“قوم” “ولي” او “د فکر ملغلرې” – م.ر.شفق

مونږ د ګران محمد رشتين ولي خټک، محمد علي بخت ناک خټک، دمساز خټک، انجينئير محمد يحيٰي خان خټک او دينار خټک مننه او ستائينه کوو چې دوي د خپل خوږ محترم پلار او د پښتو محقق، اديب او شاعر ډاکټر راج ولي شاه خټک “د فکر ملغلرې” را ټولې کړې دي. ورسره د ‘پاک امارات پښتو ادبي ټولنه’ دوبۍ ملګري پۀ تېره تېره سلطان باش خېل او شېر ولي خان اورکزے هم د ستائینې جوګه دي چې “د فکر ملغلرې” ئې د پښتو پۀ مئينانو کتابي شکل کښې پېرزو کړلې.

د ولي د فکر ټولې ملغلرې

ما امېل نۀ کړې ما وشېندلې قام ته

د سريزو پۀ توګه محترم پروفېسر زېدګل خټک صاحب، محمد رشتين ولي خټک، انجينئير محمد يحيٰي خټک، ښاغلي رحم زمان خټک، ډاکتر ضياء الرحمان ضياء، شېرولي خان اورکزي او ښاغلي حېدر بنګش خپل خپل انداز کښې د ډاکټر راج ولي شاه خټک صاحب د علمي، ادبي خدماتو، فکر او فن او دروند خوږ شخصيت کوټلے عالمانه جاج اخستے دے. تشکر ورته وايو چې لوستونکو ته ئې ادبي پېژندګلو کښې اساني پېدا کړې ده او پۀ “کتاب” يا “صاحب کتاب” د نورې تبصرې او جائزې ضرورت نۀ محسوسېږي.

ما نه کوم يو کېفيت د ماضي غواړې

هره پاڼه هر ساعت د کتاب ګرځي

ولي

کتاب “د فکر ملغلرې” کښې ټولې مقالې چې پۀ غور ولوستې شي نو دا پۀ علمي انداز کښې د پښتو د کلاسيک او جديد ادب يوه ژوره مطالعه ده او د هم عصرو هغو څو اديبانو يوه تذکره ده چې د اوسني او راتلونکي نسلونو د پاره هم د پښتو ادب لار ښودان دي چې د پښتو ژبې او ادب د پرمختګ د پاره ئې قدم پۀ قدم د فکر او شعور ډېوې بلې ساتلې دي او کۀ د هغو د رڼا څخه استفاده ونۀ کړې شي نو مونږ به نيمګړي نيمه خوا پاتې شو. پۀ دې راز “ولي” پوهېدے شي.

بې د ستا له تصوره ائينه زما ړنده ده

پۀ هر اړخ ئې ستا تصوير دے کۀ د فکر کۀ جذبه ده

لۀ دې کبله پۀ ستمبر2017ز کښې د طباعت پۀ کالو ښائسته شوے کتاب “د فکر ملغلرې” کښې د خپلې موضوع د پاره ما هغه ټکي خوښ کړي دي چې د پښتونولۍ، قامولۍ عملي او ژوندي تحريک سره اړه لري.

د معنې د تل ابدارې ملغلرې

چا موندلې دي بهر پۀ غاړو غاړو؟

ولي

پوهاند راج ولي شاه خټک پۀ (مخ 78) ليکي:

“د پښتانۀ پۀ تاريخ کښې سړو ته پګړۍ اکثر زنانو ور پۀ سر کړې دي (کوزې کړې ئې هم څۀ د دوي له کبله) خو پۀ يوه ټولنه کښې هېڅ فرد ځان ته جدا نۀ وي، هره اکائي او جز د کل برخه وي. کۀ د عمر پۀ هر حد کښې وي، مثال ئې موندے شي.

کۀ د زلمو نه پوره نۀ شوه

فخر افغانه جينکۍ به دې ګټينه

د “فخرافغان” پۀ علامت کښې دا د هر دور د قامي پښتو د ګټلو احساس ورکوي، د پښتو د ګټلو دا شديد احساس هر چرته او هر کله را ولاړېږي. دغه پښتو هم پۀ اصل کښې د خپلو قدرونو ساتل دي.

ستا د سترګو د ډيوو رڼا دې نۀ مري

کۀ ولي کړه لاره ورکه هم خوشحال دے

پوهاند راج ولي شاه خټک صاحب “د فکر ملغلرې” (مخ:53) کښې ليکي:

“د امن سره د مينې او د جنګ او تشدد نه د نفرت احساس پۀ پښتنو کښې چې د کوم منظم تحريک پۀ نتيجه کښې بېدار شوے دے، هغه د پښتنو پۀ تاريخ کښې د يو تاريخي انقلاب حېثيت لري. د شلمې صدۍ پۀ وړومبيو لسيزو کښې دا تحريک شروع کړے شوے ؤ. کله چې ټول پښتون اولس د پېرنګي د استبداد سره پۀ مسلح جدوجهد کښې سرګرم ؤ، پۀ دغو ورځو کښې يو انقلاب افرين شخصيت، دور اندېش، ملي رهبر، جادو بيان، مصلح خان عبدالغفار خان “باچاخان” را پاڅېدو او د زمانو زمانو دې جنګ وهلي جنګجو اولس ته ئې د امن يو نوے پېغام ورکړو.”

پوهاند راج ولي شاه خټک صاحب وړاندې ليکي:

“باچا خان پۀ خپله يو خان ؤ خو د قام اولس درد ئې پۀ زړۀ کښې ؤ. د خپلو ملګرو سره ئې د يو داسې تحريک اغاز وکړو چې پۀ خپل نوعيت کښې نوے نۀ ؤ. خو د پښتون پۀ زمکه بيخي يو نوے نا اشنا تحريک ؤ. خدائي خدمتګار تحريک چې پۀ پښتنو کښې د امن، صلحې او ورورولۍ تحريک ؤ. د عدم تشدد يوه فلسفه ئې منشور ؤ. دا يو کامياب تحريک ثابت شو او جنګيالي پښتانۀ ئې د عدم تشدد سره پۀ کاميابۍ بلد کړل. دې باچاخان او خدائي خدمتګار تحريک د خانانو او جاګېردارو نه د خانۍ نشه وويسته. د زور اورو او طاقتورو د طاقت غرور ئې مات کړو او کمزورو، بې وسو او لا چارو ته ئې د اميد نوې رڼا ورکړه. ” (مخ:54)

د پوهاند راج ولي شاه خټک پۀ نظر کښې:

“د باچاخان حوصله لکه د غر محکمه وه، جېلونو، زندانونو د هغۀ اراده کمزورې نۀ کړې شوه. د اولس د پاره ئې هره سختي وزغمله نو پۀ تحريک کښې ئې د هر مکتب فکر خلق شامل شول.

خدائي خدمتګار تحريک د پښتو پۀ ادب هم ژور اثرات مرتب کړل. ظاهره ده چې د عدم تشدد د فلسفې اثر پۀ ادب کښې هم ځاے وکړو ځکه نو د دغه دور پۀ ادب کښې د ازادۍ د حصول سره سره د امن، صلحې، ورورولۍ فکر هم جوت ښکاري. خدائي خدمتګار تحريک کۀ هر څو د ازادۍ تحريک ؤ خو پښتانۀ ئې د امن او مساواتو او د قامونو د انسانانو پۀ احترام هم اماده کړل ځکه نو دا تحريک د پښتون د تاريخ يو ځلند باب دے.” (مخ:54)

معلومه دې وي چې پېرنګي د پښتو، پښتونولۍ او پښتون قوم تشخص ختمولو د پاره داسې چل هنر کړے دے چې پۀ خپله ځينې پښتانۀ پوهاند هم پۀ ځان شکمن شوي دي. پۀ دې حقيقت غور نۀ کوي چې “پښتونولي خو پښتو کښې ده” او پښتو چې لۀ مينځه وځي نو پاتې به څۀ شي؟ ژبه د يو قوم پېژندګلو ده او ژبه د قوم د رواياتو، مذهب، عقېدې، تاريخ او ثقافت ساتندويه وي. د باچاخان خدائي خدمتګار تحريک د قامولۍ داسې پياوړے تحريک ؤ چې پښتون قوم له د تشخص ورکولو د پاره را پورته کړے شوے ؤ. ملي اتلانو کښې باچاخان ته دا اعزاز حاصل دے چې د “ناپوهۍ” او “جاهليت” د پېغور ورکولو د پاره ئې خپل قوم ته د تعليم او هنر د زده کولو او د تجارت او معاشي غوښتنو پوره کولو د پاره عملي ګامونه پورته کړل. د امن او عدم تشدد پۀ لار ئې د ژوند عملي مبارزې پېل کولو ته چمتو کړل.

د هندوستان د ازادۍ پۀ تحريک کښې نور قومونه هم شريک وو خو د پېرنګي د سترګو ازغے تر اخره پورې صرف “باچاخان” او “خدائي خدمتګار تحريک” ځکه وو چې دوي د خپلو قومي حقونو د پاره د ټوپک پۀ ځاے د پوهې او قلم توره پۀ لاس کښې نيولې وه. “پېرنګے” کۀ هر څو ځان ته “يو مهذب” او د “قانون ائين” پامته دار قوم وائي خو د خدائي خدمتګار تحريک يا د پښتون قوم اتحاد پاره پاره کولو د پاره ئې “غېر مهذبه” او “غېر قانوني” لارې چارې اختيار کړې وې او د پېرنګي پۀ پاليسۍ عمل کوونکو طاقتونو هم د پښتنو پۀ لوري هم دغه طريقه او هم دغه رويه پۀ ځاے ساتلې ده چې ښې نتيجې به هېڅ کله راونۀ ړلې شي. د دغه استعماري سوچ پۀ ضد “د فکر ملغلرې” کښې پوهاند راج ولي شاه خټک صاحب ځاے پۀ ځاے خپله قومي دفاع کړې ده.

پۀ مخ 55 ليکي:

“نورو د تاريخي جنګونو پېښو پۀ عالم کښې پښتون يو جنګيالے قام تصور کړے دے. حالانکې حقيقت ټول داسې نۀ دے کۀ چرې قديمي تاريخ ته وکتل شي نو د پښتنو پۀ زمکه د ګندهارا تهذېب تر عروجه رسېدل د پښتون فطرت د امن سره د مينې غمازي کوي او پۀ اجتماعي ډول د جرګې د فېصلې پۀ نتيجه کښې د اسلام دين قبلول هم د دوي د امن او سلامتۍ سره د محبت څرګندونه کوي. ”

دغه خبره ئې وړاندې هم کړې ده:

“کۀ هر څو پښتانۀ جنګ يواځې پۀ ننګ کوي خو چا هم د پښتانۀ د ننګ پۀ قدر د پوهېدلو کوشش ونۀ کړو.” (مخ:55)

ستا د بڼ پۀ شر و شور کښې بې نوا ولي ته

څۀ خو ګوره! رحمکاره زۀ يواځې يمه

د ډاکټر راج ولي شاه خټک صاحب د پي اېچ ډي مقاله “د پښتو ادبي تحريکونه” کال 1989ز کښې کتابي شکل کښې چاپ شوې ده. زما پۀ خيال دغو کښې غالباً د “حاجيانو پوهانو” پۀ مشوره “خدائي خدمتګار” نۀ دے شامل شوے، د نۀ شامليدو دا جواز به صحيح وګڼو چې “اصلاح الافاغنه” يا “خدائي خدمتګار تحريک” پۀ بنيادي توګه اصلاحي او قومي تحريکونه وو چې د حالاتو پۀ اثر ئې بيا سياسي شکل اختيار کړو او د ازادۍ تحريک شو خو د سپړدي ذهن يو محقق هم پۀ دې حقيقت سترګې نۀ شي پټولې چې خدائي خدمتګار تحريک ځان سره څنګ پۀ څنګ د پښتو ژبې او ادب يو نوے تحريک هم شروع کړے ؤ. “زمونږ د قوم دے”، ولي پۀ دغه مقاله کښې د پښتنو د قامولۍ او ازادۍ تحريک ته جوختې اشارې کړې دي او “د کرښو پۀ مينځ” کښې ئې د مطلب داسې خبرې کړې دي چې د عام سطحې فکر خلقو توجه را ګرځولې شي.

مونږ يو کۀ د نفاق د ښامار زهرو خوبولي

خو بيا هم د پښتو د بقاء جنګ زمونږ پۀ سر دے

راج ولي شاه صاحب ليکلي دي:

“د هند غلام قوميتونو چې کله د ازادۍ د پاره تحريک شروع کړو نو پښتانۀ به ورسره خود ملګري کېدل چې پۀ دغو ورځو کښې مقصد صرف يو ؤ او هغه مقصد د انګرېز د غلامۍ نه هندوستان ازادول وو.” (مخ:476)

“د پښتو ادبي تحريکونه” (مخ 477) کښې ډاکټر راج ولي شاه خټک د قومي ازادۍ د تاريخ سياسي حکمت عملي واضحه کړې ده:

“دلته انګرېزانو پۀ مکرونو، فرېبونو حکومت کولو. د فارورډ پالیسۍ (Forward Policy) لۀ مخه ئې پۀ پښتنو کښې بې اتفاقي پېدا کړې وه. د غلامۍ زهر د پښتنو پۀ رګونو کښې خورېدل. پۀ داسې ورځو کښې بيا اصلاحي تحريکونه شروع شوي دي چې پښتانۀ د دې رنځ نه پۀ امن کړے شي. “انجمن اصلاح الافاغنه” هم د دې غرض د پاره شروع کړے شوے ؤ. پۀ دې کښې اديبان شاعران هم شامل وو. د دې نه پس “سرخپوش” او خدائي خدمتګار تحريکونه شروع کړے شول چې پۀ پښتنو کښې د ځان پېژندنې جوهر برڅېره کړے شي. پۀ اول کښې دا تحريکونه خاص اصلاحي وو ولې هر کله چې انګرېزانو دا اصلاح نۀ شوه زغملې نو د دې تحريکونو مخه د سياست پۀ لور شوه.

زۀ چې افغان يم، زۀ چې پښتون يم

نو هم مجنون يم، هم افلاطون يم

پښتو نولي مې د ژوند ائين دے

پۀ دې مجرم زۀ، ستا د قانون يم

ولي

“پښتون” رساله باچاخان پۀ 1928ز کښې د اتمانزو نه جاري کړې وه. پۀ دې حواله د ډاکټر راج ولي شاه خټک معلوماتو کښې د تحقيق لۀ رويه څۀ لږ غوندې کمے ضرور محسوسېږي خو لکه څنګه چې د يو محقق، اديب شان وي. د ګران ډاکټر صاحب رايې زړۀ پورې علمي ده. “پښتون” د “خدائي خدمتګار تحريک” ترجمان رساله وه او دا اوس هم د پښتنو رساله ده. ډاکټر راج ولي شاه خټک صاحب (مخ:483-482، ادبي تحريکونه) ليکلي دي:

“پۀ دغه دوران کښې د ټولو نه کاميابه او زياته لوستلې رساله د سرخ پوش خدائي خدمتګار تحريک “پښتون” وه. د دې ايډيټر عبدالخالق خليق صاحب ؤ. دې رسالې د پښتو ادب لوے خدمت کړے دے او زيات تر انقلابي او قامي شاعران اديبان دې “پښتون” رسالې متعارف کړي او پاللي دي.”

“د فکر ملغلرې” کښې هم د باچاخان خدائي خدمتګار تحريک ته ډاکټر راج ولي شاه خټک د پښتو، پښتونولۍ او قامولۍ پۀ نظر کتلي دي او د تحريک عدم تشدد، تاريخي کردار او کړۀ وړۀ ئې پۀ علمي انداز کښې روښانه کړي دي. پۀ دې جذبه او زيار دې ورله الله پاک د جنت پۀ ګلشنونو او د خپل رحمت پۀ پلوونو کښې اعلٰي مقام ورکړي.

د روزګار لۀ سپينو سترګو پناه را کړه!

تورې زلفې دې خورې کړه چې ماښام شي

د ولي سدا بهار خود سره فکر

سپرلے نۀ دے چې د شپو ورځو غلام شي

 

دا هم ولولئ

تشدد او عدم تشدد – ليکنه: خضر حيات خان – ژباړه: م.ر شفق

د هندوستان د ازادۍ د پاره دوه قسمه تحريکونه را پورته شوي وو. يو د …