د حضرت باچا خان (رح) وېنا – پښتون

(دا تقرير باچا خان پۀ 29 ستمبر 1939 د سويلي چارسدې يوې درنې غونډې ته کړے ؤ او “پښتون” ګڼه کښې پۀ 11 نومبر 1939ز د روژې د مياشتې پۀ اتويشتمه چاپ شوے دے. فخر افغان چې دې تقرير کښې څۀ فرمائيلي دي هغه ټک پۀ ټک نن رښتيا شوي دي. “پښتون” دا تقرير د باچاخان او ولي خان د تلين پۀ مناسبت سره يو ځل بيا چاپ کوي)

وروڼو! زۀ ستاسو د دې مينې محبت او اخلاص نه ډکې سپاسنامې ډېره ډېره شکريه ادا کوم. زۀ ګورم چې نن ستاسو خيالات او ستاسو جذبات بدل شوي دي، زۀ وينم چې يوازې ستاسو خيالات او ستاسو جذبات بدل شوي نۀ دي، بلکې د اکثرو خلقو پۀ خيالاتو کښې تبديلي راغلې ده. زۀ چې فکر کوم چې دا ولې؟ پۀ دې خلقو کښې دا فرق ولې راغلے دے؟ نو زۀ پۀ دې نتيجه رسېدلے يم چې تاسو د جنګ اورېدلي دي او پۀ تاسو کښې بيا دا شوق پېدا شوے دے چې د خپل قام او ملک دپاره به بيا جنګ کوو خو زۀ به تاسو ته د دې خبرې متعلق نن صفا صفا يو څو خبرې وکړم، تاسو هغې ته غوږ کېږدئ او ځان پرې پوهه کړئ. دا خو ما تاسو ته همېشه وئيلي دي چې پښتون خو د جنګ مړنے دے او چې چا سره د پښتون مقابله پېښه شوې ده نو ګټه هم دۀ کړې ده، فتح هم د دۀ نصيب شوې ده، مګر ستاسو څۀ خيال دے چې زمونږ د دې تحريک مقصد بس جنګ دے. زۀ دا خو منم چې د جنګ ماده پۀ تاسو کښې ډېره موجوده ده، کۀ تاسو د خپلو مشرانو تاريخ وګورئ نو تاسو ته به معلومه شي چې پښتون چې څۀ وخت جنګ شروع کړي نو پۀ دۀ کښې اتفاق راشي، مينه پېدا شي، محبت پېدا شي او دې خپلې کورنۍ جګړې شاته کړي، چې څۀ وخت جنګ ختم شي څۀ ګټه وکړي نو بيا د هغې ګټې د سمبالي نۀ وي نو زۀ تاسو پوهوم چې زمونږ اصلي غرض خو جنګ نۀ دے. د خدائي خدمتګارۍ مطلب خو دا نۀ دے چې پۀ مونږ کښې د جنګ ماده پېدا کړي، دا ماده خو پۀ مونږ کښې موجوده ده، مونږ خو خدائي خدمتګاري د دې غرض دپاره شروع کړې ده چې مونږ پۀ دې خپلو وروڼو کښې هغه عادتونه پېدا کړو، هغه خويونه او خصلتونه پېدا کړو چې دوي د امن پۀ وخت کښې خپله ګټه سمبال کړي. پۀ هغه ګټه دوي اباد شي او د دوي بال بچ اباد شي.

نن تاسو پۀ دې خبره ځان پوهه کړئ چې هغه کوم څيز دے چې پښتون د خپلې ګټې نه فائدې اخستو ته نۀ پرېږدي. نو ياد لرئ چې هغه د پښتون خودغرضي ده، د جنګ پۀ وخت کښې خو دے د قام دپاره ډېر تکليف تېر کړي مګر د امن پۀ وخت بيا نۀ پۀ قام کار لري، نۀ ئې د ملک پۀ فائده څۀ کار وي. هر څۀ چې دي خو چې دۀ ته ذاتي فائده ورسي، د دۀ دوه پېسې ګټه وشي، کۀ قام ته نقصان رسي نو و دې رسي. کۀ ملک تباه کيږي نو تباه دې شي او کۀ اسلام پۀ سيند لاهو کېږي نو لاهو دې شي. پۀ دې وجه زۀ نن تاسو ته صفا صفا خبرې کوم چې د دې تحريک اول مطلب دا دے چې مونږ د پښتون نه دا د خودغرضۍ ماده وباسو، دے دې ته تيار کړو چې خپله فائده د قام پۀ فائده قربان کړي چې يو خوا د دۀ ذاتي فائده وي او بل خوا د قام د فائدې سوال وي نو دے د خپلې فائدې نه لاس واخلي او قام ته خېر ورسوي، هله به تاسو خدائي خدمتګار شئ او هله به زمونږ د دې تحريک نه ملک ته فائده ورسي.

مونږ جېل خانې ته ځو، کۀ څۀ مصيبتونه تېروو، دا ټول د دې خبرې دپاره چې قام ته مو څۀ فائده ورسي. نو نن تاسو پۀ دې خبره فکر وکړئ کۀ تاسو دا خپل زاړۀ عادتونه نۀ شئ پرېښودئ او دا د خودغرضۍ ماده لۀ ځان نه نۀ شئ ايستئ نو زۀ تاسو جنګ لۀ نۀ بيايم. زۀ نور تکليفونه تاسو ته نۀ درکوم، هغه جنګ به څۀ فائده وکړي چې زۀ تاسو خراب تراب کړم، تاسو تباه کړم، تکليفونه، مصيبتونه درباندې راولم، پۀ بال بچ مو لوږې تندې تېرې کړم او چې جنګ ختم شي څۀ ګټه پۀ لاس راشي نو تاسو خپلې خودغرضۍ شروع کړئ، د هغې ګټې نه تاسو ته څۀ فائده ورسي او نۀ ستاسو بچو ته څۀ فائده ورسي . دا ځل به زۀ هله جنګ کوم، هله به تاسو جنګ لۀ بيايم چې زۀ پوهـه شم چې تاسو رښتيني خدائي خدمتګار شوئ، تاسو هر څۀ چې کوئ د خدائے دپاره ئې کوئ، څۀ تکليف چې تېروئ د خپل قام د فائدې دپاره ئې تېروئ، تاسو خو لږ دې خپل ګرېوان کښې وګورئ، دا تاسو څۀ کوئ. د ډسټرکټ بورډ پۀ ممبرۍ ستاسو جګړه وي، د اسمبلۍ پۀ ممبرۍ پسې تاسو مرئ او بيا چې يو سړي ته تاسو ووټونه ورکړئ، ډسټرکټ بورډ يا اسمبلۍ ته ئې ولېږئ نو هغۀ پسې شئ، ناجائزې فائدې ترې اخستل غواړئ، کۀ ستاسو پۀ مرضۍ ځي خو ښۀ ده کۀ نۀ وي نو بيا هغۀ ته کنځل شروع کړئ، هغه پۀ خلقو کښې سپکوئ، تر دې چې پۀ ما هم ايله نۀ کوئ، وائي چې باچاخان څۀ وکړل، خو خپل ورور ئې وزير کړو، د غريب څۀ وشو، دا ستاسو خبرې دي چې د غريب څۀ ونۀ شو نو د چا وشو کۀ زما ورور وزير شو ےدے کۀ بل څوک ممبر شوے دے دا خو ما نۀ دي کړي، تاسو ووټونه ورکړي دي او تاسو اسمبلۍ ته لېږلي دي، ما خو دا ډېر ځله وئيلي دي کۀ دوي ستاسو خدمت نۀ کوي نو راجمع شئ زما ورور هم وباسئ او کوم ممبر چې د قوم خدمت نۀ کوي هغه پۀ راوتلو مجبور کړئ، نور خلق ولېږئ، وزيرۍ او ممبرۍ خو ټول اولس ته نۀ ملاوېږي خو څو کسان به جوړېدل او هغه جوړ شو.

زۀ خو چې فکر کوم نو صحيح خدائي خدمتګاري به ډېرو کمو خلقو کښې پاتې وي، ټولې خودغرضۍ او منافقت دے، تاسو ته به د سن 30 زمانه ياده وي چې دا خودغرضۍ نۀ وې نو څۀ پۀ اخلاص به خلقو قومي خدمت کولو . د يو بل سره د خدائي خدمتګارو څۀ ښۀ مينه وه، محبت ؤ او صداقت ؤ مګر دا اوس څۀ چل وشو چې نۀ هغه مينه شته او نۀ هغه محبت شته.

وروڼو! وجه دا ده چې هغه وخت د جنګ زمانه وه او اوس د امن وخت دے او لکه چې اوس ما تاسو ته ووې د امن وخت کښې تاسو خپله ګټه نۀ شئ سمبالولے نو دا کوشش پکار دے چې زمونږ نه دا د خودغرضۍ ماده لرې شي او د خدائي خدمتګارۍ صحيح جذبه پۀ مونږ کښې پېدا شي. يو طرف ته خو د عامو خلقو دا حال دے او بل طرف ته زمونږ لېږلي خلق ځينې ممبران هم د خپلو ممبرانو نه ناجائزې فائدې اخلي او داسې کارونه کوي چې پۀ پخوانو ممبرانو او دوي کښې هېڅ فرق نشته. د ډسټرکټ بورډ پخوانو ممبرانو به هم پۀ خپلو دوستانو پۀ اتۀ انې او نهۀ انې ليلامولې او زمونږ ممبران ئې هم پۀ اتۀ انې ليلاموي. پخوانو ممبرانو هم ډلې پرې او سفارشونه کول او زمونږ ځينې ممبران هم کوي.

اصل خبره دا ده چې مونږ نا اهله يو او داسې نااهله قوم ته خدائے پاک حکومت نۀ ورکوي . نو ياد لرئ چې زۀ پۀ داسې حال کښې پۀ تاسو بل جنګ نۀ کوم. ولې چې زما کوم غرض دے هغه نۀ پوره کېږي نو د داسې جنګ نه څۀ فائده حاصلېدے شي.

هو! کۀ تاسو رښتوني خدائي خدمتګار شوئ او پۀ ځان کښې مو اهليت پېدا کړو نو پس د هغې به جېلخانې ته لاړ شو، تکليفونه به پۀ ځان تېر کړو چې قوم ته ترې فائده ورسي. پۀ دې جنګ کښې مونږ ته د ډېرو خلقو ضرورت نشته. لږ کسان پکار دي خو چې رښتوني خدائي خدمتګار وي . کۀ تاسو د کلي پۀ سر يو خدائي خدمتګار ماله راکړئ نو هغه ټول کلے به زمونږ ملګرے وي او زۀ به ستاسو دپاره جنګ وکړم. تاسو پوهېږئ چې زمونږ سره د خلقو هغه پخوانۍ مينه نشته، ولې؟ دا ځکه چې مونږ رښتونې خدائي خدمتګاري پرېښې ده، هر سړے پۀ دې سودا کښې ډوب دے چې زۀ جمعدار ولې نۀ شوم، زما ورور ته نوکري ور نۀ کړې شوه، زما زوئے پټواري نۀ شو، دا ځل زۀ داسې کسان ځان سره نۀ بيايم چې سبا زما نه ليډري غواړي، ممبري غواړي او نوکري غواړي. زما دپاره داسې فوځ هېچرې توره نۀ شي کولے چې هغه د خپل ذاتي غرض پۀ جذبه کښې جېل ته ځي، ما له به هغه سپاهي ګټه او تُوره کوي چې هغه رښتينے خدائي خدمتګار وي او څۀ کوي د خدائے دپاره ئې کوي.

تر څو چې لکه د غنم د دانې خاورو کښې ځانونه خاورې نۀ کړئ نو ستاسو قوم هېچرې زرغونېدے نۀ شي، کۀ ځان مو خاورې کړو نو د قوم ونه به زرغونه شي، ملک به اباد شي او د ملک نه به دا ټوله لوږه، بربنډه او خواري نيستي ورکه شي، دا ځل زما کلک يقين دے چې مونږ له به پۀ دې جنګ کښې خدائے پاک کامله فتح راکوي. خو صرف شرط دا دے چې مونږ سره جېلخانې ته خدائي خدمتګار لاړ شي، لږ دې وي خو رښتونه خدائي خدمتګار دې وي. داسې خلق تلل نۀ دي پکار چې پۀ جېلخانه کښې هم خاني غواړي، د ګېډې دپاره د نشو دپاره د ملازمانو، د داروغه ګانو خوشامندې کوي، ځان وتلئ؛ کۀ د جېل د قواعدو نه خلاف ورزي کوئ، د جېل خوراک او مشقت ته او د جېل ټولو قواعدو منلو ته تيار يئ او د کورونو نه روپۍ نۀ غواړي، کۀ دا منئ خو ښۀ ده ګنې هسې دې ځان پۀ تکليف کوي نۀ، کور دې کښېني چې څوک پۀ خوښه جېل ته نۀ ځي نو خدائي خدمتګارو لۀ پکار دي چې هغۀ پورې خندا نۀ کوي.

اخر کښې به دا عرض وکړم چې تاسو ټول دلته موجود يئ، چې واپس لاړ شئ نو زما خبرې زما دا پېغام حرف به حرف هغو وروڼو ته ورسوئ څوک چې دلته نۀ دي راغلي. پۀ غم ښادۍ کښې، حجره، جومات کښې، چرته چې څو کسان يو ځائے وي هغوي ټول پۀ دې پوهه کړئ او څوک چې قومي فوځ کښې بهرتي کېدل غواړي نو اول دې پۀ دې خبرو ښۀ غور وکړي او دې خبرو منلو ته دې تيار شي.

دا هم ولولئ

!!!Absolutely Not – پښتون

اېمل ولي خان دې خداے زر کلن کړي چې څۀ هم وائي نو بېخي د …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.