د عوامي نېشنل پارټۍ خبرې – ‘پښتون’

‘قبائیلي سیمې’ چې انګرېز استعمار د خپلې چالاکه جنګي ستراتیژۍ تر مخه د یو ‘بفر زون’ پۀ حېث ساتلېې وې او هلته ئې هېڅ ډول اصلاحاتو ته لاره نۀ ورکوله، د برصغیر تقسیم نه پس هم پۀ کالونیل سنت هم د یو بفر زون پۀ حېث پرېښودې شوه.

باچا خان بابا پۀ مارچ 1948 کښې پۀ پاکستان کښې دننه د تقسیم شوو پښتنو د ‘یو انتظامي یونټ’ )صوبې( مطالبه کړې وه چې دغه صوبې ته به د اساسي قانون /ائین تر مخه د خپلې ژبې، کلتور، تعلیم، تجارت، د پارلېمان انتخاب او ترقیاتي کارونو حقوق حاصل وي. عوامي نېشنل پارټۍ د باچا خان بابا دغه مطالبه د اتلسم ائيني ترمیم او ‘فاټا مرجر’ پورې راوستله. اوس دلته بې د څۀ مخصوص اېکټ یا ترمیم نه د ائین د نفاذ مسئله راپېښه ده.

دا یو حقیقت دے چې د کال 2018 پورې ‘فاټا مرجز’ د کومې بلې سیاسي پارټۍ د منشور برخه نۀ وه. د جنګي اقتصاد نه مستفید کېدونکو مذهبي ډلو او د مرکز سیاست کوونکو ګوندونو د پاره خو د سره دې سیمه کښې دلچسپي نۀ وه.

اوس چې د معروضي حالاتو ‘مطالبې’ او د ترهګرۍ پۀ ضد روان جنګ کښې د نړیوال فشار لاندې د پاکستان ریاست د باچا خان بابا خبرې ته کښېناستو او د عوامي نېشنل پارټۍ لۀ خوا شوي ټولګوندیز کانفرنس نه پس د ادغام عمل تېز شو او بیا ادغام وشو هم، خو اوس هم هر ممکن کوشش کېږي چې دغه عملي نۀ کړے شي. د مختلفو قانوني پېچیدګیانو او لنګولېټ کولو دسیسو نه پس هم چې د انتخاباتو اعلان وشو نو اوس یو خوا د انتخاباتو انعقاد نۀ یقیني کوي او د دې بې یقینۍ باوجود چې کوم سیاسي ګوندونه د انتخاباتو د پاره حلقو کښې دي، پۀ خصوصي توګه عوامي نېشنل پارټي، نو د هغوي مخنیوي د پاره ریاستي وسائل، ریاستي اثر رسوخ او تر دې چې غېر ریاستي عناصر هم استعمالېږي. زمونږ د ورور تاج وزیر ټویټ شوې ویډیو دلته تحریراً خوندي کوو چې سبا نۀ وائي چې ‘نعرې’ مۀ وهئ.

دا ټویټ هر څو کۀ پۀ ټولنیزو رسنیو ډېر وچورلېدو، تر دې کرښو لیکلوپرې د متعلقه ادارو د چا بیان، ډاډګیرنه یا تسلې مخې ته نۀ ده راغلې. سوالونو ته ځواب نۀ ورکول، احتجاج نه سترګې اړول د کټر مارشل لاء نخښه او بدتهذیبي وي. دا دې هم پۀ رېکارډ وي.

زۀ د عوامي نېشنل پارټۍ د جنوبي وزيرستان د حلقه 114 نامزد اوميد وار يم. ما او زما د پارټۍ ورکرانو د الېکشن د رولز )او ضابطه اخلاق( هېڅ قسمه خلاف ورزي نۀ ده کړې. پۀ جنوبي وزيرستان کښې پۀ حلقه 114 کښې د الېکشن تياري پۀ زور او شور روانه ده خو لۀ بده مرغه زمونږه تعلق د يوې داسې سيمې سره دے چرته چې د الېکشن پۀ وخت کښې هم دفعه 144 لګولې شوې ده چې د کومې لۀ وجې زما د الېکشن کمېپېن متاثره دے او مونږ ته د هېڅ قسمه جلسې )او سیاسي عمل( اجازت نۀ راکول کېږي. د دې هر څۀ نه پرته پۀ ما او د پارټۍ پۀ ورکرانو باندې اېف اٰئي اٰر کټ شوے دے، زمونږه ګرفتارۍ شروع دي، پۀ الېکشن افس باندې چاپې وهل کېږي.

لهٰذا زۀ الېکشن کمېشن ته خواست کوم چې پۀ مونږه کټ شوے اېف اٰئي اٰر دې ختم کړے شي. مونږ نۀ څۀ جرم کړے دے او نۀ مو څۀ د قوانينو خلاف ورزي کړې ده. دا هر څۀ د يو څو خاص اميدوارانو د پاره کېږي چې د هغوي د پاره حکومت وقت هم هر ممکن کوشش جاري کړے دے.

زۀ الېکشن کمېشن ته خواست لرم چې پۀ حلقه 114کښې هر اميدوار ته يو شان د الېکشن کېمپېن ازادي ورکړې شي.

د عوامي نېشنل پارټۍ پېښور )سټي( صدر سرتاج خان پرون 29) جون( پۀ ګلبهار کښې د ګلبهار تهاڼې سره خوا پۀ خوا د اهدافي وژونکي لۀ خوا ووژل شو. هغه یو داسې سرګرم کارکن ؤ چې د پي اېس اېف د غړیتوب نه تر دې وخته پارټۍ، د پارټۍ منشور او د پارټۍ مشرانو سره کلک ولاړ ؤ. د عوامي نېشنل پارټۍ حکومتي دوره کښې د ترهګرۍ خلاف جنګ روان جنګ کښې د پارټۍ غړي، کارکنان، د امن کمېټیو ممبران او مشران د خودکش بمبارانو پۀ نخښه وو. خداے د سرتاج خان سر ته څو حملو کښې خېر کړے ؤ. پرون ئې پوره کړې شوه.

پۀ حېث د عوامي نېشنل پارټۍ دا صرف زمونږ مطالبه نۀ ده، بلکې د ترهګرۍ نه د ځپلي اولس دا مطالبه ده چې د نېشنل اېکشن پلان پۀ شل واړه نکتو دې من و عن عمل درامد وکړے شي. د ترهګرۍ پۀ ضد شریک دې پلان ته مخامخ د یو نیم سل ګلونو وینې پرتې دي او د ترهګرۍ د هرې نوې واقعې مخې ته راتلو سره ثابتېږي چې ریاست )مقننه، عدالت، میډیا او فوج( د دغو ګلونو وینو ته سپک ګوري. مونږ دا دعويٰ هم ډېره پۀ جار کوو چې کۀ فوج ځان ته د ریاست محافظ او دهشتګردو ته ‘غېر ریاستي عناصر’ وائي، نو فوج د طالبانو د پاره د دفترونو وعدې کوونکي او د هغوي د نظام دفاع کوونکي ‘غېر سیاسي عناصر’ یعني پي ټي اٰئي سره ولې څنګ پۀ څنګ ولاړ دے؟

د سرتاج خان ټارګټ کېلنګ چې د دهشتګردۍ ښکاره واقعه ده، له د پولیس لۀ خوا د ډکېتۍ نوم ورکول ښائي چې اوسنے حکومت د طالبانو پارلېماني وِنګ دے. پۀ سرتاج خان د چلولې شوې ګولۍ نه پس شوے پوسټ مارټم رپورټ ښائي چې دغه د یو هائي ټرېنډ دهشتګرد کار دے. مونږ د ریاست نه د سرتاج خان د قاتل غوښتنه کوو او کۀ ریاست مونږ ته د هغۀ قاتل نۀ ښائي نو زمونږ نېغ پۀ نېغه دعويٰ پۀ ریاست ده.

د سرتاج خان د شهادت نه پس احتجاج کوونکو ته د ښاغلي میا افتخار حسېن دا وېنا دې پۀ رېکارډ وي:

…….دې واقعې ته يو غلط رنګ ورکول کېږي. رهزني يا شوکه داسې نۀ کېږي چې يو سړے دې پۀ ټارګټک کېلنګ کښې مړ کړے شي او داسې دې پرېښودې شي )چې هېڅ ترې وړے شوي نۀ دي(. سرتاج هره ورځ دغه ځاے ته راتلو او ټارګټ کېلر ته دغه پته وه ځکه ئې ورته دا ځاے څارۀ. هم هاغه وخت ګولۍ وچلولې شوه کوم وخت چې هغه پۀ خپل موټر کښې کښېناستو. لهٰذا دا شوکه نۀ ده بلکې ټارګت کېلنګ دے.

پۀ عوامي نېشنل پارټۍ د دې نه مخکښې هم داسې )اهدافي حملې( شوې دي. مونږ بار بار دا وايو چې دا ټارګټ کېلنګ دے او دې له دې غلط رنګ نۀ ورکول کېږي – دا باقاعده عوامي نېشنل پارټۍ باندې ډز شوے دے. صوبائي حکومت پۀ امن راوستو کښې ناکامه دے. د دې نه مخکښې باجوړ کښې زمونږه کارکن وويشتے شو او نن دا واقعه وشوه. زمونږ يو داسې ملګرے چې هغه د پېښور صدر ؤ او اېکټيو ؤ، هغه ئې پۀ نخښه کړو. دا مونږ ته پېغام راکول دي – مونږه وېرول غواړي. خو بيا هم کۀ مونږه ئې پۀ نخښه کړي يو او دا دهشت ګردي ئې وکړه خو عوامي نېشنل پارټي وروستو کېدو او وېرېدو واله نۀ ده. پۀ ملک کښې هېڅ امن نشته، ټارګټ کېلر چې څۀ وخت هم وغواړي او څوک هم وژل وغواړي نو خپل عمل ترسره کړي. پۀ دې معامله کښې دې جوډیشل کمېټي جوړه کړې شي. کۀ پوليس دې معاملې له بل رنګ ورکوي نو مطلب چې ټارګت کېلر له هم دوي پناه ورکړې وه. مکمل تحقيقات دې وشي! پوليس دې ورته پۀ خپل نظر نۀ ګوري. عوامي نېشنل پارټي به د دې سياسي طور بدل اخلي او کله به هم ترې نه ورستو کېږي نۀ.

درې ورځې سوګ دے او بیا به احتجاج وي چې د پېښور سټي او پښتونخوا تنظیمونه ئې څنګه ترتیب جوړ کړي، هغه شان احتجاج به کوو.

څومره څومره چې پۀ نوو ضلعو کښې د انتخاباتو وخت نزدې راځي، دومره دومره د ریاست لۀ خوا نوې ناشونې هم رپورټ کېږي. پۀ باجوړ کښې پۀ عوامي نېشنل پارټۍ د رېموټ بم حمله، مومندو کښې د پارټۍ بېنرونه او اشتهارونه د ‘باوردي’ بادارانو لۀ خوا ښکته کول، پۀ خېبر کښې مسلح ګشت، پېښور او سوات کښې اهدافي وژنې او پۀ وزیرستان کښې پۀ عوامي نېشنل پارټۍ اېفایارې او هلته د پارټۍ جنډې کوزول – پورته د ‘تاج وزیر’ ټویټ ئې یوثبوت دے – هغه د حلقه پي کے 114 امیدوار دے.

بل د ‘فاټا’ نه منتخب شوي اېم اېن اېز علي وزیر او محسن داوړ د پاره د ټولو سیاسي ګوندونو لۀ خوا د پراډکشن اٰرډر مطالبه شوې وه خو هغوي اسمبلۍ ته رانۀ وستلے شول. دې نه د ‘ګوډاګي’ وزیر اعظم، ‘ګوډاګي سپیکر’ او ‘ګوډاګۍ’ کابینې درک کېږي. تر دې چې د حکومتي اتحاد ځینې غړو هم د پارلېماني اخلاقیاتو تر مخه دغه دوو نوموړو د پاره د پراډکشن اٰرډر مطالبه کښې مرسته کړې وه خو ګوډاګي ‘د بل چا د لاس خلق دي’.

زمونږ د ملګري ایاز وزیر دا وېنا چې مونږ دلته راوړو، دې پۀ رېکارډ هم خوندي وي او دا جمله چې دلته ئې ترې لیکو، دې پۀ ذهنونو ولیکلې شي چې، “د سندهـ او پنجاب پۀ )مبینه( غلا او کرپشن الزام کښې ګېر لیډرشپ ته پراډکشن اٰرډر جاري کېږي خو زمونږ چې د غېرت پۀ الزام کښې ګېر دي، ته پراډکشن اٰرډر نۀ جاري کېږي” – هم دا ‘اېک نهین دو پاکستان’ دے.

د لاهور پورې راپورې – پنجابیان خپلو کښې یو شو

چې پۀ سندهـ مې نظر وکړو – نو سندهیان خپلو کښې یو شو

آ د غرونو ساده خلق – بلوچیان خپلو کښې یو شو

د جمو پۀ کرښه باندې – کشمیریان خپلو کښې یو شو

امریکا ته نېغ نېغ کېږي – ایرانیان خپلو کښې یو شو

خو یو پښتون دے، پۀ پردو دوکړو ګډېږي

نو راځئ چې سره یو شو د بابا جنډې د لاندې

د دې سرې جنډې د لاندې، د دې سرې جنډې د لاندې

زما درنو ملګرو! زۀ شاټکټ خبرې کوم چې زمونږ دوه اېم اين اے چې پۀ جېل کښې دي او ورسره نور قبائل ځوانان چې هغه کۀ د پي ټي ايم دي کۀ د پيپل پارټۍ دي او کۀ د هر ګوند/تنظیم سره تعلق لري، مونږ ئې پُر زور مذمت کوو.

وروڼو! سوچ وکړئ! سندهے ئې پۀ غلا پورې نیولے دے، پراډکشن اډر ئې راځي – پنجابے ئې پۀ کرپشن پورې نیولے دے، پراډکشن اډر ئې راځي؛ زمونږ اېم اېن اے ئې غېرت پورې نیولے دے، بیا ئې هم پراډکشن اډر نۀ راځي؟؟؟

وروڼو! دا د نن خبره نۀ ده، د باچا خان د وختو نه د غدارۍ دا الزام پۀ پښتنو لګول کېږي ۔ شرم دې ادارې ته پکار دے چې پۀ دوه اويا کلونو کښې ئې پۀ مونږ يوه روپۍ کرپشن ثابت نۀ کړو خو بيا هم لګيا دي دا تحريک انصاف حکومت، د بوټ حکومت به ډېر زر د دې ځاے نه ځي انشاءالله – ځکه چې دلته ئې چا هم ملګرتيا نۀ ده کړې.

وروڼو! دا ځل شنۀ جاجر واله دفعه اېک سو چوالیس لګولې ده؛ دفعه اېک سو چوالیس نۀ، کۀ دفعه چار سو چوالیس هم ولګوي نو دا د باچا خان سپاهيان نۀ وروستو کېږي!!! مونږ دې پۀ دفعه اېک سو چوالیس نۀ ډراوهي. زۀ د باچا خان سپاهي يم او دا د سرې جنډې ننګيالي د اسفنديار خان پۀ قيادت کښې راوتلي دي؛ د ټوپکه نۀ ډارېږي، د خودکشه نۀ ډارېږي، د ټارګټ کلنګ نه نۀ ډارېږي؛ نور به تۀ پۀ مونږ څۀ وکړې؟ چې څۀ دې خوښه وي، راوکړه ئې خو د خپل قام د حق خبره به کوو.

وروڼو! دا علاقې اوس ‘فاټا’ نۀ دي – زمونږ ملګري او څۀ د نورو تنظیمونو ملګري چې اوچت کړے شوي دي، دغه خلق به پۀ څلیریشت ګېنټو کښې عدالت ته وړاندې کوي. کۀ د فوجیانو د بوټانو دا حکومت اوس هم دلته د پولټیکلۍ د وختونو چلن جاري ساتل غواړي نو بیا به مونږ پۀ بهرپور احتجاج دوي د قانون او ائین پاسدارۍ ته مجبوروو.

د خړ کمر پېښه کښې د ریاست او حکومت غېر سنجیدګي او غېر ذمه واري مونږ د هغوي د نالائقۍ سره د اخبارونو پۀ دوو سرخیو کښې وینو. وړومبۍ سرخي وئيل:

پۀ بله ورځ دوېمې سرخۍ داسې ملنډه وکړه:

یعني پۀ ‘چوکۍ’ حمله کوونکو کښې ژوبل شوو له لس لس او ‘هلاک’ شوو له پینځویشت پینځویشت لکهه روپۍ – یعني اېف اے ټي اېف پۀ حقه دے!!! د ‘غېر ریاستي’ دهشتګردو سره اوس ‘مقامي’ مزاحمت کارو د پاره هم ګرانټونه!!!

دې تناظر کښې ‘ولي باغ’ ته د پي ټي اېم د مخکښ منظور پښتون راتګ او د اے اېن پي صوبائي صدر اېمل ولي خان سره ملاقات چې د ‘امن ټي وي’ لۀ خوا پکښې لۀ دواړو زلمو مخکښانو پوښتنې شوې وې، د ارزښت وړ ده.

د امن صورتحال، د دهشتګردۍ پۀ ضد د جنګ نوے رنګ، د ادارو کردار، د حکمران ‘سلېکټډ’ رژیم بې پښتو رویې او نورو عواملو سره دا لیدنه یو مهم ګام دے.

 

دا هم ولولئ

!!!Absolutely Not – پښتون

اېمل ولي خان دې خداے زر کلن کړي چې څۀ هم وائي نو بېخي د …