متلونه د پښتنو د اولسي ژوند يو ښکاره اړخ – پروفېسر نور احمد فطرت اڅکزے

ډېرو پوهانو د پښتنو د عقليت او اخلاقو مظاهره پينځۀ شيان ګڼلي يا پۀ ګوته کړي دي. پۀ هغې کښې وړومبۍ ژبه ده، دوېم شعر دے، درېم قيصې دي، څلورم عنعنات او پينځم متلونه دي. د ژبې پۀ باره کښې وئيل شوي دي چې ژبه د هر ملت پۀ عقليت لۀ دې پلوه دلالت کوي چې پۀ هر عصر کښې د عقلي مظاهرو مهم مظهر ژبه ده. ولې چې ژبه به يوه ځل نۀ ده پېدا شوې او نۀ داسې بشپړه اخلاقو ته له اسلافو څخه راغلې ده. وړومبے وړومبے خلقو پۀ خپلو اړتياو ځينې الفاظ جوړ کړل چې نوي شيان ميندل کېدل، نوي کلمات ورنه جوړېدل، چې شيان ورکېدل نو نومونه ئې هم له منځه تلل. پۀ قول ارواښاد استاد عبدالحئي حبيبي صاحب نو پۀ دې راز هره ژبه د يو سخت مرګ او ژوندون پۀ مرحلوکښې تېرېدله. دغسې د ژبې تعبيرونه هم د هغه ملت د لوړتيا سره سم وده کوله يا ئې کوي. مثلاً کۀ فرانسوي ژبې يو د سلو کالو د مخه د لغاتو کتاب کۀ وکتل شي نو د راډيو او تلويزيون نومونه نۀ شي پۀ کښې پېدا نو دا خبره پۀ دې دلالت کوي چې فرانسويانو هغه وخت دا شيان نۀ پېژندل نو پۀ دې ډول هره ژبه د هغه ملت پۀ عقليت رڼا اچوي او د هر مملکت د طبعيت او محيط اثر پۀ کښې کېږي او داسې نور. ځکه خو پښتو ژبه هم د دغو ټولو عواملو تر اغېز لاندې ده. پښتانۀ خو د غرو او دښتو خلق وو. دوي له بحره لرې پاتې وو نو ځکه دوي د بحري حېواناتو لپاره نومونه نۀ لري. د دوي پۀ ژوند کښې مالداري او پووندګي ډېره وه. ژوند ئې د پسو پۀ محصولاتو کولو نو دوي د پسونو لپاره ډېر نومونه لري. هر راز پسۀ پۀ اختلاف د نوع او عمر نوم پۀ کښې لري. او داسې نور د پښتنو دعقليت دوېم مظهر شعر ګڼل شوے دے. د هر ملت اشعار د دوي عقلي ژوندون ښۀ ښکاره کوي. اخلاق دودونه، ديانت او نور ټول خصلتونه ئې پۀ کښې پراتۀ دي، پۀ شعر کښې د ملتونو ټولنيز (اجتماعي) او روحيي ساختمان او فکري بنيه داسې ښکارېږي لکه هنداره پۀ قول د ستر محقق ارواښاد عبدالحئي حبيبي صاحب.د پښتنو شعر هم لکه ژبه د دوي د حقيقي عقليت نمائنده ګڼل کېږي او هغۀ شعري نعرې او بدلې چې د پښتنو له کومو څخه راوتلي دي د دوي د روحيانو خارجي سهي (Correct) او راڼۀ مظاهر دي. هغه اشعار چې د وزن او قافيې او نورو خصوصياتو له رويه بشپړه پښتو دي هغه خو ټوله د پښتني عقليت او تفکر پايله ده مګر هغه اشعار چې عروضي دي او د پرديو اشعارو سره سم وئيل شوي دي پۀ داسې شعرونو کښې هم د پښتونولۍ عقليت اغېزه کړې ده او تر خپل ملي اثر ئې لاندې راوستلي دي او داسې نور (٢)

د پښتنو د عقليت درېم مظهر يا نښانې “قيصې” دي؛ د پښتنو ملي قيصې او روايات لکه شعر او متلونه د دوي د خواصو څخه ډکې دي. د روغې او د جنګ دودونه، دننګ سره علاقه مندي، تورياليتوب، دفاعي او هجومي احساسات حتٰي د ښځو اخلاقي او ناموس داري او ننګياليتوب لنډه دا چې د پښتنې قيصو ټولنه د پښتونوالي خواص لري. دوکتور ګوشاوبولون ليکي: “قيصې ډېر ځله تر تاريخ صحيح وي او د ملت حقيقي مشاعر څرګندوي. قيصې هغه حوادث دي چې د حکايت کوونکي عاقله (فکري قوه) پرې متاثره شوې وي. (٣)

پۀ قول د پښتنو ليکوالو نو د پښتو قيصې هم داسې دي چې د دوي ملي روح ښۀ ښکاره کوي د پښتو ځيني ملي قيصې او نقلونه چې د دوي د پهلوانانو پۀ سيرت او ژوند اډاڼه لري. شاعرانه سپېځلي خواوي هم لري مونږ د مخه ووئيل چې د پښتو پۀ عروضي (شعر) د پرديو د اغېز ډېرې خبرې پرتې دي مګر دا د نقلونو اشعار او نعرې سپينې سپېځلې دي او خاص د پښتو او پښتنو پۀ ژوند اړه لري او داسې نور.

د پښتنو د عقليت څلورم مظهر يا جوهر عنعنات دي پۀ قول د ستر ليکوال جناب عبدالحئي حبيبي صاحب عنعنه يعنې د نيکونو او تېرو پښتنو څخه خولۀ پر خولۀ او پښت پۀ پښت رانقل شوي شيان او دودونه هم لکه ژبه او شعر او قيصې د ملي روح ښکاره کوونکي او څرګندونکي دي. پښتانۀ ډېرې عنعنې لري خو دا ډېر دودونه او رسمونه شته چې له زړو پښتنو څخه تر مونږ پورې راغلي دي. پۀ روحي تحقيقاتو کښې دې خوا ته پۀ غور کتل کېږي او دا عنعنات د فوکلور اساسي ټکي دي” او داسې نور(٤)

د پښتنو د عقليت پينځمې نښانې يا مظهر د دوي تلپاتې متلونه دي. متلونه د پښتنو د اولسي ژوند يو ښکاره اړخ دے. دې ګايونه او وېناوې هم وائي. متل زما پۀ خيال د عربۍ د مثل بدل شوے ډول دے. پۀ عربي ژبه کښې ومتل (Idiom) ته مثل يا ضرب المثل هم وائي. دغه نوم ئې پۀ فارسي ژبه کښ هم دے او پۀ اردو کښې دې ته کهاوت وائي. پۀ انګرېزۍ کښې Proverb يا Saying دے. پۀ قول د ارواښاد صاحبزاده حميدالله صاحب “متلونه د نړۍ پۀ زياتره ټولو لويو او کوچنو ژبو کښې شته. د متل او د محاورې پۀ منځ کښې فرق شته چې ځينې خلق ئې ترې کوي يا ئې پۀ محاورو کښې چې کوم توري راځي د هغو تورو لغوي ژباړه يا ترجمه پۀ محاوره کښې نۀ اخستل کېږي بلکې بله معنٰي ځينې اخستل کېږي . پۀ متلونو کښې زياتره د تورو لغوي يا لفظي مطلب وي او بل دا چې محاوره د متل يوه برخه وي. يو فرق دا هم دے چې متل اوږد وي او محاوره لنډه وي. بل توپېر ئې دا دے چې متل د يوې پېښې يا يوې قيصې يوه برخه يا يو اړخ وي خو دمحاورې لپاره داسې اړينه نۀ ده. بېخي يو يو متل به داسې وي چې هغه به يو شاليد (پس منظر) نۀ لري. متل تل داسې جوړېږي چې يوه قيصه تېره شي يا يوه پېښه وشي او بيا دا خبره يا پېښه پۀ خلقو اغېز يا اثر وکړي يا داسې سبق پکښې پټ وي نو خلق د هغه پېښې پاې يا انجام را واخلي او متل ځينې ترې جوړ کړي يا د هغې پېښې لنډيز يا خلاصه، متل کښې داسې پېښه يا قيصه کله کله عجيبه او ناولده وي ځکه پۀ زړۀ پورې يا دلچسپه وي (٥)

پښتانۀ ليکوال پۀ بېلابېلو کتابونو او مجلو کښې ليکي “د پښتو متلونه څنګه جوړ شول او چا جوړکړل؟ د دې ځواب يو څۀ ګران دے. د متلونو کتنه يا مطالعه دا څرګندوي چې پۀ دوي کښې د تورو ډېروالے د بيان پوخوالے او د ژبې سپېځلوالے د پښتو ژبې د هغۀ حالت سره مونږ مخامخ کوي کوم چې پوخ او پرمخ تللے دے. ښکاره خبره ده چې متلونه پښتنو سپين ږيرو او هوښيارانو خلقو جوړ کړي دي. پښتو متلونه پۀ زرونو دي. متل يوه لنډه يا کوچنۍ خبره ده چې د معنٰي او د مطلب يوه نړۍ پۀ کښې بنده وي. دا رنګه پۀ کاکړيو لنډيو کښې هم کله کله د مطلب يو درياب بند وي نو پۀ دې حېثيت متل او کاکړي لنډۍ پۀ ځينو ځايونوکښې سره “ورته دي”.

حبيبي صاحب بيا د متل د کلمې پۀ حقله ليکي “زما دا عقيده ده چې د متل کلمه سوچه پښتو ده او ځينې خلق وائي چې دا له عربي مثل څخه مقننه شوې ده. د عربي لغاتو پوهان وائي چې مثل يعنې (مانند) او نظير وروسته دا کلمه پۀ ټولو حکمتوکښې مستعمله شوه. پۀ پښتو خو متل هغو لنډو وېناوو ته وائي چې د ښو معنٰي او حکمتونو څخه ډکې وي. پۀ متلونو کښې ډېر ځله د متلونو د روحيانو خورا ښې ښې لطيفې پرتې وي بلکې ځينې پوهان وائي چې تر شعر لا متلونه د متلونو هر غفلت دلالت کوي ولې چې اشعار د داسې خلقو له کومو راوځي چې فکر، ذهن او عقليت ئې تر عوامو لوړوي. متلونه د عوامو له عقليته حکايت کوي، داد متلونو الفاظ لکه اشعار مصنوعي او معقول نۀ دي. د عوامو پۀ ژبه دي. متلونه (Idioms) د ملتونو د اجتماعي ژوند او د دوي د عقلي ژوند هويت ښکاره کوونکي دي. د مختلفو اوضاعوکښې د تجربې او ازمايښتونتيجې دي چې پۀ لنډو کلماتوکښې ځاے شوي دي.(٦)

پۀ دې کښې شک نشته چې د بزرګانو او مشرانو وېناوې زمونږ لپاره د کاڼي کرښې دي . د دوي روايات.، تجربې او کلکې مشاهدې ، پخې او د افاديت څخه ډکې دي چې زمونږ د ژوند پۀ هر ډګر کښې، پۀ هر ګام کښې پۀ ښۀ شان سره لاس نيوے او لارښوونه کوي. پښتانۀ پۀ خپل تاريخ ډېر مئينان دي او د پېړيو راهسې د خپلو مشرانو د عبرت او سبق څخه ډکې وېناوې د خپلې ژبې او ادب يوه درنه، خوږه، قيمتي او پۀ زړۀ پورې پنګه ګڼي. زمونږ مشران چې پۀ خپل وخت، دور او زمانه کښې د کومو نرمو، ګرمو، تودو سړو، خوږو او ترخو سره مخامخ شوي دي هغه ئې مونږ ته “درياب پۀ کوزه” کښې د بندولو پۀ مصداق پۀ وړو وړو جملوکښې برېښي چې مونږ د دوي د دغه ګټورو تجربو څخه ګټه واخلو، ځکه چې اصل کښې متلونه هغه پخې وېناوې دي چې د دوي د عمرونو دتجربو ساتندويه دي.

ښاغلي داورخان داود پۀ خپله يوه مقاله چې عنوان ئې دے “پۀ پښتو ادب کښې متل” کښې ليکي: متل هغه وېنا، خبرې يا فقرې ته وئيل کېږي چې مختصره، جامع، ساده او اسانه وي چې د فصاحت او بلاغت نمونه وي چې پۀ جوش او اثر نمانځل شوې وي، چې بې ساختګي، برجستګي او بې تکليفي لري چې د بناوټ څخه پاکه وي، پۀ ترتيب کښې ئې موزونيت وي. معنٰي ئې لوړه او مفهوم ئې وچت وي. د ژبې او ادب پوهان پۀ دې پۀ يوه خولۀ دي چې متل د عقل، فکر، پوهې ، بصيرت او شعور پۀ اډاڼه ولاړوي . ځکه خلقو د بل د پوهولو لپاره د ټولو څخه لنډه او اسانه لار هم متل ټاکلے دے. د متل پۀ ذريعه چې سړے څومره پۀ اسانه پوهېدلے شي دومره دلوے څخه لوے بيان او داستان پۀ ذريعه نۀ شي پوهېدلے . متل هغه وړه او مشهوره جمله ده چې پۀ کښې څۀ خاص حقيقت، صداقت يا نصيحت بيان شوے وي. متلونه عموماً پۀ خبرو اترو، پۀ لېن دېن کښې او د بحث مباحثو پۀ موقع استعمالېږي، وئيل کېږي يا اورول کېږي. د دې نه علاوه پۀ خپله خبره د زور ورکولو يا د دليل او ثبوت پۀ ډول متل وړاندې کول يو اړين امر ګڼل کېږي. د عربي مشهوره معقوله ده “المثل في الکلام کالملح في الطعام” يعنې پۀ خبرو اترو کښې متل داسې دے لکه چې پۀ خوراک کښې مالګه؛ څنګه چې بې مالګې خوراک بې خونده بې مزې وي دغسې پۀ خبرو اترو کښې چې متل نۀ وي نو هېڅ خوند او مزه ئې نۀ وي” ۔

متلونه زمونږ د امروزه ژوند عکاسي کوي، زمونږ پۀ تهذيب و تمدن رڼا اچوي، زمونږ د خوئي بوئي ترجماني کوي، زمونږ کړۀ وړۀ پۀ ګوته کوي، زمونږ د رسم و رواج ترجماني کوي او زمونږ پۀ فطرت، مزاج او طبعيت رڼا اچوي. پښتانۀ د فطرت پۀ ويړه يا پراخه لمن کښې مېشتۀ دي. فطري ماحول پۀ دوي ژبني ډېرې پېرزوئنې کړې دي او د دوي ذهن او زړۀ ته ئې قوت او ځلا وربخښلې ده. هم دغه وجه ده چې کۀ يو طرفته دوي زړه ور دي نو بلخوا ذهين هم دي او داسې نور.

ادب پوهانو د فصاحت او بلاغت پۀ رڼا کښې د نثر څلور قسمونه پۀ ګوته کړي دي يعنې مسجع، مرجز، موقع او عاري وغېره ۔ ۔ ۔ د پښتو ژبې پۀ متلونوکښې د درې واړو قسمونو اعلٰي نمونې موندل کېږي. ” لکه توره دې لالا وهي مړۍ دې عبدالله وهي”، “پياز دې وي خو نياز دې وي”، “هله به جارېږو چې د کاره وزګارېږو”، ” چې وې کړې پۀ خپله ګيله مۀ کړه د بله” ، “اول وخوره د ځان غوښې بيا وخوره د ښکار غوښې”، “کله د ادې وار کله د بابا وار” ،” ګرانه بې قيمته نۀ وي ارزان بې علته نۀ وي” ، او داسې نور د دې متلونو څخه دا پۀ ښۀ شان څرګندېږي چې دا د باذوقه خلقو د خولوڅخه وتلي دي. جناب ارواښاد عبدالحئي حبيبي صاحب د متلونو د افاديت يا اهميت پۀ حقله ليکي، ” کله کله پۀ پښتومتلونو کښې د فلسفې ګرانې ګرانې خبرې هم راځي او دا مونږ ته دا ښائي چې د پښتنو عقليت سوچه، بدوي او غرني ؤ يا دے. د دوي پۀ عقليت کښې ژورتوب ؤ مګر طبعي رنګ ئې درلود. هغه فلسفې قوانين او څلي چې منشاء ئې فطرت دے يعنې هغه سنت ئې پۀ موجوداتو پۀ عمومي ډول جاري دے او قران عظيم ئې پۀ ( ولن تجد لسنة الله تبديلا) ښائي د پښتو پۀ روڼ او رسا دماغ کښې دغه مسلم او منل شوې وه. پښتنو پۀ خپلو سپېڅلو متلونو کښې هغه فلسفيانه افکار او خيالات ښۀ ځاے کړي دي. مثلاً دا فکر چې جهان زمونږ د اعمالو د نتيجو د انعکاس ځاے دے او هر سړي ته خپل عمل او دخپلو چارو جزا او مکافات رسېږي. پۀ فلسفه کښې ډېر زوړ دے” (٨)

شعرونوکښې متلونه: د فطرت عکاسي چې چرې پښتنو پۀ خپل شعر و ادب کښې پۀ ډېره مينه او پراخه سينه کړې ده هلته ئې متلونه هم د دې فطري ماحول پۀ وجه پۀ دې صفت موصوف کړي دي. پۀ دې حقله مونږ د دې يو څو متلونو څخه پۀ ښۀ شان سره اندازه لګولے شو لکه چې وائي “غر پۀ غر نۀ ورځي، بنده پۀ بنده ورځي”، کۀ غر وچت دے پۀ سر ئې لار ده” ،”دفتر دې وي د غرۀ پۀ سر دې وي”، ” غر ننګ وخوړي د امان قلنګ وخوړي” “چرګ خو يومارغۀ دے چې چا ونيوو د هغۀ دے” ،”اوبۀ وڅښکه د لنډي چې پرهر دې وګنډي”، “مياشت له ورايه معلومېږي” او داسې نور…

دغسې طنز ومزاح چې د مجلس روح ګڼل کېږي او د انسان د فطرت د رجحان او ذوق ښوونه کوي هم د متلونو پۀ ذريعه جوت دي. پروفېسر داورخان داؤد پۀ خپله مقاله “پښتوادب کښې متل” کښې ليکي “ټوقې ټکالې” خندا او ګپ شپ چې نۀ وي نو مجلس بې خونده بې مزې وي چې د طنز و مزاح خواږۀ پۀ کښې ګډ شي نو ترخې خبرې هم پۀ چا خوږې ولګېږي. د نړۍ د هرې ژبې شعر و ادب، د طنز و مزاح يوه بشپړه برخه لري. زمونږ د ژبې متلونه هم د طنز ومزاح عکاسي کوي. پۀ دې لړکښې د مثال پۀ طور دا يو څو متلونه د لوستو جوګه دي لکه “چيندخ پۀ لوټه وختو کشمير ئې وليدو” ،”اسپو نالونه وهل چيندخو ورته هم پښې ونيولې”، “زۀ دې پوزه پرېکوم او تۀ وائې پېزوان راته راوړه”، “او چې پوزه ئې څاڅي نو بلا ترې پاڅي”، او داسې نور. (٨)

د شعري صنعتونو استعمال هم پۀ متلونو کښې شعريت او ادبيت پېدا کړے دے او دې ته ئې د يوې فنپارې او شاهکار درجه ورکړې ده . لکه ” کۀ ګور ګران دے د مړي ناکام دے” پۀ دې متل کښې صفت مراعات النظيراستعمال شوي دي. مړے، ګور، ګران او ناکام د يو بل سره تړون لري. “د ګور شپه چا په کور نۀ ده کړې”، پۀ دې متل کښې صفت تجنيس کارول شوے دے او کور کښې د يو توري ګ او ک فرق دے، “سل دې ومره يو دې مۀ مره” ، “غل ډېر کورونه وران کړي خو خپل کور به اباد نۀ کړي” ، وران او اباد تضاد يا طباق سره تړون لري . صفت ارسال المثل پۀ شعر کښې متل کارولوته وائي” ۔

(١)”د لمدو خټو بانه لږې اوبۀ دي”، “ازميې را باندې هومره زور پۀ څۀ (حميدبابا) “د يار مهر تر ما راغے زما مهر تر ياره، رښتيا ده دا خبره چې زړۀ لار د زړۀ (خوشحال بابا) زمونږ د پخواني ادب د شاعرانود کلام ځينې اشعار چې د سادګۍ، روانۍ، بې تکلفۍ او بې ساختګۍ څخه علاوه د معنٰي او مفهوم پۀ لحاظ دومره وچت پۀ زړۀ پورې، فصيح او بليغ دي چې مونږ ئې پرته له څۀ تکلفه د متلونو پۀ څېر استعمالولے شو ځکه چې د دغه ادب هر شاعر پۀ ځانګړي ډول (رحمان بابا، خوشحال او حميد بابا) ددې جوګه دي چې مونږ ئې اشعارو ته (لږ دي کۀ ډېر) د متلونو حېثيت ورکړو چې زمونږ د ژبې او ادب لمن پرې ارته او پراخه شي. هم دغه زمونږ د ژبې او ادب يوه بشپړه سرمايه ده چې مونږ ورباندې وياړ کولے شو. پروفېسر داورخان داود ليکي “د هر متل پۀ شا يوه واقعه يا قيصه ده چې هم د دغه قيصې يا واقعې ردعمل متل ته دوام بخښلے دے. مونږ چې څومره متلونه وايو او استعمالوو د دې اشاره پۀ څۀ نه څۀ ډول يوې تېرې شوې واقعې يا قيصې ته ده چې اوس دغه پېښه يا قيصه خود خلقو څخه هېره ده خو متل ئې ياد دے. قيصه يا واقعه خو څوک نۀ بيانوي خو متل هرڅوک استعمالوي، ځينې داسې قيصې يا واقعې اوس هم د خلقو يادې دي خو څۀ خاص توجه يا اهميت نۀ ورکوي ځکه چې د دوي لپاره د اهميت وړ صرف او صرف متل دے لکه د نورو ژبو د پښتو پۀ ځينو متلونوکښې هم افاقي صداقتونه شته يا بيان شوي دي ۔ هم پۀ دغه شان متلونه پۀ نورو ژبو کښې شته اوس دا اندازه لګول ګرانه ده چې ايا (پښتو) دغه متلونه د نورو ژبو څخه اخستے شوي دي کۀ نورو ژبو د پښتو څخه، دلته مونږ پۀ دې حقله د پښتو انګرېزي او اردو يو څو متلونه د خپلې خبرې د پخلي پۀ توګه او د يوې تقابلې جائزې اخستو پۀ غرض وړاندې کوو، لکه پۀ اتفاق کښې برکت دے، “اتفاق مين برکت هے” ،روغ صورت بادشاهي ده” تندرستي هزار نعمت هے” “مينه د مينې نه پېدا کېږي” دل کو دل سے راه هوتى هے” ، چې څۀ کرې هغه به رېبې” ،”جو بوئے گا وه کاټے گا” ۔ ۔ ۔ نور هم ډېر متلونه د دې تقابلې جائزې پۀ لړکښې وړاندې کېدلے شي او پۀ دې جائزه کښې نورې ژبې هم ګډېدلے شي البته هغه متلونه چې د پښتو د خپل کلتوري ژوند هنداره دي هغه هم پۀ هغه ډول پۀ نورو ژبو کښې موندل ګران دي. (٩)

دمتلونو قسمونه: د پښتو پۀ شفاهي ادبياتو کښې متلونه پۀ لوے سرکښې پۀ دوو برخو وېشلے شو؛ يو ئې عادي متلونه دي چې د خلقو دعامو خبرو پۀ څېر پۀ لنډو جملوکښې اوډل شوي دي او بله برخه ئې هغه متلونه دي چې منظوم شکل لري او د دوؤ مصريو پۀ بڼه تنظيم شوي دي لکه دا متل “بد به دې پۀ زړۀ لرم، سلام به دې پۀ خولۀ لرم”، جناب زلمے هېوادمل دعامومتلونو پحقله ليکي “عام متلونه هم ځينو څېړونکو د ښکلي جوړښت له پلوه پۀ دوو برخو وېشلې دي (١) هغه متلونه چې يوه بشپړه جمله وي مبتلا او جز ولري او اهنګ هم ورسره مل وي لکه دا متل “کۀ غر لوړ دے پۀ سر ئې لاره ده” (٢) هغه متلونه چې کۀ بشپړه جمله هم نۀ وي خو د متل تر تعريف لاندې راتلے شي لکه دا متل “اوړۀ پۀ اوړۀ منت ئې پۀ څۀ” (١٠) ۔

پۀ پښتوکښې متلونو ته څومره کار شوے دے! پۀ پښتو کښې متلونو ته زيات کار شوے دے، عمر ګل نوري، ابوالخېرځلاند، قاضي عبدالحليم اثر، پروفېسر سيال کاکړ، پروفېسر داورخان داود، محمد نواز خان طاهر، عبدالجبار، عبدالله ديدارکاکړ، محمدين ژواک، موسٰي خان شينوارے او د چمن شېر بهادر اڅکزي د کتابونو پۀ بڼه ورته کار کړے دے . (١) محمد ګل نوري د پښتو متلونو پۀ حواله يو کتاب د “پښتو متلونو” پۀ نوم ليکلے دے او پۀ کال ١٣٢٧ز کښې ئې لۀ کابل څخه چاپ کړے دے. (٢) ابوالخېرځلاند(مرحوم) دوه ټوکه متلونه سره د پس منظره د پښتو اکېډيمۍ کوئټې لخوا پۀ کتابي بڼو چاپ کړي دي.(٣) قاضي عبدالحليم اثر د متلونو پۀ حواله پۀ خپل کتاب کښې يوه علمي څېړنه کړې ده. ٤٢ متلونه ئې د نمونې پۀ توګه وړاندې کړې دي، (٤) پروفېسرسيال کاکړد سپېڅلې ګايونو او ملي ادب پۀ نوم ګڼ شمېر متلونه چاپ کړي دي. (٥) پروفېسر داورخان داود پۀ ١٩٩٠ز کښې د پښتو متلونو پۀ حقله يو کتاب (متل) چاپ کړے دے. (٦) محمدنوازطائر: طائرصاحب د “روهي متلونه” پۀ نامه دوه ټوکه کتاب چاپ کړے دے. (٧) عبدالجبار صاحب ٩٠٠ متلونه پۀ خپل کتاب کښې را ټول کړي دي. دغسې محترم محمدين ژواک هم ٢٥٠٠ متلونه، عبېدالله ديدار کاکړ او شېر بهادر اڅکزي او موسٰي خان شينواري (سره د پس منظره) هم د متلونو کتابونه ليکلي او چاپ کړي دي.

پۀ متلونو باندې د کار پۀ حقله زلمے هېوادمل ليکي: پۀ افغانستان، بلوچستان او پښتونخوا کښې ډېر پوهان د متلونو ارزښت ته متوجه شوي دي او زيار ئې ويستلے دے چې زمونږ د شفاهي ادبياتو دغه ذخيره له اولسه را ټوله کړې. پۀ افغانستان کښې مرحوم غلام محي الدين افغان، مرحوم امان الله خان زمريالي، مرحوم محمد قدير تره کي، مرحوم محمد ګل نوري، ارواښاد محمدي ژواک او نورو پۀ بلوچستان (پښتونخوا) کښې سيال کاکړ او پۀ پښتونخوا کښې پروفېسرمحمدنواز خان طائرمتلونه ټول کړي دي. (١١)

د خارجيانو تحقيقي کار: “د پښتو ادب هنداره کښې” ميرحسن اتل صاحب ليکي “(١)اېس اېس تابرن نوموړي ليکوال پۀ بنو نومې کتاب کښې د پښتو متلونه چاپ کړي دي. (٢) مېجر راورټي پۀ خپل کتاب (پښتوګرائمر) کښې د پښتو متلونه چاپ کړي دي.(٣) جم ډار مسټېټردغه نوموړي هم د پښتو متلونه چاپ کړي دي. (٤) کرنل سي اي بائيل: د پښتو څلور سوه متلونه د انګليسي ژباړې سره پۀ ١٩٣٨ز کښې چاپ کړي دي.(٥) پادري هيوز پۀ خپل کتاب (روفيه الا مثال)کښې د پښتو متلونه چاپ کړي دي. لۀ دې پرته نورو ليکوالانو هم پۀ دې برخه کښې کارونه کړي دي. ” (١٢)

زۀ دا منم چې د پښتو متلونه د موضوعاتو پۀ لحاظ ډېر پراخه ساحه راچاپېروي، د پښتو د فرهنګ او فکري مسرونو پۀ څېړولو کښې لۀ دې متلونو څخه ډېره زياته استفاده کېدلې شي. زۀ دا منم چې پۀ متلونو کښې ځينې داسې عناصر او نکات شته چې د تاريخي او اتنوګرافي څېړنو پۀ مرسته سړے د پښتنو د ژوند ډېرو لرو زمانو ته رسوي. زۀ دا منم چې متلونه د پښتو شفاهي ادبياتو هغه درنې، پخې او پۀ تول تللې خبرې دي چې هغه د ارواښاد قيام الدين خادم خبره د پښتنوحياتي فلسفه پۀ متلونوکښې بيان شوې ده. متلونه هغه لنډې وېناوې دي چې د معنٰي لۀ پلوه بشپړې او د مفهوم او مورد پۀ لحاظ عامې دي. زۀ دا منم پۀ (قول د اغلې غوټۍ خاورې) هغه ليکي”متل هغه عام اهنګدار او موجز کلام دے چې پۀ حکمت بنا دے او د عجموميت، اهنګ او ايجاز پۀ ګاڼه پسرللے دے، کۀ لنډۍ يا ټپې د پښتنو جمالياتي ټولنيز شعور تمثيلوي نو متلونه عقلاني او فلسفي خوا ښائي ۔ ” زۀ دا منم چې پۀ پښتو کښې زياتره د هرې خبرې او د هرې موقعې لپاره متل شته. د پښتو او د نورو ژبو متلونه زياتره سره مشترک دي او ګرد پۀ يوه معنٰي کښې راځي. زۀ دا منم چې د پښتو د متلونو يو ښکاره اړخ دا دے چې د يو شي او د يوې معنٰي لپاره ډېر متلونه راځي لکه پۀ نورو ژبو کښې ، پۀ پښتو کښې هم پۀ متلونو کښې شاعري شته، زۀ دا منم چې متلونه د پښتنو د اولسي ژوند يو ښکاره اړخ او د اولسي ادب يوه لويه برخه ده، زۀ منم چې متلونه کله د مظلوم کومک کوي او کله د ظالم لاس پېچي. کله کله د ښو ښوونه يا تلقين کوي او کله د بدو راګرځونه (ممانعت) کوي، زۀ دا منم چې متل د مضمون له مخې يوه ګټوره وجېزه ده. پۀ متل کښې د پښتون ملت او حيات او ښۀ ژوند ځلېږي او متل د اولسي ادب هغه بډايه پانګه ده چې د ټولنيز ژوند ټولې خواوې پۀ کښې څرګندې شوې دي،.زۀ منم چې متل د مينې او ښکلا وصال او بېلتون، خوښي او خفګان، اخلاق او تاريخ، جغرافيې او مذهب، اقتصاد او عدالت، هېواد پالنې او نورو فکرونو مخزن دے او ؤ،. زۀ دا منم چې متلونه پۀ يوه ژبه کښې ډېر اهميت لري. پۀ قول د ارواښاد صاحبزاده حميدالله صاحب هغه ليکي: “هم دا وجه ده چې د پښتو متلونو پۀ ټولنه کښې د ( سهېلي پښتونخوا) ډېرو ادب پوهانو او مئينانو برخه واخسته. زمونږ پۀ دې سيمه د خان شهيدعبدالصمدخان د وېنا سره سم د اغا سرور شاه پلار شېرجان اغا د “خورجين” پۀ نامه سره د پښتومتلونه ټول کړي وو چې بيا د نوموړي “خان” د خولې مې د دۀ د ځامنو اغا سرور شاه دوي څخه ورک شول. د دې خبرې سپيناوے عبدالصمد خان اڅکزي د عبدالعلي اخونزاده د کلام د چوڼ پۀ سريزه کښې چې نوم ئې “شاخ ګل” ؤ کړے ؤ، بيا قاضي ملا عبدالسلام اڅکزي چې د چمن دکوږک دسيمې نامتو او پياوړے پښتون شاعر دے داسې ٥٥، ٥٦ متلونه پۀ “طلب مذهب” کښې “د ديباچې” پۀ توګه چاپ کړل. دغه رنګه سيد ضياء الدين صابري د ګلستان هم متلونه ټول کړي وو او داسې نور. “

خامي: پۀ پښتو متلونوکښې د پښتو قيصو غوندې بې معنٰې توري شته. دا زياتره د سجي لپاره راځي لکه دا متل هڼه هڼه مطبه هڼه وطن خالي دے ته هر پڼه پۀ پښتو متلونو کښې يوه لويه خامي دا ده چې پۀ دوي کښې بدې خبرې او ښکنځل وي. ډېرې د دغه حال د پښتو محاورو هر ورځني کاکړيو، لنډيو صحرابي بدلو او بودو ټپو هم دے ۔ پکار ده چې د پښتو د ليکوالو، خوا خوږو او مئينانو يوه غونډه يا ادبي جرګه پۀ دې غور وکړي او هغه زياتره شيان چې د ښو او سمو تورو پۀ ګډون ئې مطلب نۀ بدلېږي نۀ خرابېږي راوګرځوي او هغه نور لر کړي او بيا ئې پۀ تحرير کښې نۀ راولي. صاحبزاده حميدالله مرحوم ليکي “د پښتومزاج ډېر سخت اوصحرابي دے ښۀ والے او نرم والے ډېر کم دے پکښې نو پۀ دغه د دوي پۀ اولسي يا عوامي ادب کښې د تهذيب څخه لرې خبرې او شيان ډېر راغلي دي . داسې نۀ دي چې پۀ بل قام يا پۀ بله ژبه کښې داسې بېکاره خبرې نشته، شته مګر هغه لږې دي لکه پۀ اوړو کښې مالګه. د پښتو تناسب د دغه ژبو ته د لس او يو دے مګر ترکومه چې د ليک يا تحرير اړه ده بيا د پښتو ادب کۀ هغه کلاسيکي دے او کۀ نوے ، ډېر لوړ او ښۀ دے او حال دا دے چې پۀ اردو ژبه کښې جعفرز ټلي، جان صاحب انشاء، جرات او نظيراکبرابادي هغه ناشودې ؤ ناشولټې کړې دي چې ورته حېران به شې او د قلم ژبه ئې پۀ ليکلو شرمېږي. دغه رنګه پۀ فارسۍ کښې سوزني او نورو ډېرو بدې او ناوړه خبرې پۀ تحرير کښې راوستلي دي. پۀ عربي کښې هم داسې خرابې خبرې شته چې زياتره دبدو ګالو او صحرايانو شاعرانو پۀ کلام کښې دي او پۀ ليک هم راغلي دي نو بيا بېرته پښتو پۀ دا يوه جات ښۀ ده (١٥) فقط شاعر وائي:

د نادان د غلطيو عېب کوم دے

غلطي خو د هوښيار بده بلا ده

(شاعر نامعلوم)

حوالې:

1. حبيبي عبدالحئي (د علامه پوهاند حبيبي مقالې (وړومبۍ برخه) راټلونکے مطيع الله روهيال

2. حبيبي علامه عبدالحئي (د علامه پوهاند حبيبي مقالې (وړومبۍ برخه)

3. ګوسناوبولون دوکتور (د قومونو کتاب)

4. حبيبي علامه عبدالحئي (د علامه پوهاند حبيبي مقالې وړومبۍ برخه)

5. حميدالله صاحبزاده، مټخل (خورونکي پښتو ادبي بورډ کوئټه)

6. حبيبي علامه عبدالحئي.. دپوهاند علامه حبيبي شل مقالې (دويمه برخه) راټولونکے مطيع الله روهيال

7. پښتو نثر (انتخاب) عظيم پبلشنګ هاوس خېبربازار پېښور

8. پښتو نثر (انتخاب) عظيم پبلشنګ هاوس خېبربازار پېښور

9. پښتو نثر (انتخاب)

10. د پښتو ادبياتو تاريخ وړومبے ټوک (ليکوال سرمحقق زلمے هېوادمل)

11. د پښتو ادبياتو تاريخ (وړومبے ټوک)

12. اتل ميرحسن (دپښتو ادب هنداره) اول

13. د پښتو شفاهي ادبيات شکل اومضمون (غوټې خاورې)

14. حميدالله صاحبزاده (مټخل)

15. حميدالله صاحبزاده مټخل (خورونکے پښتوادبي بورډ کوئټه)

دا هم ولولئ

د خوشحال خان خټک پۀ کلام کښې د عربي شعر عکس – تحرير: ډاکټر سيد عبدالله – ژباړه: پروفېسر نوراحمد فطرت

ما چې کله پۀ خوشحال خان د څۀ ليکلو اراده وکړه نو پۀ فطري ډول …