نن د چټۍ ورځ وه ۔ ما پرون مازيګر خپل واړۀ نيکۀ کره شپې له بوتلي وو ۔ خيال مې دا وۀ چې سبا ئې ترۀ د نيکۀ د کور په لاره راځي نو د ځان سره به ئې راولي ۔ زۀ سحر لس بجې په دې نيت له کوره راووتم چې د سر سنت د پاره وزير له ورشم خو د بده مرغه نن يو وارې بيا د هغۀ دوکان بند وۀ۔ سمدستي مې ” شينو ” ذهن کښې وبرېښېدۀ ۔ ” شينو ” مې اوس لږ ډېر اشنا شوے هم وۀ او د کومې ورځې نه چې راته هغۀ خپله قيصه تېره کړې وه ، خداے شته چې د وزير دوکان ته به ډېر په زړۀ ماتي ورتلم خو چونکې کوڅه کښې وۀ راسره ،په دې وجه مې ورسره پرېکړه هم نۀ شوه کولې ۔
خېر ما سمدستي د لو ے سړک مخه ونيوله او چې څنګه د خپل کور د کوڅې لارې نه لوے سړک ته مخ په قبله راتاؤ شوم نو د لرې نه مې د شينو د دوکان مخې ته ګڼه ګوڼه وليده ۔ په توندۍ ور وړاندي شوم ، ځان مې ګڼې ته ور ورسوۀ او چې څنګه مې کټ کښې په سرو وينو کښې ړنګ بنګ د شينو په مخ نظر پرېوتو ،نو يو دم مې زړۀ غوپه غوپه شۀ ۔ هغه دغه وخت بې هوشه وۀ ۔ د وازې خُلې نه ئې د درد له زوره زبېرګي ختل ۔ ګورو لويو وېښتو کښې ئې لکه د نور کله پشان په مينځ لاره جوړه وه چې د وينو لختے پرې رامات وۀ ۔ شنې غټې سترګې ئې بېخي پټې وې ۔ برېت ئې تازه خرئيلي وو ځکه ئې په برنۍ شونډه زخم هم ډېر واضحه ښکارېدۀ چې تاؤده وينه پرې چکه شوې وه او د کيڼ اننګي د پاسه ئې د څلور ګوټيزه تازه خرپ سره وينه لکه د شبنم د څاڅکو په مخ تر مرۍ بهیوله ۔ د هغۀ په دغه دړدېدلي حالت ليدو زما د روغ زړۀ نه لکه د رنځور سړيکه وخته ۔ څۀ کسان راجمع وو ۔ د هغۀ د دوکان د سينګاري فرېم غټه شيشه ماته وه او دننه په فرش غورزېدلي مختلف کريمونه ، صابونونه ، شېمپوان ، د پوډرو ډبي ،منګزې، قېنچيانې، بلېډونه، برشونه او توليې وغېره د بهر نه ښۀ صفا ليدې شوې۔ د شينو د کار کرسۍ هم اپوټه پرته وه ۔ ” ډبنګ ” د دوکان مخې ته سرې سترګې او څيرے ګرېوان ولاړ وۀ او د دوکان په فرش غورزېدلي ګډ وډ سامان او لتاړو څيزونو ته ئې په زوړند اوربوز کتل ۔ دغه دوران کښې د ګياره بائيس (1122) د هوټر اواز د لرې نه واؤرېدے شۀ او بيا د سترګو په رپ کښې راؤرسېدۀ ۔ چا خواخوږو ورته کال کړے وۀ او بې هوشه زخمي شينو پکښې واچولے شۀ ۔ يو مشر ورسره هم ګاډي کښې په تادۍ کښېناستۀ۔ زۀ تر دې دمه په دې خبره نۀ وم رسېدلے چې د شينو په دوکان حمله چا او ولې کړې وه ۔ چې غوږونه مې تکۍ کړل نو د ګلاب دين کاکا چميار دا خبره مې تر غوږو شوه چې هلکه کسب ګر سړے یې چې خانانو درپسې سوال جواب راولېږل چې کار له حجرې ته راشه نو تلے به وې کنه ، د زورورو او کمزور چرته کېږي ۔ څۀ ئې وکړل خو د خان په ټوپک مارو ئې خپل ځان غوبل کړۀ کنه ۔ دا خو شکر دے چې ډز ئې پرې ونۀ کړۀ ګني هغوي ناترسو خو پرې په کنداغونو زړۀ سپک کړے دے ۔
امين دوکاندار زياته کړه چې ” کاکا ! دا غريب لا نوے دے ، دۀ ته څۀ پته وه چې دلته د غريب سړي خپله خوښه نۀ چلېږي ، هغه څۀ کېږي چې څۀ خانان غواړي ، وېم الله دې ئې اوس ژوند ته خېر کړي ، ډېر بد بد ئې وهلے دے ځکه چې دۀ ورسر هم لاس اچولي وو ۔ ما يو سوړ اسويلے وکړۀ او په ټوله قيصه ورسېدم ۔ زړۀ کښې مې وې نېک بختو تاسو ته څۀ پته ده چې شينو څوک دے ؟ او د دې کسب د پاره هغه د څومره لویې قربانۍ نه راتېر شوے دے ۔ په مات زړۀ راروان شوم او واپس مې د خپل کور مخه ونيوله ۔
د کور دروازه مې ځان پسې له دننه کونډه کړه او په بېټکي کمره ورننوتم ۔ پېزار مې ووېستۀ او کټ کښې خفه دلګير ډډه شوم ۔ د ذهن نه مې د شينو څهره نۀ وتله ۔ د دغه پنځه ويشت کلن ښائسته ځوان خوږې پستې خبرې او قلار خوئي مې مخکښې مخکښې ته کېدۀ او د ګناهګار زړۀ نه مې يوه بې ريا دعا ختله چې الله ئې د ژوند اوربشه ختمه نۀ کړي ۔ شينو يقينا چې زمونږ علاقه کښې لا نوے وۀ ۔ دا د شنو سترګو ښائسته زلمے دې سيمې ته لږه موده وړاندې په کډه راغلے وۀ ۔ د دوکان پرانستلو ئې په ګرانه درې درې نيمې مياشتې کېدې ۔ زۀ د هغۀ دوکان ته په وړومبي ځل د خپل زوي اېمل خان په وجه ورغلے وم ولې چې هغۀ ئې هم د دکان د فرېم په شيشه د ” هېئر سټائيل ” غټ سائز لګېدلے بروشر ليدلے وۀ ۔ کوم چې به په سړک تېرېدونکيو لاروو ته د لرې نه ښکارېدۀ ۔ ما ته ياد شي چې د اېمل خان وېښتو جوړولو سره ئې ډېره خواري کړې وه او چې کله دريا خان کور اړي راواخستۀ چې ما له به هم وېښتو کښې د اېمل په شان سټائيل جوړوئ ګني سکول ته نۀ ځم نو مجبورا مې ورپسې په بله ورځ هغه هم بوتلے وۀ ۔ زۀ چې به کله د سکول ډيوټۍ له په موټر سائيکل د شينو د دوکان په غاړه تېرېدم نو د لرې نه به ئې راته ډېر په مينه لاس اوچت کړۀ ۔
قريبا مياشت به ئې کېږي ، د اتوار ورځ وه ، زۀ د ماسپښين د مانځۀ نه پس د وزير دوکان پله د وېښتو او ږيرې سټ کولو په غرض روان شوم ، د هغۀ دوکان بند وۀ ۔ زړۀ کښې مې وې چې په وزير څۀ جنډا خو نۀ ده ولاړه ، راشه شينو له ورشه ، خواري کښ هم دے او کار ئې هم صفا وي ۔ زۀ چې د شينو په دوکان ور دننه شوم نو هغۀ راله ډېر په خوږه ژبه په خپل مخصوص انداز کښې د سلام جواب راکړۀ ۔ په دېوال لګېدلي فرېم کړې شيشې ته مخامخ په څلور تنيز بنچ کښېناستم او شاته دېوال ته ډډه شوم ۔ د هغۀ دوکان کښې د خپل کسب مختلف اوزار او هغې سره تړلي د ضرورت څيزونه په يو خاص ترتيب په خپل خپل ځائے پراتۀ وو ۔ شينو د جامو د پاسه د کار رېمن قميص اغوستے وۀ ، کرسۍ کښې ورته څوک مېلمه حجامت ته ناست وۀ چې له غاړې ئې د سور رنګ څپوټکے لکه د لاړ څاڅي تاؤ وۀ او شينو ئې په خپلو هنري لاسونو حجامت پستولو کښې مصروف وۀ ۔ د کوټلي غوښن وجود يو دولس کلن هلک لګيا وۀ ، په اوږه پرتې نمژني توليې ئې د يوې لختې په زور بېلر سره خوا کښې بره قطار کړې تړلو جنجرو ته وربانډه کولې ۔ دوکان کښې په مناسب اواز رېډيو لګېدلے وۀ چې د ښاغلي مهر اندېش د شعر و شاعرۍ پروګرام پرې خورېدۀ ۔
” استاجي ډېر په صحيح وخت راغلے ښه ! ” شينو ماسره خُلۀ ګډه کړه ۔
” هغه څنګه ؟” ما د هغۀ د خبرې په جواب کښې ووې ۔
” سحره راسې ډېر زيات رش وۀ ، پوره پټه وچلېده ، ايله اوس مو يوه نمړۍ نمړۍ روټۍ وخوړه او مونځ مو پکښې وکړۀ ، تۀ بختور ئې هډو بل څوک شته نه ، بس دې مېلمه پسې دې نمبر دے او بل د مهر صېب پروګرام هم چالو دے ، لږ ساعت مخکښې ئې پکښې ستاسو د کرسو والا غزل واؤروۀ۔ :
” ښه ! ” ما د هغۀ د تسلۍ د پاره په مسکي انداز کښې ووې ۔
” جي ! دا خالد خان ساحل يوسفزے صېب دے ، د دې علاقې ډېر لوے شاعر دے او په ټي وي ، رېډيو هم راځي، هغۀ کرسۍ کښې ناست مېلمه ته زما رسمي پېژند ګلو واؤروله ۔ مېلمه مخامخ شيشه کښې ما ته وکتل او احتراما ئې راته سر وخوزولو ۔ ما ئې هم سترګو سترګو کښې مننه ادا کړه ۔
” ډبنګه ” ورشه استاجي له ښې مزېدارې چائے ووايه ” هغۀ د لاس په تلي جمع کړې حجامتي سپين زګ په بلېډي چاړۀ ډېر په هنر راغونډ کړۀ او ګس طرفته ګټ کښې پروت ټيمي ډسبن ته ئې د لرې نه د دوو ګوتو په زور ورلړه کړۀ ۔
” نه جي ، تکليف مۀ کوئ ، اوس لږ ساعت وړاندې مې کور کښې وڅښله ۔”
ما د هغۀ د خلوص په جواب کښې ووې ۔ ولې “ډبنګ ” بیا د جي استاذ” د توري د غږ سره د دوکان نه وتلے وۀ ۔
شينو خپل لاسونه په صافۍ پاک کړل ۔ څۀ شېبه ئې قېنچي د مېلمه په برېتو او ختونو کښې وقړچوله ۔ بيا ئې ورله په دستي فواره په مخ ترمکيا وکړه ، په صفا توليه ئې اوچ کړۀ ، تلي کښې ئې د ډيټالو اوبۀ او لوشن يو ځائے کړل ، دواړه تلي ئې خپلو کښې ومږل او د مېلمه د مخ په رغوڼه ئې دواړۀ لاسونه ګډ وډ راښکل ۔ ورپسې ئې يو ذره شان کريم د هغۀ په اننګو او پوزه ، تندي ټاکۍ کړل او د خپلو پستو ګوتو او تلو په ذريعه ئې ورله د ټول مخ په کاسه خوارۀ کړل ۔ په تندي ئې ورله لږه شان چاپي وکړه ۔ وېښتۀ ئې ورله ګومنز کړل او د ” جي نور” د ټکي سره ئې لکه چې خپل کار سر ته ورسوۀ ، مېلمه د کرسۍ نه د ” مهربانۍ ” لفظي ادائيګۍ سره پاڅېدۀ ۔ شينو کرسۍ د وېښتو نه وڅنډله او ما ته ئې کرسۍ کښې کار ته د کښېناستو د پاره اشاره وکړه ۔ زۀ د بنچ نه راپاڅېدم ، مېلمه سره مې ستړي مشي وکړل او کرسۍ کښې کښېناستم ، هغۀ د وصولۍ نه پس ډېر په طريقه مېلمه رخصت کړۀ او ماته راوګرځېدۀ ۔
” ښه جي استاجي څۀ به کوو؟ ” هغۀ زما نه پوښتنه وکړه ۔
” وېښتۀ او ږيره به سېټ کول غواړي ، خو چې ګورې وېښتۀ ډېر واړۀ نۀ شي ” ما د سپارښتنې په انداز کښې ووې ۔
” وبه شي انشاالله” شينو په خوږه پسته ژبه جواب راکړۀ ۔ هغۀ سور مخصوص څپوټکے لکه د هغه مېلمه زما غاړې ته وتړۀ ۔ د کرسۍ شاته اړم ئې ښکته کړۀ ، په وېښتو ئې راله ترمکيا وکړه ، زما د خپل سټائيل مطابق ئې راله وېښتو کښې په مينځ لاره ووېستله ، قېنچي ،منګز ئې لاس ته کړل او په کار ئې ګوتې پورې کړې ۔ ما په شيشه کښې په غلچکي نظر د هغۀ د کار اندازه اخسته ، هغۀ چې په خپل زده کړي ترتيب موټي کښې زما د سر د وېښتو څوکې وغوړولې او بيا به ئې چې ترېنه په قېنچۍ سرونه په يو کړپ سره پرې کړل نو ورسره به ئې دوه درې وارې هسې قېنچي وقړچوله او د منګز نه به ئې د قېنچۍ سره په جنګېدو هسې يو ټک پورته کړو ۔ګړۍ په ګړۍ به ئې ګوچۍ برش ته لاس کولو او زما د څټ نه به ئې پرې کړي غورزېدلي وېښتۀ صفا کول خو کوم څيز چې زما زړۀ ګيپ نيولے وۀ هغه د شينو خپل ګور ښائسته وېښتۀ وو چې په يو خاص ترتيب پراتۀ ډېر په هنر جوړ شوي وو او د هغۀ ښائست ئې يو په دوه کړے وۀ ۔
هغۀ رېډيو ته هم غوږونه تکۍ کړي وو او ما له ئې کار هم کوۀ ۔ ” شاعري دې جوړ ډېره خوښه ده ” ما د هغۀ نه تپوس وکړۀ ۔ ” او جي ، ډېره زياته ۔ ۔۔ او ستاسو شاعري هم ” هغۀ مسکي انداز کښې لنډ شان جواب راکړۀ ۔ ” زما شاعري ” ما په حېرانتيا وپوښتل ۔ ” هو جي ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ بلکې زۀ خو ټول شاعران لږ ډېر پېژنم ” هغۀ زياته کړه ۔ ” ښه ، دا خو ډېره ښه خبره ده ۔ ، سبق مو وئيلے دے ؟ ” ما د هغۀ نه څۀ رسمي شان پوښتنې شروع کړې۔ ” جي لسم مې پاس کړے دے ” هغۀ جواب کښې ووې ۔ “ډېره ښه خبره ده ۔ د کوم کلي اوسېدونکے ئې ، مطلب د چرته نه راغلے یې ؟ ” زما په دې پوښتنه هغۀ يو سوړ شان اسوېلے وکړۀ ۔ ” د سنګر کلي يم خو ” ۔ ” څۀ خو ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ” ما د شينو نه لږ وضاحت وغوښتۀ ۔ ” مطلب داچې اوس د سنګر کلي نه پوخ راغلے يم ” هغۀ ما له څۀ نيمګړے شان جواب راکړۀ ۔ ” تا سو پلار په نيکۀ دا کسب کوئ ” ما بيا وپوښتل ۔ ” نه جي زما پلار کسب ګر نۀ دے ۔ صرف ما دا کار زده کړے دے ” هغۀ وضاحتي رنګ کښې ووې ۔ ” استاذ دا چائے يخه شوه ” ډبنګ اواز وکړۀ ۔ ” هله نو پيالو کښې ئې واچوه کنه، تۀ غږ ولې نۀ کوے ؟ شابه چې صېب ئې وګوټي ۔ ” شينو ډبنګ ته جواب کښې ووې ۔ ډبنګ چائے پيالو کښې واچوله ، يوه ئې په انګيټۍ زما او بله د شينو استاذ مخې ته کښېښوده ، چائے واقعي يخه شوې وه ځکه ما دوه درې ګوټه کړه او شينو زما په وېښتو جوړولو ګوتې پورې کړې ۔ دا ماشوم ” ډبنګ ” ما هغه نه په اشاره د هغۀ پېژندګلو وغوښته ۔ ” جي دا مې رشته دار دے ، جواد نامه ئې ده ، د مينې نه ورته ډبنګ وايو ” ۔ ” ښه ښه ” ډېر خوږ ورسره لګي دغه نوم ډبنګ ” ما په مسکي انداز کښې جواب ورکړۀ۔ ” رښتيا تۀ په خپله وېښته په چا سېټ کوے ؟” زۀ خو وېښتو سېټ کولو له کراچۍ ته ځم ” هغۀ څۀ غېر منطقي جواب راکړۀ ۔ ” کراچۍ ته ۔ ۔ ۔ ۔ مړه ګپ مۀ لګوه ، رښتيا راته ووايه ، ستا وېښتۀ واقعي چا ډېر په هنر سېټ کړي دي ، ډېر ښۀ درسره لګي ” ما خبره درنه کړه ۔ ” نه واقعي استاجي، ګپ نۀ لګوم ۔ زۀ خپله هر دوه مياشتې پس وېښتو سېټ کولو له کراچۍ ته ځم ۔ زما هلته يو اشنا دے ” سوېد ” هغۀ سره مې ملاقات هم وشي او کار راله هم وکړي ، بلکې ما خپله هم دا کسب د هغۀ نه کراچۍ کښې زده کړے دے ” شينو وضاحتي رنګ کښې ووې ۔ ” هغه څنګه د زړۀ سره ” د هغۀ په دغه خبرو زما تلوسه سېوا شوه ۔ ” استاجي دا ډېره اوږده قيصه ده ، پرېږده ئې ۔ ” هغۀ څۀ په مات زړۀ ووې ” ګوره د زړۀ سره استاجي راته هم وائې ، زما شاعري دې هم خوښه ده او د زړۀ حال رانه هم پټ ساتې ، خېر دے سرسري ئې راته ووايه ، ستا زړۀ به هم سپک شي او زما تلوسه به هم ختمه شي يا کېدې شي زۀ دې پکښې څۀ مدد وکړے شم ” ما شيشه کښې په تاؤ کړي نظر د هغۀ د مخ تاثراتو ته هم کتل او د خپلو وېښتو جائزه مې هم اخسته ۔ ” خبره دا ده استاجي ! چې زۀ ذاتي کسب ګر نۀ يم ، زما پلار د سنګر کلي لوے خان دے ، طاؤس خان سنګرخېل نامه لري ، زما خپل نوم مشکار خان دے ، مور مې دې خداے وبخښي ، د مينې نه به ئې راته شينو وې او د خپل شنو سترګو په وجه تر اوسه په شينو يادېږم خو ما خپل دوکان له د بل چا په وجه ” شينو هئير ډرېسر ” نوم اېښودے دے ۔ هغۀ چې د خپل زړۀ بښۍ راوسپړدې نو زۀ کرسۍ کښې ځان کښې لږ راټول شوم ۔ زما د کاکا زوي شېر خان لالا به کراچۍ کښې ټېکسټائيل ملز کښې کار کولو ، ډېر ښۀ کار ئې وۀ ۔ يو ځلې ورسره زۀ هم چټيانو کښې تلے وم ۔ هغه وخت ما لسم پاس کړے وۀ ۔ د کاکا د زوي سره مې ټبر هم وۀ ۔ مونږ به کورنګي کښې پاتې کېدو ، ما به هغوي له د کور سود سودا کوله او د شېر خان لالا درے کلن زوے ارمان به مې بهر لوبولو له بوتلو ۔ مونږ ته مخامخ ګلۍ کښې يوه نائي خانه وه ، زۀ به اکثر هغه نائي خانه کښې ناست وم ، ارمان به راسره وۀ ۔ شېر خان لالا به ناوخته کور ته راتلو ۔ د هغه نائي خانې د مالک د زوي سوېد سره زما ملګرتيا جوړه شوه ۔ د ډبنګ ماما جاوېد به هغه نائي خانه کښې په تنخوا کار کولو ، سوېد او جاوېد تقريبا دواړه زما همځولتيا کښې وو ۔ د سوېد پلار به هم کله کله نائي خانې ته راتلو خو سوېد به پکښې مستقل کار کولو ۔ ما به د سوېد او جاوېد کار ته ډېر په شوق سره کتل او چې هغوي ته به کار ډېر زيات شۀ نو کله کله به ئې پکښې ما ته هم کرسۍ کښې څوک ماشوم کښېنولو ، دغه شان ورو ورو زما دا کسب هم پخېدۀ او زمونږ تر مينځه تعلق هم ۔ ۔ ۔ خبره دې حد ته ورسېده چې بيا به د سوېد دي له کوره زما برخه ډوډۍ هم راتله او زما سوېد دوي کره تګ هم شروع شۀ او بيا به په ما د سوېدي د کور روټۍ دومره خوږه لګېده چې ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ” هغۀ خبره نېمګړې پرېښوده ۔ د هغوي د کور ډوډۍ به درباندې ولې خوږه لګېده ؟ څۀ خاص خوبي وه پکښې ؟ ” ما د شينو خوږه قيصه کښې خداے خبر ولې څۀ بې ځايه راودانګل ۔ ” اصل کښې استاجي د سوېد يوه شينوګۍ خور وه ۔ زما زړۀ ته په ټوقو ټوقو کښې داسې پرېوتې وه چې بيا به ما هېڅ بې هېڅه د هغوي کور ته د تلو د پاره بهانې لټولې او ما داسې محسوسه کړې وه چې د هغې هم په ما سترګې خوږې شوې وې ۔ خو په ما قيامت هغه وخت راغے چې کله زما پلار کراچۍ ته را ورسېدۀ ۔ ” هغه څنګه د زړۀ سره ” ما د شېنو نه په قيصه د رسېدو د پاره يوه بله پوښتنه وکړه۔ دغه وخت شينو د کالر دننه زما ګېر چاپېره څټ او مرۍ په بوچي برش صفا کړه ۔ وېښتۀ ئې راله ګومنز کړل ۔ سور څپوټکے ئې راله د غاړې نه راغونډ کړۀ ۔ د ږيرې سېټ کولو د پاره ئې رانه صفا توليه او کپړه تاؤ کړه ۔ د کرسۍ اړم ئې راته زما د قد مطابق برابر کړۀ او ما کپرۍ د کرسۍ اړم سره جُخته کړه خو زما تلوسه د هغۀ قيصه اورېدو ته وه ۔ خبره دا ده استاجي چې پلار ته مې چا دلته وئيلي وو چې زوي دې کراچۍ کښې نائي توب شروع کړے دے ۔ يوه ورځ زۀ سوېد او جاوېد سره دوکان کښې مشغول وم چې پلار مې ناګهانه د دوکان په ورۀ راننوتۀ ، هغه وخت دوکان کښې لس اتۀ کسان موجود وو ۔ زما د لاسو ، پښو نه دم وختۀ ، د پښو د لاندې نه مې زمکه وتختېده خو ځان مې قابوکړۀ ۔ پلار مې د راتلو سره په يوه ساه لګيا شۀ “وئي بې غېرته ! تا له شرم هم نۀ درځي چې دلته دې نائي توب شروع کړے دے ۔ خلقو له حجامتونه کوے ، کوم خلق چې مونږ ته مخامخ کتلے هم نۀ شي تا د هغؤي کسب شروع کړے دے ، خلقو له چاپۍ او مالشونه کوے ، دله ! تا له د پلار نيکۀ د لويي نامې نه هم حيا نۀ درځي ، اې بې غېرته لا خو ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ دا زړۀ خو مې وائي چې هم دلته درله په مرۍ غلے شم او په سمندر دې لاهو کړم ۔ ” زما پلار ښۀ په غصه کښې د بلها خلقو مخکښې لکه د يو فلمي ولن يو جذباتي ډائيلاګ واؤروۀ ۔ ولې ما نه هم د شنو سترګو د مينې زور ” هيرو ” جوړ کړے وۀ ۔ چغې مې کړې چې ” اې خلقو دا سړے څوک دے ،دے خو زۀ نۀ پېژنم ۔ زۀ خو مزدور کار سړے يم ۔ دا ګورې زما پلار نۀ دے ۔ په دوکه مې درنه بو نۀ ځي ۔ زۀ دے بېخي نۀ پېژنم ، دروغ وائي ، اداکاري کوي ، د دوکان نه ئې بهر کړئ ” زما پلار چې زما مارې کوکارې او مکر ، فرېب وليدۀ نو لکه د ښامار تاؤ راتاؤ شۀ زما په مخ ئې يوه توپه توکاڼي راوتوکل او غړمبېدلے په يو شغ سره د دوکان نه ووتلو ۔ ” الله قران ګو، اې ، تۀ خو جوړ هم پوره اداکار ئې ښه ” ما شينو ته څۀ په نختې ژبه ووې ولې چې هغه لګيا وۀ زما نرۍ پټۍ فېشني ږير ې له ئې غاړې اخستې او زما مرۍ بره کتو سره لږه خپي وه ۔ ما چې څټ رانېغ کړۀ او مخامخ شيشه کښې مې په نيم کښو نظر وکتل نو ډبنګ هم شاته په بنچ ناست وۀ او زمونږ خبرو ته ئې غوږونه تکۍ کړي وو ۔ دې دوران کښې يو دوه زلمي هم دوکان ته راننوتل ، هغوي سلام وکړۀ او شينو ورته ډېر په مينه ستړي مۀ شي ووئيل۔ ” شينو اوبۀ تاؤدې دي ” هغوي کښې يو زلمي پوښتنه وکړه ۔ ” هو بالکل ، اے ون ، ډبنګه ! ورشه بېلر ته دړې لاندې کړه ” شينو ډبنګ ته هدايات ورکړل او ډبنګ د ” جي استاذ ” د غږ سره بېلر ته اور تازه کولو د پاره د دوکان شاته ورتاؤ شۀ ۔ ” ښه نو لکه ستا پلار تۀ د کراچۍ نه ځان سره کلي ته رانۀ وستلے هن ” ما شينو ته قيصه ورياده کړه ۔ ” هو جي ، خو غضب دا وشۀ چې څۀ وخت پس هغه شينوګۍ د ترۀ زوي ته وادۀ شوه ولې چې مور پلار په وړوکوالي هغۀ ته بخښلې وه ۔ ” دا څۀ وې يار، نو تا په دې خبره هډو ردِ عمل ونۀ کړۀ ” ما د شينو نه په تلوار وپوښتل ۔ ” ما څۀ کړې وې استاجي ، ورور ئې راته وې چې مونږ د خپلو ذاتي کسب ګرو نه بغېر چاله خپله لور خور نۀ ورکوو ” شينو خبره سپينه کړه ۔ ” ښه نو بيا” ما بيا پوښتنه وکړه ۔ ” بيا څۀ جي ” زما زړۀ په کراچۍ کښې کله لګېدۀ ، د ترۀ زوي مې ټبر د مخکښې نه کلي ته واپس رالېږلے وۀ ۔ زۀ هم لږې ورځې پس نېغ کلي ته راغلم خو کلي کښې راسره پلار هم هغه ټوقه وکړه ، کومه چې ورسره ما کراچۍ کښې کړې وه ” هغۀ زياته کړه ۔ ” هغه څنګه ” ما وضاحت وغوښتۀ ۔ ” زۀ پلار له په پښو پرېوتم چې داجي ! غلطي رانه شوې ده ، ما معاف کړه خو هغۀ صفا انکار وکړۀ چې تۀ څوک يې ؟ زۀ خو تا نۀ پېژنم ، څو وارې مې پرې جرګې ننواتې هم وکړې خو خوند ئې ونۀ کړۀ بلکې الټا ئې د خپل مال جائېداد نه هم ووېستلم ” هغۀ ډېره په دردمنده لهجه کښې ووې ۔ ” دا څۀ وې يار ” نو بيا دلته څنګه راغلې او دا دوکان ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ؟” ما د شينو نه بله پوښتنه وکړه ۔ ” درې کاله وشو چې د کراچۍ نه مستقل راغلے يم ولې سوېد سره هغه شانې خپل تعلق شړم ، هر دوه مياشتې پس کراچۍ ته د هغۀ ملاقات له ځم ۔ جاوېد چې ما سره ئې کراچۍ کښې ملګرتيا جوړه شوې وه ، د ډبنګ ماما دے او اوس ئې دلته ځانله مردان کښې خپل دوکان پرانستے دے ، د هغۀ په مرسته ما هم دا دوکان کړےدے ولې چې اوس مې خپل هم دے ۔ استاجي ما ته په دې کسب فخر دے ځکه چې د دې له سره ما ډېر څۀ ځار کړي دي او دا مې ايمان دے چې تر مرګه به دا کسب پرې نۀ ږدم ۔ ۔ ۔ ۔ ” د دروازې د بې واره ډبا سره زما د خيال امېل دانه وانه شۀ ، کټ کښې په هېبت راجګ شوم ، د بېټکي کمرې نه راووتلم او د کور د ګېټ تمبړۍ مې له دننه غاړې په تلوار خلاصه کړه ۔ اېمل خان او دريا خان مخکښې او مور ئې ورپسې ۔ بابا السلام علېکم دواړو بچو مې په برغ اواز ووې ۔ د دې نه وړاندې چې ما ترې څۀ تپوس پوښتنه کړې وې ، ورور مې ورپسې قدم کښې راننوتۀ او راته ئې ووې ” هلکه خالده! د سړک هغه شينو نائي مړ شۀ ، ګاډي کښې ئې راوړۀ ۔ زما زړۀ يو دم پرېوتۀ ، ډېر زيات بې سُره شوم ، زړۀ کښې مي وې اوس کۀ د شينو ، مشکار خان پلار طاؤس خان سنګرخېل د هغۀ په سر شل مړي وکړي نو څۀ پرې ، شينو خو د ” کسب ګر ” په نوم خپله ځواني بائېله کنه ۔