د سلو لفظونو قیصه “روهنګيا” – رحمت  دیوان

دا ليکنه شريکه کړئ

"د روهينګيا مسلمانانو سره لوے زياتے روان دے،

زړۀ مې وينې وينې دے."

هغه پۀ يوه ساه لګيا ؤ.

"مسلمانان ډېر پۀ بې رحمۍ وژلے کېږي."

ما هم اسوېلے وکړو.

"نو امتِ اسلام ولې د دوي لپاره غږ نۀ اوچتوي؟"

ما ورته کړه:

"د اسلام قلعه شته،

اسلامي اېټم بم شته،

جهاد شته،

د ځان قربانولو جذبه شته،

د اسلام لښکرې شته،

داعش، طالبان، مجاهدین، القاعده شته

د اسلامي نړۍ سالار هم شته

او ټوله نړۍ کښې د مسلمانانو د مشرۍ دعويٰ کوونکي هم شته.

خو بيا هم د روهنګيا مسلمانانو وينې بهېږي!

پوهېږېولې؟

ځکه چې

هلته ډالر نشته."

نورې ليکنې۔۔۔

د علم او عمل څښتن، د پېرنګي استعمار پهٔ ضد د خدائي خدمتګار غورځنګ د صف اول رهبر، د پښتنو د تاریخ مؤرخ قاضي عطاء الله خان شهید – معظم جان معظم

زۀ چې کله هم د خدائي خدمتګار تحريک پۀ مبارزينو خپل فکر قلم ته وسپارم مسلسل د جذباتي عمل او وېرې سره مخ يم. جذباتي

ټوله ليکنه ولولئ