يو ښکلا ده پۀ تصوير پۀ ننداره کښې – اسرار د طورو

يو ښکلا ده پۀ تصوير پۀ ننداره کښې

ائينه دي ‘محاسن’ پۀ فنپاره کښې

سل ګلونه، سل رنګونه، سل نازونه

سل پۀ سل حسن مېلمه دے ګلدسته کښې

د يو بني ادم د شخصيت پۀ جوړولو کښې مختلف عوامل کار کوي. خلقي او مورثي صفتونه، حجره، جومات، مدرسه، معاش، معاشرت او سياسي حالات او چاپېرچل واقعات او حقائق د هغۀ د صفتونو تربيت او تصعيد کوي. د کائنات او د الله پاک د هر تخليق مشاهده د تحیّر او د احساس جمال د بېدارۍ سبب ګرځي. دا مشاهده پۀ يو شاعر ډېر اثر کوي، د هغۀ د شخصيت پۀ رغوڼه کښې ښکلا پېدا کوي.

ښاغلي محمد نواز خان خټک د شيدو کلي شهباز خان خټک کره د جنورۍ پۀ اتلسم تاريخ پۀ کال 1910ز کښې پېدا شوے ؤ. دا خبره خټک صاحب پۀ خپل مضمون کښې ليکلې ده چې د پېښور د پښتو اکېډمۍ د مجلې “پښتو” پۀ “اعتراف نمبر” کښې پۀ مخ 138 رقم ده. هغه ليکي چې د جنورۍ اتلسم تاريخ د ګل ورځ وه.

پروفېسر تقويم الحق د خټک پۀ کتاب “ما واخله” ليکل کړي دي. هغه پۀ حرفونو کښې د جنورۍ اتم تاريخ د هغۀ د زېږون نېټه ښائي.

ښاغلے عبدالخالق صاحب د محمد نواز خان خټک پۀ يو بل کتاب باندې د “پېژندګلو” پۀ عنوان ليکي، پۀ مخ 4، هغوي د خټک زېږون د کال 1910ز د جنورۍ پۀ اتم[1] تاريخ ښائي او دا د ګل ورځ ټاکي خو کۀ پۀ اتلسم ګل ؤ نو پۀ اتم جمعه راځي.

عجيبه دا ده چې “د تورې او قلم خاوند” د خټک صاحب تأليف دے، دغه کتاب کښې محمد نواز خان خټک پۀ خپله خپل پېدائش پۀ کال 1911ز کښې ليکلے دے.

د تاريخونو دا رنګا رنګي د نوموړو ليکوالو د بې اعتنایۍ پۀ ځاے کاتبانو ته پۀ غاړه کولے هم نۀ شو. پۀ “ما واخله” کښې پۀ دولسم مخ خټک صاحب يوه قطعه ليکي:

چاپ کۀ ليک مې عجائب وي

د ښاغلي محمد نواز خټک شخصيت

ترې نه ټکي څو غائب وي

ما ته ونۀ نيسئ ګوته

دا کمال به د کاتب وي

خو دلته ټکي نۀ دي غائب، تاريخونه بدل دي.

ښاغلے محمد نواز خان خټک پۀ کال 1947ز کښې د رېډيو پېښور نه د یوې مشاعرې ذکر کوي چې نهه بجې شروع شوه – لیکي چې دولس بجې شوې، پاکستان قائم ؤ. وائي “دا مشاعره تر دولسو بجو متحده هندوستان کښې وه، دولس بجو نه وروسته تر دوه دوه نېمې بجو پورې پاکستاني مشاعره وه.” هغه ليکي، پنځلسم اګست 1947ز کښې پاکستان وجود کښې راغلو. خټک صاحب وائي:

“زۀ هغه اولنو شاعرانو کښې ځان شمېرم چې ازاد پاکستان کښې مې د اواز پۀ دنيا اواز خور شو.”

د پښتو اکېډمۍ د مجلې “پښتو” پۀ “اعتراف نمبر” کښې پۀ لسم مخ دا تاريخي يادونه د خټک صاحب د جذبو عکاسي کوي. د خوشحال خان خټک دا نمسے د نيکۀ پۀ جائيداد علم او شاعرۍ کښې هم برخه لري او پښتو ژبه د قام د ژوند د پاره لازمي امر ګڼي. پۀ خپل کتاب “ما واخله” کښې د پښتو پۀ حقله بيا بيا وېنا کوې. پۀ مخ 28 يوه قطعه ده، وائي:

پښتو سره پښتونه! پښتو وکړه!

د پښتو پۀ حال زبونه! پښتو وکړه!

کۀ پښتو دې کړله هېره، پښتو لاړه

شه خبر لۀ دې مضمونه! پښتو وکړه!

د محمد نواز خان خټک پښتو ژبې، پښتني ننګ غېرت، حيا، پښتون ولي او وطن سره مينه وه او دا مينه د پښتنو پۀ زړونو کښې بېدارول غواړي.

پروفېسر ميا تقويم الحق د محمد نواز خان خټک د قطعو پۀ مجموعه “ما واخله” ليکي، “محمد نواز خان خټک سياستدان هم دے، فلسفي هم او حال به نۀ وايو لکه د هر شاعر رومان پسند هم.”

دا شاعر او نثر نګار د نامتو قومي رهبر او سالار او د پښتو ژبې د بې مثله شاعر پۀ اولاد کښې دے. د هغۀ نيکۀ د سردار افضل خان کشر ورور ؤ. دا شجره خوشحال خان بابا ته رسېدلې ده. د خوشحال خان خټک پۀ تعارف کښې د هغه پۀ مزار پۀ اتم مۍ کال 1949 خان محمد زمان خان پۀ خپله صدارتي خطبه کښې وئيلي ؤ،

“خان صاحب يو خاص مقصد دنيا ته راوړے ؤ چې د پښتون قوم د عزت او د ابرو او ناموس حفاظت ؤ او د دې قوم د سر بلندۍ او د اتفاق کوشش ؤ. دا مقصد د محمد نواز خا ن خټک مخې ته پروت ؤ.”

محمد نواز خان خټک پۀ کال 1928 کښې د نوښار د اسلاميه هائي سکول نه لسم پاس کړے ؤ. بيا د اے سي نوښار پۀ دفتر کښې بابو شو. پۀ “اعتراف نمبر” کښې ليکي:

“يعني د 1929 پۀ ابتداء کښې زۀ ملازم وم” )مخ 142(

خټک صاحب زياته کړې ده چې:

“دغو ورځو د ساردا اېکټ غلغله وه. زيارت کاکا صاحب کښې د دغه قانون د ماتولو پۀ لړ کښې درنه جلسه وه. دربار جومات کښې نکاحونه وتړلے شو. مولانا ميرا جان کاکا خېل مرحوم او نور مشران موجود وو. ما هم پۀ نکاح دستخط وکړو. سبا دغه رپورټونه د اے سي دفتر ته راغلل او زما تر مېز راورسېدل نو ګرانه وه چې پۀ دوه بېړو مې پښې وې او ما دغه نوکري پرېښوده.” )مخ 139(

د ساردا اېکټ ذکر ښاغلے عبدالخالق خليق پۀ کتاب د “ازادۍ جنګ” کښې پۀ مخونو 124، 125، 126 کوي او ليکي:

“‘هربلاس ساردا’ نومې يو هندو رکن پۀ اسمبلۍ کښې د کم عمر هلکانو او جينکو د ودونو د مخ نيوي تجويز وړاندې کړو چې د اېکټ صورت ئې اختيار کړو. دا حکم پۀ دين کښې مداخلت وګڼلے شو. يوه غوغا جوړه شوه. عملاً دا قانون خلقو مات کړو خو حکومت دوي منع نۀ کړل نو دا غوغا سړه شوه.”

ښاغلي محمد نواز خان خټک د خپل ضمير پۀ تحريک نوکري پرېښوده. هغه پۀ 1930-31 کښې د خدائي خدمتګار تحريک نه متاثر شو. د بې مثله اتل عبدالغفار خان “پښتون” مجلې ته به ئې نظم او نثر لېږلو. د اګست کال 1931 پۀ مجله “پښتون” کښې د ښاغلي خټک صاحب ليکلې يوه قصه چاپ ده چې د ‘زېنب’ او ‘منصور’ کردارونه ئې د ازادۍ جذبې رالړزولې دي.

ښاغلے محمد نواز خان خټک د ادبي جرګې د فعال رکن نه علاوه د پېښور ډسټرکټ بورډ پۀ 1938ز کښې بې مقابلې رکن منتخب شوے ؤ او پۀ 1950ز کښې د صوبائي اسمبلۍ انتخاباتو کښې اميدار ؤ خو هغه پۀ کمال احتياط ليکي:

“الېکشن روان ؤ چې پېنترا بدله شوه او “هٰذا من فضل ربي” پۀ طور زما ووټونه د مخالف بکس ته ورسېدل. زۀ د صوبې ممبر نۀ شوم. هغه ناوړي حرکتونه هغه د انتخاب پۀ نوم د انتخاب پۀ مخ څپېړې مې تر اوسه ذهن ماؤف ساتي.” – “اعتراف نمبر”، مخ 5

د یویشتم ستمبر کال 1939 مطابق دوېم شعبان کال 1958هـ پۀ مجله “پښتون” کښې د پښتو ادبي جرګې نوښار “د کلیزې جلسې او مشاعرې” 10) ستمبر (1939 حال دے. پۀ شاعرانو کښې د ذکر قابل پۀ اشخاصو کښې يو نفر ښاغلے محمد نواز خان خټک هم ياد شوے دے او بيا د جرګې د مجلس عامله رکن هم ټاکلے شوے دے. د دې نه ثابتېږي چې دا “پښتون” ليکوال يو فعال منتظم ؤ. هم پۀ دې ذکر شوې مجله کښې د “خوشحال خان خټک دوه صفتونه” د عنوان لاندې خليق صاحب د خان بابا يو دا صفت پۀ ګوته کړے دے چې د قوم ازادي ئې د ژوند مقصد ؤ او د دې مقصد د پاره ئې هر امتحان ته پتون ټپولے دے. دوېم دا چې خپلې ژبې سره ئې عشق ؤ. دا دوه صفتونه د محمد نواز خان خټک پۀ شخصيت کښې هم تر يو حده وو. د هغوي د زېږون او هلکوانۍ او بيا د زلميتوب پۀ دور کښې باچا خان د قوم د ذهني او عملي بېدارۍ، د ازادۍ او د اتحاد د پاره سماجي، تعليمي او سياسي غورځنګ ته مټې وهلې وې او د پښتو ژبې ابياري ئې هم کوله. هغۀ ژبه د قام د ژوند او ترقۍ د پاره بنيادي وسيله ګڼله.

محقق طارق رحمان صاحب پۀ خپل کتاب “لېنګويج اېنډ پالېټکس اِن پاکستان” مطبوعه اکسفورډ يونيورسټي پرېس کښې پۀ مخ 135 ليکي:

“In British India, Ghaffar Khan himself pioneered the trend of emphasizing Pashto as a Symbol of Pakistan Identity.”

د ازادۍ پۀ تحريک کښې برخه اخستونکي کۀ د مېدان مبارزين وو او کۀ د قلم معاونين وو، د ازادۍ نه وړاندې او د وطن د وېش او ازادۍ نه وروستو هم ستونزو سره مخ وو.

ښاغلے محمد نواز خان خټک پۀ دې لار پۀ احتياط روان ؤ. کار ئې کولو، لار معلومه وه، ځان ئې د ازغو نه پۀ ډډه ساتلو. پۀ 1938 کښې ئې د خوشحال خان خټک پۀ مزار د جرګې نه د مزار د تعمير مطالبه وکړه. دا جرګه يو څو کاله مخکښې پۀ کال 1934 کښې جوره شوې وه. د خليق، سمندر، سيد انوارالحق او سيد رسول رسا سره سره محمد نواز خان خټک هم د جرګې باني رکن ؤ او د جرګې ناظم ټاکلے شوے ؤ. پۀ 1938 او بيا پۀ 1939 کښې د مزار د تعمير کار ته د خوشحال خان خټک نمسے اماده شو. د کابل پښتو ټولنې د مزار د پاره تعويز راولېږۀ، ښکلے ګنبد جوړ شو.

د ژوند پۀ مسئله غور کولو دا ځوان شاعر حېران کړے ؤ. د هغۀ دا تحيّر فطري ؤ. د “پښتون” مجلې د 21 اکتوبر کال 1939 پۀ ګڼه کښې د محمد نواز خان خټک يو نظم “د ژوند مقصد” پۀ شپږو ځوابونو د دې سوال وضاحت کوي چې د ژوند مقصد څۀ دے.

(1الفت، (2شهرت، (3عشرت، (4دولت، (5ژوندون کۀ (6خوړل او څښکل؟ خو دا جوابونه پۀ خپله رد کړي او سواليه نشان پاتې شي.

بيا يوه زمانه پس دا نظم “د ژوند مطلب” د عنوان لاندې د خټک صاحب پۀ کتاب “د خيالونو پسرلي” کښې پۀ مخونو 113، 114 چاپ شو نو اووم جواب د “اخرت” پۀ کښې اضافه شو او د ژوند مقصد ئې د راتلونکي ژوند بناء وټاکلو. دا جواب د خټک ديني عقيده پۀ ګوته کوي. دا د عامو پښتنو عقيده ده.

د محمد نواز خان خټک د شخصيت يو اړخ د پښتو ژبې د د زلمو ليکوالو تربيت او لارښودنه ده. ادبي جرګې جوړول، مشاعرې کول، نثر او نظم ليکل د لارښودانو طريقې دي.

د یوولسم دسمبر 1939 پۀ مجله “پښتون” کښې د “شيدو” د دې شاعر نظم “وطن زما” پۀ مخ 26 چاپ دے – وائي:

تر څو به وي غلام دغه اباد وطن زما؟

دنيا به کله وويني ازاد وطن زما؟

د پښتو او پښتنو انقلابي مشر، شاعر او اديب خداے بخښلے اجمل خټک پۀ خپل کتاب “قصه زما د ادبي ژوند” کښې پۀ مخ 130 ليکي:

“زۀ پۀ ځان د محمد نواز خان خټک او سيد انوار الحق دا حق ګڼم چې پۀ دې لړۍ کښې د هغوي ذکر وکړم ځکه چې هغوي، د هغوي مينې او کومک او د هغوي کتب خانو ما سره ډېره مرسته کړې ده.”

اجمل خټک د دوي د حوصله افزایۍ ممنون دے، زدکړه ئې ترې کړې ده، کتابونه به ئې ترې نه راوړل. د خپل دغه کتاب پۀ مخ 131 ليکي:

“پۀ دې سلسله کښې محمد نواز خان خټک زما ډېره سرپرستي کړې ده.”

هغۀ زياته کړې ده چې:

“د خپلې لائبرېرۍ پۀ ذريعه ئې زما ادبي تربيت هم کولو او پۀ هر ملاقات کښې به خټک صاحب زما نه د نوي شعر اورېدو تقاضا کوله – چې ما به شعر واورولو نو پۀ هغې به ئې راسره بحث هم کولو. يعني زۀ به ئې پۀ شعر وئيلو زړۀ ور کولم او ما ته به ئې پۀ خبرو خبرو کښې د پښتو ژبې او پښتون ولۍ سره د مينې تلقين کولو.”

د ښاغلې اجمل خټک نه علاوه نور مشهور عالمان فاضلان اديبان هم د محمد نواز خان خټک تعلق د علم و ادب پۀ دنيا کښې د لوړ مقام لارې ته سم کړے دے.

پۀ “اعتراف نمبر” کښې وائي، زۀ د خدائي خدمتګار تحريک نه پۀ 1930-31 کښې متاثر شوم.

اجمل خټک پۀ “قيصه زما د ادبي ژوند” کښې پۀ مخ 132 ليکي:

“دې خپله خدائي خدمتګار ؤ خو دې تحريک کښې د تېزې ډلې Forward Block ملګرے ؤ.”

پۀ مارچ 1972 کښې د پاکستان سربراه د روس پۀ دوره تلے ؤ. محمد نواز خان خټک پۀ نهم جون 1972 کښې يوه قطعه ليکي:

پۀ خدمت د قام چټک

دے پښتون نواز خټک

دے شاهي پۀ دنيا غواړي

بس د “لور، رمبي، څټک”

ظاهره ده چې دا د ‘لور’، ‘رمبي’ او ‘څټک’ شاهي د عوامو او زيار باسونکو د خېر خبره ده. خدائي خدمتګار تحريک خپل مرام ته هر قدم پۀ صبر اخستو. د “تېزې ډلې” د جذباتو سړولو د پاره باچا خان د نېکو اخلاقو، مينې، ورورولۍ او عدم تشدد تلقين کولو؛ د عوامو او د غريبانانو د پاره د وسائلو پۀ مناسب ډول د پکارولو نظر ئې لرلو.

مونږ يو ځل د پښتو ادبي جرګې مردان ملګري خټک صاحب پۀ جمال ګړهۍ صادق اباد کښې د ماښام ډوډۍ ته بللي وو. ما وليدل چي دا مشر يو خوږ، دروند، وضع دار پښتون ؤ. پۀ دسترخوان ئې د نعموتونو سره مينه او شفقت هم وو او د پښتو ژبې او پښتون ولۍ غم هم – دا د فوجي حکمرانۍ دوره وه. سياسي خبرې پۀ احتياط کېدې – خټک صاحب ووئيل:

غلامي ده، قيامت زړګيه څۀ دے؟

چې سپرلي کښې ګل چين خاندي بلبل ژاړي

تۀ ګڼې چې ګنې ګل دے مخ وينځلے

نۀ ده پرخه د سبا، دا خو ګل ژاړي!!!

محمد نواز خان خټک هلک ؤ چې پلار ئې وفات شو. دۀ د کافي جدوجهد نه پس خپل مقبوضه جائيداد هله ازاد کړو چې اول ئې خپل تعليم تر څۀ حده وکړو. د کشر ورور محمد صادق خان خټک تربيت ئې وکړو چې پۀ فوځ کښې د بريګېډئیر عهدې نه رېټائرډ شو. خټک صاحب د جمال ګړهۍ پۀ خوا کښې د هغۀ پۀ نوم “صادق اباد” کلے اباد کړو او د سړک، سکول، ډاک خانې او بجلۍ سهولتونه ئې ورته راوړل. عوام ترې خوشحاله وو، وارثان ئې ممنون وو.

ارواښاد محمد نوازخان خټک پۀ پښتنو مئين ؤ. د پښتنو اديبان ئې خوښ وو. ادبي هلو ځلو ئې د پښتو ژبې ادبي غړي ځان ته متوجه کړي وو. د مردان يو اديب وائي، “ښه شاعر ؤ” – قاضي عبدالحليم اثر افغاني پۀ “خوشحال خان” نومې نظم کښې وائي،

نن زما پۀ وخت خټک محمد نواز دے

)د تورې او قلم خاوند، مخ (12

د قاضې عبدالحليم اثر افغاني پۀ وخت کښې د پښتو شاعرۍ پۀ دنيا کښې يو شمېر شاعران وو خو اثر افغاني د محمد نواز خټک نوم اخلي نو مونږ د دې وېنا نه دا اثر اخلو چې نواز خټک صاحب د خپل دور يو ممتاز شخصيت ؤ.

څوک محمود دے څوک اياز دے

د هر ښکلي خپل انداز دے

نۀ حمزه دے نۀ اجمل دے

دا خټک محمد نواز دے

اسرار د طورو

  1. تاریخونه تېر و بېر شوي دي.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …