سرقه دوزي – ډاکټر سجاد ژوندون

مونږه چې کله پۀ څلورم جماعت کښې سبق وئيلو نو زمونږه پۀ نصاب کښې مونږ ته مضمون کښې دا خبره ښودلې شوې وه چې زمونږه اکثر زمينداران خلق ځکه خوار وي چې دوي د کر سره خواري ښۀ ډېره وکړي خو بيا چې کله فصل راورسي نو پۀ منډاهۍ کښې پېسې نۀ کوي. د هغې وجه دا وي چې پۀ کوم کال الوګان نرخ وکړي نو پۀ بل کال ټول زميندار پۀ الوګانو کرلو ايمان راوړي او کله چې دغه الوګان ډېر شي د مقدار نه زيات پېدا شي نو قيمت ئې راپرېوځي او زميندار خپل ځان پۀ خپله پۀ چاړۀ ووهي. خبره مې هم دې پسې کوله چې نن سبا زمونږه پۀ ادب کښې هم څۀ دغه چل روان دے چې د يو چا څۀ ته مخه شي او هغه لږ نرخ وکړي نو بس ټول شاعران هم پۀ هغې ټرېنډ روان شي . لکه رحمت شاه سايل صېب او صاحب شاه صابر چرته پۀ شعر کښې ځاے پۀ ځاے پېښور ياد کړے ؤ، څۀ موده پس ټولو شاعرانو پېښور ته ملا وتړله. پۀ پېښور ئې دومره شاعري وکړه چې چا پۀ کښې زيړ مازيګري رامېدان ته کړل چا پۀ کښې لکه زما هسې ورته د پېښو ښار ووې. حالانکې ما چې کله پېښه نظم ليکو هاغه وخت ما لا مردان هم نۀ وۀ ليدلے. دا خو دې خداے د اسرار اتل او فطرت بونيري “ټائف” خلقو سره ښۀ وکړي چې پۀ رېډيو به مې د هغوي د پېښور شعرونه اورېدل نو ما هم لکه د الوګانو پېښور د خپلې شاعرۍ پۀ پټې کښې وکرو. او چې دا دې شاعري مې منډاهۍ ته راغله نو خپله شاعري مې هم لکه د الوګانو بېخي له نرخه ووتله بلکې کومو غريبانو شاعرانو چې به “پېښور” لکه د الوګانو کرو او ځان له ئې پرې دوه روپۍ کولې هغوي مو هم د نرخه راپرېباسل او پۀ پېښور مو خلقو له زړۀ راډک کړو. اوس کۀ څوک پېښور باندې هر څۀ ليکي هغه به ټيک ټاک سرقه دوزي وي. زۀ نۀ پوهېږم چې دا سرقه دوزي څۀ وي. خو هاغه ورځ مې پۀ پښتو څانګه کښې خپل يو استاذ ته وې ډاکټر صاحب دا سرقه څۀ ته وائي نو هغۀ راته وئيل چې مړه مونږ خو ورته پۀ تهکال کښې ذائقه وايو چې وريژو ته ئې اچوو خو تاسو ورته سرقه وايئ. ما وې ښۀ جي پوهه شوم خو هغۀ سره مخکښې لا نۀ ړمه. د سرقې دا قيصه ګوهر نويد صاحب مېدان ته راوړه. زما د څو ورځو نه خيال دے چې پۀ سرقه دوزۍ لکه د يو صنف هر سړے لګيا دے طبع ازمائي پرې کوي. لا د نويد صېب کتاب (پښتو شاعرۍ کښې سرقه دوزي او ترجمې) چاپ نۀ ؤ چې ابشار يو پوسټ کړے ؤ او ليکلي ئې وو چې دغه سرقه دوزي پۀ خپله د يو کتاب سرقه دوزي ده. وروستو خبر شومه چې د ګوهر نويد صېب کتاب چاپ شوے دے. او چې څو ورځې کېدې يوه غوغا جوړه وه . ما دا کتاب پۀ خپله خو لا بېخي لوستے نۀ دے خو چې د خلقو دې بحثونو ته ګورمه نو هغه د يو چا خبره ” زۀ ځکه اخبار نۀ ګورمه چې هر سحر نائي خانې ته ورشمه نو هلته د هر خبر نه خبر شمه”. هم دغسې زۀ هم سم پۀ نائي خانه کښې نن سبا دېره شوے يمه خلق خو ورته د کلچر ډيپارټمنټ وائي خو شاعران صاحبان ورته د اما کما راځي او خبرونه راوړي. پۀ دې وجه مې د ګوهر نويد صېب د کتاب لوستو ته ضرورت رانغے خو د يو د بل د خلې نه پوره پوره د کتاب د ټکي تکي خبر شومه. دا هم راته چا ووې چې دا دوه کتابه دي، يو د فېصل فاران دے او بل د ګوهر نويد. يو چا پکښې دا ووې چې ګوهر نويد صېب قلندر مومند خراب کړے دے. زۀ پوهه شومه چې فاران ډېر ځيرک انسان دے ځيرک هم پۀ هغه معنو کښې لکه اخون دروېزه چې وئيلي وو چې “بايزيد ډېر زيرک او چالاک سړے دے ځکه چې د دنيا علم ئې ډېر دے” فاران د ځان کول او د ځان نه د شوکولو د فن استاد دے. ځکه چې فاران خو پۀ خپله هم وائي چې ګوهر نويد مې تيار کړے دے څو ورځو کښې پۀ عوامي نېشنل پارټۍ کښې شموليت کوي اګر چې د ګوهر نويد صېب او د ښکلي افتاب ګلبڼ صېب مثال د ناشپاتۍ دے چې د ملتان پۀ ګرمه خاوره هم خپل خواږۀ لري او د سوات پۀ يخه خاوره هم دوي يوې سيمې ته وقف کؤل ښۀ خبره نۀ ده. خو خبره د قلندر مومند وه چې قلندر مومند ډېر راښکلے شوے دے نو پۀ دې خبره خو خوشحاله ځکه يمه چې دې خلقو ته پۀ خپل وخت اديبان ټول لکه د “عاجز” دي ښکارېدل خو دا سوچ ئې بېخي نۀ کوۀ چې زمونږ نه پس به زمونږه نيکيان پېدا کېږي او خېر مو نشته. نو سوچ مې وکړو چې د فاران سره دې خداے د چا دشمني نۀ راولي ګنې پۀ مرګ هم ترې خلاصېدل نشته . ځکه چې قلندر مومند کۀ سرقه دوزي کړې هم ده خو دا پۀ کوم انداز کښې چې ګوهر نويد صېب وړاندې کړې ده دغه اسلوب هم د فاران نه سرقه شوے دے . او دې ته وائي د بل پۀ اوږه ټوپک کېښودل او ډز کول. خو فاران پښتنو عاجزانو ته دا چل وښودو چې کۀ چرته د کتاب د چاپ وس مو نۀ وي نو هم دغسې د بل پۀ وادۀ کښې خپل زوے سنتوئ او پردے سنډه پير بابا ته وربخښئ . خو بله وجه دا هم ده چې فاران دومره دا خلق يرولي دي چې کله هم چاته خپله چاړۀ پۀ اوبو کښې ښکاره شي نو زر فاران ته وائي تۀ راته ليکل وکړه . زما پوخ يقين دے کۀ د فاران زور لږ لکه پروېز مشرف پرېوتو بيا هېڅ هم نشته خلق به د خپل ټوخي سره هم وائي چې ”شکريه“ راحيل شريف . خو دا وخت فاران ښۀ سم د زميندارو پۀ کر کروندو قابض دے . مثال ئې د کلي د هغه ملک دے چې ډېر خلق دا ګڼي چي اول لار مې د فاران پۀ پټي ده نو راشه هم د دۀ پۀ ټرېکټر زمکه واړوه او د دۀ پۀ بختور لاس پکښې دانې ونوله چې سبا فصل منډاهۍ ته وړم چې ملک صېب لار راکوي.

کۀ داسې نۀ وي نو دا خبره هم ده چې د ګوهر نويد صېب حافظه ډېره تېزه ده شائد فاران ورته خپل ليک چرته ښودلے يا بيان کړے وي او دۀ راخستے وي . ځکه چې د ګوهر نويد صېب حافظه مې هاغه وخت ومنله چې د پۍ مخي حسان خلجي د کتاب ( د لاس نخښه) پۀ مخکتنه کښې اياز حسرت پۀ حسان خلجي خاکه ليکلې وه چې د هغۀ د اننګو وغېره پکښې خبرې شوې وې خو چې کله به پۀ سټېج اياز حسرت پۀ وېنا کښې تيندک خوړو نو لاندې نا به ورته ګوهر نويد صېب فتحه ورکوله . زۀ حېران شومه چې خاکه د اياز حسرت ده د کاغذ نه ئې هغه وائي او فتحه ګوهر نويد صېب ورکوي . ما وې دا ټيک پۀ دالو کښې څۀ تور تور دي . خو زۀ د سرقه دوزۍ پۀ حق کښې نۀ يمه. او بيا د ګوهر نويد صېب کتاب نو. . . هم هغه د منډاهۍ خبره ده چې سميع الدين ارمان عاجز چرته پۀ پښتو ادب کښې نوے نوے سبزيانې کرل شروع کړي وو لکه د هائيبرډ ئې بلها پېداوار کوۀ او لکه د ابشار ، فطرت ، وصال بغداد وال وړو زميندارو هم دغه هائيبرډ شروع کړي وو . خو يو خوا دې سرقې د سميع ارمان روزګار هم خراب کړو بلخوا خلق بس دې ته کښېناستل چې اوس سرقې لټوي . لکه هاغه ورځ مې يو سنګر اشنا چې د کرن خان نه جېلس وۀ وائي چې کرن ټول طرزونه د انډيا نه سرقې راخلي .

اقبال کۀ خوشحال نه سرقه راوړې ده نو لکه د ګوهر نويد صېب ډېرو اقبال شناسو پرې پرده اچولې ده . خو زمونږه خوشحال شناسو د اقبال بدل خلاص کړے دے. لکه اقبال پاکستان کا شاعر نو زمونږه والو دغه سرقه راوړې ده چې خوشحال پاکستان کا شاعر. کۀ چرې خوشحال او اقبال سره چرته پۀ دوزخ يا جنت کښې ملاو شول نو خوشحال به ورته وائي چې تا زما نه دا دا اخستي دي او ګوره ستا بالکو پرې سترګې پټې کړي دي نو اقبال به ورته وائي چې ستا بالکو چې ستا پۀ کاتو کښې زما خوبونه ليکلي دي او دې سره حساب برابر دے . خبره د سرقې وه که پۀ حقيقت کښې دا ټوله دنيا وکتے شوه نو دا هر څۀ پۀ يو نه يو شکل کښې سرقه دي . لکه ”مامون رشيد صېب“ راسره هاغه ورځ پۀ ګاډي کښې پېښور ته روان ؤ بقول هغۀ چې ګوهر نويد پۀ هېڅ هم نۀ پوهېږي دا سرقه به ورته زۀ ښايمه چې زما نه ئې اخستې ده . دې پۀ سرقه څۀ پوهېږي . د ” مامون رشيد“ مطابق د مردان هر شاعر د هغۀ نه سرقې وچتې کړي دي هر شاعر ئې دومره سپک کړو چې ما وې ګنې دا ټول مردان سرقه دوز دے خو د “مامون رشيد” صېب نه پۀ ټوله لاره د خان لالا صفت کېدو (خان لالا ته مې دا چل وښودو چې دا وکه ) خان لالا ډېر پښتون سړے دے، خان لالا مېلمه دوست سړے دے، خان لالا نر سړے دے). زۀ پۀ دې پوهه شومه چې دا هم سرقه ده ولې چې “مامون رشيد” هم دا ګڼي چې زمکه زما زرخېزه ده کر رېبل زۀ کولے شم خو منډاهۍ ته چې کوم ګاډي کښې خپل الوګان اوړم هغه د خان لالا دے هم پۀ دې سوچ سوچ کښې ګاډے نشتر هال ته رادننه شو او مامون رشيد صېب د سبحان لالا له خوا د مردان د غريبو او ناچارو رالېږلي شوي فارمونه اکبر هوتي ته حواله کړل چې دا اجمل خان (کلچر ډائرېکټر) ته بيا ورکړه چې پېسې ئې منظوري شي.

دا هم ولولئ

خدائي خدمتګار میرا خان بابو – سجاد ژوندون

    خدائي خدمتګار ميراخان بابو چې د ضلع مردان د سدهوم علاقې د ایسپزو …