ملک او قام – شمس بونېرے

ملک او قام – شمس بونېرے

ملک او قام جدا جدا تعريفونه او تاريخونه لري. د قامونو د شريکېدلو نه ملک جوړېږي خو دغه ملک پۀ قام کښې نۀ شي بدلېدے. ملک د قامونو د مجموعې نوم کېدے شي خو دغه ملک د قام نوم نۀ شي کېدے.

قامي پېژندګلو د خپلې قامي ژبې، قامي کلتور، خپلو مخصوصو سرحدونو، تاريخ  او شريکې سياسي تجارتي منډۍ نه جوړېږي او ملک د ګڼو قامونو شرکت چې د جدا ملک او رياست پۀ نوم اعلان شي.

کوم قامونه چې د خپلو ستونزو، مسئلو او امن شريک ژوند او دفاع د پاره پۀ شريکو مسئلو او شرائطو راجمع شي نو د ملک نوم او درجه منځ ته راشي. ولې کوم قام چې د د بالادستۍ د زور او طاقت پۀ واسطه يا يو قام يا قامونه د ځان ملګري کړي نو خپل نوم د دغې ملک د نوم پۀ حېث ياد او اعلان کړي. ولې پۀ دغه ملک کښې د قامي حقونو او سياسي ازادۍ جنګونه بنيادونه لري او د قامي ازادۍ جنګ د دغه ملک د ورانۍ او د مستقبل لازمه برخه شي.

دنيا زر اتۀ سوه کاله مخکښې داسې نۀ وه لکه چې اوس ده. پۀ دغه وختونو کښې پۀ مختلفو شکلونو کښې د اوچې د لارو نه د تجارت او قبضې، حملې او جنګونو سلسله روانه شوه خو اوبو د ملکونو پۀ مېنځ کښې يو لوے بېلتون  او جدائي جوړه کړې وه. منګولو، مغلو ، يونان او عربي اسلامي ملکونو پۀ وسطي اېشيا حملې کړي او دغه قبضې پۀ تاريخونو کښې درج او محفوظ پرتې دي او هم دغه شان محمود غزنوي او نورو افغانانو پۀ هندوستان حملې  کړې دي. پۀ يورپ کښې دننه ملکونو پۀ خپلو منځونو کښې د قبضې جنګونه سر ته رسولي دي او د سلطنت عثمانيه دور د دې د ټولو نه لوے مثال دے. د دغې وخت د حاکمانو حکمرانانو سترګې اوبو ته خړې وې. وړې کشتۍ او د اوبو جازونه جوړ او هم د دې پۀ واسطه د دنيا د حکمرانۍ تصور زمونږ او ستاسو د وړاندې دے. ايسټ انډيا کمپني جوړول، هندوستان ته د تجارت پۀ نامه راتلل او د سلو کالو نه زيات د پېرنګي حکومت ددې ثبوت دے.

دغې جنګونو چې  خپل تسلسل جاري ساتۀ نو دوه عالمي جنګونو د جمهوريت نغاره اواز، فکر او نظر د قامونو د قامي تحريکونو بنياد پېدا او خور کړو.

کومو ملکونو چې کومه حصه ، سيمه، خاوره چې هر څوک بۀ پکښې شريک اوسېدل، دغې خلقو د غاصب او جارح ملک نه د ملکي ازادۍ جنګ نغاره او سياسي مبارزې پېل کړې او چې کله به دغې خاورې نه دغه جارح تلو نو د واک او اختيار ورکولو پۀ نوم به ئې دوي پۀ اقتصادي زنځير کښې کلک وتړل او د حاکمۍ نوے دور به پۀ دغه منطقه کښې پاتې شو. دا ملکونه به پۀ کاغذ کښې ازاد وو ولې ذهني او معاشي غلامي به پۀ دوي پرته او سوره وه او تر ننه پورې پۀ دغه وړو او پسمانده ملکونو کښې روانه ده.

د جنګونو دغې تسلسل او ملکي قامي ازادۍ او د دغې غاصب حکمرانانو پۀ ضد نفرت پۀ دنيا کښې يو نوے قوت او طاقت د سوشلسټي انقلاب او  شوروي اتحاد پۀ شکل کښې ښکاره کړو. دغې نوي بدلو او نوي قوت پۀ نړۍ کښې عموماً عربو او اېشيائي ملکونو کښې يوه نوې جذبه پېدا او متحرکه کړه او پۀ کلونو کښې د دنيا نوے تقسيم او سياست يو بل ګام پورته کړو. د قامي ازادو نه علاوه پۀ اېشيا کښې يو بل ملک چين هم د شوروي اتحاد دوېمه موقع جوړه شوه چې اوس د سرمايې پۀ شکل کښې د امريکې اقتصادي مېدان قبضه کوي خو سياسي مېدان کښې اوس پخوانۍ لوبه د نيشت برابر ده.

معاشيات او سياست دوه اهمې موقعې دي او هم د دې پۀ واسطه د دنيا بالواسطه حکومتونه کېږي. د وختونو تېرېدو سره د شوروي اتحاد چا چې دنيا کښې نوې کرښې راکښلې وې او د امريکې پۀ ترخ کښې ئې د وېت نام او کيوبا پۀ شکل کښې خپل ملګري او انقلابي حکومتونه جوړ کړي وو، د قامونو پۀ ازادۍ او سوشلسټي نظر پۀ خورولو پۀ ټوله نړۍ کښې د عالمي کميونسټي کانګره جوړه کړې او د ماسکو تربيه کړې او راغونډه کړې وه. اقتصادي او سياسي زور او غلبه ئې پۀ رو رو د وختونو پۀ چاپېرچل کښې هغسې زړه پاتې نۀ شوه. کوم دولت ته چې پوځ او قوت راغلے ؤ، هغې دولت نه ستون شۀ او د شوروي اتحاد پۀ جوړه کړې مورچه کښې نن امريکه ناسته ده. دغه کانګره ماته او د دې سره تړلي اتۀ رياستونو خپله لمن وشوکوله او نن د جدا جدا وحدتونو پۀ نوم وجود لري.

نن دنيا پۀ نوي او بل شکل کښې پرته ده. پروني دوستان نن د امريکې مخالف او امريکه اوس د دنيا پۀ هره منطقه کښې نوي دوستان ګوري. نن عالمي سياسي او جنګي صورتحال يو نوے فکر منځ ته راوړي. پۀ ډېرو ملکونو کښې سياسي سرحدي دېوالونه مات شول او پۀ ډېرو ملکونو  کښې د دې د ماتولو قامي هلې ځلې او مبارزې روانې دي. دې عالمي نوي سياسي او فکري تناظر کښې چې مونږ خپل جاج او جائزه واخلو لکه چې دا خبره ښکاره ده چې د پاکستان پۀ جوړښت کښې مقامي مبارزه کمه او د حاکمې طبقې منصوبه او عمل زيات ؤ.

پۀ هندوستان کښې خپلې زړې کشالې اوس هم روانې دي. د پاکستان سره سياسي او سرحدي دشمني د هغوي د سياسي اېجنډې سر ليک دے ولې بلې خوا پېرنګي چې پاکستان (بنګله دېش) چې د مغربي پاکستان نه زر ميله لرې د سمندر پۀ بله کرښه پروت او پۀ اکثريت کښې ؤ، د دوي د يو والي وجود پۀ جمهوريت او ټوپک دواړو کښې ممکن نۀ ؤ او څلیريشت کاله د پاکستان د وحدت نه پس جدا شو. اوس باقي پاکستان د پنجاب د صوبې د اکثريت د لاندې روان دے او د مرکز پۀ نوم يادېږي. دغې مرکز سره تمام قوت، توان او قدرت شته. وړو قامونو نه اخلي خو ورته ورکول لويه ګناه ښکاري. اتلسم ترميم وړو صوبو او قامونو له اٰئيني حق واخستو ولې عملي حق ورکول ډېر ګران کار دے. پۀ سندهـ کښې د سندهيانو او مهاجرو شخړې، بلوچستان کښې د بلوچو او پښتنو تر منځ جغرافيائي او سياسي تنازعات او پښتنو کښې د قام پرستو پۀ ضد د طالبانو وجود او عمليات، د ګاونډي پښتون هېواد سره خفيه جنګونه او د هغو دښمنانو له تربيه، معاشي مدد او ساتنه پۀ ښکاره شکل کښې روانه ده. دلته د پښتنو پۀ منطقه کښې د فاټا وجود او د هغوي خېبر پښتونخوا کښې شاملول او ايالتي اسمبلۍ او عدالت ته د تلو اختيار حق ورکول يوه لويه بنيادي مسئله لا تراوسه هم پرته ده. پنجاب او مرکز دا نۀ غواړي او پۀ خپله سرائيکي صوبې ته د قامي وجود او صوبې ورکولو ته تيار نۀ دي ځکه چې د دې پۀ نتيجه کښې به پنجاب د خپلې باچاهۍ، بالادستۍ او مرکزيت نه وځي. دا مسئله نن پۀ سياسي چوکاټ کښې د مبارزو د شکلونو او د وختونو د ضرورتونو د خارجي قوتونو او داخلي غلطو پاليسیو د سببه وده مومي.

خوشحال پاکستان د پاره نوې او مثبت لارې لټول پکار دي. يوه لاره دا ده چې صوبو له ټول داخلي اختيارات ورکړے شي او مرکز ته څلور اهمې ادارې پوځ، عدالت، سيکه او خارجه پاليسي د ايالتونو پۀ مرسته او شرکت ورکړې شي نو کم  از کم پاکستان کښې به داخليت مضبوط او معاشي وده ومومي او د امن فضا به برقراره پاتې شي. د دې بل حل دا کېدے شي چې ايران، افغانستان او پاکستان يوې شريکې کنفيډرل پاليسۍ ته اماده شي. د تاريخ پۀ رڼا کښې افغانستان ته خپله خاوره، سندهيانو او بلوچانو او ايرانيانو تر منځ سرحدونه پۀ ګوته شي . پنجاب او سرائيکي د صوبو پۀ نوم اعلان شي او مرکز دې  اسلام اباد پاتې شي او د منتخب حکومت پۀ شکل د جمهوريت او سرمايه کارۍ عمل ته وده ورکړې شي او د پوځ مشر به د فوځي ادارې پۀ شکل کښې وي ـــ ځکه چې کۀ د پاکستان او ګاونډي ملکونو پۀ منځ کښې اوسني حالات مسلسل د يو بل مخالف پاتې شي نو پاکستان او نۀ ګاونډي ملکونه ترقي کولې شي، نۀ د امن فضا جوړېدې شي او نۀ د مذهبي مسلکونو جنګونه قلارېدے شي.

دا خطه امن، خوشحالي او شريکه ورورولي غواړي.

 

ننګیالو ته!

د کلي منځ کښې دې خولۀ راکړه

یا زورور ئې یا تر سر تېر ئې مئینه!

دا هم ولولئ

د باچا خان سل کلن تحريک جائزه – شمس بونېرے

د دې کال د ټولو لويه او خوږه ورځ د باچاخاني تحريک انجمن اصلاح الافاغنه …