مظاهرفطرت او دغني خان جمالياتي حِس – نورالامين يوسفزے

د فطرت غېږ د انسان لپاره د مور د غېږې حېثيت لري ځکه چې د خپل وجودي او کلتوري سفر پۀ پېل کښې هم دغه فطرت د دۀ لومړے مسکن ؤ ځکه نن هم چې دے کله دغه غېږې لۀ ورځي نو پۀ روحاني توګه ډېر اطمينان او سکون محسوسوي. د فطرت غېږ او ښکلا د دۀ لپاره تش د اطمينان او خوشحالۍ سبب نۀ دے بلکې د فطرت پۀ دغه غوړېدلي کتاب کښې دۀ د خپلې ارتقاء لومړے درس هم اخستے دے او نن هم د خپل بصارت پۀ مدد دے د فطرت د مظاهرو مشاهده کوي . پۀ دغه درس او دغه زده کړه کښې خپله فطرت او د فطرت مظاهر د دۀ استاذان وي او داسې “سبق” ورته ور ايزده کوي چې دے ئې د دنيا پۀ يو پوهنتون کښې هم دکوم بل استاذ نه نۀ شي زده کولے.

د فطرت دغه جمال او جلال سره چې کله د انسان بصيرت او تخيل ملګرے شي نو بيا دغه جمال نور هم پۀ څوچنده سېوا رنګين او زيات شي. د جمالياتوجديدو نظريو د “جمال” لمنه دومره پراخه کړه چې روايتي پوهانو ته هم د جمال نوي نوي اړخونه او د دغه اړخونو د ښائستونو نوي نوي ورونه لرې شول. او داسې د روايت پۀ غېږه کښې د جدت محبوبې غزونې وکړې. د دغه نظريې ترمخه عقل، تخيل، مشاهدې او ضرورت پۀ شريکه د انسان ژوند اسان کړے هم دے، رنګين کړے هم او مخ پۀ وړاندې بوتلے هم ۔ خو دا هم يو کوټلے حقيقت دے چې د انسان تخيل د دۀ پۀ عقل زوراور هم دے او لمنه ئې هم ډېره پراخه ده. مونږ داسې هم وئيلے شو چې چرته عقل ګونګ شي هم هلته تخيل ګويانه شي. او هم د دغه تخيل پۀ زور بيا انسان داسې زوروره عکاسي کوي چې عقل ورته ګوته پۀ خولۀ وي ۔ انسان کله کله د يو څيز، منظر يا حالاتو د تخيل پۀ زور داسې انځورګري وکړي چې پۀ ښکاره څنګه وي پۀ حقيقت کښې هډو داسې وي نه، دا هم د هغه لوے مصورد فن کمال دے چې نمر، سپوږمۍ، ستوري او اسمان چې زمونږه پۀ وړاندې څنګه دي پۀ حقيقت کښې بېخي بل شان دي بقول غالب:

ہیں کواکب کچھ نظر آتے ہیں کچھ

دیتے ہیں دھوکا بہ بازی گر کھلا

ولې بيا هم د دغه مظاهرو، څرګند صورت دومره زړۀ راښکونکے او دلاوېز دے چې زمونږ بصارت د دغه دروغژن خو زړۀ راښکونکي صورت پۀ لار د بصيرت پۀ زور د دغه مظاهرو روح ته ورکوزېږي. غني وائي چې کله داسې کومې “ښکلا” ته وګورئ نو بيا د کتلونه پس سترګې پټې کړئ او د دغه څيز پۀ حقيقت لږ پۀ پټو سترګو هم غور او فکر وکړئ ۔ د غني جمالياتي حس دومره توان او د هغۀ د تخيل د باز وزرې دومره قوي دي چې هغه د دغه “ظاهري حقيقت” او “وجود” د ښائست حقيقت هغه کۀ خپله د انسان دسترګو خمار دے، کۀ د سرو شونډو مسکا ده، کۀ د سپوږمۍ نرمې پستې پلوشې دي، کۀ د نمر تېزې شوخې وړانګې، کۀ د ګل پۀ سرو شونډو کښې د ناز خندا، دابشار ترنم دے او کۀ د لولکې دوجودښائستونه، ليدے هم شي، محسوسولے ئې هم شي او ستائيلے هم ځکه چې د هغۀ شاعرانه الهام د خپل تخيل پۀ زور دغه کېفياتو لۀ داسې مناسبه ژبه او داسې ژوندي ټکي را پېدا کړي چې هر څوک ورته حق دق پاتې شي. بيا چې کله خپله ددغه ټولوښائستونو تخليق کار دا اعلان هم وکړي چې ” زۀ خو د اسمانونو او زمکو نور يم” او چې کله د دغه قطره قطره جمال پۀ سحر کښې د غني غوندې ستر فنکار ورګډشي او خپلې خمارې سترګې پټې کړي نو د زړۀ سترګې ئې وغړېږي او د دغه رڼا ګانو پۀ سمي سمي د هغه حقيقي رڼا او ريښتونې جلوې خواته وررسي چرته چې د وجود او جسم ټوله ستړيا او د سفر ټوله ستوماني د روح پۀ خوږه غېږه کښې دمه دمه شي.

ښاغلے اېمرسن وائي چې “د فطرت غېږه کښې ډېر څۀ دي، د چينې خوږې اوبۀ، د ځنګل هغه اور چې پۀ يخنۍ کښې ئې مونږه د يو بوتکي غوندې د فطرت سينې سره کلک ونخښلو او …. د فطرت پۀ غېږ کښې چې کله مونږه بره شين اسمان ته ګورو نو دغلته رومان او حقيقت غاړه، غړۍ ولاړ وي ۔ د فطرت دغه جادو ګري ډېره صحت بخشه او روح پروره ده او هم دا زمونږه د وحشت او بې ډولۍ علاج دے. رښتيا خبره خو دا ده چې د هرقسمه تکلفاتو نه پرته خوشحالۍ چې زمونږ د خپل مزاج او فطرت سره سمون خوري او زمونږ د ذات سره طبيعي مناسبت لري، دغه هرڅۀ مونږه د فطرت پۀ غېږ کښې بيا مومو او هم دغه غېږه کښې د ځان پېژندنې (عرفان ذات) منزل ته رسو او خپل ځان وپېژنو”.

اېمرسن د ملا د پخو پخو اوسطحي خبرو پۀ ځاے د فطرت ښکلا او د ونو بوټو پۀ پاڼو او رګونو کښې خپل ځان او خپل سبحان لټوي ځکه د هغۀ د زړۀ سترګې بينا دي. او سائنس هم دا تصور مضبوطوي چې د حقيقت ادراک د بصارت نه زيات د بصيرت پۀ سترګو کېږي. د غني بينا نظر پۀ کائنات کښې دغه خور وور جمال او ښکلا ليدے هم شي او خپل “جانان” ورله د دغه جمال د ستائيلو جانانه اسلوب هم ورکړے دے.

پۀ کائنات کښې دغه خور وورحسن هغه کۀ “د احسن تقويم” دے او کۀ د فطرت، د غني جمال پرست نظر لکه د مقناطيس ځانته را کاږي او د وجود پۀ لار ئې د څيزونو روح ته ورکوزوي. حسن کۀ د “انسان” دے او کۀ د ” جهان” پۀ هر صورت کښې د غني کمزوري هم ده او طاقت هم ځکه خو هغه اعلان کوي چې:

سرداري نۀ کېږي د تورې د مستۍ نه بغېر

الله ليدے نۀ شې د حسن پرستۍ نه بغېر

لکه چې مخکښې ووئيلے شول چې د خالق نور او د ښائست جلوې پۀ مظاهر فطرت کښې ځاے پۀ ځاے ليدے هم شي او محسوسېدے هم. غني د يو فنکار پۀ حېث دغه جلوه ويني او هم لکه د “بلبل هزار داستان” ئې ستائي ۔ د “انساني حسن” پۀ حواله پۀ غنياتو ښۀ اوږدۀ او تاودۀ بحثونه شوي دي. دلته به زۀ د “مظاهر فطرت” پۀ حواله د غنياتود سمندر څۀ چونګ لپه راخلم خو د دې نه مخکښې چې زۀ د مظاهر فطرت پۀ حواله خپله خبره پېل کړم دلته دا خبره خپلو لوستونکيو ته سپينول غواړم چې د يو جرات مند او بې بدله تخليق کار پۀ حېث د غني د انفراديت او ځانګړتيا غټ سبب دا دے چې د هغۀ پۀ ذات کښې د مشرق “روحانيت” او د مغرب رومانويت داسې ورغاړې وتې دي چې ځانته ئې د بيان او اظهار يوه ځانله، بېله ، خپله او جانانه لاره را پېدا کړې ده. داسې چې نۀ خو پۀ کښې د مشرق روحانيت د روايتي تقدس پۀ غېږه کښې اودۀ شوے دے او نۀ د مغرب رومانويت محض د “جسم” پۀ سطحي دېوال تمبېدلے دے. د دغه ځانګړې او جانانه لار پۀ حواله مونږه دا وئيلے شو چې دغه لار د غني نه شروع شوې او هم پۀ غني ختمه شوې ده. دا يوه داسې لاره ده چې “اساس” ئې د وجود پۀ سمي روحاني،انداز رومانوي او اهنګ ئې چاربېتې دے او داسې د پښتو نظم ګويۍ يوه نوې لاره رامېنځ ته شوې ده چې د زوړ او نوي اسلوب پۀ غېږ کښې ئې يو نوے او بل شان اسلوب زېږولے دے چې هم ئې ځانته نوے ډکشن (د مفهوم پۀ کچ) او هم نوے اهنګ زېږولے دے ځکه نوکۀ څوک د هغۀ پۀ “فن” پسې روايتي تله راخلي نو هم به تيندک خوري او کۀ محض د نوي دور (د نظم) جديد کانډه، ځکه چې دلته هم کانډه خپله ده او هم “کاټي” خپل دے ۔ دا خو شوه يو جمله معترضه اوس به بيا را شو د خپلې موضوع لور ته؛ نو ما دا وئيل چې کله مونږ د غني د فن سمندر ته ورودانګو نو دغلته پۀ مونږ دا راز هم افشا شي چې دا سړے کۀ يو خوا د “نسواني حسن” پۀ هره ادا مئين دے نو د “احسن تقويم” سره سره د خپل بصيرت او ژوندي تخيل پۀ برکت هم د فطرت پۀ ويړ کتاب کښې د خپل خالق ژوندي ايتونه لوستلے شي. زمونږ د دغه حسن پرست انسان او د خپل عصر د دغه لوړ فنکار”بينا” سترګې چې کله د سيند سپينو شګو ته پۀ ننداره شي نو ظاهره دغه ساده باده شګو کښې پټ ښائست هم وويني چې شايد يو عام انسان بلکې عام تخليق کار ئې هم نۀ ليدلے شي او نۀ ترې د خپل تخيل پۀ زور يو داسې جانانه محل سازولے شي. دا پۀ ښائست مئين او د لوړ تخيل سختن غني دے چې د سيند پۀ دغه “سپينو شګو” کښې پټ محل رابرڅېره کولے شي داسې چې “دا ټول خرکے جهان” ورته حق دق ګوته پۀ غاښ پاتې شي. وائي:

د سيند د سپينوشګو نه مې جوړکړو يو محل

دې ټول خرکي جهان ورته حېران حېران کتل

قالين مې پکښې خورکړو د سرو پاڼو د ګلاب

وچت ئې ديوالونه د سازونو د رباب

بيا رنګ مې ورله ورکړو د خوبونو د شباب

هر ګل مې ورله را وستو ماليار مې کړو بلبل

(جاري)

کليات صفحه نمبر٥٨٣

غني چې د خپل “غني” تخيل پۀ زور د سيند د سپينو شګو نه کوم خيالي محل ساز کړے او بيا ئې پۀ خپل دغه خيالي محل کښې د خپل رنګين فن کومه رنګيني اچولې ده، د غني د دغه خيالي “سپين محل” ښکلا، ښائست او سحر د مغلي شاهجهان د حقيقي تاج محل نه پۀ څو چنده سېوا دے ۔ اوس دا فېصله به د “بصيرت” خاوندان کوي چې پۀ دغه دواړو کښې حقيقي محل کوم يو دے، دغه پۀ ظاهره “حقيقي” او کۀ نۀ د غني دغه “خيالي” ۔

غني خو دومره د رنګين تخيل څښتن دے چې کله د ورخاړي ګلونه هم ستائي نو خپله د “ورخاړي ګلونه” هم دغه جانانه انداز ته ګوته پۀ خله پاتې شي. خبره د ګل او ګلونو راغله نو دغني خان دښائست او جمال دتصور پۀ حقله زلمے نقاد او دانشور فېصل فاران پۀ خپل يو مضمون کښې ليکي چې “…….. هم دغسې د غني خان د ښائست تصور د يوې لوې مطالعې جواز لري خو پۀ مجموعي توګه د هغۀ د ښائست تصور د خېر، صداقت، تکميل هم ګزارۍ او يکتايۍ پۀ بنياد ولاړ دے. لکه د نظم “د ريدي ګل” تجزيه چې مونږ کله کوو نو دې کښې چې کومه لومړۍ خبره مېنځ ته راځي هغه دا ده چې ښائست د يکتايۍ دوېمه نامه ده” ۔

هغه غلے شان مسکے شو، وې خان مۀ کوه خفګان

زۀ به دا صحرا ورنۀ کړم دايران پۀ ګلستان

دلته زۀ يو او يکتا يم هلته زر زما پۀ شان

چار چاپېره سپېرې خاورې، زۀ يواځے يم روښان

(جاري)

حواله مياشتيزه “پښتون”

کۀ چرې مونږ د ښاغلي فاران د رايې سره د اتفاق کولو باوجود د دې نظم جائزه د يو بل اړخ نه واخلو نو دا هم يو حقيقت دے چې د دې نظم قيصه ايز انداز او د ريدي ګل ښائست هم پۀ دې نظم کښې زيات اثر پېدا کړے دے. د غني جمال پرست نظر د خپل تخيل پۀ سترګو د دغه ګل يکتايي او انفراديت سره سره د دۀ ښکلا او زړۀ راښکون هم ويني او د ريدي ګل پۀ سينه کښې د عشق داغ هم او بله دا چې کۀ د دغه ګل پۀ ځاے پۀ دغه صحرا کښې د سرو زرو يا روپو ډېرے پروت وے يا بل کوم ډېر قيمتي مادي څيز وے نو شايد چې هغې څيز د غني د سينې داسې اثرناک نظم نۀ وے راويستے او دا ځکه چې شاعري پۀ جذبو کېږي ۔ کۀ د يو مالداره سړي د اوبوجهاز پۀ سمندر کښې غرق شي نو هغه دغه جهاز سانده کولے نۀ شي ولې کۀ پۀ جهاز کښې د يوې پېغلې ځوان (مزدور) چنغول يا محبوب شهيد شي نو هغه دغه درد سانده کولے شي او بيا غني چې مال څۀ چې بادشاهي هم داسې ولي لکه “سُوټې پۀ ډېران” ۔

اصل کښې د شاعرۍ محرکه جذبه يا خو د زړۀ سوے دے يا مستي او يا جمال پرستي.

هسې خو د غني کلام د مظاهر فطرت د ښکلاګانو او د دغه ښکلاګانو د ستائينو نه ډک دے خو زۀ به د هغۀ د څو نمائنده نظمونو څوټوټې را اخلم او ددغه ټوټو پۀ بنياد به دا خبره لوستونکيو ته مخې ته ږدم چې د غني د تخيل باز د فطرت د ښائستونو پۀ ګلدرو کښې پۀ کوم جانانه انداز الوت کړے دے، څنګه پکښې لے پۀ لے ګرځېدلے او څنګه ئې د دغه ښکلاګانو نه نوې نوې معنې را ويستي دي ۔ کۀ مونږه لويديز شاعران پۀ خصوصي توګه د رومانوي دور شاعران لکه کيټس، شيلے اوبائزن وغېره ولولو نو د دغه ټولو شاعرانو پۀ شاعرۍ کښې هم فطرت او د فطرت ښائست د خپلو خارجي او طبعي وجود سره موجود دے خو دوي اکثر هم پۀ دغه خارج او وجود کښې نښتي دي. بائزن کله کله د “وجود” نه پۀ اخوا ورځي البته د ورډز ورتهـ او دنيم روماني او نيم کلاسيکي تخليق کار ګوئټے خبره لږه بل شان ده. اکثر روماني شاعران د سطحيت ښکار دي خو غني تش د فطرت خارجي وجود نۀ ستائي او بله دا چې انداز ئې هم ډېر”جارحانه” او “اتشي” دے ۔ عاجزي او مجهوليت ئې پۀ کتاب کښې بېخي نشته او دا ځکه چې هغه يو پښتون او جرات مند تخليق کار دے ، د خپل ذات (پښتون ذات) جلال او جمال ويني او هم پۀ کښې د خپل جانان دوجود نخښې نخښانې ۔ کله چې غني د خپل تخيل پۀ زور الوت کوي نو د فطرت هره پاڼه او هر ګل ورته سلامي ودرېږي او بيا د هغۀ بينا سترګې پۀ دغه پاڼو او ګلونو کښې هغه څۀ وويني چې د ملا سطحي نظر ئې مخې ته پروت د کتاب پۀ پاڼو کښې نۀ مومي. پۀ لومړۍ مرحله کښې د ګل اهميت او عظمت پۀ ګوته کوي، بيا ئې پۀ جدايۍ او بندي خانه کښې د بېلتون درد رامخې ته کوي او ددې نه پس ئې بيا د خپل “جانان” د معرفت مضبوطه ذريعه او وسيله ګڼي، دا درې واړه کېفيتونه هم ولولئ:

ګل چې خاورې شي هم ګل وي

ګل چې سور وي هم ګلاب وي

يو مهتاب او زر وريځې

بيا هم سپين خندان مهتاب وي

(کليات صفحه ١١٤)

د نظر بندۍ پۀ حالت کښې ئې جمالياتي حس او جمال پرسته زړۀ ډېر زيات مضبوط او بې تابه دے ځکه چې پۀ بهر دنيا کښې پۀ ازادۍ سره د مظاهر فطرت ننداره نۀ شي کولے او د ازاد خياله غني د پاره د دې نه بله کومه غټه سزا نۀ شي کېدلے ځکه خو خپل جانان رب ته ډېر پۀ ګيله من انداز مخاطب دے او وائي:

ړندې سترګې د بت ښې دي ځان بېلل سترګې نظر

ستا د حسن لېوني له، نۀ شبقدر نۀ اختر

ستا د نور وږي جهان کښې، نۀ سپوږمۍ شته اونۀ نمر

ستا عاشق پۀ درد لړلے، د ازغو تاج ئې پۀ سر

(کليات صفحه ١١٩)

هم د بهکنوتر د نظربندۍ پر مهال کښې پۀ جلال نومې نظم کښې پۀ يو مقام داسې ګويانه دے:

چې دا روح مې پۀ ښکار ووځي د رنګونو د خوبونو

کۀ نور نۀ وي د تيارو زۀ، رنګيني نورو نه جوړ کړم

چې د خېشت شمه لېواله، د صحرا هره ذره کښې

پۀ زرهاو بوستانونه، پۀ لکهاؤ ګلونه جوړ کړم

چې زۀ وږے د ارمان شم د سپرلي پۀ سپين سبا کښې

بې حسابه ماښامونه بې پايان غمونه جوړ کړم

(کليات صفحه ٥٦٢)

دا هم ډېره عجيبه او د کمال خبره ده چې “جبريه” غني چرته هم دمجهوليت او مکمل مايوسۍ نۀ ښکار کېږي، د حالاتو لوړې ژورې راځي خو د هغۀ پۀ ذات کښې د دې هرڅۀ باوجود دغه مضبوطه رجائيت پسندي او اميد پرستي هم د هغۀ د جمالياتي حس پۀ لار د خپل “جانان” سره د کلک تړون پېداوار دے لکه چې پۀ “پلوشه” نومې نظم کښې وائي:

د وېرې تور ځنګل کښې يوه زرکه پۀ خندا

يو څاڅکے د امېد د ناامېدوپۀ دنيا

رنګين د بوډۍ ټال د توروشګو پۀ صحرا

مستي ده کۀ ځواني ده کۀ دلبر دے کۀ الله

(کليات صفحه ٥٦٤)

دلته د خان تخيل، د هغۀ جمالياتي توان او رجائي طبعيت ځانته پۀ توره تيارۀ کښې د اميد او رجايو داسې جمالستان او يوه داسې روحاني (خيالي) دنيا جوړه کړې ده چې جرړې ئې پۀ مظاهر فطرت کښې ترلرې لرې ورغلي دي او تړون ئې د “جانان” د ذات سره ښۀ کلک دے، شېخ سعدي بابا لا ډېر پخوا وئيلي وو چې:

برگ درختان سبز در نظر هوشيار

هر ورق د فتراسيت معرفت کردگار

خو کۀ د دولسمې عيسوۍ د شيراز دغه بلبل ژوندے وے او د شلمې پېړۍ “صاحب دل” غني ئې ليدلے او اورېدلے وے نو د خپل دې شعر لومړۍ مصرعه ئې چې شايد داسې ليکلے وے.

برگ درختان سبز درنظر “صاحب دل”

ځکه خو زمونږ دغه “صاحب دل” او “صاحب نظر” تخليق کار د زمانې شېخ ته وائي:

سترګو د جانان کښې کله کله د ګل پاڼوکښې

زۀ ئې هر ځاے وينم شېخه جوړ که جومات نورو له

(کليات صفحه ٤٤٤)

او دا چې:

ما پۀ ګل کښې وليد

چې تۀ ئې نۀ مومې کتاب کښې

(کليات صفحه ٥٦١)

د خپلې لور “شاندانې” پۀ حواله د مظاهر فطرت پۀ غېږه کښې داسې ګويانه دے.

او يوه ذره د نورده

شوه درياب کښې د خېشت ډوبه

(کليات صفحه ٦١٠)

کۀ څوک د نظر خاوند د دې نظم روح ته ورکوز شي نو پوهه به شي چې دا فنکار”د يوې عامې او فطري خبرې” روح ته پۀ کوم انداز ورکوزېږي اوپۀ اشارو کنايو کښې څومره ژوره خبره پۀ څومره جانانه انداز کښې کوي.

غني چې د صحرا، ريدي، بورا، لولکۍ، تورانۍ، سپرلي، نرګس، ياسمين سره بېخي لکه د محبوب رومانس هم کوي، مکالمې ورسره هم کوي او د خپل تخيل پۀ زور د دغه “مظاهرو” نه نوې نوې معنې هم را وباسي او داسې ئې علامتي او اشاراتي انداز کښې پۀ کار راولي چې علامت د حقيقت او حقيقت د علامت بڼه ونيوي. هغه کۀ د پښتنو پۀ لاسونو کښې د عبرت ائينه هم ورکوي نو د فطرت د ښکلاګانو او د خپل تخيل پۀ جانانه اسلوب کښې ئې ورکوي لکه چې پۀ خپل “ځوانه” نومې نظم کښې وائي:

سوے باغ تالا ګلشن دے

مړاوے ګل خاورې چمن دے

۔ ۔ ۔

د دې باغ خاورې را واخله

ترې نه نوے بستان جوړ کړه

(کليات صفحه ٦٢٣)

دلته د اميد، حرکت او حرارت پېغام پۀ دومره ښائسته انداز کښې ورکړے شوے دے چې هم سړے ژړوي او هم ئې عمل ته چمتو کوي. ځکه چې شاعر د فطرت ښائسته لمنه کلکه نيولې ده.

هغه دانسان د عظمت او د دۀ د تخليقي قوت منونکے دے ځکه نو د فطرت پۀ وجود کښې د خپل تخيل رنګونه اچوي.

پۀ مظاهرفطرت کښې د “باد نسيم” سپوږمۍ او ستورو سره خو سمې لکه د يو مست ماشوم لوبې کوي او پۀ دغه لوبو لوبو کښې د خپل عصر سترې فن پارې تخليق کوي. هغه کۀ د خپل “جانان رب” نه دعا هم غواړي نو د خپلې لېونۍ مينې پۀ زور ئې غواړي او پۀ دغه دعا دعا کښې هم د فطرت يو زړۀ راښکونکي مظهر سره ئې پۀ دې ډول را تړي.

زۀ ئې پۀ غرور درنه د مينې پۀ نوم غواړمه

زۀ ملنګ بې نيازه ستا د وير واوېلا نه يمه

يو د سپوږمۍ څاڅکے درنه ټيک لۀ ديار غواړم

زۀ يم د خوبونو، د لالونو ګدا نۀ يم

(کليات صفحه ٣)

د فطرت او مظاهرفطرت سره چې چرته هم د هغۀ جمالياتي حس غاړه ورکړې ده نو د رنګ او نور يو داسې جمال اباد ئې اباد کړے دے چې سړے ورته ګوته پۀ خولۀ پاتې شي.

يوټکي د رنګ کښې درياب رنګا رنګ

يو څاڅکي دساز کښې هم سوز او هم شرنګ

يو چونګ کښې د خاورې مستي او غمونه

پۀ لپو اېرو کښې ښارونه د نور

د هر ګل پۀ شونډو رازونه د طور

خاورينه څرمن کښې خند او سرور

(جاري)

(کليات صفحه ٧)

لکه دهر ستر تخليق کار د غني د بصيرت سترګې هم پۀ قطره کښې اباسين او اباسين کښې قطره لېدلے شي چې دغه پورته ټوټه ئې غټ ثبوت دے.

کله چې د هغۀ فکر سرنه تر پښو سوال سوال شي او هغه د “حېرت” د کېفيت سره ورمخ کړي نو دغلته د هغۀ د فن شباب د کتو وي ځکه چې “مازغۀ” سوالونه راوچتوي او “مومن” زړۀ جوابونه ورکوي او د دغه “باطني” اوېزش پۀ نتيجه کښې چې کومه ښائسته شاعري رازېږيږي د هر چا د زړۀ د زرا او د فکر حېرانتيا وګرځي خو دغلته هم هغۀ د مظاهر فطرت لمنه کلکه نيولې وي او خپل “جانان رب” ته پۀ ډېره بې باکۍ او بې تکلفۍ سره وائي:

څومره مينه مستي درکړم ادب څومره؟

څومره تا دلدار جانان کړمه رب څومره؟

۔ ۔ ۔

دا سپوږمۍ چې کل جهان حېران حېران کړي

دا پوهېږي د خپل نور پۀ سبب څومره؟

(جاري)

(کليات صفحه ٨)

هغه پۀ ډېر جرات خپل “جانان” ته د خپل “حد” فرياد کوي او دا ورته هم وائي چې کۀ ما نه د خپل ځان د معرفت طمع کوې نو اول خو راله “سترګې ستا دليدو را” کنه، کله کله خو هغه ډېر تريخ حقيقت د يو زوراور سوال پۀ صورت کښې رامخې ته کړي خو دغلته پۀ دغه ترخو کښې هم د مظاهر فطرت جمال داسې پۀ هنر پېري چې انسان ورته حق دق پاتې شي، وائي:

زۀ خو ګل او چمن او شراب پېژنم او بهار پېژنم او خزان

زۀ شړنګ او رنګ او کباب پېژنم، نۀ ګناه پېژنم نۀ شېطان

او هم پۀ دغه نظم کښې پۀ ګپ ګپ کښې پۀ يو موړ يوه داسې عجيبه نکته رابرڅېره کړي چې:

څنګه څنګه پۀ يو ګوټ کښې دا جهان او اسمان واچوم؟

د شبنم څاڅکي کښې څنګه د سيندونو دوران واچوم؟

زۀ يو تور د تيارې سېورے، تۀ د زمکې اسمان نور

بې کنار درياب د رنګ ته زۀ يوڅاڅکے د سرور

(جاري)

کليات صفحه ٢٨-٢٩-٣٠ )

“ډنډ” نومې نظم د هغۀ دغه کېفيت نور هم پۀ ښائسته ډول راڅرګندوي.

ژوند کۀ هرڅومره ګران دے يا ګران کړے شوے دے، سوالونه کۀ هر څومره لاينحل او پيچيده دي خو غني پۀ هر حال کښې د امېد او رجا لمنه کلکه نيولې ده، لکه دتېر نظم پۀ “سپرلے” نومې نظم کښې هم د هغۀ دغه رجائيت د کتو دے وائي:

بيا سپرلے راغے، بيا ئې پېغام راوړۀ

د رنګونو، ګلونو او رڼا

يو سبا راغے، يوه شپه لاړه

د تيارو، وېرېدو او ارمان

يو زيړے ګل مې ماښام وليد

سلامونه ئې کول د جانان

(کليات صفحه ٣٦)

د غني جمال پرست زړۀ د فطرت پۀ ښکلي مخ بدرنګه تور داغ هم نۀ شي ليدلے. د خزان تصور او د باغ د تالاکېدلو فکر د هغۀ د روح نه کله کله د اس او ياس يو عجيبه کېفيت هم را بهر کوي.

غرض دا چې هر طرف ته خوشحالي وه

خوشحال کۀ خوشحالي وه دمالي وه

څۀ خبر وم چې خزان به مې بربادکړي

دا زما همېش خندان زړۀ به ناښاد کړي

(کليات صفحه ٤٦)

لنډه دا چې د غني جمال پرسته روح د فطرت د مظاهرو سره دومره کلک تړلے دے چې پۀ نا امېدۍ کښې هم د هغۀ حوصلې او اعتماد چرته ځان بائيللے نۀ دے او دا ځکه چې هغه د دغه مظاهرو پۀ وسيله د خپل “جانان” لمنه کلکه نيولې ده. مظاهرفطرت کښې کۀ درياب دے او کۀ ابشار، کۀ سپوږمۍ ده او کۀ لمر، د شنو اوبو شين ډنډ دے او کۀ د سيند پۀ غاړه پرتې سپينې لکه سپين زر خورې شګې، د غني رسا نظر ددغه هرڅۀ روح ته د دوي د وجود پۀ لار سره د خپل وجود ورکوزېږي . د هغۀ ژوندے تخيل ورسره لوبې کوي او ددغه “مظاهرو” د قدرت د دغه انځور ګرۍ کوم جانانه اظهار او د دغه جانانه اظهار پۀ زور چې هغه د ژوند،رنګ او نور نه کوم برجق تخليق کړے دے، زمونږ د مور ژبې لويه سرمايه ده.

کتابيات:

Essay From Basie Selection From

Emerson Edited by Edward.

Published by the Now American Library Now York 1954

د غني کليات خپرونکے د قومونو او قبائيلو وزارت د نشرياتو د رياست کابل ١٩٨٥ز.

دا هم ولولئ

خوب وينم عالمه (افسانه) – نورالامين يوسفزے

دا د سپرلي اخرنۍ ورځې شپې دي. دا يو لوے پراخه باغ دے چې پۀ …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *