زما څلے ورانونکي دې خبر وي
زۀ د خپل اولس په زړونو کښې اوسېږم.
پښتانۀ عجيبه خويونه لري يو پکښې دا هم دے چې خبره مني ړومبے او سوچ پرې روستو کوي خو تر هغې د کمره لوېدلي وي دا خبره پدې پسې راياده شوه چې د پښتنو د مشرانو د پارليماني سیاست نه د بار کولو لپاره د اسټېبلشمنټ په زور عوامي نشنل ګوند د حکومت او د اسفنديار ولي خان په ضد د پاکستان د ګندونو نه په ډک سیاست کښې ېو ډېره منظمه ډنډوره ډېر وخت چلول شوه د حېدر هوتي د جنګ په وخت کښې د تعليمي پرمختګ سره ټولې کارنامې د دغه دروغو په دوړو کښې ورکې کړې شوې ځکه پښتانه غوږونه لري خو عقل نه ! نړۍ وال دروغژن عمران نيازي به پکښې دا هم وئيل چې د اسفنديار په ملائيشيا او دوبۍ کښې لوي هوټلونه دي خو نن دا حقيقت څرګند دې چې دا خبرې ټولې دروغ وې او د پاکستان په ستره محکمه کښې د اسفنديار ولي خان په ضد نه بلکې د عمران نيازي د غلا ګانو د فارن فنډنګ د غلا يو لويه پرېکړه راروانه ده کۀ اسفنديار ولي خان غلا کړې وي نو نن به په زندان کښې وې هغه نن هم د حساب کتاب چېلنج ورکوي خو څوک ورته نه مخامخ کېږي .
دغه راز ځنې پښتانه پدې ډنډوره کښې ښکېل دي وائي ولي باغ د ميراث سیاست کوي خو بلخوا د عوامي نشنل ګوند په پينځه دېرش کلن عمر کښې لس کاله د اجمل خټک او دوه کاله د پنجاپ د احسان وائي صدارت نه يادوي دغه راز پښتانۀ دې ته هم غوږ نه ږدي چې ولي باغ د ميراث سیاست کوي خو دا ميراث د پېسو او جاګير دے کنه دا ميراث د زندانونو وژنو بې عزتو دړکو او د قام لپاره د خپل کار روزګار خپلو بچو او ژوند قربانولو دے ۔ زه وايم داسې خو دې هر پښتون د قام لپاره د خپلو مشرانو وارث شي لکه څنګه چې د ولي باغ د کورنۍ پښتانۀ دي دا خبره په حقيقت کښې هغه څوک کوي چې د پښتنو دا لږ ډېر ټولګۍ پرې هم بده لږي ځکه کۀ ولي باغ هم د پښتنو د مېنځ نه لاړې نو یقین وکړئ بيا به زر پښتانۀ هم څوک په کم تنطيمي وندر کښې اونه پېلي ۔
د يو پوهاند وېنا ده چې غټ خلک د نعمت پۀ توګه خدائي انسانانو ته ورکوي او د عذاب په توګه د هغوي سلسله اودرول شي . پښتون قام ډېر ستر دے ځکه پدې قام کښې په هروخت کښې ډېر ستر ستر قامي خلک زېږېدلي ستر سړې هغه وي چې ددۀ په فکر او کردار د قام او خاورې سوچ غالب وي ځاني ژوند ئې هم د خاورې نه تاؤ وي په دا خاوره اباده او قام ډاډه وي که دا صفت نه وي نو خپل کور خو په هرسړي اباد وي.
ښځه په هر سړي کونډېږي
سړے هغه وي چې پې خاوره کونډه شينه !
پښتنو کښې دا يو عمومي خوئي ډېر غالب دے چې په ژوند ډېر کم خلک د خپل خېرخواه او قامي مشر قدردان وي خو چې کله مړ شي نو بيا هر سړے وائي پلانے ډېر ښۀ سړے و پرې ميرات شو .د باچا خان کورنۍ د پښتنو په تاريخ کښې ډېره ستره ده او وي به کۀ څوک ورسره اختلاف ساتي خو د دې يو څو خبرو سره هيڅوک اختلاف نۀ شي ساتلې يو دا چې د باچاخان او د هغه د کورنۍ د پښتنو په ټولنه کښې په قامي سياسي شعور خورولو کښې د ملا د تير په مثال کردار دے دوئم دا چې دې کورنۍ ټول عمر د پښتون قام خبره کړې، درېم دا چې کله هم قام خرڅي او وطن خواري نۀ دي پاتي شوي څلورم دا چې د باچا خان نه راواخله تر اسفنديار ولي خان ايمل ولي خان پورې کله هم د شخصي ګټو سياست ئې نۀ دے کړے او سخت وخت کښې هم د خاورې او د قام د ګټو خبره ئې ډېره روڼه کړې هم ۔ دغه وجه ده چې دوه دېرش کاله باچا خان شل کاله ولي خان او اتهه کاله اسفنديار ولي د زندانونو شاته تېر کړي .
اسفنديار ولي خان کم اوتار نۀ دے او نه کم مافوق الفطرت هستي ده خو دا حقيقت دے چې په لس کروړه پښتنو کښې د کار په يو څو خلکو کښې په سر کښې دے.يو کال مخکښې د اسفنديار ولي خان د مرګ د دروغو خبر ځنې خلکو د خوشالۍ په توګه خور کړو اول خو مرګ حق دے په هرچا به راځي بل کۀ اسفنديار ولي خان مړ شي نو تحريکونه ګوندونه په نظريو ولاړ وي دا د چا په مرګونو نۀ ختمېږي خو ډېر پښتانه د پاکستانيت مفکورو داسې بې لارې کړي چې د خپل مشر په مرګ خلک خفګان کوي خو دوئي دا خبر ډېر دخوشالۍ په توګه خورول و ۔ دا د پښتنو هغه بدمرغي ده چې صوفي مامد او د مولا فضل الله پشان خلک ئې د اسفنديار ولي خان مامود خان اچکزي او منظور پشتين نه ستر کړي .
اسفنديار ولي خان ژوندے دے خدائې دې روغ ژوند نور هم ورکړي خو نن ئې د زېږون پۀ ورځ حق جوړېږي چې پۀ ژوند ورته يو څو ټکي د درناوي وړاندې کړو.
په نورلسم د فروروۍ په کال 1949 کښې زېږېدلې وو اسفنديار ولي خان شايد په نړې کښې هغه اول ماشوم و چې په داسې ورځ پېدا شو چې نه ئې مور وه نۀ ئې پلار و او نه نيکه ۔ پلار نيکۀ ئې د پاکستان په زندان کښې تر شپږ کاله وو مور تاجو بي بي د اسفنديار سره دوه ماشومان اوشو تاجو بي بي هم مړه شوه او يو ماشوم هم ورسره مړ شو کم ماشوم چې بې موره پاتي شو نو هغه نړۍ نن په اسفنديار ولي خان پېژني.
ولي خان ليکي چې زۀ په زندان کښې د مارچ په اوله اونۍ کښې خبر شوم ډېر خفه شوم د جېل خلک خبر وو خو ماته ئې څۀ نه وئيل تاجو زما ډېر ډاډ و ډېره غېرتي پښتنه وه د بابړې په پېښه کښې هم په يوګولۍ لګېدلې وه خپله لوپټه ئې د ژوبل خلکو پټې کړې وه د کور سامان چې کله سرکار ضبط کړو نو په ځانګو کښې زما د يو کال ماشومه لور وه هغه هم پوليسو ووړله ماشومه ئې ترې کوزه کړه وئيل ئې دا ځانګو هم د ولي خان ملکيت دے ۔ تاجو د پلار کره لاړه ځکه چې کور هرڅۀ ضبط شوي وو خو د پلار کره د تلو نه وړاندې وئيل چې ولي خان په زندان کښې په زمکه پروت وي نو زۀ هم دلته په زمکه وخت تېرولے شم ۔ د يو مياشت لپاره راخلاص شوم نو تاجو ښخه کړې شوې وه د هغه ځايه مې د هغې مړے شاهي باغ ته راوړو.
اسفنديار ولي خان يو ډېر لوستے پښتون مشر دے د ايچ اي سن نه ئې زده کړې ترسره کړي ۔ په 1975 کښې د حيات شېرپاؤ د وژنې نه روستو اونيول شوه اووه دېرش کاله قېد ورته اورول شوے و ۔ خو درې کاله پس بېا خوشې کړې شوه ۔ د زندان په اړه اسفنديار ولي خان وائي اووه میاشتې د بالاحصار په زمکني کوټه کښې ځان له بند ووم ستنو ته به زوړندول شوم ۔ اووه دېرش ورځې د ورسک په تهاڼه کښې وم د لاسو پښو نوکان ئې رانه ټول په امبور ويستل، د سر نه د پښو پورې ټول وېښتان رانه ويستل شو دا به ئې راته وئيل چې په ولي خان ګواهي وکړه چې د حيات شېرپاؤ په مرګ کښې لاس دې ۔ اسفندېار ولي خان وايي دا شائد چې د نړۍ په سر اول ځل وي چې زوي پلار او نېکه درې پېړۍ په يو ځل زنداني وو ۔ کله چې د زندان نه خوشې شو نور هم ډېر ملګري راسره وو شل ملګري مو داسې وو چې هغې په وهلو ټکولو، نامړد ( هسيان) کړې شوي وو د هغې حال مې چې وليد نو خپل ځان رانه هېر شو يو ملګري له د يو کال ځوے راوړل ش، د هغۀ مخکښې اووژل شو هغه ملګري بيا ټول عمر لېونے و ۔ اسفنديار ولي خان د پښتنو په خاوره څه پينځه څلوېښت کاله په قامي او پارلیماني سياست کښې تېر کړل يو زبردست مقرر دے خبره ئې په دليل او قامي سياسي فکر ډېره درنه وي خو د خپل تاريخ سره تر نن پورې ډېره په تول پوره ډېره سپينه باوقاره سياسي خبره کوي د خپلې خاورې د ژغورلو لپاره د خپل پلار نيکۀ د تاريخ په رڼا کښې هر بادار ته ډېره سپينه وائي د امريکې او تالبانو په خبرو اترو په پېل کښې غږ کړې وو چې افغانان دې ددې خبرو برخه کړې شي کنه وه نو دا خبرې به نيمګړې وي خو چا نۀ منله نن د هغه د خبرې وزن مالومېږي چې امريکا او افغان حکومت دغه ېو تېروتنه کړې ده .
اسفندېار ولي خان د تالبانو د زور زياتي په وخت کښې د ډېرو نورو پښتنو او د ګوند د خلکو سره پخپل کور کښې په نښه کړې شو خپلې دېرې ته پسې ځان وژونکے وردننه شو خو پدغه وخت ورسره زمونږ د باجوړ د چارمنګ ګلو کڅ، د سيمې يو نر پښتون يار زمين خان، ولاړ وو يار زمين په قبيله هلال خېل سلارزے و لس ګامه وړاندې ځان وژونکي له غاړه ورکړه ۔ يار زمين خان ځان ټوټې ټوټې کړو خو خپل مشر ئې د خپل سر په قيمت اوژغورو څۀ وخت پس اسفنديار ولي خان په باچاخان مرکز کښې په يوه غونډه کښې ووئيل که په هغه وخت يار زمين بچ شوې وې نو نن به زۀ نه وې ۔ هغه شهيد شو خو مونږ ئې بچ کړو يار زمين خان د بسم الله رور وو چې د ډېر وخت نه د ولي خان او نسيم ولي خان سره ډرائېور وو که مونږ خپل د قام او د ګوند شهيدان ستايو نو بايد چې د يار زمين خان پشان اتلان ډېر ځانګړي ياد کړو. په اسفندېار ولي خان د پاکستان د پټو لاسونو او لاس پوڅو له خؤا د خپل صوبائي دور حکومت د وخت د بډو او په ملائشېا کښې د هوټلو ډېړې ډنډورې اوشوې خو نن حقيقت څرګند دې چې د اسفندېار ولي خان لمن د هر ډول بډو نه پاکه ده ځکه خو وائي چې حساب کتاب زما او د عمران خان نه شروع کړئ چې پته ولږي چې څوک ناجوړه دې ۔ اسفنديار ولي خان د څه وخت نه د ناروغتيا او بدني رنځونو ښکار دے په سياسي عمل کښې ډېر لوئي کمے محسوسېږي خداے د قام لپاره روغتيا په برخه کړي. آمين.