شېخ الحديث مولانا طاهر پنجپير سره د باچاخان التفات او ملاقات – م.ر شفق

مونږ څو ملګرو چې پۀ مۍ 1986ز اسلام اباد کښې د “پښتوادبي سوسائټي” پۀ نوم ادبي او ثقافتي پښتو ټولنه جوړه کړه او بيا ښۀ پۀ جوبن کښې شوه نو جي. سېون. تهري .ون، ستاره مارکيټ کښې يو وړوکے شان کوارټر255 اے هم زمونږ د ادبي سرګرميو يو مرکز ؤ. دا زما د خورئي نذيرالحق کريم سرکاري استوګنه وه. زۀ (شفق) او اقبال حسېن افکار ئې انډيوالان وو. پۀ دوه وړوکمرو مشتمل دې کوارټر ته به ما “سوغالے” وئيلو. نۀ پکښې قالين غوړېدلے ؤ، نۀ صوفې پرتې وې، يوه ماته ګوډه کرسۍ او يوه شلېدلې درۍ به وه. خو د نامې جامې درنو اديبانو او پوهانو مونږ سره پۀ دغه شلېدلې درۍ ناستې کړې دي. پۀ دې تنګ تروش ماحول کښې پۀ روڼ تندي او خوشحاله زړۀ شپې هم کړې دي. دغو کښې به کله کله د کالج پوهنتون څو ادب ذوقه زلمي پښتانۀ شاګردان هم زمونږ کوډلې ته راتلل. لکه قرېش خان خټک چې د ډاکټر خالق زيار خورئے دے، اکرام الله جان (شهيد) چې د قبائيلي مشر ولي خان کوکي خېل اپريدي نمسے ؤ او بل د ذکر جوګه يو قابل، ذهين، خبر لوڅ او ښکلے سکاڼ زلمے ښاغلے حماد د صوابۍ پنج پير کلي ؤ. هرکله چې زۀ پۀ دې ورسېدم چې دا ښاغلے ځوان حماد د پنج پير مرحوم مولانا طاهر صاحب شېخ الحديث کشر زوے دے نو مينه مې ورسره نوره سېوا شوه. مولانا طاهرصاحب سره کۀ هر څومره زما ليدۀ کاتۀ نۀ وو شوي ځکه چې زۀ د هغوي د پښو خاورو برابر وم. ولې هغوي د پښتونخوا يو معروف علمي شخصيت ؤ او هرچا پېژندلو. لۀ دې کبله ما (شفق) به حماد ته وئيل چې ما سره د خپل والد (پنج پيرمولانا) د عام مجلسي خبرو يادونه شريکوه.

ښاغلي حماد وئيل مولانا صاحب به حجره کښې د کلي سپين ږيرو مشرانو سره بې تکلفه مجلس کوو. لوستونکو ته به معلومه وي چې مولانا صاحب به د قران پاک او احاديثو درسونه ورکول. د ځينو غلطو رسمونو رواجونو به ئې شدت سره مخالفت کولو. نو پۀ خصوصي توګه د سقاط او زيارته القبور پۀ مسئلو مليانو ورپسې هشمشې هم خورې کړې وې. لکه يو مشر ورته ووې، مولانا صاحب! دا تاسو پۀ مړو پسې ولې ډانګ را پورته کړے دے. مړي نۀ دي ازارول پکار. دوي خو د دعا محتاجه دي. مولانا صاحب مسکے شو. وئيل ئې ډانګ خو ما تاسو ناپوهو پسې راخستے دے چې سم سړي درنه جوړ شي. تاسو خو به لکه د ښځو جاروګانې پۀ لاسو کښې نيولې وې او قبرونه به مو جارو کول. ما د هدېرې نه ګېر چاپېره ديوال تاو کړو. چې خرۀ او سپي پکښې نه رغړي او مړي نۀ ازاروي… او تاسو ته د شريعت لار ښايم.

ښاغلي حماد وئيل چې يوه ورځ د څۀ پوښتنې پوره کولو د پاره پلار له حجرې ته ورغلم . نور سپين ږيري مشران ورسره ناست وو . يو مشر چې زما رنګ جوثې او کړۀ وړۀ ته وکتل نو وې خاندل او مولانا صاحب ته داسې ګويا شو. “مولانا صاحب دا زوے خو دې پۀ بله نمونه دے. لکه چې ږيره ئې پۀ اړولې خرئيلي وي او صفا سپين مخ ګرځي. مولانا صاحب ورته ووې دا هلک مور ته تلے دے.”

حماد صاحب راته يو ځل دا واقعه هم بيان کړې وه چې باچاخان پنج پير کلي ته راغلے ؤ. اراده ئې ښکاره کړه چې د مولاناطاهر صاحب حجرې ته ورځم ۔ چا ورته ووې بره ختو کښې به تاسو ته تکليف وي او بله دا چې مولانا صاحب دکلي نه چرته بهر پۀ دوره دے. باچاخان ورته ووې حجره ئې خو چرته نۀ ده تلې. اوس چې دلته راغلے يم نو حاضر به شم. هلته چې لاړ نو د چايو اوبو ستونه ورته وشول خو باچاخان ووې کله چې مولانا صاحب راشي نو زما دعا سلام به ورته ورسوئ. چې زۀ تاسو ته حاضر شوے وم خو تاسو پۀ موقع نۀ وئ، نو ملاقات ونۀ شو.

بورجل دې ؤ تۀ پکښې نۀ وې

ما دې خالي بورجل ته وکړل سلامونه

دا زما (شفق) د پاره يوه اهمه واقعه وه نو کلي کښې مې د خپل پلار (مولانا محمد عنايت الله صاحب) نه پوښتنه وکړه چې پنج پير مولانا سره د باچاخان د التفات او ملاقات څۀ سبب دے؟

زمونږ والد صاحب مولانا عنايت الله چې يو فقيه عالم او مدرس او عملي خدائي خدمتګار هم ؤ، د ازادۍ او خدائي خدمتګارۍ د تحريک ټول واقعات ورته ياد وو. او پوره پۀ تسلسل به ئې بيانول. ما ته ئې وفرمائيل چې د پاکستان قائمېدو نه پس پښتونخوا کښې پۀ غېرائيني او غېر جمهوري طريقه د خدائي خدمتګارو حکومت مات کړے شو او د مسلم ليګ حکمرانې ډلې ورسره بلا جواز تربګني شروع کړه. د ګورنر جنرل محمدعلي جناح او باچاخان ترمېنځه د روغې جوړې او مفاهمت لار راوتونکې وه خو پېرنګي ګورنر او سازشي عناصرو دغه هڅه شنډه کړله. بيا باچاخان او د سرسر خدائي خدمتګار مشران او پۀ سوونو کارکنان پۀ جېلونو کښې بنديوان کړے شو. ناروا او بې بنياده الزامونه پرې ولګولے شو. کوم خدائي خدمتګاران چې بهر وو. هغوي پرامن احتجاج ته هم پرې نۀ ښودل شول. بابړه کښې پرې د ګولو باران اورولے شو، پۀ سوونو شهيدان او پۀ سلګونو نور ژوبل شو او څوک د جابر پوليس پۀ وحشيانه کوتک مارۍ ټکو ستري کړے شول.

د سول امر عبدالقيوم خان وزيراعلٰي زړۀ خو پۀ دې هم نۀ سړېدو، د هغۀ پۀ حکم پوليس پۀ خدائي خدمتګارو کلي پۀ کلي ناروا ظلمونه راخستي وو، کورونو کښې به دغسې ورننوتل او د ښځو مېرمنو بې حرمتۍ به ئې کولې. او تېرې دا چې ورته به ئې وئيل چې قومي مشرانو پۀ خاص توګه مهاتهاګاندهي او باچاخان ته ښکنځل وکړئ ګنې ښځې به در باندې طلاقې وي….؟؟؟

زما والد صاحب وئيل مولانا طاهر صاحب پنج پير مونږ ښۀ پېژنو۔ يو وخت کښې د پېښور مدرسه رفيع الاسلام کښې زمونږ د حافظ محمد ادريس شاګرد پاتې شوے ؤ، ښۀ مدرس او محدث ؤ . پۀ دې بنياد ئې د پښتون قوم لوے خدمت کړے دے، د توحيد علمبردار نو پۀ ځينو مسئلو او غلطو پلتو رسمونو رواجونو ختمولو کښې ئې تشدد هم کوو. دا د هغۀ مجبوري وه ځکه چې د ړاندۀ سماج لار ښودنه اسان کار نۀ دے.

زما والد صاحب وئيل چې مولانا طاهر صاحب کۀ هرڅو سياسي تحريکونو کښې شامل نۀ ؤ خو يو باخبره عالم ؤ. د هغۀ چې د طلاق پۀ حقله دغه ناروا خبره تر غوږو شوه نو د حضرت امام مالک (رح ) سنت ئې تازه کړل او پۀ جار ئې اعلان وکړو چې پۀ جبر او زور زياتي طلاق نۀ واقع کېږي.

د حکومت بړېڅو د مولانا طاهر صاحب مواخذه پۀ انتهائي ناروا طريقه داسې وکړه چې پوليسو د خر د پاسه سور کړو او د يو روايت مطابق مخ ئې ورله تور کړو. د کلي کوڅو بازارونو کښې ئې وګرځولو چې خلق ترې عبرت واخلي. خو مولانا طاهر صاحب به اعلان کوو چې څوک مې پېژني هغوي خو پېژني چې څوک مې نۀ پېژني نو هغوي ته وايم چې زما نوم طاهر دے او پۀ جار وايم چې پۀ زور جبر، طلاق نۀ واقع کېږي.

دغه مهال کښې يو پوليس افسر ورته دا هم ووې چې څنګه؟ اوس دې د وزيراعلٰي قيوم خان زور وليدو؟ مولانا وئيل. بلکل . اوس خو ئې ځکه منم چې د پاسه پرې سور يم.

والد صاحب (مولانا عنايت الله) وئيل مونږ پۀ ۱۹۴۸ کښې پۀ هري پور جېل کښې وو چې د پنج پير مولانا صاحب سره شوي د ناروا سلوک دا خبر را ورسېدو ۔ د دې دردناک او افسوسناک خبر پۀ اورېدو د صبر او استقامت غر باچاخان پينځه منټه پۀ سکته کښې ؤ او بيا ئې غريوژنه لهجه کښې ووئيل.”دا خو مولانا سره ډېر زياتے شوےدے”

“پښتون د پوښتنې دے”. باچاخان به د داسې هر پښتون مجاهد پوښتنه کوله. کۀ عالم ؤ او کۀ امي. نو د شېخ الحديث مولانا طاهر صاحب پوښتنه به ئې ولې نۀ کوله چې د يو ظالم جابر او “بيمار ذهنه” حکمران خلاف ئې د توحيد کلمه پورته کړې وه او د حضرت امام مالک، حضرت امام حنبل (رح) او امير الفقها حضرت امام ابوحنيفه ( دنعمان بن ثابت) روايات ئې ژوندي کړي وو او د يولوے مثال ئې قام کړے ؤ.

چې عظمت ته ئې د اغيارو سترګې برېښي

هرسړے دې باچاخان غوندې بدنام شي

(سائل)

دا هم ولولئ

د خپل ياد پۀ جزيرو کښې ولي خان او سياسي شګوفې – م.ر شفق

پخواني مارشل لاء اېډمنسټرېټرجرنېل محمد يحيٰي خان چې پۀ کال ١٩٧٠ز دسمبر کښې د ټولټاکنو …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.