افغان سولې ته ډېرې شوې هیلې – رحمت دیوان

د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد افغانستان ته راتګ او د سولې لپاره لۀ سياستوالو، طالبانو او نورو هېوادونو سره ناستو د خلقو سولې ته هيلې ډېرې کړې دي او افغانان اوس د نور کله پۀ پرتله، ډېر هيله من دي چې پۀ هېواد کښې به سوله زر راشي او نور به د جنګ لۀ دې تورې بلا خلاص شي.

د اشرف غني حکومت هم پۀ دې برخه کښې ځانګړې هڅې وکړې او پۀ لمړي ځل ئې لۀ طالبانو سره اوربند اعلان کړو چې د کوچني اختر پر وخت طالبانو هم دا غږ بدرګه کړو او د اختر درې ورځې ئې اوربند اعلان کړو چې پۀ دغه وخت کښې لۀ نزدې وليدل شو چې څنګه نور اولس سولې ته لېواله دى. هم دغسې هغه طالبان چې مخامخ جنګ کوي، هغوى هم د سولې پۀ ارمان دي.

پۀ لمړي ځل طالبانو هم ومنله چې لۀ زلمي خليلزاد سره ئې ليدلي او د سولې پۀ اړه ئې ورسره لومړنۍ خبرې کړي دي، کۀ څۀ هم طالبانو دا خبرې بېخي د پيل خبرې وبللې، خو هيله شته چې دا خبرې به دوام وکړي او د زلمي خليلزاد پۀ وېنا پۀ افغانستان کښې به تر اولسمشريزو ټاکنو مخکښې سوله راشي.

اوس چې افغان اولس، حکومت، امريکا او طالبان ټول پۀ دې هيله دي چې سوله دې وشي نو بيا داسې څوک دي چې هغوي د سولې پر ضد دي او نۀ غواړي چې پۀ افغانستان کښې دې سوله راشي. لازمي خبره ده چې ګوته به ګاونډيانو ته پورته کېږي، ځکه دوي تل دا فکر کړى دى چې زمونږ پۀ بد کښې د دوي خېر دى، خو چون وخت او حالات بدلون مومي نو ګاونډيان هم پۀ يوۀ حالت نۀ شي پاتې کېدى او دوي چې زمونږ پۀ بدو کښې خېر ويني، هم دغه بد به دوي ته هم ډېر بد تمام شي.

پۀ داسې وخت کښې چې هر خوا د سولې خبرې روانې دي، پۀ کابل کښې پۀ علماو خونړى بريد وشو چې پکښې تر پنځوسو زيات شهيدان او خوا و شا سل ټپيان شول. لۀ دې واضحه ښکاري چې زمونږ ګاونډيان اوس هم نۀ غواړي چې پۀ افغانستان کښې دې سوله راشي. د ايران لپاره به ئې لويه وجه د اوبو وي خو د پاکستان لپاره ئې د اوبو تر څنګ د ډېورنډ کرغېړنه کرښه هم لويه وجه ده.

پۀ تېرو څو کلونو کښې د پاکستان هغه مذهبي اعلاميه چې هم ئې طالبانو ته تياروله او هم ئې پرې خپل ځان ته دا جواز جوړ کړى ؤ چې پۀ افغانستان کښې روانې ترهګرۍ ته ئې د ‘جهاد’ نوم ورکړى ؤ او پۀ دې جنګ کښې ئې پۀ لکهونو افغانان لۀ تېغه تېر کړل. اوس هغه اعلاميه پۀ افغانستان کښې عالمانو بېرته پۀ مذهبي فتويٰ باطله کړه او تر ټولو زيات زور پاکستان ته هم دې خبرې ورکړو.

پۀ افغانستان کښې به سوله راځي، ځکه افغانان نور لۀ جنګه تنګ شوي دي او اوس پۀ دې هم پوهه شوي دي چې پۀ افغانستان کښې د روان جنګ ګټه يواځې زموږ ګاونډي هېوادونو ته رسېږي او تاوان ئې ټولو افغانانو ته رسېږي. هم دا جنګونه دي چې مونږ ئې لۀ پرمختګ پاتې کړي يو. هم دا جنګونه دي چې اوس هم مونږ د خپل ضرورت ډېر شيان لۀ نورو هېوادونو راوړو او دلته ئې د بندوبست وړتيا نۀ لرو.

ښه بېلګه ئې د پارلېماني ټاکنو ده، پۀ کوم مرکز کښې چې ما خپله رايه کاروله، هلته خوا و شا دوه يا درې ساعته وروسته رايه اچونه پېل شوه؛ حال دا چې خلق ورته د رايې اچونې د قانوني وخت نه هم مخکښې راغلي وو. د دې تر څنګ پکښې چاودنه هم وشوه خو بيا هم سړي او ښځې تر ماښامه پورې پۀ قطارونو کښې ولاړ وو او خپلې رايې ئې اچولې ـــ ځکه اولس اوس پوهه شوى دى چې بدلون يواځې پۀ رايه راتلى شي، پۀ ټوپک بدلون نۀ شي راتلى.

هم دا راز امريکا هم نوره لۀ جنګه ستړې شوې )لکه مخامخ چې څنګه ښکاري(، د پاکستان پۀ چلونو هم پوهه شوې او نۀ غواړي چې نور پاکستان ته د ترهګرۍ د ودې لپاره پېسې ورکړي، ځکه د اولسمشر ټرمپ پۀ وېنا دوى پېسې پاکستان ته ورکولې چې ترهګري ختمه کړي خو پاکستان پۀ هماغه پېسو بېرته ترهګرۍ ته وده ورکوله او پۀ لر او بر کښې پښتانۀ هم رابېدار شوي دي او نور پۀ خپلو مړو هم سياست کوي او د خپلو مړو پوښتنه هم کوي.

د پښتنو د رابېدارېدو ښه بېلګه مونږ د طاهر داوړ لۀ وژنې هم کولی شو ـــ ارواښاد داوړ د پاکستان پۀ اسلام اباد کښې وتښتول شو، ووژل شو او مړى ئې بيا د ډېورنډ کرغېړنې کرښې نه راواړول شو او د افغانستان پۀ خاوره کښې واچول شو او پاکستان بيا دا تور هم ولګاوۀ چې پۀ دې کښې د افغانستان لاس دى.

لمړۍ خبره خو دا ده چې پۀ پاکستان کښې د پښتنو سيمې ټولې پاټک پاټک شوې دي نو لۀ دومره پاټکونو بيا طاهر داوړ څۀ ډول د ډېورنډ کرښې پورې راوستل شو. بيا چې کله تر ډېورنډ کرښې پورې راوستل شو نو بيا لۀ ډېورنډ کرښې څنګه د افغانستان لوري ته راواړول شو، ځکه چې پاکستان خو پۀ دې کرښه باندې لوي لوي دېوالونه جوړ کړي دي، ازغن تارونه ئې غځولي دي، نو ايا يو عادي کس دا کار کولى شي؟

خبره مې اصلاً ټوله پۀ دې کوله چې پۀ دې سيمه کښې نور لر او بر افغانان لۀ جنګه ستړي شوي دي او داسې ستړي شوي دي چې هرې بلا ته ورترغاړې وځي او د خپلو مړو پوښتنه هم کوي ـ نو سولې ته چې څومره هيلې ډېرې شوې دي، هم دومره د سولې د راتګ امکانونه هم ډېر شوي دي. اوس نو د ټول اولس سترګې اولسمشريزو ټاکنو ته او هم دا راز تر اولسمشريزو ټاکنو مخکښې د سولې راتګ ته دى.

دا تېره میاشت پۀ روسیا کښې د افغانستان د امن پۀ حواله یوه غونډه شوې وه او اوس نزدې ورځو کښې جنېوا کښې هم دغه موضوع باندې نړیوال کانفرنس وشو.

نړۍ دې پۀ دې حقیقت پوهه وي چې د نسل کشۍ تر لارې مونږ معدوم کولی نۀ شي ــــ جنګ د افغانانو د تسلیم کولو پۀ پروسه کښې ناکامۍ سره مخ دی ــــ افغانان د خپلې خاورې څخه نۀ دستبردار کېږي. باید نړۍ د افغانانو سره ودرېږي او پۀ افغان خاوره د امن د قیام د پاره خپله فریضه تر سره کړي. د یوې ورځ د دوه درې سوه شهیدانو ورکولو باوجود چې هم افغان نۀ ماتېږي نو اوس خو باید نړۍ پوهه شي ــــ اوس خو باید نړۍ افغان سولې ته ډېرې شوې هیلې باوري کړي.