“افغان امن کانفرنس”، کابل، ۲۰۱۹ – “پښتون”

کابل کښې پۀ یو داسې وخت د “افغان امن کانفرنس” تابیا وشوه چې افغانان د خپل سر نوشت لیکلو د پاره د انتخاباتو نه د څو ورځو پۀ فاصله وو. افغانستان د جمهوریت نه لرې ساتلو او افغانان یو ځل بیا “شرمخانو” ته سپارلو د پاره د مؤقت حکومت، د ملي اردو د ړنګولو، د جمهوري ارتقاء پۀ شا کولو او د افغانستان د نړولو خبرې کېدې. داسې وخت کښې افغانان د افغانستان د پاره ودرېدل – د خپلو وینو او مینو سره ودرېدل.

مونږ “افغان امن کانفرنس” کښې د ملي مشر اسفندیار ولي خان وروستۍ وېنا وړومبۍ راخلو. دې پسې هغه “اعلامیه” خپروو چې د دغه امن کانفرنس منتظمینو لۀ وړاندې جوړه کړې او خپره کړې ده او پایله کښې د ملګري لعل الدین عاطف د راپور لنډیز د “راپور” پۀ نامه خپلو لوستونکو ته وړاندې کوو.

د ملي مشر اسفندیار ولي خان وېنا

شروع کوم پۀ نامه د خداے چې ډېر بخښونکے مهربانه دے.

زما ډېر عزت مندو وروڼو! خوېندو او بچو!

زۀ خو دغلته ناست وم تقريرونه مې اورېدل؛ د خپل کلي د يو سړي قيصه راته راياده شوه. نمونځ ئې وکړو نو ډېر زر ئې نمونځ خلاص کړو. نو هغه بل سړي ورته وې، يه هلکه! دا تا دومره زر نمونځ څنګه وکړو؟ نو هغۀ ورته وې، صاحبه! ما ترې تش هغه غټ غټ ټکي را غونډ کړل – نو زۀ هم اوس هاغه ځاے له راغلے يم چې تش هغه غټ غټ ټکي به را غونډوم. دا هم درته وایم، پۀ خفګان نۀ، خو پۀ ډک زړۀ به ځم واپس. خپل جذبات خپل احساسات بيانولے نۀ شم ځکه چې کۀ هغه بيانوم نو د مخکښې نه د دوي ميټينګ دے او ضروري ميټينګ دے او بيا دا ده چې دولس نيمې بجې دي، تاسو به هم ټول وږي يئ نو يا به دومره توجو ما ته ملاو شي يا به نۀ شي.

اول خو شکريه ادا کوم چې تاسو دا کانفرنس جوړ کړو او پۀ داسې وخت کښې مو جوړ کړو چې ضرورت ئې ؤ. وروڼه او خوېندې دې دا يوه خبره ذهن کښې وساتي چې زمونږ د کورنۍ، زۀ به ورته خوش قسمتي ووايم، څوک به ورته بد قسمتي وائي، خو مونږ چې پۀ موقع خبره وکړو نو خلق راپسې لوړونه را واخلي، ښۀ مو وغربوي. خو څلوېښت کاله پس بيا وائي چې یره! دا باچا خان کومه خبره کوله، دا ئې بلکل سهي کوله. نو کېدے شي چې زۀ نن ډېرې داسي خبرې وکړم چې هغه به ښې نۀ لګي پۀ ځينو ملګرو – خو کۀ دې وخت کښې زۀ هاغه خبرې نۀ کوم نو دا به د پښتنې خاورې سره او د پښتون افغان راتلونکي نسل سره زياتے وي.

پرون او نن مونږ تقريرونه دلته واورېدل؛ ټول ښۀ درانۀ خواږۀ پښتانۀ يئ او پښتنې یئ. چې زړې هېرې نۀ کړو او زړې ګيلې ختمې نۀ کړو نو امن راتلے شي؟ ستاسو يو ډېر محترم پرون دلته پاڅېدو، وئیل ئې دا يوولس نکات وو – هغه يوولس نکات د نن نه پينځلس کاله مخکښې يوولس نکات وو. د عمر خيام يوه ډېره مشهوره قيصه ده، وائي چې زۀ راوان وم يو سيند ته ورسېدم او پۀ پُل ودرېدم. نور خلق هم ولاړ وو. وې د هغه يو سر نه کشتۍ راوانې وې، خلقو د کشتیو تماشه کوله. کشتۍ راغلې او د پُل د لاندې تېرې شوې. چې تېر اړخ ته ووتې نو نيم خلق پۀ پُل دې اړخ ته راغلل، کتل ئې چې دا کشتۍ کوم خوا ځي او څنګه ځي؟ او نيم خلق هم هلته پاتې شول، هم هغه اړخ ته ئې کتل او هغه څپې ئې شمارلې. نو وې چې دا را پورې وتل او د دې کشتیو تماشه ئې کوله، دا هاغه دي چې دوي پۀ سباوون کښې اوسي او دا چې هلته پاتي شو او هغه زړې څپې ئې شمارلې، هغوي هاغه دي چي هغوي پۀ پرون کښې اوسي – نو جواب نۀ غواړم خو خپل ځان سره سوچ وکړئ چې د پښتون افغان اولس او د پښتون افغان د خاورې فائده پۀ کومه کښې ده؟ پۀ سباوون کښې اوسېدل دي او کۀ نه پۀ پرون کښې اوسېدل دي؟ مونږ خو، يواځې زۀ ئې بچے نۀ يم، ډېر بچي ئې دي – پۀ لکهاو – خو زمونږ نيکۀ خو هم دغه اواز کولو چې تشدد نفرت پېدا کوي، تشدد رشتې ختموي. مينه انسانان را يو ځاے کوي، امن انسانان را يو ځاے کوي – مونږ خو د باچا خان بابا پۀ هاغه سوچ او پۀ هغه فکر لګيا يو.

دا هم درته وايم، پرون دلته به ساعت پس اواز وشو “لر او بر يو افغان” – ښۀ پۀ نره به مو چغې وهلې – نو تاسو خو دا چغې افغانستان کښې وهئ، مونږ پۀ ملا وټپوئ، مونږ پۀ پاکستان کښې ناست يو او “لر او بر يو افغان” وایو.

پۀ کومه ورځ چې د مذاکراتو اعلان وشو نو زما خيال دے د پاکستان پۀ سياست دانانو کښې زۀ وړومبے سړے وم چې ما ورته ووې چې هاغه مذاکرات چې کومو مذاکراتو کښې د افغانستان حکومت او مملکتِ افغانستان شامل نۀ وي، هاغه مذاکرات مذاکرات نۀ دي. يو قرارداد مونږ پېش کړے ؤ پۀ اسمبلۍ کښې، منظور شوے ؤ – الفاظ ئې انګرېزۍ کښې دي خو درته به ووايو چې الفاظ د هغې واضحه دي چې Dailogue should be Afghan owned and Afghan led – مذاکرات چې دي، دا به د افغان خپل ملکيت وي او افغان به مخکښې کېږي. زمونږ اول پۀ مذاکراتو دغه اعتراض ؤ. بيا وضاحتونه راغلل پۀ اخباراتو کښې – دا نۀ چې ما ته پټ پۀ غوږ کښې چا ووئیل – پۀ اخباراتو کښې راغلل چې دا وړومبے قدم دے، د دې نه پس به بيا افغانان پۀ افغانان کښېني او دوي به خبره کوي او د دوي د خبرو پۀ رڼا کښې به مخکښې ځي. چې پۀ کومه ورځ ستاسو د رئیسِ جمهور بيان راغے چې زۀ امريکې ته نۀ ځم نو پۀ هاغه ورځ زمونږ د ګوند د مرکزي مجلس عاملې اجلاس ؤ. نو د هغې نه پس ما پرېس ته ووې چې نن د افغانستان پۀ مسئله کښې يو ډېر لوے خطرناک موړ راغلے چې کله د افغانستان رئيس وائي چې زۀ امريکې ته نۀ ځم نو يا خو به څوک ما پۀ دې قائلوي چې افغانستان او د افغانستان حکومت د جنګ فريق نۀ دے نو زۀ به وايم ټيک شوه، خو زما پۀ نزد خو افغانستان حکومت فريق دے – نو جرګه کېږي او فريق پکښې موجود نۀ دے او فريق نه څوک تپوس نۀ کوي، فریق نه څوک پوښتنه نۀ کوي – نو دا به څنګه امن راشي؟ دا نۀ راځي.

ځينې بد اعتمادۍ دي او دا نۀ ده چې د دروغو دي، د رښتیاو دي – ځيني بد اعتمادۍ دي خو چې څومره هم دي او امن راوستل غواړي نو دغه بد اعتمادۍ به اول ختمول غواړي – چې دغه بد اعتمادۍ مو ختمې کړې نۀ وي نو صلح او امن نۀ شي راتلے. زما خو دا هم مطالبه شته، پۀ جلسو کښې مې کړې چې حکومت پاکستان او حکومت افغانستان دې کښېني، دوي سره دې چين، روس، امريکه د سهولت کار پۀ حېثيت کښېني – خو چې بيا دوي کومې فېصلې خپل منځ کښې وکړي، د هغه فېصلو د عمل در امد ذمه وار دې بيا دغه درې ویټو ملګري شي؛ ځکه چې دغه طاقت واله دي. پۀ جرګه کښې چې فېصله وشي نوطاقتور ئې عملي کوي؛ کمزورے ئې عملي کولې نۀ شي. نن کۀ بد اعتمادي ختمېږي نو پکار دا دي چې وړومبے قدم چې حکومت پاکستان اخلي چې هغه د چمن نه قندهار ته د رېل پټلۍ واچوي او د کراچۍ نه چې کوم تجارت د افغانستان دے چې دا د رېل پۀ ذريعه راځي او قندهار ته رارسي. ويزه، خېر زما د زړۀ نه خو چې تپوس وکړې، زۀ وایم د ویزې پرهېز نشته –زۀ خپل کور ته ځم کنه!!! یو ورکوټے کور دے بل لوے کور دے – زۀ به خپل کور د پاره د بل چا نه اجازت اخلم چې زۀ لاړ شم کۀ لاړ نۀ شم؟ د ویزې دا اخستل دې اوس اسان کړي او پۀ داسې پروګرام کښې دې اسان کړي چې دومره موده پس به د ویزې دا شرط ختمېږي. خلق به يو طرف ته بل طرف ته ځي راځي –

زۀ به دا څو غټ غټ ټکي ووایم، اجازت به راکوئ ،خفه کېږئ به نۀ! اول د جلال اباد او قندهار يونيورسټۍ چې دي؛ دا دې د پېښور د ډېره اسماعیل خان او د کوئټې د يونيورسټیو سره وتړلې شي. د بلوچستان او د پښتونخوا، خلق ورته خېبر پښتونخوا خو وائي زۀ ورسره خېبر نۀ وايم – ما ته چا وې چې دا ئې ائیني نوم دے، ما ورته وې زۀ ورته د مينې نه تش پښتونخوا وایمه – دوي له دې پۀ دې درېو يونيورسټیو کښې؛ پۀ کابل کښې، جلال اباد کښې او قندهار کښې، خاص کر دا کومه چې زمونږه قبائيلي سيمه ده، دغه خلقو له دې خاص سيټونه مخصوص شي چې پۀ هغې به د داخل افغانستان خلق نۀ ځي، پۀ هغې به هاغه خلق راځي او هغوي به پرې سبق وائي – او هم دغسې پۀ کوئټه، پېښور او ډېره اسماعیل خان کښې د بره افغانانو د پاره خاص سيټونه وي چې دې له به هغوي راځي او پۀ دې سيټونو به هاغه خلق تعلیم حاصلوي.

ښځې چې مې دلته پرون وليدې او تقريرونه مې هم یو دوه درې واورېدل نو زۀ به دې خوېندو ته صرف دومره ووايم د يو شاعر پۀ ژبه، چې:

د تورزنې پښتنې د يوې ټوقې

صدقه شه سل بې ننګه نارينه

او ځکه ئې درته وایم چې پۀ جنګ کښې زما خيال دے ټولو کښې لوے زور چې دے، دا زمونږ زنانو له ورځي. یوه دهماکه وشي، پۀ هغې کښې به د یوې زنانه خاوند شهيد شي، زوے به ئې پکښې شهيد شي، ورور به ئې پکښې شهيد شي؛ د يو یو کور نه شپږ شپږ او اووۀ اووۀ جنازې پۀ يو ځاے پاڅي – سوچ وکړئ د هاغه کور پۀ زنانو باندې څۀ تېرېږي؟ هر څۀ چې دي، عثمان خو ووې چې هر څۀ دې ختم شي؛ د هغۀ خپل ذهن دے، خو زۀ دا وايم باید چې هغه مذاکرات بيا شروع شي – خو پۀ دې شرط شروع شي چې فائنل کېږي به هله چې حکومت افغانستان پرې د پاسه ګوته ولګوي. جنګ کۀ هر څومره اوږد شي – تاسو د خپل کلي د جنګونو حساب کتاب وکړئ! پۀ ايمان ئې ووايئ پۀ کلي کښې مو جنګ چرته د جرګو نۀ بغېر ختم شوے دے؟ دښمنۍ د جرګو نه بغېر چرته نۀ دي ختمې شوې – پکار ده چې پۀ جرګه دا مونږ يو کړو.

د غني خان يو شعر مې پۀ مزغو کښې دے، هغه درته وایم، بيا اجازت غواړم. غني خان وائي:

زۀ به لوے زړګے لکه شېر شاه د بنګالې لرم

مخ به ابدالے لرم همت به روهيلے لرم

سر به ښکته نۀ کړم کۀ زرګونه کشالې لرم

ربه ښکته مۀ کړې چا ته سر تۀ د افغان

ډېره مننه.

د افغان امن نړیوال کانفرنس اعلامیه

د وږي ۲۸مه ۱۳۹۸

د اګست، 2019

د “افغان امن نړیوال درې ورځني کانفرنس” چې د لر او بر افغان فعالانو لۀ خوا پۀ کابل کښې د 2019/1398 کال د وږي د میاشتې پۀ 27مه پېل شو، د دې کانفرنس د دائرولو موخه پۀ لر او بر افغان وطن کښې د سولې او امن د ټینګښت پۀ موخه د یوې هر اړخیزې حل لارې رامنځته کېدل او د لر او برو افغانانو تر منځ د خپلمنځني اړیکو ټینګښت دے.

مونږ د څلورو برخو )سیاست، اقتصاد، فرهنګ او د لر او بر اړیکو( پۀ اړه پۀ څلورو کمېټیو کښې چې لۀ مشرانو، سیاسیونو، پوهانو او فعالانو څخه جوړې شوې وې، هر اړخیز بحث کړو چې پۀ رڼا کښې ئې لاندې پرېکړې او غوښتنې کېږي:

  1. د لر او بر پر خاوره دې د جګړې د اور مړ کېدلو، سولې او بشپړ امن راوستلو او تشدد ختمولو لپاره پۀ اولسي او دولتي کچه هر اړخیزې هڅې وشي. پر ټولو افغانانو دې تشدد ختم او ارام ژوند ته دې پرېښودل شي.
  2. د دې لپاره چې د لر او بر افغان پر خاوره تلپاتې امن ټینګ شي نو اړینه ده چې د دوي تر منځ ملي مناسبات پراخ، اولسي او دولتي اړیکې پیاوړې او د سولې لپاره دې پۀ دواړو خواو کښې یو ځانګړے تحریک رامنځته شي.
  3. د لر او بر د مناسباتو پاللو لپاره دې پۀ لیکلي ډول یوه ستراتیژي رامنځته شي او نړیوالو ته دې پۀ دې برخه کښې لازم قناعت ورکړل شي.
  4. پۀ لر او بر خاوره کښې دې د پښتنو د عام وژنې مخنیوے وشي، د پښتون ژغورنې غورځنګ پۀ څیر د سولئیز حرکتونو سره دې د تشدد کولو څخه پۀ کلکه ډډه وشي او باید پرېښودل شي چې د خپلو حقونو لپاره پۀ سولئیز ډول غږ پورته کړي.
  5. افغان حکومت دې لۀ طالبانو سره د یوۀ واحد دریځ لۀ مخې د سولې خبرې پېل کړي؛ طالبان دې پر افغانانو لۀ تشدد څخه لاس واخلي او د خبرو اترو لاره دې غوره کړي – د جګړې ښکېلې غاړې دې د لرو او برو اولسونو لۀ پامه نۀ غورځوي.
  6. هېڅ څوک دې پۀ افغانستان کښې د شته نظام د لۀ منځه وړلو هڅه نۀ کوي. د لنډ مهاله حکومت جوړول چې د پاکستان غېر مستقیمه غوښتنه ده، هېڅ کله د منلو وړ نۀ ده. طالبانو ته دې د ملي او اسلامي ارزښتونو پۀ رڼا کښې لۀ دې غوښتنې پرته د نورو امتیازاتو پر ورکړه خبرې اترې وشي.
  7. دولت او طالبان دې د حسن نیت پۀ خاطر د سولې پۀ برخه کښې د لومړي ګام پۀ توګه دوه اړخیز اوربند اعلان کړي.
  8. د لر او بر اولسونو لپاره دې لۀ ویزې پرته د تګ راتګ او ملکیتونو پېر او پلور زمینه مساعده شي او لرو افغانانو ته دې د افغاني تابعیت تذکرې اسانتیا د پخوا پۀ شان برابره شي.
  9. د لرو افغانانو لپاره دې د افغانستان پۀ اولسي جرګه او مشرانو جرګه کښې څوکۍ ومنل شي.
  10. دا چې جګړو او نا امنیو د لر او بر افغانانو پر اقتصادي وضعیت ناوړه اغېز کړے؛ نو د فرضي کرښې دواړو خواو ته دې د فري زون اقتصادي ساحه جوړه شي.
  11. پۀ لر او بر خاوره کښې د ګډ اقتصادي ذهنیت د جوړولو لپاره هڅې وشي او د لرو او برو افغانانو د اقتصادي پرمختیا، اقتصادي سرچینو د پېژندلو او هغو څخه د کار اخستلو لپاره دې یو ګډ تحقیقاتي مرکز جوړ شي.
  12. د لر او بر افغان پۀ خاوره دې ټولو افغانانو ته د کار حق ورکړل شي او د کار زمینه دې ورته مساعده شي.
  13. د لرو اوو برو افغانانو تر منځ دې سوداګري پراخه شي او د دوي لپاره دې د پانګونې پۀ برخه کښې اسانتیاوې رامنځته شي.
  14. دا چې پۀ لر او بر کښې جګړئیز ذهن د یوۀ فرهنګ پۀ توګه بنسټي شوے دے، لازمه ده چې پۀ سولئیز ذهنیت تبدیل او د کرکې پر ځاے مینه او دوستي ترویج شي.
  15. لرو او برو افغانانو ته لۀ عقیدوي او دیني اړخه د تشدد او جګړې نا سم ذهنیت ورکړل شوے دے او علماء ئې د مشروع جهاد او نا مشروع جګړې توپیر نۀ دے ورښودلے – نو اړینه ده چې لۀ دیني اړخه دوي ته د سولې پۀ اړه سم ذهنیت ورکړل شي، د سولې پۀ اړه لید لورے ورته بیان شي او د مشروع جهاد، نا مشروع جګړې او ورور وژنې توپیر ورته پۀ ګوته شي؛ دین سم ورته بیان شي او مذهبي تنګ نظري او بنسټ پالنه لۀ منځه لاړه شي.
  16. د علمي او فرهنګي هڅو پۀ ترڅ کښې دې رښتینے افغاني فرهنګ تشریح شي. رسنۍ، فلمونه، ډرامې او هنرونه دې پۀ داسې ډول اصلاح شي چې پۀ ترڅ کښې ئې د ناوړه فرهنګي ذهنیت د خپرولو مخنیوے وشي.
  17. دا چې پۀ لر او بر کښې د رواج او دودونو پۀ نوم ښځې لۀ خپلو مشروع حقونو بې برخې کېږي – نو دوي ته دې د حقونو ورکولو پۀ برخه کښې لازمي هڅې تر سره شي.
  18. د لر او بر افغانانو د واحد فرهنګ ساتلو، لۀ یو بل سره د معلوماتو شریکولو، د پښتو ژبې علمی کولو، پوهنیزو او فرهنګي همکاریو پۀ موخه دې یو واحد فرهنګي مرکز جوړ شي.
  19. د لر او بر افغانانو تر منځ دې د اغزنو سیمونو غزولو او دېوالونو ودرولو مخنیوے وشي.
  20. د لرو او برو افغانانو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره دې د وړ متخصصو لۀ لوري یو جامع پلان جوړ او د پروسې پۀ توګه دې د عملي کولو لپاره هر اړخیزې هڅې وشي.
  21. د افغانستان هغه نقشه چې اوسمهال کارېږي، ملي داعیې تر پوښتنې لاندې راولي – نو پۀ نقشه کښې دې د لرې خاورې او ډیورنډ کرښې د ترسیم پۀ اړه لۀ نوي سره غور وشي. ډیورنډ کرښه دې د یوۀ رسمي سرحد پۀ توګه نۀ ترسیمېږي، بلکې پۀ جلا رنګ او یا داسې نقطو دې ترسیم شي چې د یوې فرضي کرښې حېثیت ورکړل شوے وي.
  22. د لر او بر اړیکو پیاوړي کولو لپاره دې د جرګو او مرکو دود پراخ شي.
  23. د دوه اړخیزو اړیکو د پاللو پۀ موخه د منظم تسلسل هڅې پکار دي، د حکومتونو او استخباراتي کړیو لۀ لوري دې د دې اړیکو د سبوتاژ مخنیوے وشي.
  24. د افغانستان د سرحدونو او قبائیلو وزارت او د لرې خاورې ملتپال ګوندونه دې د لر او بر افغان سالمو اړیکو، قومي او ملي یو والي پۀ برخه کښې خپل مسئولیتونه ادا او خپلې هڅې دې چټکې کړي.
  25. د “افغان امن کانفرنس” به د یوې لړۍ پۀ توګه دوام ولري او دوېمه ناسته به ئې پۀ پېښور کښې د لر او بر افغان فعالانو لۀ لوري جوړېږي.

والله المستعان

د افغان امن نړیوال کانفرنس راپور

افغان امن نړیوال درې ورځنی کانفرنس د ستمبر پۀ اتلسمه، نولسمه او شلمه نېټه پۀ کابل کښې د افغان ملي غورځنګ لۀ خوا جوړ شوی ؤ چې د ګڼو داخلي سیاست والو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او مبارزینو تر څنګ پکښې د پښتونخوا د بېلابېلو ګوندونو غړو او سیاستوالو ګډون کړی ؤ.

دا کانفرنس د قران کریم پۀ مبارکو ایتونو پېل شو. لۀ ملي سرود وروسته د پښتونخوا نوموتی سیاستوال او د نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان د کانفرنس مشر وټاکل شو. ورپسې د افغان ملي غورځنګ مشر عطاءالله خان حېران د افغانستان او سیمې د سولې پۀ اړه خبرې وکړې. د کانفرنس د موخو پۀ اړه ئې لۀ ګډونوالو سره معلومات شریک کړل. نوموړي پۀ خپلو خبرو کښې زیاته کړه چې ټول انسانان سولې ته اړتیا لري؛ خو افغانان سولې ته لۀ نورو ډېره اړتیا لري. پۀ لر او بر سیاستوالو، مبارزینو او مشرانو ئې غږ وکړ چې د سیمې د سولې لپاره دې نۀ ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي.

افغان مخکښ سیاستوال امرالله صالح پۀ خپلو خبرو کښې د افغانستان او سیمې د جګړې پۀ اړه معلومات ورکړل. د ډیورنډ پۀ اړه ئې سپینې خبرې وکړې او زیاته ئې کړه چې دا کرښه هېڅ کله افغانانو ته د منلو نۀ ده.

د دولت پۀ چارو کښې د سولې وزارت وزیر عبدالسلام رحیمي د جګړې د مخنیوي او د سولې راوستو پۀ اړه د کانفرنس د جوړوونکو هڅې وستائیلې او ژمنه ئې وکړه چې پۀ دې برخه کښې به هر ډول همکاري کوي.

ورپسې د پښتونخوا سیاستوالو او مشرانو هر یو عثمان کاکړ، نظیف اشنغر، شهاب الدین خټک او نورو خبرې وکړې او ټولو پۀ یوه خولۀ ووئیل چې جګړې د تجارت بڼه خپله کړې، لر او بر افغانان د جګړې د سون توکي دي او ګټه ئې نورو ته رسېږي.

لۀ غرمې وروسته د کانفرنس ګډونوال پۀ څلورو کمېټیو )سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او اړیکو( ووېشل شول. دې کمېټیو پۀ خپلو کښې د جګړې د مخنیوي او سولې د راوستو پۀ اړه اندونه، حل-لارې، وړاندیزونه او طرحې شریکې کړې.

د کانفرنس پۀ دوېمه ورځ د نورو وېناوالو تر څنګ د غونډې بلې تنظیموونکې اغلې ماریا افغان خبرې وکړې. نوموړې ووئیل چې جګړه د ټولو بدبختیو سرچینه ده او مونږ هم پۀ هم دې موخه هڅې کوو چې پۀ لر او بر وطن کښې سوله راولو.

ورپسې د پښتونخوا نوموتي سیاستوال او د نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان د لر او بر افغانانو د ستونزو پۀ اړه خبرې وکړې. نوموړي زیاته کړه چې د جګړې اور د کرښې پۀ دواړو خواو کښې بل دی او نور وخت رارسېدلی چې دا اور مړ شي.

لۀ وېناو وروسته هرې کمېټۍ د افغانستان او سیمې د سولې پۀ اړه خپلې طرحې اندونه او وړاندیزونه پۀ لیکلې بڼه چمتو او د کانفرنس لۀ ټولو ګډونوالو سره ئې شریک کړل. وروسته د کانفرنس چمتو کوونکو د کمېټیو طرحې راټولې کړې، لۀ مطالعې او ارزونې وروسته ئې د هم دې طرحو پر اساس ۲۵ مادې لرونکې اعلامیه چمتو کړه او د ګډونوالو او رسنیو پۀ شتون کښې ئې د افغانستان د ملي امنیت د شوريٰ رئیس حمدالله محب ته وسپارله. هم دارنګه د دې اعلامیې ټول جزیات لۀ رسنیو سره هم شریک شول. پۀ دې اعلامیه کښې د سولې د ټینګښت او د جګړې د مخنیوي پۀ اړه وړاندیزونه او حل-لارې شریکې شوې وې چې تېره شپه اولسمشر ته هم ورسېده.

د کانفرنس پۀ ترڅ کې د سولې خپرندویه، مطالعاتي او څېړنیز مرکز د مشر ضیاء الحق وزیرزي لۀ خوا له پښتونخوا نه راغلو مېلمنو ته ټول هغه کتابونه ډالۍ شول چې د دې مرکز پۀ زیار چاپ شوي وو.

د سولې دا کانفرنس پۀ بریالۍ او ښه توګه پاې ته ورسېد چې پۀ راتلونکي کښې به ښه پایله ولري.

د یادونې وړ ده چې لۀ پښتونخوا نه راغلي مشران، سیاست وال او لیکوال اولسمشر غني ارګ ته ورغوښتي وو او لۀ هلته ئې ورسره لیدلي وو.

هم دارنګه د هغوي د لا درناوي او عزت لپاره یادو مشرانو او سیاستوالو ته د افغانستان د امنیت د شوريٰ ارشد صلاح کار حمدالله محب او پخواني اولسمشر حامد کرزي مېلمستیا کړې وه او د لر او بر پۀ حالاتو ئې ورسره خبرې کړې وې.

 

دا هم ولولئ

!!!Absolutely Not – پښتون

اېمل ولي خان دې خداے زر کلن کړي چې څۀ هم وائي نو بېخي د …