مبارکي – پښتون

یو دېرشم ائیني ترمیم منظورېدل د دې ملک د تاریخ او د پښتون قام د تاریخ یوه لویه ورځ ده. د فاټا انضمام سره به ملک مضبوط شي. زمونږ مشرانو چې د کومې ورځ نه دا غوښتنه کړې وه نو هغې ورځ نه د ازمېښتونو، تکلیفونو، جېلونو او مقدمو سره مخ وو. نن د دې ائیني ترمیم منظوري زمونږ د مشرانو د تاریخي موقف حمایت دے او زمونږ د سیاست د نظریاتي اساس د مضبوطیا دلیل دے.

دې ټوله موده کښې د قبائیلي سیمو خلق پۀ جسماني، روحاني، مالي او مادي طور ډېر کړېدلي او زورېدلي دي. د هغوي کورونه وران شوي، روزګارونه ئې خراب شوي، زمکې ئې شړې شوې دي او معاشرتي ډهانچه باندې ئې د جنګ بد اثرات غورځېدلي دي. دا زمونږ ذمه واري ده چې پۀ خپلو دې نوو ضلعو کښې د ژوند بحالولو د پاره پۀ هنګامي بنیادونو کار وکړو او د ائیني او انتظامي کمزوریو او نیمګړتیاو ختمولو سره سره پۀ مادي اړخونو هم بهرپور توجه ورکړو.

زۀ د خېبر پښتونخوا سره د فاټا انضمام باندې ټول قام ته مبارکي وایم او د هغه جمهوري قوتونو مننه هم کوم چې د دې تاریخي ائیني ترمیم منظورۍ کښې ئې کردار ادا کړے دے.

ملي مشر اسفندیار ولي خان

د صوبه سرحد د نامې بدلون نه پس د فاټا د صوبه ‘خېبر پښتونخوا’ سره دا انضمام د پښتنو د قامي وحدت پۀ لوري دوېم ګام دے.

د پاکستان دننه چوکاټ کښې د ټوټې ټوټې پروت پښتون وطن یو کول د عوامي نېشنل پارټۍ د سیاست مرام دے، دا ځکه چې قامونه هله ګټه کوي چې وړومبے یو اکائي یو وحدت جوړ شي. پارلېماني سیاست کښې د پارلېمان دننه مناسبه نمائندګي د قامي مقدمې مخې ته راوړلو او مخکښې بوتللو د پاره ډېره ضروري وي.

انشاء الله زمونږ راتلونکے ګام به جنوبي پښتونخوا د خېبر پښتونخوا سره یو کول وي.

میا افتخار حسېن

مرکزي سترسېکتر، عوامي نېشنل پارټي

دا ډېره د خوشحالۍ خبره ده چې نن د فخرِ افغان باچاخان یو بل ارمان ورېژېدۀ. د پښتنو د جغرافیائي یو والي کوم تصور چې د معروضي حالاتو تناظر کښې د باچاخان ځیرک فکر نن نه اویا کلونه وړاندې پېش کړے ؤ، عوامي نېشنل پارټي د مسلسل او مستقل پارلېماني جدوجهد نه پس نن د دغه تصور یو پړاو پوره کړو. د فاټا ادغام د دغه هلوځلو یو روڼ ثبوت دے.

زۀ د پښتنو د شریک کور ‘باچاخان مرکز’ لۀ خوا ټولو پښتنو ته مبارکي وایم او پۀ دې تاریخي قرارداد منظورولو د جمهوریت پسنده قوتونو مننه کوم. انجینئیر اعجاز ایسپزے

منتظم، باچا خان مرکز، پېښور

 

دا هم ولولئ

!!!Absolutely Not – پښتون

اېمل ولي خان دې خداے زر کلن کړي چې څۀ هم وائي نو بېخي د …