میډیا، استعمار او مونږ – احمد حسن حسرت

 

 

‘د يوې خاص مفکورې د پاره ذهن سازي’ (Brain Washing) يوه داسې موضوع ده چې د لوېديز پۀ مشرقي ملکونو کښې پرې سلګونو نفيساتي استاذانو کتابونه ليکلي او پۀ کلونو ئې پرې څيړنې کړي – دغه دانشورانو پۀ شخصي او ټولنيز دواړو اړخو ډېرکار کړے –

پۀ اولني او دويم نړۍ وال جنګونوکښې دواړو ډلو يعني انګرېزانو او جرمنيانو د نفسياتو د استاذانو خدمات ترلاسه کړي وو- دواړو ډلو د خپلو رېډوانو او د اشاعت د ذريعو لۀ خوا نفسياتي جنګ هم ښۀ تود ساتلے ؤ – د جنګ نه پس د دواړو ډلو ماهرانو د ترلاسه شوو نتيجو جاج واخستو او د هغې پۀ رڼا کښې ئې هر اړخيزه کوټلي نظريات وضع کړل چې اوس د ابلاغ دنوو ذريعو لۀ خوا پۀ عملي توګه خورېږي – د دغه نظرياتو نۀ کۀ يوخوا نړيوال استعمار فائده اوچتوي نوبل خوا پۀ وروستو پاتې هېوادونو کښې ترې برلاسي طاقتونه هم کار اخلي –

ذهن سازۍ (برېن واشنګ) پۀ عمل کښې بنيادي او مهمه نکته دا ده چې دخلقو نفسيات پۀ څۀ نا څۀ شکل پرله پسې داعصابي کشمکش پۀ لړزېدونکي حالت کښې وساتلے شي- تر دې حده چې متاثره خلق دغه حالت نه وتو د پاره پۀ حرکت کښې راشي (او حرکت ئې د دوي د خوښي وي)- پۀ داسې حالت کښې متاثره خلق پۀ دې هم نۀ پوهېږي چې د دغه حالت نه د وتو دپاره منفي او مثبت لاره کومه ده- داسې هم وشي چې ټولو يا څۀ خلق پۀ ذهني توګه د جمود ښکار شي – پۀ داسې حال کښې بعضې وخت انسان د حېوان درجې نه هم ښکته پرېوځي او د ټولنې اخلاقي قدرونه د پښو د لاندې کړي- پۀ ځانګړي توګه د ځوان کهول پۀ شخصيت او کردار کښې منفي بدلونونه راشي او اکثر چا ته دا پته هم نۀ لګي چې دا هرڅۀ د دې خبرې نتيجه ده چې د بهر نه يا د دننه نه د ذهن سازۍ پۀ منصوبه کار روان دے –

پۀ کومه ټولنه کښې چې داسې حالت پېدا کول وي، د هغې ټولنې پۀ نفسياتو د اول نه پۀ کلونو کار او تجربې شوې دي او پۀ مناسب وخت پرې عمل درامد شروع کړي –

د اشتهاراتو يو غربي ماهر ټوني شوارټر (Tony Schwartz) پۀ خپل کتاب دي سېکنډ ګاډ (The Second god) کښې د ميډيا پۀ حواله ليکي، ‘د خداے پۀ شان ميډيا هم د جنګونو مخه بدلولې شي، يو صدر يا باچا د تخت نه کوزولے شي او د خلقو رايې پۀ سمه يا غلطه اړولې شي.’

د ذکر شوي کتاب د نامې نه معلومېږي چې نړيوال استعمار ميډيا يعني پروپېګنډې له څومره اهميت ورکوي – نړيوال ابلاغي نشرياتي جال کښې د نښتې ټولنې خلق پۀ داسې چل ول بې لارې کولے شي چې غرضيان ترې خپل غرض پټ ساتي او نورو نورو مسئلو ته ئې پام ورګرځوي، مثلاً د ميډيا پۀ حواله د فحاشۍ او عريانۍ پۀ ضد بې اثره بيانونه يا يوې داسې پېښې ته د خلقو پام ګرځول چې د دوي مذهبي جذبو ته ترې ضرر رسي – داسې پېښې اکثر پۀ داسې وختونوکښې کېږي چې استعمار يا د يو ملک برلاسے طاقت خپله يوه غټه ټګي دخلقو د پام نۀ پټول غواړي – حالانکې د خلقو جذبې چې دکوم عمل پۀ ضد رالړزېدلې وي پۀ هغې کښې پۀ خپله د برلاسه طاقتونو لاس وي –

پۀ اوسني دور کښې يوخوا جنګونه پۀ مادي وسلو او فوځ کېږي او بل خوا پکښې د ميډيا پۀ شکل نفسياتي وسله پۀ داسې طريقو استعمالېږي چې د مادي وسلو نۀ ئې زور زيات او زيان بسياره دے– اوس برلاسي او غلبه هغه چا ته حاصله ده د چا پۀ تله کښې چې د پروپېګنډې وزن زيات وي، يعني د ابلاغ زياتې وسيلې ئې پۀ لاسوکښې وي –

دا د اطلاعاتو د نشرياتي جال کمال دے چې نن زمونږ تعليم يافته خلق هم د يو سوچ او نظر د تول د پاره پۀ زياته پروپېګنډه باور کوي – د هټلر د وختو د يو جرمن وزير ‘جوزف ګوئبلز’ (Joseph Goebbels) مشهوره وېنا ده چې ‘دومره دروغ ووايه چې هغه رښتيا شي.’

دروغ به څنګه رښتيا کېږي؟ د دې چل ټګانو له ښۀ ورځي – راځئ چې د ټګانو د يو حکايت نه پرې ځان پوهه کړو-

يو ساده کلي وال د څاروو پۀ منډۍ کښې يو ښکلے ګډ پۀ ښه بيعه واخستو او د جيلب نه نيولے ئې کلي ته روان کړو- د ټګانو يوې ډلې داسړے څارلے ؤ او ټګي ئې ورته جوړه کړې وه – کله چې دا ساده سړے د منډۍ د ګڼې نه ووتو نوڅۀ منځ کښې ورته يو ټګ ناست ؤ- چې دۀ له راورسېدو نو اول ورته ټګ پۀ ډېره مينه ناک انداز هرکلے ووې او بيا ئې پوښتنه وکړه؟- کاکا داسپے دې پۀ څو واخستو؟ ښۀ ذات دے د څوکۍ د پاره – ولې د خټکو باغ دې جوړ تيار شو؟ ساده سړي حېران حېران ټګ ته وکتل او جواب ئې ورکړو ولې يار! نظر دې کمزورے دے څۀ ؟- داسپے نۀ ګډ دے ګډ – لږ ښۀ ورته وګوره- دا ئې ووئيل او پۀ خپله مخه روان شو- چې لږ وړاندې لاړو نو هلته ورته بل ټګ ناست ؤ – دې ټګ اول پۀ ډېره عاجزۍ ساده سړي ته سلام وکړو او بيا ئې ترې ښۀ باوري پوښتنه وکړه صاحبه ! دا سپے خودې ښکلے دے د ښۀ نسل معلومېږي- دے دې د څاروو د څوکۍ د پاره بالکل مناسب دے؛ پۀ څو دې واخستو؟ ساده سړي اول ګډ ته وکتل او بيا د ټګ مسکينې موشادې ته، هېڅ جواب ئې ورنۀ کړو او پۀ خپله مخه چاخ چاخ روان شو- خو سړے پۀ سوچ کښې شو – دے چې څۀ منځ وړاندې لاړو نوځاے پۀ ځاے دوه درې ټګانو نورو هم ورله پۀ ګډ د سپي فتوې ولګولې- خو لا کلي ته رسېدلے نۀ ؤ چې پۀ ګډ د دۀ د سپي ګمان پۀ يقين بدل شوے ؤ- زړۀ کښې ئې وې چې کۀ کور ته لاړې نو دکور خلق به دې ملامته کړي وائي به چې سړے تلے پۀ ګډ پسې ؤ او ورځ ئې پۀ سپي پسې تېره کړه او بله دا چې يو ډوډۍ خلاص خړے خو پۀ کور کښې شته نو دا بل ورله څۀ له بوځم؟ بس دا سوچ ئې کړے، د ګډ نه ئې جيلب وويستو، ځان ته ئې پۀ زړۀ کښې او ګډ ته پۀ خولۀ کنځل وکړل او بې ګډه پۀ خپله مخه لاړو– هلته چې وروستو ټګانو ليدلي چې ساده ګل کاکا د ګنو د فصل نه پناه شو نو رامنډه ئې کړه، ګډ نه ئې څادر جيلب کړو او پۀ خپله مخه تلي دي –

د لوېديځ سرمايه پرسته دانشورانو د پروپېګنډې د پاره هم دغه د ټګۍ اصول وضع کړي او پۀ دې اصولو ئې پۀ ډېرو وروستو پاتې قامونو خپلې عقيدې او ثقافتونه او اخلاقي قدرونه پرېښودي دي ، نزدې چې خپلې مورنۍ ژبې ئې ترې هېرې کړې او د خپلې زرپرستۍ پۀ دام کښې ئې ګېر کړل –

د دې خبرې نه انکار نۀ شي کېدے چې د څيزونو جوړولو او خورولو زياتې وسيلې پرمخ تللي هېوادونو سره دي او د نړيوال خبرونو اتيا فيصده مواد هم د دوي لۀ خوا نه خورېږي– دوي وروستو پاتې هېوادونو له د خپلې خوښې شل فيصده برخه ورکوي – اوس هم داسې کمزوري او خوار ملکونه شته چې هغوي د سره خپلې نشرياتي ادارې نۀ لري او هم پۀ استعماري نشرياتو ګزاره کوي –

دا خبره د ياد ساتلو وړ ده چې د سرمايه دارو ټول افکار او نظريات د هغوي د اقتصادي او تجارتي ګټو د خوندي ساتلو د پاره دي – دغه سبب دے چې د ملټي نېشنل کمپنو جوړ څيزونه پۀ ټوله دنيا کښې داسې عام دي چې څوک ورته هم د غېرملکي او غېر مقامي پۀ نظر نۀ ګوري – بس پۀ هر ملک کښې ئې ورله د هغه ځاے پۀ مناسبت اشتهارونه تيارکړي وي – مونږ کۀ د خپلو بازارونو جاج واخلو نو خپل ملکي څيزونه به د غېر ملکي څيزونو پۀ نسبت ډېرکم ووينو– د دې پۀ نتيجه کښې کال پۀ کال د ملک تجارتي خساره زياتېږي او پۀ ملک کښې مو د بهر پورونه سېوا کېږي، ورځ پۀ ورځ د کرنسۍ قدر کمېږي او پۀ نتيجه کښې ئې ګراني زياتېږي – بل خوا د زياتې انساني ابادۍ او بې روزګارۍ پۀ سبب پۀ ملک کښې دکرپشن ،فساد، غلا غلتۍ او دهشت ګردۍ وباء خوره ده-

دا ملک چې د اولې ورځې نه د استعماري وارثانو پۀ لاسوکښې ؤ نو دلته چا د دغه نظام پۀ ضد خبره کولې شوه او نۀ ئې څۀ اولسي تحريک چلولے شو، کۀ چا داسې کول نو جېلونه او تعزيرونه ئې پۀ برخه وو- کۀ د اولس لۀ خوا به ئې څۀ خطره محسوس کړه نو د نړيوال استعمار پۀ ملاتړ به ئې د رياستي جبر پۀ وسله وزورل، مارشلا ګانې او جرنېلان به ئې پرې مسلط کړل، کتابونه به ئې ضبط کړل، رسالې او مجلې به بندې شوې ،ليکوالان به جېلونوته واستولے شول ، مقبول امروزه اخبارونه به پۀ سرکاري تحويل کښې واخستے شول، د دروغو مفروضې به ئې پۀ رښتياو حقيقتونو بدلې کړې او د قام او اولس پۀ ذهنونو به ئې وروتپل –

د ابتداء نه ئې تعليمي نصاب داسې جوړکړو چې نوے نسل ئې د خپل تاريخ نه پۀ تيارۀ کښې وساتلو، خپل اتلان ئې ورته غداران کړل او پردي دلالان ئې ورته هيروګان کړل. تر دې چې د خپلو مورنيو ژبو نه ئې محرومه کړل او د اے بي سي محتاج ئې کړل – د خپلو نيکانو ژبه ئې ورته پۀ سر د اوسپنې ټوپۍ کړه، داسې چې د خپل نوي نسل نه ئې د شادولا ملنګوټے جوړکړو-

د روانې سليزې پۀ سر کښې کله چې امريکي استعمار پۀ افغانستان کښې نېغ پۀ نېغه مداخلت وکړو نو پۀ پاکستان کښې ورته د اول نه فوځي حکومت موجود ؤ- د دې حکومت د پاره هغه وخت چې هر جواز او سبب بيان شوے وي، هغه به هم پۀ خپل ځاے وجوديت لرلو- نو بنيادي سبب ئې پۀ افغانستان کښې د امريکي د مداخلت د پاره پېش بندي وه، ځکه چې پۀ هغه وخت کښې پاکستان څنګه استعمال شو نو د سول حکومت پۀ موجودګۍ کښې ورته څۀ ناڅۀ مشکلات پېښېدے شول او د امريکې منصوبه سازو خپله منصوبه د هر قسم غلطۍ نه پاک ساتل غوښتل –

پۀ پاکستان کښې د هر فوځي اٰمر روايت ؤ چې پۀ صحافت به ئې بندېزونه لګول، خو دا خبره هغه وخت او اوس هم زمونږ تش پۀ نوم څۀ دانشورانو ته عجيبه ښکاري چې يو فوځي اٰمر د صحافت نه بندېزونه اوچت کړل، يو دم د بې شمېره ټي وي چېنلونو پړق پړوق شو او پۀ دغه پړق پړوق کښې فوځي اٰمر پۀ سينه يو د جمهوريت تمغه هم اوېزانده کړه –

بې شکه چې د هندي او انګرېزي چېنلو پۀ نيم بربنډ پروګرامونو د ځوانانو سترګې يخې شوې (هر څو کۀ د وي سي ارونو پۀ وسيله دغه عمل د مخکښې نه روان ؤ) خو د نيوز چېنلو لۀ خوا چې قام پۀ کوم لړزېدونکي ذهني کېفيت کښې مبتلا شواو د نفسياتي کشمکش،کرکې، دروغو، بهتانونو، کنځلو او سپکو سپورو د وحشت او بربريت د لائيو پروګرامونو کومه لوبه شروع شوه نو هم دغه د استعماري منصوبه سازو د دې سيمې د پاره د جوړې شوې کوټلې منصوبې نتيجه ده- داسې يو خوا د هغوي سياسي اغراض پوره کېږي او بل خوا تجارتي –

د ملټي نېشنل کمپنو داسې مصنوعات هم دلته د سرو پۀ نرخ خرڅېږي چې د هغوي پۀ خپلو ملکونوکښې پرې بندېزونه دي، ځکه چې دا د انساني صحت د پاره د ضرر نه ډک دي – د دې فائده کمپنیو ته هم رسي او د چېنلو مالکانو ته هم دومره چې هغوي پرې خپل ډولونه ګرم ساتي –

صحافت ازاد شو (دومره هم نۀ ځکه چې اوس ئې هم واګې د ‘ښکاره پټو’ برلاسي طاقتونو پۀ لاس کښې دي) خو مکمله تجارتي بڼه ئې خپله کړه او پۀ ښکاره خوار پار صحافيان د پلازو او لېنډ کروزرو خاوندان شول، نصيب ئې شۀ خو د دوي د صحافت کوم قيمت چې ملک او قام ادا کوي هغه ډېر زيات دے – جميل احمد خان پۀ خپله مقاله ‘د ميډيا امپېريل ازم’ کښې ليکي –

‘اوس هاغه وخت تېر شوے چې مونږ دا سوال اوچت کړو چې ايا ميډيا د انسانانو پۀ ژوند څۀ اثر غورځوي او کۀ نۀ ؟ بلکې مونږ له اوس دا سوچ پکار دے چې د ميډيا واګې پۀ کومو لاسوکښې دي او د چا پۀ لاسو کښې چې دي نو هغوي ترې څۀ فائدې اوچتوي؟ نن مونږ له د ميډيا هر اړخېز او ژور اثرات مخې ته ايښودل دي او پۀ دې نکته غور او فکر پکار دے چې پۀ راتلونکي وخت کښې زمونږ پۀ ټولنيز ژوند کښې کوم بدلونونه راتللے شي؟ او دا هم چې تر اوسه ئې څومره زيان رارسولے دے (او څۀ بند ئې پکار دے چې خپل قام او ټولنه د نور زيان نه محفوظ وساتو).

زمونږ د ملک ميډيا چې د صحافت د ازادۍ پۀ نامه د برلاسي طاقت کوم جيلبونه پۀ خپلو ګرېوانونوکښې پټ ساتلي نو د دوي د ګرېوانونو تڼۍ اوس رو رو د سوشل ميډيا پۀ نوکارو شوکېږي؟ اګر کۀ د سوشل ميډيا اثر لا صرف تر يوې محدوده طبقې دے –

د 2018 د فرورۍ پۀ مياشت کښې چې پۀ اسلام اباد کښې د پښتون تحفظ مومنټ لۀ خوا چې د خپلو جائزو غوښتنو د پاره لس ورځې پرله پسې کومه امن ناکه، بې مثاله او د شرافت مظاهره وشوه نو د پاکستان ميډيا کۀ هر څو خپلې سترګې د برلاسي طاقت پۀ پټو تړلې وساتلې خو د سوشل ميډيا پۀ ذريعه د دغه مظاهرې عکسونه ټولې مهذبې نړۍ ته ورسېدل –

دا وخت د پاکستان پۀ ټوله الېکټرانک ميډيا کښې يو هم داسې نيوز چېنل نشته چې پۀ پوره ايماندارۍ د خپل ازاد حېثيت رېښتونے کردار ادا کړي او د پښتون قام حقيقي تصوير دنيا ته وښائي – د پښتو يو چېنل هم د پښتو پۀ نامه څۀ ناڅه کار کوي، اګرکۀ دا کم دے خو د هغوي پۀ غاړه هم د جيلب ايوه پرته ده البته پۀ بېن المللي سطح د ‘مشال’ او ‘ډيوه’ ريډيو غوندې ادارې د دغه کمي پوره کولو هڅې کوي خو د هغوي اثر دومره نشته څومره اثر چې د ملکي الېکټرانک ميډيا دے او دا ميډيا د ځانګړي ملکي سياسي ډلو ترجمانۍ ته وزګار نۀ ده-

تر کومه حده چې د پرنټ ميډيا د امروزه مقبولو ورځپاڼو تعلق دے نو هغوي هم د سرکاري او ملټي نېشنل کمپنیو د اشتهارونو محتاجه دي –

پۀ داسې حال کښې د پښتون دانشورې طبقې، د اديبانو، شاعرانواو فنکارانو ذمه واري جوړېږي چې د سوشل ميډيا سره سره خپلو جرګو مرکو، مشاعرو او محفلونو ته د عام اولس پام راوګرځوي – دغسې به دوي زور او زر خپل قلم او ژبې ته سلامي کړي –

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …