ووټ، انصاف او عزت – نبي ګل محمدزے

د پاکستان د جوړېدو اويا کاله قابو شول او پۀ دې اويا کاله کښې قوم ته د شودو او شهدو د نهرونو وعدې وکړې شوې خو تر نن ورځ پورې خپل ځان نه علاوه د قوم پۀ ښيګړه کښې هېڅ کاميابي ونۀ شوه. قوم ورځ پۀ ورځ ښکته او سياسي مشران نۀ بلکې (مداريان) مخ پۀ بره روان دي. د جمهوريت، امن او اسلام پۀ نوم ئې يو بازار ګرم کړے دے او هرې سياسي پارټۍ پکښې خپل خپل دوکانونه پرانستي دي. اوس چونکې د جمهوري حکومت پينځۀ کاله پوره کېدونکي دي نو ټولو سياسي پارټیو پکښې د قوم د بېوقوف کېدو د پاره نوې نوې سياسي نعرې راوړې او کلي پۀ کلي ښار پۀ ښار کوڅۀ پۀ کوڅۀ بلکې جومات پۀ جومات پۀ مختلفو رنګونوکښې ټولنې، جلسې، جلوسونه روان دي. چا د اسلام پۀ نوم عوام لوټ کړل پۀ جوماتونو کښې د اسلام د غلبې، د دستار بندۍ پۀ موقع او د توحيد کانفرنس پۀ نامه ئې سياسي معرکې روانې کړې دي ــــ څوک د روټي کپړا او مکان پۀ نوم باندې عوام ځان ته راکاږي – څوک د رشوت نه پاکه معاشره غواړي او څوک نوے پاکستان غواړي.

دغسې نعرې پۀ تېرو وختونو کښې هم وهلې شوې وې خو د وخت سره سره د دې نعرو اهميت ختم شو. لکه د بهټو د حکومت ختمېدو نه وروستو “مردِ مومن مردِ حق : ضياء الحق ضياء الحق” نعره ووهلې شوه نو د هغې پۀ جواب کښې د انتخاباتو وخت راغے نو دغه نعره ډېره مشهوره شوه “ياالله يارسول! بې نظير بې قصور”. دا نعرې ټولې د خپلو سياسي فائدو اومقاصدو د پاره استعمال شوې. د بې نظير بهټو د حکومت نه پس يوه بله نعره نوازشريف ووهله، “جاگ پنجابي جاگ تيري پگ نوں لگ گئی اگ” او حکومت اخستو نه پس ئې “قرض اتارو ملک سنوارو” نعره ووهله – خو دې نعرو هېڅ فائده قوم ته ونۀ رسوله.

د دې نه پس پروېز مشرف “سب سے پهلے پاکستان” او “روشن خيالى” نعرې ووهلې او اخر هغه هم د وخت سره دفن کړې شوه –

اوس مذهبي پارټۍ بيا د اسلام اباد د پاره يو شوې. هغه مذهبي پارټۍ چې تر نن پورې به ئې پۀ يو بل باندې د کفر فتوې لګولې پۀ يو بل پسې به ئې نمونځونه نۀ کول؛ اوس نۀ مسلک او نۀ مذهب، خو د کرسۍ د پاره نن ټول يو دي.

نوازشريف چې سپريم کورټ ئې د نا اهلۍ فېصله هم کړې ده، هغه نن “ووټ کوعزت دو” نعره وهي.

بيا راځئ چې يو نظر د “نوي پاکستان” نعره باندې واچوو. پينځۀ کاله پۀ خېبر پښتونخوا کښې حکومت نه پس څوک دا وئيلے شي چې نوے پُل، سکول، کالج، يونيورسټي يا يو هسپتال هم جوړ شوے دے؟ ايا پۀ هسپتالونوکښې د مريضانو علاج د پاره څۀ کار شوے دے؟ د پوليس يا عدالتي نظام کښې څۀ بهتري راغلې ده؟ او کۀ داسې نۀ وي نو بيا ستا هغه نوے پاکستان او “تبديل” څۀ شول؟ يقيناً تبديلي راغلې ده، د تحريک انصاف سره پۀ خېبر پښتونخوا کښې شل د صوبائي اسمبلۍ ممبران داسې دي چې پۀ کروړونو روپیوخرڅ شول. نۀ خو د هغوي پۀ خپله حلقه کښې څۀ کار شوے دے او نۀ ترې نه خلق خوشحاله دي. نۀ درې سوه شپېتۀ ډېمونه جوړ شول.

ملي مشر اسفنديار ولي خان بيا بيا وئيلي دي چې زما پۀ پارټۍ کښې ممبران يا پۀ ما باندې څۀ کرپشن غلا ثابت کړي نو زۀ سزا ته تيار يم. د پينځو کالو حکومت د کارنامو يونيورسټيو، کالجونو، هسپتالونو چې کوم جال خورشوے دے، پۀ تېرو اوياو کالوکښې نۀ دي شوي او انشاء الله راروان وخت هم د ترقۍ دے، د سپرلي دے.

حقيقت دا دے چې مونږ ته د نوي پاکستان يا د تبديلۍ ضرورت نشته، مونږ ته د ايماندار، ذمه وار او جمهوري قيادت ضرورت دے. د دې مطلب دا شو چې د پي ټي اٰئي ټول قيادت کرپټ دے نو را روان انتخاباتو کښې به قوم نه پۀ کومه خولۀ ووټ غواړي – اٰيا نوې نعره به راوړي؟ يا پۀ جلسوجلسونو کښې مخالفينو ته کنځل کول او پۀ ګډاګانو باندې ووټ اخستل وي – پۀ دې وجه مونږ ته د نعرو د نوو يا زړو ضرورت نشته. يو وخت راروان دے چې سور انقلاب به راشي او ټول د دهوکو، غلاګانو او خپل مطلب سياسي مشران سره د صلاح کارو به لاهو کړي – نۀ به باڼس پاتې شي او نۀ به شپېلۍ جوړه شي – د قوم نه هم دا توقع پکار ده چې يو سړے يو وخت کښې خو دهوکه کولے شي خو پوره قوم دهوکه کولے نۀ شي – را روانوانتخاباتو کښې به نعرې ډېرې لګي خو د انصافياتو مشرانو له پکار دي چې دا نعره بيا بيا ووهي چې “هم کو معاف کردو”. هغه کسان چې د اقتدار د پاره د نورو سياسي ګوندونو نه را روان شي نو هغوي د ټکټ د پاره ممبران ويستلے شول ځکه را روان وخت کښې دوباره هغوي ته د ووټ ملاوېدو هېڅ امکان نشته –

د ملي مشر اسفنديار ولي خان هغه خبره څرګنده شوه چې پۀ قران پاک دې لاس کېږدي اوس ځاے پۀ ځاے د قسمونو سلسله روانه ده خو دغه قسمونو باندې هېڅوک اعتبار نۀ کوي –

راځئ چې د سور انقلاب د پاره ملا تړ شو او يو ځلې بيا پۀ خاوره امن او سوکالي راولو.

ستا تجزيه ده خو برحقه تجزيه نۀ ده جي! 

زمـا مزل تر دې پړاوه حادثه نۀ ده جي! 

مينه قیصه ده خو د دوو روپیو قیصه نۀ ده جي! 

مينه رتبه ده کنه جي! .مينه عهده نۀ ده جي! 

ياره زمـا مخالفين زما پۀ فن څۀ کوي؟ 

ږيره مې نشته کنه! ږيره مې اوږده نۀ ده جي! 

زما خبره ده بيخي زما خبره ده جي! 

هو جي! ساده هم ده، خو دومره هم ساده نۀ ده جي! 

هو جي! پياده راغلم د خپل سفر داستان به وايم 

نـه جـي! لۀ چا مې هم اخستې کرايه نۀ ده جي! 

هغه خفه ده جي! خو خپلې تنهایۍ ته ده جي! 

ډېره خـفه ده جي! خو ما پسې خفه نۀ ده جي! 

زما احساس وائي چې دا يو ماتمي سرود دے 

نۀ وائي دا چې دا نغمه ده او نغمه نۀ ده جي! 

تۀ هـم وهسکي ئې، ولې هغه شان خو نۀ ئې کنه! 

زما توبه ده، ولې هغه شان توبه نۀ ده جي! 

ممتازه! ستا پۀ سره غرمه ځنګېدل؟ ولې؟ ولې؟ 

ګوره سکڼے ماښام هم نۀ دے، ګوره شپه نۀ ده جي! 

ممتاز اورکزے

نظم نرس

خان عبدالغني خان

د جدید نرسنګ بنیاد ایښودونکې فلورنس نائټېنګېل (1910-1820) ته د خراجِ عقیدت وړاندې کولو د پاره د مۍ دولسمه نېټه پۀ نړۍ کښې د نرسانو د نړیوالې ورځ پۀ حېث نمانځلې شي. دړد له دلاسه، پرهر له ملهم او د رنځور خصمانه د لوے زړۀ او لویې مړانې خبره ده. ‘پښتون’ د دې ورځ پۀ مناسبت د غني خان دا نظم د دړدونو، پرهرونو او رنځونو پۀ ضد ولاړې هرې نرس ته ډالۍ کوي چې بې د څۀ کرکې، ستړیا او ستومانۍ انساني خدمت کوي.

د دردمند د خوار خدمت 

خدمت نۀ دے عبادت دے 

لکه مور رحم او مینه 

د حوا اصلي فطرت دے 

دا د مرګ سره جګړې 

دا نرتوب او شجاعت دے 

دا د دړد پۀ اور کښې رحم 

او تیارو کښې سپین مشال 

هر ژوندے د ښځې زوے دے 

هم ئې خېشت او هم کمال 

کۀ دنیا ورته سپک ګوري 

دنیا څوک دي پېژندلے 

د شمکورو خرو ګَله ده 

هر یو لال ئې خاورې کړے 

لُور د خېشت او مور د ژوند 

دې له رب پېدا حوا کړه 

دا خو مونږه شاعرانو 

یا ساقي یا دلربا کړه 

د مغرب قچر تهذیب دا 

یوه مسته شان بلا کړه 

نۀ ئې مور کړه نۀ ئې خور کړه 

نۀ ئې د دین نۀ د دنیا کړه 

د حوا اصلي مقام 

رحم، مینه او خدمت دے 

دا د مرګ سره جګړې 

خدمت نۀ دے عبادت دے 

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …