ودرېګت 😊 د عمران خان نوې یوولس سیاسي شتۍ – نهار خان تنګیوال

 

مینارِ پاکستان، لاهور ـــ پاک سر زمین شاد باد!!!

لاهور، چرته چې د مرکزي اسمبلۍ دیارلس او د صوبائي اسمبلۍ د پنځویشت حلقو ابادي ژوند کوي ـــ یو کروړ یوولس لکهه شپږویشت زره دوه سوه پینځۀ اتیا ـــ پۀ دغه لاهور کښې د تبدیلي سرکار جلسه او دې کښې نوي یوولس نکات، نه ريښتیا، نوي نکات نۀ، یوولس نوې شتۍ ــــ

د زنده دلانو ښار، مینارِ پاکستان او د تحریک انصاف جلسه کښې چې د پېښور نه کومې قافلې لاهور ته تلې وي، هلته ئې د عمران خان خبرې اورېدلې وي، کندې کپرې او خځلې خځلې پېښور به ئې مخې ته ولاړ وي، خپل ضمیر به ورته څۀ وئیلي وي؟؟؟

عمران خان راتلونکو انتخاباتو د پاره د خپلو یوولس نکاتو اعلان هم پۀ لاهور کښې ځکه مناسب وګڼل چې پېښور کښې دغه اعلان د پاره نۀ ځاے ؤ او نۀ کومه روغه لار ـــ عمران خان به خپله پۀ هیلي کاپټر کښې راغلے ؤ خو لیدو له اورېدو له به ئې څوک پۀ کومه کنده کښې پرېوتل؟

د عمران خان (هم د هغۀ مطابق) یوولس نکتو کښې یکسان تعلیم، صحت، د کرپښن خاتمه، ټېکس نظام کښې بهتري، سرماه کاري، روزګار کښې اضافه، زرعي اېمرجنسي، انصاف، پولیس اصلاحات، مضبوط وفاق او خواتین د پاره جامع پروګرام شامل دي.

د تعلیم حال دا چې هر څۀ ئې پۀ یو چوپ انګرېزۍ ته اړولو سره دا وګڼل چې ګنې ما یکسان نظامِ تعلیم راوستو ــــ وه هلکه! د قاسم، سلمان او مراد سعید خاطر وکړه، پۀ یوه ګېنټه کښې درې پرچې، د وائس چانسلرانو نه بغېر چلېدونکې یونیورسټۍ، د استاذانو بهرتۍ د پاره د پروفېشنل ډګرۍ ختمولو غلطي، تېرو څلورو کلونو نه د استاذانو احتجاجي مظاهرې، نابالغ ایجوکېشن سروس اېکټ، د ‘سیکولر’ جامعه حقانیه د پاره کروړونه او د نورو یونیورسټیو نه سترګې پټول، د کالجونو پرائیوېټائز کولو د پاره د بورډ اٰف ګورنرز چال، فیسونو کښې دوه سوه فیصده اضافه، د پنځوسو نه د کم شمېر لرونکي زر سکولونو بندولو ګام، پېښور یونیورسټي چې 2013 کښې د ملک څلورمه یونیورسټي وه، د تبدیلۍ څپېړې سره دیارلسم نمبر ته تلې ده ـــــ

صحت!!! چې د شوکت خانم هسپتال مثال ورکوې، د لېډي رېډنګ مثال ورکولے شې؟ دا صوبه چې تۀ ئې د “چېنج” شهکار یادوې، دلته چې کومه لویه انساني المیه پۀ مردان کښې شوې وه، د هغې فرانزک لېبارټرۍ له هم دغه لاهور ته ناست وې!!! د ډینګي پۀ ضد د صحت انصاف، تېره میاشت کښې د هسپتالونو دننه د ناقص انتظام پۀ وجه څومره پلارانو خپل بچي غېږ کښې نیولي ستا انصاف ته ښېرې کولې!!! هغه بله ورځ چې چیف جسټس صاحب درله ابره راوسپړده نو د پروېز خټک پۀ خولۀ کښې ولې مالوچ پراتۀ وو؟ دې هسپتال له خو تا امریکې نه د خداے بخښلې شوکت خانم د خور زوے ‘ډېسټنټ ډائرېکټر’ ساتلے کنه!!! د ډاکټرانو احتجاجونه، د ینګ ډاکټرز وریتې چیغې!!!

د کرپشن خاتمه!!! مړه نو!!! احتساب کمېشن کوم دے؟ ستا د کابینې خپل وزیران مشیران پۀ شمول د وزیر اعليٰ ـــ دا هم پرېږده! تا وئیل چې چا پۀ بدعنوانۍ شل ممبران ویستي دي؟ تۀ ما ته ووایه چې بل چا سره شل بدعنوانه وو؟ دا شکر وباسه چې اېمپائر لا ډیسیجن پنډنګ ساتي ګنې باسټهـ ترېساټهـ د پاره د تحریک انصاف مالیاتي کېس، د شوکت خانم د پاره د شوو چندو پړتال، د صوبې وسائل بغېر د څۀ استحقاق نه استعمالول، پُوچه خولۀ، سپکاوے کول، د بني ګاله د زمکې خرد برد، نیازي کمپني، سیتا وائټ، بلېک بېري، د بشريٰ مانیکا خوب!!!

نېکبخته! باسټهـ ترېساټهـ کښې خو لاهو لاهو ئې. مالي څۀ چې پۀ تا خو اخلاقي کېسونه هم دي.

ټېکس نظام کښې بهتري!!! سرمایه کاري!!! روزګار کښې اضافه!!! زرعي اېمرجنسي!!! وه صاحبه! صبر!!! د ضلعي حکومت د سطحې پۀ خبرو کښې راګېره صاحبه! تۀ خو پۀ لاهور کښې د وزیراعظمۍ د پاره وزرې نۀ تلې؟؟؟ خارجه پالیسي؟ داخله پالیسي؟ ګاونډیانو سره تعلقات؟ د صوبو تر منځه د وسائلو د تقسیم څۀ لار ګودر؟ سیاحت د پاره د مالم جبې دننه د زمکو غېر قانوني الاټمنټ، وزیراعليٰ هاوس اولس د پاره پرانستل، صوبه کښې د امن ساتلو د پاره د کومې مؤثرې بیانیې یا عملي اقدام پۀ ځاے د ترهګرۍ سرچینو ته د اصلاحِ نظام پۀ نوم قلنګونه ورکول، شپږ نیمه سوه ډېمونه، اېنډ وټ ناټ اېنډ وټ ناټ!!!

دا شکرونه وباسه چې عوامي نېشنل پارټۍ د خپلې اوږدې مبارزې نه پس د صوبې د پاره مالیاتي ازادي او د وسائلو د استعمال حق ګټلے، پۀ هغې د پاسه دې هم صوبه درې سوه اربه قرضدارې کړه ـــــ بي اٰر ټي د پاره قرضې، سوات اېکسپرېس وے د پاره قرضې، بلین ټریز سونامي کښې څربې څربې شوړې، د بوټي پۀ سر اتلس روپۍ!!! تۀ هم صادق او امین ئې؟؟؟

انصاف!!! هغه موبائل کورټس چې تا یادول کنه!!! څۀ پته ئې لګي؟ وایه نه!!!

پولیس اصلاحات!!! هغه پولیس چې د ترهګرۍ پۀ ضد جنګ ئې مورال اوچت کړے او اخلاقي معیار سینګار کړے ؤ، د اولس باور ؤ پرې، هغه پولیس دې دومره سیاسي کړل چې اخبارونه ډک دي.

مضبوط وفاق!!! د څلورو پنچرونو نه شروع شوې ستا ډانس دهرنا څلور میاشتې پس پۀ څلور د پاسه اووۀ شلې شهیدانو وینې سره غلې شوه، خو د دغه شهیدانو لا څلوېښتي هم نۀ وه شوې چې تا خانه ابادي وکړه!!! بیا دې اسلام اباد لاک ډاون!!! پۀ ټي ويګانو حملې، پارلېمنټ ته کنځلې، د سیاسي اخلاقیاتو جنازه او تۀ او مضبوط وفاق؟؟؟ سه فریقي حکومت!!! شېرپاو بهر، شېرپاو دننه!!! بهر پۀ څۀ؟ جي ټول کرپټ وو!!! بیا دې څنګه راوستل؟ جي ټول کرپټ نۀ وو!!! د خېبر بېنک مسئله؟؟؟ جي هغه پۀ کرپشن چې مو څوک بهر کړي وو، د هغوي مشر مو ورله مشر کړو!!! اوس څۀ شول؟ جي بیا مو رخصت کړل!!! ولې؟ جي مونږ سره اسلام اباد لاک ډاون له نۀ وو تلي!!! جماعت اسلامي خو هم نۀ وو تلي کنه؟ جي نۀ وو تلي خو پۀ هغوي زمونږ د اتحاد اعتماد ؤ!!! اوس جماعت اسلامي؟ جي اعتماد مې پرې نۀ شو کولے نور!!!!

چې ستا پۀ خپله اسمبلۍ کښې شل کسان خرڅېږي، تۀ خپل ممبران پۀ پېسو اخلې، چې ستا وزیران، مشیران او وزیراعليٰ ټول پۀ سنګینو مالي بدعنوانیو کښې ککړ دي، تۀ به مضبوط وفاق جوړوې؟؟؟ د صوبې څلور بجټونه درنه لېپ لاړل، پینځم بجټ د پاره درسره نۀ مطلوبه تعداد شته او نۀ کورم، نو تۀ به وفاق څۀ مضبوط کړې، تۀ به کرپشن څنګه ختم کړې، تۀ به بهر نه سرمایه کاري څۀ راوړې؟

اولس دا حق خو لري چې تپوس درنه وکړي چې کۀ کرپشن بقولِ ستا نشته، کۀ حکومت بقولِ ستا ډېر دیانتدار دے، کۀ بهر نه سرمایه کاري بقولِ ستا راځي، کۀ د وزیرانو پروټوکول ختمولو سره ملیونونه روپۍ میاشت بقولِ ستا بچت کېږي نو دا صوبه دې پۀ تاریخ کښې پۀ وړومبي ځل د ملکي او بېن الاقوامي مالي ادارو سره ګاڼه څنګه کړه؟؟؟ د صوبې خپل امدن، ریوینو، د بجلۍ منافع، د اوبو منافع، تجارت، ادارې!!! دا پېسې چرته لاړې چې تا صوبه د بېن الاقوامي او ملکي ادارو سره ګاڼه کړه؟؟؟

د ښځو د پاره جامع پروګرام!!! فوزیه چوهدري، مراد سعید، د شیرین مزاري لور، رېحام بي بي، عائشه ګلالۍ او داسې نورو تور سرو له عزت ورکول زده کړه. پۀ دومره علمي او عملي ژوند کښې هم د اقتدار پۀ فال د نکاح تر حده تلونکے به جامع پروګرام ولري؟

د بیلین ټري سونامي غږ او دې کښې کرپشن!!!

د درې نیم سوه ډېمونو اعلان!!!

حیات اباد کښې د بابِ پشاور د پاسه د ټرېفک بندېدو تخته!!!

بلدیاتي امیدوارانو له اختیارات ورکول او بیا تروړل!!!

د منږکانو ښکار!!!

خېبر بېنک سکېنډل!!!

اتحادونه پۀ جذباتو جوړول، پۀ دروغو ماتول!!!

د بني ګاله د اخستو سکېنډل، د بني ګاله اوسېدو سکېنډل!!!

جهانګیر ترین او نواز شریف د پاره بېل بېل اخلاقي جواز!!!

د تعلیمي ادارو نه مورچې او چاوڼۍ جوړول!!!

‘ګرین پشاور’ کروړونه خرچ کول او بیا ‘ان ګرین’ کول!!!

‘جنګله بس’ او کندې کپرې پېښور!!!

د ‘معلومات تک رسائی’ نه پسپائي!!!

د احتساب کمېشن معطل کول!!! مړه هغه احتساب کمېشن کښې هم بدعنوانۍ او بې ضابطګۍ!!!

پۀ شل شل بدعنوانانو انصافیانو پینځۀ کاله خاموشي!!!

د سیاسي اخلاقیاتو قتل!!!

تۀ داسې وکړه چې د 11126285 اوسېدونکو لاهوریانو ته د 1970042 اوسېدونکو د پېښور خبرې پۀ مینارِ پاکستان کښې مۀ کوه، ځکه چې میډیا ډېره تېزه ده او پېښور ته کېمرو سترګې نیولې دي. چې دا روانه روژه ووځي نو د ډمامو د ډنګاري پته به ولګي. اولس د جعلي جمهوریت بقولِ ستا، جعلي انتخابات بقولِ ستا، جعلي عدالت بقولِ ستا، جعلي پارلېمنټ بقولِ ستا، جعلي الېکشن کمېشن بقولِ ستا، جعلي نېب بقولِ ستا او جعلي فېصلې بقولِ ستا نه یو قدم وړاندې تلي دي، هغوي اوس د ‘اصل’ جعلي تبدیلۍ نه هم خبر دي. د 2018 انتخابات د پاره ستا دغه یوولس نکتې اصل کښې نوې شتۍ دي.

شوکت خانم هسپتال زنده باد ـــــ لېډي رېډنګ هسپتال مرده باد!!!!!

 

دا هم ولولئ

ایماندارو! تش لاس مۀ تېرېږئ! – نهار خان تنګیوال

  ایماندارو! تش لاس مۀ تېرېږئ! یه هلکه! جو هغه چې مونږ واړۀ وو او …