“باچا خان نه تر اېمل” – روښان يوسفزے

“باچاخان نه تر اېمل” يوه داسې خوره وره او اوږده موضوع ده چې احاطه ئې پۀ يو مختصر ليک کښې بېخي ناممکن کار دے. بله خبره دا هم ده کۀ چرې مونږ د باچاخان د ابتدائي اصلاحي، تعليمي او سياسي نظرياتو، د هغوي د ژوند او مبارزې او يا د تحريک پۀ حقله څۀ وايو نو دا به هم زما پۀ خيال محض تکرار وي. ځکه چې د باچاخان ژوند او مبارزه او بيا د هغوي قربانۍ، جېلونه، تکليفونه او نورې هلې ځلې زمونږ پۀ وړاندې يو پرانستے کتاب دے. او بيا د”انجمن اصلاح الافاغنه” او د”خدائي خدمتګار تحريک باره کښې بې شمېره کتابونه او ليکونه موجود دي. دانجمن اصلاح الافاغنه بنياد چې پۀ کال ۱۹۲۱ز کښې کېښودلے شوے ؤ، سل کاله ئې پوره شول. ولې کتل دا پکار دي چې سل کاله پس هم د باچاخان او د هغۀ د ملګريو نظريات او مبارزه اوس هم ژوندۍ ده، او نۀ صرف ژوندۍ ده بلکې دوامداره هم ده. البته شکل او تګلاره ئې بدله شوې ځکه ده چې د خپلو معروضي سياسي او ټولينزو حالاتو او د دنيا د نورو قامونو سره اوږه پۀ اوږه د تلو او ودرېدو د پاره د تحريک شکل او د تګلارې بدلون ضروري هم دے. د يو ژوندي او کامياب تحريک تر ټولو غټه نخښه او لوے صفت دا دے چې هغه د خپلو نظرياتو، مقاصدو، غوښتنو سره د خپل ټاکلے شوي مرام پۀ لور روان وي او پۀ هېڅ يو مشکل وخت او حالت کښې د خپلې نظريې شمع مړۀ کېدو ته نۀ پرېږدي. د تحريک د ژوندي پاتې کېدو د پاره د تحريک د چلونکيو منشور، نظريه، اراده، قول او د مرام ټاکنه پۀ خپل ځاے ضروري توکي دي ولې تر ټولو بنيادي او ضروري توکے د يو تحريک د چلونکيو خپل کردار دے. پۀ قول د ستر خوشحال بابا چې:

مرد به نۀ شي پۀ ګفتار

څو پېدا نۀ کړي کردار

او پۀ دې پېمانه چې مونږ د باچاخان او د هغۀ د ملګريو خدائي خدمتګارانو د قول او عمل جاج اخلو نو بغېر د څۀ تردد او وېرې دا وئيلے شو چې هم د هغوي د قول او عمل دغه تړون او پېوستون هغه تحريک تر دې رارسولے دے. هم دغه د نظريې توانائي، د مبارزې تسلسل او د کردار د پوخ والي نتيجه وه چې خدائي خدمتګار تحريک ئې کله پۀ يو نوم او شکل او کله پۀ بل نوم او شکل کښې تراوسه ژوندے او فعال ساتلے دے. لنډو ټکيو کښې دا وئيلے شو چې د “باچاخان نه تر اېمله” نن چې کوم تحريک يا ګوند د عوامي نېشنل ګوند پۀ نامه او شکل کښې ژوندے، فعال او موجود دے نو د دې پۀ شا د باچاخان، د هغوي د ملګريو خدائي خدمتګارانو نۀ ستړې کېدونکې مبارزه، مالي او جاني قربانۍ او د نظريې او د کردار ژوروالے او پوخوالے دے. کۀ چرې د کردار دغه پوخ والے او د نظريې دغه ژوروالے موجود نۀ وے نو شايد چې نن به دا عوامي نېشنل ګوند هم موجود نۀ وے. ځکه چې کۀ مونږ چرې وګورو نو د خدائي خدمتګار تحريک پۀ وخت کښې پۀ عمومي توګه پۀ ټول ناوېشلي هند او پۀ خصوصي توګه زمونږ پۀ دې منطقه کښې نور هم ګڼ شمېر لوے واړۀ تحريکونه راپېدا شوي وو او چلونکيو ئې هر قسم قربانۍ هم ورکړې دي، ولې هغو کښې اوس ډېر کم تحريکونه نن پۀ څۀ نا څۀ نوم او شکل کښې موجود دي، او باقي صرف د تاريخ پۀ پاڼو کښې ژوندي دي. مطلب دا دے چې د باچاخان او د هغۀ د ملګريو نظريه، مبارزه، کردار او قربانو کښې دومره زور، ژوروالے او پوخ والے موجود دے چې هغه تحريک او نظريه نن هم د عوامي نېشنل ګوند پۀ نامه او شکل کښې موجود ده. او د دې نور هم ګڼ شمېر وجوهات بيانېدے شي ولې تر ټولو مهمه او بنيادي وجه د باچاخان د امن، ورورولۍ، انسانيت دوستۍ، قوميت، د معاشي انصاف، ترقۍ، روادارۍ، عدم تشدد او د برداشت هغه فکر او فلسفه ده چې پرون ئې هم ضرورت ؤ، نن ئې هم دے، سبا به ئې هم وي او تر څو چې د نړۍ انسانانو او پۀ خصوصي توګه د لر او بر پښتنو افغانانو دغه فکر او فلسفه پۀ خپل عمل کښې نۀ وي راوستې تر هغې نۀ خو پۀ امن کښې پاتې کېدے شي، نۀ ترقي کولے شي او نۀ د دې ترهګرۍ، فساد، مذهبي او سياسي ډله بازۍ مخه نيولے شي. د باچاخان فکر او فلسفه د کلهم انسانيت او د خپلې خاورې او د خپل قام دپاره هغه نظريه، افکار، کردار او پېغام دے کوم چې دومره مضبوط، توانا او ژور دے چې د هر قسم حالاتو سره ډغره هم وهلے او خپل مرام هم ترلاسه کولے شي ولې پۀ شرط د دې چې پۀ دغه فکر او فلسفه مونږ ځانونه او خپل خلق هم پوهه کړو او عمل پرې هم وکړو ځکه چې “پۀ خبرو خو قامونه نۀ جوړېږي”. کۀ چرې مونږ پۀ دې خبره سوچ وکړو چې اخر څۀ وجه وه چې د باچاخان دغه نظريه او کردار د انګرېز پۀ شان طاقت ور قوت سره د خپلو تالي څټ اېجنټانو پۀ خپلو هر قسمه ظلمونو، جېلونو، ملنډو، فتوو او تورونو تت نۀ کړے شو او نۀ ورک کړے شو نو زما پۀ خيال پۀ مونږ به دا حقيقت روښانۀ شي چې دې نظريه،کردار او تحريک کښې دومره زور، وسعت او ژوروالے پروت دے چې د نړۍ هېڅ يو طاقت ئې ماتولے او ورکولے نۀ شي ګنې د دې د ختمولو دپاره د انګرېز نۀ تر اوسه پورې د وخت هر جابر ظالم حکومت خپلې هڅې او د سيسې کړي دي او اوس هم د دې تحريک او فکر خلاف دغه رويه او طريقه روانه ده. ولې د دې تحريک پېدا کيدونکې او ورسره تړلې شوې نظريه دومره قوي او توانا ده چې د هر قسم بدلېدونکي سياسي، تهذيبي او معاشرتي حالاتو سره د تګ صلاحيت لري. او د دې تر ټولو لوے صلاحيت د ظلم، ناانصافۍ، نابرابرۍ او د غېرجمهوري رويې خلاف عملي مزاحمت دے. چونکې د تحريک بنياد هم دغه مزاحمت وي چې ترڅو خپل مرام ته نۀ وي رسېدلے تر هغې د خپلې لارې د هر قسم خنډ وخار خلاف خپل مزاحمت جاري ساتي. ابتدا کښې د باچاخان او د هغۀ د ملګريو مزاحمت پېرنګي سامراج د خپل طاقت پۀ نشه کښې هېڅ نۀ ګڼلو ولې هله ئې تسليم کړو چې کله هغې وړوکي شان مزاحمت بيا د لوے غر شکل اختيار کړ. دلته راته د يونان يوه پخوانۍ قيصه (اسطوره) راياده شوه؛ وائي چې د طاقت د دېو به هر وخت د عقل د ښاپېرۍ سره پۀ دې خبره بحث کېدو چې دنيا کښې ترټولو لوے څيز طاقت دے مطلب دا چې طاقت هر څۀ هرڅۀ دے، او پۀ هرڅيز طاقت حاوي دے. د عقل ښاپېرۍ موقف او استدلال دا ؤ چې د دنيا پۀ هر څيز کښې عقل ته خامخا ضرورت پېېږي. د طاقت د دېو وېنا وه چې عقل د کمزرو ضرورت او وسله ده ماته خو د عقل هډو څۀ ضرورت نشته. د طاقت دېو هر څۀ دپښو لاندې کول او وړاندې روان ؤ. پۀ لاره کښې ئې هر څيز چقول. اتفاق سره داسې وشول چې لاره کښې ورته يو وړوکے شان ښخ کاڼے راغلو. د طاقت دېو د خپل عادت ترمخه پۀ زور سره لته ورکړه ولې کاڼے نۀ مات شو او نۀ بې ځايه شو. هغۀ د خپل پوره طاقت سره کاڼي ته لته ورکړه نو کاڼے د ماتېدو يا بې ځايه کېدو پۀ ځاے نور هم غټ شو. ګويا يو وړوکے شان سپک کاڼے د طاقت دېو دپاره لوے خنډ او ازمېښت جوړ شو. د طاقت دېو لکه د لېونيو کاڼي ته لتې ورکړې ولې کاڼے به هر ګزار سره نور نور غټېدو. اخر کاڼے دومره غټ شو چې د طاقت د دېو ورته پښه رسېدل هم ناممکن شول، ځکه چې هغه کاڼي اوس د غر شکل اختيار کړے ؤ. دې دوران کښې د عقل ښاپېرۍ پۀ هغه لاره تېرېده، هغې د طاقت د دېو دا لېونتوب چې وليدو نو ورته ئې ووئيل چې عبث ځان سټرے کوې. د طاقت دېو ورته ووې ته ګوره کنه ما دا وړوکے شان کاڼے د خپلې مخې نۀ لرې کولو نو زما د هرې لتې سره دے دومره غټ شو چې اوس ئې د غر شکل اختيار کړو. دا څۀ وجه کېدے شي؟ د عقل ښاپېرۍ ورته ووې چې دې وړوکي او سپک شان کاڼي ستا د طاقت خلاف مزاحمت وکړو. ياد لره چې مزاحمت همېشه د طاقت خلاف راپورته کېږي. د باچاخان عوامي مزاحمت او بغاوت ته هم انګرېز سامراج د غدار او وطن دشمن نوم ورکړے ؤ.

مزاحمت څۀ څيز دے؟ د دې ساده جواب دا دے چې د ظلم، ناانصافۍ، بربريت، جبر، تشدد، استحصال او لاقانونيت خلاف پورته کېدونکے عمل، سوچ، رويه او طريقه کار مزاحمت ګنلے شي. د دې دوه اړخه دي، يو انفرادي کوم چې اکثر ډېر پۀ نظر نۀ راځي، او بل اجتماعي کوم چې کۀ چرې تر ډېره وخته جاري پاتې شي نو بيا ورته تحريک وئيلے شي. چې پکښې د ظلم د اجتماعيت احساس،خپلو کښې يووالے او ديوې لارې او عمل ټاکنه شامل وي. د سماجي علومو ترمخه عوامي تحريکونه د يو لائحه عمل نتيجه وي. چې د هغې پۀ ذريعه کمزورو او بې وسه خلقو ته طاقت وربخښلے شي چې هغوي بيا طاقتور قوتوني چېلنج کولے شي. دا د څۀ خاص سماجي او سياسي مقصد دپاره، د سماجي بدلون راوستو دپاره يا د ختمولو دپاره د عملونو سلسله وي، کومه چې د اجتماعي رويو نۀ پېدا کېږي. مزاحمتي تحريکونه د مخصوص نوعيت د حالاتو، عملونو او ساخت خلاف پېدا کېږي چې پکښې د دشمن واضحه پېژندګلو ضروري وي. ما د ليک د طوالت لۀ وېرې د باچاخان يا د خدائي خدمتګار تحريک نۀ پس د خان عبدالولي خان، د نېشنل عوامي پارټۍ، نېشنل ډېموکرېټک پارټۍ دغه رنګ د بېګم نسيم ولي خان، اجمل خټک د سياسي او جمهوري مبارزو نۀ ځان وژغورلو او پۀ لنډو ټکيو کښې مو خبره د اسفنديار ولي خان پۀ موجودګۍ کښې تر ايمل ولي خان راورسوله. وئيلے شي چې د دولت يا د جائيداد پېدا کول څۀ ډير لوے هنر او کمال نۀ دے بلکې تر ټولو لوے هنر او کمال دا دے چې چاته د خپل پلار نيکۀ نه پۀ وراثت کښې څۀ مال جائيداد پاتې شي نو نۀ صرف د هغې حفاظت وکړي بلکې پۀ هغه مال او جائيداد کښې د کمي پۀ ځاے نوره هم اضافه وکړي. چونکې لکه د نورو خدائي خدمتګارانو د اولاد پۀ شان اسفنديارولي خان او اېمل ولي خان ته هم دا نظريه او سياست د خپل پلار نيکۀ نه پۀ ميراث کښې پاتې شوے دے او پۀ قول د اېمل ولي خان “څنګه چې مونږ پښتانۀ د خپل پلار نيکۀ نۀ پاتې د نور ميراث حفاظت خپله پښتو او خپل فرض ګڼو دغه رنګ بايد چې د خپلو پلارانو او نيکونو د سياست او نظريې د دې ميراث نۀ صرف حفاظت وکړو بلکې دې کښې دومره اضافه وکړو چې زمونږ راتلونکي نسلونه ترې هم استفاده وکړي. کۀ چرې مونږ د خپلو خپلو مخصوصو سياسي نظريو او عقيدو رنګارنګ چشمې د لږ وخت دپاره لرې کړو او پۀ سپينو غېرجانب دارو چشمو وګورو نو دا حقيقتونه به ووينو او ومنو چې نن د باچاخان،د خان عبدالولي خان او د هغوي د ملګريو چې کوم سوچ،فکر او نظريه وه د ګوند صوبائي مشر زلمے اېمل ولي خان هم پۀ هغه سوچ او فکر سره د خپل مرام پۀ لور روان دےاو دا ځکه چې د باچاخان نظريه کښې هغه ګرمي ،نرمي او توانائي موجود ده چې نن ئې هم ټول انسانيت او پۀ خصوصي توګه زمونږ دې منطقې ته زښت ضرورت دے. هغه سوچ او نظريه پۀ کومه چې باچاخان،ولي خان او د ګوند نور مشران او ورکران د ملک غداران،اېجنټان،کيمونسټان او هندوان بللے کېدل نن مونږ ګورو چې پۀ قول د اجمل خټک:

نن ټول عالم د هغه محبوبه سندرې وائي

خټک چې به د ځان سره ژړله کله کله

خبره اوږدوم نا، وئيل صرف دا غواړم چې عوامي نېشنل ګوند چې نن د مشر اسفنديارولي خان او پۀ صوبائي سطح د اېمل ولي خان پۀ مشرتابه کښې چې کوم سياسي،نظرياتي او جمهوري قدمونه اخلي او د ګوند هر وګړے چې نن داسې هسکه غاړه او د پنجو پۀ سر ګرځي دا قوت او الوت د هغه فکر او فلسفې برکت دے چې خلق ورته “باچاخاني” وائي . دا يوه داسې نظريه او فلسفه ده چې پۀ هره لاره ځي يا د وخت او حالاتو مناسبت سره هر شکل اختياروي، خپل مرام او خپل مقصد ته به ځان رسوي. او لکه د سوچه بې زنګه زرو پۀ شان به د هر دور سره پۀ يو نوي شکل او نوي طرز کښې مخې ته راځي. د خپلې موضوع د لا روښانتيا او مضبوطيا د پاره د ملګري قېصر اپريدي دا شعرونه مېخونه ګڼم . .

چې د باقي پاتې کېدو توانائي وه پکښې

پښتو باقي ده د پښتو نه ډک ژوندون باقي دے

بقا د خېر فنا د شر ته څومره ښۀ دليل دے

مغل فنا شو انګرېز ورک شو خو پښتون باقي دے

دا هم ولولئ

زمونږ دانشورانه کردار – روښان يوسفزے

د ګردې نړۍ د اولسونو د معاشرتي ژوند د تاريخي څېړنې ځينې دا نچوړ او …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *