انتخاباتو کښې هره ناجائزه حربه استعمال کړه او نتيجه دا شوه چې ايوب خان صدر منتخب شو.

د نېپ مرکزي صدارت: پۀ جون 1968کښې ولي خان د مولانا بهاشاني پۀ ځاے د نېشنل عوامي پارټۍ مرکزي صدر منتخب کړے شو ځکه چې مولانا بهاشاني پۀ صدارتي الېکشن کښې د ايوب خان مرسته کړې وه.

ګرفتاري: پۀ کال 1968 کښې پۀ ديارلسم نومبر ولي خان پۀ پېښور کښې پۀ ايوب خان د قاتلانه حملې پۀ جرم کښې ګرفتار کړے شو او ساهيوال جېل ته ولېږلے شو. چې پۀ مارچ 1969 کښې پرېښودے شو.

د ون يونټ ماتول: د ولي خان پۀ کوششونو جنرل يحيي خان پۀ 1969 کښې ون يونټ مات کړو او بلوچستان ته د يوې نوې صوبې حېثيت ورکړے شو.

قومي او صوبائي سيټونه ګټل: د 1970 پۀ عام انتخاباتو کښې ولي خان د چارسدې نه د خپلې حلقې نه د قامي او صوبائي اسمبلۍ دواړه سيټونه د نېشنل عوامي پارټۍ پۀ ټکټ وګټل.

مشرقي پاکستان ته تلل: پۀ کال 1970 کښې ولي خان وړومبے سياست دان ؤ چې د مشرقي پاکستان د سېلاب ځپلو او قات ځپلو سره د غمرازۍ ښکاره کولو د پاره هلته لاړو. پۀ واپسۍ کښې د کراچۍ پۀ ائير پورټ د يو سوال پۀ جواب کښې ولي خان ووئيل چې “زما پۀ خيال پۀ دې انتخاباتو کښې به عوامي ليګ 90 او 95 فيصد سيټونه ګټي” نو يو ډېر سينئير صحافي پۀ دې خبر د تبصرې پۀ وخت ووئيل ” شايد چې د ولي خان دا وړومبے غېر ذمه دارانه بيان دے”. خو چې کله د انتخاباتو نتيجې اعلان شوې نو پۀ 162 کښې 160 سيټونه عوامي ليګ ګټلي وو.

د بهټو ولي باغ ته راتلل: پۀ 1971 کښې ذوالفقار علي بهټو پېښور ته راغے او ولي خان سره ئې ملاقات وکړو چې د عوامي ليګ خلاف د هغوي اعتماد حاصل کړي خو ولي خان ورته صفا انکار وکړو او ورته ئې ووئيل چې د دې خبرو ځاے اسمبلي ده. بهټو صېب ولي خان ته ووې کۀ تۀ زما ملګرتيا نۀ کوې نو زۀ به د اسمبلۍ د اجلاس نه بائيکاټ وکړم. ولي خان هغه د دې د نقصاناتو نه خبر کړو او ورته ئې ووې چې دا به د پاکستان د ختمولو اغاز وي.

پۀ هم دغه کال ولي خان د علاج د پاره لندن ته لاړو. خو هم پۀ دغه کال د يحيي خان پۀ وېنا د لندن نه واپس راغے او نېغ ډاکې مشرقي پاکستان ته لاړو. د ولي خان پۀ مشرۍ کښې نېشنل عوامي پارټۍ پۀ مشرقي پاکستان کښې فوځي مداخلت غلط وګرځولو. او ولي خان پۀ کوششونو شېخ مجيب الرحمان مذاکراتو ته تيار شو خو دې پله يحيٰي خان او د هغۀ مشيرانو د فوجي اپرېشن اجازت ورکړو. دغې اقدام سره حالات ډېر خراب شو او نتيجه ئې دا شوه چې پۀ اوولسم دسمبر 1971 مشرقي پاکستان زمونږ نه لاړو. پۀ شلم دسمبر يحيٰي خان استعفٰي ورکړه او حکومت ئې بهټو صېب ته وسپارۀ. د دې نه اګاهو پۀ شپږويشتم نومبر يحيي خان پۀ نېشنل عوامي پارټۍ بندېز لګولے ؤ.

بهټو سره معاهده: ولي خان د نوي مارشل لا اېډمنسټرېټر ذوالفقار علي بهټو سره يوه معاهده وکړه چې ورته Tripartite Agreement وئيلے شي. د دې پۀ بنياد به بهټو صېب د ملک نه مارشل لا لرې کوي او د جمهوريت راوستو کوشش به کوي او دې سره سره به د نېشنل عوامي پارټۍ نه پابندي ختموي او سرحد او بلوچستان کښې به د جمعيت العلماء سره به شريک حکومتونه جوړوي.

د اپوزيشن ليډري: پۀ کال 1973کښې خان عبدالولي خان د يونائټډ ډېموکرېټک فرنټ مشر او د بهټو د حکومت خلاف پۀ قامي اسمبلۍ کښې د اپوزيشن ليډر وټاکلے شو.

د لياقت باغ واقعه: پۀ کال 1973 کښې پۀ لياقت باغ کښې د ولي خان پۀ مشرۍ کښې جلسه وه چې د بهټو د حکومت لۀ خوا پرې حمله وشوه ډېر کسان پۀ کښې شهيدان شو. ولي خان پۀ دغه موقعه بچ شو.

د 1973 آئين : پۀ مارچ 1973 کښې ولي خان د بهټو صېب سره د 1973 پۀ ائين جوړولو کښې مرسته وکړه.

د شېرپاؤ پۀ قتل کښې ګرفتاري: پۀ کال 1975 کښې د فرورۍ پۀ اوومه نېټه د سرحد ګورنر حيات محمد خان پۀ يو بم چاودنه کښې مړ شو. د هغۀ د قتل تور پۀ ولي خان او نېشنل عوامي پارټۍ ولګولے شو. پۀ اتمه فرورۍ ولي خان هغه وخت ګرفتار کړے شو چې کله دوي د حيات محمد خان شېرپاؤ جنازه کښې د شرکت کولو د پاره د لاهور نه پېښور ته راروان وو. وړومبے د پنډۍ جېل ته بيا ساهيوال جېل ته او پۀ اخر کښې حېدر اباد جېل ته ولېږلے شو.

پۀ نېشنل عوامي پارټۍ بندېز: پۀ کال 1975 کښې پۀ لسمه فرورۍ پۀ نېشنل عوامي پارټۍ بندېز ولګولے شو. دفترونه ئې بند او رېکارډ ئې وسوزولے شو. پۀ جون کښې د خان عبدالولي خان خلاف يو رېفرنس سپريم کورټ ته ولېږلے شو چې پۀ دې پارټۍ او د دې پۀ کار کوونکيو باندې بندېزونه ولګوي. د دې د پاره پۀ ولي خان بېشمېره کېسونه جوړ کړے شي چې پۀ کښې مشهور کېس د حېدراباد واله کېس ؤ. پۀ کال 1976 کښې ولي خان سپريم کورټ ته د خپل کېس پۀ سلسله کښې بوتلے شو.

د ضياء الحق مارشل لا: پۀ کال 1977 کښې جرنېل ضياء الحق مارشل لا ولګوله. هغۀ د ولي خان سره پۀ حېدراباد جېل کښې ملاقات وکړو. ولي خان پۀ دسمبر 1977کښې د جېل نه ازاد کړے شو.

اېن ډي پي کښې شموليت: خان عبدالولي خان د شېرباز مزاري پۀ نېشنل ډېموکرېټک پارټۍ کښې شموليت اختيار کړو، هغوي ورته د صدارت پېشکش وکړو خو دوي ونۀ منله.

د ضياء الحق مخالفت: د الېکشن د وعدې نه د وروستو کېدو له وجې ولي خان د ضياء الحق مخالفت شروع کړو.

د اېم ار ډي تحريک: پۀ فرورۍ 1981 کښې د ضياء حکومت خلاف يو تحريک د Movement for the Restoration of Democracy شروع کړے شو.. پۀ دې کښې ډېرې پارټۍ شاملې وې. ولي خان د دې وړومبے کنوېنر مقرر کړے شو.

د اېن ډي پي صدارت: پۀ 1984 کښې د اېن ډي پي صدارت ور پۀ غاړه شو. هم پۀ دغه کال د مېرمن نسيم سره کابل ته د باچا خان ملاقات له لاړو.

د کانګرس پۀ سل کليز تقريب کښې ګډون: پۀ شپږويشتم دسمبر 1984 کښې ولي خان د باچا خان سره د کانګرس د سل کليز تقريب د پاره هندوستان ته لاړو.

عوامي نېشنل پارټي: پۀ 1986 کښې عوامي نېشنل پارټي جوړه کړې شوه چې اولنے صدر ئې ولي خان مقرر کړے شو.

رښتيا رښتيا دي: پۀ 1987 کښې د ولي خان مشهور کتاب مارکيټ ته راغلو. هم پۀ دغه کال پۀ دوېم ځل د عوامي نېشنل پارټۍ صدر منتخب شو.

پۀ کال 1988 کښې پۀ ولي خان فاروق قرېشي اردو کښـې د ولي خان او قراردار پاکستان پۀ نوم يو کتاب وليکلو. پۀ هم دغه کال عوامي نېشنل پارټۍ پۀ عام انتخاباتو کښې پۀ الېکشن کښې برخه واخسته. ولي خان پۀ دې انتخاباتو کښـې صوبائي سيټ بائيلو ولې د قامي اسمبلۍ سيټ ئې وګټلو.

د شېرپاؤ سره شريک حکومت: پۀ 1988 کښې عوامي نېشنل پار‌ټۍ پۀ صوبه سرحد کښې د پاکستان پيپلز پارټۍ سره شريک حکومت جوړ کړو.

د بابا وفات: پۀ 1988 کښې پۀ شلمه جنورۍ د ولي خان پلار او د پښتنو ستر قامي مشر فخر افغان خان عبدالغفار خان وفات شو.

پۀ انتخاباتو کښې ناکامي: پۀ کال 1990 کښې خان عبدالولي خان پۀ وړومبي ځل د مولانا حسن جان پۀ مقابله کښې پۀ انتخاباتو کښې ناکام شو. هم پۀ دغه کال دوي سياست ته پۀ مخه ښه ووې.

پۀ 1991کښې ولي خان د عوامي نېشنل پارټۍ رهبر تحريک مقرر کړے شو.

دوېم کتاب: پۀ مارچ 1993 کښې د ولي خان دوېم کتاب “باچا خان او خدائي خدمتګاري” وړومبے ټوک چاپ شو. پۀ کال 1994 کښې ئې دوېم ټوک چاپ شو.

اخري خطاب: پۀ مۍ 1998 کښې د جهانګيري پۀ مقام د کالا باغ ډېم جوړولو خلاف پۀ يوه جلسه کښې ولي خان خپل اخري خطاب وکړو. هم پۀ دغه کال د “باچا خان او خدائي خدمتګاري” نومې کتاب درېم جلد چاپ شو او پۀ 1999 کښې د “باچا خان او خدائي خدمتګاري” څلورم جلد چاپ شو.

پۀ 2004 کښې د ولي خان د وړومبي کتاب “رښتيا رښتيا دي” انګرېزي ترجمه Facts are Facts چاپ شو.

پۀ مارچ 2005 کښې ولي خان ناروغه شو او پۀ شپږويشتمه جنورۍ کال 2006 سحر پينځلس منټه د پاسه اووۀ بجې وفات شو. د ولي خان د وصيت مطابق د چارسدې مشهور مولانا صاحب حق ئې د جنازې مونځ ادا کړو او پۀ اوويشتمه جنورۍ ماښام پۀ ولي باغ کښې خاورو ته وسپارلے شو.

نوټ: دا مضمون څو کاله اګاهو خداے بخښلي مجروح صېب “پښتون” لپاره ليکلے ؤ چې اداره ئې د باباګانو د تلين پۀ موقع يو ځل بيا پۀ خصوصي ګڼه کښې ستاسو پۀ خدمت کښې وړاندې کوي.