د ډاکټر اسرار‘‘د تکل په تکل’’ فني توکنه – فېصل فاران

د ډاکټر اسرار‘‘د تکل په تکل’’ فني توکنه – فېصل فاران

د تکل پۀ حقله د تېروتنو مونډیزه وجه د دې ادبي صنف پۀ حقله شوي بې شمېره څۀ صفتونه دي چې پۀ توګه د يو ادبي صنف ئې ددۀ مشاده ورانه کړې ده، ځکه چې ګڼو قصابانو کښې مېښه مرداره وي ـــ دغسې دوېمه وجه دا ده چې د تکل د قسمونو پۀ حقله تنقید نګارانو د څۀ فکر نه کار نۀ دے اخستے کۀ دغه دوه خبرې د نظر لاندې وساتلې شي نو د تکل پېژندنه به اسانه شي. د تکل دغه بې شمېره او عجيبه عجيبه صفتونه چې اکثر د تکل نۀ ليکونکو او یا د تکل د کتابونو مؤلفينو کړي دي او يا کۀ کوم تکل ليکونکي ئې صفت کړے دے نو هغۀ هم دغه صفت کښې د خپل بنيادي فکري خاصيت خيال ساتلے او د تکل پېژندګلو لپاره ئې دغه بنيادي خاصيت د صفت پۀ توګه وړاندې کړے دے؛ لکه د “کريب” دا صفت چې تکل يو مخے، اوپره او ازاد صنف دے چې څۀ تخليقي قابليت نۀ غواړي يا د پيټرسن دا صفت چې تکل کښې تفکر وي خو سنجيدګي نۀ وي، فلسفې ته نزدې وي خو د فلسفې غوندې باقاعدګي نۀ لري يا د جانس دا خبره چې دا د لوستنې د بد هضمۍ نه راټوکېدلے صنف دے ـــ دغه قسمه خبرو د تکل پېژندګلو ګډه وډه کړې ده، خو دغه صفتونو کښې ځنې داسې د کار خبرې هم موندلې کېږي چې:

(أ( تکل کښې به ليکونکے موضوع ته پۀ نوې زاويه کښې ګوري

(ب) د ليک موضوع به ئې غېر رسمي او معمولي وي

(ج) د خپلې موضوع سره  به بیخي نېغ پۀ نېغه نۀ مخامخ کېږي، ولې موضوع به اخوا دېخوا هم کېږي.

(د) دغسې تکل کښې به هواروالے وي. هواروالي نه مطلب دا به طنز و مزاح پله ډېر نۀ تاوېږي.

دا توکي د تکل صفت شو خو بل خوا د تکل قسمونه هم شته. کۀ د داخلي تکل خبره شي نو دغه درې خبرو سره به يواځې دغه خبره ډېره وي چې داخلي تکل کښې به ليکونکے پۀ حېث د مصنف نه پۀ حېث د بنيادم ځان ښکاره کوي او د شخصيت يا د اولسي څهرې پۀ ځاے به ئې کورنۍ څهره څرګندېږي.

د تکل یو قسم هغه کېدے شي چې خارجيت او داخليت پکښې يو شانې وي چې ورته خارجي داخلي تکل وئيلے کېدے شي. د خارجي تکل ځان له قسمونه کېدے شي لکه د بېکن “بلاغتي تکل” د ايډيسن “معاشرتي تکل”، د جانسن “تبليغي تکل” ـــ دغسې د داخلي تکل قسمونه لکه د لېمب “عائلي تکل”، د پريسټلے “شخصي تکل”، د سټیونسن “روماني تکل” او دغسې نور.

اردو کښې چې د ډاکټر وزير اٰغا مکتب کوم تکل رائج کول غواړي هغه شخصي تکل دے چې پريسټے ليکلے. د علي ګړهـ مکتب د لیکوالانو انتباهيه لیکنې هم د ډاکټر جانسن د تبليغي تکل  دغسې يو صورت دے او فکاهيه هم د اسټيل د صحافتي تکل يو صورت دے.

دغه تناظر کښې چې د ډاکټر اسرار د کتاب “د تکل پۀ تکل” جاج واخستے شي نو ځنې ګټورې پایلې رامنځ ته کېږي. يعني هر څو کۀ دغه کتاب د تکل پۀ حقله پښتو کښې لوے کردار تر سره کړے دے خو درحقيقت دغه کتاب کښې دوه خارجي تکلونه د “سريزه نګاري” او د “اوښکې” پر سرلیکونو موندلے کېږي. نور ټول ليکونه ئې بېخي تکلونه نۀ دي. دغه دوه ليکنو ته مونږ د صحافتي يا معياري تکل نمونې وئيلې شو.

دې کښې ليکونکي خپلو موضوعاتو ته د يو طنز نګار يا مزاح نګار پۀ سترګه نۀ دي کتلي، ولې د يو زړۀ سواندي ليکوال پۀ نظر ئې خبره کړې ده. دغه ليکونو کښې هغۀ د موضوعاتو نوے اړخ هم رامنځ ته کړے لکه دغه اقتباسات ئې ولولئ چې څنګه هغه دې موضوعاتو ته دغه نوې زاويه کښې کتنه کوي:

  1. د ادبي کتاب د پاره سريزه ضروري ده او کۀ نۀ ده خو تقريباً هر ادبي کتاب سريزه لري. ځيني کتابونه خو د يوې سريزې پۀ ځاے څو څو سريزې لري. لوستونکي کتاب دې د پاره اخستے وي چې د مصنف د فن او خيالاتو نه خوند واخلي؛ خو د مصنف ګلشن ته د رسېدو نه مخکښې هغه پۀ سريزه نګارانو پېښ شي ـــ لکه سړے چې د مال منډۍ ته د څۀ ګډې يا بيزې او يا د غوا مېښې اخستو ته لاړ شي او هلته پۀ دلالانو واوړي او بيا د هغوي نه ځان نۀ شي خلاصولے.
  2. کۀ پۀ ژور نظر ورته ځير شو نو دا جلسې جلوسونه او دا هړتالونه چې خلق کوي نو دا يو قسم له ژړا کوي او څۀ غواړي ـــ د چا چې هر څۀ سل سل وي نو هغوي هړتالونه مړتالونه نۀ کوي، ځکه چي هغوي ته خپل بوټي خولۀ کښې ورکړے شوي وي.

دغه دوه اقتباسات لوستونکي ته د بېکن “تکل لوستنه” يا د اسټيل تکل “د ګټې ورکولو هنر” غوندې تکلونه راياد کړي چې دواړه د خارجي تکل ليکونکي دي. دلته به د دوي دواړو د ذکر شوو تکلونو نه اقتباسات ورکول غوره وي چې زما د خبرې پۀ وزن لوستونکي ورسي.

  1. Those whose great talents and high birth have placed them in conspicious stations of life are indispensably obliged to exert some noble inclination for the service of the world.
  2. Some books are not to be tasted, others to be swallowed, and some few to be chewed and digested: that is, some books are to be read only in parts, other to be read, but not curiously, and some few to be read wholly, and with diligence and attention.

دغسې دغه دوه ليکنې د خارجي تکل پۀ صفت باندې هم دغسې پوره خېژي لکه څنګه چې د بېکن او د اسټيل ايډيسن تکلونه دي. د دغه دوه ليکونو پرته پۀ دې کتاب کښې ځنې داسې نور ليکونه هم شته دے چې د تکل ګمان پرې کېدے شي بلکې د “ټوخي” پۀ سرلیک ليکلے مضمون چې نۀ يواځې  پۀ غېر رسمي موضوع ليکلے شوے، ولې د موضوع پۀ حقله د نوي ناوياته خبرې شرط هم پوره کوي. دغسې يو بل ليک د “اجزائے لفظي” پۀ سرلیک دے چې دې کښې د ليک انداز غېر رسمي دے او موضوع  ته پکښې پۀ نوې زاويه هم کتلے شوي، خو دې نه پرته بيا ليکونکے موضوع نه اخوا دېخوا نۀ دے شوے او بيخي نېغ ورسره تلے دے او دغسې یو شرط ئې نۀ دے پوره کړے. دغسې دا هم د تکل پۀ شرط پوره نۀ دے ختلے او د “لائټ ايسے” پۀ ځاے ترې “ايسے” جوړ شوے دے. “کلپټومينيا” او “غزل نګاري” هم داسې دوه ليکونه دي چې ليکونکي پکښې خپلو خپلو موضوعاتو ته نۀ يواځې پۀ پوره سنجيدګۍ سره کتلي، ولې موضوعاتو نه اخوا دېخوا هم نۀ دے تلے.

کلپټومينيا کښې کۀ هغه خپل موضوع ته پۀ نوې زاويه ګرځېدلے نو غزل نګاري يو داسې تنقيدي مضمون دے چې اسلوب ئې طنز ته وتے دے. دغسې “زما ډائري” پۀ سرخط ليکلے مضمون هم د طنز و مزاح پۀ بنياد ولاړ دے اګر کۀ دغه کښې موضوع ته د نوې زاويې شرط جوت ښکاري خو دغه د طنز بنياد د تکل جوړېدو نه بچ کړے دے. دغه ليک پۀ دې هم د ارزښت وړ دے چې دې کښې ځنې ذاتي  د “پرسنل اېسے” توکي هم ښکاري لکه:

  • زۀ ډېر پۀ شوق سګريټ ولګوم خو چې نيمې ته ورسي نو بيا مې ترې کرکه پېدا شي، زر ئې وغورځوم.
  • فلائنګ کوچ کښې زما د خوښې ځاے يعني د منځ سيټ خالي ؤ، وروختم. زۀ پۀ وس سره مخکښې سيټ کښې نۀ کښېنم او وروستي سيټ ته هم غاړه نۀ ږدم، مطلب مې دا وي چې کۀ خداے مۀ کړه حادثه راپېښه شوه نو چې د مرګ نه بچ شم.

د دې ليک دغه اقتباسات پۀ مونږ باندې د ليکونکي داخلي انکشاف کوي او د هغۀ د ذات نه پړده پورته کوي او دغه شرط د داخلي تکل شرط دے، خو نور دغه ليک طنزيه مزاحيه ليک دے او د تکل پۀ شرائطو کوم چې وړاندې ذکر شوي دي، پوره نۀ پرېوځي.

سوال دا دے چې طنز و مزاح ولې يو ليک د تکل د سلطنت نه بې دخله کولے شي؟ اګر کۀ د طنز و مزاح صنف نۀ وي د اسلوب خاصيت سره تړون لري. دا خو ډېر بنيادي سوال دے. د دې وجه دا ده چې تکل پۀ توګه د يو ادبي صنف يو بنيادي شرط چې څنګه مونږ ذکر کړے، هواروالے هم دے او طنز ليکونکے د بره نه لاندې داسې ګوري چې ځان اوچت وګڼي يعني پۀ توګه د مفکر يا عالم لوستونکي سره مخ کېږي چې لاندې ورته هر څه واړۀ وښکاري. دغه کېفيت کښې طنز پېدا کېږي او دا د انانيت او د برترۍ د نفسي رويې نه زېږنه کوي. دغسې نۀ به ليکونکے د لاندې نه بره نظر کوي، يعني ځان به کم تر نۀ ګڼي چې ځان ورته وړوکے وليدے شي. دغه کېفيت مزاح پېدا کوي، مزاح ليکونکے ځان پورې هم ټټوبې کوي. دا د خاکسارۍ او د احساس کمترۍ د نفسي رويې نه زېږنه کوي. د دغه دواړو یعني طنز و مزاح لیکونکي اپوټه تکل ليکونکے به د لوستونکي سره د برابرۍ لۀ مخه خبره کوي. دغه شرط ته اردو کښې وزير اٰغا مکتب پۀ  ځاے ارزښت ورکوي چې پۀ توګه د يو ادبي صنف د تکل شا ته موجود نفسيات پۀ ګوته کوي، ولې دغه شرط د تکل يو غېر معروف نقاد ډاوسن پۀ ګوته کړے ؤ، هغه ليکي:

The essayist maintains no barrier between himself and his readers, but addresses them from a level of equality and establishes friendly relations with them.

د ډاکټر اسرار د ليکونو دوستانه فضا يا پۀ طنز يعني د خپل شخصيت پۀ ژور ادراک جوړه ده يا پۀ مزاح يعني د خپل شخصيت پۀ خندني استعداد اډانه ده، لکه “زما ډائري” دغه اقتباس وګورئ چې هغه ځان پورې  هم ټټوبي کوي.

“دا به ښۀ وے چې يو ټېپ رېکارډر مې غاړې ته پروت وے او چې څۀ مې لیدلے او څۀ څۀ مې اورېدلے او څۀ مې زړۀ کښې راتللے، هغۀ مې ورسره ورسره پۀ ټېپ کښې بندولے.”

دغسې د مزاح دغه لټون کښې چې کله هغه ډېر لرې لاړ شي نو د “تنقيد” پۀ سرلیک ئې يوه فکاهيه هم ليکلې ده چې دغه کتاب کښې ګډه ده. داسې ښکاري چې ډاکټر اسرار د تکل د پاره بس يو شرط “غېر رسمي ليک” ضروري ګڼي او د شخصي توکي مطلب ئې بس د “زۀ” او “مونږ” صيغه تکلم اخستې وي. وړومبۍ تېروتنه دغه ليکنو کښې طنز و مزاح را داخل کړي نو دوېمې تېروتنې پکښې د ليدنو کتنو ليکل کافي ګڼلي دي؛ اګر کۀ غېر رسمي ليک نه مطلب هغه ذکر شوے هواروالے او موضوع ته اېغ پۀ نېغه نۀ تلل او دوېم نه مطلب د دغه ليدنو کتنو او پېښو ليکلو سره سره دغو سره تړلي ذاتي احساسات او مهيجات هم ليکل لازمي دي خو دغه دوېم شرط خو ځه داخلي تکل سره نسبت لري، خو وړومبے شرط خو خارجي تکل کښې هم بنيادي او لازمي شرط دے چې کتاب کښې ځنې نور ليکونه هم دي، لکه “ورکه مينه” چې د عبدالباري جهاني پۀ شعري ټولګه تبصره ده، “پاڼې پاڼې” د ريالزم رڼا کښې د طاهر اپريدي پۀ افسانوي ټولګه تنقيدي ليک دے، ”  قلندر” د عبدالواحد قلندر پۀ غزلياتو تبصره او تنقيد دے، خو دغه ټولو ليکنو کښې ليکوال د يو طنزنګار پۀ توګه رامنځ ته کېږي. دغسې “ګويم مشکل و گر نه گويم مشکل” د سيد رسول ناڅاپه پۀ درناوي کښې شوې غونډه کښې “د زبېر غزلزار” د زبېر حسرت پۀ شعري مجموعې “غزل زار” او “جواب” د رحمت شاه سائل د شعري مجموعې “د وينو رنګ پۀ لمبو څنګه ښکاري؟” مخکتنه کښې اورولے شوي داسې  ليکونه دي چې دغه ذکر شوو لیکوالانو سره تړلي حالات واقعات هم پکښې لیکلے شوي دي، خو دې نه پرته هم دي کتاب کښې “دا مجذوب دے” د عبدالرحيم مجذوب خوندوره خاکه او د “ډائمنډ جوبلي مشاعره” پۀ سرلیک د اسلاميه کالج د مشاعرې خوندور رپورټنګ ليکلے شوے دے.

دا خو کېدے نۀ شي چې د ډاکټر اسرار غوندې ليکوال د خاکې رپورټنګ او د تکل د اصنافو پۀ ادبي فرق خبر نۀ وي، نو بيا دغه هر څۀ ډېر د اريانتيا وړ دي او د لوستونکو د پاره ئې د ذهني غلډوبۍ سبب ګرځي. خاکه تکل کښې دننه د يوې ضمني برخې پۀ توګه وړاندې کېدې شي خو تکل کله هم مکمله خاکه نۀ شي کېدے. انګرېزي ليکوالانو خپلو تکلونو کښې ځنې کردارونه هم متعارف کړي لکه د سټيل کردار “بکر سټاف” د لېمب کردار “ايليا” چې هم د دغه لیکوالانو د خپل شخصیت ښودنه کوي، يعني ليکوال تکل کښې خپل شخصيت عکسي کولے شي خو دا باقاعده خاکه نۀ شي کېدے. کېدے شي چې ډاکټر اسرار کتاب کښې خاکه ځکه شامله کړې وي چې هغۀ د نوموړي تعليمي پوهان او مضمون ليکونکي لارډ ميکالے پېروي کول غواړي!!! هغۀ هم ځنې شخصيتونو لکه “کلائيولاډز” او “جان ملټن” غوندې خلقو شخصيت نګاري کړې خو د هغۀ د شاهانه اسلوب لۀ کبله نقادان د هغۀ ليکونه د خارجي تکل خانه کښې اچوي، خو دغه خبره غلطه ښکاري او دا غلط فهمي د هاغه وخت ده چې لا د تکل کړۀ وړۀ واضحه شوي نۀ وو.

دغسې دې کتاب “د تکل پۀ تکل” کښې د مشاعرې رپورټنګ سرلیک لیکنه ده. بېشکه چې يو تکل کښې رپورټ هم ليکلے کېدے شي لکه څنګه چې د ويليم هېزلټ “دي فائټ” نومې تکل کښې دغه صورت دے خو دا د تکل نور شرطونه پوره کوي يعني نوې زاويه، هواروالے او د ليک غېر رسمي انداز ـــ د دې تکل دغه ټوټه وګورئ:

“There are three things necessary to success in life – Impudence! Impudenc! Impudence!” it is so in matters of opinion, but not in the Fancy, which is the most practical of all things, though even here confidence is the half battle, but only half. Our friend had vapored and swaggered too much, as if he wanted to grin and bully his adversary out of the fight.

دغه تکل کښې پۀ پېل کښې باقاعده رپورټنګ کېږي خو دغه رپورټ ضمني وي او پۀ ټول ليک نۀ رابرڅېره کېږي لکه څنګه چې د ډاکټر اسرار ليک سر نه پايې پورې رپورټنګ دے او تکل سره هېڅ تعلق نۀ لري ځکه چې د تکل نور شرطونه نۀ پوره کوي. د تکل پۀ حقله دغه تېروتنه کښې د “ګرېټ ايسس اٰف ايلينېشن” نومې کتاب مرتب کوونکے جي ايف پري ريچرډ بنيادي کردار ترسره کړے. دا يو جاهل مرتب ؤ چې خپل کتاب کښې ئې خاکې، مفکورې، خطبې، خطونه، افسانې، متلونه هر څۀ شامل کړي وو او دغه کتاب اسلامي جمهوریه پاکستان کښې ډېر زيات مشهور دے. کېدے شي ډاکټر اسرار د دغه کتاب لۀ کبله د تکل پۀ حقله د غلط فهمۍ او تېروتنې ښکار شوے وي. کۀ داسې وي نو بايد د خپلې تېروتنې نه راوګرځي. د ډاکټر اسرار د کتاب نه دا خبره پۀ ډاګه کېږي چې هغه پۀ بنيادي توګه باندې يو ښۀ طنز ليکونکے دے او طنز د تنقيد يو خوشحالوونکے صورت دے چې پۀ فقره بازۍ باندې اډانه وي. ډاکټر اسرار دغه کتاب کښې چرته اېغ پۀ نېغه تنقيد کوي او چرته پۀ تاو راتاو صورت کښې د بل پۀ خولۀ کښې خپله خبره اچوي او يا د بل خبره خپل قلم ته سپاري او دغسې ځان يو اړخ ته غېر جانبدار ودروي او د تنقيد شدت هم کم کړي؛ لکه “د تکل پۀ تکل” سرليک ليکلي ليک کښې هغه د قلندر مومند دا دعويٰ غلطه ثابته کړي چې تکل ته د “تکل” نامه پښتو کښې هغۀ ورکړې. د دې دعوې پۀ ضد هغه د لطيف وهمي، همېش خليل، سېف الرحمان سليم او حمزه شينواري غوندې ليکوالانو حوالې راوړي چې هغوي وائي دا نامه دې صنف ته پښتو کښې دوست محمد خان کامل غوره کړې او هر کله چې پۀ دې حوالو ډاکټر اسرار د قلندر مومند دعويٰ دروغ ثابت کړي نو بيا پرې داسې تبصره وکړي چې “يوه دانه مې د قلندر مومند نه موندلې وه خو هغه هم سخا وخته.”

دغسې مثالونه د نورو ليکوالانو پۀ حقله هم پۀ دې کتاب کښې شته دے. هغه تنقيد ته د طنز صورت ورکوي. خپله پۀ بره غونډۍ ناست لاندې خلقو باندې تبصره کوي. دوي ته د دوي اصلي څهرې ښائي. کۀ انصاف نه کار واخستے شي نو هغه د پښتو د نثري ادب “بجلي ګر مولا” دے چې خپله پوهه او د ليکوال جهالت ئې يوې شېبې ته هم د ذهن نه نۀ وځي. دوي سره خاندي خو دوي هم خندوي او هم دغه د هغۀ د فن خاصه ده.

دې کتاب کښې ځنې فکري تېروتنې هم پۀ ګوته کول ضروري ګڼمه لکه “¼ قلندر” پۀ سرليک مضمون کښې هغه ليکي چې جديد غزل کښې زاړۀ علامات لکه محبوب، رقيب، وصال، بېلتون، نوو معنو کښې پکارولے شوي ـــ نو خبره دا ده چې زوړ غزل کښې هم دغه ټکي علامتونه نۀ وو بلکې نشانونه وو.د عقلامت او نشان فرق دا دے چې یو علامت کښې ګڼ نشانونه وي، ولې نشانونو کښې هم د يو څيز استعاراتي ښودنه وي. بله خبره دا چې جديد غزل تر اوسه پښتو کښې پوره رواج نۀ دے موندلے. دا هم لویه تېروتنه ده چې ګنې دا مترقي غزل ؤ چې دا نشانونه ئې د کلاسيکي معنو پۀ ځاے سماجي او سياسي معنويت پله واړول، لکه څنګه چې قلندر مومند هم خپل یو لیک “سلیم او د هغۀ غزل” کښې لیکلي دي. باید د دې تېروتنې ازاله وشي، ځکه چې د مترقي غزل نه لا ډېر وړاندې د خدائي خدمتګار تحریک شاعرانو غزلونو کښې دغه کار ترسره کړے ؤ او د کلاسیک متصوفانه او روماني اصطلاحاتو د سیاسي نشانونو حېثیت ترلاسه کړے ؤ. مترقي غزل خو ډېر وروستو د نولسوه پنځۀ دېرشم نه پس شروع کېږي او اردو غزل د وېش خواوشا د دې اصطلاحاتو پۀ سیاسي معنویت باندې ورسي او خدائي خدمتګار شاعر عبدالاکبر خان اکبر 1930ز کښې نظم د “دور د انګرېز به زۀ هېر نۀ کړم” کښې “وطن چمن، اوسېدونکي بلبلان، انګرېز او تالي څټ ئې کارغان ټپسان ګڼلي دي. دغه حال د نورو خدائي خدمتګارانو شاعرانو ؤ.

سرحد زمونږ دے د پښتـون وطن

مونږ  بلبلان  یو  او  دا  مو  چمن

تف  شه لعنت شه پۀ  هر مرد و زن

چې ترې نه لر  نۀ کړو  زاغ و زغن     )الخ(

دلته زاغ، زغن، چمن، بلبل هر څۀ نشانونه دي خو علامتونه نۀ دي چې قلندر مومند ئې لۀ برغدې غلط فهمۍ لۀ پله د ترقي پسندۍ پېداوښت ګڼي او هم ئې د نشانونو پۀ ځاے علامتونه راښائي.

هم دغسې جديد او مترقي اګر کۀ دواړه اصطلاحات نوې معنې لري خو دا بېل بېل اصطلاحات دي. مترقي نه مطلب ترقي پسندي کومه چې مارکسيت سره تړلې ده او د اجتماعيت خبره کوي، ولې د جديد نه مطلب جديديت سره تړلے فکر دے کوم چې د وجوديت د فلسفې پس منظر لري. دا د انفراديت خبرې کوي. ترقي پسند ليکوالانو جديد ادب ته رنځورانه ادب ځکه وئيل چې دا د بنيادم د ذات نه ګېر چاپېره چورلي. د دې غوره مثالونه د ايليا ايرن برګ او د سولزے نټسن دي چې دواړه د شوروي روس ليکوالان وو خو يو مترقي او بل جديد ؤ.

دغسې د “ټوخي” پۀ سرليک مضمون کښې ليکوال ليکي چې پاولوف د علم الاعضاء پوهان ؤ او د سپي  پۀ لياړو جمع کولو ئې تجربې کولې خو خبره داسې ده چې پاولوف د عملي نفسياتو پوهان ؤ او پۀ اموزش ئې تجربې کولې. سپي ته به ئې خوړني نه وړاندې ټلۍ وټنګوله، چې څو وارې دغه عمل وشو نو بيا به سپے بس د ټلۍ پۀ ټنګېدو خوراک ته تيار شو او خولې نه به ئې لياړې بهېدل شروع شول. پاؤلوف دغه لياړې جمع کولې نۀ، نۀ ئې پرې تجربې کولې؛ هغۀ صرف دا ثابتول غوښتل چې څنګه دوه مختلف عملونه پرله پسې د کېدو پۀ وجه يو بل سره هېڅ بې هېڅه د علت معلول پۀ تړون وتړلے شي، البته د لياړو غونډولو دا خبره د اسلامي جمهوریه پاکستان د بي اېډ پۀ يو کتاب کښې ليک ده، کېدې شي ډاکټر صاحب دغه ځاے نه راخستې وي او دې له ئې دوام ورکړے وي.

دغسې “کلپټومينيا” نومې ليک کښې هغه دغه نفسياتي اصطلاح پۀ هر ډول غلا باندې راګرځول غواړي خو داسې هېڅ کله نۀ ده. کلپټومينيا نه مطلب داسې نفسياتي رويه ده چې د هغې لۀ مخه انسان پۀ غلا باندې مجبوره وي او دغه غلا د څۀ ګټې د پاره نۀ وي، د ذهني تسکين د پاره وي. “مينيا” د خبط مترادف لفظ دے ځکه د کلپټومينيا اصطلاح پۀ هر ډول غلا باندې نۀ شي منلې کېدې.

باید تکل لیکونکي د تکل لیکلو پۀ وخت ځانونه د دغه مغالطو نه وژغوري.

 

دا هم ولولئ

لټون او تپاس د غني ارټ؛ بنيادي نکته – فېصل فاران

هر کله چې د غني خان د شاعرۍ ټولئيزه توکنه کوو او لنډه جائزه ئې …