پۀ خبر زما نظر – لیاقت سیماب

 

اسلام اباد او دوه قتلونه

د پښتونخوا د پولیسو د یو افسر طاهر داوړ د تښتولو، پټولو او بیا د هغۀ د مرګ خبر ټوله نړۍ کښې د یوې سیاسي پېښې پۀ حېث خور شو. د دې نه مخکښې د یو نامتو دیني عالم او سیاسي مشر مولانا سمیع الحق د قتل خبر هم د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسېدو. دې دواړو قتلونو کۀ ډېرې ژبې ګویا کړې نو ډېرې خولې خاموشه هم پاتې شوې.

مولانا سمیع الحق راولپنډۍ کښې د خپل هغه کور پۀ کوټه کښې پۀ چړو چاقوانو ووژلے شو چې پۀ یوې داسې مخصوصه ابادۍ کښې دے چې څلور واړه طرفه ته دېوال تاو دے او تګ راتګ ورته صرف پۀ یوه لویه دروازه کېدے شي. پۀ دې دروازه وسله وال څوکیداران ناست وي او هېڅ یو غېر متعلقه کس دغه ابادۍ ته نۀ پرېږدي.

د پولیسو د ابتدائي وېنا مطابق دا قتل د ذاتي معاملاتو نتیجه ده، ولې د مولانا سمیع الحق د زوي حامد الحق دا دعويٰ ده چې دې کښې د خارجه قوتونو لاس دے. لا تر اوسه پلټنې روانې دي. تر څو چې اصل مجرمان نۀ وي پۀ ګوته شوي، هر څوک به د خپل فکر اسونه ځغلوي او دا ځکه چې د مولانا سمیع الحق کردار هر اړخیز ؤ. د هغۀ پۀ حقله دا وئیلے کېږي چې دے د وسله والو طالبانو استاذ ؤ. البته دۀ کله هم پۀ ښکاره د جنګ خبره نۀ وه کړې. مولانا صاحب خپله علاقه کښې کله د یو سیاسي لیډر خلاف خبره هم نۀ ده کړې. هغه پۀ ښکاره د پښتونخوا د مخکښیني وزیر اعليٰ پروېز خټک ملګرتیا کوله او صوبائي حکومت د هغۀ مدرسې )دار العلوم حقانیه( ته غېر معمولي امدا ورکړے ؤ. مولانا سمیع الحق د دار العلوم حقانیه رئیس ؤ خو د هغۀ د ادارې اکثر استاذان او شاګردان د جمعیت العلماء اسلام )ف( ملګري او وفادار دي. دۀ کله هم خپلو دې شاګردانو او استاذانو سره د تربګنۍ څرګندونه نۀ وه کړې او دا ځکه چې مولانا صاحب صرف یو سیاسي مشر نۀ ؤ بلکې یو دیني عالم هم ؤ او استاد هم.

مولانا سمیع الحق همېشه د پاکستان د هر حکومت ملګرے پاتې شوے دے. د هندوستان او افغانستان پۀ حقله له تل د پاکستان د حکومت د کړنلارې ملګرے ؤ ـــ نو بیا دے چا او ولې قتل کړو؟ د دۀ څۀ ګناه وه؟ څۀ جرم ئې کړے ؤ؟ بله دا چې دے دوومره محفوظ حصار کښې څنګه ووژلے شو؟ د دۀ د وژلو پۀ حقله ډېر سوالونه او پوښتنې دي چې د هر چا پۀ ژبه دي خو د واکمنو د خوا تر اوسه څۀ معقول جواب مخې ته نۀ دے راغلے. البته دا تاثر عام دے چې حکومت د عامو خلقو د سر او مال حفاظت کښې خو ناکام ناکام دے، ولې د خپلو وفادارو او ملګرو حفاظت کولو کښې هم پاتې راغلے دے.

د مولانا سمیع الحق د مرګ خبر لا زوړ شوے نۀ ؤ چې یو بل خبر د ټول پاکستان ګوته پۀ خوله کړل چې د پښتونخوا د پولیسو یو اهم افسر اسلام اباد کښې ورک شو. دا افسر طاهر داوړ ؤ. دے د پېښور د کليوالو علاقو د پولیسو مشر ؤ. د پېښور کليوالې علاقې پۀ ټوله صوبه کښې د امن و امان پۀ حقله منفي شهرت لري. دلته همېشه روایتي بې امني وي. زیاتره جرمونه دلته کېږي. د دې غټه وجه دا ده چې د دې علاقو درې طرفه ته بې قانونه قبائیلي سیمې پرتې دي. د پولیس اعليٰ مشران دا کوشش وي چې د پولیسو تکړه او قابل افسران دغه علاقو کښې ولګوي. دغه وجه ده چې حکومت د شمالي وزیرستان سره تعلق لرونکے یو هوښیار، بهادر او زړۀ ور افسر طاهر داوړ د دې علاقو د پاره سپرنټنډنټ پولیس ولګولو. هغۀ پۀ ډېره ایماندارۍ، زړۀ ورتیا او د خپلې تجربې او ذهانت پۀ اساس د جرائم پېشه عملونو خلاف عملیات شروع کړل. شاید چې د دۀ کردار د ځینې خلقو نۀ ؤ خوښ.

د خبرونو مطابق طاهر داوړ څۀ کار پسې اسلام اباد ته لاړو خو هلته چا وتښتولو، پټ ئې کړو او څو ورځې پس د دۀ مړے د افغانستان ننګرهار ولایت کښې د باکستان د پولې نه سل میټره لرې وموندلے شو.

طاهر داوړ چا وتښتولو؟ ولې ئې وتښتولو؟ اسلام اباد ته څۀ له تلے ؤ؟ دی د اسلام اباد نه افغانستان ته څنګه ورسولے شو؟ چا ورسولو؟ دا چوکۍ او چېک پوسټونه ئې څنګه عبور کړل؟ مړ چا کړو؟ د دۀ مړے افغانستان ته ورسولے شو کۀ نه ژوندے افغانستان ته بوتلے شو او هلته ووژلے شو؟ دا ټولې پوښتنې عام خلق لګیا دي کوي ـــ ولې تر اوسه څۀ جواب نشته.

خلق مختلف شکونه کوي. څوک د دې جرم ذمه وار څوک ګڼي او څوک څوک؟ هر څوک خپل خیال څرګندوي. څوک غلي دي، څوک نیمه خبره کوي او نیمه پټوي؛ خو صرف دوه فریقه خبر وي یو هغه چا چې دا جرم کړے دے او بل مقتول طاهر داوړ خبر دے. طاهر داوړ اوس پۀ دې دنیا کښې نشته او مجرم کله هم ځان نۀ ښائي. د یو نه زیاتو خلقو باندې به تر هغه وخت د دې جرم الزام وي تر څو چې اصل مجرمان پۀ ګوته شوي نۀ وي. خو داسې برېښي چې دا قتل به هم لکه د نورو سیاسي قتلونو پۀ شان هم دغسې یوه پوښتنه پاتې شي. البته د تاریخ فېصله به پۀ خپل ځاے وي.

د مولانا سمیع الحق او طاهر داوړ شخصیتونه او د هغوي کردار کۀ هر څومره جدا جدا ؤ ولې هغوي دواړو کښې ځینې شریک خصوصیات هم وو. یو دا چې دواړه پښتانۀ وو، دواړه د علم او پوهې سره تعلق لرلو ـــ مولانا سمیع الحق دیني عالم ؤ او د دیني موضوعاتو لیکوال هم ؤ. طاهر داوړ د پښتو ژبې شاعر او لیکوال ؤ. د پښتو ادب پۀ حقله ئې کافي پوهه لرله. د یو روښان فکره ذهن څښتن ؤ. د پښتنو اولسي ژوند ئې د مطالعې خصوصي اړخ ؤ. پۀ قبائیلي دودونو دستورونو نۀ صرف پوهېدو بلکې د هغې یو ډېر ژور ناظر (observer) هم ؤ. دا دواړه د علم او دانش څښتنان وو. بل شریک خصوصیت د دواړو دا ؤ چې دواړه د پاکستان دار الحکومت کښې د قانون شکنۍ او تشدد ښکار شول. دواړه ډېرې بې دردۍ سره قتل کړے شول. د دواړو مرګ نه داسې برېښي چې دا د چا د طرف نه چا ته یو خاص پېغام دے. د دواړو وژنه د ضمیرونو امتحان هم دے.

د افغانستان پۀ حقله پرله پسې هلې ځلې

پۀ اوویشتم نومبر جنېوا کښې د ملګرو ملتونو (UNO) د انتظام لاندې یو بېن المللي کانفرنس وشو. دا کانفرنس تر دوه ورځو جاري ؤ. د کانفرنس مقصد د افغانستان د سیاسي او اقتصادي مسئلو د حل د پاره لارې ګودرې لټول وو. کانفرنس ته د افغانستان اولسمشر ډاکټر اشرف غني خپل تقریر کښې هغه ټولې هڅې پۀ ګته کړې چې حکومت ئې افغانستان کښې د دوامداره امن سره سره د سیاسي او اقتصادي استحکام د پاره کوي. دۀ نړۍ ته بلنه ورکړه چې د افغانستان ماحول د سرمایه کارۍ د پاره ازاد دے.

کانفرنس کښې روس، چین، هند، پاکستان، ایران، امریکه او یورپي هېوادونو ګډون وکړو. د اکثرو ملکونو خارجه وزیران دې کانفرنس کښې موجود وو، ولې د پاکستان خارجه وزیر کانفرنس کښې پۀ خپله ګډون ونۀ کړو او د پاکستان سیاسي ناظرانو پرې خپل تحفظات ځکه څرګند چې پاکستان د افغانستان نزدې ګاونډي هېواد دے. د افغانستان د حالاتو د پاکستان پۀ سیاسي او اقتصادي حالاتو ژور اثرات دي، بلکې نن چې پۀ افغانستان کښې د امن و امان پۀ لړ کښې کومه ناقراري ده، د دې اثرات نېغ پۀ نېغه پۀ پاکستان پرېوځي. کۀ چرې د پاکستان خارجه وزیر پۀ خپله دې کانفرنس کښې ګډون کړے وے نو دا به د افغانستان خلقو ته پۀ خصوصي توګه او نړۍ ته پۀ عمومي توګه یو داسې پېغام ؤ چې پاکستان د پاره د ګټې او فائدې هم سبب جوړېدے شو. د دې کانفرنس خصوصیات دا وو چې د کانفرنس ګډون والو د افغانستان د اقتصادي مسئلو د هواري د پاره د 535 میلیونه ډالرو د مالي امداد ژمنه وکړه. دا پېسې به افغانستان کښې د ترقۍ پۀ مختلفو مدونو کښې خرڅ کولې شي. دلته دا خبره د اهمیت وړ ده چې دا 535 میلیونه ډالره به پۀ هغه مدونو کښې لګولے شي کوم چې کانفرنس کښې پۀ ګوته کړے شوي دي. د جمهوري عمل د پرمختګ د پاره خصوصي رقم ايښودے شوے دے. دې لړ کښې به راتلونکي کال د ولایتي کونسلونو او د رئیس جمهور د انتخابي عمل د پاره 16 میلیونه ډالره بېل کړے شوي دي. دغه شان د ماشومانو د خوراک او صحت د پاره 42 میلیونه ډالره ایښودے شوي دي. کۀ چرې دغه رقم پۀ ځاے ولګولے شي نو دا څۀ کم امداد نۀ دے. دې سره د افغانستان ډېر ستونزي هوارېدے شي او د خلقو مشکلات راکمېدے شي. خو ورسره ورسره به د افغانستان حکومت ته د خپل امدن زیاتولو د پاره کوششونه هم کول وي. د محصولاتو نظام کښې اصلاحات ضروري دي. د زراعت پۀ مد کښېې ترقي او صنعتي ترقۍ سره سره معدني ترقۍ ته خصوصي توجه ورکولو سره افغانستان پۀ خپلو پښو د ودرېدو جوګه کېدے شي. د افغانستان حکومت چې یوروپي هېوادونو سره تعلقاتو ته د ودې ورکولو د پاره کومې هلې ځلې کوي، دا د ستائینې وړ دي ځکه چې یورپي هېوادونه پۀ ډېرو مدونو کښې د افغانستان سره لاس امداد کولے شي.

د دې کانفرنس یو اهم خصوصیت دا هم دے چې افغانستان کښې د وسله وال غورځنګ چې د طالبانو پۀ نامه شهرت لري، سره د خبرو د پاره اولسمشر ډاکټر اشرف غني د یوې دولس کسیزې جرګې اعلان هم وکړو. کۀ چرې دا جرګه جوړه شوه او دې خپل کار شروع کړو نو امکان دے چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځه د خبرو عمل مخ پۀ وړاندې لاړ شي. د دې نه مخکښې هم یوه ډېره پراخه جرګه جوړه شوې وه، ولې هغه جرګې څۀ خاص نتیجې ورنۀ کړې، البته د حزب اسلامي مشر انجینئیر ګلبدین حکمتیار خپله وسله واله مبارزه پرېښوده او د افغانستان سیاسي عمل کښې ئې ځان او خپل ګوند شامل کړو. د نوې دولس کسیزه جرګې د اعلان نه چې کوم مثبت امیدونه پۀ نظر راځي، د هغې وجه د افغانستان پۀ اړه نړيوالې هلې ځلې دي.

افغانستان کښې د دوامداره قراري او سولې د پاره د چین، روس، امریکا او هند شریک کوششونه د تېرو څو میاشتو راهسې روان دي.. پاکستان هم دې کوششونو کښې لګیا دے، خپل کردار لوبوي. د جنېوا کانفرنس نه مخکښې ماسکو کښې د ذکر شوو هېوادونو یوه غونډه دې لړ کښې شوې وه. دغه شان قطر کښې د افغان حکومت او د طالبانو د نمائندګانو ترمنځه د رابطو خبرونه هم راغلي دي. پاکستان کښې بندي د افغان طالبانو ځینې مشران هم ازاد شوي او غالباً افغانستان ته لېږلے شوي دي. دا ټولې هلې ځلې کۀ رایوځاے شي نو امکان موجود دے چې د طالبانو څۀ برخه افغان حکومت سره کښیني او دواړوه د افغانستان د ترقۍ او امن د پاره څۀ نتیجې ته ورسي. د طالبانو او امریکې ترمنځه د نېغ پۀ نېغه خبرو خبرونه هم راغلي دي. دا هم پۀ خپل ځاے اهمیت لري خو کۀ چرې د افغان حکومت او طالبانو تر منځه پۀ ی بل باور او اعتماد وده ومونده نو دا به ګټورې نتیجې ورکړي. دې سره به افغان ملت یو موټے شي، سوله به راشي او د امریکا او نېټو د فوځونو افغانستان کښې د موجودګۍ ضرورت او جواز به ختم شي. افغانستان به امریکا او نېټو ته مخه ښه ووائي. امریکا به هم د جنګ د بوختو نه وځي او دې منطقه کښې به امن او قراري راشي. د ترقۍ لارې به پرانستې شي او د دې کامیابۍ سېره به د افغانستان حکومت پۀ سر کمه او د طالبانو پۀ سر زیاته وي. دې ټول عمل کښې د پاکستان کردار د اهمیت وړ دے.

د ګرانۍ پرله پسې چپې او مالیاتي ګډ وډي

پرله پسې خبرونه دي چې د امروزه استعمال د څیزونو نرخونه ورځ تر ورځه پۀ بره روان دي. کوم څیز چې یو ځل ګران شي، بیا هغه چرته ارزان شوے نۀ دے. د امروزه استعمال خوراکي څیزونه د هر چا بنیادي ضرورت دے. د دې څیزونو د نرخونو اثر پۀ هر چا پرېوځي ولې پۀ هغه خلقو ئې ډېر خراب اثرات وي د چا امدن چې کم یا محدود وي. پۀ خاصه توګه نوکر پېشه خلق د ګرانۍ نه ځکه ډېر متاثر کېږي چې هغوي ته تنخواه بل څوک مقرروي. دا غریبانان کۀ څۀ مطالبه کوي نو کۀ هغه ونۀ منلې شي نو پۀ زړه تنخواه کار کولو ته مجبور وي. نوکري پرېښودې نۀ شي ځکه چې بله نوکري موندل پاکستان کښې ډېر ګران کار دے. پۀ ترقي کړي ملکونو کښې کۀ د چا یوه نوکري نۀ وي خوښه نو بله ونیسي، ځکه چې د روزګار ذریعې زیاتې وي. کارونه ډېر او کار کوونکي کم وي. باکستان کښې کار کوونکي ډېر او کارونه کم دي.

کله چې بازار کښې د مختلفو څیزونو نرخونه اوچتېږي نو د خلقو د خولو د توپو مخه حکومت طرف ته شي. خلق دا پخه عقیده لري چې ګراني او ارزاني د ملک د مجموعي اقتصاد سره علاقه لري او اقتصادي پالیسي جوړلو د حکومت پۀ لاسو کښې دي.

دغه شان د اقتصادي پالیسیو او مالیاتي پالیسیو او حالاتو خپلو کښې نزدې تړون دے. دلته باید چې دا حقییقت هم تر نظره وساتلے شي چې د ملک د اقتصادي او مالیاتي کړنلارې ټاکل د وفاقي حکومت ذمه واري ده. دغه وجه ده چې د امروزه استعمال د څیزونو نرخونه نزدې نزدې ټول ملک کښې یو شان دي.

کله نه چې پۀ وفاقي کچ د محترم عمران خان حکومت جوړ شوے دے نو د ملک اقتصاد پۀ ښکته راروان شوے دے. مالیاتي ګډوډۍ ټول ملک خپله غېږه کښې اخستے دے. د زیاتې ابادۍ لۀ کبله حکومت مجبور دے چې د امروزه استعمال خوراکي څیزونه ارو مرو د نورو ملکونو نه راوغواړي ـــ خو پۀ دې ډېره زیاته خارجه سکه لګي. د مثال پۀ توګه پاکستان هر کال د اربونو روپیو چاے راغواړي. دغه شان د اربونو روپیو خوراکي تېل )غوړي( دالونه وغېره د بهر ملکونو نه راغوښتے شي. پټرولیم مصنوعات هم د کهربونو روپیو د بهر نه راځي ـــ خو د دې ضروري څیزونو نه علاوه هغه څیزونه هم د اربونو ډالرو پۀ بدل کښې د نورو ملګونو نه راغوښتے شي چې د عامو خلقو د ضرورت نۀ دي ــــ لکه فوځ او پولیس ته قیمتي او جدیده وسله، موټرې، لارۍ، د رېل انجنونه، غټ واړۀ مشینان، داروګان او پاکستاني صنعتونو کښې د استعمال نور څیزونه هم د بهر نه راځي. د دې پۀ بدل کښې پاکستان صرف مالوچ او لږ مقدار کښې وریژې بهر لېږي. د دنیا سره زمونږ ډېره زیاته تجارتي خساره ده. بهر ملکونو سره زمونږ تجارت د امریکائي ډالر پۀ ذریعه کېږي. مونږ سره دومره ډالرې نشته چې د نورو ملکونو نه پرې د خپل ضرورت څیزونه راوغواړو. البته چې کوم افرادي قوت بهر لېږلے دے، هغوي پاکستان ته خارجه سکه رالېږي او نن چې د ملک اقتصاد ته څۀ نه څۀ اړم ورکړے شوے دے. د دغه مزدور کاره خلقو محنت او خواري ده چې د عربي ملکونو پۀ سختو شرائطو کښې کوي. امریکې، برطانیې او نورو کافر ملکونو کښې هم زمونږ د ملک خلق کار روزګار کوي، هغوي پاکستان ته خارجه کرنسي رالېږي. کومو ملکونو سره چې زمونږ مضبوطې اقتصادي اړیکې دي، د هغه ملکونو خلاف پاکستان کښې زبردسته پروپېګنډه روانه ده. دغه هېوادونه زمونږ میډیا، سیاستدانان او تر څۀ حده حکومت هم خپل دښمنان ګڼي. کۀ دا سلسله هم دغه شان روانه پاتې شوه نو زمونږ اقتصاد به نور هم د ګډوډۍ سره مخ شي او مونږ به پۀ یو داسې ګرداب کښې ګېر شو چې د خلاصي لاره به مو نۀ وي. چین زمونږ ګاونډي ملک دے، زمونږ ورسره دومره تجارتي اړیکې دي چې غېر ضروري څیزونه ترې درز کښې پاکستان ته راروان دي. خو د هغې پۀ بدل کښې مونږ سره هېڅ داسې څیز نشته چې چین ته ئې ولېږو. دغه وجه ده چې چین سره زمونږ ډېره زیاته تجارتي خساره ده چې زمونږ پۀ اقتصاد ئې منفي اثرات دي. چین کښې زمونږ افرادي قوت بیخي نشته ځکه چې چین ته د خارجه انساني وسائلو ضرورت نشته.

موجوده حکومت د مختلفو مالیاتي مسئلو ښکار دے. حکومت لګیا دے د مختلفو ملکونو او مالیاتي ادارو نه د قرضې اخستلو کوششونه کوي، ولې کومو ملکونو چې د مالي امداد ژمنې کړې دي، دا دومره نۀ دي چې د پاکستان موجوده مالیاتي کمزورۍ ته اړم ورکړے شي. حکومت د بېن المللي مالیاتي پنګې (IMF) سره د قرضې لپاره خبره کښې اخته دے، ولې تر اوسه څۀ کوټلې نتیجه مخې ته نۀ ده راغلې ـــ دا وئیلے کېږي چې د اٰئي اېم اېف شرطونه ډېر سخت دي. پاکستان نۀ خو د اٰئي اېم اېف نه بغېر شل کولے شي او نۀ د اٰئي اېم اېف مطلوبه معلومات ورکولو ته بوجوه تیار ښکاري. د ټولو نه لویه بد بختي دا ده چې حکومت د قرضونو او امدادونو اخستو د پاره د “ملګرو” ملکونو سره څۀ ورکړه راکړه کوي، هغه شرطونه هم نۀ ښکاره کوي. ګمان دا کېږي چې پاکستان د خلیج نه مرسته اخستو د پاره د یمن جنګ او د ایران سره بدۍ ته نزدې کېږي. دا به د یو نوي جنګ اغاز وي. تر څو چې د اٰئي اېم اېف خبره ده نو دا د ملګرو ملتونو یوه مالیاتي اداره ده او مقصد ئې د ممبر ملکونو پرېوتې مالیاتي ګډوډۍ یا اقتصادي کمزورتیا ته اړم ورکول دي. د دې نه استفاده کول د هر ملک حق دے. نننے عالمي اقتصاد او مالیاتي نظام پۀ قرضونو ولاړ دے خو قرضونه د اقتصادي ترقۍ او تجارتي مقصدونو د پاره پۀ استعمال کښې راوستل پکار دي چې ملک پۀ خپلو پښو د ودرېدو جوګه شي او فائده ئې عامو خلقو ته ورسي.

پۀ اخر کښې باید چې مونږ دا حقیقت پۀ نظر کښې پرله پسې وساتو چې نورو ملکونو سره د تجارتي خسارې یا تاوان پۀ نتیجه کښې به د پاکستان د روپۍ قدر کمېږي او دې سره به د څیزونو نرخونه ارومرو اوچتېږي. دا لړۍ به هم دغسې روان وي تر څو چې حکومت یوه کوټلې اقتصادي منصوبه بندي نۀ وي کړې او د ملک دننه ئې پېداواري مدونو کښې د سرمایه کارۍ د پاره لارې ګودرې نۀ وي برابرې کړي. د نورو ملکونو نه ئې د غېر ضروري څیزونو درامد نۀ وي ودرولے او ملکي پېداوار د پاره ئې نورو ملکونو کښې منډۍ یا مارکیټونه نۀ وي کتلي. صرف پۀ سیاسي چغو مونږ خپل معیشت ته اړم نۀ شو ورکولے.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

دا هم ولولئ

پۀ خبر زما نظر – لیاقت سیماب

. د افغانستان د اولسمشر ډاکټر اشرف غني پاکستان ته سفر د افغانستان اولسمشر ډاکټر …